د خودۍ اسرار ژباړه سمندر خان سمندر فهرست شمېر سرليك مخ 1. تمهيد 51 2. د دنيا د نظام اصل له خودۍ ځنې دى 59 3. د خودۍ ژوندوند مقصدونو پيدا كولو ځنې دى 62 4. خودي له عشق او محبت ځنې مضبوطتيا مومي 65 5. خودي په سوال كمزورې كيږي 70 6. خودي چي كله له عشق او محبت ځنې 72 7. د خودۍ نشتوالى 75 8. د مسلمانو قامونو په تصوف 79 9. د شعر حقيقت او د اسلامي ادبياتو اصلاح 81 10. د خودۍ د پاللو درې مرحلې دي 88 11. دويمه مرحلهنفس قابو كول 90 12. درېيمه مرحله د خداى نائب توب 92 13. د حضرت عليرض شير د خداى د نامو رازونه برسېرول 96 14. قيصه د هغه زلمي 102 15. قيصه د تږې مرغۍ او مرغلرې 105 16. قيصه د لعل او كوئل 107 17. قيصه د شېخ او بامبړ 109 18. د غزا مقصد 113 19. د صحرايي بابا نصيحت 116 20. وخت غوڅوونكې توره ده 123 21. دعا 128 تمهيد دنيا وه روڼى لمر چي، څه وخت و وهله د شپې لاره نو ژړامي د ګل مخ ته، نېغه كړه د اوښكو داره نېز* زما د اوښكو يو وړو، د نرګس له سترګو خوب او هم شنه مي زرغونه كړل، سوي ږغ لېمو څڅوب ويناګانې مي زورناكي، مليار ښې ازمايلې چي مصرعې مي يې وكرلې، تيارې توري و رېبلې په چمن كښې يې لكه تخم، بس زما اوښكې خورې كړې تنسته يې د باغ بودې ته، دا زما سوې نارې كړې په قبضه كښې لمر زما دى، كه هر څو ذره يم لره ځه لرم په ګرېوانه كښې، رڼېدلي سل سحره جام د جم به څه روښان ؤ، دا زما خاوره بليږي چي لا نه دى زېږېدلي، هغه هم په كښې ځليږي زما فكر غشي، ويشتي، ده هغه هوسۍ پخوا لا چي تر نني ورځي پوري، نه شته نه هغه پيدا لا شنه چي چيري به ټوكيږي، نن يې زه لرم چمن كښې لا به يې څانګې غوټۍ سپړي، هغه ګل مي په لمن كښې ما څښل د ټنـګ ټكور كړو، وران او بيا مي هسي خوار پرېښ آدم خان شومه شاباز مي، د عالم د رګ په تار كښېښ دا زما د فطرت ساز دى، د ده داسي نوى ترنګ دى په نغمو مي نه پوهيږي، څوك كه ناست زما تر څنګ دى په دې غونډه د دنيا كښې، زه راغلى نوى لمر يم د اسمان له دود دستوره، لا تراوسه نا خبر يم لا زما رڼا ده پټه، خوره نه ده پر هر لوري لا زما د ځ د ځل نه، تښتېدلي نه دي ستوري كړې چرته لا په بحر، پلوشو زما ګډا ده نه د غره ناوې موندلې، سره نكريځه لا زما ده د دنيا سترګي لا روږدې، نه دي زه داسي ځلېږم زه له دې غمه دكېږم، څنګه- څنګه چي ورخېږم لاړه شپه مشرق ته ګوره، روڼ سحر يې راختل كړي دنيا ګل او نوې پرخې، پرې دپاسه خسول كړي د سحره ويښېدونكو، زما تاسو ته دي سترګې مبارك دي چي لنبې مي، ګڼې پاكې او هم زبرګې زه هغه خوږه نغمه يم، له شابازه بې پروا يم يو آواز يم نن مي اورې، له شاعره د صبا يم دا موجوده زمانه مي، ده ناپوهه په اسرار لا د يوسف جوګه مي نه دى، سور دى هغه شان بازار لا يو هم نه شته قدر وونكى، كه زاړه ياران مي ډېر شي طور مي سوزي لار ته ګوري، كه موسٰى چرته راتېر شي د يارانو قلزم څاڅكي، موده شوې يخ نيولې زما څاڅكي سمندر دى، جلې- جلې راختلې دا چي زه سندرې وايم، دا به ځان ته بيل جهان وي دا د هغه جرس ږغ دى، چي د ده به بيل كاروان وي داسي هم ډېر شاعران ؤ، پس له مرګه شول پيدا دوى خپلې سترګې يې كړې پټې، زموږ سترګې كړې بينا دوى راښكاره شول د نازونو، سامان راوړو هغه تللو ګوره څنګه زرغونه شول، لكه ګل له خپلو څلو په زرګونو كاروانونه، په دې لاره چلي تېر شول څوك يې پوه په ښكالو نه شول، د اوښ پلونه غلي تېر شول زه عاشق يم تل تر تله، وير ژړا زما ايمان دى د محشر شور مي په وړاندي، د قيزې زغلي روان دى څو د تار د اندازې نه، دا نغمه زما سيوا ده ساز مي پاتې شو كه مات شو، نه څه ويره نه پروا ده چي زما د دې سېلابه، څاڅكى وشي جدا ښه دى كه قلزم يې له اثره، لېونى شي نو لا ښه دى دا زما داسي طوفان دى، چي په سيند كښې نه ځاييږي دومره دى خورېدل غواړي، په بحرونو كښې به كيږي هغه غوټه چي په خپله، له غوړېدو ګلستان نه شوه پر ده نه اوري جوګه مي، د سپرلي د باران نه شوه تندرونه- تندرونه، دي ويده زما په ساه كښې صحرا ګانې غرونه غاړې، څه رانغاړم په برېښنا كښې شه را وړاندي مي قلزم ته، كه طاقت لرې صحرا يې زما تندر په سر واخله، كه څه زور دي وي سينا يې ژوند* به چينه يې په برخه، ما ته راكړه ځه يې غور كړم په پټ راز د ژوندانه يې، له ازله څه خبر كړم مړه ذره مي را ژوندۍ كړه، په تاوونو د خبرو خوار چينجى مي اوركى كړو، د ځلا او د وزرو لكه ما د راز خبري، نه ويلې چا تر اوسه مرغلرې زما غوندي، نه پېيلي چا تر اوسه ټول عمري عيشونه غواړې، رانزدې شه ما ته راشه كه دا مځكه آسمان غواړې، راشه راشه خوا ته راشه زوړ اسمان په غوږ وهلى، وايم راز واوره قالو نه له خوږو خوږو يارانو، پټېداى نه شي حالونه ساقي! واچوه شراب نن، خو تر مورګو راته جام كړه چي غمونه ځنې ورك شي، زړه مي داسي په آرام كړه هغه اوبه چي ترې شغلې ځي، او چي اصل يې زمزم دى كه يې څښونكي ګدا هم وي، نو په خدايګو شاه عالم دى چي د فكر قوتونه، پر ډېريږي هوشياريږي كه بيداري هم وي سترګې، لا پر نوري بيداريږي چي شغله يې د مچ وزر هم، دروند پر ځاى لكه د غر كړي چي قوت د شنو زمريو، ګيدړانو ته هم ور كړي كړي توري خاورې پورته، ثريا پوري شي لاړي چي يو څاڅكى سمندر كړي، هم يې تله هم بې غاړي چي چپتيا كاندي په مثل، د محشر د ميدان كوكي چي د باز په وينو سرې كړي، د درو د زركو نوكي اې زما ساقي! را پاڅه، ما ته را هغه شراب چي زما د فكر شپې ته، كړي ياران نور د مهتاب چي تېروتى لاروى زه، د منزل په لور روان كړم خوند د ډېرو تلوسو هم، نندارې لره سامان كړم چي په نوي شوق لټون كښې، بډي پور ته موټي چو كړم چي د نوي ارمان سيند كښې، ځان په خپله ور لاهو كړم چي د ذوق د خاوندانو، د زړه سر د سترګو تور شم چي يو ږغ شم د رازونو، د دنيا په غوږ كښې خور شم *چي په نوې جستجو كښې، په مختګ وي توند رسا شم چي د نوي ارزوګانو، سره زه لكه اشنا شم چي دا جنس د ويناګانو، زه ډېر لوى نرخ ته كره كړم په ځولو- ځولو مي اوښكې، مرغلري ورسره كړم د رومي فيض مي موندلى، چي دا خلګو ته بيان كړم چي د پټو خزانو دا، دفترونه راعيان كړم د هغه د روح خو پنګه، سرې لنبې د اور د لۍ ده او په ما كښې ساه غړيږي، په مثال يوه سپرغۍ ده پتنګ زه يم خو ناڅاپه، بله شمعه په ما راغله د شرابو لويه چله، په دې لوري زما راغله زما تن ؤ سپېرې خاوري، د روم پير لكه كېميا كړې دا زما له تورو خاورو، رڼاګاني را پيدا كړې ذره پورته شوه له مځكي، دومره وخته په پاس چي د لمر و پلوشو ته، دا ور ورسوي لاس زه يم موج او رومي بحر، تل ته يې ځان غورزوم لري لوى ارمان مي دى په زړه كښې، د مقصود د مرغلري د هغه د شراب زور دى، چي دا مستي مستي وايم د هغه د ساه سور اور دى، چي دا زه ورباندي پايم د شپې پروت وم ناقراره، له خوږ زړه ختى فرياد ؤ په زارو او په دعا مي، د چپتيا جهان آباد ؤ د دې وخت درانه غمونه، زما خوله كښې حكايت ؤ وه پياله مي تشه توره، زما دغه شكايت ؤ اخير داسي شومه ستړى، سر مي كښېښو نور وه نه شوم پرېوتم د لارو بادو، سترګي پټې شوې ويده شوم د روم پير مي په خوب وليد، د راستۍ او علم كان دا هغه چي يې دى كښلى، په فارسۍ ژبه قرآن وې چي اې په عاشقانو، ته بې شانه ډېر مينه واخله ګوټ د عشق شراب دي، دركوم په پيرزوينه هنګامه د محشر جوړه، كړه عاشقه خپل ځيګر ته سر ښيښې ته كړه ور مخكښې، سترګې ونيسه نشتر ته خنداګانې په پړق پړق كړه، د فرياد او ژړا پنګې د ځيګر ثطري كړه اوښكي، تكې سرې په وينو رنګې څو به چپ لكه غوټۍ يې، شابه ته غوړېدلى ګل شه كړه خوږې وږمې ارزانې، ځه ورځه په كار د بل شه سپېلني غوندي د ننه، په خپل سر كښې لرې شور ته خپله كډه كړه ور كډه، سرو سكروټو ته د اور ته د خپل تن ذره ذره كړه، د جرس غوندي لړځانه فريادونه چي ويده دي، كړه را ويښ له هرې خوا نه دا دنيا غونډه رڼا كړه، لمبه وكړه ته خو اورې سوځوه له خپله سوزه، د دنيا خلقې نورې لكه موج د شراب وكړه، په كوزه كښې ځلا ډېره د بابا د ميكدې كړه، ټول رازونه رابرسېره اندېښنه كه آئينه وي، ته شه كاڼى مه اسرې كړه د بازار په منځه لار كښې، دا ښيښه ذرې ذرې كړه له درونه* شپېلۍ غوندي، پيغام يوسه په صدا شه هغه ورك لېوني قيس ته، لكه زېرى د ليلا شه شابه نوى يو انداز ته، خپلو چيغو ته ايجاد كړه په يو بل ډول شورونو، دا مجلس ښائسته آباد كړه پاڅه نوې ساه سمند كړه، هر ژوندى ورباندي سور كړه په يو "قُم" يې لكه اور كړه، د ژوند جوش د ژوندي نور كړه پاڅه نوې لاره واخله، روان اوسه پرمختګ ځه سوداګانې زړې پرېږده، په سم رو په ږغ او زوګ ځه له وينا سره اشنا شه، خوند يې واخله وه زنګېږه د كاروان جرسه ويښ شه، څو به چپ يې و ټنګېږه د رومي بابا خبرو، كړو په تن را پوري اور د شپېلۍ غوندي مي ډك شو، سر تر سره تن له شور لكه ترنګ شو مه را هسك زه، له خپل تاره شوم آزاد جنتونه د نغمو ما، كړل غوږونو ته آباد د خودۍ په مخ پلو وه، له يو واره مي كړو لرې ما يې ټولې راښكاره كړې، د اعجاز پټې خبرې زه د خټې ګوډاګى وم، ډېر كچه بې حقيقته يو نيمګړى يو بېكاره، ډېر بې قدره بې قېمته عاشقۍ وسولوم، پس له هغه بنيادم شوم څنګه څو* او په ښو بدو، هله پوه د دې عالم شوم پلمې او وجي د اسمان، اوس چي ښوريږي زه يې وينم د سپوږمۍ په رګ كښې وينې، چي بهيږي زه يې وينم ما به تل په نورو شپو كښې، د انسان دپاره وير كړو نو د ژوند د راز پلو مي، ډېر په ګرانه سره څير كړو د امكان دغه دنيا چي، ما په مثل د كارګاه كړه د بقا د راز خبره، په مشكله ما پيدا كړه د دې دور توري شپې ته، كه سپوږمۍ غوندي زينت يم اې د پوهي خاوندانو، د پښو خاورې د ملت يم د هغه ملت چي ږغ يې، په ګټ ګټ د جهان خور دى چي د نوي نغمې تاؤ يې، يخو زړونو وته اور دى چي ذرې يې وه كرلې، او لمرونه يې انبار كړل چي يې جمع په رشه كښې، هزارها رومي عطار كړل اسويلى يم بره خېزم، تر آسمانه زما نيت دى كه هر څو لكه لوګى يم، زما اور سره نسبت دى له قلمه مي شول توري*، دا د فكر پروازونه ټول د نهو آسمانونو، يې كوزه واچول رازونه چي يو څاڅكى دومره لوى شي، د سيند سارى په دنيا شي چي ذره دومره و غوړيږي، چي بس بې سره صحرا شي مثنوي چي زه ليكمه، شاعري مي ارمان نه دى بت ګري بت پرستي هم، څه مقصد او ايمان نه دى د فارسۍ نه بېګانه يم، زه د هند د لاس سلى يم لكه نورې ختې مياشته، لاس كښې تش تور كنډولى يم مه زما ځنې ښايست، او مه خوبۍ د بيان غواړه مه زما ځنې طرزونه، د خوانسار اصفهان(2) غواړه مورنۍ ژبه منمه، تر شكرو دا خوږه ده خو فارسي په وينا طرز كښې، له دې خپلې لا خوږه ده زما فكر مسحور وكړې، د دې ځل ته ځلېدونى اوس زما قلم ته ګوره، شو له ښاخ د طور ونى زما فكر چورلكونه، بره آ خوا له ګردون خوري تخيل زما اوچت دى، د فارسۍ سره سمون خوري ګوته مه نيسه كوزې ته، وي به خاوره كه ښيښه ده يو څو ګوټه شراب وڅښه، چي نشه يې بده كه ښه ده ((( د دنيا د نظام اصل له خودۍ ځنې دى ورته ګوره د خودۍ نه، د دنيا ګرم بازار دى د خودۍ رازونه سپړي، ترجمان د ساز هر تار دى چي خودي شوه رابيداره، او دې وكړې غزونې راښكاره يې يو جهان كړ، د پوهني ځان بينني جهانونه جهانونه، پټ پراته د دې په ذات كښې دا ډېر ډېر څه راپيدا كړي، چل يې شته دى په اثبات كښې دې جهان په دښمنيو، بس په دې چل ولړلو چي له ځانه يې ځان بيل او، يو پردى څيز وګڼلو دا په خپله له خپل ځانه، د پردو وجود پيدا كړي چي جنـګ تود شي خوند يې واخلي، او سړه دا خپله خوا كړي كله ده په زور د مټو، وژلل كاندي له دې نيته چي ځان وه تلي خبر شي، له خپل زور او له قوته د خودۍ ژوندون له څه دى،؟ بس د ځان له تېر باسلو ژوند هغه چي لكه ګل وي، بس د وينو په لامبلو چي يو ګل د دې ارمان وي، سل چمنه ځكه وران كړي د يوې نغمې دپاره، روا سل ژړا فغان كړي يو اسمان لره ښايست كړي، سل سپوږمۍ او بلا ستوري سل بحثونه كړي دپاره، د يوه مطلب د توري ډېر زياتى او بې خوږتيا دي، دا د دې كبله كيږي معنوي جمال يې شوق دى، چي تكميل ته ورسيږي د شيرينې ښايست ګوره، تريخ فرهاد لره ژوندون كړو سل هوسۍ يوې نافې يوړ، هم يې ژوند په ميږتون كړو رڼا مخ كه نه د شمعې، ځلېدلى بلېدلى د پتنګ به نه دا برخه، نه په اور به سوځېدلى خودي ډېري د نن نخښې، و په خپل قلم صفا كړي دا د دې دپاره كړي چي، د صبا سحر پيدا كړي په شعلو سل ابراهيمه(، وسول دې په څو څو ځله ان تر دې چي يې ډيوه كړه، د يوه محمد بله دا د بخته په عمل كښې، كله څه شي كله څه شي هم عامله هم معموله، هم اسباب علل څه نه شي؟ پاڅي! پاڅوي الوزي، برېښي هم په مخه تښتي سوځوي ځلوي وژني، مري او بيا ليدى شي لوښتي څه د وخت په لوى ميدان كښې، د دې اس په ترپو زغلي دا چي پورته اسمان ويني، د پښو دوړي يې دي ختلي دا دنيا ځولۍ د ګلو، بس د دې له ګلكارو ده توره شپه د دې له خوبه، ورځ د دې له بيدارو ده سرې سپرغۍ خورې ورې كړې، دى له خپلو شعلو اوره جز پرست يې عقل څنګه، په تعليم سره كړو ګوره چي د ځان په وژلو راشي، څنګه برخې برخې دا شي لږه غوندي چي خوره شي، لويه دا لكه صحرا شي كله كله ځان راټول كړي، دا و نغاړي وزرونه له خوروالي را يو ځاى شي، و دريږي لكه غرونه خپل جوهر ښكاره كوي دا، د خودۍ دغه عادت دى په ذره ذره كښې وينه، ويده پروت د دې قوت دى قوت دى خو پروت دى غلى، عمل كړو ته ناقلاره سببونه مدام ګوري، د عمل د كړو دپاره د دخودۍ له زور قوته، د دنيا د ژوند سمون دى چي وي دا څومره مضبوطه، نو مضبوط هومره ژوندون دى د خودۍ تورى چي ياد كړي، د يو څاڅكي كړم خبره نو كه دى خړې اوبه وي، نو خپل ځان كړي مرغلره د شراب خودي كمزوري، نو دوى ځكه بې جثه شول چي په كوم صورت ؤ لوښي، چي ور پرېوتل هغه شول دا منم د ځان په څېر كړي، هر صورت د شراب لوښى خو زموږ له لاسه اخلي، حركت د شراب لوښي كه لوړ غرونه خودي پرېږدي، نو به هم پرته صحرا شي د درياب څپې څپې به، يې د عمر وير ژړا شي موج په شكل څو د موج وي، په سينه د سيند په زرو ځي د درياب پر اوږو باندي، د اوبو بېړۍ كښې سپور ځي چي په ګيڼه كښې نور غونډ شو، ځكه شوې د ليدو سترګې د جلوې په تلاش ګرځي مدام شوې په كتو سترګې چي شينكي له خودۍ وموند، ؤ قوت د ټوكېدلو نو د ده همت چمن ته، سينه څير كړه و ختلو شمعې ځان ته چي ځان ووې، شوه مضبوطه ځان يې ځان كړو دې ذرې كړلې راغونډې، نو د ځان كور يې ودان كړو خو په ځان ويلي كولو، چي دا راغله ځان يې سپك كړو خپلو اوښكو كښې يې خپله، جاله ډوبه ځان يې ورك كړو كه غمى په خودۍ كلك واى، او خپل ځان يې پېژندلى نو به وه د بل له لاسه، داسي ولي پرهر ژلى د پردۍ نامې په پنګه، ده د ده نشه ختلې درانه مار د پردي نوم دى، د ده ولي لګولې په خپل ځان باندي ښه كلكه، هم محكمه ده دا مځكه نو سپوږمۍ د دې له سره، چورلېدني كړي تل ځكه چي د مځكې ځنې هم ډېر، په خپل ځان قوي دا لمر دى لكه سحر يې نظر دى، او د مځكې ګل د سر دى وړي له سترګو زنبونى، د چنار څومره شوكت دى دى د ده له بركته، كه د غرونو څه عزت دى تنسه بوده يې ښكاري، چي جامه د ده له اور ده جره يې بس يوه دانه ده، خو سر هسكه په بر لور ده د ژوندون په قوتونو، چي خودي ځان پهلوان كړي كه ژوندون وړه واله وي، لكه بحر يې روان كړي ((( د خودۍ ژوندوند مقصدونو پيدا كولو ځنې دى د ژوندون بقا كه غواړې، مومه يې بس په مدعا كښې دا كاروان چي سم پر لار كړي، دى جرس په مدعا كښې چي ژوندون يې تل لټون وي، له ژوندو هغه ژوندى دى چي آرزو لري په زړه كښې، په لټون كښې ګړندى دى زړه دى كور آرزو چراغ دى، لره يې بل نه چي وژلى هسي ته خاورين وجود ستا، شي د تورو خاورو څلى پكښې ساه غوندي آرزو ده، دا جهان كه يو صورت دى د هر هر څه په فطرت كښې، دا ارزو يو امانت دى تمنا زړونه تاؤ ده كړل، تمنا رڼې سينې كړې دا خو تاؤ د تمنا دى، چي سينې يې آئينې كړې تورې خاورې په الوت كړي، قوت ور كړي تمنا ده د انسان عقل كليم ته، لار بيونكې خضر دا ده د ارزو له ډېره سوزه، په زړګي كښې ژوند پيدا شي د ژوندي زړه په دنيا كښې، هر باطل وه مري فنا شي د آرزو پيدا كولو، چي شي پاتې غه څه زړه دى د الوت وزر يې مات دي، او جوګه د هيڅ هم نه دى د خودۍ هنګامې ټولې، تمنا كړې را ولاړې دا يو موج دى ناقلاره، خودي سيند بې تل او غاړې مقصدونه كه مرغى دي، نو آرزو يې په سر جال شي د ارزو له بركته، په تنظيم واړه افعال شي چي ارزو په زړه كښې نه وي، ژوندى هم په مړو شماره چي دننه سوز يې ورك شي، لمبه هم كښېني قلاره دا زموږ بيداري سترګې، اصل څه لري خبر يې؟ د ديدار لذت شول كڅي، دا څښتن چي د نظر يې زركو وموندى په تول كښې، كلكي پښې او سرې يې نوكې د نغمې له سعي چوڼيو*، وموندي ژبو مخو كښې شپېلۍ ووته له بڼه، چي بهر شوله آباده پكښې سوې نغمه قيد وه، نو هغه هم شوه آزاده تل ناويات لټونكي عقل، دا ختونكى تر اسمانه څه پوهيږي چي پيدا شو، د اعجاز له كومي خوانه؟ د ارزو په دولت ډكه، زندګي چي مړه خوا شوه پس له هغه يې د نس نه، عقل زوېګنده پيدا شوه د قامونو د تنظيم او، قانون دود حقيقت څه دى؟ علم او فن چي تل بهيږي، د دې رود حقيقت څه دى؟ شوه آرزو له خپله زوره، پړوكي پړوكي تاره تاره دا ترې جوړ شول صورتونه، شوه بهر چي له زړه ښاره لاس او فاش او مغزه سترګې، كه غوږونه ستا زما دي فكر خيال شعور او ياد شول، قوتونه كه اعضا دي ژوند چي اس ته پونده وركړه، و وتو د جنـګ ميدان ته دا وسلې يې كړلې جوړي، و ساتلو د خپل ځان ته دا خو تش خبرېدل نه دي، دى د علم، فن مقصود بل بس غوټۍ او ګل خو نه دي، د ښايسته چمن مقصود بل حفاظت د ژوندانه ته، ځار شم علم وسيله ده چي خودي كړي قوتناكه، علم دى كار ته حيله ده علم، فن د كور دننه، د ژوندون كره پيدا دي دغه دواړه يې مريان دي، د ژوندون سره پيدا دي ژوند خو راز دى اوچت پاڅه، اې له رازه بې خبره! د مقصد په شراب مست شه، ځه ميدان ته تېر له سره د سحر غوندي روښانه، لا د نور وي ستا مقصد چي دا ما سيوا ايره كړي، چي سور اور دى ستا مقصد ستا مقصد د دومره بر وي، چي اسمان وي ورته لاندي ستا مقصد دي داسي غور وي، چي د زړونو وړني كاندي چي د زوړ باطل د خوني، ردي وباسي بهر دى چي يې بحر له شوره ډك وي، سر تر سره وي محشر دى له زېږون د مقصدونو، په دنيا كښې موږ ژوندي يو د ارزو په پلوشو كښې، موږه ښكارو ځلندي يو ((( خودي له عشق او محبت ځنې مضبوطتيا مومي چي پوهان يې خودي بولي، ده نقطه د نور بليږي دا سپرغۍ د ژوندانه ده، زموږ خاوره كښې ځليږي دا له مينې وده اخلي، مضبوطيږي په پائيدو كښې د ژوندون په سوځېدو كښې، ځلېدو كښې بلېدو كښې هم د ميني له اثره، سره لمبه د دې جوهر شي چي يې پټ څه ممكنات دي، ورو ورو وده كړي بهر شي دا ځايي د عشق له فيضه، غونډوونكي ده د اور دى د عشق ځنې زده كړى، چي رڼا كړي جهان خور عشق د توري له خنجره، نه وېريږي نې پروا ده عشق پيدا دى نه له خاورې، نه اوبو او نه له باده په دنيا كښې عشق هم روغه، او هم جنـګ دى اې هوشياره! عشق اوبه د بقا هم دي، هم ده توره جوهر داره عشق چي يو نظر پر وكړي، نو شين ګټ وچوي پړق شي چي كامل خو د حق عشق وي، اخير سر تر سره حق شي اې! د عشق سبق ته كښېنه، يو بې مثله محبوب غواړه روغې سترګې د نوح غواړه، مين زړه د ايوب غواړه يې د تورو خاورو موټې، دغه خاوره د كېميا كړه د اخلاص په شونډو يې ښكل كړه، د كامل درشل پيدا كړه د رومي غوندي په خپله، كړه دا خپله ډيوه بله د تبرېز په سور انګار كښې، تمام روم وسوځه هله يوه پټه معشوقه شته، ستا د زړه په كور كښې ننه كه دي سترګې وي نو راشه، چي در ويې وينم مينه معشوقې ورته لوګى شه، دغه داسي عاشقان دي زړه راكښونكي نوموړي، ميخوريز ښكلي روښان دي د هغې معشوقې مينه، د زړه زړه دومره پيدا كړي تورې خاورې پورته يوسي، سارى يې دا د ثريا كړي د نجد خاوره هسي تونده، د هغې له بركته چي په وجد كښې بره لاړه، تر افلاكو هم اوچته په زړګي د مسلمان كښې، لوى مقام د مصطفٰى( دى كه زموږه څه عزت دى، دا له نام د مصطفٰى( دى طور د هغه دوړو موج دى، چي يې له خوني لاړې لړې د كعبې لوى دوڼه كړه، د هغوى هغه جونګړې ابد كم دى دومري لوى دى، رپ د سترګو له اوقاته وسعتونه ابد وموند، د حضور( له پاكه ذاته دوى په اړخ لګولو، د لمسي په ټوټه باندي د كسرٰى تاج يې را پرېوت، د امت د پښو د لاندي د حرا د غار خلوت ؤ، د جهان سنبالي نيت هم رده كښېښوله د قام، او د قانون او حكومت هم سترګې يې پټې په شپو نه كړې، چي يې دومره ناكام وكړو د خسرو د تخت د پاسه، يې امت هله آرام وكړو شول فولاد په جنـګ كښې جاؤ له، چي به دوى توري وهلې په لمانځه كښې به د اوښكو، مرغلرې دوى پېيلې چي دعا بې د نصرت كړه، نور يې وو امين ويونكي د شاهانو د نسلونو، وه دا توره غوڅونكي دوى يو نوى آئين راوړو، په نړۍ كښې يې خېر ډېر كړو د وړو نبو ټولو قامونو د ګديو وار يې تېر كړو چي د دين كونجۍ يې راوړه، ور يې لرې د دنيا كړو محمد( غوندي بل ځوى، دې دنيا كله پيدا كړو په نظر كښې يې سره سارى، كوزه بره سپين او تور خپل مريى سره دوى كښېيناست، په يوه تالۍ او شكور په يو جنـګ كښې مصطفٰى ته، پېښه شوه يوه اسيره ؤ د "طى"* قبيلې مشر، د هغه لور وه زهيره پراته يې پښو ته ځنځيرونه، بې پړدې راغله سر توره سترګې يې خښې وې پر مځكه، له حيا شرم پېغوره چي نبي( د حيا دارې، سر تور والي ته نظر كړو كړه يې پټه په پړده كښې، خپل څادر يې ور پر سر كړو موږ د طې له هغې ښځې، ډېر بې ستره بې څادر يو په قامونو د دنيا كښې، ورك او سپك د مچ وزر يو د هغه د رنې څڼې، مو اسره ده په محشر كښې په دنيا كښې به هم موږه، هغه پټ كړي په څادر كښې كه يې لطف دى كه قهر، دغه دواړه يې شفقت دى هغه يې دوست لره رحمت دى، دايې دښمن لره رحمت دى دښمنانو ته چي يې كړله، د رحمت درزازه لرې مكه والو ځولۍ يوړې، .. لاتثريب*.. مرغلرې د وطن له قيده خلاص يو، د توحيد په لاره سر موږ كه له دوو سترګو و خيزو، اوسو يو لكه نظر موږ كه هر څو موږه خواره يو، په حجاز او چين ايران كښې د يوه سحر د پرخي، څاڅكي يو په ګلستان كښې د بطحا د ساقي سترګو، مستي كړله زموږ ژوند د شراب او كوزې غوندي، موږ وبله سره خوند هغه وركې له دنيا كړې، د نسب نسل خبرې اور يې وسوځول داسي، خس خشاك له منځه لرې بوى مو يو دى كه ګلونه، د صد برګ سره بيل ښكاري ساه د دې نظام هغه دى، او په خپله دى بې ساري د هغه په زړه كښې موږه، د راز پټه خزانه وو چي ناره يې كړله پورته، راښكاره شوو په بانه وو شته زما غلې شپېلۍ كښې، د هغه د عشق شورونه سل سندرې اور ورينې، زما خوا كښې شته اورونه د هغه مينه كوم څيز دى، درته څه ووايم ګلو د هغه په بېلتانه كښې، وچ لرګى هم زړېدلو* تجلې دي د هغه چي، د مسلم هستي رڼا كړي د هغه د لارې دوړې، لكه طور غرونه پيدا كړي دا زما وجود ښكاره شو، د هغه په آئينه كښې ترې زما سحر رڼا شو، داسي لمر يې په سينه كښې په هر دم چي ناقرار يم، بس په دې كښې مي ارام دى له سحره د محشر هم، لا ډېر تود زما ماښام دى د سپرلي وريځ هغه دى، زه بوستان اوري راباندي دا زما د انګور جړې، د هغه په نم دي تاندي ما د مينې په پټې كښې، سترګې تخم و شيندلو ننداره د ښكلي مخ مي، حاصل ځكه و ميندلو د يثرب له پاكې خاورې، جهانونه دواړه ځار شه چي دلبر مي پكښې اوسي، سر مي ځار له هغه ښار شه د جامي د كلام ځار شم، له انداز او سوچه والي چي دارو مي پكښې شته دي، د وينا د كچه والي خزانې دي د معنو دا، كه شعرونه يې دي وېلي مصطفٰى( يې دى ستايلى، كه ګوهر يې دي پېيلي كتاب دواړه جهانونه، ديباچه ورته سردار دى ټول عالم لكه مريان او، مصطفٰى( د دوى بادار دى د شراب مستۍ يې شمارې، تر حد تيرې دي د عشق ده يوه نامه تقليد هم، نامې ډېري دي د عشق د بسطام* كامل تقليد كړو، خربوزه يې وه نه څكله دا معلومه ورته نه وه، چي رسول( څنګه خوړله كه عاشق يې نو كلكوالى، په تقليد كښې د يار ډېر كړه ستا كمند دي داسي پوخ وي، چي يذدان پكښې را ګېر كړه په حرا كښې د خپل زړه خو، لږ په ډډه شه نيت وكړه له خپل ځان ځنې لږ تېر شه، د حق لور ته هجرت وكړه ښه له حق ځنې محكم شه، د خودۍ په لوري ورشه د هوس لات او عزٰى ته، لكه تندر ور پر سر شه ته د عشق د لوى قوت نه، جوړ يې شاته لوى لښكر كړه په فاران د عشق و خېزه، ځلېدونكې ځان په سر كړه د كعبې خداى به و تاته، په لمانځه سره ځير كړي او د "اني جاعل("، به اې مينه تا تفسير كړي ((( خودي په سوال كمزورې كيږي پر زمرو دي باچهي كړه، اې! چي وې له خراج وړو نيمګړتيا درباندي وكړه، چي په خوى شوې د لومبړو پړوكي پړوكي رنځېدلى، چي يې ته كړې نيمګړتيا ده ستا د رنځ او د دړدونو، اصل جړه بس هم دا ده نيمګړتيا د اوچت فكر، اوچتوالى په غلا وړل كړي د پخو لوړو خيالونو، بله شمعه هم دا ګل كړي وڅښه ډك د نړۍ خم دى، چي و نه ګورې بل لور ته هم د وخت د يو جګۍ نه، خپلي نغدي كړه را پورته د عمر غوندي له اوښه*، پسې كوز شه چابك واخله د غيرت خبره دا ده، احسان چري د بل ماخله په كوڅه- كوڅه به غواړې، منصبونه تر څو پوري دا دى خوى د ماشومانو، د نچې په اس چي سوري يو هغه فطرت چي يې خيزي، له اسمانه نظر وړاندي دى د بل احسان پر مځكه، راګوزار كړي سر د لاندي غريب توب لويه خواري ده، دا په سوال نوره ډېرېږي ګدا ګر چي څو ګدا كړي، له ډېروالي هم تيريږي د خودۍ نظام له سواله، تار په تار شي اې مينه! او هم سوال يې تجلې كړي، د خودۍ د سينا ونه د غوښتو په منډو ترړو، بادومه خپلې خاورې خپلي غوښې خوړل ښه دي، د سپوږمۍ غوندي كه واورې كه دنيا شي په تا تنګه، ناچاري پر تا خوره شي شړق د ژوند په كډه راشي، او نه پاتې څه اسره شي روزي مه غواړه هيچرې، د چا موړ منعم له وره دا چينه د اوبو نه ده، اوبه مه غواړه له لمره هسي نه د نبي( مخكښې، شرمنده صبا ولاړ يې هسي نه په لويه ورځ بيا، منګل مروړې خپړ داړې كه سپوږمۍ ته روزي رسي، په اسمان د لمر له شكوره دا احسان يې پر زړه داغ شو، څه پټ نه دى ورته ګوره لوى همت له خدايه غواړه، د اسمان سره په جنـګ شه چي خوله ورانه په سوال نه كړې، د ملت مېړه د ننګ شه د كعبې له پاكه كوره، چي اكښلې چا بتان دي هغه ذات دي فرمايلي، "كسب ګر د خداى دوستان دي*" د هغه په حال ژړا ده، چي د بل شكور يې پر سر دى ملا كږه او څټ يې مات دى، چي د بل احسان پر غر دى د بل لطف لكه تندر، خپله څټه يې كړه پر وركه د غيرت او عزت پنګه، يې خرڅه كړله په كونجكه پر رحمت شه چي يې سوځي، په سور لمر كښې ينه سږي خو له خضره( هم نه غواړي، يو كنډول اوبه دا تږي د غوښتو په شرمندګۍ يې، نه تندى اوبۀ اوبۀ شو سړى ؤ سړى شو پاتې، لكه توري خاورې نه شو د اسمان د لاندي هسي، ښكاره دغه بختور دي لكه وياړ او په لويي كښې، يو سر هسكى صنوبر دي كه هر څو يې لاس شي لاندي، پورته لا خودي د ده شي ملا تړلى ويښ ولاړ وي، كه نصيب د ده ويده شي سمندر په سوال غښتلى، نېز د اور دى په كچكول كښې د خپل لاس د پرخې څاڅكي، مرغلره ده په تول كښې بړبوكۍ غوندي تل اوسه، ياد د خپل غيرت له شوره كه په بحر كښې دي ژوند وي، هم كوڼدي ساته نسكوره ((( خودي چي كله له عشق او محبت ځنې مضبوطه شي نو دا د نړۍ ښكاره او پټ قوتونه را لاندي كړي چي له ډېره محبته، شي خودي كلكه محكمه نو قوت يې حكومت شي، د دنيا پر غره او سمه انځورونه چي د ستورو، اسمان كښېښول د بدئينې؟ ده غوټۍ دي شوكولې، د خودۍ له ګوري ونې كه لاسونه د بنده وي، دا قوت يې لاس د خداى كړي بيا د ګوټې اشارت يې* ، د اسمان سپوږمۍ دوه ځاى كړي بيا هم دى تيږي ايښول كړي، او منصب د ټول جهان شي كه دارا وي كه جمشېد وي، ټول يې لاندي د فرمان شي بوعلي و قلندر ؤ، چې نامه يې په هند ښكاره ده د هغه قصه خو واوره، د ګوهر ډكه كاره ده په ګلزار د هندوستان كښې، په* چغار هغه بلبل ؤ خلقې ورته غوږ غوږ وې، په صفت د ښايسته ګل ؤ دا ټكړه مځكه هغه ده، چي پيدا ده له سور اوره خو د ده د لمن باد دا، په دنيا جنت كړو ګوره يوه ورځ د ده مريد ؤ، د بازار په لور په لار تلو له شراب د بوعلي يې، نشه ختې وه سرشار تلو را ښكاره د ښار حاكم شو، غاور سپور ؤ پر اس باندي قهرژني زغلېدى، د چوب دارو وروستو وړاندي يو ورچيغه په مريد كړه، وې يې چي واى چي روان تونديې د حاكم د سړو لار كښې، يې ولاړ لكه چي ړوند يې په خپل فكر كښې دروېش، ډوب تلو له ځانه بې خبر ؤ سر يې زوړند ګرېوانه ته، له جهانه بې خبر ؤ مست د كبر په نشه كښې، كوتك پورته كړو چوبدار د دروېش په سر يې مات كړو، غه ناترسه په ګزار لاره خوشې شوه حاكم ته، فقير خاورو كښې ريمن لاړ په خفګان او زړه يې ډك ؤ، رنـګ يې زېړ او مړغېژن لاړ په دربار د بوعلي كښې، يې دا ناوړي وه ژړلې تا به وېل چي پشكال دى، سترګې داسي ورېدلې لكه تندر له اسمانه، ورخطا د غره په لور شو شوه وينا يې د اور چله، بوعلي له قهره اور شو له رګ رګ ځنې ختلې، تكې سرې لمبې د ده وې د كاتب لور ته يې مخ كړو، په شعله ژبه يې ووې قلم پورته په تلوار كړه، غوږ مي ونيسه فرمان ته د فقير د خولې خبرې، پر كاغذ وكښه سلطان ته "ستا حاكم زما مريد ته، سر مات كړى په وهلو سور انګار يې كړو راپور ته، په خپل ځان يې واچولو دا ناكاره حاكم پوه كړه، سزا وركړه وايم تا ته ګني ستا سلطنت اخلم، وربخښمه يې بل چا ته" خط د خداى د نازولي، تر سلطان و رسېدلو ساه ترې وخته له وېري، رپېدلو دګېدلو باندي خپل غړي درانه شول، غر د غم د ده پر سر شو رنـګ يې و تښتېدو داسي، زېړى لمر د مازيګر شو په ځنځير يې و تړلو، چي حاكم وه كړې زياته بخښني غوښتو ته لاړو، قلندر ته ننواته وه خسرو شېرين زبانه! ، يو طوطي رنګين بيانه! له ضميره د قدرت وه، د نغمو چينه يې روانه په فطرت لكه سپوږمۍ ؤ، شوه خبره ده ته پاتې پوره نه وه د بل چا نه، داسي ګرانه ننواتې لاړ د ساز په ږغولو، هلته دى داسي راسر شو چي يې زړه ورته نرى، كړو ژړغونى قلندر شو په ښكاره خو د غر غوندي، د سلطان شان او شوكت ؤ په دې پوه شو چي لوړ شان يې، د يوې نغمې قېمت ؤ چرې زړه د دروېشانو، پام كوه چي آزار نه كړې چي وريته د خپله څټه، پام كوه په انګار نه كړې ((( د خودۍ نشتوالى د انسان په نوغي كښې، د مريانو قامونو له خوا يوه نوې جوړه شوې خبره ده او په دې پټه طريقه د غالبو قامونو اخلاق پرې باسي. نرغونۍ يوه قيصه ده، اورېدلې په كشو كښې وه د ګډو رمه پنډه، په پنډ غالي د ورشو كښې ګيا ډېره وه زر زر به، د دوى نوغي لوئېدلو نه يې ويره د دښمن وه، نه پرې چرې بلوسيدلو د كنډك تقدير چي بد شو، بدې ورځ كړې سترګي ځيري د بلا غشي پرې راغلل، كړې سينې يې د ټولو څيري د زمرو غونډه پر راغله، د يو لوري د ځنګله په ورشو د خوارو ګډو، زمرو وكړه د شپې هله په اولجه* وهل تړل كښې، وي زمري د قوت لار ده سوبه(2) يې ده لكه د وينځي، تل برى د قوت لار ده زمري جاروه غږولو، چي مي زور شته شاهنشاه يم آزادي د ګډو لاړه، هر ګډ سر كښېښو چي ستا يم د زمري خوى ماتول دى، هسي نه چي يې پتنه وه د بزو ګډو وينو سره كړه، كه ورشو له رنګه شنه وه يوه ډېره زړه ګډه، په رمه كښې وه هوشياره دې ليدلې زمانې وې، تېره وه په هره لاره د خپل قام په غم غمژنه، دغه نيا وه د اوريو څر او څكه پر حرام شول، له ظلمونو د زمريو د تقدير ژړا يې وكړه، د ځان وير خو هم په كار دى بيا يې زړه كښې داسي ووې، چي تدبير خو هم په كار دى دا عادت دى د كمزوري، چي يې د سر ويره پيدا شي بيا د عقل نه كار اخلي، تر حېلو خبره راشي مصيبت په غلامۍ كښې، شي د عقل اس ته پونده پس له هغه شي خبره، د تدبير د قوت تونده څنګه څنګه چي پخيږي، لېونتوب د انتقام د پتنو د جوړولو، فكر كړي عقل غلام زړه كښې يې چي دا به څه شي، نيا د ګډو ځان ته ژاړه دا زموږ غمونه سيند دى، نه يې تل شته او نه غاړه نه يو موږ د زمرو ساري، نه به شو په زور آزاد دي زموږه سپينې لېڅي، د هغو لاس د فولاد ده ناشونې په وعظونو، څۀ كه زړه د زمري وركړم په وينا به خواره ګډه، اخير څنګه شېر ببر كړم په حكمت دا د كېدو ده، چي د ګډې غوندي شېر شي كه چلونه ورته جوړ كړم، شته امكان چي ځان ترې هېر شي د بزرګۍ دعوه يې وكړه، شه واعظه د خبرو بوډۍ كډه ځاى ته لاړه، د شېرانو پنجورو وېل رښتيا نه دروغ* وايي، او لوئيمارو نه كړو هيږي بده ورځ نه بدل لېدونكې، د هغې نه وه ويريږي خداى راكړى په خپل فضل، روحاني قوت دى غوره شرمښانو هم زمرو نه، يم راغلې پيغمبره هغه سترګې چي ړندې دي، زه هغو وته نور راغلم پاك الله يم رالېږلې، او سره د دستور راغلم له دنيا خو اخير تـګ دى، توبه كړئ له بدو چارو څه توښه د اخير بويه، مه ځئ نور پر ورانو لارو هر چه توند او زورور وي، دى بدبخت بللى ځكه ژوند به چرې محكم نه شي، څو خودي نه كړي څوك وركه له وښو خوراك موندل دي، د نېكانو د روح نخښې خداى ته هغه څوك نزدې دى، كوم چي نه خوري واز ګي غوښې در په سر بد ناموسي كړه، ستاسو پنجو تېرو داړو د ادراك سترګې ړندې كړې، دا نظر يوسي له دواړو د كمزور ډنګر( دپاره، بس جوړ كړى خداى جنت دى د تاوان سبب هم دا شي، چي د چا سره قوت دى ورك عظمت او هم سطوت شه، په لټون كښې يې پټ شر دى هى توبه له اميرتوبه، چي ناچار ژوندون تر غور دى تندر دې ته غلى نه دى، چي ايله په دانه راشي چي رشه شي يا خره شي، باندي تندر ور خطا شي كه هوښيار يې صحرا نه شي، په ذره كړه ځان حساب ته چي تل اخلي رڼاګانې، له انوارو د افتاب ته چي پر ګډه كړې ته ما ته، څه لويي په دې طاقت ځان كړه ذبحه ده مېړاني، كه مقصود دي وي عزت د ژوندون ماڼۍ كچه كړي، رده يې كني شا مدام ښه څيز نه دى خبر قهر، زور زياتى او انتقام نه به شنه ؤ د پښو لاندي، نه به بيا بيا ټوكېدل دوى نه به تل د مرګ له خوبه، خپل لېمه بيا بيا وينځل دوى عقل دا دى اې زمريه! ، چي خپل ځان كړه اډو هېر بس لېونى دى لېونى دى، چي له ځانه نه شي تېر بس سترګې پټې غوږ كاڼه كړه، شونډې جختې هر چه كيږي ګوره بيا چي ستا اسمان ته، فكر خيږي كه نه خيږي د دنيا په دې ورشو كښې، هيڅ هم نه شته دلته څه دي مه تېر وځه كه څه دي هم، هسي وايه چي څه نه دي زمرى ناست ؤ له سخت ژوند، او له مېړانې ځنې ستړى تن ساتنه يې ارمان ؤ، د مو زړونه ؤ تر وړى نصيحت كه الله هو وه، هر زمرى له دنيا موړ شو تېر يې وه خوړوله ګډې، هغه تود ژوندون يې سوړ شو هاى د ګډو ماتوونكي، شنه زمري ساده او سپين شول شل او ګډه ړانده كاڼه شول، سر د ګډو بزو په دين شول زمري كښېناستل وښو ته، تر دې حده يې بې خوندي شو زمريتوب شو ځنې پاتې، مرغلره مات كودى شو له غاښونو يې تېره والې، د وښو په خوراك لاړو له سرو سترګو هيبتناكو، يې هغه رنـګ اډو پاك لاړو په ورو ورو وه دورېدلو، زړه يې لاړو د سينې نه اول تته بيا ړنده شوه، جوهر لاړو د آئينې نه د كامل كوشش په دوى، كښې لېونتوب وه نه شو پاتې د عمل جوشونه يې ورك شول، زړونه يې خوني شوې ميړانې هغه عزم اقتدار او، استقلال د زمرو لاړو كه عزت كه اعتبار ؤ، كه اقبال د زمرو لاړو هغه پنجې د فولادو، بس تارونه شول اومړي شول تنونه يې قبرونه، ساړه زړونه پكښې مړي چي د تن قوت يې كم شو، د سر ويره يې شوله ډېره د همت پنګه ترې يووړه، چي ترې ويره شوه چاپېره چي همت ورځنې لاړو، راپيدا شول سل رنځونه بد فطرت بې لاسو پښوشول، هم ختلي د دوى زړونه ويښ زمري د ګډي سحر بس، ويده لكه بې ساى كړل په تهذيب يې و بللو، چي خپل تن او روح يې باى كړل ((( د مسلمانو قامونو په تصوف او اديبانو باندي د يونان د افلاطون د افكارو ډېر اثر شوى دى او د ګډو په لار روان دي، بايد چي د هغه له مخيلاتو ځانونه وساتي. افلاطون يو زور راهب ؤ، فلسفې تې كښېښوې جړې بوډا ګډ د زوړ كنډك ؤ، وې ښكرونو يې كړې دړې داسي يې اس په ترپ سيلۍ شو، د دنيا په غرونو شاړو په تياره د فلسفه كښې، اډو ورك شو چرته لاړو او جادو د نامحسوس يې، په سر داسي دى سور كړى چي دى لاس كه غوږ كه سترګې، كړو بې ښې يـې هر يو غړى ده ووې چي د ژوند راز شته، په مرګي كښې يـې ميندل شي هغه شمعه بلېدونكې، سل جلوې مومي چي ګل شي دې زموږه په خيالونو، باچهي كوي باچا دى د ده جام ويده كونكى، لري كړونكي له دنيا دى د ګډانو د رمې ګډ، په لمرو* كښې د انسان دى د صوفي زړه كه دنيا ده، پكښې ناست دا حكمران دى تر اسمانه و ختلو، چي ده عقل كړو وزرې د اسبابو دې دنيا ته، ووې ده خوشي خبرې د ژوندون جزونه وړه ده، ګډ وډ خاورې ايرې كړل د دې ګڼې ګوري ونې، ټول ښاخونه ده راپرې كړل زيان ته سود افلاطون ووې، د خپل فكر نه جهت هر يو شته ته يې نشت ووې، ايله دغه يې ؤ حكمت هم يې خپل فطرت ويده ؤ، هم يې خوب نړۍ كښې ډېر كړو بس د ده د پوهي سترګو، را پيدا ايله او بتېر* كړو د عمل له سمې لارې، نااشنا روان ؤ كوږ دى مين په هغه څيز شو، چي شربت ؤ او نه پوږ دى موجوړ عالم ته وركړ،و بس د وهم حيثيت ده كوم اعيان( چي حاضر نه دي، و شمارل په حقيقت ده په ژوندون كښې خو ژوندون ته، د امكان عالم دى غوره چي په ژوند مړه دي، هغو ته دا عيان عالم دى غوره د هغه هوسۍ ونه موند، د ترپللو چرې خوند د هغه زركې وه نه موند، په ټول تللو چرې خوند پرخه يې داسي ده بـې زوره، ښورېداى نه شي له ځايه ساه يې نشته په سينه كښې، د مارغه يې هيڅ مه وايه د هغه يوه دانه كښې، نشته شوق د ټوكېدلو هم پتنګ يې بې خبر دى، له مزو د سوځېدلو دا راهب په تېښته لاړو، بله هيڅ ترې نه شوه جوړه د جهان تودې مېلې كړو، وار خطا له هغه سوړه دې د تاؤ په تمه كښېناست، د سړې لښي په خوا كښې ده دنيا د افيميانو، كړله جوړه په دنيا كښې چي د ځالې ځنې والوت، تر اسمانه لاړو پورته ولي بيا نه شو راستون دى، نه راكوز د ځالې لور ته لرغونى د فلك خم دى، پكښې ورك فكر د ده شو ريشتلى شو او كه خښته، خداى خبر په خم كښې څه شو ده قامونو د دنيا ته، د خپل فكر زهر وركړل د عمل مينه ترې لاړه، بس ويده يې پر بستر كړل ((( د شعر حقيقت او د اسلامي ادبياتو اصلاح د انسان وينه توده ده، تل له داغ د آرزوګانو دا د خاورو كندو روڼ دى، له څراغ د آرزوګانو د ژوند جام ته سره شراب دي، تمنا وراچولي هر څه- هر څه په نشه كښې، توند په وړاندي ځكه زغلي په كتاب د ژوندانه كښې، يو مضمون دى د تسخير بس تمنا چي ورته وايي، دا افسون دى د تسخير بس دا ژوندون لكه ښكاري دى، تمنا يې لكه دام دى چي يې ليږي د حسن لور ته، تمنا د عشق پيغام دى ساه په ساه دا ارمانونه، چي د كومې خوا نه راشي؟ زير او بم د ژوند په ږغ كښې، چي له كومي را پيدا شي؟ هر يو څيز چي خوندور دى، ډېر ښايسته دى په جهان كښې دى زموږه لار ښيونكى، د طلب په بيابان كښې چي ښايسته يـې په كوم زړه كښې، ښه پوخ وه لګي انځور شي آرزوګانې پكښې زيږي، هغه زړه يو آباد كور شي د آرزو پسرلى به نه وه، خو ښايست پيدا كړو ځويه! هم جلوه ده د ښايست چي، د آرزو ده ساتندويه د شاعر سينه كه ګورې، د ښايست د رڼا كور دى له سينا ځنې يې راخيژي، د ښايست د رڼا زور دى د هغه نظر دى داسي، چي هر ښه له ښه هم ښه كړي فطرت خوږ كړي له خوږو هم، د هغه جادو څه نه كړي بلبلانو دي زده كړي، له شاعره ژړاګانې اننګو د ګلو يې موندي، له رنګونو رڼاګانې سوځېدنى د شاعر دى، دا په زړه كښې د پتنګ هم د شاعر له بركته، دى د عشق د قصو رنـګ هم د لوندې وچې لوئيوالى، د ده خټه كښې پنهان دى د ده زړه كښې نوى نوى، په جهان پسې جهان دى په دماغ كښې يې رېدي شته، چي لا نه دي ټوكېدلي فريادونه او نغمې هم، چي لا نه دي اورېدلي په خپل فكر رسېدونكى، ناست په ګړده كښې د ستورو دى د ښو پيدا كوونكى، نااشنا له بدو تورو د دې خضر په تور تم كښې، د حيات اوبه پرتې دي اوبه خور د ژوند د باغ كړي، چي د ده سترګې چينې دي موږه يو ستړي ستومان،ه ساه ختلي پښې مو ماتي تر منزله پوري موږ ته، لا ده ډېره لاره پاتې د شاعر چوڼى( چغيږي، وايي دې خوږې سندرې چي په موږ كښې جوش پيدا كړي، لنډ كړي سر د لارې لرې چي جنت د ژوندانه ته، موږه راكاږي په منډه چي د ژوند لينده په مثل، د پوره سپوږمۍ كړي غونډه قافلې دي چي چليږي، د شاعر جرس ږغيږي مخ په وړاندي ورپسې دى، ږغ د سوي شپېلۍ خيږي چي زموږ په ګلستان كښې، ؤ د ده نسيم الوت كړى په ريدي ګلاب كښې ګډ شي، په نرمۍ چمن جنت كړي د هغه فريب دى داسي، چي تر ژوند كلك هم ډېريږي هم د ځان سره حساب كړي، هم په منډو ځي تيريږي شاعر خپل دسترخوان ويړ كړي، رابلل د ټول جهان كړي خپل اورونه و هر چاته، پس د باد غوندي ارزان كړي وير د هغه قام په حال دى، چي يې مرګ وي برخه نغښتې چي شاعر يې وي بې خونده، له ميدانه د ژوند تښتي بد هم ښه ور پكښې ښكاري، څه بې وايي د هينداري خوږ كلام يې سل نشتره، ځيګر يوسي څېري ګاري تازه والى ځنې يوسي، ښكلوي كه مخ د ګلو د الوت مينه كړي وركه، نه زړګيو د بلبلو ستا مستوالى د پلووچو، د هغه له بد افيون دى د ژوندون دا درنه پنګه، وړي قېمت يې د مضمون دى په چمن كښې دى د سرو، د ښايست نه پرېږدي ترې ساه يې داسي ده بې سوزه، له شاهين جوړ كړي تنزرې له سينې په كښته كب دى، او انسان دى بر تر سره لكه وي ابنات البحر*، ځنې شته دى د سر ويره په خوږو- خوږو سندرو، دا مهى ماڼګى ويده كړي په خطا مخه يې بوځي، او بېړۍ ډوبه د ده كړي ستا د زړه قوت په غلا وړي، او نغمې ته يـې خوند وايي دا هم سحر د شاعر دى، ته چي مرګ وته ژوند وايي ستا د زړه له تښتي وينزي، د ژوندون د خواهش رنګه په پوهيږې چي شاعر وړي، سره لعلونه ستا له درنګه هر يو سود لكه د زيان كړي، تا او ما ته چي ناره كړي په دنيا كښې چي څه ښه دي، لكه بد يې را ښكاره كړي د فكرونو په درياب كښې، غوپه دركړي تا فنا كړي د عمل له قوتونو، تا پړسمن او نااشنا كړي هم په خپله هغه ستړى، موږه يې هم وينا كړو ستړي د شاعر د جام له دوره، د محفل ژوندي شول مړي برېښ د تندر پكښې نه شته، د هغه داسي باران دى يو اوبتير( د بوى اورنګ دى، د هغه داسي بوستان دى د هغه ښايست دى لري، له رښتيا- رښتيا خبرو په درياب كښې نور څه نه شته، بې چيغو مرغلرو څه يې د ويښې نه خوب ښه كړو، قراري يې غور له شور كړو د هغه سړو ساګانو، مړ زموږه تك سور اور كړو زړه ته زهر خونړي دي، دا يې ږغ د بلبل نه دى د هغه ګلالۍ وينې، تور سهار پكښې ويده دى خم كوزه كه يې پياله ده، ځان ساته ورځنې شابه كه راڼه ښكاري هم تښته، د شاعر له دې شرابه اې چي ته يې كړې بې خوده، د شراب يې دا اثر دى د هغه په كوزه ګۍ كښې، ستا د توري شپې سحر دى په نغمو يې هديره كړه، ستا د زړه دنيا ده غلې قاتل زهر دي ستا نس ته، د غوږونو په لار تللې اې سبب د تنزل دى، درته وايم ستا انداز دي تارونه يې شلېدلي، ترنګ دي نه خيژي له ساز پړسمنتوب داسي بېكار كړې، چي ته هغه نه يې نور يې په دنيا كښې خو اوسېږې، د اسلام په لمن تور يې پر تړلى شې بې وسه، د ګل رګ درته ځنځير دى د سحر وږمه دغس كړي، درته توره تسا ترې وير دى تور د عشق په لمن پاكه، پوري شو ستا له فرياده تا د عشق تصوير خراب كړو، څه دي وكړل اې بهزاده ستا ازار ورته ګونه كړه، تكه زېړه رنـګ يې سپور دى ستا سوړوالى دومره ډېر ؤ، چي مړ كړى يې د عشق اور دى ستا له ډېره ستړي توبه، پړوكي پړوكي پروت دى ستړى ستا له ډېرو ناتوانيو، هغه هم دى لكه مړى په پياله كښې د شاعر خو، ژړاګانې د واړه دي او د كور كالي يې لوخړې، اسويلي ساړه- ساړه دي سرخوش توب له ميخانو دى، په غښتلي ګوټ پيدا كړي د پردو خونو، كړكو كښې، د ختلي رڼا غلا كړي رنځور غاړى مړغيژن او، تربت سر يې زوړند كښته د غريب نه ساه وخيزي، د دربان په يوه لته وچ لرګى لكه شپېلۍ شو، رنځېدلى غم زپلى د آسمان ځنې ګيلې كړي، سر په چيغو نه شو غلى خوشامنده او كينه يې، بس جوهر دى د هينداري(1) ناتواني خوږه مينه، لرغونى يې ملا د لاري ډېر بدبخت او خوار او لاندي، زړه ختلى ياد په مات شو يو نامراد او نااميده، د حجرې نه د جومات شو وير ژړا د شاعر يووړه، وه چي ستا سره په پنګه په مالت كښې يې خوب حرام كړو، كه هر څو نه وه دا رنګه هاى په حال د هغه عشق دى، چي يې لمبه لاړه سړه شوه دا راسره شوه په كعبه كښې، بت خانه كښې راغله مړه شوه اې شاعره! كه څه نغدي، د ويناوو ستا سره دي د ژوندون پر نوك يې كښېږده، چي كوټه او كه كره دي ښيي لار د فكر شمع، د عمل په مخكښې زغلي لكه تندر ته په وړاندي، برېښېدني تاليدلي دي بايده چي صالح فكر، شي پيدا ستا په ادب كښې په ستنه زغله تش لوښى، چي ستا خم دى په عرب كښې بيا* عربي معشوقې ته، زړه ريبار كړه چي پخلا شي چي د كرد( له تور ماښامه، د حجاز سحر پيدا شي د عجم د باغ ګلونه، ټول كړل تا ډكي ځولۍ تا هم د هند ايران ليدلي، د سپرليو ګل دلۍ تا د شګلوړي بېديا تاؤ ته، لږه بيا كړه څټه كلكه د خورما زاړه شراب خو، يو څو څاڅكي كړه بيا څكه د عرب صحرا كه بټ دى، ته يې په غېږه كښې سر كښېږده كه تود باد دى در نه تاو شي، دغه تن دي پكښې پرېږده تا پېرى دي اړولى، په نمرو* رېښمين پستو كښې راشه اوس يې ته عادت كړه، د خامتار په تنستو كښې د رېډيو په تلګو كښې، كوي بنګړي له مودو راسي د شبنم په فوارې تل، لكه ګل لانبي چي پاڅي د تودو شګو صحرا ده، لږ خوې كښېينه په سينه كښې ته يوه غوپه خو وخوره، په زمزم غوندي چينه كښې لكه چوڼى به څو ژاړې، د ګل خوا كښې ناخوشحاله په دې هسي باغيچو كښې، به تر څو ولرې ځاله دې هما عزت موندلى، ستا د دام له بركته ورځه خپله ځاله كښېږده، د دنګ غر پر سر اوچته زول، ږلۍ، تندر په تخر كښې، داسي ځاله كړه ته سازه چي بې شانه وي اوچته، له كنام* د كټه بازه دا ژوندون د جنـګ ميدان دى، چي ته هم د جنـګ جوګه شې چي د ژوند اور ته ورټوپ كړې، روح او تن پكښې لمبه شې د خودۍ د پاللو درې مرحلې دي اوله مرحله اطاعت د اوښ ژوند دى په څو ډوله، ډېر خدمت او ډېر محنت كړي ملا تړلى صبرناك دى، كه ډېر دروند وي بار اوچت كړي چي په لاره كوي تـګ دى، اوږدې پښې خو كم آواز وي د كاروان پېټى كړي پورته، په صحرا روان جهاز وي د ځنګل ځنګل نصيب دى، د ده پل ورباندي تېر شي خوب يې لږ خوراك يې لږ دى، خو محنت يې له حد ډېر شي مست روان وي په مخ تګ كړي، كجاوه پر زانګي پورته د لار خوند اخلي او درومي، په ګډا د منزل لور ته د خپل تـګ له كيفيته، مستي اخلي نوره نوره دى په صبر كړو كښې زيات وي، په سفر كښې له خپل سوره كه ته هم بې خونده نه شې، د خپل فرض بار اوچت كړې دا جنت* د ماڼۍ عيش به، ځان ته جوړ كړې چي همت كړې اطاعت له غاړه كښېږده، اې غافله! ځان خبر كړه كه اختيار( ته دي زړه كيږي، نو د جبر غر پر سر كړه اطاعت له تورو خاورو، جوړه كاندي مرغلره سره لمبه كه شي سركښه، نو خس هم دى له دې غوره چي د ستورو د تسخير څوك، و آسمان ته تكل وكړي د يو دود د ځنځير غم هم، خپل پښو ته اول وكړي باد چي بند شي په زندان كښې، څو خوشبو يه ګل شي ګوره خوشبويي چي قبول كړي، د هوسۍ نافه شي وروره دا كاروان د ستورو پورته، د منزل په لور سفر كړي د يو دود د يو قانون دوى، اطاعت په سترګو سر كړي شنه په دين د ټوكېدلو، چي ځان كلك كړي نو سمسور شي كه له دغه دين نه واوړي، نو په پښو كښې خاورې سپور شي دا تل سوى او په زړه داغ هم، ريدي وموند له خپله دينه دې قانون يې زغلولى، په رګونو كښې ده وينه د ګډون په قانون ګډ شي، خواره څاڅكي وي دريا شي هم له دغه يوه دوده، ذرې يو ځاى شي صحرا شي هر يوه څيز چي قوي وينې، يو آئين لري دننه د قوت له دې سامانه، غافل مه شې اې مينه! اې له زوړ دستور آزاده، راشه ځان په دين كښې بند كړه دا د سپينو ځنځير واخله، خپلو پښو ته يې بيا خوند كړه د قانون سختو ته زغم كړه، مه ګيله كوه مه غم ته له حدونو د رسول( چي، بهر نه كړې يو قدم ته دويمه مرحلهنفس قابو كول كه پوهېږې ستا دا نفس، لكه اوښ دى ځان ساتونكى ځان منونكى په ځان سور او، چي زړه يې غواړي كړي كوونكى مهار ونيسه راكښلى، لكه نر مېړه زړور شه كه ټيكركى يې د خاورې، په مړدۍ لكه ګوهر شه خپلواكتوب كه چا جوړ نه كړو، د خپل ځان په دنيا باندي لكه خاورې به تل پروت وي، سر د بل د پښو د لاندي ستا صورت چي يې له خټې، د ازل په ورځ تړلو مينه ويره يې كړه ورګډه، چي قدرت خمير لړلو پكښې ويره د دنيا وه، د عقبٰى وه د خپل ځان وه له هزار مصيبتونو، ويره مځكې د اسمان وه د مال مينه د ال مينه، پكښې مينه د وطن هم د خپلوانو هم د ښځې، پكښې مينه د مين هم دا د خاورې اوبو خټه، تن پروره ځان آسانه په ناكاره چارو بوخت وي، لري اوسي د حيا نه كه امصار لااله تل وي، په لاس كښې تا نيولې د هر خوف جادو به مات كړې، ته په يوه كوتك وهلې هغه تن چي حق د ننه، لكه ساه پكښې غړيږي د باطل په پښو كښې چرې، د هغه سر نه خړيږي چي دننه ويره ورشي، په سينه كښې يې نه وي لاره نه وېريږي د هيڅ چا نه، بې د يو پروردګاره هغه څوك چي له ښه مرغه*، په هيواد(2) د لا اباد شي يو د ښځې د اولاد څه، له هر غم ځنې ازاد شي ازادي هم داسي ښايي، چي بې خدايه هر څه پرېږدي په يوه(3) اشاره ځوى ته، چړوكۍ په مرۍ كښېږدي كه هر څو هغه يو سر وي، خو قوت يې د لښكر وي دا په دې چي د سر بيه، يې له باد كه تر نظر وي لاالٰه لكه سيپۍ ده، لمونځ ګوهر دى په ښه كور كښې مسلمان زړه ته خو لمونځ، اصغر حج دى په ده كور كښې لمونځ په لاس د مسلمان كښې، په مثال تېره خنجر دى له بدي(4) بې حياتو به، يې غورزولى په دې سر دى تور لښكر د لوږو تندو، د روژې قوت وهلى هم خېبر د تن ساتلو، شي د دې په زور ګټلى حج فطرت د مومنانو، لا كړي روڼ او ځلېدونكى د هجرت دى لار ښيونكى، د وطن دى سوزوونكى دا يو داسي اطاعت دى، چي دولت د جمعيت دى شېرازه غوندي د پاڼو، و كتاب ته د ملت دى وركوي د زرو مينه، دا مقصد دى د زكات كوز او بر كړي سره ساري، را پيدا كړي مساوات حتى تنفقوا*" ته لا نور، ډېروي د زړګي زور ستا كموي مينه د زور سره، او سپين زياتوي نور ستا دا دي وړه سامانو ته، مضبوطتيا و ستا پر كاندي ته به هله يې مضبوط چي، د اسلام جړې وي تاندي "ياقوي" تل وظيفه كړه، چي څښتن د قوت زور شې تر هغه چي د دې خاورې، په دې اوښ باندي ور سور شې ((( درېيمه مرحله د خداى نائب توب كه دي زده كړو اوښپه توب نو، به ته واخلې له جهان باج ستا پر سر باندي به خوند كړي، ښايسته د سليمان تاج تل به ته جهان ښايسته يې، چي تر څو آباد جهان وي شې تاجدار د داسي ملك به، چي به تل په امن امان وي په دنيا د خداى نائب شه، دا رښتونې ښاد منۍ دي عناصر باندي غالب شه، دا رښتونې ښادمنۍ دي دا دنيا د خاورو تن دى، او د خداى نائب يې ساه ده دى د اسم اعظم سيورى، داسي ساه نه چي هوا ده ټول د جز او كل رمزونه، چي څه دي دى ترې خبر وي د خداى امر كړي دنيا ته، په دې زور د بر نه بر وي كه په دې ويړه نړۍ كښې، ده جونګړه واچوله د رب او ډيلي كړي تر ايسي، مځكه واړوي په بله زړه يې غواړي چي ښكاره شي، ده راوړى فطرت موړ نوي نوي ارمانونه، دى كړي نوى جهان جوړ يو د جز او كل جهان څه، له دې مځكې تر آسمانه زرغونه يې د خيال چمن كړي، لكه ګل هزار جهانه هر كنډو د اومو خاورو، پوخ او كلك په يوه دم كړي كاڼي خاورې كړي ترې لري، له بتانو پاك حرم كړي شابازتوب د ده كړي پورته، سوى ږغ د زړه له تاره د ده خوب وي او كه ويښه، دواړه يې وي د خداى دپاره د ځوانۍ سره روان كړي، بوډاوالى څنګ پر څنګ دى هرڅه هرڅه ته ښه وركړي، په كمال د ځوانۍ رنـګ دى د انسان نوغي ته زېرى، او هم دى شي ويروونكى هم سپاهي هم سپاهګر، او هم امير شي بروونكى مدعا په دې دنيا كښې، دى د "علم الاسمآء*" دى او هم راز په دې نړۍ د، "سبحان الذي اسرٰى(" دى روښان( لاس د ده محكم دى، چي يې امصا پر ونيوله و كامل قدرت او علم، يې سره نښتى دي وبله شهسوار نائب چي واخلي، په خپل لاس كښې د وخت ولينې( خشمناك شي د ده لاندي، دغه اس په ترپو وينې له هيبته* كې خبر شې، نو وچ كړس درياب د نيل كړي د فرعون له قيده خلاص دى، و اولاد د اسرائيل كړي د هغه په يوه "پاڅه" د تن ګور مړى روح پاڅي لكه ونه د چمن يې، په يو ږغ زڼى روح پاڅي حقيقت د دى عالم ته، ده توجيه د نائب ذات د بزرګۍ له بركته، يې عام وموندو نجات د هغه سيورى دى داسي، ذره لمر سره اشنا كړي هغه دومره درنه څټه، چي د ژوند قېمت سوا كړي هديرې ته يې عمل ږغ شي، را ويښ مړي په اعجاز كړي د عمل په طريقو كښې، را پيدا نوى انداز كړي چي يې چرته وي مخاسته(1)، نو رڼا ورځنې خيژي څومره څومره موسٰى ګان يې، په سينا پسې كړيږي د ژوندون كتاب را واخلي، دى يې وكړي تفسير نوى دى زاړه خوب لره وكړي، معنٰى نوې تعبير نوى دا نائب د ژوند په تل كښې، يوه پټه خزانه ده د ژوندون د ساز په تار كښې، ناورېدلې ترانه ده دا تخليق( په لوى مضمون چي، فطرت زړه د وينو خوړ كړي نو ايله چرته دوه بيته، د نائب د ذات را لړ كړي له آسمانه پاس ختونكى، ؤ زموږ د خاورې زور دى چي په دې دوړه كښې زغلي، د وخت دغه چابك سور دى د دې نن په ايره خول كښې، و زموږ پرته ويده ده څه زموږ د صباح ورځې، نړۍ سوځه سره لمبه ده د يوې غوټۍ لمن كښې، دي زموږ سل ګلستانه د صباح د سحر څړيكو، زموږ سترګې كړي روښانه د دوران د نيلي سپوره، انتظار كښې ناست يو راشه د دنيا د سترګو توره، ستا په لار كښې ناست يو راشه د جهان دې هنګامې ته، رونق راشه ښې آباد كړه د ميشتنې په نيت راشه، سوړ د سترګو دا هيواد كړه د قامونو شور كړه غلى، د ښادۍ غوندي پرې راشه په غوږ غوږ كښې جنت جوړ كړه، په سندرو لكه ورا شه پاڅه وركړه جوړوونكى، يو قانون د اخوت بيا شابه وچورلوه جام ته، د شرب د محبت بيا په دنيا كښې بيا خورې كړه، خوشحالۍ د امن روغې جنګيالو ته زېرى ور كړه، ورورولۍ د امن روغې د انسان نوغې پټې دي، ته د دې پټې حاصل يې قافله د ژوند روانه او، هم ته د دې منزل يې خزان ونې كړې لغړې، هم بې پاڼو هم بې باره په دې سوي باغ زموږه، يو ځل بيا راشه بهاره! راشه موږه شرمسار يو، سترګي كوزي او پښېمان هم ټول به تاته سجده وكړو، لوى واړه زاړه ځوانان هم سر هسكوالى كه زموږ دى، راشه دى په وجود ستا كښې نو كه ژوند د زهرو ګوټ دى، تېروو يې په دنيا كښې ((( د حضرت عليرض شير د خداى د نامو رازونه برسېرول شېر د خداى مېړنى ځوان او، وړومبى دا مسلمان دى شېر د خداى د عشق دپاره، يو دولت د پوخ ايمان دى ده د دې كورنۍ مينه، دا چي زه ځنې ژوندى يم د دې مينې د كبله، ګوهر غوندي ځلندى يم يمه ورك په نندارو كښې، د نرګس غوندي حيران يم د علي په ګلستان كښې، لكه بوى آزاد روان يم خو ټكواڼى د زمزم دى، زما خاوره له حيدره دا نشې هم له هغه دي، چي راخيزي مي له كوره* زما تن د تورو خاورو، له كرمه آئينه ده اوس نعرې پكښې ليداى شي، داسي پاكه مي سينه ده د هغه په رڼا مخ كښې، پيغمبر ؤ فال كتلى د هغه له شان شوكته، د ملت ؤ شان ختلى دين موندلې مضبوطتيا ده، د علي له هر ارشاده په نړۍ كښې قانون خور شو، د هغه له پاك اولاده د رسول( په پاكه ژبه، دا زمرى شو بو تراب( ياد څومره شان دى چي بيا دى كړو، "يدالله" د خداى كتاب ياد پټ پراته په دې ناموس كښې، دي بې شانه ډېر رازونه يوه هغه چي ږغولې، چا د ژوند خواږه سازونه دا كندو د تورو خاورو، چي د تن په نامه ياد دى عقل تل د ده له لاسه، په ژړا او په فرياد دى تر آسمان ختونكى فكر، دى د زمكې كج ته توند كړي او هم دې غوږن كاڼه كړي، او د سترګو څښتن ړوند كړي دى په لاس كښې رابمبل كړي، د هوس دوه مخي توره دا شوكمار د لاروي كړي، زړګى مات څټه رنځوره خاورين تن خيبر قلعاده، شېر د خداى مېړني سر كړه كندوړي د تورو خاورو، ده رڼا د ايمان وركړه مرتضٰى كړو حق روښانه، چي وه يې توره بې ځواب چي د تن وطن يې سر كړو، ځكه ياد شو "بوتراب" د ملكونو سر كوونكى، دا زمرى له كرارۍ دى مرغلره چې ځليږي، ځل له داسي خود دارۍ دى هغه څوك چي په نړۍ كښې، "بوتراب" شي او زړور هم نو هغه كه ورته لاس كا، كړي راهسك پرېوتى لمر* هم هر چه زين ورباندي كښېږدي، تن د ده په واك نيلى شي لكه وي باچاهي مهر، د سرو ګوتي كښې غمى شي د خېبر لويي را پرېوځي، په دنيا كښې د ده پښو ته او بيا هلته شي وېښونكې، د كوثر غوندي اوبو ته چا چي ځان وپېژندلو، هم هغه ؤ "يد الٰهي"( كړي څوك چي لاس د لوى الله شي، هم هغه شاهنشاهي كړي د علمونو ښهريې(0) ته، د ده ذات لكه د ور شي څلور كونجه دنيا كوزه، د ده حكم باندي بر شي له نشې ډكي اوبه كه، ؤ څوك غواړي له خپل كوره(2) نو اول خپله خاوره، كړي په لاس كښې د زړه سره دا دى دين د پتنګانو،چي ځان خاورې كړي هوشيار شه مېړنتوب د سړي دا دى، شېر د خداى د خاورو پلار شه اې د ګل غوندي نازكه، كلك د كاڼي غوندي ځان كړه په رده كښې ورته پرېوځه، پوخ دېوال د ګلستان كړه ته اول د خپلې خاورې، يو ښه كښلې انسان جوړ كړه له خاطره د انسان بيا، ته يو نوى جهان جوړ كړه كه ته نشې جوړولاى، كور او ور او په شا تښتې بل به ځان ته كاندي جوړي، ستا له خاورو د كور خټې ته ګيلې كړې له آسمانه، تل د خپلو بد بختيو او ستا جام په وير ژړا دى، تل د كاڼو له سختيو په نارو، چيغو، كوكارو، به ترڅو يې وير ژړلى څو به كړې ګيلې د بل نه، مخ او سر سينه وهلى په تونديو د عمل كښې، پټ مضمون د ژوندانه دى چي تخليق خوندونه در كړي، دا قانون د ژوندانه دى مېړنتوب و ښيه پاڅه، را پيدا نوى جهان كړه د خليل غوندي نوم يوسه، سرو لمبو كښې كور ودان كړه كه جهان ناموافق شي، ته يې رنـګ واخلې له رنګه اچول د توري ډال دي، په ميدان لكه بې ننګه هر مېړه چي مېړنى شي، پخې چاري كړي هر لوري زمانه ورته ور واوري، بيا د ده سترګو ته ګوري كه د ده په طبعه نه شي، په ترس وګوري جهان ته زمرى ووځي و ميدان ته، پتون و وهي آسمان ته زوړ بنياد د موجوداتو، وران له بېخه يې لت پلت كړي او بيا نوې رده كښېږدي، دا ذرې په بل صورت كړي د شپو ورځو ګرځېدونى، دا نظام له سره وران كړي له دې مځكې تر آسمانه، تر او بام له سره وران كړي يو قوت د خپلو مټو، را پيدا نوى جهان كړي چي يې زړه په كومه غواړي، په هغې لاره يې روان كړي ژوند خو ژوند د مېړنتوب دى، مېړني ژوه چي يې خوند دى ګڼې و مره په مېړانه، دغه مرګ هم لكه ژوند دى ازمېښتونه په خپل زور كړي، مېړني او درنې څټې درنو چارو ته ور ووځي، ملا تړلې نغښتي مټې چي يې تل سختۍ اختيار كړې، دا د عشقه سره ښايي خليل سرې لمبې ګلزار كړې، دا د عشقه سره ښايي هر مېړه چي سختي پسندي، او له هر مشكله تېر دى اندازه يې له كاره وشي، چي ګيدړ دى او كه شېر دى هر نامړده دى بې تاوه، په وسله د كينې تود دى راشه زه يـې درته وايم، چي د ژوند خو بس يو دود دى خانه! ژوند ښكاره قوت دى، د قوت سندرې وايي اصل يې ذوق د غلبې دى، د رفعت سندرې وايي تل بې وخت بې ځايه عفوه، د ژوند وينه كاندي موره د ژوندون په موزون بيت كښې، د سكتې غوندي ده وروره چي په كنده د ذلت كښې، هغه څوك دى پرېوتلي ناتواني ته مدام وايي، قناعت دا تېروتلي ناتواني ده غله شوكماره، د ژوندون په لويه لاره د دروغ او ويره يې راوړه، داسي مور ده اميدواره هيڅ نېكۍ د دې په نس كښې، نه شته نه ورځنې زېږي خو بدۍ په څو څو شانه، په شودو د دې لوييږي اول ونغوږه خبره، نو بيا ويښ اوسه هوشياره دا دښمن هغه دښمن دى، چي كښېني پټ نيسي لاره كه څښتن يې ته د پوهي، نو و نه خوري ځنې تېر د كربوړي غوندي زر- زر، بدلوي رنګونه ډېر ډېر پوهان هم دي ناپوهه، دا يې و نه پېژندله پلونه پر راكاږي، مخ يې پټ كاندي پخپله كله يې رحم كړي پړونى، كله يې كړي په نرمۍ پټه عاجزي كله بورقه كړي، پكښې نغاړي د دې څټه كله دوى كاندي دا پټه، په لمرو* د مجبورۍ كښې كله يې كښېنوي په ستر، په پړدو د معزورۍ كښې كله دا تن آساني شي، د پلو نه په غلا بلوسي د قوت له خاوندانو، په يوه مسكا زړه يوسي سره غبرګ دى زېږېدلى، صداقت او توان اې ګلو! بس هم دغه جام د جم دى، كه مو ځان و پېژندلو دا ژوندون لكه پټى دى، او قوت ځنې حاصل دى تل قوت ښه ښكاره كړې، راز د حق او د باطل دى كه په لاس د مدعي كښې، دغه پنګه د قوت وي بې پروا د ده دعوه ده، بيا دليل ته څه حاجت دى چي باطل قوت پيدا كړي، ځان ښكاره د حق په شان كړي حق د سره دروغجن كړي، او د حق يقين په ځان كړي بيا كه ووايي چي وشه، نو كه زهر وي كوثر شي خير ته ووايي چي شر يې، د هغه له زوره شر شي له آداب د امانت( نه، اې وګړيه ناخبره! ته له دواړو جهانونو، دا يو ځان وګڼه غوره د ژوندون رمزونه ډېر دي، ځان خبر كړه نو بيا وايه هم ظالم او هم جاهل شه، نور هرڅه ته بې له خدايه غوږ او سترګې دي كه خوله ده، هرڅه پرانېزه هوښياره! بيا راځه راپوري خانده، كه دي ونه مونده لاره قيصه د هغه زلمي چي د مرو ښار نه د سيد مخدوم علي هجويريرح دربار ته وراغلو او د دښمنانو د ظلمونو ژړا يې وژړله د خداى داسي نازولى، هجويري* بابا نوملى چي خواجه چشتي زيارت له، ؤ د ده صاحب راغلى په مزلو ده لمنې، څيري ويري د هر غر كړې د دې هند په شاړه مځكه، د سجدو دانې ده كر كړې په رڼا د مخ يې نوى، د فاروق( وختونه بيا كړل هم د حق توغونه پورته، د هغه د خولې وينا كړل د قرآن عزت ساتونكى، ؤ ولاړ د دين په ننګه د هغه له يو نظره، د باطل خونه شوه ړنګه د پنجاب خاوره كه مړه وه، شوه ژوندۍ يې له اثره كه زموږه صبا روڼ دى، دا له مخ د هغه لمره عاشق هم ريبار د عشق ؤ، زېرى روړو درنې څټې د تندي نور يې ښكاره كړى، وې د عشق خبرې پټې د هغه مېړني واوره، يو داستان په دې پټۍ كښې د ټول باغ بوى او رنګونه، ځايومه په غوټۍ كښې يو زلمى چناره ونه، مرو يې نوم د هغه ښار ؤ د لاهور په سېمه راغلو، را روان په دغه لار ؤ د بابا درشل ته راغلو، دا ستومان ستړى د لارې چي دا لمر يې تورو شپو ته، ور اوږدې كړې خپلې دارې وېل تنـګ كړى دښمنانو، زه بې بدو او بې ښې يم په ما دى باران د كاڼو، شراب لوښى د ښېښې يم اې د لور مقام خاونده، څه چل وښيه زه خوار يم ژوند به څه رنـګ تېرومه، دښمنانو كښې حصار يم ځوان ته هغه بابا ووې، چي په خټه كښې جمال ؤ د جمال سره يې موندلى، هم په برخه كښې جلال ؤ "لنډ نظره يې زلميه! ، بې خبر د ژوند له رازه نه خبر يې له انجامه، نه خبر يې له آغازه د چا ويرې ته په زړه كښې، ځايګى مه وركوه تريښ شه پر كالۍ وړى قوت يې، لږ سره وڅنډوه ويښ شه كاڼي كاڼي ؤ په ځان يې، د ښيښې ګومان كولو نو د كچ غوندي كچه شو، كچ دى څيز د ماتېدلو كه ځان وګڼې ناتوانه، لاروي حوصله پرېښوه د خپل سر پنګه يې پخپله، د شوكمار په لاس كښې كښېښوه چي تر څو به ته ځان شمارې، ګوډاګى د اوبو خاورې اې شعله د طور پيدا كړه، له دې خپلې خټې ناورې دا له خپلو عزيزانو، ګيلې مه كوه بې ځايه دښمن د دښمنۍ هم، مه ژړا كړه مه څه وايه دښمن نه هغه ستا دوست دى، دوست زما درباندي سود دى كه زما په خوله يقين كړې، ستا بازار په هغه نود دى چي د ځان د پېژندلو، له مقامه څوك خبر وي د خداى فضل ورته وايي، كه دښمن يې زورور دى هر دښمن لكه وريځ ده، د آسمان پر پټي ووري د كولو قوتونه*، يې دا راويښ كاندي هر لوري د لار كاڼي هم اوبه كړي، پوخ همت او نيت تر لري د چړق لاره كښې دا هيڅ دي، كه وي لوړي كه ژورې د لار كاڼى خو پرچو شي، د نيت تېغ تېره كولو امتحان د تېرې توري، شي د لار په غوڅولو د څاروي ژوندون دي ورك شي، ډكېدو د تښتېدو دى چي خودي مضبوطه نه وي، نو څه خير د پاتېدو دى چي قوت د خودۍ واخلې، ځان له ځانه خبردار كړې بيا كه زړه دي كړله خوښه، ټول جهان به تار په تار كړې كه دي خوښه وي چي ورك شې، له خودۍ ځنې آزاد شه كه دي زړه غواړي چي شته شى، له خودۍ ځنې آباد شه له خودۍ چي څوك غافل شي، دغه مرګ دى ځان و ژاړه ته څه وايـې چي مرګ څه وي، ګني ساه چي له تن لاړه په خودۍ كښې دومره پاس شه، چي يوسف( يې كوټه زر شه د تياره د جېلخانې نه، تر شاهۍ پوري ځه ورشه د خودۍ په لار روان شه، كار كوونكى ځوان د ځاى شه ته راوړونكى د رازونو، مېړنى بنده د خداى شه" په قيصو بيانولو، كړم د راز څهره بربنډه زما ساه د سپرلي باد شي، خوره يوسي غوټۍ غونډه دا خبرې دي د نورو، په ښكاره چي زه لګيا يم ډك له خونده آدم خان ته، درخانۍ رازونه وايم قيصه د تږې مرغۍ او مرغلرې* د چمن يوه مرغۍ وه، ساه يې ختله داسي تږي له مښو كې تلې لوخړې، اور يې بل په ينه سږي مرغلره يې وليدله، سترګې يې كړلې ورته برندې تر نظر اوبه اوبه كړو، دغه كاڼى يې ته تندې خپل ښايست دغه ګټكۍ هم، لكه لمر و ځلولى د ناپوهي مرغۍ سترګې، وې او بتير( په ځل غلولى دې پر كښېښوله مښوكه، اوبه نه وې وريته دا شوه مرغلره په ځان كلكه، په دې پوري په خندا شوه دې تې ووې چي اې ترورې، بس ټونګى وهې نه ګورې نس په مخه يې اخستې، پيتاؤ پېژنې نه سيورې نه ساقي يم ستا دپاره، نه يم څاڅكى اوبه زياتې نه پرته يم هسي خوشې، نه هرچا ټونګي ته پاتې زه دي خوږ كړم په مښوكه، ستا ژوندون د لېونتوب دى هغه ژوند چي ځان ښكاره كړي، ستا دپاره لكه خوب دى دا زما اوبه مدام كړي، د مرغو مښوكې ماتې انسانان كه مي كړي تېره، شي په خوني پر ميراتې چي پوره ورځنې نه شوه، د مرغۍ د زړه خبره ورو ترې لاړه په ځاى پاتې، ځلېدلې مرغلره ارمان ونه رژېدلو، په زړګي كښې يې آباد شو د مرغۍ وچه مرۍ كښې، خوږ آواز لكه فرياد شو څاڅكي پرخه مرغلره، د ګل څانګې و ټومبلې لكه اوښكه چي د چوڼي(، په باڼه وي ځلېدلې لمر پر كړلې زبادوني، دى ستايلو برېښنده ؤ د هغه له ډېرې ويرې، نازك تنه لړځنده ؤ لكه ستورى ځغلېدونكى، له آسمانه زېږېدلى د ژوند خوند يوې ګړۍ ته، مېلمنه وه درولى غوټو هم ګلو تېريستى، يو ځل نه په هزار واره د ژوندون نه بې نصيبه، مدام خواره بزګاره لكه اوښكه د عاشق وه، په بڼو كښې ځلېدونكې دا قطره پردۍ پردۍ وه، درنـګ ساعت له پرېوتونكې هم د دغه څانګې لاندي، دا مرغۍ و رسېدله د دې تږي وازې خولې نه، دا قطره و څڅېدله اې په ځان مينه وايه، له دښمن چي كوې ويره نرم څاڅكى يې د پرخې، او كه كلكه مرغلره؟ چي د تندي له ډېر زوره، د مرغۍ نه ساه ختله د بل سر يې خور كړونه، وه په دنيا كښې لاره بله نه د څاڅكي غړى كلك ؤ، نه يې ؤ خوى د مرغلرې ګوهر پاتې په دنيا و، څاڅكي شوله نړۍ* لرې د خودۍ په حفاظت كښې، ګړى هم چي بې غم نه شې كه ژوند غواړې كلك ګوهر شه، نرم څاڅكى شبنم نه يې د خپل ځايه مه ښورېږه، پوخ فطرت لكه د غر شه چي لري آباد سيندونه، وريځ هغه پګ په سر شه ته د ځان د پېژندلو، خپل ځان ومومه خبر شه كړه دا خپله پاره ټينګه، لكه بې كوټه سپين زر شه د خودۍ تار له ترنـګ وركړه، هسكې كړه خوږې سندرې چي د هر چا غوږ ته ورشي، د خودۍ پټي خبرې ((( قيصه د لعل او كوئل پوري ور د حقيقت ؤ، ستا پاره مي كړو لرې راشه اې د زړګي سره، نورې هم واوره خبرې يوه ورځې كوئله راغله، لعل ته كښېناسته په څنګ كښې دې وېل اې چي تل ځلېږې، د ډيوې غوندي په درنګ كښې په يو درنګ كښې دواړه وو سو، زموږ خټه نسل* يو دى په جنو جدا جدا يو، خو د ساه مو اصل يو دى په تياره درنګ كښې وروسته شم، بې كسۍ مي تن ځپلى ته په سر د باچهانو، په تاجونو كښې ټومبلى تور مخ داسي كړم بې قدره، تورې خاورې يم د لاري ستا نصيب داسي ښايست شو، چي چوي زړه د هندارې(2) كه زما له تور وجود نه، ده رڼا په انګيټو كښې اخير وسوځم ايره شم، ژوند مي خلاص شي په بټو كښې سر زما وهي په لتو، هر څوك وايي ده بدرنګه سرې سكروټې را دلۍ كړي، ټول زما د ژوند په پنګه سر سامان مي د ژړا دى، ځكه تل په ژړا زه يم دا زما وجود چي وينې، څه خبر يې چي له څه يم؟ يم هغه خوره لوخړه، چي را يو ځاى او سړه شي سرمايه زما سپرغۍ ده، په ټس والوځي او مړه شي ستا د ستورو غوندي خوى دى، هم دي مخ هسي ځلېږي هره ډډه دي رڼا كړي، هر يو اړخ دي بليږي كله ته لوړو ماڼو كښې، د قيصر د سترګو تور يې كله ستا نه ښايست اخلي، د خنجر په موټي سور يې ورته لعل ووې چي غوږ كړه، نصيحت دى كه يې واورې روڼ غمى ځنې جوړيږي، چي پخې شي تورې خاورې چي په خپله خوا او شا كښې، ملا تړلې تل په جنـګ وي شي د كاڼي غوندي كلكې، هم د كاڼي غوندي يې رنـګ وي له پخوالي نه موندلې، زما تن دي رڼاګانې په سينه كښې مي هم نور دى، لكه وينې مي خواګانې ته يې ځكه داسي خواره، چي وجود د كچه رغړي ځكه وسوې او ايره شوې، چي بې خونده دي ستا غړي اوسه بې غمه بې وېرې، په نړۍ كښې بې وسواسه په كلكوالي كړه ځان كاڼى، كمه مه شې له الماسه هر چه كلك وي په زغملو، هر چه كلك وي په نيولو منور كړي دواړه داره، د خپل نور په ځلولو د هغه هم اصل خاوره، چي تور كاڼى شي بللى د حرم په ګرېوانه كښې، چي كوم سر دى را اوكښلى شوه د طور نه هم لا ډېره، مرتبه د هغه پورته ښكلى مخ د ښكلولو، شو هغه سور ته هم تور ته د عزت ژوندون كه غواړې، نو پيدا كړه ښه پوخوالى ناتواني كه ناچاري دي، دا پيدا كړي نه پوخوالى ((( قيصه د شېخ او بامبړ يو بامبړ په بنارس كښې، شپه او ورځ په دې لټون ؤ چي ژوند څه وي او مرګ څه وي، سر يې ايښى په رنګون ؤ دى څښتن د ډېر عزت ؤ، د ډېر علم او حكمت ؤ او د خداى كتونكو خلګو، سره يې مينه محبت ؤ ؤ يې ذهن رسېدونكى، وې پكښې نوې خبرې ثريا ته رسېدلي، وې د عقل يې وزرې ايښى ده د ځالي ډكي، د عنقا غوندي ډېر بر ؤ په انګار د ده د فكر، سپيلني سپوږمۍ او لمر ؤ د ده عمر په خوارۍ او، شواخون كښې وتې ټول ؤ له شرابو د حكمت نه، يې لا تراوسه تش كنډول ؤ ده د علم په چمن كښې، خپل دام بيا بيا وغوړولو د معنا مارغه يې په سترګو، چرې هم ونه ليدلو نوكى يې فكر كړى په وينو، خو وه غوټه ډېره سخره پرانستى شوه داسي چرته، دا د ژوند او مرګ خبره نا اميد يې زړه كښې اور شوى، پر ګواه د اٰه لوخړه د حيران زړه غمازګره، شوه څهره يې تكه زېړه چرته داسي كامل ښخ ؤ، زړه يـې دولت ؤ په سينه كښې دا بامبړ هلته حاضر شو، پرېوت شېخ ته په كوڅه كښې غلى يې كښېناستو په وړاندي، هيڅ يې نه ختل ږغونه د كامل وينا ته يې كښېښول، د سره هم د زړه غوږونه شېخ وې اې چي بره چورلې، د آسمان په پورته لوړه ته خو مځكې ته را كوز شه، لږ په خاورو هم وه رغړه چي صحرا او په ميرو كښې، منډې وكړې خوند يې ډېر دى ستا خو فكر آس په ترپو، له آسمانه هم ور تېر دى راشه مځكې ته را كوز شه، مه اسمان كښې ګرځه لرې بس كړه مه لټوه نورې، دا د ستورو مرغلرې زه دا نه وايمه تا ته، چي له بت ځنې وېزار شه كه كافر يې كافرتوب كړې، لږ جوګه خود زنار شه زوړ تهذيب ستا د نيكونو، امانت دى اې بې پته زَړه لاره چي پرې نه ږدې، نصيب مه وهه په لته كه دنيا كښې جمعيت دى، چي ژوندون تر د ملت دى كفر هم هغه دولت دى، چي پيدا له جمعيت دى اې! چي ته په كافرتوب كښې، كامل نه يې لا تراوسه زړه حرم دى د طواف يې، قابل نه يې لا تراوسه موږه دواړه لرې وتي، يو د لارې د تسليم نه ته يې لرې د آزر نه، لرې زه د ابراهيم نه قيس زموږه لا تراوسه، په سودا د محمل نه شو لېونتوب د عاشقۍ كښې، دى تر اوسه كامل نه شو چي د تن د تيارې خوني، ډيوه ګۍ د خودۍ ګل شي خير يې څه كه د خيالونو، تر آسمان پوري ختل شي او يو لاس ور واچولو، يوه ورځ د غره لمن ته ګنګا سيند خبره وكړه، همالې د ملك مين ته وې چي اې چي ازل راسي، يخى واوري ستا دستار دى هر يو سيند چي بهېدلى، ستا په تن لكه زنار دى خداى دي برخه كړه دنګوالى، تر آسمانه رسېدلې ولي پښې دي په ځاى ښخې، نه يې له ځايه ښورېدلى چي يې پښې درنه اخستې، نه د لار نه دى رفتار دى دا كلكوالى كه غټوالى، اوچتوالى د څه كار دى ژوندون پر له پسې ترړې، ژوندون نوم دى د كركنډو د موج ژوند ته سامان وكړو، په سر توري ډېرو منډو غر له خود ځنې وتلى، د درياب په دې پېغور شو قهر داسي وه چولو، تا به وې چي سيند د اور شو ورتې ووې چي سينه خو، ما ته تا هينداره* كړې واوره ستا غوندي سيندونه، ډېر زما له سينې رغړي په قدم د ناز روانه، داسي تلونكې مدام سپك شي هر بـې سول چي ځان ترې ورك شي، ځاى لري كه هغه ورك شي چي له ځانه خبر نه وي، هغه څه وي ستا په شان وي تل په هغه څه نازيږې، چي په كومه كښې دي زيان وي پاس اسمان چي سر پر چورلي، ته( پيدا يې له هغه نه هغه غاړه ستا نه ښه ده، چي پرته وي تل ريمنه خپل ژوندون دي وسپارلو، لوى قلزم ته نه ده رنګه دا خو تا په خپله كښېښوه، د غلو مخكښې د ځان پنګه لكه ګل د باغ دننه، شه خوددار چي لاړ دي شور شي په ګل شوكو پسې مه ځه، په دې نيت چي بوى دي خور شي په خپل ځاى زرغونېدل ژوند، په خپل ځاى دى لوئيدل ژوند د خودۍ له باغيچې تل، د ګلونو ټولول ژوند پښې په خاورو كښې ولاړ يم، مودې وشوې ډېرې زياتې ستا ګومان څه دى چي زه يم، د منزل نه ګنې پاتې؟ زه وړوكى دومره دنګ شوم، وختمه تر آسمانه ثريا د مى ته غوړې، د لمن سيورى زما نه سمندر ته پرېووځې ورك شي، نه د مومي كه څوك ګوري زما څوكه دومره هسكه، چي سجدې پر كوي ستوري زما كڅې همه كڅې، د آسمان پټې خبرې د ملكو الوت اورم، چي خورې كاندي وزرې چي د پر له پسې سعي، اور كښې تېر كړل ماكالونه نو هله مي ګټه ګټه، شول غمي الماس لعلونه دي په ما كښې سړه كاڼي، په هر كاڼي كښې پټ اور شته نه مي اور ته رسېداى شي، نه اوبو كښې دومره زور شته دا خو سيند يې كه يې څاڅكى، خپلو پښو ته هم مه غورځه سمندر ته آرامېږه، هر طوفان پسې ور ګرځه څاڅكى ځان كړه مرغلره، په طلب د روښنايۍ شه شه يې زوړنده په غوږ كښې، يو ښايست د درخانۍ شه يا خوره تونده وريځ شه، ګټې ګټې غورونه غرونه د سيندونو وروونكي، غورزوونكي تندرونه چي قلزم هم تا ته در شي، او طوفان په سوال و غواړي بيا ستا ور كړى ته تنګوالى، د لمنې دى و ژاړه پس له هغه به ځان ده ته، كم له موجه هم وه ښكاري سر به ستا په پښو كښې كښېږدي، د ځان سارى به دي شماري ((( د غزا مقصد د مسلمان د ژوند مقصد د كلمې طيبې اوچتول دي او جنـګ كه د ملكونو اخستو دپاره شي نو په اسلام كښې حرام دى زړه* د خداى په رنـګ كښې رنـګ كړه، غوره رنـګ دى اې لاليه! كه د عشق په ننګ ناموس يې، كلك ولاړ اې ننګياليه مسلمان د عشق له تاوه، تل بېباكه او قاهر دى مسلمان چي عاشق نه وي، مسلمان نه دى كافر دى كه څه ويني كه نه ويني، خو منل به د خداى پاك كړي هم په ويښه هم په خوب كښې، ناست روان كه څښاك خوراك كړي د لوى پاك الله رضا شي، په رضا د ده كښې وركه دا خبره ده هم داسي، څوك باور نه كوي ځكه په ميدان د الاالله كښې، تمبو ښخ كړي هر څه شاته راغلو دى په اولسونو، يو شاهد ويړې دنيا ته او په ده شاهد نبي دى، چي سردار دى د نبيانو چي رښتونى تر بل نه شته، يو شاهد له شاهدانو( تېر شه تېر له قال تېرشه، د حال وروهه صدا كړه توري شپې د عملونو، ته په نور د حق رڼا كړه په قبا د باچهۍ كښې، دروېش زوه لري ځاى بيدارۍ لره لېمو كښې، او په زړه كښې ياد د خداى د خداى خوا ته تلل مقصد كړه، هر عمل چي كړې دنيا كښې تر هغې چي راښكاره شي، د هغه جلال په تا كښې هغه صلح دي هم شر دى، چي له كومي مقصد غير دى كه د خداى دپاره جنـګ وي، نو دا جنـګ هم لكه خير دى څو به زور زموږ د توري، چي د حق نوم اوچت نه دى داسي جنـګ د قام دپاره، توره نه ده عزت نه دى ميان مير* د خداى نيازبين، ؤ روح يـې پاك او د دين مټې وې ښكاره يې د څټې نور ته، همګي خبري پټې سيخ پر لار د مصطفٰى( تلو، محكم والى يې بې خبرې په شپېلۍ د ده د تن كښې، وې د عشق سوې سندرې اوس زموږ دا ښار د خاورې، د ده څلى سعادت دى او هم دا زموږ دپاره، بل مشعل د هدايت دى پاس آسمان دى پر سر ايښى، د ده داسي ده درشله شهنشاه د هندوستان يې، مريد شوى ؤ په خپله د باچا په زړه پټي كښې، حرص تخم رازرغون شو چي د بل ملكونه واخلي، سر په دې تابيا تړون شو د حرص تاؤ يې په زړه كښې، لكه سور تنور د اور وي سرې لنبې ژبې بې دا وې، "څه راواچوه كه نور وي"( دغه ورځو كښې تود شوى، د دكن پر مځكه جنـګ ؤ د لښكر يې په ميدان كښې، د اكښلو تورو شرنګ ؤ ميان مير صاحب ته لاړو، شهنشاه چي دعا واخلي د دعا له بركته، دى دا ټوله دنيا واخلي مسلمان خو له دنيا ځي، تل په تېښته د حق خوا ته پخول چي د تدبير كړي، نو لاس پورته كړي دعا ته شهنشاه وې دعا غواړم، ميان مير صاحب شو غلى هم ټولګى د دروېشانو، شو غوږ غوږ او ساه نيولى يو مريد له ورايه راغلو، روپۍ لاس كښې د پير خوا ته په قراره په ادب يې، د چپتيا تيږه كړه ماته وې چي اې كامله ځوانه! ، د تيرو نو دستګيره شكرانه مي كړه قبوله، ډېر لږه ده اې پيره! د محنت په سيند خويلو كښې، چي غوپه شوه زما څټه ايله دا يوه روپۍ مي، په لمن پوري كړه غوټه و وې پير چي دا روپۍ خو، حق د دغه شهنشاه دى په لمرو د باچهي كښې، بېنوا وږى ګدا دى كه يـې دي تر حكم لاندي، لمر، سپوږمۍ هم واړه ستوري خو سلطان مو ډېر غريب دى، خوار په خوارو سترګو ګوري په هر لوري د بل شكور ته، خواري سترګي دي نيولې د ده لوږه سرې لنبې دي، دا دنيا يې سوځولې قحط، طاعون د دې تابع دى، توره يـې داسي ده تاؤ ګيره جهان وران لكه كنډر شو، دا د ده له دې تعميره دا د ده غريبي څه ده، يو جهان يې په فرياد كړو د تش لاس شندي يـې ګوره، هر كمزورى يې برباد كړو د ده زور قوت دښمن شو، اوسېدونكو د جهان ته دې شوكمار ده لار نيولې، د انسان نوعي كاروان ته په خطا فكر روان دى، ځان تېرباسي شائې لار ته دا يې څومره ناپوهي ده، چي تسخير وايي ناتار ته كه فوځونه د دښمن دي، كه زموږ د شاه لښكر دى هم د ده لوږه خنجر دى، دوه ډولي د هر يو سر دى يوه لوږه د ګدا وي، بس ګدا لره تن سوځي ولي لوږه د شاهانو، اولسونه وطن سوځي د چا توره چي بمبل شي، بې له خداى كړي ګټې نوري خپله توره يې اخير خيږي، هم له خپلې سينې پوري ((( د صحرايي* بابا نصيحت اې! چي خاورو كښې را لوى شوې، لكه ګل پكښې هم پايې ته هم دې ښايسته چمن كښې، د خودۍ له نس پيدا يې خودي مه پرېږده هيڅ چرې، ټول عمري ژوندون و مومه كه يو څاڅكي يې نو يې به، اباسين وه نغره درومه دغه نور د خودۍ نور دى، دا چي ته ترې برېښنده يې كه خودي دي كړه محكمه، نو هله به پائنده يې ويده نه شې ورته لاس كړه، چي سودمنه دا سودا ده حفاظت د خودۍ وكړو، چي لويي په دې كښې ستا ده لا ژوندى يې مرې له ويرې، وېرېدونكى له فنا يې اې له سره د لوږې شم، پوهېدلى ته خطا يې زه خبر يم راشه خوا ته، واوره ترنګ د ژوند له سازه چي د ژوند سندره څه وي كړم خبر به دي له رازه دي غوټه وهل په ځان كښې، په مثال د مرغلرې بيا تړلې ملا له ځايه، رسېدل دي لرې- لرې د ايرو په دې ډېران كښې، د سرو ټكو غونډول دي په يو غر لمبه كېدل دي، نظرونه سوځول دي دا د غم خو ته وسوځه، چي زړه شوه څلوېښتو له ځان تاؤ هغه شعله شه، چي تاويږي تل په تېښتو ځان د بل له طواف خلاص كړه، له تا ځار شم دغه ژوند دى ځان كعبه كړه ترې تاوېږه، دغه ژوند دي ډېر يې خوند دى وزر ووهه خيره، د دې خاورو له راكښلو د مرغانو غوندي ګرځه، بې پروا له پرېوتلو كه مرغۍ د الوت نه يې، شته خبره ستا په كار كښې ته بيا مه جوړوه ځاله، د دې خاورو په تور غار كښې علم بحر وړل ترې غواړې، په ځوليو مرغلرې نو د زړه په غوږو واوره، د رومي بابا خبرې " علم تش د تن دپاره، تور ښامار دى د ګوزار دى علم هغه زړه چي ويښ كړي، يو ښه يار دى تل په كار دى" د رومي بابا له حاله، ځان خبر كړه د زړه سره! حلب(1) ښار كښې درس لوستى شو، د علمونو له دې لمره وو د عقل دليلونه، يو ځنځير د ده په پښو كښې او بېړۍ يې جوړېدله، بس د عقل غلغلو كښې موسٰى وه خو بې خبره، دى د عشق د طور له سره مينه څه وي سود يې څه وي، له سودا يې ناخبره تشكك)1 ( او كه اشراق(2) دى، وو لګيا په دې خبرو تل به ده پېيل هارونه، د حكمت د مرغلرو مشائين(3) ته پرانستې ده، د سوالونو سخرې غوټې په رڼا يې د خپل فكر، كړې ښكاره خبرې پټې ګېر چاپېر به ترې پراته وو، كتابونه انبارونه د يو يو به ده بيان كړل، چي په كښې وو اسرارونه ووې شمس تبرېز ته، خپل مرشد صاحب(4) كمال ورغلو د پير په حكم، مدرسې ته(5) د جلال وې دا څه بحثونه كيږي، او دا څه شور او غوغا ده؟ وهم قياس استدلال دي، دا د څه چارې وينا؟ ملا سخته ورته ووې، چي خوله ونيسه څه ړوند يې د پوهانو په خبرو، نه پوهيږې عبث خاندې ووزه ورك له مدرسې شه، ښه پښې و باسه نه پوهيږې قېل او قال دى د پوهانو، ستا څه كار په څه پوهېږې ستا له پوهي ډېره پورته، دا زموږ تر منځ وينا ده هم د دې وينا له نوره، د ادراك ښېښه رڼا ده" د ملا بې جوړ خبرو، تاؤ د شمس* يو په څلور كړو سرې لمبې شوې ځنې پورته، د ده روح يې سړه اور كړو لكه تندر يې نظر ؤ، چي ور پرېوتو پر مځكه تا د روح يې ؤ بې شانه، سرې لمبې شوې هسكې ځكه د زړه اور شو تر چاپېره، لمبه يې درمن د ادراك كړو لوى دفتر د فلسفې ؤ، اور ايره لكه خشاك كړو ملاګى له خبر نه ؤ، چي عشق څه وي رنـګ يې څه وي رباب څنګه وي د عشق او، معجزه د ترنګ يې څه وي ده كړه چيغه "چي دا څه كړې، تا خو اور ولګولو د حكمت دفتر د ما ته، سر تر سر وسوځولو" هغه وې چي "مسلمان يې، خو په غاړه دي زنار دى ذوق او حال د لېونو دى، غلى كښېنه ستا څه كار دى د حال نخښه مو بې شانه، ستا له فكره سر بالا ده دا د څاورو نه زر جوړ كړي، سره لمبه زموږ كېميا ده د حكمت له يخو واورو، سرمايه ستا ودريږي ستا د فكر له وريځو، نور څه نه ږلۍ وريږي پاڅه پاڅه سره اورونه، د خپل ځان په خشاك بل كړه له دې تورو خاورو هسكې، سرې لمبې ته په يو ځل كړه د مسلم علم كامل شي، چې په زړه كښې اور پيدا كه د اسلام معنا خو دا ده، چي اٰفلو* ته بس شا كه ابراهيم چي ځان آزاد كړو، د افل ځنې په نره سور انګار ورته ګلزار شو، نه ده دا پټه خبره د حق علم ته دي شا كړه، مخ باطل ته نه وه رنګه په يو ټوك ډوډۍ دي وركړه، دومره لويه د دين پنګه تل په منډو ترړو سر يې، هر خوا زغلې رانجه ګورې هيڅ له ځانه خبر نه يې، دي ځائي د سترګي تورې برېښېدلي بمبل توره، به اوبه د حيات دركړي ډك له زهرو تور شامار به، خپله خوله جام د كوثر كړې هغه تور(1) بختور كاڼى، غواړه ته له درمساله له نامه د لېوني سپي، غواړه مشك چې دركړي تا له ولي سوز د عشق مه غواړه، په حاضر(2) علم كښې نشته خوند د حق د جام مه غواړه، په كافر علم كښې نشته د دې علم په رڼا كښې، څه هم ډېره موده ورك وم وم رازدان د نوي پوهي، ځكه ډېره موده سپك وم باغوانانو د دې باغ چي، په ما وكړو امتحان نو راز هله راښكاره كړو، ما ته دوى د ګلستان ګلستان نه عبرت ځاى دى، لكه ټل وي د ريديو لكه ګل چي د كاغذ وي، دى او بتير(3) د خوشبو هيو چي د دې ګلشن له بند يم، آزاد شوى كله راسي د طوبٰى په څانګه ما كړه، ځاله جوړه هله راسي د نن علم غټ پلو دى، پروت زموږه پر نظر دى د ړانده كړو بت پرست دى، بت فروش دى هم بتګر دى په زندان د مظاهر كښې، شا مدام دى پښې تړلى او د خس له سرحدونو، په تلاش نه دى وتلى زړه يې خور د ژوند په لار شو، د ده پښه چي وښويېدله آخير ده په خپله توره، مرۍ ځان ته غمه كړله د ده اور د رېدي اور دى، تاؤ يې نشته زما ناوري په ښكاره تر شعلې خيژي، ننه يخ دى لكه واورې دى ځايي د عشق له سوزه، بس راغلى دى آزاد په نړۍ د جستجو كښې، تل ناكام دى هم ناښاد رنځوري د عقل ډېري، عشق طبيب دى بله نه شي عشق چي رګ ووهي ده ته، لېونتوب د عقل ښه شي ټول عالم كه وپوهيږي، په سجده د عشق كښې سود دى منم عقل سومنات دى، ولي عشق ورته محمود دى عشق شراب د نوي علم، كوزګۍ ترې تشه توره بې نصيبه د ده شپې دي، د "الله الله" د شوره خپل شمشاد درته ښكاره شو، ډېر بې قدره بې قېمته د بل سرو درته ښكاري، له هغه ډېره اوچته په خپل ځان د شندي وكړې، بې ځان ډډ لكه شپېلۍ شوې پردي ږغ ته دي غوږ كښېښو، خوند يې دركړلو للۍ* شوې په خوزي پسې ګرځې، له پدري ښكار نه يې غواړې ته خپل جنس ورپكښې ګورې، او پردي دوكان ته لاړې د مسلم په غونډه غيري، ډيوې اور ولګولو او سپرغۍ د درمسال يې، جومات و سوځولو د كعبې له خوا او شا چي، هوسۍ تر پلل پاتې نه شو نو دا حال يې شود نشو، كړل غلبېل د ښكاري غشو لكه بوى د ګل چي خور وي، پاڼې هم هسي خورې شوې د خودۍ نه تښتېدليه! ، شه راستون ذرې ذرې شوې د قرآن غوندي كتاب كښې، د حكمت امانتګره! تا ورك كړى خپل يووالى، بيا و مومه شابه نره د ملت يووالى كوټ دى، په وره موږ ؤ درېدلي د يووالي په پرېښولو، له ايمان شو لاس وينځلي د زاړه ساقي پياله وه، هئ ټيكرى تار په تار شوه د حجاز د مستو غونډه، خوره بېله بېله يې لار شوه موږ په خپله كعبه كړله، په بتانو بيا ودانه په اسلام پوري زموږه، كفر شين شو له خندا نه شېخ دولت د اسلام بائلو، د بتانو د عشق لار كښې د تسپو دانې ناپوهه، و پېيلې په زنار كښې د پيرتوب دپاره نخښه، سپين وېښته دى د پيرانو په كوڅو كښې پسې ځغلي، دخندا كړل هلكانو وېښته سپين او زړه يې تور دى، نه پر لاالٰه انځور دى د هوس بتان بې شماره، د هر يو زړه ورته كور دى هر هغه پير شو چي چا كړه، اوږده ږيره لومي لومي هئ! د دين په خرڅول كښې، خيژي دوى تر كومي كومي دوى سره د مريدانو، شپه او ورځې په سفر وي د ملت له ښې او بدي، ضرورت نه څه خبر وي دوى ړانده په غبرګو سترګو، ګڼي دي نرګس صورته سپينې خوارې تشې تورې، د ژوندي زړه له دولته كه صوفي دى كه واعظ دى، په منصب پسې تل خوار شو دى روان په كږو لارو، ټول ملت بې اعتبار شو واعظ سترګې بت خانې ته، كه وي خير په ځان يې سود دى د پاك دين مفتي تاجر شو، د فتوو بازار يې تود دى پيران مخ په ميخانه دي، د دوى لار كرښه د مار شوه اې يارانو! غونډه وكړئ، چي زموږه كومه لار شوه* ((( وخت غوڅوونكې توره ده* د رحمت باران كړه څلى، شين هم تر د شافعيرح چي نشه يې كل جهان كړو، دا دى كور د شافعيرح د ده فكر له آسمانه، كور(2) كړو ستورى ډك له نوره دويم نوم يې وخت له كښېښو، ورتې ووې تېره توره د دې توري بيان ډېر دى، څو به دا ژبه چليږي برېښېدلى مخ چې وينې، دا ژوندون پكښې ځليږي چا سره چي وي له خوفه، له اميده بې پروا وي د موسٰى تر لاسه روڼ وي، چي كوم لاس نيولى دا وي په يوه ګوزار د ګټ نه، را روانه دا چينه كړي په يوه ګوزار دوړنه، وچه دا د سيند سينه كړي موسٰى هم په لاس كښې ګله، كلك نيولى دا شمشير ؤ هغه ځكه په هر كار كښې، له تدبيره مخكښې تېر ؤ په دې توره يې درياب ته، سينه يووړه خيرې ګاره دوړې پورته كړې له بحره، پكښې ځان ته وكړه لاره د خيبر د سركوونكي، شېر خيبر كښې كوم قوت ؤ؟ شافعيرح چي و ستايله، د دې توري بركت ؤ د آسمان دا چورلكونه، خو د هر چا د ليدو دي تـګ راتـګ د شپو او ورځو، د هر چا د پوهېدو دي اې د شپو ورځو په بند كښې، بنديوانه! شه در ياده د خپل زړه ننداره وكړه، چي پكښې بله دنيا ده خپلې خاورې ته د تخم، تروږمۍ ور واچوله او د وخت د توري مخ تا، يوه كرښه وه ګڼله بيا په ډانګ د شپو او ورځو، كچ ته و درېدې ګله! زمانه دي ناپ كوله، داسي لنډه وه دا كله د شپو، ورځو تار په غاړه، ځان ته تا لكه زنار كړو لكه پټ باطل فروشه، تود دي دا خوشى بازار كړو ته كېميا وې، ته اكسير وې، اوس يې موټى تورې خاورې زېږېدلى راز د حق وې، خو باطل شوې سپورې خاورې په رښتيا كه مسلمان يې، له ځان آ خوا دا زنار كړه د ډيوې غوندي روښانه، ته دا غونډه د احرار كړه خبر نه يې له زمانې چي، دا په اصل څه راغلې ځكه تا جاوداني هم، ځار شم نه ده پېژندلې اې! د ورځو، شپو په قيد كښې، به تر څو پوري كړېږې "لي مع الله"* كښې وګوره، د وخت رمز كه پوهېږې وخت روان دى له رفتاره، يې هر څه هر څه پيدا دي ژوندون هم ځنې يو راز دى، ډېر رازونه د وخت لا دي وخت د لمر په ګردش نه دى، حقيقت د ده څه بل دى لمر خو هر ماښام پرېوځي، وخت په مخه روان تل دى دى په وخت كښې عيش او غم هم، عاشوره ده او اختر هم وخت يو راز دى چي موندلى، تر رڼا سپوږمۍ او لمر هم اې ناپوهه! تا زمان هم، د مكان غوندي را خور كړو تا په خپله ناپوهۍ كښې، پرون نور او صباح نور كړو تا خو خپل ګلستان پرېښو، لكه بوى په تېښته لاړې په خپل لاس دي زندان جوړ كړو، بنديوان پكښې ولاړې نه زموږ د وخت اول شته، نه اخير دى ده ليدلى د انسان د زړه په باغ كښې، بس پخپله ټوكېدلى وخت چي چا وه پېژندلو، په ژوندو كښې را ژوندى شي سحر كله داسي روڼ وي، لكه دى چي ځلندى شي ژوند پيدا له زمانې دى، زمانه له ژوند پيدا ده "زمانې ته سپك مه وايئ"(1)، د رسول د خولې وينا ده درته كړم يوه خبره، برېښېدلې مرغلره چي عبد(2) څه وي او حر(3) څه وي، راته غوږ كړه سمندره! عبد د شپو، ورځو حساب كړي، عبث، ګوند ښه څيز شماري د حر زړه ترې بې پروا وي، زمانه څۀ نه څيز شماري عبد د شپو ورځه تارونه تنسته بو ده كفن كړي او بيا دغه كفن واخلي، پټ پر خپل بې روحه تن كړي تن د خټې لويه بوخته، حر بهر تر په خپل زور شي زمانه كه ده هر څومره، دى يې ونغاړي پرې خور شي په كورګي د صبح و شام كښې، عبد مارغه دى نښتى كښته نه خبر دى له الوته، نه يې خبر دى له لذته او د حر سينه چي ساه يې، تونده تېزه توده سره ده دا د ورځو شپو مرغونه، كه پوهېږې نو پنجره ده عبد موندلى موندل غواړي، فطرت داسي د هغه وي واردات يې په وجود كښې، هيڅ هم نوي نوي نه وي په يو ځاى ولاړ نابوده، سست يې ايښى پېټى پر ساه وي د سحر او د ماښامه، بس د ده يوه ژړا وي حر هردم نوى تخليق كړي، كوي نوي- نوي چاره نوې نوې نغمې خيزي، تل تر تل د ده له تاره په شانه ګوري ځي وړاندي، خټه بس داسي د ده ده د پركار د كرښې ګېڼه، د حر مخكښې لاره نه ده زمانه د عبد په پښو كښې، پروت د اوسپنې ځنځير دى شكايت يې له تقدير دى، تل د ده په خونه وير دى تل د حر د لوړ همت او، د قضا مشورې كيږي همګي كېدونكې چاري، د هغه تر لاسه خيزي څه چي تېر دي څه راتلونكى، په موجود كښې يې دى تمام په تلوار توندي د حر كښې، كړي اوږدې مودې آرام ده له ږغه هم له زوږه، داسي پاكه دا خبره د درك مرجوڼانه شي، بيا مونداى دا مرغلره وه مي وېل خو ښكاره نه شو، د معنا هغه رخسار ښه معنا ما ته ګيله وكړه، چي په تورو كښې مي كار څه؟ كه ژوندى معنا د تورو، لمري واغوستل خومړه شوه ستا ساګانې داسي يخې، چي لمبه يې لاړه سړه شوه پټې او ښكاره خبرې، خو په زړونو كښې پرتې وي تـګ د وخت او راز د ورځو، پټ هم دغسي پكښې وي اورېداى نه شي په غوږو، كه نغمې د وخت د ساز شته د زړه خونې ته وركوز شه، پكښې ننه د وخت راز شه هغه هم وې چرې ورځې، چي زموږ د مټو زور ؤ د وخت توره مو په لاس كښې، په جهان كښې يې شرنګ خور ؤ موږ د زړونو په پټو كښې، د دين تخم وشيندلو د حق مخ مو را څرګند كړو، موږ پلو ترې واړولو دا دنيا وه سخره غوټه، نوك مو پرانسته كه واورې چي سجدې مو باندي وكړې، بخت راويښ شو د دې خاورې سره شراب د حق په خم كښې، خوند مو يې واخست له ګوټ ګوته پخواني شراب خانې مو، په شبخون كړې لوټه- لوټه اې چي ستا په كوزه ګۍ كښې، ډك زاړه شراب دا نن دي چي ښيښه ويلي كول كړي، ستا شراب داسي تاوژن دي له ډېر كبر ځان منتوبه، اډو ګوري هم نه لاندي د طعنې غشي را ولي، په تش لاس پوري مو خاندي چرې چرې جام زموږ هم، په دې شان د غونډي خوند ؤ په سينو سيپو كښې زړونه، مرغلرې ژوند مو ژوند ؤ منم* نوې زمانه چي، ښايسته په هره خوا ده دا زموږ كاروان چي تېر شو، له هغو دوړو پيدا ده دا د حق پټى چي موړ دى، موږ وركړې خپله وينه حق پرست د نړۍ وړه، زموږ دا احسان منينه نړۍ موږه كړه آباده، چي مېرمن مو د تكبير كړه خپله خاوره مو هر چرته، بس كعبه ځنې تعمير كړه د اقرا( تعليم و موږ ته، راكړو خداى د خپلي خوښې رزق ده زموږ په لاسو، كړو دنيا ته برخې- برخې كه له لاس مو تاج او تخت لاړ، لكه خس مه ګڼه ګرګه بې نوا به يو خو واوره، ګوره مه په سپكه سترګه ستا په سترګو كښې به موږه، ډېر زيانمن او خوار و زار يو د زوړ عقل زړې پوهي، ګڼى سم په خطا لار يو خو دستار د لاالٰه، لوى عزت زموږ پر سر دى ځار! د دواړو جهانونو، حفاظت زموږ پر سر دى بې پروا له نن صبا موږ، لېوني په محبت كښې چا سره مو ژبه كړې، ناست يو تل په هغه پت كښې موږ د حق په زړه كښې ننه، پراته پټه خزانه يو وارثان يو د موسٰى او، د هارون نا بېګانه يوه لمر، سپوږمۍ دي ترې روښانه، تاؤ زموږ دى دا تراوسه شته زموږه په وريځ كښې، تندرونه لا تراوسه دا زموږه ذات چي وينې، آئينه د خداى د ذات ده مسلمان په نښانو كښې، نښانه د خداى د ذات ده دعا اې! هغه چي په وجود كښې، د دنيا لكه د ساه يې هم زموږه د زړه سر يې، هم په تېښته په بل خوا يې ستا له فيضه دى ميندلى، د ژوند ساز نغمې د خوند مرګ چي ستا په لار كښې نوم يوړ، كړي حسد ورسره ژوند يو ځل راشه د ناښادو، زړونو خونې كړه بيا ښادې بيا مېشته شه په سينو كښې، دا ميرې كړه بيا آبادې اې! زموږ ځنې وغواړه، بيا د ننګ او نوم خبرې ښه پاخه دا عاشقان كړه، بيا ترې واخله چارې نرې له نصيبه ګيله من يو، اسويلي موځي بړاس دى ستا د حسن نرخ اوچت دى، او زموږ ورته تش لاس دى پلو لرې كړه له مخه، خوشحال موږ غريبانان كړه د بلال او سلمان عشق خو، راشه بيا يو ځل ارزان كړه بيا بې خوبه سترګې راكړه، بيا د زړونو ترارې را بيا په موږه مينه وكړه، ته فطرت بيا د پارې را داسي نخښې* راښكاره كړه، د آسمان له بره چته چي زموږ د دښمنانو، شي سرونه ورته كښته موږ خسڼو غوندي رغړو، راشه ته مو د اور غر كړه غيرالله زموږ له اوره، وسوځه پر غرهر كړه كله راسي چي وګړي، وحدت پرېيښى او تار تار دي هغه راسي پكښې راغلې، سل آړيكې وران مو كار دى په دنيا كښې لكه ستوري، موږ خواره دانه دانه يو هم سره خواږه مين يو، هم وبله بېګانه يو دا كتاب دى پاڼې پاڼې، غونډي بيا په شېرازه كړه هغه تېر د درنو مينو، دود زموږه را تازه كړه د پخوا غوندي مو توند كړه، بيا د خپل خدمت دپاره بيا په خپلو عاشقانو، خپلې چارې ته و سپاره لاروي يو منزل موږ ته، د رضا او د تسليم را د ايمان قوت په مثل، د ايمان د ابراهيم( را اې د "لا" د مشعلې نه، آګاهو ته عشق آګاه كړه بيا چي راز د الاالله دى، د هغه سره يې آشنا كړه زه تل سوځم لكه شمعه، دا د نورو غم كومه دا په غونډه كښې چي ژاړم، ژړېدل ورته ښيمه لويه خدايه! زما اوښكې، ته كړه داسي دل افروزې لړځېدلي ځلبلاندي، بې ټيكاوه آرام سوزې چي زې وكرم په باغ كښې، او اورونه زرغونه كړي او بل خوا ته د قبا نه، د ريدي اورونه مړه كړي زما زړه دى پرون وړى، سترګې دي زما صبا ته غونډه كښې لكه تنها يم، كڅي واړومه چا ته هر چا وكړو دا ګومان چي، راسره يې يارانه ده زړه مي يو ؤ نه كتلو، د رازونو خزانه ده پاكه خدايه! په دنيا كښې، ناست يوازي بې اشنا يم ما دپاره كليم( نشته، كه زه ونه د سينا يم زه ظالم او ستمكار يم، ما په ځان وكړه په خپله تكه سره لمبه د اور ده، ما په خوا كښې وساتله دا لمبه چي په لمنه، د هوش اور كاندي ور پوري چي د عقل څه سامان دى، هغه ټول كړې اېرې تورې دا د عقل لېونتوب هم، دى لنبې دي ورښيلې هر د علم كالې ژوند نه، دى لمبې دي سوځولې لمر چي تاؤ د دې نه واخيست، نو آسمان يې شو مقام هم د دې نه تندرونه، چورلكونه خوري مدام د شبنم د سترګې غوندي، په ژړا ژړا بې نور شوم نو هله امانتګر زه، داسي ننه د پټ اور شوم چل ما شمعې ته ښيلې، دا ښكاره چي سوځېدله د دنيا له سترګو پټه، سوځېده مي زاره خپله خو اخير له هر وېښته مي، سرې لمبې را وختلې سرې سكروټې مي د فكر، له رګ رګ و څڅېدلې زما چوڼي* سرې سكروټې، دانې ټولې كړې كې وينې شوې د ده سندرې ځكه، سوځوونكې اور ورينې يم په داسي زمانه كښې، چي زړه يې نشته په سينه كښې مجنون ژاړي ليلا كوم ده، نشته هيڅ په كجاوه كښې چي يواځي شمعه سوځي، ګران دى نه چي كار آسان دى يو پتنګ مي د ښې نشته، هاى ارمان دى هاى ارمان دى څوك خوږمن مي چرته نشته زه به څو څارمه لارې په رازدار پسې به څو وي، زما ورځې نا قرارې اې چي مخ د ځلولې، په اسمان كښې سپوږمۍ ستوري دا خپل اور زما نه واخل،ه يو نظر زما په لوري ته دا خپل امانت واخله، پستنه مي له سينې نه دا جوهر پكښې اغزى شو، اوس مي وكښه له آئينې نه يا يو زوړ ملګرى مل كړه، ته زما سره پر لاره هغه عشق چي جهان سوز دى، ورته اوس وركړه هينداره د څپو سره څپې دي، په درياب كښې غاړه وتې اوسي تل ناقرارو كښې، دوى وبله سره نښتې ستورى ستوري سره مل دي، په آسمان كښې چي بر ښكاري په زنګون د توري شپې هم، سپوږمۍ ايښى دى سر ښكاري سپينې ورځې خوا د توري، شپې د خوا سره تړلې نن د خپلي خويښۍ غوټه، د صبا سره تړلې هر لنډى* په اباسين كښې، لاهو چرته په اټك كښې باد څپې څپې روان وي، په خوشبوى كښې چرته ورك شي هرې ورانې ته چي ګورم، نو آباده په نڅا ده لېونى ځي لېوني ته، په يو ځاى د دوى ګډا ده ته بې شكه هغه ذات يې، چي بې مثله يې يكتا يې خو تا ځان ته تماشه كړه، د دنيا په تماشا يې زه رېدي غوندي ولاړ يم، دا يو ډكى د بېديا يم ده چاپېره رانه ګوڼه، خو بيا هم لكه تنها يم ما ته هم له خپل كرمه، راكړه داسي يو ملګرى چي رازونه مي دننه، په فطرت كښې وينې زرى داسي مل چي لېونى وي، هم په سول هوشيار وي جوړ وي د دنيا د هغو د غو، له خيالونو ځنې موړ وي چي دا خپله مسته چيغه، يې بارې روح ته وسپارمه بيا يې د زړه په آئينه كښې، څېره خپله و وينمه چي دا خپلې خاورې واخلم، د هغه وجود ترې جوړ كړم چي هغه ته زه هم بت شم، هم بتګر شمه زړه سوړ كړم * نېز يعني سيلاب * آب حيوان يا آبِ حيات * د دې شعر لفظي ترجمه داسي وشوه * درون: اول نيم، فتحه دويم سكون، درېيم فتحه، څلورم سكون، په پښتو كښې نسبتان ته وايي. * كيف و كم. * (1) حروف * (2) خوانسار او اصفهان د ايران دوه مشهور ښارونه دي چي هغو خاورو د فارسي ډېر نوموړي شاعران زېږولي دي. * بلبلو. * د عربو د طى نومي قبيلې سردار حاتم چي ډېر سخي ؤ، دا د هغه لور وه، يا د هغې قبيلې د بل كوم سردار لور وه. * لاتثريب عليكم اليوم: ستاسو دپاره هيڅ تعزير نشته، هركله چي رحمة اللعٰلمين( مكه فتح كړه نو هغه عرب كفار ورته د قيديانو په صورت تړلي پېښ شول كومو چي دوى ته ډېري ايذاګاني ور رسولې وې، د انتقام حق هم ؤ، او قوت هم ؤ، خو د عالمونو رحمت( ورته دا پورته فقره وفرمايله، او ټول يې وبخښل. * وايي چي د جماعت د كوټې يوه د لرګي ستن وه، هغې ته دوست د خداى( تكيه لګوله، يوه ورځ هغه ستن بدلولې كېده، ناڅاپه هغې ستني فرياد وكړو. * حضرت بايزيد بسطاميرح له خټكي خوړلو په دې وجه پرهېز كړى ؤ، چي هغه دا خبره معلومه نه كړاى شوه، چي رسول الله ( خټكى په كومه طريقه خوړلى ؤ، اقبالرح دې كامل تقليد ته عشق وايي. ( واذقال ربك للملٰئكة انى جاعل فى الارض خليفة، ژباړه: اې رسوله! ياد كړه چي ستا رب فرښتو ته وويل: "چي زه پر مځكه يو نائب مقرر كوونكى يم. * زموږ دويم خليفه حضرت عمر( پر اوښ سپور ؤ، چابك يې تر كښته پرېوتو، دوى پخپله د اوښ له ښا څخه وركوز شو، چابك يې پورته كړاو د دې لږي خبري دپاره يې هم بل چاته وينا مناسب ونه ګڼه او نه يې د احسان غر پر سر واخيست. * الكاسب حبيب الله. كسبګر د خداى پاك دوست دى. (حديث) * كله چي به د خداى خوښه شوه نو د وخت پيغمبر به داسي كار وكړ چي بل چا به نه شو كولاى او كفار به عاجز شوو، داسي كار ته قرآن معجزه وايي، دوست د خداى محمد( هم ډېري معجزې ښيلې دي، يوه دا هم ده چي سپوږمۍ ته يې پخپله ګوته اشاره وكړه، نو هغه پر منځ دوه نيمى شوه او ټولو خلګو وليده خو ازلي كفارو بيا هم ووې: "چي جادوګر دى، جادو يې وكړ، دې شق القمر ته اقبال صاحب په دې شعر كښې اشاره كړې ده. * د حضرت بو على قلندررح دې شعر ته اشاره ده: مرحبا اې بلبل باغِ كهن از گل رعنا بگو يا ما سخن * كاراج. (2) فتح. * د سورة قمر پنځويشتم آيت او نولسم آيت "كذاب اشر" "نحس مستمر" ته اشاره ده. ( ضعيف. * لباس. * سراب. ( افلاطون د اعيان نظريه پېښ كړې وه، دا هغې ته اشاره ده، چي افلاطون دى موجود دى، دنيا نو دې ميلسې ته هسي يو وهم ووې چي ګني هيڅ هم نشته، او دا يو عكس دى، د هغه اعيانو كوم چي په عالمِ مثال كښې دي، اقبال وايي: "چي ارسطو د افلاطون په دې نظريه ډېر ښه تنقيد كړى دى، خو افسوس دى، چي دلته د دې اوږدې مسئلې خبره خلاصېداى نه شي. ( بلبل * بنات البحر" په سمندر درياب كښې درې شاپېرۍ ياديږي په انګرېزي كښې ورته سائرنس (Syrns) وايي د ماڼګانو داو هم دى، چي د دې شاپېرو د وجود كښته برخه د ماهي يعني كب غوندي ده او پورته سينه او سر يې د انسان غوندي دى، د دې شاپېرو په سمندر و ماڼګې پسې سول شي، لار خطا كړي او بېړۍ ډوبه شي. د يونان په علم الاضمام كښې دا ذكر راځي، نو اقبال صاحب د بې مقصده شاعرۍ شاعر ته هم بنات البحر ويلى دى. ( سيراب. (1) آئينه. * اقبال سلمي ويلى دى، د عربو په ادب كښې معشوقې ته سلمي ويلاى شي، مقصد دى چي ادب دي اسلامي وي. ( كرد د قبيلې نوم دى، د شېخ حسام الحق ضياء الدين كردي د خولې مقوله ده: "امسيت كرديا اصبحت عربيا" يعني ماښام كردى وم او سحر عربى وم، وايي چي د دين د طالبانو په يو ټولګي وراغلو، ورته يې سوال وكړو چي ما ته هم د باطني اسرارونو علم راكړئ، هغوى ورته په سخته ژبه ووې: "چي پخپله پښه كښې پړى واچوه، سر په كښته ټوله شپه ځان زوړند كړه، او دا ټكى وايه: "څه ټكي يې ورته وښيل" نو د زړه سترګي به دي وه شي، باطني اسرارو نه به در ښكاره شي، طالبانو خو دى و رټلو، چي لرې شي او زموږ وخت خراب نه شي، ولي شېخ هم هغه شان وكړل نو الله پاك د ده د ايمان مضبوطتيا او د ډېر اخلاص د كبله په رښتيا د زړه سترګي وركړې، او لوى ولي د كرامت عزت څښتن شو. والله اعلم. * لباس. * باز جاله نه جوړوي، د وچو غرونو په څوكو كښې د تړو خوا ته ځاى خوښ كړي، ډېر اوچت، ډېر پټ او دغه ځاى ته "كنام" وايي. * اقبال صاحب په مصرع كښې "عنده حسن المآب" ويلي دي، دا د قرآن شريف د سورة "اٰل عمران" څورلسم آيت ته اشاره ده، الله پاك فرمايلي دي چي: د خلګو په زړونو كښې د ښځو لوڼو زامنو او د سرو سپينو د انبارونو محبت دى، د ښو ښو آسانو څاروو او پولو پټو خواهشونه پكښې پراته دي، دا څېزونه د دې دنيا د ژوندون متاع اسباب دي او (ښه دي خو) د هغه دنيا راتلونكى ژوندون چي ډېر خوږ بهترين دى، له خداى پاك سره دى. ( په اسلامي الٰهيات كښې د جبر او اختيار مسئله ډېر شهرت لري، په دې شعر كښې هغه لورته اشاره ده، مطلب دا دى، چي بنده ښه اوچت اعلٰى رښتونى حريت پس له هغه مونداى شي، چي د يو حكمونو ته غاړه كښېږ دي، د دوست د خداى( د ارشاد مطابق د مسلمان ژوند په كار دى، انسان نه خو كاملا مختيار دى، او نه مجبور دى. * خوش قسمتي. (2) وطن. (3) د حضرت ابراهيم( بې مثاله قربانۍ ته اشاره ده. (4) ان الصلٰوة تنهٰى عن الفحشاء والمنكر. په تحقيق لمونځ له بې حياتوب او بدو چارو ځنې منع كوونكى دى. * لن تنالو البر حتٰى تنفقوا مما تحبون. تر څو چي هغه څېزونه د خداى په لار كښې ور نه كړئ، كوم چي تاسو ته ډېر خواږه دي. تر هغو به نېكي وه نه مومئ. * و علم آدم الاسماء كلها ثم عرضهم على الملٰئكة الخ. او خداى پاك آدم( ته د هرڅه نومونه وښيل او بيا يې فرښتو ته هغه څيزونه پېښ كړل. ( سبحٰن الذى اسرٰى بعبده ليلاً من المسجد الحرام الى المسجد الاقصى الذى بٰركنا حوله لنريه من اٰيٰتنا انه هو السميع البصير. پاك دى هغه ذات، كوم چي شپه په شپه محمد( خپل بنده مسجدالحرام نه تر مسجد اقصٰى بوتلو، د كوم خوا او شا چي موږ بركتناك كړى دى، غرض دا ؤ، چي موږ هغه ته د خپل قدرت نښانې وښيو، بېشك هغه اورېدونكى او ليدونكى دى. ( د موسٰى( قيصې ته اشاره ده. ( قيزي. * بني اسرائيل د فرعون غلامان وو، ډېر ظلمونه به يې كول، موسٰى( دا خپل قام روان كړو، مخكښې درياب ؤ، شا ته د فرعون لښكر ؤ، ده د خداى په حكم خپله امصا په درياب كښې واچوله په درياب كښې لارې جوړې شوې، موسٰى( سره د قامه پوري وتل، د فرعون لښكر ورپسې هم په سيند ورننوتل اوبه پر راغلې ټول ډوب شوو. اقبال وايي: "چي څوك د خداى نائب شي، د هغه دومره قوت نصيب شي. (1) نقشِ پا. ( داسي ترجمه هم وشوه. طبعيت مضمون تړونكى د فطرت چي شواخون كړي په خوارو چرته دوه بيته د نائب د ذات موزون كړي * انګور. ( حضرت علي( ته رسول كريم( "ابو تراب" يعني د خاورو پلار او قرآن شريف "يدالله" يعني د خداى لاس ويلى دى. * د مازيګر وخت ؤ، دوست د خداى( لمونځ ادا كړى ؤ او شېر د خداى حضرت علي لمونځ نه ؤ ادا كړى، دوست د خداى د حضرت على پر پنډۍ سر مبارك كښېښو او پر كاله شو لمر او غر سره وراغلل، لمونځ قضا كېدو، حضرت علي حيران شو، چي يو خوا د خداى لمونځ قضا كيږي، بل خوا د خداى پيغمبر غلى شوى دى، هسي نه دا د وحي راتلو وخت وي، چي نبي( به د وحي راتلو په وخت كښې هم هسي غلى كېدو، چي لمر په ډوبېدو شو، نو حضرت علي وژړل، د نبي كريم( پر مبارك مخ اوښكې پرېوتې، پاسېدو، و يې فرمايل: "چي ولي ژاړې؟ هغه وې لمونځ مي قضا شو، نبي( د ديارلسمي سيپارې دا آيت تلاوت كړو: "وسخرلكم الشمس والقمر دائبين" يعني خداى( تاسو لره لمر او سپوږمۍ مسخر كړي دي، كوم چي روان دي. بيا يې لمر ته اشاره وكړه، لمر پسته راغلو، حضرت علي د وخت لمونځ ادا كړو او پس له هغه لمر ډوب شو. اقبال د پيغمبر( دې معجزې ته اشاره كړې ده. سمندر. ( حضرت على( په قرآن كښې يدالله ياد شوى دى، يعني د خداى لاس. (0) انا مدينة العلم و على بابها. ژباړه: زه د علم ښار يم او علي يې ور دى. (2) انګور. * لباس. ( انا عرضنا الامانة على السمٰوٰت والارض والجبال فابين ان يحملنها و حملها الانسان انه كان ظلوماً جهولاً. يعني: موږ د امانت (بار) اسمانونو، مځكو او غرونو ته ور وړاندي كړو، نو هغوى له پورته كولو ځنې انكار وكړو، او ورځنې و وېرېدل او انسان هغه بار پورته كړو، په تحقيق هغه ظالم او جاهل دى. * سيد ابوالحسن علي ډېر لوى ولي تېر شوى دى، په كال 401هجري په غزني هجويري نومي محله يا كلي كښې پيدا شو. د علم د حاصل كولو نه پس په خراسان كښې ماوراء النهر ته لاړو او بيا په كال 431 هجري كښې پنجاب لاهور ته را ورسېدو، ډېره موده يې په پنجاب كښې د اسلام تبليغ وكړو. "سيد ابوالحسن علي مخدوم هجويري" مشهور په "داتا ګنج بخش" په كال 460 هجري كښې يې وصال په نصيب شو. والله اعلم. * ممكنات. * علامه اقبال د الماس ټكړه او مرغلره دواړه استعمال كړي دي، او مقصد يې يو دى، ما يوازي مرغلره واخسته. ( سراب ( بلبل. * دنيا * ماهران وايي: "چي كوئله د خښو ځنګلونو نه جوړيږي، لكونه كالونه پخوا چرې د زلزلې يا په بل څه وجه ځنګلونه په مځكه كښې خښ شوى وو، دومره موده پس هغه نن موږ د كوئلې په صورت را اوباسو، لعل د كوئلې ورور دى، يعني دواړه د كاربن ځنې جوړيږي، خو رنګونه يې ځكه بيل دي، چي كوئله د ونو بوټو ځنې او لعل د پوټو د چيړ ځنې قدرت تياروي. خو لكونه كالونه پر لګي. (دوقرآن، برق) (2) آئينه. * آئينه. ( د هندو قام دا عقيده ده چي ګنګا سيند له آسمانه راغلى دى. * و من احسن من الله صبغة. او د خداى د رنـګ ځنې بل كوم رنـګ ښه كېداى شي. ( و كذالك جعلناكم امة و سطالتكونو شهداء على الناس و يكون الرسول عليكم شهيداً. (سورة بقرة آيت: 143. ژباړه: او دغه شان اې مسلمانانو! موږ تاسو يو بهترين ټولۍ كړئ چي تاسي په خلګو شهادت كوونكي شئ. او د الله رسول ستاسي شاهد شي. * د مياڼ مير صاحب زيارت په لاهور كښې دى. ( د سينې په تناره كښې يې حرص بل ؤ لكه اور وي خپلي توري ته يې ښيلې دا نعره وه "كه څه نور وي" په دې شعر كښې دې آيت شريف ته اشاره ده: "يوم نقول لجهنم هل امتلئت و تقول هل من مزيد. پاره: 26. ژباړه: په هغه ورځ به موږ له جهنم تپوس وكړو چي ته ډك شوې؟ هغه به ووايي: "نور څه شته؟ * د ډېرو خلګو خيال دى، چي د صحرائي بابا په كند كښې اقبال صاحب پخپله ناست ؤ. (1) حلب" د شام په ملك كښې يو ښار دى. (1) (2) د يونان د فلسفې پخوانۍ مدرسې يا دوه علمونه تشكك او اشراق وو، په انګرېزۍ كښې تشكك ته Seeptieism او اشراق ته Neoplatonism وايي اشراق د افلاطون د فلسفې نتيجه ده، په اسلامي تصوف يې ډېر اثر كړى دى. شېخ شهاب الدين سهروردي د دې علم ترتيب وكړو كوم چي سلطان صلاح الدين د وخت عالمانو په فتوٰى ووژلو. (3) مشائين د حكيمانو هغه غونډه چي د ارسطو متابعت يې كولو يعني (Peripateties) (4) حضرت شېخ كمال الدين جنيديرح. (5) جلال الدين روميرح * شمس تبريزيرح (2) مولانا رومرح. * حضرت ابراهيم خليل الله د آسمان په برېښنده ستوري د خداى ګمان وكړو، خو چي هغه ستورى پرېوتو نو حضرت ووې: "چي "لا احب الاٰفلين" يعني زما پرېوتونكي څيزونه خوښ نه دي، بيا يې لمر، سپوږمۍ وليدل چي را وختل دوباره هم هغه ګمان وكړو خو چي هغه پرېوتل نو د الله پاك نور يې وليدو. (انعام) (1) حجرِ اسود. (2) د نن زمانې علم و فن. (3) سراب. * يعني اوده شوې. * داسي ترجمه هم وشوه: روان مخ په ميخانه دى هر هغه چي زموږ پير دى اې يارانو! صلاح وكړئ پس د دې مو څه تدبير دى * الوقت سيف قاطع. د امام شافعيرح وينا ده، (2) كور يعني انګور * لى مع الله وقت لايسعني فيه ملك مقرب ولا نبى مرسل الخ (الحديث) ژباړه: ما لره د خداى سره يو وخت دى چي نه پكښې مقربې فرښتې او نه بل نبي مرسل پكښې ځايېداى شي. الخ. (1) لا تسبو الدهر فاني انا دهر. ژباړه: زمانې ته سپك مه وايه ځكه چي زه زمانه يم. (حديث) (2) "عبد" غلام بنده چي د زمان او مكان په قيد كښې اوسي. (3) چي د زمان او مكان له قيده آزاد اوسي. * دا خبره منلې ده، چي عربو مسلمانانو د سائنس په علمونو كښې دومره ګوتې وهلې وې چي په يورپ كښې د علمونو نننۍ ترقي د هغوى له اثره ده. ( اقراء باسم ربك الذى خلق. (سورة علق) ژباړه: ولوله د خپل رب په نامه چا چي پيدا كړ. دا د اولنۍ وحي لفظونه دي چي په رسول كريم( نازل شوي دي. * ان نشاء ننزل عليهم من السمآء آية فظلت اعناقهم لها خاضعين. (الشعرا) ژباړه: كه موږ وغواړو نو په هغوى (كفارو) به له آسمانه نښانې (آيات) را كوز كړو او د هغوى سټونه به ورته زوړند شي. * بلبل * لفظي ترجمه به داسي وي: سيند روان وي ځي بهيږي په بل سيند كښې چرته پرېوزځي باد څپې څپې الوځي په خوشبوى كښې چرته كښېوځي --------------- ------------------------------------------------------------ --------------- ------------------------------------------------------------ از كلياتِ اقبال فارسي د خودۍ اسرار د خودی اسرار از كلياتِ اقبال فارسی 74 75