رموزِ بېخودي ژباړه سمندر خان سمندر فهرست شمېر سرليك مخ 1. د اسلام ملت ته 138 2. د پښتو رموز 142 3. ډېر مېړونه په راغونډېدو 147 4. لومړۍ ستن 151 5. او توحيد د دې خونړو رنځونو وركول كوي 156 6. د غشي او تورې خبرې 160 7. حكايت د عالمګيررح او د زمري 161 8. دويمه ستن 165 9. ((رسالت)) 165 10. د محمد( د رسالت 170 11. حكايت د ابو عبيده( او جابان 171 12. حكايت د سلطان مراد او يو تر كاڼ 175 13. اسلامي آزادتيا او د كربلا د حادثې راز 177 14. د محمد(ملت د توحيد او رسالت په رده پروت دى، 183 15. وطن د ملت رده نه ده 188 16. بې له قانونه د هيڅ يو ملت نظام نه جوړيږي 196 17. د پرېوتلو په وخت كښې د اجتهاد 200 18. د ملت د سيرت پوخوالى د خداى( د قانون په منلو كيږي 205 19. د ملت سيرت د محمد( د آدابو په اخستو ښـايسته كيږي 210 20. د هر ملت ژوندمحسوس مركز 214 21. روستونى جمعيت د ملت د نصب العين 221 22. د ملت د ژوند اوږدوالى د عالم د نظام 227 23. په ملت كښې د خودۍ احساس ويښ او مكمل كوي 232 24. د نوعي تلوالي له مورتوب ځنې دى 238 25. دمسلمانانو ښځو دپاره سيدة النسآء فاطمة الزهرارض كامله نمونه ده 242 26. د اسلام سترمنو ته 245 27. د مثنوي خلاصه د سورۀ اخلاص په تفسير كښې 247 28. ((قل هو الله احد)) 247 29. الله الصمد 249 30. لم يلد و لم يولد 254 31. ولم يكن له كفوًا احد 257 32. مصنف په حضور كښې د رحمة اللعالمين ( 261 د اسلام ملت ته اې چي پاك الله كړې غوره، د قامو يې سر تمام كړې څومرې دروند كړې د زړه سره!، هر آغاز ته يې انجام كړې اې هغه چي ستا سپېڅلي(1)، انبياء غوندي ستايلي خپلي يښي چي يې دي سوي، هغو زړونه ور وستلي تا نظر غشي ته نخښه، د ترسا(2) د ښايست كښېښوه دا په كومو كندو سر شوې، د كعبې لار خو دي پرېښوه اې چي ستا د كوڅې خاورې، پورته والوتې آسمان شو "اې چي مخ د تماشو ستا، تماشه د ټول جهان شوه" اور په پښو كښې زغلي- زغلي، لكه موج چي په لړزان يې "تماشې چي دا ته كوم خوا، تماشو پسې روان يې" د پتنګ تر څنګه كښېنه، سوځېدل زده كړه په اور بيا سرو لمبو كښې رده كښېږده، او ودان كړه ځان ته كور بيا راشه سر يې داسي كښېږده، تاؤ د عشق كړه د تن تبه لېونى د مصطفٰى( شه، كړه تازه ورسره ژبه ما چي ستا مخ دى ليدلى، يم مين له هغه راسي زړه مي موړ دى له ترسانه، هم د ده له ناستې پاستې هم نواوو ته زهير يم، چي پردي مخونه ستايي خال و سترګې كله ژبه، كله ستړى وربل واى د ساقي پر درشل رغړي، پر تندي سولوي مږي د ګل مخو شراب ستايي، لكه وي د شاړې تږي زه خو ستا په نظر غشي، شهيد شوى يم كه واورې ښايستونه دي نور ورك شي، زه يم ستا د كوڅې خاورې زه له دې مقامه تېر يم، نه ستايل راځنې كيږي زما سر خو بې له خدايه(، بل هيڅ چاته نه ټټيږي جوړوم له ويناګانو، زه هيندارې* د زړه سره! په خپل كار كښې داسي ورك يم، بې پروا له سكندره څټ او سر مي زغمي چرته، پېټى دروند د احسانونو غوټۍ غوندي لمن نغښتې ،ګرځم اې د باغ ګلونو هيڅ مه وايه خورا( كلك يم، لكه توره په جهان كښې له پردي كاڼي ميندلى، ماكلكوالى دى په ځان كښې بحر يم ولي موجونه، و زما بې تابه مه شه نه په لاس كښې مي كاسه ده، د غليو غوندي تشه زه پړده لكه د رنـګ يم، څه وږمه د ګل خو نه يم چي په كومه مخه باد ځي، ورپسې به ګني زه يم دا دنيا كه سور تنور دى، يم سكروټه پكښې ننه سور منډوس مي پر سر وينې، دا مي دى له خپل خوږلنه ما راوړې ستا كوڅې ته، عاجزي او ډېر نيازونه سوځېدل، ويلي كېدل دي، دا سوغات هم آوازونه بر آسمان لكه په سيند وي، دى را اوري پر سر باندي په دې سوي زړه مي هر دم، راڅڅيږي زه ور لاندي سيند را غونډ كړمه په زړه كښې، بيا له سترګو يې واله كړم وتړم ورته ورخونه، چي دا ستا چمن اوبۀ كړم دا كړم ځكه چي ته غور يې، او ډېر خوښ مي د دلبر يې نو زما د سترګو تور يې، هم زما د زړګي سر يې عشق رده د فغان كښېښوه، ورته يې ځاى زما سينه كړه د دې اور اثر خو ګوره، زړه مي يې پاكه آئينه كړه لكه ګل مي سينه يوړه، څيرې- څيرې ګاره- ګاره چي په مخكښې درته كښېږدم، د كتلو دا هينداره چي ځان و وينې شيدا شې، چي ورك شوى راپيدا شې چي خپل حسن درته دام شي، چي مرغى په دام كښې راشې هله كړم به را د سره، ستا زړې قيصې خبرې په سينه به دي تازه كړم، بيا داغونه كه پرورې چي له ځانه خبر نه دى، ما د هغه قام دپاره محكم در له خدايه و غوښت، په زارو په ناقراره په چپتيا د نيمو شپو كښې، ناقرار به په ژړا وم نور به ټول خلګ ويده وو، زه به ويښ په واويلا وم نه مي صبر، نه سكون ؤ، پړقېدم د بټ نينه وم په خوله حي يا قيوم او، اوښكي تلې لكه چينه وم لكه زړه د ارمان غوټه، ما خوره كړه وينې وينې بيا د سترګو په كوڅه كښې، ما رخصت كړې اوښكي سپينې شپه او ورځ د رېدي غوندي، سوځېدل چي به ترڅو وي له سحره پرخې غواړم، دا غوښتل چي به ترڅو وي لكه شمع په ژړا يم، په تن اوښكي رغړومه له تيارو سره لګيا يم، اوږدې شپې به رڼومه رڼاګانې مي كړې زياتې، زه كه كم شوم ځان مي سود كړو ما آباده كړه دا غونډه، ما محفل د نورو تود كړو فرصت نه مومم له سوزه، پروت دى اور سينه وريته كښې ادينه چرې را نغله، د ژوندون يوه هفته كښې د هډونو په پنجره كښې، زما روح دى سولېدلى كه ځلنده اسويلى دى، په لوخړو كښې نغښتلى زه چي پاك الله پيدا كړم، د ازل په سحر پار كښې ناقراري مي شوې چيغې، د رباب په هر يو تار كښې د عشق راز ښكاره كونكي، بې مثاله د زور چيغې د وينا د آرمانونو، خون بها لكه اور چيغې د خشاك فطرت د ارو كا، د تاوونو له اثره توري خاوري پتنګ خوى كه، بې پرواه له سروزره عشق نور څه غواړي له خدايه، په سينه يې د رېدي داغ دى د ګرېوان به يې څه وايې، له ژړا د ګلو باغ دى اوس يو دغسي ګل تانه، په پټكي كښې ږدم عزت زه په بې سولو په اوه وستا، جوړومه يو قيامت زه چي له خاورو دي تل، تل شي، د رېديو انګارونه چي ساګانې دي خورې شي، په دنيا كښې بهارونه %%% د پښتو رموز تمهيد د فرد او ملت ګډون كه يو تن لره رحمت دى، نو ګډون د جماعت دى وجوهر يـې كمال مومي، څوك چي غړى د ملت دى يو دى خداى ښه، چي توانېږې، جماعت سره مل اوسه كه احرار دي غښتى پړى، په دا پړي كښې ول اوسه پيغمبر( دي فرمايلي*، چي شيطان له ډلي بيل دى په پښتو كښې هم متل دى، چي بې ډلي سړى غل دى د يو بل دوه آئينې دي، فرد او قام څه نه دى لرې لكه ستورى آسمان* لار دي، لا دي تار او مرغلرې په ملت كښې چي ورګډ شي، مېړه( مومي احترام له ميړونو غونډېدلو، ملت وه مومي نظام كه يو تن پكښې ځان ورك كا، د ملت غونډي ته ورشي په طلب د لويېدو كښې، وي يو څاڅكى سمندر شي مړه خواشي سړه خواشي، د زاړه سيرت په پنګه تېر او وړاند ژوندانه ته، آئينه شي په شا زنګه د راتلونكي او تېر وخت، يو كوونكى د ده ذات شي د ابد غوندي بې سره، نامعلوم د ده اوقات شي زړه كښې شوق د ډېرېدلو، خو رېدلو له ملته د عمل حساب يې كيږي، د ملت له بركته كه قام نه وي دى به نه وي، چي دى نه وي ساه به يې نه وي كه ښكاره دى كه څه پټ دى، چي قام نه وي دا به نه وي قام د ده شي لكه ژبه، په زبان د قام ويل كړي چي پر تللي مشران دي، دى پر هغه لاره تلل كړي د صحبت له تاوه پوخ شي، لكه لوښى ټنګېدلى دا يو تن لكه ملت شي، د معنا تلى تللى شي* يوتيا د ده محكمه، دا د ګڼې بركت دى او دا ګڼه يې په يوتيا كښې، د يوتيا غوندي صورت دى كه د بيت نه بهر وزي، شي يو لفظ يوې خواته مرغلره د مضمون وه، په سېپۍ كښې شوله ماته تكه شنه او تانده پاڼه، كه له ونې پرېوتله كه سپرلى پر ورېدلو، نو هم شوه خاوره خزله د ملت اوبه زمزم چي، يې د مرۍ نه كښته نه شي د هغه د ساز په ږغ كښې، د لمبو تاوونه مړه شي فرد يواځي بې مقصد دى، نه د تلو نه درېدو دى شته قوت يې شته په تن كښې، ولي مخ په خورېدو دى قام سړى په سړيتوب كړي، د قانون سره يې آشنا كړي په قراره هوار درومي، لكه باد يې د صبا كړي پښې د مځكي پر دې خاورو، سم يې نېغ لكه نښتر كړي ځكه يې وتړي پښې لاس چي، صحي آزادي وركړي چي بندي د يو قانون شي، بهر نه وي له آئينه( وي هوسۍ د ترپو دانګو، مشك يې شي په نوم كښې وينه تا خودي له بېخودۍ نه، آشنا وه نه پېژندله زغلوې ته ګومانونه، واوره- واوره د سر ګله يو جوهر د نور اوسيږي، ستا په خاوره كښې دننه د هغه د پلوشې نه، ستا ادراك كړي ځلېدنه د هغه له غمه غم ستا، په ښادۍ كښې ستا ښادي ده د هر دم د انقلابه، يې ستا ژوندون او آبادي ده يو دى نه زغمي دوه والى، كه يـې له حاله خبر نه يې ځكه يې زه رڼا ته زه يم، ته يـې د نور په مخكښې ته يې ځان ته زه وايي خوددار دى، ځان مين د ځان پالونكى دى په نياز او عاجزۍ كښې، د نازونو دى ساتونكى شته د ده دومره تاوونه، چي زور وكړي نو اور وكړي په لمبه كمند ګوزار كا، دغه سپڼ كښې چي زور وكړي كه په تن كښې بنديوان دى، خو آزاد د ده فطرت دى تا ووي منګل د كل نه، په دې جز كښې ډېر قوت دى روږد د پرله پسې جنـګ دى، تل په ګواښ كښې اخلي خوند يو دى دوه لري نومونه، يو خودي او بل يې ژوند چي ځان وباسي بهر ته، پاتې نه شي په خلوت كښې پښې اوږدې كړي هنګامې ته، دى ورګډ شي په جلوت كښې نو په خونه د زړګي كښې، نقش ګير "هغه" د ده شي ځان ته زه يې له فكره ووځي، هغه "زه" له سره "ته" شي جبر واخلي تر اختيار نور، له هر څه نه كنګال شي چي يې ګورې سر تر سره، بس د مينې پنګه وال شي ناز چي څو پوري هم ناز وي، كم نيازونه پيدا كيږي چي نازونه سره يو شي، سم نيازونه پيدا كيږي ځان كړي ورك په جماعت كښې، خودي وه دانګي له سره نو د ګل له يوې پاڼي، چمن جوړ شي ښايسته غوره د فولادو تېرې توري، دي زما نكتې خبرې كه پر نه يې پوهېدلى، زه له مخې مي شه لرې ((( ډېر مېړونه په راغونډېدو ملت شي او د هغه كامل تربيت له نبوت شي چي ګډون د بنيادمو، څنګه وشو او له څه نه دا قيصه ډېره اوږده ده، په تياره كښې سر دننه يو مېړه چي موږه وينو، په ملت كښې ځكه ښاد دى لكه ګل په ګلستان كښې، له كيله د قام ياد دى دى فطرت د ده بس داسي، د يو والي مخ ته رغړي حفاظت يې دى په دې كښې، چي ښايست شي د وګړي د ژوندون پر لويه لاره، ځي روان دى په غورځنګ سرې لمبې د اور تر تاؤ دي، د ژوندون د تاوده جنـګ مېړني مېړونه هغه، چي ډېر غونډ په يوه لار شي يو تر بله ور تر خوا شي، مرغلرې د يو تار شي په تود جنـګ د ژوندانه كښې، ټول يوه پوره لښكر شي كه تا بيا كول كه كار وي، پر راسر لكه اشر شي هر يو ځان ته بل را كاږي، نه دي كم له ستوري ستورى څه ښايسته محفل يې تود دى، دى محكم له ستوري ستورى دا بانډه چي د كاروان ده، دا د غرونو د راغونو دا د لومو صحراګانو، ځنګلونو د باغونو دا بې ځانه سسته پسته، لكه ورانه تنسه وي لا غوټۍ د دې د پوهي، پټه خوله غلې پرته وي تندر ږغې ساز يې چپ وي، دى لا نه وي ږغېدلى لا د سوي نغمو تاؤ يې، له پړدو نه وي ختلى نه په څېر د جستجو وي، لا د ده اواز ختلى لا تارونه د ده نه وي، د آرمان شاباز خوړلى د دې نوې جوړې غوندي، شرابيان هسي كم آب وي په لانبه را اخستى شي، ايله دومره يې شراب وي شنه وي اوس زرغونه شوي، نوي- نوي له دې خاورې په رګونو كښې د كور* يې، وينه وي لا يخى واورې د پېريانو د دېوانو، تل له ويري كړي خبرې د خپل ځان له پېژندلو، مدام اوسي لرې- لرې لا ميدان يې تنـګ وړوكى، وي هستي يې كچه خامه هم يې فكر وي لاځوړند، ډېر لا كښته وي له بامه ويره يې وي په زړه كښې ناسته، له هر څه او له هر چا نه له هر خوا له هرې مخي، له توند باد او له بارانه په شا تښتي كوي ډډه، له سختۍ سعي محنته لاس نه اچوي لمن ته، نه يې راكاږي له فطرته چي په خپله زرغونيږي، هغه اخلي بد كه ښه وي له آسمانه چي را پرېوځي، هغه اخلي چي هر څه( وي خداى په دغه وخت كښې داسي، يو صاحب د زړه پيدا كړي چي هغه له يوه توري*، دفترونه را املا كړي ساز نوازس له اوازې نه، را پيدا كړي داسي خوند چي كړي ويښې ويدې، خاورې ورته وركړي نوى ژوند ذرې واخلي رڼاګاني، له غه بې مثاله لمره د هر څيز قېمت و خيزي، چي يې شي ښه له ښه اثره په يو دم يې سل ژوندي شي، پكښې ساه وكاندي منډه د يوې پيالې له رنګه، كړي رنګينه ټوله غونډه د واړه سترګې يې وژل كا، چي دوه والى مړ فنا شي په ويلو ساه پوكل كا، چي يو والى را پيدا شي د تار سر يې په آسمان وي، هغه تار چي پر ګنډل شي چي ټكړه- ټكړه ژوندون، پر غونډول پيوندول شي نوې غونديو انداز دى، را پيدا كړى په نظر كښې آبادي د ګلستان كړي، هم په سمه هم په غر كښې نو ملت د ده له تاوه، نا قراره سپېلنى شي د ټوپونو د شورونو، د دوونو لېونى شي د ملت په زړه كښې ننه، دى يو سپڼكى ورګوزار كړي دا دلۍ د تورو خاورو، سرې لمبې په غرهار كړي چي هر چرته قدم كښېږدي، د ده پل خاورې بينا كړي ورته دومره رڼا وركړي، ذره سيا له د سينا كړي لغړتوب د عقل پټ كړي، په ښايست او په ښه رنګه دا ناچاره موړ او پټ كړي، د ښايست په ډېره پنګه هم سكروټو ته يې كښېني، ورته ووهي لمنه زر يې وباسي له اوره، كه وي كوټ پكښې دننه بند پر بند وي پښې تړلې، پړى پرانيزي هرچا ته د خدايانو له كوڅو نه، بنده بوزي سمې خوا ته ورته ووايي په جار دا، چي بنده د بنده نه وي دا چي تا ورته سر ايښى، لكه دوى دي هسي ته يې د قانون پړى په پښه كښې، مدعا ته يې راكاږي چي يې وه رسوي ځاى ته، هغه خوا ته يې راكاږي بيا يـې پوهه په توحيد كړي، دا نكته ورباندي سود كا هم يـې پوه په عاجزو كړي، هم يې پوه د نياز په دود كا ((( د اسلام د ملت بنيادي ستېنې لومړۍ ستن ((توحيد)) په جهان د څنګه* څو كښې، عقل ډېر و ګرځېدلو له منزل وه لرې پاتې، خو توحيد و رسولو ګني لار ده ناچاره، تر منزل وه لاره چرته د ادراك وركي بېړۍ نه، ده موندله غاړه چرته ياده كړه د خداى دوستانو، د توحيد د رمز خبره د "اٰتى الرحمٰن عبدا("، په سپيئۍ كښې مرغلره چي يـې تاته در ښكاره كړي، ډېر رازونه شته په تا كښې د عمل دنيا ته راشه، امتحان يې دى په دا كښې هر څه دي له دغه رمزه، دين آئين او كه حكمت دى كه لويي كه مرتبه ده، يا كه زور او كه قوت دى چي جلوه يې ورښكاره شي، عالمان ګوته په خوله كړي عاشقان له سره تېر كړي، د عمل ميدان ته تله كړي چي پر چا يـې سيورى وشي، كه پرېوتى وي اوچت شي خاورې هم لكه اكسير كړي، زيات يې قدر او قېمت شي لاس يې رسي چي كول كړي، د بنده شان يو په سل كړي بنده هغه بنده نه وي، په خوبيو يې بيا څه بل كړي بيا د حق پر لار شي توند، لكه تندر شي په تـګ كښې لكه برېښ د آسمان زغلي، توده وينه يې په رګ رګ كښې عمل ومومي ژوندون، او شك ؤ ويره دواړه مړه شي سترګې هم په حال خبرې، د عالم دننه زړه شي چي بنده د خداى بنده شي، او مقام د ده محكم شي كه كچكول وي د سوالګري، په خوبيو جام د جم شي دا ملت لكه يو تن دى، پكښې ساه د لاالٰه ده د دې ساز پړده څيړونكې، زخمه* دا د لاالٰه ده لاالٰه مي د رازونو، خزانه هم دروازه ده په دې تار زموږ ګنډلي، د فكرونو شېرازه ده دغه توري دي په خوله كښې، چي لږ شي وركښته زړه ته يو په شل نه يو په سل كړي، قوتونه ژوندانه ته دا كه ليك شي پر شنه كاڼي، ګټ به شي لكه زړه ښاد هغه زړه شو توري خاورې، چي وه نسوه د دې ياد چي د دې د غم له اوره، دا خپل زړونه كړل روښان موږ په يو اُف د جهان درمن، د ايرو كړلو ډيران موږ اوبو غوندي نري زړونه، څه زموږ سينې چينې كړې؟ تاؤ د لاالٰه مي ويلي، دا دننه آئينې كړې د رېدي غوندي چي موږه، شو تك سره د دې له اوره بې له دغه يوه داغه، پنګه نشته زموږ نوره د توحيد له بركته، زموږ تور لكه سور ګل شي د عمر( د زړګي سر شي، د بوذر( هم لكه خپل شي د پردو هم خپلو مينه، ده په زړه كښې د ساتلو شوق خو هله مستي مومي، چي جام يو وي د نوشلو په يو رنـګ كښې زړونه رنـګ شي، بيا رمه نه ده ملت دى له يوې جلوې ميندلى، دغه غر دى طور رڼا عزت دى قام فكرونو ته يو بويه، يوه خوله يوه خبره په يو زړه- زړه سيپيۍ كښې، يو مقصد وي مرغلره چي جذبه د دوى يوه وي، د يو تن هم بېله نه وي بد د ټولو په خوله بد وي، ښه د ټولو په خوله ښه وي سوز د حق چي پكښې نه وي، ساز د فكر نو غوغا ده طريقه د داسي فكر، بې امكانه ده خطا ده موږ ځايي مسلمانان يو، پلار زموږ د خداى خليل( دى "ابيكم"( دى له قرآنه، كه يې غواړې دا دليل دى امتونو خو تړلى، په وطن پوري تقدير دى په نسب يې رده ايښي، درولى يې تعمير دى ګني اصل د ملت نو، له وطنه دى څه ناوړې ګني تش و پرستش دى، د اوبو او باد او خاورې؟ ناپوهي ده ناپوهي ده، په نسب به فخر وياړ لا څه وي چي نسب خو دى له تنه، تن نن وي او صبا نه وي اې زموږه د ملت خو، رده بله بنياد بل دى چي په زړه كښې ده زموږه، له هغې ځنې مراد بل دى يو حاضر زموږه زړونه، په غائب پوري تړلي نه مو دا جهان په كار دى، نه مو هغه پسي ژړلي د دې قام رشته يوه ده، سره دي خپلو كښې ستوري خو نظر غوندي نه ښكاري، كه زموږه سترګي ګوري د تېرو توبريو غشي، د يو خال د يو كمان موږ په يو شان د يوې مخي، د يو فكر يو زبان موږ بس يوه مو مدعا ده، يوه لار او يو يې سر دى يو مو خيال او يو مو دود دى، ډېر سرونه يو يو ور دى د هغه له نعمتونو موږه، يو په بل قربان شو په يو زړه په يوه خوله شو، د يو تن غړي يو ځان شو ((( نااميدي، غم او ويره ژوند تباه كوي او توحيد د دې خونړو رنځونو وركول كوي چي ارمان په زړه كښې نه وي، مرګ دى دغه نشت بېشكه د لا تقنطوا( قوت دى، چي د ژوند رده كړي كلكه ارمان پرله پسې بويه، دا اميد و د سړي شي نوميدي خو ژوندانه ته، لكه زهر خونړي شي نااميدي توره بلاده، لكه ګور نچوړول كا كه هر څو د مورې* غر يې، دا له پښې ځنې راكښل كا ناتواني ده د دې وينځه، شا مدام په غم لړلې هم د دې په لمن پوري، نامرادي ده تل تړلې مايوسي ژوندون ته واي، "الله هو" د خوب ږغونه سستوي د عناصرو، پټۍ پلي او هم رګونه د روح سترګې ړندول كا، رانجه نه كړې د دې پوري كه ژوندون وي سپينې ورځې، دايې شپې كړي تكې تورې چي يو دم پر دا وركف كړي، قوتونه د ژوند مړه كړي د ژوندون چينې كړي وچې، ډېر لا نور هم هسې كړه كړي دا د غم سره ويده ده، د يوه څادر د لاندي كه ژوندون دى له شارګه، غمِ نشتر دى په رګ باندي اې د غم په بند كښې بنده، اې د غم تر لاسه خواره لا تحزن* دي ولي هېر كړو، تعليم وكړه له سرداره دې سبق صديق- صديق كړو، له زړګي يې غم شو لري دا پياله چي يې خولې ته يووړه، غم ؤ زيات كه كم شو لري مسلمان رضا اوچت كړي، لكه ستورى ځلېدلى د ژوندون په ګرانه لار ځي، مسكېدلى- مسكېدلى كه په خداى دي پوخ يقين وي، نو د غم نه آزاد اوسه وران او سم نه آزاد اوسه، زمات او كم نه آزاد اوسه د ژوند مزى به دي اوږد كا، د ايمان قوت كښې دا شته لا خوف عليهم* وايه، چي دي څو په تن كښې ساه شته چي امصا يې كړه اوچته، په فرعون پسې ورسم شو بس يو ډاډ د لا تخف( ؤ، د كليم( زړه پرې محكم شو بې له خدايه( بل څه خوف، پوخ دښمن ستا د عمل دى قافلې د ژوندانه ته، لكه لار و هونكى غل دى نيت همت ته زړه كښې كښېني، په خوله يې داسي وينا وشي هسي نه چي داسي وشي، كه دا وشي بيا به څه شي كه ستا خاوره كښې شي تخم، دانې لږې وي كه زياتې دى پر لار د ترقي كښې، ژوندانه ته پښې كړي ماتې ويره ده پيدا كمزورې، د كمزورې مينې يووړه رپېدلي د ګېدلي، زړه او لاسو سره يې جوړه زموږ لار په سر پرته ده، دا د پښو طاقت په غلا وړي لوړ فكرونه له دماغه، له هر چا ځنې هم دا وړي يو دښمن كه په تا پوه شو، چي لږ هم يې وېرېدونكى تا به وشو كوي ګله، له چمنه شو كوونكى وي تېره به يې نظر توره، د فولادو له خنجره هم بې توره د فولادو، ووځي ستا له تن او سره را پراته زموږه پښو ته، دي د ويري ځنځيرونه ګني سيند زموږ ختلى، چلې- چلې سېلابونه كه ستا ږغ نه خيزي ګله، يوه وجه ده نه بله په رباب د دې تارونه، سست د ويرې له كبله غوږ يې راكاږه چي ترنګ يې، په جهان كښې قيامت جوړ كړي چي د زېر او بم له تاوه، په آسمان كښې قيامت جوړ كړي ويره ده د مرګ جاسوسه، ده راغلې له هيواده* لكه ميم د مرګ چي تور دى، په زړه توره هسي دا ده دي ورانكاري د دې سترګې، ورانوي د ژوندون چاري هم دي غله د دې غوږونه، تل وهي د ژوندون لارې ستا په زړه كښې چي هر شر دى، يا شر چرې پيدا كيږي كه رښتيا راباندي وايې، دا له ويري پيدا كيږي كينه مكر خوشامنده، كه دروغ له پاك زبان دي د دې ټولو يوه مور ده، دا د ويري ماشومان دي تېر، ټګي، منافقتوب دى، رخت د دې قميص ترې كيږي د لمن لاندي يې په غېږ كښې، سل فتنې دي چي لوييږي له همته نه كلكيږي، ويره ځكه ټوله رېږدي په خندا يې تېروي دا، كه بد حال وي غاړه كښېږدي هغه څوك چي په رمزونو، د نبي دى پوهېدلى نو هغه د زړه په سترګو، پټ په خوف كښې شرك ليدلى ((( د غشي او تورې خبرې د تود جنـګ په يو ميدان كښې، غشي توري ته بيان كړو توري ايښى ورته غوږ ؤ، د حق راز هغه عيان كړو وې اې ترورې دى جوهر ستا، ښاپېرۍ د غرونو ګرانو ذوالفقار د علي( هم دى، ستا له لوړو مشرانو د خالد( غوندي مېړونو، قوتونه تا ليدلي ماښامونو ته پر سر تا، شفقونه دي شيندلي د خداى قهر سره اورونه، ستا په خونه كښې دولت دى اې* چي ستا د سيوري لاندي، د فردوس غوندي جنت دى زه كه يم په غشي ور كښې، كه پر اس د هوا سپور يم چي يم چرته توري تروري، نه سړېږمه سور اور يم د سينې په لوري زغلم، د ليندۍ نه چي خطا شم په كښې ننه ښه وګورم، په سينه كښې چي رسا شم كه محكم زړه پكښې نه وي، له غمونو ويرو پاك داسي زړه وي چي پكښې كا، اندېښنې فكرونه ژواك نو په خپله تېره څوكه، يې څيري يو سم غوښې- غوښې ورته وكړم د سرو وينو، نيم تنې د خپلې غوښې او كه نه خو نه رڼا كړي، پكښې ننه زړه مومن وي هم ظاهر يې ځلېدلې، له رڼا نه د باطن وي نو د دغه زړه په مخكښې، توري ترور اوبه- اوبه شم دا د اوسپنې توبرې مي، پرخه وه څاڅي و نه شم ((( حكايت د عالمګيررح او د زمري يو باچا د باچهانو، عالمګير ؤ مشهور لكه پوزه په مخ دى و، قبلې ته د تېمور كه لوړتيا د مسلمان شته، په آسمان دى هغه وړى د نبي( د غوري شرعي، احترام دى هغه كړى دا تر منځ د دين او كفر، جنـګ تود شوى نرغونى ؤ خو زموږ په غشي ور* كښې، دا يو غشي وروستنى ؤ هغه تخم د الحاد چي، د اكبر كوم و كرلو بيا په خاوره د دارا كښې، شو ښكاره و ټوكېدلو د سينو په كوټګو كښې، نه وو زړونه ډيوې بلې ؤ زموږ په دې ملت كښې، فسادونه شور او هلې خداى په هند كښې كړلو غوره، و دې كار ته عالمګير ځوان په شاهۍ كښې د فقير شان، ښه مېړه ؤ د شمشير ځوان په دې كار كړو خداى مامور دى، چي ژوندى رښتونى دين كړي چي كاروان پر سمه لار كړي، بيا يې له سره پوخ يقين كړي برېښ د تور يې لكه تندر، رشه وسوه د الحاد ډيوه يې كړه د دين روښانه، دا محفل يې بيا كړو ښاد ناپوهانو پوري جوړ كړل، د ناحقو داستانونه په اوچته مرتبه يې، پوهه نه كړل چا ځانونه د توحيد د بلې شمعې، په رڼا مين پتنګ ؤ په دې توره بتخانه كښې، د باطل سره په جنـګ ؤ په شاهانو كښې نوموړى، بې مثال هغه ښاغلى تر شعلې د فقر خيزي، كه چا وليد د ده څلى د لوى شان او د لښكر، و شهنشاه فقير مزاج تخت يې كړه په پښو وياړنه، كړه په سر يې لويې تاج يوه ورځ روان شو سيل ته، د ځنګل په شاړو پاړو يو مرى چي وفادار ، هغه هم ورسره لاړو پكښې ډوب او مست روان ؤ، داسي خوږ د سحر باد ؤ ونه- ونه كښې چغار ؤ، هر مرغى په ثنا ښاد ؤ په لمانځه و درېدلو، لكه ورك شو شاه په پت( كښې د مجاز له پولي واوښت، شو ورګډ په حقيقت كښې چرته وږى زمرى راغلو، په ځنګل كښې غړمبېدلى غړمب يې ملك پر سر اخستى، له آسمان راتمبېدلى د بنده په بوى پسې وه، راغلو خوا ته شهنشاه ته ور خطا يې كړله پنجه، شړپ يې وركړو د ده شا ته ناليدلې يې توره راكښه، د مومن ګوزار يې وكړو كړو زمري، زمرى دوه ځايه، مېړنى ؤ كار يې وكړو لږ هم نه شو كوزه بره، نه يې په زړه كښې څه خوف تېر شو څه خبر ؤ له زړوره، شېر ببر د قالين شېر شو په بې صبره منډه راغلو، مين بيا د لمانځه ځاى ته له حضوره سره لمونځ يې، ؤ معراج و درېد خداى( ته داسي كلك او خود نما زړه، چي هم نرم خود شكن وي د سيپۍ ګوهر ور ځار شه، د مومن سينه يې وطن وي لكه نشت د خداى په ور شي، هر بنده د حق چي ورشي د باطل په وړاندي ښخ وي، نه ستنيږي لكه غر شي اې ناپوهه! څه به ښه وي، كه پيدا د غسي زړه كړې معشوقې لره بايد چي، كجاوه تياره ته كړې ځان ته ځان مه وايه ځار شه، بس په دې كښې ځان موندل دي ورته خور كړه دام د نياز چي، دا مارغه د ناز نيول دي اندېښنه فكر پر سوزه، د عشق سره كړه انګارونه د خداى مخكښې لومبړ اوسه، د زمرو كوه كارونه خوف د خداى چي وي په زړه كښې، د ايمان دغه عنوان دى د بل چا نه ويره شرك دى، خو ښكاره نه دى پنهان دى ((( دويمه ستن ((رسالت)) د "اٰفلو( برېښېدونكى، ابراهيم ( د خداى خليل دى چې پر سمه لاره پلونه، و نبيانو ته دليل دى خداى( به تل وي دا خليل يې، يوه نخښه د قدرت ؤ او ارمان د ده په زړه كښې، د يو ښه پتمن ملت ؤ دواړه سترګې يې تل روانې، نه يې خوف نه يې آرام ؤ چي "طهر بيتي*"، راغلو د الله ځنې پيغام ؤ ده زموږ د خير دپاره، ورانه شاړه كړه آباده ده طواف(4) ته د قامونو، د خداى خونه كړه بنياده چي آخر د "تب علينا*"، بوټى شولو سترګې- سترګې بيا زموږ د سپرلي باد كړو، باغ د ګلو سترګې- سترګې پاك الله ته وه منظوره، جوړه يې غونډه ستا زما كړه چي يې جوړ د ملت تن كړو، رسالت يې ورته ساه كړه ؤ دنيا كښې خواره توري، نه مطلب نه آوازونه رسالت داسي يو ځاى كړو، لكه وي مصرع موزونه يو وجود شو په جهان كښې، دا تكوين له رسالته زموږ دين له رسالته، هم آئين له رسالته رسالت كړو لكه موټې، صد هزار ؤ كه بې شمار ؤ كړو يې موږه پرله پوري، كه بيل- بيل وو كه تار- تار ؤ هغه ذات چي مهربان دى "يهدي من يريد(" يې شان دى كړه ويړهك د رسالت يې، له موږ تاؤ چي نګهبان دى دغه غونډه د ملت تل، غزوي دا ګيڼه خپله دى مركز يې په مكه كښې، نه بيليږي له بورجله رسالت پوري تړلي، نو ياديږو په ملت موږ نورو خلګو د دنيا ته، لكه زېرى د رحمت موږ عظيم بحر رسالت دى، لكه موج له بحره خيږو هرې خوا ته ځو غزيږو، نه خورېږو نه بيليږو د رسول( امت د ننه، پنا ځاى د حرم تل* كښې د تكبير كوي ږغونه، لكه وي زمرى ځنګل كښې كه لوستو ته مي د تورو(، د صديق( نظر پيدا كړې په معنا پسې كې يې خانه، د تحقيق وزر پيدا كړې نو نبي( به هله تاته، لوى قوت د زړه ځيګر شي درته خوږ به شي له خدايه، نبي( داسي د زړه سر شي د مومن د زړه دپاره، د نبي( كتاب قوت دى او حكمت يې دى شهرګ ، چي ژوندى ځنې ملت دى كه لمن يې موږه پرېږدو، بس نو مرګ به زموږ دا وي لكه باد چي د خزان كا، د چمن ګلونه مړاوي قام موندلى كه ژوندون دى، دا راوړي پيغمبر دي كه څه تود زموږ سحر دى، نو دا تاؤ د دغه لمر دى پلوشو د دغه لمر ته، موږه برېښو ځلندي يو پيداوښت د يو الله ؤ، دا راغونډ كړو نو ژوندي يو يوه خوله شو په يو زړه شو، چا اوچت كړو؟ رسالت كړو بس يوه مي مدعا شوه، چا د پت كړو؟ رسالت كړو د يوې مدعا ګڼه، په يوه لاره وحدت شو دا يو والى لكه غر شو، غر ولاړ نوم يې ملت شو د يووالي نه موندلى، هرې ګڼې و ژوندون دى د فطرت له دين اسلامه، د مسلم- مسلم تړون دى دغه دين چي د فطرت دى، له نبي( دى موږ موندلى هر يو تن د حق پر لاره، يو مشعل دى بلېدلى دا ګوهر چي راسره دى، دا يـې له بحره بې پايان دى موږه ټول يو پرله پوري، د هغه په موږ احسان دى كه يو دغسي يو موټى، ورځ په ورځ به كوو وده دومره اوږد به مي ژوندون شي، يو ژوندي به تر آبده زموږ غونډه* خداى( كړه خوښه، نبوت يې پرې تمام كړو هر چه دى زموږ رسول( نو، رسالت يې پرې تمام كړو خوندور د وخت محفل دى، دا زموږه له جامونو هغه ختم د نبيانو، موږه ختم د قامونو دا خدمت د ساقيتوب يې، موږ ته وسپاره پر مځكه بس وروستۍ دغه كاسه وه، چي يې موږ ته كړه را ډكه ګله! "لا نبي بعدي("، دا د پاك الله احسان دى د نبي د دين ناموس ته، ده پړده عزت او شان دى بس چي ختم نبوت دى، دا دولت د قام قوت دى د ملت يووالي راز دى، د راز دغه حفاظت دى دا هغه ته ده منظوره، خداى كړه هره دعوه رده د اسلام رده يې پخه كړه، چي پرته وي تر آبده مسلمان د يو الله دى، نه تړې زړه په بل پوري كړي "لا قوم بعدي*" چيغه، نعرې نه كړي نوري توري د محمد( د رسالت ځنې مقصود د ا دىچي د آدم د نوغي د حريت، اخوت او مساوات تاندي مضبوطي شي بنيادمو په دنيا كښې ،د بنديانو بنده توب كړو واك پر دې نابوده غړي، نور يې ډېر بې خونده توب كړو د قيصر كسرٰى زورونه، غله وو خلق يې لوټلي د هر چا مرۍ كښې پرې، هم يې لاس او پښې تړلي كاهنان* او پاپاګان( او، سلطانان ډېر ازاريان وو د يوې مرغۍ دپاره، په هر لوري ډېر ښكاريان وو د غازي توره بمبل وه، كړه يې تيكي ته دننه وې چي بس په ما حرام شه، ستا د وينې تويونه شوه جنډه د ايران كوزه، آخر فتح دا ميدان شو د ساسان د اولاد اور ؤ، د سړو ايرو ډېران شو پس له هغه شوه څرګنده، چي قيدي خو سر لښكر ؤ او جابان د ده نامه ده، په زړورو كښې زړور ؤ سر لښكر بو عبيده ؤ، ننګيالو كښې د حجاز په تود جنـګ كښې به يوازي، په مرغو و راغلو باز ده وې اې مسلمانانو، كه زما په ږغ مو غوږ دى موږ د يو رباب تارونه، پكي يو زموږه ږغ دى لكه چيغه د بوذر( ده، لكه چيغه د حيدر( ده كه له كومي راختلې، د بلال( او د قنبر( ده د ملت همه سرونه، ساتندوى د امانت دي د هر يو كينه او روغه، كينه روغه د ملت دي كه د فرد د روح دپاره، وي ملت رده ژوره نو بيا لوظ د ملت دى، د يو آن د خولې خبره دا منم چي دا جابان دى، يو دښمن په لاس راغلى خو زموږ يو مسلمان ورور، دى يو ځلي دى بخښلى د خيرالانام امته! اوس وركړى موږ امان دى نه د ده قتل روا دى، نه دا شان د مسلمان دى ((( حكايت د ابو عبيده( او جابان د اسلامي ورورولۍ په حقله جنـګ د حق او د باطل ؤ، د يخوا نور احوا انګار ؤ يو غازي زمرى راګير كړو، د ايران سپاه سالار ؤ جنګيالى ؤ توريالىؤ، ازميلى ؤ هوشيار ؤ تېريستونكى ؤ چلګر ؤ، ډېر خوله ور ؤ بد مكار ؤ كړه يې خپله عهده پټه، هيڅ يې و نه وې چي څوك يم څه مي نوغى، څه مي نوم دى، څه مقام او د څه څوك يم خوله يې خواره كړه غازي ته، وې چي امن د سر غواړم تل بخښل مسلمانان كړي، زه هم ستا په مخكښې ژاړم اورخانو كښې اورپرست ؤ، كه څښتن ؤ د اورنګ* د اولس په پنجرونو، د چا برخه چا قلنګ جنتونه خرڅوونكي، اسقفان وږي د مال ؤ په دې خوار مارغه پسې به، ګرځېدل په مټه جال ؤ چرته دوى ته رشې وسوې، اور پرستو په اورونو چرته يې لوټ برهمن وكړو، په باغونو په كورونو مرئيتوب اولس بې ښې كړو، هم بدل يې كړه او وړه( شول د شپېلۍ سوي ږغونه، په شپېلۍ كښې ننه مړه شول را پيدا امانتګر(1) شو، حق يې وسپاره حقدار ته د خاقان ګدۍ يې وركړه، يو بې نومه مريي خوار ته ده له مړو يخو ايرو نه، سرې لمبې په غرهر كړې ده كوهكن كړلو راپورته، د پروېز رتبې يې وركړې د مريي د كار قېمت يې، كړو اوچت له يوه واره بادارتوب يې واخستلو، په يو ځلي له باداره دا د خداى قوت چي راغلو، هر يو زور صورت يې مات كړو جوړ يې نوعي د انسان ته، نوى كوټ نوى حيات كړو نوې ساه يې پكښې پو كړه، آدم و ميند نوى ځان بيا د خدايانو نه يې واخست، د خدايانو بنديوان بيا دا د ده ژوندي كول شول، لكه مرګ زړې دنيا ته مرګ شو اور ته اور پرست ته، بت خانې ته هم ترسا ته د هغه له پاك ضميره، شوه پيدا آزادي غوره دا خواږه شراب څڅن شول، د هغه د كور له كوره( نوي دور كه راوړې، سل ډيوې دي بليدلې په ځولۍ كښې د هغه دي، د دوى سترګې غړېدلې داسي نوې نخښې را كښې، يو قوت يې را پيدا كړو د دنيا سنبالوونكي، يو امت يې را پيدا كړو بې له خدايه نور له هرڅه، بس په څنګ دغه ملت شو او ډيوې د مصطفٰى( ته، بس پتنګ دغه ملت شو تاؤ د حق كړو سينه زورر، دا يې شوه داسي امت دى چي ذرې د لمر په كور كښې، ده ډيوه داسي امت دى داسي مسته نشه يې راوړه، چي دنيا يې كړه رنګينه بت خانې همه كعبې شوې، افريقې فارس تر چينه غور نيكونه يې نوموړي، انبياء او مرسلان دي په اكرم* يې خداى بللى، پرهېزګاره متقيان دي كل مومن اخوة يې، په غمي د زړه ليكلى بې له خدايه بل د هر يو، قيد او بند ځنې وتلي نه اوبه په ډانګ بيليږي، نه دوى بيل كړل رنـګ ؤ ذات دوى په وينه كښې راوړلي، ورورولي او مساوات د دې پاك امت اولاد تل، لكه سرو وي آزاد تل د ازل د ورځې لوظ، د قالوا بلٰى( يې ياد تل په هر وچولي يې ګل جوړ دى، كړي سجدې د خداى په لوري له ادبه يې په پښو پرېوت، د آسمان سپوږمۍ او ستوري ((( حكايت د سلطان مراد او يو تر كاڼ د اسلامي مساوات په حقله يو تر كاڼ ؤ ډېر نوموړى، شهريه كښې د خجند وه په كار د آبادۍ كښې، د دنيا په مخ څرګند د فرهاد نوغي اخته شو، كړو ښكاره يې خپل صنعت د سلطان مراد په حكم، ده كړو جوړ يو جماعت د شاه خوښ نه شو تعمير، سور له قهره شو غوغا شوه د معمار* دغه تقصير، خپل هنر ورته بلا شوه د سرو سترګو نه يې تاوونه، څڅېدل د اور بڅري لاس يې غوڅ كړو ترې په توره، شو په شان د يو وزري د تركاڼ د وينو سيند ؤ، مځكې سره كړه په خرړا لاړ بې ګناه غريب ناچاره، لوى قاضي ته په ژړا لاړ هنرمند ؤ په دې لاسو، سوري كړي وو كاڼي ډېر ده د باچا ظلم له سره، لوى قاضي ته كړلو تېر ده وې چي اې هره خبره، ته د خداى په شريعت كړې د قانون د محمد( هم، ته بېشكه حفاظت كړې مريى نه يم د شاهانو، دلته غور د ځان غواړم په باچا زما دعوه وه، فيصله د قرآن غواړم قاضي و چيچله شونډه، وو عادل نه ډوډي غړب وه په باچا پسې كاغذ لاړ، عدالت ته يې طلب وه د قاضي په وړاندي راغلو، رنـګ يې زېړ و تښتېدلى د قرآن له ډېري ويرې، رپېدلى، دګېدلى كوزي سترګې له ډېر شرمه، ناقراره پر زلزل وه اوس كه زېړ ؤ نو اوس سور شو، مخ يې بس د رېدي ټل وه په يو لوري دعوه ګر وه، يو تركاڼ نيمګړى بخت په بل لوري ګناهګار ؤ، يو څښتن د تاج و تخت باچا اووې شرمنده يم، زما غاړه شرعه پړى زه په خپل جرم ډاډه يم، اعتراف مي دى راوړى قاضي اووې چي سلطانه، حكم "فى القصاص حيوٰة*" دى چي په دې قانون چليږي، هغه ژوند لره ثبات دى مسلمان كه مريې هم وي، هيڅ كم نه دى له احراره كه ستا وينه تكه سره وي، غوره نه ده له معماره چي قاضي د دې آيت نه، ؤ سلطان مراد خبر كړو لاس يې واچولو لاس ته، تر لستوڼي يې بهر كړو مدعي ورته ږغ وكړو، ټينګ يې نور نه كړلو ځان د قرآن آيات يې اووې، چي باالعدل والاحسان( وې چي بس دى ما بخښلې، ستا ګناه د خداى دپاره بيا به مخ د مصطفٰى( مي، وه بخښلې شهرياره كه اخواته سلمان وه، خو مېږى ورباندي بر دى اوس د زړه په سترګو ګوره، دا قانون د پيغمبر( دى كه مريى وي كه باچا وي، د قرآن په مخكښې يو دي كه وي كند او كه قبا وي، د قرآن په مخكښې يو دي ((( اسلامي آزادتيا او د كربلا د حادثې راز چا چي سر په رښتيا كښېښو، پر درشله د پاك رب( د هغه له غاړې ووت، د بل هر يو رب جلب مومن تن او عشق يـې سا ده، كه يو نه وي بل به نه وي هغه وړه عشق دى كړى، چي ناشوني موږ ته څه دي عقل هم دى ډېر بې رحمه، ډېر ناترسه دى سفاك دى عقل لا څو چونګه دپاسه، ډېر چالاك بېباك او پاك دى عقل نښتى د اسبابو، علتونو په ول- ول دى عشق كوي تل اسپنډوسه*، ميدان وړى د عمل دى عقل اچوي دامونه، ښكار په مكر كوي مكار دى عشق د مټو په زور خانه، رانيولى هر يو ښكار دى عقل شك او ويره پنګه، په صندوق زړه منډلى عشق يقين او عزم دواړه، په لمن پوري ګنډلى عقل داسي آبادي كړي، چي آباد كاندي برباد عشق هم داسي بربادي كړي، چي برباد كاندي آباد عقل بس د باد مثال دى، په دنيا كښې دى ارزان تل عشق كېميا كمه مونداى شي، دې قېمت يې ځكه ګران تل عقل ځان ښه مضبوط كړى، په آرود* څنګه څو دى عشق لغړ نوكو تر سره، له لمرو( د څنګه څو دى عقل وايي مخكښې تېر شه، وكړه بحر او په بر لوبې عشق خو وايي امتحان دى، اول وكړه په سر لوبې عقل دى پيدا له كسبه، آشنايي د غير كړي ګله! عشق خو فضل دى چي وشي، كړي كرل رېبل پخپله عقل وايي خوشحالي كړه، په دنيا كښې ښاد آبادد شه عشق اول وايي بنده شه، پس له هغه بيا آزاد شه د عشق روح ته لكه پاهه، قرار دغه آزادي ده د ده اوښې ته ساروانه، په لار دغه آزادي ده تا به دا وي اورېدلي، د ميدان د جنـګ او تندي چي په عقل خوار اوږد سترګې، عشق وكړلې څه- څه شيندي هغه سر د عاشقانو، د زهرا د زړګي سر وه آزاد سرو يې په چمن كښې، د نبي نورالبصر( وه د پلار شان ته خو يې وګوره، لكه "ب" د بسم الله وه د ځوى شان يې څومره لوى دى، د "ذبح"* عظيم معنا وه چي دى خير د امتونو، د هغه د سترګو تور دى چي خاتم دى د نبيانو، د هغه د اوږو سپور دى دا چي عشق دى پر غاوره، د هغه د وينو رنـګ دى دا مصرعې ځكه خوږې دي، پكښې ياد د هغه ننګ دى دومره پورته په امت كښې، و د دغه صاحب ځاى شته لكه توري( قل هو الله، په كتاب كښې چي د خداى( شته د موسٰى( او حسين( يو خوا، د فرعون او يزيد بل خوا دي هم دا دوه قوتون،ه كه ژوندون شي زر او سل خوا د حسين( قوت او ننـګ دى، چي سمسور ترې د حق باغ دى او باطل د اميرتوب يو، د ارمان وروستنى داغ دى خلافت چي قرآنه، رشته پرې او بيله لار كړه حريت( ته يې په خوله كښې، و د زهرو ګپه ور كړه د خير الامم جلوه وه، شوله هسكه چي رڼا شي لكه ښه ډكه وريځ وي، د قبلې له مخي راشي په بنجر د كربلا كښې، ورېز و ورېده لاړه د رېدي ګلو په كر يې، كړه آبادده دا ويجاړه نغرې د استبدادر يې، تر قيامته پوري سوړ كړو خپل وينې يې لښتي كړې، ګلستان يې جوړ او موړ كړو په سرو وينو تورو خاورو، و رغښتو د دين دپاره دى بنا* د لاله شو، پاكه يې كرله د دين لاره كه مقصد يې په دنيا كښې، باچهي واى د زړه سره بيا بې داسي سفر نه وه، بې سامانه بې لښكره لس او شل او زر څه وايې، لكه شګې مي دښمنان وو د ده ملونه څو زاړه وو، يا نو ښځي ماشومان وو( هغه راز چي ؤ تر منځه، د پلار ځوى په منا كښې د منا هغه مجمله، شوه تفصيل په كربلا كښې كي يې خبر په اراده شې، لكه غر غوندي ولاړ وه كلك او دروند او توند او تېز، كامياب چي څه ته لاړ وه توره ده د دې دپاره، چي محفوظ د دين عزت وي چي قانون په حفاظت وي، چي ملاتړ د شريعت وي چي مومن وي بې له خدايه(، په بل ورنه كښته كيږي كه فرعون ته مخكښې ورشي، د ده سپر نه كښته كيږي د امام د وينو څاڅكو، دغه راز لكه په جار كړو كه ملت په خوب ويده ؤ، په دې ږغ يې را بيدار كړو چي د "لا" توره يې بمبل كړه، توري شپې شوې ورځې سپينې د دروغو د خدايانو، شوې روانې د رګ وينې لكه وي په كاڼي كرښه، الا الله يې وه ليكلو د نجات دغه سر خط مي، په صحرا يې وه ليكلو د قرآن د رمز خبري، حسين موږ ته كړې بربنډې د هغه د عشق له اوره، شعلې كړلې موږه غونډې شان د شام او د بغداد ؤ، خو نن دى تېرې خبرې د بد به د غرناطې ؤ، خو نن دي هېري خبرې خو په هغه زوړ شاباز مو، تار لږ ځان دى لا تراوسه پروت په غوږ كښې د ايمان مو، زوړ اذان دى لا تراوسه راشه اې د صبا باده! ، اې ريبار د هغه تلليو دا د اوښكو ځولۍ يوسه، د هغو تر پاكو څليو ((( د محمد(ملت د توحيد او رسالت په رده پروت دى، ځكه د ده ځاى مكان انتها نه لري چي له ځانه خبر نه وي، سړى څه وي بند په دام كښې موږ نه قيد يو په مقام كښې، نه شراب غوندي په جام كښې څوك د هند دي كه د چين دي، دا ټيكرى زموږ د جام دى كه د روم دي كه د شام دي، زموږ خاورې د اندام دي ولي ملك زموږ د زړونو، هند او شام او نه ختن دى زړه وطن دى د اسلام او، بس اسلام د زړه وطن دى كعب(( راغلو پيغمبر( ته، چي يې پرېښولو عناد( ده ليكلې قصيده وه، نوم يې وه بانت سعاد نور ستايلو د ده توري*، مرغلرې كړې له نوره پيغمبر يې و ستايلى، ښه "د هند له تورو توره" عالمونو ته رحمت وه، له آسمانه ډېر اوچت وه خوښ يې نه كړل دغه توري، د يو ملك سره نسبت وه وې چي راته وايې، نو له تورو د خداى وايه حق پرست يې نو كوږ مه ځه، چي وينا كړې د ځاى وايه چي رازدان د جز او كل دى، او چي خاص دى د خاصانو چي رانجه يې د پښو خاورې، دي د سترګو د نبيانو دې ملت ته يې هم وېلې، چي "و ستا د دنيا زه خوښومه خوشبويي او، هم طاقت او هم نسا زه" اوس كه شوق د د معنو وي، لاره ښيونكى مل د لاري نو په تورو كښې د "ستاسو"، نكته شته دى كه هوشيارې يعني دا چي په دې سراى كښې، هغه شمع وه روښانه بلېده په دې دنيا كښې، ولي نه وه له دنيا نه لا( په خاورو په اوبو كښې، آدم پروت ؤ چرته لرې چي لېوالو فرښتو كړې، د هغه د نور خبرې نور خبر له دې زه نه يم، چي هغه له كوم وطن دى دومره يمه پوهېدلى، چي په موږه ډېر مين دى دا جهان يې زموږ شمار كړو، كه موجود ؤ هم په دا كښې ځان يې داسي و شمارلو، لكه وي په مېلميستيا كښې يعني دا چي موږ روحونه، تابا* نونه دي ورك كړي موږ د خاورو په كنډو كښې، خپل ځانونه دي ورك كړي زړه تړل په وطن پوري، دا ده كوزه ستا له شانه د دنيا په څنګه څو كښې، چي ورك نه شې مسلمانه! مسلمان كله ځاييږي، په لمن د يو هيواد( كښې شام او روم خوشي خبرې، د هغه په زړه آباد كښې كه يو زړه دي كړو په لاس كښې، نو دا دومره لوى جهان دى پكښې ورك شي جهانونه، چي دا زړه د مسلمان دى( دا خبره خوښوه پاكه، د مسلم د قوميت بس چي وطن شو پر ځاى پاتې، پاك نبي( وكړو هجرت بس په دنيا كښې خورېدونكى، يو ملت يې كړلو جوړ كلمه يې ورته رده كړه، په حكمت يې كړلو جوړ بخښانه د شاهنشاه وه، په دنيا شو خواره ځكه جماعت مو شوه تندو ته، يو تر بله سره مځكه هغه ذات چي په قرآن كښې، خداى كوي د كوم صفت چي الله يې ژبه كړې، ده د سر د حفاظت دښمنان يې له هيبته، غړي مړه او ساه نيولي شان شوكت يې ډګولى، توره ډال يې غورزولي هغه ولي وطن پرېښو، نغري وو د نيكانو؟ ګني و تښتېد له ويرې، چي وه زور د دښمنانو؟ ده رښتيا خبره بله، نه ويونكو چي ويلي د هجرت معنٰى څه نوره، دوى پرې نه دي پوهېدلي د هجرت خانه مسلمان ته، يو دستور د ښه كېدو دى يو آئين د ژوندانه دى، يو سبب د شته كېدو دى د هجرت معنا بس دا ده، لوښي لوى وه اوبه كمه چي را و نغاړي سيندونه، ځكه لاړو له شبنمه د ګلګي له خوا نه تېر شه، ستا مقصود خو ګلستان دى ستا د ډيري لويي ګټي، سر له دغه پوټي زيان دى لمر ته نه ګورې چي خور دى، آزاد تـګ كه مخ په وړاندي څه عزت لري اوچت دى، ده دنيا يې د پښو لاندي د واله غوندي تل پنګه، له باران ځنې مه غواړه داسي بحر بې پايان شه، چي نه تل وي نه دي غاړه دا سپير مخي او تريخ بحر، چرې وه بېديا ويجاړه شو اوبه- اوبه له شرمه، چي يې غوره كړله غاړه اراده دي د تسخير وي، له دې مځكې تر آسمانه تر هغې دي قرار نه وي، چي غېږ تاؤ كړې له جهانه لكه بحر كښې كب اوسي، دلته هسي آباد اوسه د مقام او ځاى له قيده، په دنيا كښې آزاد اوسه كه هر چا ته همت اووې، چي اړخونه پرېږده خيږه هغه تاؤ لكه آسمان كړه، له شپږ واړه لوريه غېږه د ګل بوى د ګل نه ووځي، بې پرواه له دغه كور شي څوك يې مخه نيواى نه شي، په تمام چمن كښې خور شي اې بلبله! ګل ته ناسته، څۀ له ځانه هم خبر يې ايله ځاله په چمن كښې، دى در كړې خداى وزرې لكه باد د صبا سپك ځه، هيڅ يو پېټى پر سر ماخله دواړه لاسه ترې را تاؤ كړه، ګلستان په غېږ كښې واخله ځان له نوي دوره ژغوره، كټوري نه لري زاڼې لارويه! هوښيار اوسه، نوې مځكه ده شخوئداڼې ((( وطن د ملت رده نه ده ورورولي ده هسي پاتې، يو تر بله ځان ځانۍ دي په وطن يې ردې ايښې، د ملت د ودانۍ دي چي وطن يې كړله شمعه، دوى د شمعې پتنګان شول د يو نوعي بنيادم وو، قبيلې او د ځان- ځان شول هم يې قام دى ورګډ كړى، جهنم ته په سپور اور كښې هم ارام د جنت ګوري، په درزخ غوندي بد كور كښې* د وطن دې يوې ونې، روغ جنت له خلګو وړى دښمني يې مېوه وكړه، داسي تريخ ؤ د دې زړى هغه تاؤ د مېړنتوب يې، شوى خبرې نشه سور دى هر سړى پردى- پردى دى، هر سړى د بل نه موړ دى روح له تنه دى وتلى، ده پنجره د اندامونو ادمتوب شو ورك اوس ياد دى، په جدا- جدا قامونو د مذهب پر ځاى چي راغى، سياست په نوي شان كښې نو دا ونه زرغونه شوه، د مغرب په ګلستان كښې د عيسٰى د دين خبرې، شوې زړې خوشي جګړې په ګرجو كښې شمعې مړى شوې، اسويلو غوندې لوخړې د تېر وار غوندي ټول لاړل، د اسقف* نه قوتونه مهري يې و وتې له لاسه، عبث لاړل محنتونه د عيسٰى امت ګرجې نه، له يو واره وركړه لته د دين پنګه چليپا هم، هر څه وه غورزول كښته د هريت چي ؤ مذهب ته، جامه څير كړه تاره- تاره دا شيطان و خپل استازې، رالېږلى دې دپاره د فلارنس( باطل پرست دا، د ناحق لومي اوږدې كړې د چا سترګې چي وې روغې، نو د ده رنجو ړندې كړې چي په نوم د باچهانو، يو كتاب ده و ليكلو نو زموږه په پټۍ كښې يې، د جنـګ تخم و شيندلو خپل فطرت روان په لوري، د تيارو په تياره لاره كړو د قلم په تېره توره يې، حق ټوكړې او تار په تار كړو د آذر غوندي په خټه، دى بت ګروه پيدا شوى نو څښتن د خطا فكر، بل ي بت تيار كړو نوى مملكت* د ده په دين كښې، د معبود لكه د خداى( كړو زړه خو خونه د يو خداى( وه، څومره غټ بت يې ورځاى كړو د اخلاصه چي يې پښو كښې، دې معبود ته و سر كښېښو د دنيا سود يې كړو كاڼى، حق پرده لكه ذر كښېښو د باطل تيغې يې لوى كړو، د تعليم يې دا اثر دى ټګي، مكر، تېريستنه، په دنيا كښې نن هنر دى چي حاصل يې بد انجام وي، رده يې كښېښوه د غوچارو مالكونډي يې وه نوستلې، د نن وخت په كوڅو لارو ده په سترګو كښې د خلګو ،توره شپه غوره او ښه كړه تېر او مكر او فرېب دي، مصلحت يې ده نامه كړه ((( د محمد( ملت د زمان انتها هم نه لري، ځكه چي د دې شريف ملت د تلوالي وعده شوې ده تا ليدلي په سپرلي كښې، ډېر جوشونه د بلبلو ټوكېدنې د غوټيو، هم غوړېدني د ښو ګلو دي په شنو جوړو كښې جوړي، غوټۍ دي لكه ناويانې ما وې مځكه يې د خاورو، كه له ستورو ډك آسمانې شنه راڼه- راڼه پراته دي، د سحر اوښكو وينځلي دي سندرو د واله ته، خوبولي- خوبولي په ښاخونو كښې د غوټو، په مسكا چمن آباد دى غېږه يې ده ځنې تاؤ كړې، خوښ په دې د نسيم باد دى په چمن كښې هغه غوټه، چي ماليار و شوكوله لكه بوى له چمن ووځي، هسي دا هم و وتله ګوګوشتكو وكړې ځالې، جوړ يې وكړلو الوت لاړ پرخې راغلې له آسمانه، بوى له ځايه شو اوچت لاړ د رېدي غوندي ګلونه، كه سوونه و رژيږي د سپرلي ښايست پوره دى، په هيڅ شان و نه كميږي ګنج يې پس له زيانېدلو، لكه ؤ په هغه شان دى په خندا محفل د ګلو، لكه ؤ په هغه شان دى د سپرلي عمر ترې ډېر دى، عباسي دى كه رامبېل دى كه ګلاب دى كه خاټول دى، كه شبو دى كه چامبېل دى را ښكاره چي د لعلونو، جواهرو چرته درنك* شي هغه چرې نه كميږي، كه يو لعل ځنې په څنګ شي څه بې شماره په مخ تېر شول، سحرونه ماښامونه ځي د وخت له خم نه لاړل، ډېر د ورځو شپو جامونه څومره- څومره شراب ګوټ شول، خو لا پاتې دي صهبا* شته پرونۍ ورځې شوې تېرې، څومره څومره صبا لا شته هم دا هسي ډېر سرونه، را پيدا فنا شي شخړې تر هغو د امتونو، ډېر وي مضبوطې جړې مسافر پر لاره درومي، او صحبت وينه قايم دى فرد په شان د لاروي دى، او امت وينه قايم دى ذات صفات سره د دواړو، يو تر بل دي لري- لري طريقې د مرګ او ژوند هم، يو په سل دي لري- لري فرد د موټي توري خاورې، ګوډاګى غوندي وي راشي قام زرغون له هغه زړه شي، چي له نوره ډك پيدا شي فرد شپېيته اويا ته رسي، نو بس ټپ شي او لا دپ شي او د قام په ژوندانه كښې، صدۍ هم د سترګو رپ شي ساه او تن سره يو ځاى شي، د فرد ژوند له دغه تاره حفاظت د زوړ ناموس كړي، د قام ژوند وي له دې كاره چي اوربشه يې شي تمامه، مرګ د فرد د مېلمه وي راشي مرګ د قام پيدا له دې شي، چي مقصد د ژوند خطا شي منم څنګه چي يو تن مري، په خپل وخت هسي ملت مري غاړه يې ايښې ده اجل ته، لكه فرد چي يو كرت مري دا امت د مسلمان دى، د خداى نخښه ده نېك بخته د ده اصل دى راغلى، د "قالوا بلٰى*" له وخته له اجل نه بې پروا دى، دا قام داسي كلك پيدا دى لكه غر ولاړ مضبوط ښه، دى له "نحن نزلنا(" دى حفاظت ته د قرآن يې، دا امت دى پيدا كړى د قرآن له مداموالي، مدام والي يې دى را كړى يطفئوا( يې زله ويلي، چي بۀ دا ډيوه وي بله كه كفارو خوښوله، او كه نه يې خوښوله دا امت چي دى بې ساري، حق منلو كښې كامل دى پر د خداى دوستان مين دى، وركوونكى د باطل دى د خليل د نرغونيو، ارمانونو له نيامه( خداى را وكښله دا توره، دي برېښونه يې ناتمامه چي باطل خاورې ايرې كړي، د دې توري تندرونه چي ژوندى كړي رښتيا والى، د دې آب سمندرونه موږ هغه چي په يووالي، د يو خداى باندي دليل يو د قرآن په حفاظت كښې، په مثال د تېغ اصيل يو د آسمان چارو ته ګوره، كړو په جنـګ يې ناقراره ده په تخر كښې پټه غوندي، فتنه راوړه له تا تاره(1) دا فتنه چي ې كړه جوړه، ننداره يې ده كوله په دې يې موږه ازمېيلو، دا يې په موږه ازمېيله دا فتنه وه چې لتاړ كړل، د پښو لاندي جنتونه د نظر د توري برېښ يې، څنګه جوړ كړل قيامتونه دې راوړى ؤ په غېږ كښې، ډېر دړدونه غم او شور نور د پرون نه يې نن بد تر ؤ، چي به ډېر ؤ پكښې اور نور دبدبه د مسلمان يې، كړه له خاورو سره خاوره روما هم ليدلي نه وى، د بغداد خبرې واوره ولي راشه له آسمانه، كوږ روانه تپوس وكړه له ښه جور او زوړ غاوره، سرګردانه تپوس وكړه هغه اور د تاتاريانو، اوس د چا ښكلى ګلزار دى سرې لمبې چي وي ختلې، نو اوس ګل د كوم دستار دى موږ له ځايه ؤ راوړى، دا فطرت د ابراهيم( دى هم د خداى( سره تړون مي، له نسبت د ابراهيم( دى موږ د لوى انګار په منځ كښې، د ګلونو انبار جوړ كړو موږ د هر نمرود له اوره، د سرو ګلو ګلزار جوړ كړو د دنيا انقلابونه، سرې لمبې په غرهار شي چي زموږ په كښته راشي، د خوږو وږمو بهار شي د روميانو بازار تود ؤ، د تاوونو وار يې تېر شو د دنيا د خپلولو، د غارونو وار يې تېر شو د ساسان ښيښه شوه ماته، په سرو وينو كښې لتاړه د يونان د شراب خونې، د رونق خبره لاړه هم د مصر ككرۍ كړې، امتحان د مځكې زړى د هډونو پنجرې شولې، د اهرام د لاندي ستړى په جهان كښې جوړه، چغه د اذان وه ده او وي به د مسلم د ملت سيوره، د نشان وه ده او وي به دې څلور كونجه دنيا ته، عشق آئين دى د حيات دغه عشق دى يو كوونكى، د دنيا دا سالمات* دي زموږ د زړه سوزو ته، عشق له دې سوزه ژوندى دى دى د "لا الٰه" په سر كښې، عشق له دغه ځلندى دى كه غوټۍ غوندي دلګير يو، كور د هر زړه د ارمان وي خداى( دي نه كړي كه موږ نه يو، بس ويجاړ به ګلستان وي %%% بې له قانونه د هيڅ يو ملت نظام نه جوړيږي اود محمد( د ملت قانون قرآن دى آئين پنګه د ملت ده، كه تر لاسه و وتله خاورې والوتې په باد كښې، سره و شلېدل و بله مسلمان كه دى شته شوى، دا ژوندون يې له آئين دى سل خبري به وي نوري، خو دا سر زموږ د دين دى په قانون شوې پاڼې غوندي، ګل چنه څه ښايسته شوه د آئين سنبل تر تاؤ شول، نو ګلونه ګلدسته شوه د خولې ږغ چي په قانون شي، ډېره ښه نغمه پيدا شي هغه ږغ چي بې قاعدې وي، بيا نو بس خوشې غوغا شي ساه زموږه په مرۍ كښې، ده چپه غوندي د باد باد چي بند شو په شپېلۍ كښې، شو محفل يې په ږغ ښاد خبر يـې چي آئين څه وي، څه كړه داسي دبدبه ستا؟ دا كوم راز دى په دنيا كښې، چي شوه پورته مرتبه ستا؟ دا هغه ژوندى قرآن دى، چي حكيم او بې مثال دى چي حكمت يې هم قديم دى، هم بې شكه بې زوال دى يوه پټه خزانه ده، د رازونو د حيات له قوته يې كچه پوخ شي، بې ثبات مومي ثبات نه يې ټكى كښي چي شك* شته، نه يې بدل د مرغلرې نه يې شته د اياتونو، په خبرو( كښې خبرې د ده زور د خولې خبره، كړي په كاڼي باندي كرښه كډولې د ده له زوره، كاڼى مات كړي لكه پرخه بند په بند بنده بندي كړي، پس له هغه يې آزاد كړي د ښكاريانو په نصيب كښې، ژړاګانې او فرياد كړي د انسان نوعي ته راغلو، دا پيغام چي آخرين دى د راوړونكي شان يې ګوره، چي رحمت د عالمين دى چي هيڅ قدر د چا نه وي، په عالمو كښې يې ګران كړي چي په مځكه خداى( ته پرېوزي، هغه سر بره آسمان كړي لار وهونكي رهبران شول، دا د ده په حفاظت شول په تعليم د يو كتاب دوى، صاحبان د عدالت شول بېدياګانې كچ كوونكي، په رڼا د دې څراغ كښې رڼاګانې د علمونو، هر يو راوړي په دماغ كښې داسي پېټېد چي نه مځكې، آسمانونو كړلو پورته او نه يې لوړو دنګو غرونو، كښېښو تن دبدبې زور ته سرمايه د اميدونو، ځاى كړه مځكې نه آسمانو څنګه ځاى كړه په سينو كښې، دا زموږه ماشومانو د سور اور غوندي تاؤ ژني، هغه څه وچي ميرې وې چي د لمر په تاؤ يې سترګې، لكه وينې تكې سرې وې د هوسۍ ترپى ورځار شه، هسي يې وه زغلا د اوښې تاؤ په دم او اور په پښو كښې، د هغې بېديا د اوښې خوب پر مځكه په سر پورته، د كجورو پرنګى سيورى تل د كډو لېږدولو، وه نېټه د كاروان ستورى سر په ورانو په ويجاړو، تل كالي كډې به ولي بې مقصده ګرځېدلي، نه يې كورونه نه يې كلي د قرآن ګرمۍ تاوده كړل، زړونه يې كړل د دوى بكرې د ختلي سيند موجونه، شوې قرارې مرغلرې له كتابه يې سبق و لوست، هله ورغلل تر ځايه بندګان كوڅې ته راغلل، باچهان لاړل له خدايه( الله( دومره ډېر څه وركړل، چي شاهۍ يې و بخښلې هم ګدۍ د جمشېدانو، د دوى پښو كښې پرېوتلې د پښو دوړو يې آباد كړل، ډېر ښارونه وطنونه د هغو له يوه ګله، پورته شول سل چمنونه اې هغو چي را حصار مو، په رسمونو كښې ايمان دى اې هغو چي لار او چار مو، كفر تاسو ته زندان دى دين* مو كړلئ برخې برخې، شوئ ټولۍ- ټولۍ ويزاره د "الٰى( شيئ نكرا"، نن ده نيولې تاسو لاره اې وګړيه كه غواړې، چي د ته مسلمان ژوى څه امكان يې هډو نشته، چي به بې له قرآن ژوى صوفي ډوب په پشمينو كښې، چي په حال كښې وي بدحال مست ځان تر ورك وي په نشه كښې، په سندرو د قوال مست عراقي د شعر اور يې، د زړه خونه سوې يوړه د دې خوارو محفلونو، او قرآن نه راځي جوړه دي ټغري قالينونه، كه تاجونه او رنګونه( د ده فقر درويغژني، ټولوي ترې قلنګونه يو خلوه ور د قصوباټ دى، مكرجن رغړوي ګټى وړه خوله لويې خبرې، معنا هيڅ جملې يې غټې د خطيبد او ديلمي نه، دى كوي تل وينا ګانې د مرسل ضعيف او شاز نه، دى كوي سل ويناګانې له قرآنه تلاوت كړه، ځاى لري پسې وردرومه كه پر دغه لار روان شې، څه چي غواړې هغه مومه ((( د پرېوتلو په وخت كښې د اجتهاد* ځنې تقليد( ډېر ښه دى موجوده زمانه بده، د فساد فتنو پړۍ ده بې پروا طبعه يې ګوره، افت ګره خونړۍ ده د زړو قامونو غونډه، ده د دې تر لاسه ورانه ګوره ونه د ژوندون يې، وچه كړسه له خزانه د دې پړق خطا كړو داسي، بې خبر له ځان او كاره زموږ ساز يې داسي سست كړو، ږغ يې نه خيزي له تاره دى زموږ له زړونو يوړو، هغه تاؤ او هغه اور زوړ روښانتيا د لا ا لٰه او، هم يې يوړو د زړه زور زوړ ژوند چي هر كله كوټه شي، قوت مات شي بې ثبات شي نو ملت هله ټينګيږي، په زړه لاره چي مات شي د نيكونو لاره واخله، چي په دې كښې غونډېدل دي د تقليد معنا تنظيم دى، د ملت را پنډېدل دي د خزان لغړې څانګې، چي نه پاڼې نه د بار شته چي له ونې بې له نشې، په خزان پسې بهار شته سمندر وې ځان دي وچ كړو، غلى مه شې خوره د زيان غم كه وړوكى جړ خوړګى يې، ويده نه شې كړه د ځان غم ګني بيا د لوړو غرونو، چلې راشي سمندر شي ګني بيا د طوفانو يو، قلزم په غوره هر شي كه د زړه سترګې لرې ته، دي صحي روايتونه له احوال د اسرائيلو*، ځنې واخله عبرتونه څنګه تريخ د هغو ژوند ؤ، دي تودې سړې پر تېرې شواخون د هغو ګوره، تېرېدې پرې سختې ډېرې وينه شوه د هغو موره، نه يې پله نه رګ ژوندى ؤ كه درشلې وې سوونه، د دوى يكي يو تندى ؤ د آسمان خبر كه هر څو، و نښتېزل( لكه د كور دوى د موسٰى هارون يادكار وه، فنانه كړل هيڅ ضرر دوى آتشين ږغ يې بې سوزه، زېر نه بم وه پكښې پاتې خو ختلي ترسا نه وه، لا څه دم وه پكښې پاتې جمعيت د دوى چي خور شو، او په خپلو كښې تار- تار شول چي پر تللي مشر بر ؤ، دوى روان پر هغه لار شول زړه غونډه د خوره شوه، اې چي ستا خوبي د بل شوه ستا سينه كښې چي روښانه، د ژوندون ډيوه وه ګل شوه زړه تختۍ دي ښه كړه پاكه، معنا ليك پرې د توحيد كړه كه تدبير كوې د چارې، تـګ پر لاره د تقليد كړه په دوران د پرېوتو كښې، اجتهاد دى له تاوانه بس بساط د قام و نغاړي، وركوي يې له جهانه عالمان چي كم نظر وي، د هغو له اجتهاده پخوانو پسې هم غوره، هم محفوظه اقتدا ده ستا د پلار نيكونو عقل، هوس نه وه سولولى چري كار د پاكو خلګو، په عرض نه وي لړلى د پاكانو فكر وريشي، ډېر بې شانه نرې ثار د هغو پاكوالى بوزي، هغوى خوا ته د سردار نه دى پاتې د جعفر( شوق، د رازيرح كتني څه شوې؟ د عرب ملت آبرو او ښې، خوبۍ وي پاتې نه شوې شوه په موږه باندي تنګه، د پاك دين باچهي لار نن هر حريص د دين رازدار شو، كږې كرښې كاږي مار نن اې چي لرې شوئ له دين نه، ناخبر د دين په كار يي ټول په يو قانون راغونډشئ، دغه راز دى كه هشيار يې د ژوندون په نبض پوهه، حكيم راكړل ګل او قند چي تر منځه اختلاف، مي ده بياتي* د خواږه ژوند په يووالي كښې عزت دى، هم دي ژوند دى مسلمانه! له يووالي جوړ ملت دى، هم ژوندون دى له قرآنه موږه څه يو توري خاورې، او هغه خو زړه آګاه دى لاس ور واچوۍ په ګډه، چي هم دغه حبل الله دى د هغه د لاړ ګوهر شه، وزه مه له دغه تاره ګني ځه په باد كښې خور شه، د بېديا عبث غباره ((( د ملت د سيرت پوخوالى د خداى( د قانون په منلو كيږي شريعت كښې بله- بله، معنا مه غواړه خطا ده مرغلره كښې نور څه وي، ټوله بس رڼا- رڼا ده خداى( پخپله جوړه كړې، پكښې نشته هيڅ خبره هم بهر ده مرغلره، هم دننه مرغلره غلط مه شې نور څه نه دي، رښتيا علم شريعت دى د سنت اصل كه ګورې، نور څه نه دي محبت دى د مېړه دپاره شرعه، بې مثاله سرمايه ده مقامونه يې ډېر لوړ كړي، د يقين اندر پايه ده او هم دا د خداى قانون دى، چي ملت ترې نظام مومي د نظام له مضبوطوالي، خوشحالي او دوام مومي دي په علم كښې د شرعي، بې مثاله طاقتونه كه روڼ لاس دى كه امصا ده، يا كه نور دي قوتونه تا ته وايمه كه واورې، چي دى راز د اسلام شرعه هم انجام د اسلام شرعه، هم آغاز د اسلام شرعه اې چي ته امانتګر يې، د پاك دين د لوى حكمت دا د زړه په غوږو واوره، ده نكته د شريعت مسلمان چي كړي څه چاره، كه دا وي له مستحبه* څوك د ده كړي بنده لاره، هيڅ بې هيڅه بې سببه مستحب وه ګڼي فرض، وه تړي د فرضو نيت په هيڅ شان نه په شا كيږي، ژوندون وګڼي قدرت كه په ورځو كښې د جنـګ بيا، د دښمن لښكر ونه شي تر منځ دا ګومان پيدا شي، چي به روغه ګني وه شي توري و منډي په تيكو، ګرانې كړي په ځان آساني له يوه سره ټول وران كړي، پناه ځاى او قلعه ګانې څو بيا نه وي سنبال شوي، څو لښكر يې بې نظام وي ورختل تر هغه وخته، د دښمن په ملك حرام وي څه په راز يې پوهېدلى، دا فرمان چي د كتاب دى ژوند چي ډك له خطرو وي، هغه ژوند په ژوند حساب دى شرعه غواړي كه ور ګډ شي، په يو تود ميدان د جنـګ كښې د لمبې غوندي تاويږي، كاڼي دل كړه په غورځنګ كښې ستا د مټو زور پرې ګوري، غر دي ودروي په وړاندي اې چي ځان ته مين وايـې، يو ازمېښت كوي درباندي درته وايي چي هن غر دى، دا رانجه كړه كه باتورې شابه ويلي كړه دا ګټى، په ګرمۍ د خپلي توري جوړ له جوړه سره ښايي، څه ناتوانه خواره مېښه د هغه ساري خو نه ده، كه په شنه زمري شي پېښه په چرچڼو چي شي روږدې، هغه باز ووځي له كاره د منګل د ناستې نه شي، خوار زبون شي له دې ښكاره نو صاحب د نيغې لارې، د ښه بد نه خبر داره د قدرت دغه نسخه يې، و ليكله ستا دپاره له عمله يې ستا په تن كښې، پلې د اوسپنې كولې څنګه يـې ته په دې جهان كښې، په د رانه ځاى كښېنولې كمزورتيا نه لري باسي، مضبوطوالى ډېر وي ستا له اوچتو دنګو غرونو، هم كلكوالى تېر وي ستا هر څه دين د مصطفٰى( دى، يو قانون د ښه ژوندون دى شرعه سمه پاكه لار ده، تفسير شوې د قانون دى ته كه پروت يې لكه مځكه، وړي دي پورته له آسمانه خداى( چي څو رنګې تا غواړي، جوړوي هغه له ستا نه د هغه صيقل كړي جوړه، له تبۍ رڼه هينداره هم له اوسپنې زړه زنګ وړى، دي دا هر څه ستا دپاره د نبي( شعار دولت دى، چي دولت له لاسه لاړو بس يو رمز د بقا ؤ، د امت له لاسه لاړو هغه هسكې څوكې بوټي، خښ ولاړ د مونډ په زور صحراګانې كچ كوونكى، مسلمان د اوښې سپور چي تر څو يې قدم ايښى، پاكه مځكه د بطحا كښې پائيد لوغوړېدلو، په تاوونو د صحرا كښې خو اوس داسي خوار و زار دى، چي بهر شو له هيواده د سپېلني غوندي په وير دى، د عجم له ساړه باده دا هغه چي ماتول به يې، شنه زمري لكه بزې خوارې اوس په پښو كښې د مېږي هم، له دردونو كړي كوكارې دا هغه چي په تكبير به يې، شنه او كلك كاڼي اوبه شول د لمبلو په تارو اوس دوى، د ويرې لكه مړه شول دا هغه چي ارادو يې، غرونه ؤ په خل شمارلي اوس كه لاس او پښې يې روغ دي، په توكل يې دي سپارلي دا هغه چي به يې دښمن ته، د څټ وجې ماتولې په ضربونو* د سينې يې، اوس د زړه تاندي و شلولې دا هغه چي په هر ګام كښې، يې جوړې څومره هنګامې كړې ګوتګښې كښې به يې پښې كړې، غوندي اوس يې هيري دا نامې كړې دا هغه چي له فرمانه يې، دې دنيا ورځ و موندله سكندر ؤ كه دارا ؤ، ولاړ دوى ته په درشله كوششونه يې څومره ډېر وو، خو دوى صبر ؤ په لږه تر دې حده صبرناك ؤ، وياړ( كولو دوى په لوږه شېخ احمد يو ښه سړى، ؤ نازولى د دين توره چي به لمر رڼا غوښتله، د هغه د زړه له نوره په پاك څلي يې غوړېدلي، رنګارنګ ګلونه ښايي چي له خاورې يې ګل ټوكيږي، لا ا لٰه په ژبه وايي هغه اووې خپل مريد ته، چي غوږ ونېسه اې ځويه د عجمو له خيالونو، لرې- لرې تېښته بويه كه د فكر په زانګو كښې، له آسمان ځنې بر لاړل د نبي( د دين له حده، اې بچيه! بهر لاړل دا د زړه په غوږو واوره، نصيحت د هغه ځوان دى نازولى چي د خدا ى( ؤ، له ملت د هغه ځوان دى په زړه واچوه دا حقه، چي ښه كړونى پهلوان شې په عرب پوري ننې شه، چي رښتونى مسلمان شي ((( د ملت سيرت د محمد( د آدابو په اخستو ښـايسته كيږي يو فقير نارې وهلې، كوڅه يې وه پر سر اخستې د قضا غوند نه تلونكى، وه يې ذمه د ور اخستې سوخت شوم ما پر كوتك كښېښېو، شو په وير ږغونه يې لوى شول ګوډى يې د مشليدو د تخر نه، څه چي ؤ هغه ترې توى شول د ځوانۍ په سر كښې عقل، د بې سول ياد ويده وي لېونى كله پوهيږي، چي بد څه وي او ښه څه وي په دې كار مي پلار خفه شو، ما كتل حال يې بدل شو كه يـې مخ تازه تك سور ؤ، د رېدي يو مړاوى ګل شو په سينه كښې زړه لړزان شو، هم يې ينه دړې- دړې اسويلي يې له خولې لاړول، په صورت د شنې لوخړې سترګې شوې د ده را ډكي، پكښې اوښكې ستوري- ستوري پر بڼو وځلېدلې، توې شوې پرخه لكه ووري د هغه مارغه په حال شوم، چي په ځاله كښې لړزان وي چي چيچل كوي بادونه، او موسم پرې د خزان وي پوه په خپله ناپوهي شوم، تا به وې چي مي سا لاړه كجاوه شوه تشه پاتې، او د صبر ليلا لاړه راتې اووې چي اې زويه، صبا ورځ چي د قيامت شي هغه دوست د خداى( ولاړ وي، او راجمع ټول امت شي ايسته ډله وي ولاړه، په ملت كښې د غازيانو ايسته ډله وي ولاړه، د قرآن د حافظانو شهيدان بۀ هم ولاړ وي، د دين ستنې په يو لوري په آسمان كښې د ملت دوى، ځلېدونكي لكه ستوري زاهدان به هم ولاړ وي، عاشقان بۀ هم ولاړ وي ګناهګار به هم رپيږي، عالمان بۀ هم ولاړ وي چي په دغه حشرګاه كښې، دا فقير كړي چيغه پورته په ژړا په چغو سر شي، ګته نيسي زما لور ته بې سورلۍ د صراط ګران دى، اې زړګيه اې ناپويه پيغمبر كه ما ته مخ كړي، زه به څه وايم اې زويه كه وا وايي چي "خداى تاته، مسلمان زوى ؤ سپارلى او زما له مدرسې غه، تش لاسونه دى وتلى ستا په سر دغه يو كار ؤ، هغه سم قدر هم نه شو چي يو خټ د تور خاورو، بنيادم قدر هم نه شو" د كريم نبي( له خولې چي، پا غوندي د ملامت وي يو خوا دا شرم او ويره، بل خوا طمع د رحمت وي وې د فكر پر آس سپور شه، اې بچيه! وركړه منډه د خير البشر( په مخكښې، ياده كړه د امت غونډه چي په سپينه ږيره هلته، په بدحال يم د زړه سره په رپا دګا ولاړ يم، هم اميد او هم مي ويره دومره زياته نه ښاييږي، چي زوى كاندي په پلار هسي ما بنده د خداى( په وړاندي، مه ور استوه خوار هسي زويه ته لكه غوټۍ يې، د نبي( د بڼ آزاده ښه و غوړېږه لكه ګل شه، د هغه د سپرلي باده ګله! رنـګ و بوى ته دواړه، له بهار د حبيب( واخله د اخلاقو د قلزم نه، څو چي كيږي نصيب واخله پير د روم چي په قطره كښې يې، اباسين پروت دى قرار څنګه ښه يې دى ويلي، مرغلرې يې دي ګفتار "خپل ژوندون مه لرې باسه، د نبيانو له سروره تكيه كمه په خپل ګام كړه، مه يې ګڼه له خپل هنره مسلمان ځاى شفقت دى، سر تر نوكو محبت دى په دنيا كښې بې ضرره، لاس و ژبه يې رحمت دى چي سپوږمۍ پر سر د ګوتې، لوى رحمت كړله دوه ځايه شاباش او اخلاق يې دومره، لوړ دي چي ستايلي دي له خدايه( د هغه د لوړ مقامه، كه شلېدلى اوسې لرې ته زموږ له غونډې نه يې، پكښې نشته څه خبرې او كه نه زموږ سكه يې، يوه وينه يو مو رګ وي يو مارغه د دې چمن يې، يوه ژبه يو مو ږغ وي نورا ګډ شه په بوستان كښې، جدا مه اوسه بې ځايه يوه څانګه باندي كښېنه، په شريكه نغمه وايه د دنيا دا هر څه- هر څه، چي حساب دي په ژوندو كښې لكه مري اور په اوبو كښې، داسي هر څه په پړدو كښې سندر غاړيه بلبله، ږغ بلبلو سره يو كړه په چمن كښې سيل ته ګوره، نو الوت په هغه رو كړه په اوبو كښې اېلۍ ژوي، ولي لاندي د درياب يې؟ ستا ژوندون خو هلته ښايي، ځه صحرا ته كه عقاب يې او كه ستورى يې ځلېږه، رڼا كړه له خپل آسمانه پښه هيچيري مه وباسه، ته د خپلي خوا او شا نه كه يو څاڅكى اوبه يوسې، له نيسانه اې مينه په فضا د ګلستان كښې، هغه وه ساتې دننه دې دپاره چي د پرخې، غوندي دى د ګل والۍ شي يا يـې ځاى لكه وړوكى، د غوټۍ تنګه ځولۍ شي بيا غه تار د پلوشو چي، يې تل سحر له نوره غړي له اثره يې په دې مځكه، بوټى- بوټى غوټۍ سپړي د دې څاڅكي له جوهر كه، پر عنصر د نم و زبېښتې له جزونو نا قرارو يې، يوسې خوند د تګو تېښتې شو د خړو اوبو څاڅكي، ستا اميد د مرغلرې د خوارۍ نه دي ځارېږم، خو سراب دى هغه لرې څاڅكي واچوه درياب ته، چي ګوهر درته تابان شي په رڼا وځلېدلو، لكه ستورى د آسمان شي د نيسان هر هغه څاڅكى، چي بهر دى له دريابه لكه غوټه ده د پرخې، په خس خل پرته بې آبه پاك سرشت د مسلمان هم، په مثال د يو ګوهر دى دا رڼا ځلا او برېښ يې، د نبي( له سمندر دى ته كه څاڅكى د نيسان يې، د نبي( ځولۍ ته ورشه د هغه په سمندر كښې، ځلېدلى يو ګوهر شه لمر كه روڼ دى په دنيا كښې، ته تر يو په سل رڼا شه هغه وي او كله نه وي، ته څښتن د تل رڼا شه ((( د هر ملت ژوندمحسوس مركز غواړي او د اسلام ملت مركزيت "الحرام" دى راشه- راشه چي دي پوه كړم، زه په اړ د ژوندانه نن ټول رازونه درته سپړم، لكه لړ د ژوندانه نن لكه خيال چي بې ټيكاؤ دى، هسي ژوند په خپله تښتي د يو اړخ د يو لور نه، ساتي خپله لمن نغښتې دى حصار ؤ توند جهان ته، آخر راغلو ژوندون څنګه؟ او د ده د وخت نه زيږي، صبا څنګه پرون څنګه؟ اول وګوره خپل ځان ته، كه د سترګې وي ځيګره ته يې پرله پسې تېښته، اې له ځانه بې خبره تر پټ ځان ښكاره كولو، دا لا نه اخلي اور لړونى سره لمبه د ژوند وي پټه، خپل لوګى كړي تر پړونى چي تر څو د ده دا تېښته، يو سكون دى تر نظره جوش د ده د سيند دى موره، چي ليداى شي مرغلره ژوند چي ساه په بره راكښه، په سينه كښې اور خوندي شو دا په څانګو كښې نه وينې؟، هغه اور دى خوريدي شو اې د شل فكر څښتنه، چي پوه يې په لمر او سيوري چي د رنـګ الوت ته ګل وايي، تا خو تور كړلو ور پوري ژوند د جالي مرغۍ نه دى، او نه جاله جوړول كړي لكه رنـګ دى د نكريځې، بل څه نه كړي الوتل كړي هم حصار دى هم آزاد دى، كه هر څو دى په پنجره كښې ورسره هم په فرياد دى، كه يې خوند شته په ناره كښې په څانګونو الوت وينزي، هر دم نه چي كله- كله خپلو كړو ته څه چل ګوري، وې دا چا؟ وې چي په خپله پكښې واچوي اړكى، كار په خپله ځان ته ګران كړي او بيا پرانځي دې غوټي، هغه ګران په ځان آسان كړي پښې په خاورو كښې كړي ښخي، د توند ژوند توندي ګڼه شي دا ده پاره د دې كړي چي، د تـګ شوق يې دوه دوڼه شي د سازونو يو جهان پروت، د ژوندون د سوز تر خوا دى هم د ده د نن نه زيږي، كه پرون ؤ كه صبا دى دم په دم دي ګرانوونكې، ګران په آسانه تېروونكې نوي- نوي لومي كاندي، نوي چارې ډېروونكې په هر خوا كړي منډې ترنډې، لكه بوى دى لاړ شي راشي چي مېشته شي په سينه كښې، دغه ژوند دى نوم يـې ساه شي خپل يـې ځان خپل يـې تارونه، په خپل ځان باند و دل كا پلوشه شي غوړېشه شي، ځان ته غوټي اچول كا د يو زڼي غوندي دى هم، مېوه پاڼې لري ننه چي و ځان ته كتل وكړي، نو شي دنګه ګوره ونه دى په خاورو په اوبو كښې، عزت څومره څه پيدا كړي لاس او پښې د تماشو هم، پكښې سترګې زړه پيدا كړي د دې تن په كوټګۍ كښې، چي دننه خوښ شي ژوند نو دى روغي- روغي غونډې، را پيدا كاندي د خوند چي ژوندون په دې دستور شي، يو مركز ته وكړي غونډه امتونه ترې جوړيږي، دا اوږده او هم ده لنډه د پركار ګېڼه كه تن دى، نو مركز يې لكه ساه ده كه يـې نقطه په منځ كښې نه وي، بيا د ده كرښه خطا ده كه نظام كه يو كېدل دي، قام يې مومي له مركزه كه ټول عمر پائيدل دي، قام يې مومي له مركزه چي زموږه ده رازداره، هم مو راز هغه كعبه ده چي زموږ دپاره سوز دى، او هم ساز هغه كعبه ده په سينه* كښې يې موږ پاللي، خپل روحونه هغه دا ده موږه ټول لكه يو تن يو، دا په موږ كښې خوږه ساه ده كه مو باغ تازه لېداى شي، له شبنمه د كعبې دى اوبه خور مو په پټي كښې، له زمزمه د كعبې دى د هغې داسي ذرې دي، لمر ترې مومي رڼا ګانې لمر مدام پكښې غوپې خوري، د نور سيند يې فضاګانې كه دعوه ده هغې كړې، نو دا موږه پرې دليل يو هسي پرله پسې راغلو، له دليلو د خليل( يو شهرت چغه زموږ پورته، په جهان كښې دې حريم كړه موږ حادث* يې كړو يو مزى، شېرازه يې پر د قديم كړه ټول په يو زړه ځنې چورلي، د ملت د زړګي سر دى دا ملت لكه سحر دى، د پنجرې مرغۍ يې لمر دى په حساب د هغې موږه، له يووالي ځنې ډېر يو خود مو ځكه داسي پوخ دى، چي يووالي كښې را ګېر يو د دې كور سره تړليه، كه ژوندى يې دا يې ځكه چي له دغه خونې چورلې، مضبوط هسي پا يې ځكه د دنيا د امتونو، لكه ساه ګڼه يووالى په حرم كښې كه پټ راز دى، نو بس دا ګڼه يووالى د موسٰى( قصه كړه ياده، څه انجام يې د امت شو واوره- واوره مسلمانه، هغه تا وته عبرت شو چي مركز د هغو لاړو، نو شول څنګه خوار و زار د يووالي تار يې وشلېد، ځكه دوى شول تار په تار دا هغه چي رسولانو، ؤ په غېږو كښې لوى كړي جز يې پوه د كل په راز ؤ، په دنيا كښې ؤ نوموړي وخت په غوږ د دې امت كړه، ور خطا توده څپېړه ژوند يې سرې وينې له سترګو، و څڅېد په ګونه زېړه نم ترې لاړو كورن يـې وچ شو، كه غونچې به يې شو كولې خاور يې داسي شوه بې خونده، ولي يې هم نه ټوكولې سپك او ورك بې كوره اوره، زاره چاؤ د نېستۍ وهلي نه يې خوله نه وينا ګانې، نغري نه يې كور ؤ كلي بس نو لاړه ډيوه مړه شوه، وير ژړلي يې پتنګان د هغو قيصه چي لولم، زلزله مي شي ټول ځان د چور لند آسمان په توره، پرهر ژلو خوار و زارو! اې د شك شيبې او وهم، په كورګي كښې راحصارو! دا جامې مو كړئ ور ايسي، په دى تن جامه احرام كړئ را پيدا مو سپين سحر بيا، له دوندونو د ماښام كړئ د نيكونو غوندي پرېوځي، په يو ور سجده- سجده شئ داسي ورك په محبت كښې، نوك تر سر سجده- سجده شئ پخوانو مسلمانو، عاجزي داسي پيدا كړې چي نيازونو يې خورې ويرې، دنازونو په دنيا كړې چي په سرو غنو روان شول، بې پرواه د خداى( په لار كښې د نړۍ ټول ګلستان يې، و ټومبلو په دستار كښې ((( روستونى جمعيت د ملت د نصب العين په ټينګ نيولو كښې دى او د محمد( د امت نصب العين د توحيد حفاظت او خورول دي كاينات* هم لري ژبه، كه كړې غوږ زما په لوري عملونه د ژوندون يې، هم لفظونه دي هم توري كه په تار د مدعا يې، تړون وشي برابر شي نو ژوندون به د چار بيتې، يو ډېر ښكلى غوندي سر شي مدعا كومي مهميز( شي، موږه يې و تړو په پونده نو زموږه توره اسپه، به سيلۍ غوندي شي تونده مدعا هغه يو راز دى، ژوند موندلې ترې بقا ده كې قوت خوره پاره وي، غونډوونكې يې مدعا ده چي هر چرې دا حيات، د مقصد سره آشنا شي يو ضابط او سموونكى، د اسباب د دې دنيا شي دى چي ځان ورته تابع كړي، په مقصد پسې ورتلل كړي د هغه دپاره چوڼ كړي، خوښول نا خوښول كړي تـګ په سيند كښې د ماڼګانو، تل په لوري د ساحل وي چا چي لارې دي اخستى، د هغه پر سر منزل وي د پتنګ په زړګي داغ، له ارمان د سوځېدو دى هر چور لك يې له څراغ، له ارمان د سوځېدو دى كه مجنون په ورانو سر شو، دى او څومره څه صحرا ده كجاوه د ليلا ګوري، بس هم دغه يې مدعا ده چي زموږ كومه ليلا ده، ك مېشته وي په آباده بيا به ولي پكښې پښه ږدو، چي صحرا خوشې صحرا ده په عمل كښې مقصوديت پټ دى، لكه سا وي په وجود كښې حاصليږي څنګه څو تل(، هر عمل ته په مقصود كښې په رګونو كښې دا منډي، چي د وينې ستا زما دي دا همه توندۍ له پاره، د موندل د مدعا دي ژوند د دې له ډېره تاوه، دا خل ځان و سوځولو سره اورونه غونډول كا، ژوند په شان د رېدي ګلو مدعا لكه شاباز دى، ږغوي ساز د همت دا مدعا هغه مركز دى، چي راكاږي هر قوت دا مدعا لكه د شا ده، ښوروي دا د قام غړي په يوه كتنه دې وي، په زرګونو سترګې وړي د مقصود معشوقه شمعه، پسې ته ورك لېونى شه پتنګ هسي ترتا وېږه، د دې مخ ته سپېلنى شه څه خوږ ږغ ځنې را خيزي، ساز نواز دا قم هوښيار دى د معنا شاباز يې ايښې، اوره څنګه په خوږ تار دى "لاروى كه پښې ته لاس كړي، اغزى اخلي د زړه سره په دې لږه حصارتيا كښې، محمل ووځي له نظره" كه يورپ قدر د سترګو، لارويه ته غافل شوې په شا لاړې تمبېدلى، سل فرسنګه له منزل شوې* دا وجود ډېر لرغونى دى، چي يې عالم بولي قامونه له ګډون د عناصرول، د ده جوړ شول اندامونه سل بڼونه نچې يې لو كړې، يو فرياد آزادول شو سل چمنه يې خړوب كړل، يو زرغون تر رېدي ګل شو څومره نخښې يې واچولې، هر نخښه يې بيا كړه ورانه په تختۍ د ژوندانه يې، وروستى جوړ كړې مسلمانه! ژړاګانې يې كرلې، په پټۍ كښې د خپل ځان چرته ډېره موده پس يې، حاصل وشو يو اذان په مودو ؤ ده تود كړى، د احرارو سره جنـګ د خدايانو د روغژنو، سره ناست ؤ څنګ پر څنګ دانه تخم د ايمان يې، آخر خاوره كښې كړه خښه كليمې ته د توحيد يې، دغه ستا ژبه كړه خوښه د عالم دورونه ګرځي، نقطه ګاه شوه لا ا لٰه د عالم د دومره كار، انتها شره لا ا لٰه دا د لا ا لٰه زور دى، چي آسمان كړي چور ليدنې هم تر دې د لمر تاوونه، ځلېدنې بلېدنې په دې زوړ بحر پيدا كړي، مرغلرې داسي- داسي هم د سيند موجونو وكړې، غورزې پرزې هم بډا سي* هم له دغه خوږ نسيمه، توري خاورې لكه ګل شي كه يو موټى د بڼو وي، له دې سوز ځنې بلبل شي چي رګونه تر د كورو، دي روښانه دغه سوز دى صراحي د تورو خاورو يې، كړه تابانه دغه سوز دى پكښې نغمې دي څه سوې، چي تاوونه يې دي بې شانه د عالم رباب دي غواړي، شاباز لاس كښې آدم خانه په رګ - رګ كښې دي ږغونه، لكه وينه زغلي پرېږده هر څه پرېږده پاڅه- پاڅه، دا شاباز دي په تار كښېږده او دا ځكه چي تكبير كښې، راز و ستا دشته كېدو دى ستا مقصود د لا ا لٰه د، حفاظت او خورېدو دى چي تر څو د حق دا چغه، په عالم كښې نه شي عامه كه رښتونى مسلمان يې، تل به ويښ يې بې آرامه ګله هغه سړى څه وي، چي له ځانه خبر نه وي ستاس خطاب عادل امت شو، وايه نور عزت به څه وي د مخ مالګه د خپل وخت يې، روښنايي د خپل زمان يې په قرآن كښې ته شاهد، په قامونو د جهان يې پوهنده ؤ نكته دانو، لره عام بلنه وركړه په علمونو د امي يې، تر خپل وسه ښه خبر كړه اې هغه چي ګفتار يې، پاك وينځلى له اهوٰى* دى اې هغه چي يې خبرې، ښه تفصيل د ما غوٰى( دى كاينات لكه رنځور وه، ده چې يې نبض ونيولو نو بربنډ يې هغه راز كړو، د ژوندون د سمېدلو د دې باغ د رېدي ګلو، سخا لمري چي وليدل ده د مودو راسي ور پوري، زاړه خيري وه وينځل ده د هغه په دين كښې ژوند دى، ژوند به نه وي چي دين نه وي څه امكان د حيات نشته، كه يې په مخكښې آئين نه وي اې چي تخر كښې دي، قرآن دى خوبولې نور مه زانګه ناسته، پاڅه ځه روان شه، د عمل ميدان ته دانګه د انسان فكر تېروځي، بت پرست او هم بت ګر دى په تنونو په جسمونو، په جثو پسې تل سر دى بيا رده د اذرتوب يې، ايښې ده په فكر زوړ چي يـې څنګه زړه غوښتله، كړل يې نوي خدايان جوړ خوښ په وينو تويولو، دا خدايان د ده عجب دي چي ياد شوي په نومونو، د ملك او د رنـګ نسب دي دا بتان هغه بتان دي، چي نه يې تول نه څه قېمت دى لكه ګډ د قربانۍ پروت، د دوى پښو كښې آدميت دى اې هغه چي په شرابو، د خليل( د كوزې موړ يې ستا په وينه كښې تودوالى، هغه راسي نه چي سوړ يې د باطل په حق لباس كښې، تېرېستل د هر اولس كا "اې له خدايه چي رڼا شي ورك د وخت له شپو دا تور كړه"" بې له خدايه نور څه نشته، په دې توره ترې سر غوڅ كړه وه ځلېږه چي رڼا شي، ورك د وخت له شپو دا تور كړه چي كامل( درباندي راغلو، هغه دين په دنيا خور كړه وار خطا شم ستا له شرمه، ستا به حال څه وي صبا ته هغه فخر د نبيانو، كه در واوړوي مخ تا ته چي قرآن د خداى كتا ب ؤ، ما په تا باندي سپارلى هغه تا تر نورو خلګو، ولي نه دى رسولى د ملت د ژوند اوږدوالى د عالم د نظام د قوتونو په تابع كولو كښې دى اې! چي تا وه ناليدلي، ژبه وركړه له ازله اوس به مخه آزاد زغلي، لكه وي بې غاړې چله د چمن له خاورې پاڅه، لكه بوټى لوړ ګړنګ شه زړه په غيب پوري تړلى، د حاضر سره په جنـګ شه دا حاضر عالم چي وينې، پوهوي تا چي غيب څه وي چي د غيب تسخير كول شي، نو شروع به يـې هم له ده وي سر تر سره دنيا ټوله، و تسخير لره پيدا ده د نظر غشي ته خانه، خال سينه د ما سيوا ده په يو "كُنٌ" ټكي يې پيدا كړو، دا تمام جهان چي ګورې چي ته خپل د همت غشى، له سندان وباسې پورې تا دي وي سره تر سره، غوټي غوټي او بندونه چي له دې ځنې پيدا شي، پرانستلو كښې خوندونه كه غوټۍ يې نو خوره شه، له خپل ځانه چمن پاسه كه يو څاڅكى يې د پرخې، بره لمر كړه را تر لاسه درېغه ستا ځنې پوره شي، دا نا دره چاره ګوره د خپل روح په تاؤ كړه ويلي، بيا تو دې كړه وينې موره محسوسات چي چا تسخير كړل، دې خبرې تـې ځان جوړ كړو كه رښتيا راباندي وايې، له ذرې يې جهان جوړ كړو چي سينو د فرشتو، ته ښكاري غشي ورشړلو له هغې يې آدم مخكښې، په فتراك كښې و تړلو د محسوس د سخرې غوټي، شو اول په پرانستلو خپل همت يې و كتلو، په موجود تابع كولو سمه غر په لنده وچه، د دنيا په هره برخه ګورې نه چي عالمانو، د تعليم كړه پورته نخه د اسبابو په عالم كښې، اې بې سوله افيم خوره تل دنيا ته بده وايې، لوټه آ خوا كړه له لوره پاڅه و غړوه سترګې، په نشو كښې يې غم لړلى بد پرې هيچرې مه وايه، عالم تا ته دى تړلى چي خور نوعي د مسلم شي، غرض دا د دې جهان دى چي له ده دي څه كېدونكي، د هغو پر امتحان دى وخت يـې توره در خطا كړه، ښخه يې خپله خوا كښې وينې؟ دا ښيي درته په سترګو، چي لا شته په تا كښې وينې سينه ژوبل كړه پر واخله، د زور كاڼي كه وريږي خپل هډونه پرې وګوره، سره اورونه كه غوريږي د دنيا دا ښايستونه يې، د مومن د سترګو تور كړل د نيكانو برخه يې شماري، خداى هغوى د دې په لور كړل دا جهان باچهي لار ده، پر كاروان په مخ روان دى د مومن د سرود ياره، لكه كاڼى هم جهان دى كه په ترڅ وي غېږ ترې تاؤ كړه، نه كښېوځي ته ور كښېوځه ښه شراب شه تا بۀ اخلي، په پياله كښې د ده پرېوځه ستا د فكر آس سيلى دى، په توندي كښې دى بې شانه دى په جوتو ترپو ګرځي، له آسمانه تر آسمانه نېمګړتيا د ژوند په دې خوا، مخ په كښته كړو را خوشى له آسمانه يې را خطا كړو، كوزه مځكې ته دا غشى چي ته ځان په هر هنر كښې، تر دې حده پوري پاس كړې د عالم په دې نظام كښې، قوتونه ټول تر لاس كړې چي د خداى په دې جهان كښې، ښه تائب يې بنيادم شي اور اوبو په خاوره باد، د آدم حكم محكم شي څومره- څومره چي تنګتيا ستا، ځي او غړيږي په دنيا كښې هومره- هومره به ستا كار نو، ښه جوړيږي په دنيا كښې شابه لاندي كړه بادونه، ته مرغۍ د هر يو لور شه لكه اوښ يـې ځان ته جوړ، كړه مهار ونيسه پر سپور شه مټي ونغاړه آرام شه، غرونه واړوه په بله د ګوهر د ځل واله نن، له سيندرا واله اې ګله! په فضا- فضا كښې شته دى، جهانونه- جهانونه په ذره- ذره كښې پټ دي، د لمرونو څه شانونه د هغو د پلوشو نه، ناليدلي كړه ليدلي هغه پټې كړه څرګندې، چي چا نه دلي پېژندلي هم ترې واخله ډېر تاوونه، هم په ښه د لمر ځلا كړه له دريابه له سېلابه، هم بجلۍ د كور رڼا كړه ګرځنده هم ولاړ ستوري، چي لارغه لا په آسمان وو د پخوا تېرو قامونو، د سجدو دغه خدايان وو دغه وينځې او مريان دي، ته بادار يې په دوى باندي دى پيدا د دې دپاره، چي شي تا ته وروستو وړاندي د لټون چاره مضبوطه، په تا بيا او په تدبير كړه بې له خدايه پاتې هر څه، په مړدۍ ورته تسخير كړه سترګي و غړوه وينه، د اشياوو په يو- يو كښې چي دا څومره څه نشې دي، د شرابو په پلو كښې چا چي خپله برخه يوړه، د اشياوو له حكمته كمزورتيا شوله راپورته، باج يې يوړه له قوته د دنيا دا صورت نه دى، بې معنا كښېږده غوږونه دا رباب كه لرغونى دى، پكښې شته نوي ږغونه لكه تندر يې هر ږغ دى، پوهه غواړي اې هوشياره پوهان ځان ورته شاباز كړي، ږغ يې وباسي له تاره چي "انظروا يې اووې تا ته، دا خو ته يې پوهولې نو بيا ولي په دې لاره، د ړندو غوندي ته زغلې هغه څاڅكي چي د خپلي، روښانتيا په راز خبر دى نو ښكاره په ګل شبنم دى، او شراب ننه د كور* دى كه درياب لره وركوز شي، پكښې دى شي مرغلره خپل جوهر يې و ځليږي، لكه ستوري چي دي بره چي الوځي په ګلونو، مه په شان ته د صبا شه دا ګلزار د معنا سيند دى، ورغوټه كړه مرجوڼا شه هغه چا چي كمندونه، په اشيا دي اچولي دا بجلۍ او بړاسونه يې، زين آسونه زغلولي د هنر مرغو ته ږغ كړئ، له الوته يې كړئ راكښته دوى خوږه نغمه له سازه، بې شابازه كړي اوچته د ژوند لار ده ډېر ستوخه، اې چي مخكښې د ګډ خر دى څه ويده- ويده روان يې، ژوند خو جنـګ ولاړ پر سر دى مله دي ټول دي رسېدلي، په تا شوې څه بلا ده د محمل نه هغو وړلي، د معنا ښكلې ليلا ده او ته ورك لېونى ګرځې، په صحرا كښې زړه دي ستړى مات ښنګرى زاره چاوده، وږى تږى مانده مړى ځار شم، علم د نومونو*، د آدم پر سر دستار دى او حكمت يې د څيزونو، د آدم نه تاؤ حصار دى د ملت زاړه روايتونه ياد ساتل په ملت كښې د خودۍ احساس ويښ او مكمل كوي تا يو داسي ماشوم وليد، اې آشنا بالغ نظره! چي له ځان خبر نه دى، نه خبر له وره غره نه په لرې، نزدې پوهه، نه په كوزه نه په پاس كښې په ټوپونو دې سپوږمۍ نه، چې را ونيسې په لاس كښې نور له هرڅه ځنې موړ دى، د موركي په خوا مست دى يا په خوب اوتي په مست دى، يا په شور په ژړا مست دى نا آشنا د ده غوږونه، بې خبر په بم او زېر* دى ښه نغمه د ده دپاره، شرنګهار يې د ځنځير دى پاك ساده د ده فكرونه، پرېشانۍ ورځنې لرې پاكې پاكې يې خبرې، پاك په شان د مرغلرې بس لټون د ده د پوهي، سرمايه ده نا اوزګار دى ولي؟ څنګه؟ څو؟ او چرته؟ ، په هر دم د ده ګفتار دى تل يـې فكر وي بل خوا ته، آ خوا دې خوا په هر لوري دى له ځانه بې خبره، نور څېزونه ويني ګوري كه د ده سترګې كړي پټې، څوك د شا له مخې راشي نو بې شانه ډېر خفه شي، له خفګانه په ژړا شي كچه فكر يې دنيا كښې، لكه هغه نوى باز دى چي په ښكار پسې الوتى، نوى- نوى يې پرواز دى چي په ښكار پسې يې پرېږدي، الوتل يـې په هر خوا شي چې را وبلي دى ځان ته، بيا د ده منګل ته راشي دې دپاره چي ښكاره شي، اورجنتوب يې د فكرونو له ټوټكى د غاورتوب نه، وكړي كر د اور ګلونو ځان ته وګوري په خپله، فكر و كاندي چي څه يم چا چوكۍ* په سينه كښېږدي، او دى و وايي چي "زه" يم د ده ياد كاندي راويښ دى، د خپل ځان سره آشنا كړي دوه تارونه سره غوټه، دى پرون او د صبا كړي په زرتار كښې ده پېيلي، تېرې ورځې او خبرې لكه پر له پسې لړوي، په يو تار كښې مرغلرې كه هر څو هره كړۍ دى، ټولوي خوروي خاورې "زه هغه يمه چي ومه"، دا په زړه لري كه واورې دغه "زه" په ماشوم زړه كښې، بس آغاز د ژوندانه دى خيزي ږغ د بيدارۍ دا له، دې ساز د ژوندانه دى يو ملت كه نوى پاڅي، د ماشوم غوندي كوكۍ وي ماشوم هغه چي په غېږ كښې، ګوډاګى د موركۍ وي يو كوچنى غوندي د لوبو، له خپل ځانه بې خبره لكه خاورو كښې ككړه، ننه شوې مرغلره په نن پوري د ده نه وي، په صبا د ده پيوند لا يـې پښو كښې لكه لومي، ورځې شپې نه وي د ژوند دى په سترګو د دنيا كښې، لكه كڅي وي روښانه بل ته ګوري هغه ويني، ولي ورك وي له خپل ځانه دى را پراينځي سل غوټي، د خپل ځان له يوه تاره سر د تار د خودۍ ګورى، زړه چوي د دې دپاره كه په خپله زمانه كښې، دى را مټ كاندي په كار نو دا نوى شعور ځان كړي، تر خپل وسه ښه پايدار پكښې نخښې جوړول كړي، جوړول كړي ورانول كړي د خپل ژوند د قصې خونه، په شان- شان ودانول كړي د خپل ژوند د ورځو شپو نه، چي بې غم شي كوم يو فرد غاښ يې پرېوځي شي كړشپه، د ادراك منګز د مرد سرګذشت( چي يې سنبال وي، هغه قام دى لوړ او ښاد ځان هغو دى پېژندلى، چي خپل حال لري څوك ياد هېروونكى د خپل حال خو، په مثال د بوڼې سپك شي بيا شي خاورې- خاورې باد شي، د دنيا له مخه ورك شي ستا د شتنې د مېشتنې، دارو دغه دي هوښياره شېرازه تړلې كيږي، تل د ورځو شپو له تاره رابطه د ژوند د ورځو، ښه لمريل زموږ په تن دي د زړو قيصو ساتنه، دى لمرو ته تار و ستن دي تاريخ پېژنې چي څه وي؟ اې له ځانه بې خبره څه قيصه ده څه داستان دى؟ هيڅ خبر نه يې له سره تاريخ تا وهي په غوږو، دى خبر كړى تا له ځانه تا كړي پوهه چي بۀ كړې څه، كړي پيدا در كښې مېړانه روح ته پنګه د قوت ده، كړي يې كلك لكه د ګټو تاريخ جسم د ملت له، دې په شان د پلو او پټو تاريخ ستا لكه د توري، په برچو* باندي وهل كړي پس له هغه د دنيا ته، څنډول او برېښول كړي زوړونه وړي څه ښكلى ساز دى، روح لوټي په لويه لار كښې څه خوږې تېرې سندرې، دي ويدې د ده په تار كښې د تاريخ په سوز كښې وينه، شته سور اور خو مړغېزن دى څنګه ښكلى شان پرون دى، چي په غېږ كښې يې د نن دى امتونو ته يې ده شمعه، د بخت ستورى له آسمانه د پرون وه كه د نن ده، دواړه شپې دي ترې روښانه اې! نن سترګې د يو پوهه، ويني ورځې هغه تېرې؟ تا ته يـې اچوي په مخكښې، هغه تېري له تا هيري؟ د هغه په كوزړۍ كښې، شته شراب د سلو كالو په شرابو كښې مستۍ شته، د زړو مستو لېوالو چي زموږ له ګلستانه، كوم مرغۍ وه الوتلې دې ښكاري وه لومه ايښې، راشه بيا يې دى نيولې د تاريخ په جوړول كښې، كلك بې شانه ګړندى شه چي ختلي دي ساه ګاني، بيا يې راكاږه ژوندى شه هغه تېر پرون را واخله، د خپل نن سره يې پيوند كړه لكه باز په منګل ناست وي، روږدى( هسي ته دا ژوند تل د ورځو مزې غړه، په دې كار كښې اوسه توند ګني ګرځه په تيارو كښې، شوپرك د ورځي ړوند ستا دا نن به هله نن شي، كه پرون وه لرې ياد له پرون كړه نن آباد، ستا صبا به شي ترې ښاد كه پر زړه دي دا ارمان وي، چي دي ژوند شي بې زواله مه شلوه د ماغي( تار له، مستقبل او هم له حاله د ادراك د څپو پر له، پسې توب ځيګره ژوند دى په حق- حق* چي كوزه سر وي، د مستانو غوره ژوند دى ((( د نوعي تلوالي* له مورتوب ځنې دى او د مورتوب حفاظت ؤ احترام اصل د اسلام دى كه سړى رباب ږغيږي، ښځه ده له شاباز كړي د ښځې آرزوګانې، دوه دوڼه د سړي ناز د سړو د بربنډوالي، پټول د ښځې بت كړي زړه را كښونكى ښايست څنګه، د عشق تن ته كار د خت* كړي تل تر تل د دې په غېږ كښې، د خداى( ميني دي پاللې ښځه څه غلى شاباز دى، دا ږغونه يې دي ختلي چي لويي پرې كاينات كړي، دوست د خداى( دى هغه ذات واوره ښځه دوى ستايلې، ده په طيب او په صلوٰت دا چي نن مسلمانانو، ښځې وينځې دي ګڼلې د قرآن له حكمتونو، برخې دوى نه دي تړلې كه پوهيږې نو مورتوب خو، په دنيا كښې يو رحمت دى چي د ده او نبي توب، سره خپلو كښې نسبت دى د نبي( د شفقت غوندي، مور مېرمنه د شفقت ده مور دنيا كښې جوړوونكې، د قامونو د سيرت ده مورنۍ مينه ښۀ پوخ كا، و تعمبر زموږه وروره او د مور د تندي كرښه، دى تقدير زموږه وروره كه دي عقل وي په سر كښې، او معنا ته څه رسېږې په امت ټكي كښې ډېرې، نكتې شته دي كه پوهېږې چي له مخه يې دنيا ده، د هغه د خولې وينا ده چي په پښو كښې دى د مياندو، كه جنت د مدعا ده د نسونو* چي عزت وي، له دوى زېږېدنه امت وي ګني بيا د ژوندون چاره، كچه ورانه بې صفت وي واوره زويه له مورتوبه، تل ده تونده د ژوند منډه اې ناپوهه له مورتوبه، د ژوند پټه شوه بربنډه له مورتوب مي دى په سيند كښې، دا غلئ څپې زورونه دا بډاسيد چورلكونه، بړبوكۍ دي كه شورونه هغه لور چي د بانډې وي، نه پوهيږي په خبره وي جاهله سخا خير نه، چيته غټه سر ببره بې ادبه بې نمكه، د مېچن او د غوجلې نه خوله وره ساده ګوټې، د جارو او د خزلې ننوتي كړاغې سترګې، مخ يې ګونځې په ژوندون كښې زړه يې ستړى د مورتوب په، خوږ ؤ غم و شواخون كښې كه د دې له غېږې پاڅي، مسلمان چي ننګيالى وي په ملت كښې د خداى شېر وي، مېړنى وي توريالى وي نو زموږه ژوند محكم دى، له ناكام د داسي لوڼو نړۍ( روڼى مي سحر دى، له ماښام د داسي لووڼو او بيا هغه نازك تته، كور ساتلي خرشه پرشه د زړه غله ګوډۍ د لوبو، خواره شوې غېږه تشه د دې فكر ورته برېښي، د مغرب* رڼا په ده ده په ښكاره خو ښځه ښكاري، خو دننه ښځه نه ده ناز، نخرې يې شې له سترګو، سېلاب ووت د بې سولې د ملت كه قامولۍ وي، ټولي يې يوړې يخې پولې كلكي سترګې فتنه ګرې، بس د دې دا آزادي ده د حيا شرم نه لرې، بس د دې دا آزادي ده د دې علم په سر پېټى، د مورتوب وه نه زغملو په ماښام د خواري يو هم، ستوري ونه ځلېدلو داسي ګل دي زرغون نه شي، په امان شې زموږ باغه د ملت لمن مينځلې، ښه ده پاكه له دې داغه "لا ا لٰٰه" ويونكي ډېر دي، په شماره لكه د ستورو پټې سترګې لا ساتلې، زمانې په تېرو تورو د نشتوالي له تېرو لا، راوتلې بهر نه دي په دې ښار د څنګه څوپ لا، را دننه په ور نه دي لا زموږ په تورږمو كښې، دي پرتې نه دي وتلي هغه ډېرې رڼاګانې، چي لا موږ ښه دي ليدلي كوم شبنم چي لا د ګلو، بسترې ليدلي نه دي د صبا نوكو چي كومي، غوټې لا څېرلي نه دي د امكان دا ريدي زار به، يې زرغونه كړي ستا د وړاندي وبه يې ويني چي سمسور شي، باغ زموږه درنې مياندې كه رېشم پشم كه نغدې، كه سره سپين او كه دستار دى سرمايه ګورې دا نه ده، كه دا هر څه وي قام خوار دى اې هوشياره! تېروه نه خورې، د قام پنګه ښه اولاد دى چي كلك توند او مېړنى دى، چي په روغه څټه ښاد دى د دولت د اخوت هم، حفاظت كيږي له مياندو د قرآن او د ملت هم، حفاظت كيږي له مياندو ((( دمسلمانانو ښځو دپاره سيدة النسآء فاطمة الزهرارض كامله نمونه ده كه مريمهع ابۍ موږ ته، په يوه عيسٰى( خوږه ده نو په دريو نسبتونو، فاطمه زهرٰى خوږه ده دا اول د سترګو توره، د هغه ده چي امين دى اولين هم آخرين دى، هم رحمت د عالمين دى دا هغه چي مړه دنيا يې، را ژوندۍ په نوې ساه كړه زمانه د نوي دود يې، لكه زېرى را پيدا كړه چي تاجدار د "هل اتٰى*" دى، د هغه د كور رڼا ده د خداى شېر مشكل كشا دى، د هغه د كور رڼا ده مرتضٰى هغه باچا ؤ، چي جونګړه كښې يې شان ؤ يوه توره يوه زغره، ايله دغه يې سامان ؤ دې مركز د عشق پركار ته، دا د هغه هوشيار مور ده قافله د عشق يې سيخه، كړه د هغه سالار مور ده د حرم د خونې شمعه، پلوشو يې وكړې منډې چي ساتنه يې مقصد وه، د خپل لوى نېكه د غونډې اراده يې د وركولو، د كينې او شور او شر كړه د نيكه لمسي له نيته، تخت او تاج ته لته وركړه هغه مشر د مينو، سر د غونډي د نيكانو په دنيا كښې يو قوت ؤ، د احرارو د پاكانو دا سوزونه له حسين دي، د ژوندون سوي نارو كښې سوي زده كړي له حسين دي، حريت په شنو زمرو كښې سيرتونه د زامنو جوړول، كا خوا د مياندو د صفا صدق جوهر هم، بركت دى له آدميانو د تسليم رضا د كښتي، فاطمه حاصل منه ده د اسلام د مياندو وړاندي، دا كامله نمونه ده زړه يې و سوځېدو داسي، د محتاج د غم له اوره په يهود يې څادر خرڅ كړو، شوه په خپله دا سر توره كه مسلم كه نا مسلم ؤ، په سلام د ې د ور تل د څښتن هره خبره يې، اخسته په سترګو سر تل هغه پاكه صبرناكه، په رضا د خداى( خوشحاله د مېچنو اڼونكې، قرآن خوانه بې مثاله په ژړا وه سر او سر يې له، سر ويګدې* موړ وه لرې د لمانځه په دونكاچه به، يې تل نوستلې مرغلره جبرائيل به د دې اوښكې، له دې مځكې ټولولې لكه پرخه به يې پورته، پر عرش باندي واچولې كه ځنځير د شريعت مي، پښو نه نه واى پرېوتلاى چي فرمان د مصطفٰى دى، ما هغه ته نه كتلاى نو مدام به چور ليدنې، ما له پاك څلې د دې كړې هم يې تل په پاكو خاورو، د اخلاصه ما سجدې كړې ((( د اسلام سترمنو ته اې چي ستاسو پاك پړوني، شه زموږ د ناموس رنګه اې چي ستاسي رڼاګانې، دي زموږ د فانوس پنګه اې په خټه پيدا پاكو، وجودونه مو رحمت دى هم پاك دين لره قوت دى، هم بنياد مو د ملت دى چي ماشوم زموږه ستاسي، په شودو كړي خوله كنګاله نو په مم د لا ا لٰه يې، اول تاسو كړئ خوشحاله ستاسي ډېره تېره مينه، پس له هغه سړه خوا شي چي زموږه دود او فكر، هم كول ويل وه تراشي چي وريځ ستاسي ساتلى، زموږ تندر ؤ په خوا كښې هغه وه برېښېد ګوزار شو، هم په غرونو هم صحرا كښې اې رښتيا امانت ګرو! ، لوى نعمت د خداى آئين دى ستاسي هره- هره ساه كښې، تاؤ د پاك الله د دين دى د دې دور خوله خوږه ده، تېرايستونكې د چلول دى كه كاروان يې روان وينې، د دين لار وهي غټ غل دى ړوند او كوڼ له خدايه لرې، دغه حال يې د درك دى هر نامړد يې كلك تړلى، په خپل پير او په چور لك دى دا څښتن د كلكو سترګو، ډېر بې باكا ؤ بې پروا دى د بڼو په غشو ويشتى، ده زړګوټى د هر چا دى هغه ده چي دى تړلى، په آزادو حساب ځان كړي هغه ده چي دى وژلې، د ژوندو په ځان ګومان كړي اوبه ستاسي ونه غواړي، جمعيت ستاسي په سر دى سرمايه ساتنه غواړي، دا ملت ستاسي په سر دى چي سودا د سود او زيان مي، آ خوا نه كړي له خپل سره بې له پلار نيكه د لارې، لاهو نه شئ بې ګودره د بد دور له خپړې، هم بچي ساتئ هم ځان خپل ټينګ را وه نيسئ په غېږ كښې، د زړه غوښې فرزندان خپل زېړې خولې مرغۍ بچوړي، شوي يې نه دي لا وزرې د چمن له څانګې ځالي، پرېوتلي څومره لرې د خدايي جذبو مېرمنو! ، راشئ بيا ونغاړۍ مټې سمه لار ده د زهرا ژوند، ګوري سترګې نه كړئ پټې كړئ راستون تېر شوى وار بيا، په چمن كښې كړئ بهار بيا چي مي وكړي هره څانګه، د حسين غوندي ښه بار بيا ((( د مثنوي خلاصه د سورۀ اخلاص په تفسير كښې ((قل هو الله احد)) يوه شپه مي خوب كښې وليد، ؤ حضرت صديق( بې شكه ما يې د لار له خاورو يوړه، د سرو ګلو ځولۍ ډكه دا هغه دى چي ستايلى، پيغمبر امن الناس( دى دى زموږ لومړى كليم دى، چي په طور ختلى پاس دى دا ملت لكه پټى دى، او د ده همت ؤ ابر دى دويم ؤ د اسلام ؤ، هم د غار ؤ بدر قبر ما وې اې! چي ستا د عشق، لوړ مقام د بر نه بر دى سړه عشقه ستا له عشقه، چي د عشق د دېوان سر دى ستا په لاسو ايښى شوې، ده رده زموږ د ژوند نن ولاړ يو په سور اور كښې، راته وښيه څه بند وې چي څو به پكښې پروت يې، خواهشونه جېلخانه ده د اخلاص سورت نه واخله، عزت پټه خزانه ده هغه دا چي سينې ډېرې، ساه يوه پكښې غړيږي په رازونو د توحيد كښې، دى يو راز كه څوك پوهيږي د هغه په رنـګ كښې رنـګ شه، د هغه د رنـګ مثال شه د هغه په دې جهان كښې، لكه سيورى د جمال شه هغه چا چي مسلمان كړې، ته يـې په دې نامه ستايلى له دوه والي نه يې په لوري، د يووالي يې راكښلى كله وايـې چي زه ترك يم، كله وايې چي افغان يم څه وې؟ څه شوې؟ دا ژړا ده، وايې نه چي مسلمان يم له نامونو خلاص كړه نو ملي، له نومونو ځنې تېر شه اې! د خم سره كړه جوړه، له جامونو ځنې تېر شه اې چي نوم داسي ذليل كړې، اې د نوم تر لاسه خواره ئې هغه مېوه د ونې، چي كچه شي را ګوزاره له يووالي سره روغ شه، د دوه والي پرېږده نخښې چي دا خپل غوره يووالى، چرې نه كړې برخې- برخې اې منونكيه! د يو كه، دا ته ته يې ځان وه مومه د دوه والي دا سبق به، آخر ته لولې تر كومه خطا مه شې دواړه يو كړه، په خوله نوري په زړه نوري دا خو ور د خپلې خوني، تا خپل ځان ته كړلو پوري دا خو يكي يو ملت ؤ، تا ترې سل توكي پيدا كړل په خپل كوټ دي شبخون وكړو، په ځان شندې دي دا ستا كړل يو شه و ښيه يووالى، د توحيد مينه خپل سود كړه هغه پټ چي دى له سترګو، له عمله يې را موجود كړه د ايمان خوندونه ډېر شي، د هغو چي عمل كاندي دي هغه مړه ايمانونه، چي عمل ته نه دي وړاندي الله الصمد كه په خداى بې نيازه پوري، تا دا خپل زړه وتړلى له سرحد د سببونو، يې په كتو بهر وتلى نو بنده د خداى بيا كله، بنده توب لا د حيلو كړي ژوند رهټ نه دى چي چورلي، نه پرواه د ډول چكلو كړي كه رښتونى مسلمان يې، بې پرواه له هر يو غير شه اوسېدونكو د دنيا ته، سر تر سره پوري خير شه د مړو سړو په مخكښې، هيچرې نصيب مه ژاړه تويوه مه چرې اوښكي، مه لاس نېسه او مه غواړه د علي قوت پيدا كړه، ته په روټه د اوربشو خيبر واخله غشى ښخ كړه، د مرحب په سينه تشو د ښكاره د څښتن ولي، د احسان څوكونه اخلې ته په دواړو سترګو ولي، د وه نا دوكونه اخلې له نامړدو له شومانو، ته خپل رزق ولي غواړې ته يوسف يې نه سليږې، په ارزانه بيعه لاړې كه هر څو لكه مېږى شې، كم طاقته بې وزره حاجت مه وړه سليمان ته، نه ښاييږي د زړه سره لاره ده بې شانه ګرانه، كډه سپكه كړه پر مه مره د الله په دې جهان كښې، آزاد ژوه آزاد وه مره شپه هم ورځ ته وظيفه كړه، د اقلل من الدنيا* ته غوټه ته كړه "تعش حرا"، مدام اوسه مړه خوا ته په غوښتلو به شې خاورې، څو توانېږې ځان كېميا كړه د ګټلو د خوړلو، د خورولو ژوند پيدا كړه بوعلي په ګور يې نور شه، كه يې خبر يې له مقامه څكه وكړه دا يو ګوټ دى، د هغه صاحب له جامه "څه كه تخت د كيكاؤس شي، بې پروا شه لته وركړه چي خبره د ناموس شي، ځار قربان تر مال و سر كړه كه دي تشه پيمانه وي، بې نيازي دي وي وزرې نو كه بنده ميخانه وي، هم په خپله يې ور شي لرې د اسلام ځلنده ستورى، چي د كوم نامه هارون ده چي مېړانه يې ليدلې، د نقضورض سترګو پرون ده مخ يې كړو امام مالك ته، وې چي "اې د علم لمره! د اولس تندي اخستې، رڼاګانې ستا له وره په چمن كښې د حديثو، اې بلبله نغمه ګره! چي څه زده كړه له تا وكړم، ده په زړه مي دا خبره لعل به څو وي په يمن كښې، اوس را ووځه له خپل درنګه ته رڼا د خلافت شه، د بغداد ښايست كړه رنګه د عراق د رڼو ورځو، رڼاګانې تل خورې دي زړونه وړونكي ښايستونه، څنګه ښې- ښې نندارې دي د حيات اوبه ترې څاڅي، شه نزدې د عراق كور ته هم يې خاورې دي ملهمې، د عيسٰى غوندي پرهر ته" مالك اووې: "زما نشته، بله هيڅ سودا په سر كښې زه غلام د مصطفٰى( يم، خوښ يم تل د هغه ور كښې دېر يـې خوښ يم په فتراك كښې، لويـې نشته له دې نوره هيچرې به زه لاړ نه شم، له درشل د پاكه كوره د يثرب د پاكو خاورو، ښكلولو كښې مي ژوند دى د عراق له رڼا ورځو، ډېر زما په شپو كښې خوند دى عشق په چغه راته وايي، چي مي ويښ اوسه فرمان ته كه شاهان دي مريان كيږي، هم نزدې يې مه كړه ځان ته او ته دا خوبونه وينې، چي لا ته زما بادار شې زه آزاد و ستا بنده شم، ته زما د واك اختيار شې هم تعليم كوې زما نه، هم كوڅې ته استاد غواړې د ملت خادم به څنګه، ستا چاكر شي خطا لاړې كه د دين د علم برخه، ستا مقصد وي دلته راشه د درس ګړده كښې زما ته، زنګون و وهه لګيا شه" د بې نيازو بې نيازۍ كښې، پټ پراته وي ډېر نازونه ډېر نازونه د نيازبينو، لري ډېر- ډېر اندازونه بې نيازي خو د خداى رنـګ دى، د خپل تن پرې پټول دي بې له خدايه د بل رنـګ بس، له لمرو ځنې وينځل دي د بل علم خو دي زده كړو، كړه خوندي د دغه پنګه په خپل مخ دي ومښلو، روڼ دي كړو له دغه رنګه مرتبه او عزت څنګه، له پردي عادت نه غواړې دا ته ته يې كه څوك بل دى، دا په كومه كډه لاړې په نسيم يې شوه ستا خاوره، چپ سړه خبر در وشه له ګلونو كشمالو هم، ستا لمن پاتې شوه تشه خپل پټى له خپله لاسه، ورانوې ته مسلمانه! سوال ترې مه كړه دا وريځ ده، تشه توره له بارانه دى ستا عقل يې تړلى، په خپل فكر كار د بل دى په مرۍ كښې دي ساګانې، ځي راځي خو تار د بل دى ويناګانې ستا په خوله كښې، تا غوښتلي دي د بل نه آرزوګانې ستا په زړه كښې، تا غوښتلې دي د بل نه ګوګوشتكو ته ږغونه، تا غوښتلي له بل چا دي ستا د سرو په تنونو، قباګانې غوښتي تا دي شراب غواړې په كوڅو كښې، جام دي نورو ته نيولى لا دا بل شرم د ګوره، جام دي هم قرض غوښتلى هغه سترګې چې په شان كښې، مازاغ البصر* دنيا شي كه د خپل امت په مخكښې، پستنه دنيا ته راشي هغه شمعه ښه پوهيږي، چي مي كوم يو پروانه دى هغه يـې پېژني له ورايه، چي دا خپل دا بېګانه دي كه په "لست منيه" موږ ته، پيغمبر زموږ ګويا شي بيا به مځكه هم ونه چوي، چي پكښې سترګې فنا شي څو به يـې لكه د ستورو، د ژوندون په دې سفر كښې ستا هستي به وي څو وركه، په رڼا د سپين سحر كښې تېر د تور صباح ده وخوړ، اې كاروانه اې روانه كډې تا و لېږدولې، له لمنې د آسمانه ځان دي نه دى پېژندلى، ته خو وګوره آفتاب يې رڼا مه غواړه له ستورو، د رڼا خو ته درياب يې تا د خپل زړګي دپاسه، دا د غيرو نخښه ځاى كړه توري خاورې دي پر سر كړې، او كېميا دي لاړه باى كړه دي د نورو برېښېدنې، ته به څو ورته ځلېږې كړه پردۍ نشې ترې كوزې، سر دي سپك كړه كه پوهېږې د محفل ډيوه كښې څه دي، نور له دې ته مه تاوېږه كه دي زړه وي په سينه كښې، له خپل اوره وسوځېږه ته د سترګو په پړدو كښې، نظر كښېنه مه تر ووځه په خپل ځاى كښې مېشته اوسه، هم په هره خوا الوځه په دنيا كښې مدام اوسه، بړبوكۍ غوندي هوښياره خپلې خونې ته مي پرېږده، د پردو دپاره لاره يو سړى كه سړى كيږي، نو د ځان په پېژندل شي قام هغه بللى بويه، وي د ځان نه چي بل شي له پيغام د مصطفٰى( ته، ځان په زور او زېر آګاه كړه نور فارغ شه له هر چا ته، دا يو ځان د يو الله كړه ((( لم يلد و لم يولد وې چي ستا د قام مقام دى، ډېر له رنـګ او وينې پورته سل د سرو سپينو رنګونو، شه لوګې يې يوه تور ته د اودس د اوبو څاڅكي، د قمبر( كړه يوې خوا ته د قيصر له وينې زيات دى، كه يې وه نيسې بها ته مور كه پلار كه تربولي ده، ته آزاد له هر يو دام شه يومخيز لكه سلمان( شه، زېږولى د اسلام شه* دې نكتې ته زما ګوره، كه نظر دي وي ككو كښې شاتش په څه شان له پراته دي، د يو وږي كوركو كښې پكښې ګوره يو بڅرى، د رېدي د زړه سور اور دى له نرګسه يو پيساڼى، د هغه د سترګو تور دى نه په دې سوړه كښې ږغ شته، چي زه نوغي د شهلا يم نه له هغه كوره چيغه، چي ګلاب نوغي اعلا يم دى ملت د ګبين وږى، عجب شان د ابراهيم( دى په دې وږي كښې دا شاتپ، پوخ ايمان د ابراهيم( دى په ملت كښې كه دي كړله، د نسب نامه راګډه اخوت لكه قلعا وه، تا رده كړه ورته ډډه په دې مځكه كښې زموږه، چرې نه لګي ستا جړې لا دي فكر نامسلم دى، ځه چي هر لوري ته رغړې د عشق شمعه بلوونكى، ښه مېړه ابن مسعود( د عشق اور وسوځولې، د ده ساه او هم وجود مرګ د ورور پر بل اوربل* كړو، نغرى د ده سينه شوه له ډېر تاوه يې ويلي ويلي، د زړګوټي آئينه شوه نور يې زغم كولى نه شو، په ژړا شولو خوږ ورور ته لكه مياندي وي په چيغو، روړې ده كړې هسي پورته "چي ارمان- ارمان چي لاړې، د نيازونو سبق خوانه د نيازونو مدرسې ته، تل زما سره روانه د چناري وني وروره، زه وم ستا سره ملګرى د نبي( د عشق په لاره، وې زما سره ملګرى هاى ارمان! چي ته جدا شوې، له دربار د نبوته زما سترګې دي روښانه، له ديدار د نبوته" نه د روم سره پيوند يو، نه عرب سره پيوند يو دا زموږ تړون څه بل دى، نه نسب سره پيوند يو د نبي( د عشق په خم كښې، زموږ زړونه دي لړلي موږ له دغه يوه كبله، په يو بل پوري تړلي موږه ټول سره تړلي، د هغه د مينې تار ښه د هغه د دې شرابو، لرو سترګو كښې خما ښه چي په وينه كښې يې زموږه، دي مستۍ وكړله منډه لكه زر له اوره ووځي، شوه مي نوې زَړَه غونډه جمعيت او يو كېدو ته، سرمايه د نبي( عشق په رګونو د ملت كښې، وينه ده د نبي( عشق د عشق كور وي تل په روح كښې، تن دى خاوره نسب زڼى تار د عشق غښتلى پوخ دى، د نسب تار دى اومړى كه د عشق په لاره درومي، تېر شه- تېر شه له نسبه هم له روم او له ايرانه، تېر شه- تېر شه له عربه د نبي( غوندي امت هم، "نور د حق" په رڼا موړ دى كه منې وجود زموږه، د هغه له وجود جوړ دى "نور د خداى" ته څوك نه وايي، زېږېدلى وسېدلى او د خداى د خلعت تار شي، نه رېشلى نه وودلى د چا پښو ته چي ؤ بياسته، ملك ؤ رنـګ ؤ آب او جد دى دا بې سوله بې خبر په، لم يلد ولم يولد دى ((( ولم يكن له كفوًا احد چي دنيا ته كتل نه كړي، زړه يـې په خداى پوري تړلى مسلمان د دې خوبيو، څه وي؟ تا دى پېژندلى؟ راشه واوره ريدي ګل دى، چي ولاړ د غره پر سر دى له ځولۍ نه د ګل چينو، ډېر دى لرې بې خبر دى سرې لمبې ختلي وينې؟ د ده اور په غرهر دى دا قوت خو له ساګانو، موندى ده د لوى سحر دى دې آسمان دى كلك نيولى، په ځان پوري كه پوهېږې وروستنى ستورى يې شماري، غورزوي يې نه له غيږي اول ده ته په پښو پرېوځي، پلوشې د لمر چي پاڅي د خوب دوړي يې له سترګو، شبنم وينځي چي را څاڅي لم يكن پوري ښه كلك شه، چي بيل نه شې له دې تاره ستا مخي به پكښې نه وي، كه قامونه شي بې شماره هغه ذات چي بې مثال دى، يكي يو دى لا شريك د بنده سره يې نه ښايي، هم دي نه وي ستا شريك د مومن مقام اوچت دى، د بل هر يو بر نه بر دى نه زغمي د ده غيرت بل، كه د سر دپاسه سر دى د لا تحزنوا* كنډر يې، اغوستلى پكښې ژوند كړي تاج د انتم الاعلون، يـې پر سر باندي څنګه خوند كړي بار د دواړو جهانونو، د مومن اوږو كړو پورته بحر و بر د ده په غېږ كښې، دى لوى شوى ګوره يـې زور ته غوږ يې تندر ته تل ايښى، په باران او په ږلۍ كښې چي كړس وكړي را خطا شي، سم يې واخلي په ځولۍ كښې د باطل په مخكښې توره، د حق ډال تل يې سائل كړي امر و نهي يې خير او شر نه، لكه تله ده تلل كړي د سكروټي يوه غوټه يې، سرې لمبې لري سوونه ژوند كمال ورځنې مومي، دى جوهر يې بې كمونه په فضا د دې دنيا كښې، كه شته ډېره هله ګله بې د ده له يو تكبيره، نغمه نه شوه چيغه بله ډېر يې عدل اوبخښه، هم احسان د ده عظيم وي كه له قهرهك سور انګار وي، هم مزاج د ده كريم وي په بزمونو كښې يې ښه ساز و، هر چاته زړونه ښه كړي په رزمونو كښې يې تاوونه، غرونه اوسپنې اوبه كړي د بلبلو سره يو ځاى، په چمن كښې دى چغار كا په بېديا او په ځنګل كښې، كټه باز الوځي ښكار كا دمه نه مومي هيچرې، د ده زړه د آسمان لاندي خټه يې هله شي قراره، چي شي دا په فلك باندي پر ټونګى د ده مارغه كړي، ستوري دى ورته خڅوځي له دې زوړ آسمانه آ خوا، چرته ډېر لري الوځي تا څانګونه دي را نغښتي، نه يې آسمان ته الوتلى لكه وي چينجى د خټو، خاورو لاندي پروت يې غلى له قرآنه چي شوې لرې، خوارۍ شوې درباندي ډېرې سر وهې له زمانې تل، له دوران ځنې يې انګيرې لكه پرخه له آسمانه، يې پر مځكه را ګوزاره دا ژوندى كتاب په تخر كښې، او بيا هم نه مومي لاره په دې خاورو په څو رغړې، پاڅه دا وطن دي پرېږده شابه پورته كډه واخله، د آسمان پر سر يې كښېږده ((( مصنف په حضور كښې د رحمة اللعالمين ( اې چي ستا ظهور زلمى كړو، ژوند اومتوب ؤ لا تر اوسه ستا جلوه ورته تعبير شوه، ژوند يو خوب ؤ لا تر اوسه مځكې ستا له لوړ درباره، دا بې شانه عزت و موند چي ستا بام يـې ښكلولو، آسمان ځاى و اوچت و موند ټول جهان كښې هر مخه، ده روښانه ستا له مخه ترك، تاجك، عرب، هندي څه، ستا په نور كړي د هر څوك سخه• ستا له مخه جوړه رنګه، د دې واړه كاينات ده ستا له فقر ځنې پنګه، د دې واړه كاينات ده په دې غونډه د دنيا كښې، تا د ژوند ډيوه كړه بله بندګانو ته دي څنګه، سروري ور وښيله چي ته نه وې په جهان كښې، شرمنده او لكه ورك وو د اومو خاورو كندوان ؤ، صورتونه داسي سپك وو خاورو هم اورونه وكړل، دم قدم د هر څه سم كړل تا د تورو خاورو څلي، په دنيا كښې بنيادم كړل ذرې وختې را تاوې، له سپوږمۍ او هم له لمر شوې يعني ستا له بركته، دوى له خپل زوره خبر شوې چي نظر مي په تا پرېوت، د هر چا د سترګو توره ډېر بې شانه راته خوږ شوې، هم له پلاره هم له موره عشق را باندي اور بل كړى، تن تنور په غوره هار دى خداى( ده سره ښه وكړه، روح مي هم سره انګار دى يو فرياد زما سامان دى، يم شپېلۍ سورى ځيګر كښې دا يوه ډيوه بليږي، په دې كور لكه كنډر كښې زړه پټ- پت كوي دردونه، داسي غم نه ويل ګرانه د ښيښې په كوزه ګۍ كښې، د شراب پټول ګرانه د نبي( له راز نه څومره، مسلمان دى لرې وتى دا كعبه شوله بيا ډكه، هر يو بت ور ننوتى د چا لات د چا منات دى، چا عزا د چا هبل دى هر يو تخر ته چي وګورم، بت پټ كړى هر يو غل دى شېخ بامبړ ته كافر واي، خو په خپله ځنې زيات دى د ده سر په سترګو وينم، چي دننه سومنات دى رخت د ژوند يې د عرب نه، كړو راپورته خوند د ده شو د عجم شراب خانې ته، چي را ورسېد ويده شو د عجم اوبه د واورو، مړه د ده لاس او هم پښې شوې له يخنۍ د ږلو اوښكو، سړې لا د ده نشې شوې د كافر غوندي د ګيږي، له اجله كوي ويره په سينه سيلۍ كښې نشته، د ژوندي زړه مرغلره طبيبانو ته مي يووړو، خو ژوندى نه شو دا مړى اې د دوو كونو سرداره!(، اوس مي تاته دى راوړى ما دې مړي ته اوبۀ دي، د حيوان ور څښولي ما رازونه اسرارونه، د قرآن ورته ويلي ورته تېر شومه د نجد، د يارانو له داستانه هم خوږې وږمې مي راوړې، څو د نجد له بوستانه د وينا په بله شمعه، دا مجلس كړو ما روښانه د ژوندون په رمز پوهه، ما دا قام كړو تر خپل توانه قام كړو تور راپوري وايي، چي افسون د فيرنګي دى دا د ده غوغا او شور خو، له قانون د فيرنګي دى اې چي تا زما دپاره، د سلما دغه ساز غور كړو څه نصيب د بصيري*، ؤ خپل څادر دي ور پر سر كړو ذوق د روغې سمې لاړې، وركړه ته دې خطاكار ته بې خبر له خپل متاعه، وركړه رو دې ګناهګار ته كه زما وي په سينه كښې، زړه هينداره بې جوهره كه په تورو كښې زما وي، بې قرآنه څه خبره نو اې ته خبر زموږه، په حالونو د سينو يې پلوشه د سحرونو، د وختونو زمانو يې نو زما د داسي فكر، د ناموس څيري لمن كړه كه زما وجود ازغى وي، نو جارو يـې له دې چمن كړه د ژوندون قميص پرې تنـګ كړه، كه په تن كښې مي ضرر شته د وګړي نه يې په څنګ كړه، په ده كښې داسي شر شته كه پټى مي شاړ بنجر وي، مه يې شين سمسوروه ته د سپرلي ډكي وريځې، باندي مه را وروه ته په انګور كښې مي نم وچ كړه، دا شراب له مرګه تېر كړه كافوري شراب زما ته، په ترخو زهرو ګنډېر كړه ما شړلى، شرمېدلى، د قيامت په لوى ميدان كړه ستا د پښو د ښكلولو، ما زړه چاودى په ارمان كړه او كه نه، ما له قرآنه، مرغلرې وي پېيلې مسلمان ته لار ښيلې، حق وينا مي وي ويلې نو بيا ستا احسان دى داسي، ذره كړي له لمره تېره د وينا په مزدورۍ كښې، ستا يوه دعا ده ډېره غني خداى ته لاس كړه پورته، چي زما وړۍ شړۍ كړي چي مي عشق او عمل دواړه، يو تر بل غاړه غړۍ كړي ناقراره روح يې راكړو، دا منم چي لوى دولت دى د دين علم يې هم راكړو، دا منم چي لوى عزت دى خو زه داسي لويي غواړم، چي ملا و تړم عمل ته چي زما نيسان ګوهر شي، و رسي د بحر تل ته چي راغلى يم دنيا ته، او په زړه كښې تل ارمان دى چي لا نه دى رژېدلى، نو هغه لا بل ارمان دى لكه زړه وي په سينه كښې، هسي دى پكښې آباد دى د ژوندون د سحر راسي، د دې خونې خانه زاد دى ما چي ستا نامه له پلاره، كله راسي اورېدلې هغه راسي زما خونه، دې ارمان ده سوځولې دا آسمان چي څنګه څنګه، زړوي او سړوي ما د دنيا په دې ټيكري كښې، لوبوي او رغړوي ما دا ارمان مي زلمى كيږي، ورځ په ورځ لشه پيدا كا دا زاړه شراب تېزيږي، ورځ په ورځ نشه سيوا كا دا زما په خاوره پټه، تمنا ګوهر بليږي چي زما شپه ترې رڼه ده، دا يو ستورى دي ځلېږي د پى مخو د ګل رنګو، سره ډېر يم اوسېدلى د ګلګوت وېښته خوبانو، سره عشق يم لوبولى ناست د ښكليو په ټولګي كښې، په نشو مي خوا سړه كړه د آرام بله ډيوه مي، په لمن وهلو مړه كړه تندرونه را خطا شول، او زما رشه يې صفا كړه په ډاكو پسې ډاكې وي، د زړه خونه يې تالا كړه ولې دا زاړه شراب مي، په پيالۍ كښې لا پراته دي دا له اوره ختى رزم، په ځولۍ كښې لا پراته دي زما عقل بت پرست ؤ، ده زنار كړلو په غاړه ده خپل نقش كښېښولو، ملك د روح مي لكه پاړه په مودو- مودو موښى، په مغزو كښې زما شك ؤ نه مي تلو له خشك دماغه، لكه رنـګ ورپوري كلك ؤ د يقين د علم چرې، ما يو تورى نه ؤ وړى زه د عقل او ګومان په، دنياګۍ كښې ځان وم ستړى بېګانه زما تيارې وې، تل د حق له رڼاګانو بې نصيبه مي ماښام ؤ، د شفق له ځلاګانو ولي ننه مي په زړه كښې، دا خبره وه پرته وه ښه سنباله په سېـپـۍ كښې مرغلره وه پرته وه آخر شور مي شو په زړه كښې، نارې پاڅېدې له خوبه كاشې شوې ترمورګو مورګو، څاڅكي توى شول له څښوبه اې چي زړه مي رڼا خونه، پكښې تل ستا محبت وي زه به خپل ارمان ښكاره كړم، خو كه ستاسو اجازت وي چي په ژوند كښې يې عمل نه وي، نو هغه به لا څه وايي جوګه نه يم دا ارمان مي، هم زما سره نه ښايي زه چي نيت كړم د ويلو، حيا شرم مي ټول توى كړي خو چي ستا شفقت ته ګو رم، نيت مي پوخ او زړه مي لوى كړي چي رڼا ترې ټول جهان دى، دغه ستا د رحمت شان دى چي زه مړ شوى په حجاز كښې، دغه يو زما ارمان دى يو مسلم چي بې له خدايه، نور له هر څه بېګانه وي د زنار مزى پر غاړه، پروت به څو په بتخانه وي كه تمامه يې شي اوربشه، مرګ يې و وهي اورمېږ كښې هاى ارمان! چي درمسال بـې، صورت ونيسي په غېږ كښې دا زما هډونه خاوره، كه شي پورته ستا له دره دا بې خونده نن مي ځار شه، د صباح غوندي اختره مبارك نشته دې ښار بل، ته پكښې وې له هغه نه تورې خاورې يې رانجه دي، چي پكښې وه ستا مېشتنه چي استوګنه د محبوب ده، هغه ښار دى چي ديار دى دا وطن خوږ دى عاشق ته، ځنې ځار دى چي د يار دى كړه اوچت او ځلېدلى، دا زما پرېوتى ستورى د يو څلي جوګه راكړه، ماته ستا د دېوال سيورى چي دا بې ټيكاوه زړه، مي ستا په خوا كښې په ارام شي چي شي لرې لړځېدني، چي پاره زما قيام شي چي فلك ته يو ږغ وكړم، چي اې! ګوره مي آرام ته تا آغاز زما ليدلى، اوس مي وګوره انجام ته پاى (1) پاكان. (2) آتش پرست كافر. * آئينه ( ډېر * عليكم باالجماعة فانه من شذ شذ فى النار، ژباړه: څوك چي له جماعته بيل شو هغه جهنم ته ولاړ، په دې حقله د حضرت عمر( قول هم دى، لااسلام الا باالجماعة، ژباړه: بې جماعته اسلام څه اسلام نه دى. ولاتفرقوا الله اكبر وايي بې ډلي دوزخي دى پيغمبر وايي اسلام بې جماعته څه اسلام نه دى نه وايي سمندر حضرت عمر وايي * كهكشان ( فرد * د دې شعر به لفظ په لفظ ترجمه داسي ښه وي: مستقيم د ده وحدت له كبله د كثرت دى او كثرت يې په وحدت كښې چي ورګډ شي نو وحدت دى ( آزاده ترجمه يې داسي هم ښۀ ده: چي پابند د يو نظام شي، چي بندي د يو قانون شي پښتون هله مسلمان شي مسلمان هله پښتون شي * انګور ( دا ترجمه اولسي محاورې ته نوره نزدې ده: همت نكړي خو هغه خوري چي پخپله زرغونه وي كټورى غواړي له زاڼو كه وي وي كه نه وي نه وي * حرف. ح د موسيقي په اصطلاح كښې هغه راګ ته وايي چي په ساز كښې له دوه مقامو تركيب مومي، دا تلميح ده له دين او دنيا ځنې. * كيف و كم. ( ان كل من فى السمٰوٰت والارض الا اٰتى الرحمٰن عبدًا، (قرآن سورت مريم) ژباړه: په آسمانو او مځكه كښې چي څومره مخلوق دى، ټول به د الله تعالٰى په حضور كښې په حالت د بندګۍ پېښ كيږي. * شهباز. ( ملة ابيكم ابراهيم. ژباړه: دا دين ستاسو د پلار ابراهيم دى. ( لا تقنطوا من رحمة الله. (قرآن) ژباړه: د الله له رحمت ځنې مه نااميده كيږئ. * په اصل كښې دا لوند غر دى، خو ما د خپل وطن غر وليكلو، چي ذهن ته زر پرېوزي، خبره يوه ده څه الوند غر او څه موره غر. * د هجرت مشهوره واقعه ده، چي دوست د خداى( او حضرت صديق( د هجرت په ورځ څه مزل وكړو، نو په ثور نومي غار كښې كښېناستل، چي دمه وكړي، او په دې هم پوه شي، چي كفار ورپسې دي او كه نه؟ آخر كفار ورپسې ورسېدل، چا نخښې وركړې، چي هم دلته وو، په سوونو خلـګ خواره شول، آ خوا دېخوا، په كنده كښې، په سمه كښې، په غار كښې په اړخ كښې هر خوا ته يې كتل نو د حضرت صديق( زړه لاندي باندي شو، عرض يې وكړو، چي يا رسول الله! دښمنان خو راغلل، اوس به څه شي، حضور( ورته و فرمايل: "لاتحزن ان الله معنا، ژباړه: مه وېرېږه غم مكوه، زموږ خداى راسره دى، د حضرت صديق( زړه ډاډه شو، كفار خداى ړانده كړل، د غار له خولې نه پستنه لاړل، اقبال صاحب دې قيصې ته اشاره كړې ده. * لاخوف عليهم ولا هم يحزنون، ژباړه: اوس د هغو دپاره نه څه قسم ويره شته او نه به غم خوري. ( قلنا لا تخف انك انت الاعلٰى، موږ ورته اووې اې موسٰى مه وېرېږه بېشك هم ته غالب يې. * وطن. * ان ابواب الجنة تحت ظلال السيوف، ژباړه: جنت د تورو تر سايو لاندي دى. * تركش. ( وفا. ( افل: هغه څيز ته وايي، چي كوم شي وركېدونكى او ډوبېدونكى وي، لكه لمر، ستوري، دا اشاره د قرآن ده، آيت له ده "لا احب الاٰفلين. ژباړه: زه له ډوبېدونكي څيز سره مينه نه لرم. . ابراهيم( دا دعا كړې وه: ربنا واجعلنا مسلمين لك و من ذريتنا امة مسلمة لك، ژباړه: اې زموږ خدايه! او موږ دواړه فرمانبردار كړۀ، او زموږ له اولاد ځنې يو امت پيدا كړه، چي ستا فرمانبردار وي. * وعهدنا الٰى ابراهيم و اسمٰعيل ان طهرا بيتي للطائفين والعٰكفين واركع السجود. ژباړه: او موږ د ابراهيم او اسمٰعيل ځنې لوظ واخستو، چي تاسو زما كور د طواف كونكو، اعتكاف كونكو او ركوع، سجده كونكو دپاره پاك صاف ساتئ. (4) ربنا اني اسكنت من ذريتي بواد غير ذي زرع عند بيك المحرم. ژباړه: اې زموږ ربه! ما ډيره كړل بعض اولاد خپل په هغه دره كښې چي څه پكښې نه زرغونيږي، په څنګ ستا د كور كښې دا معزز دى. * ابراهيم( پخپله دعا كښې دا هم ويلي ؤ چي: وارنا مناسكنا و تب علينا انك انت التواب الرحيم ژباړه: او موږ له د عبادت طريقې وښيه، او زموږ توبه قبوله كړه، بېشكه ته توبۀ قبلونكى او رحم كونكى يې. ( معنه:- چا ته چي وغواړي نو هدايت ورته وكړي. م شپول. * غولى. ( حرفونه. ح زما كار خو دغومره ؤ، چي ترجمه مي د شعر وكړه، د دې شعر مفهوم څه ډوب ښكاري، ځكه چي اقبال صاحب ډېر لوى عالم او غټ فلسفي او هم صوفي ؤ، په دې شعر كښې هم د تصوف رنـګ معلوميږي. خداى ښه پوهيږي. ((سمندر)) * امت. ( زما نه پس نبي نشته. * له موږ نه پس بل قام يعني امت نشته. * كاهنان:- د يهودو مذهبي مشران وو، هغه ته به يې كاهن وې، يعني جادوګر ( پاپا:- پاپا به يې د عيسايانو مذهبي مشر ته وې. سلطان:- شخصي حكومتونه هم ډېر وو، اكثر به يې په سلطان بللى شو. * تخت. ت د عيسايانو لوى پادري، دې پادري به د خلګو دولت اخستو او د جنت چهټۍ به يې وركوله ( كړه وړه: خت و خال ته وايي، دلته د اقبال د فطرت په معنا استعمال شو. (1) نبي( ( انګور. * ان اكرمكم عندالله اتقٰكم. ژباړه: بېشكه په نزد د الله تعالٰى عزتمن په تاسو كښې هغه څوك دى، چي كوم ډېر پرهېزګار وي. ( الست بربكم قالوا بلٰى. ژباړه: زه نه يم ستاسو رب؟ (ټولو خلګو) ووې چي هم ته يې. * تركاڼ. * ولكم فى القصاص حيوٰة: ژباړه: او تاسو ته په قصاص كښې ژوند دى. ( ان الله يامركم باالعدل والاحسان. ژباړه: الله امر كوي د عدل او احسان. * چوګاز بازي. * آرود، رود. آڅنګه څو، چون و چند. ( لمرو، لباس. * وفديناه بذبح عظيم، ژباړه: او موږه يوه ډېره لويه ذبيحه د هغه په بدل كښې وركړه. ( حرفونه.( آزادي. ظلم. * سردار و نه داد دست در دست سيزيل حقا كه بنائۍ لاالٰه است حسين( (خواجه معين الدين چشتيرح) ( د دې شعر لفظي معنٰى به داسي وي: دښمنان يې لكه شګې وو بې شمار قطار قطار وو او دوستان د ده كه واى د يوه الله په شمار وو ( حضرت كعب چي اسلام را وړى نه ؤ، نو رسول الله( ته به يې ډېر تكليف رسولو چي مكه مسلمانانو فتح كړه، نو دى طايف ته وتښتېدو، هلته يې زړه واوړېدو، د نبي ( قصيده يې وليكله، نامه يې ورته "بانت سعادة" كښېښوه" او د پيغمبر( خوا ته راغلو، توبۀ يې وكړه، د تيرو ګناهونو يې بخښنه وغوښته، نبي كريم ( خو د عالمينو رحمت ؤ، معاف يې كړو، او د قصيدې په انعام كښې يې خپل څادر مبارك وركړو، په دې قصيده كښې حضرت كعب د حضور نبي كريم( په حقله "سيف من سيوف الهند" ټكى استعمال كړى ؤ، يعني د هندوستان له تورو يوه توره، ګني په هغه زمانه بۀ د هندوستان توري مشهورې وې، حضور( د كعب په دې شعر كښې اصلاح وكړه، وې چي داسي وايه چي: "سيف من سيوف الله" يعني د خداى له تورو يوه توره، مقصد دا چي پيغمبر د يو ملك سره خپل نسبت خوښ نه كړو. ( دښمني. * حروف. ( كنت نبياً وآدم بين الماء والطين. (حديث) ژباړه: زه پيغمبر وم چي آدم( لا پيدا نه ؤ. * د ټوټكو يو قسم دى، لكه د مشعل بليږي، ډېره خوږه رڼا كوي، تابان ورته وايي. ( وطن. ( لفظي ترجمه بۀ داسي وي: زړه قابو كړه چي لوى كار دى درته كړم د زړه خبره دا دنيا د اوبو خاورو پكښې وركه شي له سره * الم تر الى الذين بدلوا نعمة الله كفرا و احلوا قومهم دار البوار، جهنم يصلونها و بئس القرار، ژباړه: اې پيغمبره! تا هغه كسان نه دي ليدلي چي د الله نعمت يې په كفر بدل كړى دى او خپل قام يې په جهنم كښې ور ګډ كړى دى، چي هغه ډېر ناكاره ځاى دى. د دې شعر لفظي ترجمه بۀ داسي وي: لا جنت اوس لټول كا په بئس القرار كښې خوار دوى او دا ځكه چي احلوا قومهم دار البوار دوى * لوى پادري. ( يعني د فلارنس اوسېدونكى ميكيا ولي نوميده، ده يو كتاب ليكلى ؤ، نوم يې ؤ: (كتاب الملوك) په دې كتاب كښې يې اولس دهريت او كفر ته اړولى ؤ. * لفظي ترجمه يې داسي ده: مملكت د ده په دين كښې د معبود په شاني ده كړو خطائي د فكر ګوره چي ناكاره څيز يې ښه كړو * كان ( شراب. * ولكل امة اجل، ژباړه: د ټولو امتو دپاره اجل شته. ( انا نحن نزلنا الذكر و انا له لحٰفظون، ژباړه: قرآن موږ نازل كړى دى او هم موږ به يې حفاظت كوو. د دې شعر لفظي ترجمه به داسي وي: واوره ذكر يې قايم كړو، د ذاكر له پو نه قيامه مداموالى د ذاكر شو د دې ذكر له دوامه ( يريدون ان يطفئوا نور الله بافواههم والله متم نوره ولوكره الكٰفرون، ژباړه: كفار د خداى د نور ډيوه مړه كول غواړي، خو خداى د دې نور مكمل كونكى دى، هر څو كه شې كفا مخالفت كوي هم. ( تيكي. (1) د چنګيز فتنه. * سالمات" يعني تركيبي اجزاء چي د كومو جزونو ځنې جوړ شوى وي. * ذالك الكتاب لاريب فيه، (سورة بقره) ژباړه: دا كتاب چي دى نشته هيڅ شك په ده كښې، چي د طرفه د الله تعالٰى نازل شوى دى ( لا تبديل لكلمٰت الله، ژباړه: د الله تعالٰى په خبرو كښې هيڅ فرق نه وي. د انا عرضنالامانة على السمٰوٰت والارض، ژباړه: او بېشكه موږ دا امانت (بار) زمكي او اسمانو ته پېښ كړو. * فتقطعوا امرهم بينهم زبراً، ژباړه: دوى تر خپل منځ دين ټوټه ټوټه كړو ( تختونه ( يوم يدع الداع الٰى شيء نكر، ژباړه: په هغه ورځ به بلونكى ؤ، بلى د هغه سخت ناګوار څيز په لور يعني دوزخ. خطيب او شاز د محديثونو نامې دي، مرسل، ضعيف او شاز د حديثونو قسمونه دى. * كوشش كول. ( بل پسې تلل. * يهوديان. ( نچوړول. * قېنچي. * چي په كولو كښې يې ثواب وي، په نه كولو كښې يې هيڅ ګناه نه وي، يا دا چي فرض د خداى حكم دى، سنت د رسول الله طريقه ده او مستحب د اصحابو طريقه ده. ې آئينه. آ وطن. * دا د موجود غلط تصوف خبري دي، چي شاګرد ته استاد څه وظيفه لا طريقه وښيي، هغه په يو خاص طريقه په پټه كوټګي كښې وايي، له سينې او زړه يو خاص آواز را وباسي. ( فخر. * داسي هم كېداى شي، خو په يو شعر كښې ملت او كعبې دواړو ته روح ويل د اقبال د مقام ځني كوزه خبره ده: لكه روح يو دى پاللى په سينه كښې پر مين موږ دا زموږه ساه ده او په مثل د يو تن موږ * پيدا كړاى شوى. مخلوق. خداى پاك چي نه چا پيدا كړى نه تر څوك پيدا دي. انګور * دنيا. حرفونه. ( د سپور په پونده اوسپنه. ( كيف و كم. * رفتم كه خار از پاكشم محمل نهان شد از نظر :: يك لحظه غافل گشتم و صد ساله را هم دور شد ر اور، اوبه، خاوره، باد، دا څلور عناصر بللى شي. * مد و جز. م وكذالك جعلنٰكم امة وسطا لتكونوا شهداء على الناس، ژباړه: او هم دا رنګه مي تاسو يو درميانه ټولۍ كړئ، چي تاسو ګواهان شئ په خلګو باندي. * وما ينطق عن الهوٰى، ژباړه: او هغه په خپل خواهش خبري نه كوي. ( ماضل صاحبكم وما غوٰى، ژباړه: ستا رفيق (رسول) نه ګمراه دى او نه يې تېر خوړلى دى. د لاموجود الا هو، ژباړه: بې د الله تعالٰى ځنې بل موجود نشته. ( اليوم اكملت لكم دينكم و اتممت عليكم نعمتي، ژباړه: نن مي ستا دين ستا دپاره كامل كړو. * انګور. * وعلم اٰدم الاسمآء، ژباړه: الله تعالٰى آدم ته ټول د اشياء نومونه وښيل. * غټ او نرى * لاسونه. ( تاريخ. ت جامه. * كاڼى. ( عادت. ( پرون. صبا. نن. * د كوزۍ آواز * بقا. ب هن لباس لكم و انتم لباس لهن، ژباړه: دوى (ښځي) ستا لباس دي او تاسو د دوى لباس يئ. * قميص. * اقبال ارحام لفظ استعمال كړى دى، كوم چي په قرآن شريف كښې د سورة نسآء په اولني آيت كښې دى. واتقوالله الذى تسآءلون به والارحام، يعني او د هغه الله ځنې و وېرېږئ، د كوم په نامه چي تاسو يو له بله سوال كوئ، او د خپلولۍ (تعلقات د پرېښولو) ځنې و وېرېږئ. په دې سورة نساء كښې د اسلام د تمدن او معاشرت قانون واضح شوى دى، چي مسلمانان به د خپلو خپلوانو سره څه سلوك كوي، د يو بل عصمت عفت به څنګه محفوظ ساتي، سړى به د ښځو پړونو ته او ښځې به د سړو پګړيو ته څنګه درانه كتل كوي، د يو رحم يعني نس ځنې نر او ښځه دواړه پيدا كيږي، څنګه چي د نر احترام كيږي، بايد چي د ښځې هم وشي، هله به محكم امت وي، ګني كار به خراب وي. ي مد و جزر. ( جهان دنيا. * د فيرنګي ملك. د كيف و كم. * په سورة دهر كښې د اووم نه تر لسم پوري آياتو نه د يوې واقعې سره تعلق لري، مفسرين ليكي: "چي د حضرت علي( زوى ناروغ ؤ، د دواړو جهانو سردار وركره راغلو، ارشاد يې وكړو، چي ښځه خاوند درې درې روژې د خداى په نامه وه منئ، ګوندي هلك خداى روغ كړي، دوى منته وكړه، هلك جوړ شو، روزې دواړو شروع كړې، كور كښې څه نه ؤ، شېر د خداى روژه په خوله لاړو، څه محنت مشقت يې وكړو، سېر نيم اوربشې يې راوړې، بي بي فاطمې روژه په خوله زر زر بغرئ، بټى، مېچن، اوړه او ماښام قابو يې تبخى كښېښو، ډوډۍ پخه شوه، بانګ ته لږ ساعت پاته دى، په كوڅه كښې ږغ شو چي: "خيرات راوړئ، د پيغمبر كورنۍ! مسكينن يم، د لوږي مړ شوم، حضرت علي ټوله ډوډۍ وركړه، دواړو روژه په اوبو ماته كړه، پېشمنى يې هم په اوبو وكړو، صبا بيا شېر د خداى روژه په خوله مشقت يې وكړو، بي بي اوربشې اوړه كړې، ډوډۍ تياره شوه، بنګ ته لږ وخت ؤ، د كوڅې نه ږغ راغلو چي: "خيرات راوړئ، د پيغمبر كورنۍ! يتيم يم وږى يم، حضرت علي بيا ډوډۍ وركړه، او ښځې خاوند تشې اوبه و څښلې، په درېيمه روژه بيا له دروازې ږغ راغلو چي: "خيرات راوړئ د پيغمبر كورنۍ! له قيد نه اوس را خلاص شوم، څوك مي نشته، وږى يم، سخي بيا ډوډۍ وركړې، درېيمه روژه يې هم په اوبو ماته كړه، د لوى او غيرتمن خداى د غيرت قلزم جوش وكړو، وحي په تلوار راغلو، وې چي: "يوفون باالنذر و يخافون يوماً كان شره مستطيرًا، و يطعمون الطعام علٰى حبه مسكينا و يتيما و اسيرا، انما نطعمكم لوجه الله لانريد منكم جزاء ولا شكورًا، ژباړه: جنت مي هغه چا ته ښايسته كړى دى، چي خپلي منتې پوره كوي، او له هغه ورځي وېرېږي، د كومي مصيبت چي به هر خوا خور وي، او مسكينانو ته، يتيمانو ته او قيديانو ته د هغو د ميني له كبله ډوډۍ وركوي، او وايي: "چي موږ خو د خداى په رضا په تاسو خورو، نه در څخه بدل غواړو او نه شكرانه. * بالښت. ( امن الناس على في صحبته وماله ابوبكر، (حديث) ژباړه: ابوبكر په ما ډېر احسان كوونكى دى، په خپل مجلس او خپل مال كښې. * اقل من الدنيا تعش حرا، ( د حضرت عمر فاروق وينا ده، ژباړه: دنيا كمه كړه نو ژوند په آزادۍ سره كوه. نقضور د روم باچا ؤ هارون رشيد څو څو واره شكست وركړى ؤ. * ما زاغ البصر وما طغٰى، ژباړه: سترګي د ده بل خوا ته واوړېدې نه. ى ته زما د قام ځنې نه يې. * سلمان فارسي يو اصحابي ؤ، چا تر د هغه د شجرې تپوس وكړو، چي ته د كوم نسب يې؟ هغوى ځواب وركړو: "چي سلمان ابن الاسلام، يعني سلمان د اسلام زوى. . شهد. ش شهد. * دوهم. د په اصل خپل كښې د دې مصرعې د اقوام لفظ د ميم لاند اضافت دا مصرع داسي جوړوي: (كوم قامونه چي ښكاره دي، چي هغوى كښې شې نامداره) خو زه يې داسي خوښوم لكه چي مي وه كښل، ځكه چي مسلمان رښتونى قام شي، نو بيا د ده مخى نشته، دى د ټولو نورو ملتونو ځنې ځان ته اوچت ملت دى. سمندر * ولا تهنوا ولا تحزنوا و انتم الاعلون .... الخ. (قرآن) ژباړه: مه غم كوئ مه ويره كوئ هم تاسو به ډېر اوچت يئ. ژ پخوا جنګونه د توري ډال او په ګتكو وو، په يو جنـګ كښې حضرت على كرم الله وجهه د يو كافر پهلوان سره جنګېدو، نه هغه پرېوتو نه دى، د حضرت علي كرم الله وجهه يو ځل وار ساز شو كافر يې اوچت كړو په مځكه يې كښېښو، په سينه ورته كښېنوست توره يې ورته په مرۍ ولګوله چي يې مردار كړي، د كافر چي د خپل مرګ يقين وشو، نور وس يې نه ؤ، د حضرت علي كرم په مخ يې د خولې لاړي ور تو كړې، حضرت علي تر ناڅاپه پورته شو، درې قدمه په شا شو، يوه پښه مخكښې بله وروستو، ګس لاس كښې ډال ښي لاس كښې بمبل توره، د كافر مقابلې ته تيار ودرېد، كافر پروت ؤ، ( په پل مخ) پروت پاتې شو، حيران ګوته په خوله كښې ورته وه يې وې، چي: دا څه؟ حضرت علي وې: "چي ما خو ته د خداى دپاره وژلې، چي تا راته په مخ لاړې تو كړې، نو خپله ذاتي كينه مي پيدا شوه، د ځان دپاره وژل مي خوښ نه كړل، ته مي پرېښوې، اوس د خداى د دين په مرسته بيا درته تيار ولاړ يم، دا ګز دا ميدان، كافر اووې: "چي ښه اسلام دا دى! وايي، چي په جنـګ كښې يې د توحيد كليمه اووې او غزا ته ووتو، غالباً اقبال صاحب دې مشهوري خبري ته اشاره كړې ده. سمندر • لوى. ل ساز. * بصيري د قصيده برده مصنف چي په خوب كښې يې نبى كريم( ته قصيده واوروله، او هغوى ورته په بدل كښې خپل څادر وركړو، څه نصيب ؤ، د بصيري، څوك وايي چي بصيري چي دا خوشحالي پ ويښه ليدلې ده، خداى به خبر وي. --------------- ------------------------------------------------------------ --------------- ------------------------------------------------------------ از كلياتِ اقبال فارسي رموزِ بېخودي رموزِ بېخودي از كلياتِ اقبال فارسي 214 213