پيامِ مشرق ژباړه شېرمحمد مينوش فهرست شمېر سرليك مخ 1. پېش كش په حضور كښې د اعلي حضرت امير امان الله خان 247 2. لاله طور 257 3. افكار ړومبى ګل 336 4. دعا 336 5. د اختر سپوږمۍ 337 6. د فطرت تسخير 338 7. د ابليس انكار 338 8. آدم ته لمسون 339 9. آدم له جنت نه را ووځي او وايي 341 10. د قيامت ورځ 341 11. د ګل خوشبوئ 342 12. د وخت چيغه 343 13. سپرلى 344 14. دايمي ژوند 348 15. د ستورو خيالات 348 16. ژوندون 349 17. د علم او عشق خبرې 350 18. د ستورو سندره 351 19. د سحر نسيم 354 20. د باز نصيحت خپل بچي ته 354 21. د كتاب چينجى 357 22. كبر او غرور 358 23. د ريدي ګل 358 24. حكمت او شعر 359 25. اور اوركى 361 26. حقيقت 362 27. حُدي ((د حجاز د ساروان نغمه)) 364 28. د اوبو څاڅكي 367 29. د خداى تعالٰى او انسان تر منځ خبرې 368 30. ساقي نامه 370 31. شاهين او ماهى 372 32. اور اوركى 373 33. تنهائي 374 34. پرخه 376 35. عشق 379 36. كه ژوندون غواړې مدام يه په خطر 380 37. د عمل دنيا 382 38. ژوندون 382 39. د يورپ حكمت 383 40. حوره او شاعر 384 41. ژوند او عمل 386 42. المك لله 386 43. د اوبو لښتى 388 44. د عالمګير خط 389 45. بهشت 391 46. كشمير 391 47. عشق 392 48. بندګي 393 49. غلامي 393 50. د توري اړ 394 51. جمهوريت 394 52. په يورپ كښې اسلامي مبلغ ته 395 53. غني كشميرى 396 54. مصطفٰى كمال باچا ته خطاب 396 55. الوتكه 397 56. عشق 399 57. تهذيب 399 58. پاتې شراب غزلې 400 59. بهار چي په ګلشن كښې خوشحالۍ كړلې برسېره 400 60. حلقه مي كړه په څلي باندي جوړه نوحه ګرو 401 61. مدام نوي خدايان مي فكر ځان له جوړوي 402 62. د خپلو روغو سترګو نه زما دغه ګيله ده 404 63. په دې طريقه دلته د محرم تلاش كومه 405 64. حجاب لرې كه ځه د محرمانو نه د ساز 407 65. د باچا په كل چاكران زه پويومه په دې راز 408 66. راشه نن چي ساقي ښكلي لاس كښې واخستلو چنګ 409 67. ما سجده بت ته ونه كړه بتخانې مي كړلې ورانې 411 68. د سپرلي هوا د باغ نه كړله جوړه ميخانه 412 69. هغه ترك ګرم مزاج ته مي د لوري سلام وايه 412 70. چي آشنا دي هر ازغى كه د قصې سره زما 414 71. بختور، عقل د ميو په انګار و سوځوه 414 72. آسمان مو شه آشنا زركه شراب راله راوړه 415 73. د توري، د خنجر او د نېزې كړم تمنا 416 74. په تار كښې د زنار د تسپو زده كړه بوڼل 417 75. د خپلو خاورو غواړه چي كوم اور نه دي پيدا 419 76. د بحر د سينې نه دى آسان د موج شلول 420 77. ټوله شپه د غم په شوګيرو كښې تېرول 421 78. كړه تورې په رانجو دي دا ملالي سترګې بيا 422 79. د عقل د مكرونو كشمكش دى د ليدو 423 80. په زړه كښې مي ارمان د هغه بدر د ليدو دى 425 81. د تندي نه په ښاخ كښې د ژوندون مي ده نمي 426 82. فرق نه كه په كعبه او بتخانه كښې عاشقان 427 83. د عدم د خوبه سترګې به پر مخ دي غړومه 428 84. د ښيښې دغه ګنبد هم يې دا لوړى او ژورې 429 85. په صوفياوو كښې يو صوفي ته ليكلى 430 86. يم رهبر د شوق د لاري لمن كلكه زما نيسه 431 87. زما د زړه دنيا كښې خو دوران د قمر نشته 431 88. زما چيغې نا رسا دي بې اثره مي ژړا 432 89. سوز و ساز د شاعرۍ وي د زړه چيغې مستانه 433 90. لوى والى واخلي غرونو نه وښو ته يې بخښي 434 91. حرم كښې ته ځايېږې نه راځې په بتكده كښې 435 92. د عجم د بت كدو ګرمي نه رسي تر ګداز مي 436 93. آئينې هسي مه وينه همېشه پردى جمال 437 94. د عشق دنيا كښې شته نه اميري نه سروري 437 95. چي مي غلام نه دى د دوست داسي سردار نشته 439 96. په باغ كښې لېونو بلبلو بيا وكړ آواز 440 97. د خاورو نه پيدا تلو كښې يم تنده ستاره 441 98. د سرو اوښكو په درياب مي ټول عرب شه لاله زار 442 99. دى نقصان دي په نظر كښې هم دى عقل كچه ستا 443 100. په شرابو دي سر خوش يو خم شكن نه دى چي نه دى 444 101. كه شاهي ټوپۍ او تاج يې هډو نشته دى پر سر 445 102. يو انګار لري په غېږ كښې بې پروا مينه زما 446 103. تا بتان نوي جوړ كړي صد افسوس 447 104. نقشِ فيرنګ نظمونه 448 105. پيغام 448 106. جمعيت الاقوام 453 107. شوپن هار او نېټشا 454 108. فلسفه او سياست 455 109. صحبت رفتګان ((په عالم بالا كښې)) ټالسټائ 455 110. كارل ماركس 456 111. هيګل 456 112. ټالسټائ 456 113. مزدك 456 114. كوهكن 457 115. نېټشا 457 116. حكيم آئن سټائن 458 117. بائرن 459 118. نېټشا 459 119. جلالرح او هيګل 460 120. پټوفي 461 121. د فرانسيسي حكيم اكسټس كومټ او د مزدور محاوره 462 122. هيګل 463 123. جلالرح او ګوئټې 464 124. د برګسان پيغام 465 125. د يورپ ميخانه 466 126. موسيو لينن او قيصر وليم (لينن) 466 127. قيصر وليم 468 128. حكماء 468 129. لاك 469 130. كانټ 469 131. برګسان 469 132. بروننګ 469 133. بائرن 470 134. غالب 471 135. روميرح 471 136. د يورپ ميخانه 471 137. انګلستان ته خطاب 472 138. د مزدور او مالدار وېش 473 139. د مزدور چيغه 473 140. د سمندر ازادي 474 141. خرده 475 پېش كش په حضور كښې د اعلي حضرت امير امان الله خان د افغانستان د مستقبل دولت فرمانروا خلد الله ملكه و اجلاله. اې اميره! اې كاميابه شهرياره! په ځوانۍ كښې د بوډا هسي هوشياره! ستا نظر د هر يو راز وينم محرم په سينه كښې د زړګي دى جام د جم اراده دي پائنده لكه د غر هره ګرانه كړې په پوهه باندي سر ستا همت زما د خيال رنګي بلند د دانه وانه ملت كاندې پيوند دي دركړي باچهانو پېشكشونه بې بها لرې ياقوت ښايسته لعلونه اې اميره! اې په پلار نيكه اميره! كړه قبوله دا تحفه ته له فقيره چي په راز يې د ژوند كړمه خبردار كه په تن يې را له پوري يو انګار يو آواز مي دا سينه كړه نوراني چي په عشق باندي يې راوسته ځواني د يورپ پير چي شاعر دى جرمني* چي عاشق دى پوخ د ژبي پهلوي ده د مستو معشوقو جوړ كړو بيان كړو مشرق ته يې سلام هسي عيان د مشرق نه يې ما وكړولو ځواب چي ماښام له د مشرق شولو ماهتاب چي د ځان نه خبر يم نه يم خودبين اوس كوه د حقيقت مو ته تعين هغه ځوان ؤ د يورپ تلو لكه برق د پيرانو شونټى زه لرم د شرق دې چمن كښې دى پيدا پكښې لوى شوى زه د وچي للمې مځكې ټوكېدلى هغه باغ كښې د بلبل هسي ګويا زه جرس هسي ږغېږم پر بېديا دواړه پوهه يو په زړه د كاينات دواړه مرګ لره يو زېرى د حيات دواړه توري يو صيقل كوه نظر زه دننه لا په كاټي غه بهر ملغلرې يو هم دواړه بې بها په يو بحر ناپاياوه كښې پيدا چي هغه شو سمندر كښې بېقرار نو ګرېوان يې د سينې كړو تار په تار زه سيپۍ كښې هغه شان يمه بې تاب په لړمون كښې د يو بحر ناپاياب لاړ له ما ځنې اشنا مي بېګانه هم له د ير ځنې مي تشه پيمانه ورته شان زه د خسرو عطا كوم د كسرٰى تخت يې د پښو د لاندي ږدم دا نادان راځنې غواړي دلبري ما نه غواړي مزيداره شاعري ناقرار زړه مي نه وينې كم نظر ظاهر ويني د باطن دى څه خبر چي فطرت مي عشق په غېږ كښې اونيوه د خشاك او اور ياري سازه كړه ده حق زموږ د ملك او دين كړه را عطا بل مي هر نقش د سترګو شو فنا د ګل پاڼه مي شوه ښكلې په مضمون زما هره مصرعه څاڅكى مى د خون لېونتوب و نه ګڼې دا شاعري ده كمال د دې جنون كښې هوشياري په دولت يې د هنر كړمه مالدار خو د هند په دې وطن يې كړمه خوار د غوغا نه مي ګلونه بې نصيب په خپل باغ كښې يم بې ملكه عندليب دا آسمان دى تل ملګرى د ارذال هاى افسوس! د باكمالو دى بد حال ښه يې وينې ته باچا عالي جناب چي لا لمر مو دى دننه په حجاب حجازي خپله ميره كښې شه ګمراه تپ يې نه لري سينه د الاالله په غولۍ كښې د نيل پرېواته مصريان شو بېكاره د توران زلمي نران په شكنجه كښې د وخت ګير شو عثماني چي مشرق، مغرب يې وينې كړو خوني هېر د مينې نه آئين شو د سلمان ( د ايران مځكه شته، نشته ايرانيان سوز و ساز د ژوند يې خاوره نه لري شوه سينه يې د زاړه اوره خالي او هندي مسلم د خېټي دى غلام ځان بايللى بې خبره د اسلام چي مسلم كښې پاتې نه شوه محبوبي نه خالد ( شه نه فاروق( نه ايوبي( اې فطرت چي دركړه پاكه آئينه هم د دين په غم سورۍ- سورۍ سينه د صديق( او عمر( كړه دستور تازه د ميرې په ګل صبا هسي ورځه دغه قام دى واړه خور په سمه غر چي په څټه دى هر يو زمرى ببر پوهه كلك دى او روښانه يې جبين هم نظر يې تېز په شانې د شاهين د خپل حق نه بېنوا دى په دنيا د قسمت ستورى يې نه لري پړقا ځان له ناست دى خلوتونو كښې د غر د ژوندون د هنګامو نه بې خبر محنتي يې خداى دركړې حوصلا* د پښتون تهذيب ته و بخښه ځلا په صديقو كښې چي شمار شي دا امت شي به دين لره هم پنګه د قوت زندګي كوشش دى نه دى د چا حق بې د علم نه مونداى نه شي منطق وايي خداى چي دى حكمت خيرِ كثير د هر ځايه يې حاصل كه په تدبير پيغمبر( زموږ چي رايې وړ كتاب وو رازونه ورته واړه بې حجاب عينِ ذات يې په چشمانو وليده بې اختياره ربي زدني اووې ده آسماني علم دى علم د اشيا هم همساده دغه هم يدِ بيضا په دې علم د يورپ ده ترقي چي ماسته پرې د شلومبو نه جوړوي خو په موږه كښې ذوق نه شته د احساس ګني خوارې دا ذرې دي د الماس دې ملت لره نظام علم دولت معتبر شي په دې شي سره ملت د آزادو ځنې علم زده كوه او دولت د غر سينه كښې لټوه په خنجر وهه كالبوت د كاينات لري ګېډه كښې ګوهر لكه سومنات شته لعلونه دي سوچه په بدخشان كښې د سينا رڼا دي شته په كوهستان كښې دى په كار درته كشور محكم اساس هم نظر درله پوره مردم شناس آدم زاد دي ډېر چي كاندي ابليسي شيطانان دي ډېر چي كاندي ادريسي تش نمود وي د ظاهر خرڅوي رنـګ د لاله غوندي يې پروتوي په زړه رنـګ ښه خو ښكاري خو دا نه يې ده ټګي ده په ترخ كښې يې كلهم ټګي برګي ته بينا يې ورته ښه كوه نظر پړقېدونكى هر حجر نه دى ګوهر هغه پاك رومي حكيم چي لرم پير د ژوندون او مرګ كوي هسي تفسير هر امت چي تباه شوى پخوا ؤ دوى په كاڼو به د عود ګومان كا ؤ زموږ دين كښې خادمي ده سرداري فاروقي، عدل دى، فقر، حيدري خدمتونو كښې د دين او د ملت د زړګي سر كوه پټ مصلحت چي د ځان شه په رښتيا څوك څوكېدار چرې وتى يې له دامه نه دى ښكار قلندر اوسه جامه كښې د شاهۍ همېشه غړوه سترګي په نېكۍ د ملت هغه قائد باچا مراد چي يې تېغ كښې تندر پړق ؤ خانه زاد هم فقير ؤ، هم باچا فريدون فر آرد شېر ؤ خو ؤ روح يې د بوذر( ؤ لباس يې فولادي په تن مهين خو زړګى يې په سينه كښې ؤ رښتين سرداري كړله هغې مسلمانانو چي شاهي كښې يې ؤ خوى د فقيرانو امارت كښې يې لا فقر زياتېده او سلمان ( شان مدائن كښې اوسېده حكمران ؤ ورڅخه نه ؤ سامان ؤ يې لاسو كښې فقط توره قرآن چي سامان شه د چا عشق د مصطفٰى( په پلو كښې د لمن يې شوه رڼا سوز پيدا كړه د صديق( او د علي( د الله نه غواړه مينه د نبي( دى ملت د ده په عشق باندي حيات هم دا عشق دى ساز سامان د كائينات په جلوه د ده ظاهره تمامي شو په ضمير كښې د وجود چي هر څه ؤ د نبي( مينه دى روح لره آرام د دې مينې ورځ له نشته دى ماښام پاڅه دور كړه تازه د عشق د جام كړه تازه غر كښې د عشق هغه پيغام ((( لاله طور (1) شهيد يې كه په ناز همه مجلس دى د وجود نياز يې په هر شي كښې برابر وينه موجود لمنو د آسمان وته سحر كه نظر وكړې نو لمر يې په تندي باندي ده نخښه د سجود (2) په نور كه مي د مينې دى روښانه اندرون د سترګو نه مي څاڅي كه د اوښكو په ځاى خون الله! د ژوند د رازه يې ټول عمر كړى محروم هغه سړى چي وايي محبت وته جنون (3) كه عشق بخښي باغونو ته هوا د فرور دين عطا كړي ځنګلونو ته غوټۍ لكه پروين پلوشې د لمر د مينې چي درون په سمندر شي په تل كښې يې مهى وته نظر بخښي ره بين (4) ده مينه چي بها د باتورانو كموي تنذري په بازونو پسې مينه خلاصوي زړګى مي ځان په ډډه ساتي ټول عمر د ده نه خو مينه پرې ورټوپ كړي په يو چل يې ګيروي (5) پر پاڼو د لاله د ګل كوي كله نقشونه په ما كله را خلاص كړي د غمونو لښكرونه سينه دي د دې خاورو هر چرې ك اوڅېرله پكښې به ووينې د محبت پوره قتلونه (6) د مينې په دولت باندي موړ نه دى هر انسان او نه ده د هر چا سره دا مينه همزبان په مينه شي زرغون دغه لاله په زړه داغلى شي پاتې بېنوا د مينې لال د بدخشان (7) د بوى هسي پرېشانه دې چمن كښې يمه زه خبر نه يم چي څه مي مدعا ده كوم څه؟ ك سر شي كه سر نه شي تمنا مي په دې نه يم مين په سوز و ساز د تمنا دى زما زړه (8) جهان دى موټى خاورې دغه زړه يې دى حاصل هم دغه څاڅكى وينه يې بنا ده د مشكل دوبين مو دى نظر ګني چي فكر ورته وكړې په خپل زړه كښې جهان دى د هر چا پوره كامل (9) چمن كښې عندليب هسي سحر اووې مالي ته په خاوره د دنيا به بس د غم بوټى كرې نظر كوه ازغي وته چي پوخ عمر ته رسي او ګل شي په ځوانۍ كښې نيمه خوا ذرې ذرې (10) نظر كوه دنيا ته چي هر بود يې دى نابود او زيان يې دى تړلى جوخت لمن سره د سود كړه ورانې دا زړې واړه، د نوو بنا كښېږده زياتي زه د دنيا زغملاى نه شم دير و زود (11) نغمې د محبت لره آدم دى ګورې ساز مدام سپړي ګلونه لا دى خود هغسي راز جهان هغه پيدا كړلو آدم لا ښايسته كړو شريك يې د نظام دى خو په لارې د نياز (12) غرض مي نه انجام، نه مدعا مي ده آغاز د راز په طلب ګرځمه په خپله يمه راز كه لري څوك د مخ د حقيقت ځنې پړده كړي خو هغه تلوسه به مي بيا هم وې د مجاز (13) كه تا سره همرايه هډو نه ده پروانه نو هېره دي كړه ولي خپله طبعه مردانه د ځان په دغه اور خو دي يو ځلي ځان ستي كړه لا ګورې به تر څو پوري اورونه بېګانه (14) د خاورو نه دي ځان له بدن جوړ كه په زمين چي وي پوره محكم او د قلا هسي سنګين پكښې دغه دردمند زړه چي دى اوسي هسي شان لمنو كښې د غره لكه لښتى چي وي شېرين (15) د خاورو ځنې جوړ كړلو وجود ښكلى الله دنيا هم د ارم د ښاريې ځنې زيبا مګر دغه ساقي د عشق د ميو په انګار لا جوړه مي د خاورو نه كړه بل رنګې دنيا (16) ګويانه شو بامبړ د خداى په مخكښې په محشر كمال د زندګۍ هډو يو پړق ؤ د شرر لېكن كه خفه كېږې نه نو كړم يوه خبره چي بت مي د آدمه ځنې دى پائنده تر (17) چي څومره ګړندى د صبا ستوريه ته لاړې زما د غرقه خوبه جوړې لاړلې وېزار زما نه ګورې لار ده جهالت غلطه كړې او ته راغلى ويښ وې هډو ويښ لاړې په لار (18) مدام به وه خالي له شور او شر نه ميخانه او خاوره به مو هم وه د انګاره بېګانه نه ؤ به محبت نه به دا شور و شر د ده ؤ د عقل په شان وې چرې زړګى كه فرزانه (19) پيدا يې هسي كړى د پرواز خودي اغاز فطرت دى سراسر يوه مزه ده د پرواز حرص خو پاتې كړى يمه زه د الوتو نه او ته د الوتو په محبت يې سرفراز (20) خبر نه يمه خدايه! په ژوندون كښې څه دى سود د هرې ذرې زړه كښې چي دا جوش دى د نمود چي تېغ د غوټۍ څيري كله څانګه كړي د بوټي نو څنګه په خندا شي زر د ذوقه د وجود (21) پتنګ ويل عدم كښې په انداز د بندګۍ كه ما ته را عطا شي څه ګداز د زندګۍ سحر مي بيا ايره د دې وجود واړه تس نس كړه خو بس يوه شپه راكړه سوز و ساز د زندګۍ (22) يو راز مسلمانانو! لرم زړه كښې بې عديل چي بر دى په رڼا كښې لا د روح د جبريل( د وخت د آذرانو مي ساتلى ځكه پټ دى چي دا يو امانت دى د رازونو د خليل( (23) مدام يې چي كوڅې له ته زما زړګيه! ځې نو وايه ما يواځي ولي دلته كښې پرېږدې؟ هر وختې خواهشونه چي له ځانه جوړوې نو ښكاري چي اوزګار يې جوړې كار څه نه لرې (24) د ستوري په سينه كښې دا منمه كوې لار د ځان د حقيقت نه مګر نه يې خبردار په شانې د دانې كه دى لږ ځان ته شو نظر جوخت سره به رابهر لكه د تېغ كړې په تلوار (25) په وخت د صبحدم په يوه څانګه د بوستان ويل په خوږ آواز يوې بلبلې هسي شان باهر يې را وباسه چي دي هر څه وي سينه كښې كه آه وي، كه سرود وي، كه وي چيغه، كه فغان (26) د راز يوه خبره درته پټه غوندي وايم زما نه كه سبق د زندګۍ ته زده كوې كه ساه دي په بدن كښې چرې نه وه نو بس مړ يې كه ساه دي په بدن كښې وه نو هيڅكله نه مرې (27) د هاغې وارخطا خبرې ما ته مه كوه د سوز دغه وينا يې چي غوږونه خوږوي پتنګ ويلي نه شم زه هغې پتنګ ته چرې چي نېغ په لمبه نه ورځي او څنګ ترې نه كوي (28) چي شې يې ته په څښو سره له ځانه ناخبره نو زه ګورې اوبه هغه خوندناكې نه لرمه زما دغه بازار كښې لټون مه كړه د بل مال د ګل هسي دولت بس د ګرېوان څېري ساتمه (29) دا سيل به مي د باغ چرې خوشحاله نه كړي تا كه ستا په زړه كښې نه وي چرې ذوق د تمنا رګونو كښې د ګل چي وي څه پټ درته يې ښايم طلسم د رنګونو ګورې باغ نه دى زما (30) د بود او د عدم د دې غلۍ ځنې را ووځه د لاندي كه د پښو دي دا جهان د كيف و كم درون دغه بدن كښې دي تعمير د خودۍ وكړه په شانې د خليل( شه ته معمار د دې حرم (31) زه يمه، د بلبلو د دې باغ ځنې ناشنا په ښاخ د ځالې ناست ځكه چغېږمه تنها زما نه كوه ډډه كه زړګى دي وي كمزورى چي سرې وينې څڅيږي د غوغا ځنې زما (32) جهان دي دى اې خدايه! څه عجبه ميخانه چي مست دي كړه تمام يوه دي وركړه پيمانه نظر دي له نظره سره كه غاړه تر غاړه او زړونه او روحونه د يو بل نه بېګانه (33) خبره كړې خضر( ته څه ښه وه سكندر په سوز و ساز كښې مل شه ځه ته هم د بحر و بر په شان د تماشګيرو تماشه كړې د جنګونو ور دانګه ځان شهيد كړه چي ژوندون دي شي بهتر (34) شه تخت د قبا خاورې ورسره هم تاج د جم دي خاورې دا ګرجه او بتكده او هم حرم لا پوهه په ځان نه يم چي زما څه حقيقت دى د خاوري نه پيدا، نظر له عرشه سره سم (35) كه ستا په موټي خاوره كښې دننه يې وي ايښى يو زړه په غم د مينې سره غوڅ پَرې پَرې نو چل د ژړا زده كړه د وريځو د سپرلي نه د اوښكو په باران به دي ګلزار وټوكوې (36) مدام وينه نقشونه نوي نوي جوړوي هيڅكله په يو شان نه وي قرار د زندګۍ د نن دي هم نقشه لكه په شانې د پرون وي نو خاوره كښې دي نه لري شرار د زندګۍ (37) كه ذوق مي د نغمو كړمه جلوت وته سائل نو ګوره نمونه به دمحشر مي شي محفل كه شوه مي اراده چي په خلوت شمه دننه نو ځاى به په زړګي كښې دا جهان كړمه كامل (38) په زړه، سينه كښې شى څه دى؟ پوښتې يې څه حالونه چي مل د عقل سوز د محبت شه نو شه دل په سوز د محبت سره زړګى ګوره زړګى دى د دې نه بېنوا چي شه كوم وختې بيا دې ګِل (39) خرد ويل هغه كله په سترګو كښې ځاييږي لري د شوق نظر ځكه اميده سره بيم په هيڅ وجه قيصۍ چرې د طور به په زړه نه شي چي شته دى تمنا ګورې هر زړه كښې د كليم( (40) كه دير، كه جماعت دى، كه ګرجه، كه صومعه ده بغير د موټي خاورو دي نور هيڅ نه كړه پيدا د غير ځنې به خلاص به د زړګي د مرستې نه شي خو حيف دى يه غافله! چي پيدا نه كړه زړه تا (41) هيڅ كله د دنيا ښكلې په ژوند به نه شم ښاد په دغه باب كښې يم له هره بنده زه آزاد په باغ كښې د نسيم هسي څه وخت كښې ګرځېدمه چمن مي كه تازه ترې ووتمه لكه باد (42) زندان به پخوانى درله په خود كړي دا شراب تازه چي ور له جام كښې اچولي ما شراب په شان د پخواني پيرِ مغان د پاكو ميو پور كړي مي د سترګو د ساقي صفا شراب (43) زما كچه كنډول شه په دې ميو جام د جم دننه مي په زړه كښې سمندر وينه مدغم د سر نه زما عقل بتكده وه جوړه كړې په فيض د محبت د دې خليل( شوله مدغم (44) په دام د نن پرون كښې مي دى عقل بنديوان د غوږ سترګو بتان مي دي د عقل معبودان دننه په لستوڼي كښې يې بت دى پټ نيولى زنار يې د بامبړ هسي دننه په ګرېوان (45) هر چا له عقل سر كښې ايښى شوى دى درون د نورو هسي تن دى زما هم د خاك و خون خو بې زمانه څوك هم په دې راز نه دى خبر چي دى د خاك و خون دغه ضمير مي بې چګون (46) په خواست چي د جلوې لاړلى طور لره كوم دم نو پوهه شوم د ځان د حقيقت نه يې محرم دپاره د آدم د لټولو قدم واخله الله دى ګوره هم په جستجو كښې د آدم (47) زما له لوريه وايه هسي شانې جبرائيل( ته چي ما د ځان په شان ونه ګڼې ګورې نوري زموږه د خاكيانو بې تابي ده د ليدلو نوريانو څه ليدلې ده د مينې مهجوري (48) هما د علم ورك به دي په دام هله انښلي چي ګېر يې په شكونو كښې او كم كاندي يقين په كار كه دي عمل وي نو محكم دي دا يقين كړه د يو شه هغه يو غواړه مدام اوسه يك بين [ (49) د عقل جحابونو رانه پټه ستا څېره كړه نظر مي پرېشان دى په طلب دي د ديدار زما د زړګي شوق سره مدام اندېښنې مل وي اخته دي په كړاؤ كړم په غمونو ګرفتار (50) د مرګ له ويري رپي دغه زړه دي هر زمان او زېړ يې له دې ويرې نه په شان د كور كمان د ځان نه خبردار شه چي محكمه دي خودي شي نو بيا كه هډو مړ شوې يې ژوندى به جاودان (51) كوې د تن او روح مي د پيوند څه تپوسونه چي ما په څومره څنګه كښې نيولى هډو نشې مثال مي دى د ساه چي هر ساعت وي ناقراره چي وځم د شپېلۍ نه نوشي جوړي رانه چيغې (52) په هسي شانې ما ته زما پير دي فرمايلي چي ګوره دى هر نن كښې د صبا هغه پيغام ساته دي دغه زړه تل د كاواكو معشوقو نه په بل دى بې دياره دا حرم ګورې حرام (53) تپوس به د معنو د قرآن څه كړې د "رازي" نه زموږه دا ضمير يې د آياتو دى دليل چي عقل بل كړي اور، نو همېشه پكښې زړه سوځي او بس دغه تفسير دى د نمرود او د خليل( (54) د ځان د شته او نشت په حقله ځكه يم خاموش چي شم به خود پرست كه چرې وايمه چي يم خو پوهه نه يم هيڅ دغه ساده آواز د چا دى چي ننه په سينه كښې زما وايي هو زه يم (55) زما له لوريه دا ښكلي شاعر وته ووايه د سوز نه د لاله هسي هيڅ نشته دې فايده د ځان په حرارت دي نشې ځان ويلي كولاى او نه پر بلواى شې د غمژن د شپې ډيوه (56) آګاه دي په ښو بدو زه څه يمه د جهان چي تا يې دى جوړ كړى سود او زيان لره ميزان مجلس كښې دي تنها زما نه بل هډو څوك نشته چي كړم په تورو سترګو تماشا دي د جهان (57) اې د حرم شېخه! لكه ته ترې خبر نه يې چي جهان د محبت لره هم شته دى خپل محشر او هلته نه ګناه شته، نه ميزان نه حسابونه او نه هلته تميز شته د مسلم او د كافر (58) په نور د خودۍ خپلي نوراني چي شه كوم څاڅكى سوونو ملغلرو كښې شي دى يوه دانه په داسي قسم اوسه په مجلس كښې د يارانو چي باغ شي په تا باندي د خلوت هغه ستانه (59) زه يمه سالكانو په دې باندي ناقرار چي عقل په څه حل د دې خبري نه پوهيږي زموږ په موټي خاورو كښې چي څنګه دا زړه اوسي د خيال د هوسو دشت، دغه زړګى چي معلوميږي (60) چري چي په ساحل دي ګرم نه كړې مجلسونه كمزورى دغه ځاى ده د ژوندون ټوله غوغا په جنـګ شه د موجونو سره دانګه سمندر ته كوشش دي ذريعه ده كه ته غواړې تل بقا (61) د سر نه زه تر پښو يمه د راز يوه خبره نظر د سخن سازو نه شي ما وته كتاى ويلې زه خپل ځان ته نه مختار شم نه مجبور چي ژوند مي انقلاب دى هم په دې يمه ژوندى (62) د ژوند د انقلاب به نه كوې څه تپوسونه د دې په رنګينو دي لا نظر ښه نه پوهيږي له ذوقه د سفر ځنې به داسي قسم مست يم چي ما وته منزل د لاندي كاڼي معلوميږي (63) كه تا په سنګرېځه باندي سم واچوه نظر په فيض د تمنا به دي دا كاڼى شي ګوهر غلام د زرو نه شې دا دي تله د تول نه ده نظر دي دى جوړ كړى د زرو ځنې زر (64) سينې كښې مي دا زړه ؤ د پردو هسي نا ّشنا نظر يې بېقراره تل په ذوق د تمنا ؤ چي وې ليده آشنا زما د غيږې په هوا شو خبر نه وم په دې چي د پخوا نه يې آشنا ؤ (65) د عشق د معاملو به تپوسونه هډو نه كړې په هغه رنګه شى دى چي تې غواړې په كوم رنـګ د څاڅكي نه زيات نه دى په سينې كښې دى دننه حساب يې هډو نشته چي تر ژبې شه كوم درنګ (66) نازكي غوټۍ ګوره چي خفګان ونه كړې نور لا نور در له څه دركړي وايه دا د چمن كور لښتى، ښكلي ګلونه، د مارغانو آوازونه صبا سره شبنم د بلبلانو سحر شور (67) يو ورځي راته كړله مړاوي ګل هسي خبره زموږه زندګي لكه پرواز دى د شرر زړګى مي په محنت د جوړوونكي دى زهير چي څومره يې كمزورى د قلم دى هر اثر (68) زموږه دا دنيا ده څومره لويه بې حسابه ده ډوبه د مهي هسي د وخت په سمندر كښې كه تا چرې خپل زړه ته وكتل نو اوبه وينې د وخت دغه درياب د سرو شرابو په ساغر كښې (69) د باغ د بلبلانو سره يمه همزبان او هم د بې زبانه غوټو يمه ترجمان چي مړ شمه دا خاوره مي صبا ته حواله كړه په دې چي منجور وم د ګلونو د بوستان (70) چي ښكاري دا ګلونه څه كه وي چرې هم دغه نو څه دي د لاله په سوي زړه سوي داغونه؟ چمن خو په نظر كښې زموږ موج دى د رنګونو خو وكړه د بلبلو نه يې هم څه تپوسونه (71) زما كه چرې لمر يې ته، نو زه دي يمه ستورى او ټول زه نوراني يمه بس ستا په نظاره په دې يمه نيمګړى زه، چي لرې يمه ستا نه زما يې ته قرآن او زه دي يمه سيپاره (72) دا ښه چي خيال د يار مي په چشمانو كښې اوسيږي غمونه يې ډېرېږه هډو تن كه مي اوچيږي نكته يوه ښودلې يو سالك ده هسي ما ته كږه وږه لار غوره له منزله معلوميږي (73) د ماغ مي دى كافر پوره اچولى يې زنار بتانو له بنده دى او هم دى پروردګار مدام د عشق له غمه مي زړګى په وينو ژاړي د دين او د قانون سره مي مه لره څه كار (74) كه وي دا صنوبر يې يو آزاد غوندي بنده په فيض يې د شرابو كه باغونه دي ښايسته كه شمس و قمر ستوري يې دي واړه حرمونه خو زړه د بنيادم يې دى لا بنده دروازه (75) له يو ستوري تر بله دي سوونه جهانونه او په هر اړخ خواره دي لري لري آسمانونه خو ما چي ښه په غور سره وكاته خپل ځان ته نو دى هسي جهان چي يې مينداى نه شي حدونه (76) كه پښو ته دي وانه چول ځنځيرونه د تقدير يقين وكړه چي لار شته په ګنبد كښې د آسمان باور كه په ما نه كړې اوچتېږه چي يې مومې كه هر كله دي پورته كه قدم شته دى ميدان (77) د ځان په طلسماتو كښې مي زړه دى ګرفتار زما د نور له فيضه په دنيا كښې دي انوار تپوس د ورځو، شپو چي مي د لمر ځنې ونه كړې زما د زمانې مخكښې ټول ستوري دي تار تار (78) له فيضه د شهباز دى زما ساز كښې ژوندون باهر زما يې څنګ هم مي زړګى كښې اندرون ډيوې هسي ژوندى په تا، له تا نه بغير مرمه بېچونه بې زما نه وايه ته يې په څه ګون؟ (79) يو موج دى ناقراره غوندي ساه مي ستا د شپېلۍ هم مي نغمې په بركت دي ستا د په غاړه د ابد د ولي موږ شوي واښه رګونه وجودونه دي هر څه مو ستاد (80) سينې كښې دي دردونه د توحيد ؤ بې قراره په دې وجه پيدا دي دا جهان د رنـګ و بوى كه زما چي د بېباكه محبت نه خفه نه شې په خپله دي پيدا دغه عالم د هاى و هوى كه (81) په چا پسې تاويږې راته وايه ګورې څوك؟ هغه خو سم څرګند دى خو ته نه يې هويدا كه ګورې ته هغه څه به ونه وينې بې ځانه تكل كه دي د ځان وكړو نو مومې به آشنا (82) اول ځان په ادب كه دى دي خوى د ماشومانو كه سم يې مسلمان نو لويي مه كړه په نسب په وينه، په رګونو، په سور رنـګ او په څرمنې كه فخر دا عرب كوي نو پرېږده ته عرب (83) نه موږه افغانان يو، نه تركان يو، نه مغل يو له يو ښاخه پيدا يو واړه، يو مو دى ګلزار په دې وجه حرام په موږ تميز د رنـګ و بوى دى چي يو سره پيدا د څيلمې كل د يو بهار (84) دننه په سينه كښې زما شته دى يو جهان په خاوره كښې مي زړه دى په زړګي كښې مي غمونه د كومو ميو نور چي مي روښانه اندرون كه پراته دي صراحي كښې مي لا هغه شرابونه (85) زړګيه! اې زړګيه! اې زما خوږه زړګيه! زما ته سمندر، هم يې ساحل، هم يې كشتۍ چي ته زما په خاوره پرېوتى لكه د پرخې يا ته كه ترې زرغون شولې په شانې د غوټۍ (86) د ښو، بدو د حرف به څه كومه درته شرحه خبره ده پېچي ځكه دا ژبه ترې ويريږي جدا شي كل ازغي هله، له ښاخه چي را ووزي په څانګه كښې دننه يې تميز هډو نه كيږي (87) يم غمونه په زړګي چي څوك نه لري پنهان دم نو روغ يې خو بدن دى ولي نشته پكښې ځان يو د روح كه طلبګار يې نو د ځان دپاره غواړه نم يو غم خو هسي غم چي نه يې سر وي نه سامان (88) تپوس يې هډو مه كوه يم څوك د كومي راغلم د ځان نه به تاويږم چي تر څو يمه ژوندى په غېږ د سمندر كښې زه يو موج يمه بېتابه كه تاؤ نه شم د ځان ځنې بيا نه يمه څه شى (89) سره د ډېر نموده لا ته پټ يې په پړدو كښې د شوق دغه نظر زموږه ځان ته نه پرېږدې د ميو د مستۍ هسي په وينه كښې مي زغلي په خوى يې بېګانه، په ګرانه لاسو له راځې (90) سودا د قيام پرېږده په اخلاص كوه سفر د لمر او د سپوږمۍ په شانې پاك دي كه نظر د دين او عقل پنګه د دې نورو حواله كه او غم د مينې پټ كه ځان څخه لكه ګوهر (91) اې عشقه! ما له راشه چي مراد مي يې د دل زما ته هم پټې يې هم د دې مي ته حاصل د خاورو نه پيدا دى دا د څيلمې زاړه شوي اوس جوړ نوى آدم كه ته فى الحال زما د ګل (92) غمونه شاعري ده ولي خوښ مي دى غم زما خوښي بې شانه دي دا چيغې دم په دم خبر مي سكندر د دغه غم د مزو نه دى چي خوښه مي نغمه د سلطنت نه ده د جم (93) نه زه څه په يو ښكلي اس د پاسه يمه سپور او نه تعلقدار زه د شاهانو د دربار زما دپاره بس دغه دولت دى همنشينه چي ننه مي سينه كښې د لعلونو دى انبار (94) كمال كه دي په كار وي د ژوندون چرې نو زده كه د سترګو غړولو سره ځان وته كتل په شانې د اوبو د ګوټ، جهان د ستوني تېر كه په كار د دنګ اوچت دغه جادو دى ماتول (95) د خاورو نه پيدا دى ته خو وايې آدم زاد جهان په لومه ګير دى تل د كون او د فساد لېكن ته د قدرت دغه اعجاز وته هم ګوره چي ايښى دى د بحر يې لښتي باندي بنياد (96) كه زړه دي شه بې خوفه نو زمرى دى ګورى رنـګ كه دى شه بريدونكى، نو هوسۍ به شي پلنګ كه خوف دي چرې نه ؤ نو بېديا دى لكه بحر چي ويره دي پيدا شوه دى هر موج كښې يې نهنګ (97) په دې نه شومه پوهه يم شراب زه كه ساغر لمن كښې دى ګوهر زما كه خود يمه ګوهر چي زړه وته سم وګورمه هسي راته ښكاري چي روح مي لا څه بل څه شى دى زه يمه ديګر (98) ښكاريږي هسي ښنتې وه مرغۍ زما په دام او دي د دغه دام ځنې واته يې اوس حرام د تن په ملګرتيا سره مي شرحه د روح وشوه زما دغه خنجر لره برجوده خپل نيام (99) چي څرنګ له پيدا شي تمنا زما د دل؟ او بل شي په څه قسم له څراغ مي د منزل دا څوك ګوري او څه ګوري زما په سترګو باندي؟ او ځاى مي په دې خاوره كښې څنګ زړه شولو كامل؟ (100) په باغ كښې د جنت چي ګرځېدمه پس له مرګه نو ؤ لا په نظر كښې زما دا مځكه، آسمان دا روح مي ؤ حيران ورسره شك شه په جګړه جهان هغه رښتيا ؤ كه تصوير ؤ د جهان؟ (101) زموږ دغه وينا چي ده نقشه يوه نيمګړې ده ګېره انقلاب كښې د سحر او د ماښام شايد چي د قضا په سوهان باندي شي هواره چي دى دغه پيكر خو لا تر اوسه ناتمام (102) په څه طريقه باندي د آسمان سيلاني لمره! له دومره لرې سترګو له زموږه را رسېزې؟ له خاورو څومره لرې يې بيا هم ورسره يو يې اې لمره نوراني! وايه ته چرته كښې اوسېږې؟ (103) د ځان دپاره لاره تيشۍ خپلې كه جوړه د بل په جوړه لاره باندي يون دى يو عذاب كه هر چرې له لاسه دي يو كار وشو څه لوى كه ؤ هډو ناكاره دى په ښو باندي حساب (104) نه وي د عارفانو هډو كار څه په منزل او نه يې څه پروا وي په دې اور او اوبو ګل چي ونه ګڼې دا ګني په تن كښې دى خوشحاله د دغه سمندر څۀ غرض نشته په ساحل (105) يو ځلي خپل دلبر ته د فطرت خو مخامخ شه دننه په دې ګټ ګښې د خلوت څه له اوسېږې چي تا لره الله سترګې ښې پاكې دي دركړې د نوره يې بينا شه په خبره كه پوهيږې (106) په دې جهان كښې اوسمه خو يمه په خلوت كښې او شوم له فارابي او افلاطون ځنې جدا د چا ځڼې مي كړى چرې خواست د نظر نه دى په خپلو سترګو خود دى دا جهان ليدلى ما (107) نه دى څوك د آغازه د خودۍ ځنې خبر چي نشته دا په دام كښې د ماښام او د سحر د خضر( اورېدلې دا نكته عجيبه ما ده په عمر كښې د موج نه مشر نه دى سمندر (108) اې زړه د ژوند د رمز دى غوټۍ څخه حساب چي پروت دى حقيقت يې په مجاز كښې بې حجاب منمه چي تېغ د تورو خاورو زرغونيږي خو سترګې يې غړيږي په شعاعو د آفتاب (109) كه باغ دى كه ځنګل د خداى په نور سره ښايسته دى د خداى په ميو ښكلى هم د ګل دى دا اياغ جهان كښې د چا شپه يې پرېښودلې نه ده توره چي تل د دغه سوزه په هر زړه كښې دى څراغ (110) په باغ كښې د نرګس د ګلو نوې غوټۍ و شوې او خوب يې د چشمانو نه دى پرخې و وينځه نظر كوه خودۍ د بې خودۍ ځنې پيدا شوه آخير يې وميندل هغه دنيا چي څه كاته (111) جهان له خپله ځانه هډو نه ؤ خبردار كته يې په كوڅې د تمنا كښې چرته لار له غيږي د عدم ځنې را وتښتېد په پټه دننه په زړګي كښې د آدم شو په قرار (112) زما زړه يې ښه پوهه دى په راز د تن او ځان چي دا ګومان ونه كړې ګنې مرګ دى په ما ګران كه پټ مي يو جهان شه د چشمانو نه غم نشته سوونه جهانونه مي ضمير كښې دي پنهان (113) زما هسي اخته ګورې ګل هم دى په مشكل او ګير په طلسماتو كښې دى هم دى د محفل اګرچي يې ګويا د دغه پاڼو ژبه نه ده مګر څيري سينې كښې يې دننه شته دى دل (114) پېژندلى مي مزاج دى د لاله غوندي خود رويه په څانګه كښې دننه پېژنمه بوى د ګلو په دې وجه مارغان د چمن واړه زما خپل دي د راز نه د نغمو يمه واقف زه د بلبلو (115) جهان دى سراسر وينه ګلزار د تمنا او هم دى زېر وبم د دې په تار د تمنا په مخكښې مي دا هر څه چي دي، ؤ او يا كه وي به ګڼمه يې يو دم زه د ژوند كار د تمنا (116) زړګى مي سر تر پايه بېقرار د تمنا دى درون مي په سينه كښې هم د دې نه ده غوغا زما نه همنشينه! زما غواړي څه خبرې له ځانه سره يمه زه لګيا په مشغولا (117) د عمر دغه شوى دى د ژوندون دغه زما دوام په شانې د مهي دى قرارى په ما حرام وېرېږه د ساحل نه چي په غېږې د ساحل كښې ذره بې قراري ده او اجل دى د مدام (118) خفه چي د بامبړ ځنې واعظه د ښار نه شې كه اووې راته ده وكړئ بتانو ته سجده نظر كوه چي جوړ زموږه خداى كله آدم كه نو ده هم د ملكو نه سجده ده وته غوښته (119) كه خيال وكړې سوونه بتان مات كړل حكيمانو خو هغسي لا دى د هست و بود په بتكده كښې په څه شانې قبضه كښې به يې خداى او فرښتې شي چي را نغى آدم يې لا تر اوسه په قبضه كښې (120) زما د موټي خاورو نه زيږيږي جهانونه نو راشه ځان له پنګه مي كه جوړه د حاصل نه د دوست د مقام لار دي ده د سر نه خطا كړې په دې كښې مشوره واخله راځه زما د دل نه (121) كه ناسته مي فطرت سره زرګونه كاله وكړه او داسي يې مل شومه چي د ځانه جدا شوم مګر په دې دوټكو كښې زما قيصه ده ختم بتانو ته سجدې كړمه، جوړومه، ماتوم (122) په ارته فضا كښې زه د ازل چي الوتمه له قيده د دې خاورو د دنيا خبر نه ومه زما جوړې هم ستا په نظر كښې غټه بها وه چي تا د دې وجود دغه بازار ته راوستمه (123) دننه چي په زړه كښې مي افكار دي دا دي څه؟ باهر رانه چاپېره چي اسرار دي دا دي څۀ؟ په دغه باب كښې ما ته صفا ووايه سالكه! هر روح ګرځي، تنو نه په قرار دي دا دي څه؟ (124) په دې كومه ناز چي ګدا يمه بې نياز شم ګرم، سوځم، ويلي په اثر د خپل آواز زما دغه نغمو چي يې په اور كښې ودرولې نو يم د سكندر په شانې زه آئينه ساز (125) كه يې پوره واقف دي د خپل ځان په كيف و كم نو جوړ كه په هنر دي د شبنمه ځنې يم تر څو به د سپوږمۍ ځنې ته خواست د رڼايې كړې په فيض سره دي شپه توره روښانه كه د دم (126) د دې مه كوه غم ګني ژوندون دى د زړه دم او يا په دام كښې ګير دى زړه د بود او د عدم د مرګ د خطر مه كوه غمونه كم نظره فنا كه شي دا دم زړه به باقي وي نشته غم (127) تر څو چي غلى ناست يې زما غيږې كښې زړګيه! نو كند مي د شاهانو د خلعت نه دى بهتر چي يې به پس له مرګه ته بيا هم زما سينه كښې تل يمه ستا له لاسه په اميد او په خطر (128) زما د لوريه دا رنګي صفا صوفي ته وايه مين دى په رب هم د حقيقت سره آشنا غلام د همتونو د هغې كامل انسان يم چي ويني تل الله د خودۍ خپلي په رڼا (129) د باغ نه د نرګس په شانې پټې سترګې مه ځه د بوى هسي بند شوى هم غوټۍ كښې مه تېرېږه چي تا لره در كړې دي الله سترګې روښانه نو ويښ په عقل زړه باندي ويده مه روانېږه (130) د ځان په شكل بت مي هسي ځان لره بنا كه نو خداى مي جوړ كه ځان لره "ګويا" د ځان په شان د ځان له دائرې ځنې وتل راته مشكل دي په هر شكل چي يمه خو بنده يمه د ځان (131) وينا كړله نازكې غوټۍ پرخې وته داسي زموږ د چمن زادو نظر نه دى لا رسا لمرونه بې حسابه چي دي هر هغه دنيا كښې چي دنګ او چيت لري، كه نه لري دغه دنيا (132) ګڼې به ته رازداره د آسمان ګورې دا مځكه او شرحه د مكان ګڼه دا راز د لا مكان په لوري د آشنا د مقام هره ذره زغلي او دا رواني شګي يې د لاري دى نښان (133) بغير له تا نه څوك نه دى ضمير د كن فكان او بې له تا نه څوك نه دى نښان د بې نښان په لاره د ژوندون ښه زړور اخله قدمونه چي نشته بې د تا نه څوك په مخ د دې جهان (134) زما د ميكدې د دروازې خاوره ده مځكه او دى بره آسمان مي يو چكر د پيمانې زما د سوز او ساز ټوله قيصه پوره اوږده ده چي دى واړه جهان يې ديباچه د افسانې (135) فنا شه سكندر او هم يې توره او علم او لاړه دولتونه ورسره تمامي سم همېش د باچهانو نه پائيدار وي امتونه نه وينې چي ايران هغسي شته دى نشته جم؟ (136) زما چي دي زړګى وتښتولو له سينې نه او لوټ دي كړله ګوره زما ټوله خزانه اې! چا لره دولت د تمنا زما دي وركړ اې! تا مي د زړو غمه سره وكړه څۀ كانه؟ (137) جهان د رنـګ او بوى زما د مخې نه فنا شه او هم مځكه آسمان او څلور واړه طرفونه چي لا مي ړې اې زړه! ته د هغه د هنګامې نه ك وغوښته آشنا دي د خلوت نه رخصتونه؟ (138) لرم نه د پړدې ځنې د ساز څه آګاهي خو پوهه په دې يم چي د ژوندون آواز څه وي په داسي قسم ما غزلي اووې په چمن كښې چي ګل كوي پوښتنه د بلبل نه چي څوك دي؟ (139) سندرې مي ښې مستې وويلې په محفل انګار مي د ژوندون ننه باسه په دغه ګل د عقل په رڼا باندي روښانه مي زړګى كه او عقل مي كره كه په معيار باندي د دل (140) عجم مي د نغمو په بركت سره شه ځوان له فيضه د سودا زما يې ګرم شه دوكان بې لاري يوه ډله په ميرو كښې ګرځېدله چي جوړ كه دى آواز مي د جرس ترې نه كاروان (141) زما په نغمو ګرمه شوله مځكه د ايران آواز يې روغ جرس دى په بوتلو كښې د كاروان په شانې د عرفي وايه نغمې د حدي ګرمي چي لاره د ناشنا، ستړي بارونو كړه اوښان (142) د خپلي بېتابۍ چي مي برسېره كه انګار نو زړه مي كه پيدا نوې سينه كښې د ايشيا زما د ژړا فيض يې سور انګار كړله دا خاوره په شانې د بجلۍ مي درله زړه كښې كړه رڼا (143) په شانې د نسيم يې چي زه كړمه اواره او شه لكه د ګل هسي مي زړه پاره پاره زما دغه نظر پوره ظاهر ليدلى نه شو مين .يې لېونى كه ګوره څنګ په نظاره (144) چي عقل د خامتا ځنې كپړه جوړه زري كړي او جوړه په هنر يې كړه د كاڼي آئينه نو وګوره جادو ته د خبرو د شاعر هم چي جوړه د ترخو نه يې د ژوند كړه نوشينه (145) د ښاخ له تمنا ځنې مېوه ده ما خوړلې په راز د زندګۍ باندي يم ځكه پوهه شوى په دې دي پويوم ښكاري! وېرېږه د مالي نه چي ما دي ګورې باغ له د سپرلي زېرى راوړلى (146) شه خيال مي څه؟ چي راوړي د جنت د باغ ګلونه را وښايي چي ما ته نوي نوي مضمونونه د ګل د پاڼي شاني مي زړګى رپي سينه كښې په څاڅكي د شبنم باندي لونديږي چي ګلونه (147) عجم په داسي قسم سمندر دى ناپايابه پكښې شته ملغلرې د الماس هسي رنـګ رنـګ خو زه خپله كشتۍ په هيڅ سبب نه چلومه په هغه سمندر كښې چي پكښې نه وي نهنګ (148) چي كار ته د دنيا چرې ونه وايې كمزورى زموږه هر يو دم خو د ابد دى پرده دار په كلكه طريقه ونيسه نن او صبا پرېږده چي پټ دي په لړمون كښې لا دننه د روزګار (149) منمه د خدايانو د يورپ نه دي ځان خلاص كه خو وګوره چي اوس كوې قبرونو ته سجدې دى هوى دي داسي قسم د هندوانو په شان شوى بتان چي اوس د ګاڼو نه د لاري جوړوې (150) چي څيري به تر څو وي دا قبا دي د ژوندون ترڅو به د ميږو په شاني سوړي جوړوې اوچت بره هوا ته شه، كړه خوى د باتورانو تر كومي به رېګونو كښې داني به لټوې (151) په مينځ كښې د ګلونو جوړه ځان لره كه ځاله او چل د بلبلانو ځنې زده كړه د ژړا كه ته د ناتوانۍ نه هر چرې يې بوډا شوى نو خپله برخه واخله د ځوانۍ نه د دنيا (152) په روح مي دي قسم وي چي دا تن ورلره جوړ شه هوس دى د جلوې چي دغه ګل يې كه دوه رنګه چي روح ؤ ناقراره د رنګونو شمار يې نه ؤ بدن ورځنې جوړ شه چي شه هر كله يك رنګه (153) د خاورو د يو قبر نه مي داسي شو تر غوږو په مځكه كښې دننه شي كېدلاى زندګي كه ساه مي پكښې وي به ولي روح پكښې نه وينم چي څوك چرې ژوندون د بل په طمع تېروي (154) د خپلي موټي خاورې ځنې مه شه نا اميد جلوه چي د تس نس يې او هم نه ده پائيدار چي هر كله كالبوت نوى فطرت دلته كښې جوړ كړي كمال ته رسوي په يو هنر سره خپل كار (155) جهان دى دا مكان ګوره يو شى د پوهېدلو په دې مقام كښې ډېر ګلونه شته د ټولولو د ځان د حقيقت نه چي ځان نه كړې نا خبره دا روح دي هسي شى دى چي هم دا دى د ليدلو (156) ته وايې چي زه يمه خداى مي نشته په دنيا او دا هغه دنيا ده چي يې نشته انتها خو نه دى دغه راز راته تر اوسه ښيلى شوى چي شته دي كه دي نشته دا په مخكښې دي زما (157) زما پر دسترخان نه د مرغو شته دي كباب او نه زما په جام كښې شته تازه ښكلي شراب هوسۍ مي د ورشو په شنو وښو باندي تل پايي خو وينه د زړګي يې ده نافه ګوره ناياب (158) زما د سوى په فيض دي د مسلم رګونه ګرم چي اوښكې يې بې واكه له چشمانو ځنې ځي خو دې مي د قيامت ځنې د زړه لا خبر نه دى كتلي يې دنيا ته لا زما په سترګو نه دي (159) بيان د لا مكان كله كېداى شي په ويلو د دې ټكي تفسير ننه په زړه كښې دى هم ستا په داسي قسم اوسي زما روح په دې بدن كښې چي ويلي نه شي څوك دلته كښې شته دى هلته نا (160) له هر زړه سره وي مدام د مينې نوى رنـګ ملګرى د ښيښې كله مګرى شي د سنګ كه ته يې كړى بې خوده او اخته يې په ژړا كړې زه يې ګوره هم كړمه د ځان په رنـګ كښې رنـګ (161) د خاورو د دې دام ځنې لا نه يې بهر شوى كه وايې چي رومي يمه لا يمه افغاني او زه خو له اوله نه بې رنګه آدمي يم او يم د هغې پسه بيا هندي او توراني (162) سودا د شاعرۍ راله زخمي كړ دا ځيګر ريګونه ؤ د لارو چي شه موټې د شرار د مينې په بيان باندي مي شونډې وې پرانستې خو لا شه هغه راز په دې ويلو مستتر (163) د عقل او د علم ځنې لاړلو په تېښته په فيض د محبت يې كه زړګى ځان لره خون تپوس به د اقبال ملكوتي په حقله څه كړې زموږه نكته دان حكيم خو غوره كړو جنون ((( افكار ړومبى ګل لا تر اوسه نه لرم چمن كښې يار زه يې ګل يمه ړومبى راځي بهار د ولي اوبو كښې ګورمه خپل مخ ته كه روزي مي شي په دې د چا ديدار د ژوند ليك يې چي په كوم قلم دى كړى په هغې په ما پيغام ليكلى يار د پرون سره مي زړه دى سترګې نن ته د فردا مينې مي نوى كړ كردار چي زرغون شومه د خاورو شومه ګل هغه ستورى د پروين يم نه يم بل دعا چي شراب دي را له راكړه د فطرت د ميكدې نه نو د دې په حرارت باندي كړه ويلي جام زما د فرياد دغه ګرمي مي سرمايه د محبت كړې يوه مسته كړې لمبه مي ته دا خاوره د سينا پس له مرګه مي د خاورو د لاله ډيوه كړه جوړه په دښتونو يې كړې روښانه چي تازه شي داغ زما د اختر سپوږمۍ اې مياشتې د اختر، شې پټېدى كله له سترګو دي تاله د هر لوريه نه نظر ايښي دامونه ځان ته وكړه پام د تشي غيږي غم دي كړى سينه كښې دي پراته د څوارلسمي دي ډالونه د فطرت تسخير د آدم زوكړه عشق وكښله يو چيغه، شه پيدا زخمي ځيګر شه حسن په رپا، راغى خاوند چي د نظر مخ سور شه د فطرت چي د مجبور جهان د خاورو بهر شه ځه خودګر او خودشكن او خودنګر خبر زر د ازل تېارې ته لاړو د آسمان نه چي ويښ دي پرده دار شي واړه راغى پړده در په غېږ كښې د ژوندون ويده بې خوفه تمنا وه چي سترګې يې كړلې پورته نو جهان يې كه دګر ژوندون ويل ډېره وم په دې خاورو كښې بېتابه آخير دغه ګنبد كښې د آسمان مي وموند در ((( د ابليس انكار زه ناپوهه هلك نه يم، چي آدم ته به سجده كړم دى له خاورو نه پيدا، زه يم له نسله د آذر په رګونو د عالم كښې، ده ګرمي زما د وينې كه مي تندر هسي غاؤ دى، دومي دى لكه صرصر كه نظام د عناصرو دى، كه ربط د ذرو دى ورانولى، جوړولى، شمه يې يمه اور د ښيښه ګر دغه خپل جوړكړى مات كړمه، تمام ذرې ذرې كړم بيا د دې خاورو زړو نه، يې كړم ساز نوى پيكر دا آسمان دى چور لېدونكى، دى يو موج د سمندر مي جوړوونكى د دنيا دى، حرارت مي د جوهر كه دي ستوري دي جوړ كړى ،چور لولي درله ما دى په جهان كښې دي دننه، د ژوند روح يمه مضمر كه دي تن لره ساه وركړه، حرارت ور له ما ور كه په سكون يې ته رهزن شوې په تپش يې زه رهبر د تنـګ ظرفو نه خواستونه، د سجدو چرې زه نه كړم زه قاهر يم بې دوزخه، بې محشره يم داور دا خاكي آدم دي ډېر دى، پست فطرته كم نظره كه پيدا دي شه په غېږ كښې، شي به زوړ زما پر در آدم ته لمسون د سوز ژوندون غوريز دى، له سكونه د دوام باتوران كونترې كيږي، خو چي وښنلي په دام بغير د سجدو نه، نور ته هيڅ كولاى نه شې سر د سروي غوندي دنګ كړه چي دي سوړ دى دا خرام د تسنيم كوثر نومونو، درنه ذوق د عمل واخيست د انګورو د ښيښې ځنې، شراب جوړ كه ګلفام دا نيكي او بدي دواړه، دي تش وهم د مالك دي د عمل مزه به ګورې، خو كه وا دي خسته ګام يوه نوې باچهي درته، نن ښايمه ځه پاڅه لږې وغړوه سترګې، چي يې ووينې نظام يې وړوكى غوندي څاڅكى، شه تا بناكه ملغلره د آسمانه ځه كوزيږه، نيسه بحر كښې مقام ته يو توره يې نامداره، ځه په څټ د جهان كښېنه چي ظاهري دي خوبۍ شي، را بهر شه د نيام د شاهين هسي په ښكار باندي، ور خلاص شه د تنځرو چي شاهين لره د ځالي، ناسته مرګ دى د دوام ته له دې نه خبر نه يـې، شوق په وصل باندي مړ شي دوامي ژوندون څه شى دى، خو يو سوى دى ناتمام آدم له جنت نه را ووځي او وايي څه ښايسته به وي دا ژوند، كه سر تر پايه سوز و ساز شي د ښتونو غرونو زړونه، چي په يو دم كښې ګداز شي د پنجرې ځنې د باغ، په طرف لار جوړول غواړي د آسمان سفر كول دي، چي د ستورو سره راز شي د باطن په اثرونو، د ظاهر په نياز باندي يو نظر د خريدار چي، دي حرم وته د ناز شي كله هغه يو ليدل دي، د ګلونو په هجوم كښې د ازغي او ګل په منځ كښې، په كار كله امتياز شي واړه سوى يم ناتمام، تمامي درد د تمنا يم په ګومان يقين وركومه، چي تلاش باندي فدا يم د قيامت ورځ (آدم د خداى په حضور كښې) ستا د لمر په بركت مي، د زړګي ستورى روښان شه د دنيا تياره روښانه، مي د زړه شوه په تنوير سمندر مي هنرونو، په يو تنګه لار روان كه په تيشۍ مي كړله جوړه، د غر زړه كښې جوى شېر كه سپوږمۍ ده، كه زهرا ده، دي په دام كښې مي انښتى كار ايستونكى عقل ما له، جوړ جهان كړلو راګير هم پر مځكه شوم دننه، هم آسمان ته وختلم كه لمر دى كه ذره ده، په جادو مي كړل اسير كه تيرنګو د دنيا كړمه، د لارې نه بې لارې غلطي راته معاف كړه، و بخښه راته تقصير جهان نه راته قابو كښې، څو چي مل ورسره نه وم چي د نياز كمند دي واچوو، ناز به هله كړې اسير چي په ګرمو اسويلو مي، دا د ګټې بت شي ويلي ؤ زنار تړل يې ما له، په دې وجه نا ګرېز د عقل په دام نښلي، چي فطرت د چا چالاك وي او د اور پيدا ابليس، پاتې د خاورو شي غلام د ګل خوشبوئ په ګټ ګښې د جنت يوې بېتابې حورې اووې دې پورې د آسمان نه خبر نه كړمه هيڅ چا نه پوهه په مطلب د ورځې، شپې، سحر، صبا شوم او هم په او شه، مړ شه دى حيران عقل زما د ګل هسي د څانګي نه پيدا شوه بوى ترې جوړ شه د نن صبا جهان ته په دې شانې راغله دا چي پرا يې نستې سترګې غوټۍ شوله په خندا شه ګل، او دوړېده پر مځكه پاڼه- پاڼه بيا د هغه نازولې چي آزاده شوه د بند نه شه پاتې اسويلي چي بوى يې نوم دى پر دنيا د وخت چيغه لمنه كښې مي لمر دى، دي مي ستوري په ګرېوان كه ګورې مي هيڅ نه يم، ګوره ځان ته يم دي ځان كه دښت كه ښاريه ده، حويلۍ كه شبستان كله عيشِ فراوان يم، كله درد، كله درمان زه "توره جهانګيره"، هم چينه يم د حيوان چنګېز ؤ، كه تېمور ؤ، زما يو موټى د خاورې فساد ؤ د يورپ مي، يو بڅرى د انګار انسان او كل جهان يې دى زما نقش و نګار سره وينه د ځوانانو مي سامان دى د بهار كه ګرم اور زه يم، نو هم چمن زه د رضوان هم ولاړ او هم روان يم، دا عجبه تماشه ده شرابو كښې د نن مي، اثر ګوره د صبا درون مي په ضمير كښې، جهانونه دي بلا سوونه شهابونه، ګنبدونه ډېر خضرا لباس يم د انسان زه، هم قميص يم د يزدان زما فسون تقدير دى، او تدبير دى ستا فسون مين ته په ليلا، زه بيابان دي د جنون د روح په شانې پاك يمه، زه ستا د وسوسو نه كه راز يې زما ته، زه هم راز د اندرون د ځانه دي پيدا يمه، هم تا كښې زه پنهان زه دي رهرو، ته مي منزل، زه دي پټى، ته مي حاصل ته ساز يې په سل رنګه، دى راټول په تا محفل په آب و ګل كښې ګرځې، كه په لاس دي راغلى دل په جام دننه پروت دى، سمندر پوره كامل ستا له يوې څپې پيدا دى همګي زما طوفان سپرلى (1) ځه پاڅه شه ديره، غرونو، دښتونو كښې بهار بلبل كوي چغار مرغۍ قطار- قطار پر غاړه د جوئبار هر ځاى دى لاله زار په كار يې دى ديدار ځه پاڅه شه دېره، غرونو دښتونو كښې بهار (2) ځه پاڅه باغ و راغ ته قافلې راغله ګلونه عجب ښكلي باغونه مرغۍ كړي آوازونه سپړدى شي سره ګلونه د ګل نوي رنګونه د عشق نوي داغونه ځه پاڅه باغ و راغ ت قافلې راغله ګلونه (3) چغيږي بلبلان د صوارلكو ګوره خروش د باغ وينه په جوش ته يې ولي خاموش دا وخت نه دى د هوش صفا شراب كړه نوش ږغېږه ښه ګلپوش چغيږي بلبلان د صوالكو ګوره خروش (4) د ګټ نه را بهر شه د صحرا په لوري ځه ندۍ څخه كښېنه اوبو ته پام كوه نرګس ته وګوره د باغ د زړه ټوټه تندى يې ښكلوه د ګټ نه را بهر شه د صحرا په لوري ځۀ (5) شه پوهئ په حقيقت، اې له ظاهره بې خبر! ګلونه سراسر تر نيمي سره اكثر پرېوځي يې په ځيګر دا پرخه د سحر شفق ته كړه نظر شه پوى په حقيقت اې له ظاهره بې خبر! (6) د باغ خاورو رازونه كړه ظاهر د كائينات هر خوا وينه صفات جلوې دي هم د ذات ګڼې چي يې حيات چي ويې ورته ممات تمام دي بې ثبات د باغ خاورو رازونه كړه ظاهر د كاينات ((( دايمي ژوند ګومان مه كوه دا چي ختم كار شه د مغانو شراب شته نا څكلي ډېر، رګونو كښې د تاك چمن دى ښه لېكن پكښې غوټۍ هسي مه اوسه قبا يې چي د ژوند ده د صبا په پوكو چاك د ژوند په راز كه پوه يې، مه يې اخله، مه يې غواړه له خاره د آرزو ځنې زړګى چي كوم وي پاك د غر هسي محكم به تېروي همېشه عمر كه خس شوې نو باد تېز دى هم يې اور دى خطرناك د ستورو خيالات (1) يو ستورى داسي اورمه، بل ستوري ته ويل په بحر كښـې پيدا يو مګر كوم مو دى ساحل سفر خو يې اخښلى دى زموږه په خمير كښې مګر د قافلې زموږه چرته دى منزل (2) كه ستوري اوس هم دا وي لكه دوى چي ؤ پخوا د عمرونو د ځلند نه راته وايه كوم دى سود په دام د زمانې كښې تل عمري يو موږه نښتي دى هغه بختور چي د چا نشته دى وجود (3) د داسي درنو پېټو تاب لرلى څوك شي كله د داسي زندګۍ نه خو نشت والى ؤ بهتر دا شنه ارته فضا مي په هيڅ وجه نه ده خوښه د داسي بلندۍ نه ؤ بهتر د مځكې سر (4) غوريز رانه انسان دى، چي دې تل دى ناقرار پر آس د زمانې باندي دى سپور لكه شاه سوار قبا يې برابر ښه د قيامت سره د ژوند ده نوې- نوې منصوبې كاندي هر وختې نوى كار ژوندون يوه شپه ژړل وريځ د سپرلي داسي زندګي خو بس ژړا ده دم په دم شه يو پړق تيزي بجلۍ ورته دا اووې نه خطا شوې، ژوند خندا ده د يو دم خبر نه يم باغ ته چا دا خبر يوړو سره كور كښې دي لګيا ګل او شبنم ((( د علم او عشق خبرې علم نظر مي د اوو څلورو دى رازدار په كمند كښې مي جهان دى ګرفتار زما سترګې جهان بينې په دنيا شوې د آسمان نه مي هورې نيشته څه كار وايي رنـګ- رنـګ له نغمې مي دغه ساز زمانې ته مي ښكاره كه هر يو راز عشق په جادو دي سمندر كه سور انګار باد شه تود لكه سموم او زهردار چي زما چرې اشنا وي نو وي نور چي جدا شولې زما نه شولې نار په خلوت كښې د لا هوت شولې پيدا خو په لومه د شيطان شوې مبتلا راځه چي دا جهان كړو ګلستان چي كړو دا بوډا د نوي سره ځوان راشه درد مي د زړګي ځنې لږ واخله چي جنت جوړ كړي د لاندي د آسمان له ازله ځنې يو سره همدم د يوې نغمې يو دواړه زېر وبم د ستورو سندره ده هستي مو خپل نظام ده مستي مو خپل خرام ګرځنده يو بې قيام دا مو ژوند لره دوام ځي آسمان زموږ مراد هرڅه ګورو مخكښې ځو د شهود دغه جلوه د نمود يې بتكده د ژوندون دا معركه د وجود دا تنازعه د دنيا دا تماشه هرڅه ګورو مخكښې ځو هم د جنـګ دغه ګرمۍ د هوشيارو يې خامۍ تخت و تاج سره سولۍ د شاهانو تباهۍ د آسمان دغه بازۍ هر څه وينو مخكښې ځو لاړه- لاړه سروري بنده پرېښوه چاكري نشته زاري و قيصري ختم شوه سكندري شوله خلاصه بتګري هر څه وينو مخكښې ځو څپې خاورې وكړ جوش بې بنياده خو سخت كوش كله كاندي نايې و نوش جنازه يې كله پر دوش مالك هم حلقه بګوش، هر څه وينو مخكښې ځو ته اخته په چون و چند كړي د حل يې عقل بند لكه هوسۍ شوې په كمند ډېر زبون او درد مند نشيمن مو دى بلند، هر څه وينو مخكښې ځو څه پړده ده، څه ظهور؟ څه بنياد د تيارې نور؟ څه دي سترګې، دل، شعور؟ څه فطرت دى ناصبور؟ څه نزدې دى څه دا دور؟ هر څه وينو مخكښې ځو دي دا ډېر دي ما ته كم كال دى ما لره يم دم ستا په غېږ كښې وينم يم خو صابر يې په شبنم موږه ګورو بل عالم، هر څه وينو مخكښې ځو د سحر نسيم د لوريه د درياب د غر د سر نه زه راځم له كومه مي آغاز، خبر د دې نه هيڅ نه يم زه زېرې د سپرلي خفه بلبل له وركوم ګلونه ورله سپين د ځالي لاندي زېږوم له ښاخه د ګل تاؤ شمه، وښو كښې ورغړم باهر يې د وجود نه رنـګ او بوى را وباسم چي څانګې يې زما په ګردشونو كړې نشې په پاڼو د ګلونو د رېښمو په ځان ځم د غم د محبت ځنې شاعر چي په ژړا شي شريك يې په ورو- ورو زه د دې غم د چيغو شم د باز نصيحت خپل بچي ته شه خبر، يو كل بازونه يو ټبر د زمري مو زړه، كه يو موټى وزر ښه محكم لره تدبير، كوه نيكي نيسه غټ يى دلاور او غيرتي د تنځرو سيسو مل چي ګورې نه شې خو د ښكار په نيت كه ته ورسره ځې كوم يو قام چي وي كمزورى غورزېدلى پا كوي په خاورو تل مشوكي خپلي شوه د ښكار له لاسه ښكار، هغه باښه چي يوه يې ښكار سره شوه عقيده داسي ډېر شكري پرېوتي دي په خاك چي له لاسه د چرګانو شو هلاك ځان دي وپېژنه ښه تېروه ژوند اوسه كلك او ښه زړه ور او طاقت مند نزاكت ده مدام برخه د سيسو ځان كه سخت لكه د ښكرو د هوسو په جهان كښې چي څه قدر شته ښادي وجه يې كار دى مضبوطي او محكمي ويل ځوى وته باتور چي اې پسره! ده د لعل ځنې يو څاڅكى وينه غوره د هوسو، ګډو، په شان مه شه رمه خلوتي دي د نيكونو په شاه يه دي د خپلو مشرانو نه مي ياد چي د ځالي په شجر مه ږده بنياد چي مقام نه كړې پټى او نه باغونه دي په غر او په صحرا كښې جنتونه ټولول دانه پر مځكه ده خطا ميراثه مو د آسمان ده شنه فضا چي پر مځكه كوم اصيل ايښې ده پښه د چرګانو نه سيوا شه كمينه كاڼي، ګټي د بازانو دي فرشونه چي تېزيږي په دې كاڼو يې نوكونه يې د ذات نه د زېړ سترګو د صحرا د سېمرغ په شان ده لويه خونه ستا د غزا په ورځې وينه اصيل ځوان را وباسي تل د بور نه چشمان الوتو كښې دي اثر دى د نوري ده رګونو كښې دي وينه كافوري* د شا ټيټي ګرځنده آسمان د لاندي هغه خوره چي ته يې ښكار كړې لاندي باندي خو د بل ګټه ځوانان چرې نه خوري په وينا د نېكو نېك عمل كوي د كتاب چينجى يوه شپه كتب خانه خپله كښې اورم چي پتنګ وته چينجي وې د كتاب ما ليدلي د سينا كل كتابونه هم كتلي د حكيم مي د فارياب خو د ژوند په مصلحت نه شومه پوه زړه كښې نه مومم رڼا زه د آفتاب دې پتنګ نيم سوځېدلي ورته اووې حل كولاى دا نكته نه شي كتاب ښه ژوند وي تر و تازه په حرارت وركوي د الوتو ژوند له طاقت ((( كبر او غرور د غر يوې نالې ته يخ د كبره ويل داسي بې حده ډېر تنـګ كړي يو موږ ستا دغه رفتار روان يې څه بې خوفه، د مستۍ نه وهې چيغې مدام دي زور او شور د تېره كاله وي بسيار د غر د اوسېدونكو نه يې سيال په يوې لارې ځان مه ګڼه اولاد كښې د وريځو د كهسار تاويدنه، رغړېدنه، بهېدنه دي په خاورو چرته بله لاره واخله ځه په لور د مرغزار لښتى ورته ويل چي مكړه دومره سپكې سپوري غرور او كبر تل وي د ناپوهه خلګو كار چي سارى نه يم ستاسو زه، بس ائ دى درنه لاړم د لمر نه دي خپل ځان درله ساتل مګر په كار د ريدي ګل يم هغه شعله چي د ازل نه د عشق غېږ كښې پخوا د عندليب، پتنګ نه نور مي پړقېده د لمر نه يمه لوى هرې ذرې كښې زما نور دى ميندلي دي آسمان زما د اور نه ګرمېده سينې كښې د چمن لكه د ساه شوم ور دننه په نم چي مي د خاورو نه يو ښاخ و ټوكېده زما نه يې سوې يوړه وې شه غېږ كښې مي لږ غلى خو كله غم ځپلى زړه زما غلى كېده د څانګې تنګه ګېډه كښې يې وخواړه پيرونه د ګل مقام ته هله مي جوهر ورسېده په لار كښې راته پرخې ملغلري اونوستلې سحر راته مسكى شه نسيم ماته غزيده بلبل خبر كه ګلو، چي ما بيلودل سوزونه وې ګرانه يې سودا وكړه د ژوند او ژړېده په دې وجه مي لمر ته كه ګرېوان پاره پاره كه ما ته را عطا كړي هغه سوى مي دوباره حكمت او شعر ورك په دوړه كښې د اوښې بوعليرح شه ده، روميرح په لاس نيولې كجاوه ده د بحر تل كښې ومونده ګوهر هغه خس هسي ګهنمڼ كښې شه دېره حق چي شي بې سوزه نو حكمت شي شعر ساز شي چي پرې سوز كوي پيره اور اوركى په پنګه د ژوندون چي شوه مړه يوه ذره د شوقه هسي سره شوه پتنګي يې كړله زده روښانه يې كړه شپه د لمر ستړى پلوشه شوله راغونډه شوه شرر د ژوند د حرارت په بركت شوله سره زر او اويې شه نظر! پتنګ ؤ بې قراره هر طرف ته ؤ په كو په شمع وشوه داسي چي شو دواړه سره يو بېخي شو لكه يو او يا وړوكى ستورى د سپوږمۍ د خوا و شا د مځكې خوا له راغى په غرض د تماشا د لوريه د سما او يا وړه سپوږمۍ چي دى يو پړق يې اختتام احسان د پلوشو د لمر په ځان ګڼي حرام هر ځاى لري مقام درته ګورمه شب تابه، دى بدن دي واړه نور ښكاره دي الوتلو كښې شته غيب او هم حضور دستور دي د ظهور تيارو كښې د دې شپو يې د مارغانو رڼا ته له فيضه د كوم سوز دي وايه دي دا پړقېده دا ګرم ګرځېده د خاورې ځنې موږه هم د څېلمې يو پيدا كه وينو كه نه وينو، په هر حال مو ده كړا تر مراد نه شو رسا خبره درته وايم پټه ښه كلكه پخه د مقام په تمنا مه شه همېش په وړاندي ځه تل ښايه جلوه حقيقت ويل يو ځل دوربين پوره باتور هسي كرګس ته زما چي په نظر كښې، دا څه وينم دى سراب ويل ورته ځواب كښې په دې شاه هغه هوشيار چي سراب يې ته ګڼې زه يې پېژنم دى آب د ويخ نه د درياب ورته ماهي وويل داسي چي څه خو شته ولي اخته په اضطراب حُدي ((د حجاز د ساروان نغمه)) اې زما اوښې شم زار ئې هوسۍ مي د تاتار دى درهم كه مي دينار كه دا لږ دى كه بسيار يې دولت مي ته بيدار قدم واخله په تلوار، چي منزل مو لرې نه دى ته مي ښكلې محبوبا معشوقې ښكلې زما يې د حورو نه اعلٰى د ليلا ځنى سيوا نازولى د صحرا قدم واخله په تلوار، چي منزل مو لري نه دى په ګرمي كښې د آفتاب سمندر كښې د سراب په رڼا كښې د مهتاب ځي په شانې د شهاب او حرام په تا دى خواب قدم واخله په تلوار، چي منزل مو لري نه دى ته وريځ يې خرامان ته كشتۍ بې د بادبان ته رهبر د خضر شان دى هر ګران درته آسان د زړه سر يې د ساروان قدم واخله په تلوار، چي منزل مو لري نه دى ستا سوز دى دا زمام ګڼم ساز دي دا خرام بې خوړو څښلو مدام سفر كړې على الدوام ستړې كيږې په قيام قدم واخله په تلوار، چي منزل مو لري نه دى كه ماښام يې په يمن يې سحر له په قرن ستا دى دا شګى وطن دي دي پښو له ياسمن لكه هوسۍ وي د ختن قدم واخله په تلوار، چي منزل مو لري نه دى كړه سپوږمۍ ستړى سفر شا ته لاړله د غر شه مشرق وته سحر ختم شپه شوه سراسر د ميرو هوا شوه سر قدم واخله په تلوار، چي منزل مو لري نه دى دي نغمې خوږې زما زېر و بم يې دلربا د كاروان جرس دى دا غم لړلې غم ربا اې حرم باندي شيدا قدم واخله په تلوار، چي منزل مو لري نه دى ((( د اوبو څاڅكي مدعا چي ده تازه مضمون زما نو روا دي كه زړې وايمه بيا "د وريځي چي يو څاڅكى پرېوته شرمنده شه چي يې بحر وليده چي په محكښې زه د بحر يمه څه كه دې وي حقه ده هيڅ نه يمه زه" خو درياب ورته په چيغه اووې دا په دې خپلي كمزورۍ نه شې خطا دى ليدلى دي ماښام او هم سحر هم ليدلي دي باغونه دښت و در په وښو هم پر اوږو د دې سحاب پړقېدلى يې له فيضه د آفتاب كله تـګ د ځنګل سره شې مل د چمن د لېونو كله شې مل كله شې ته په انګورو كښې مستي كله خاورو كښې خاموشه دي هستي يې زما له تېزه موجه نه پيدا وې له ما ځنې پيدا بيا شوې زما راشه كښېنه مي خلوت كښې د سينې شه جوهر مي د زړګي د آئينې شه په غېږ د سمندر كښې مي ګوهر چي د ستورو او سپوږمۍ نه شې بهتر د خداى تعالٰى او انسان تر منځ خبرې خداى( دنيا مي تمامي له يوې خټې نه پيدا كړه او تاسو پكښې جوړ كړه د ايران تاتار ملكونه د خاورو مي پيدا كړه درله څنګ سوچه فولاد دي تاسو ترې جوړ كړي غشي توري ټوپكونه ته ونو د باغونو له تبرو نه سازوې د باغ ښكلو مرغو لره پنجرې ته جوړوې انسان شپه دي جوړه كړه نو ما ساز كه څراغ كه را دي كه كنډول نو جوړ كه ما ترې نه اياغ چي كهسار او بيابان، ځنګل، دي جوړ كړل نو ګوره چي ما جوړ كړل ترې پټى، چمن او باغ د كاڼي نه مي جوړ كړه درله څنګ ښكلى آئين د زهرو نه جوړومه په هنر سره ګبين ساقي نامه* دا څه ښكلى موسم دى ګوره څه ښكلى بهار چي ستوري الوتونكي شو پيدا په مرغزار بهار كړه د تارو د وزرونو په شان مځكه او شولې فوارې د ملغلرو يو آبشار چي هر پله نظر ځي په ګلونو كښې ارغړي هوا ده چي هر خوا كوي مستي په سبزه زار په غاړه د لښتو خو دي ښايست د غوټو وليد په لاس كښې وي آئين لكه د ډېر ښكلي نګار چي څنګه يې خواږه او مزيدار دي آوازونه چي غوږو له را رسي د هر كټ نه د ګلزار په تن كښې ساه په ساه كښې مي بيداره تمنا شي په شور د تاروګانو، د بلبلو په چغار د دنګو- دنګو ونو د مرغو آواز ته ګوره شو څنګه د نغمو سره ګډ وډ د جوئبار سړى چي ګوري وايي چي جنت جوړې الله د پورته نه را كوز كه جوخت لمن ته د كهسار په دې چي مي بنديان د دې جنت په رحمتونو دمه شي لږ له غم نه د سختۍ د انتظار په باغ كښې دا ګړى چي دانه غواړم څه به غواړم په كار دي را له مى، رباب، كتاب سره نګار زما خوږه ساقي د سپين بشر نه دي قربان شم مى راكه له نيكونو مي چي پاتې دى يادګار په جام كښې هسي شان لږې اوبه راته عطا كړه چي نور هسي روښانه شمه، ګرم لكه نار ګلونه د لاله مي له ويدو خاورو پيدا كړل چي خاورې پرې زما شي د جنت هسي ګلزار د كاشغر نه هندوستانه پوري هر خوا ته چي ګورې نو هغه يو انداز دى د مرغو د هر ديار په سترګو د قامونو كښې شوې هغه اوښكې وچې چي جوړ به يې اثر كه د ازغو ځنې ګلزار عادت مي د غلامۍ سره دا رنـګ له كشيري* شه چي ځان له يې بتان كړه دغه كاڼي د مزار ضمير يې د خيالونو پاكيزه ؤ نه خالي شه له ځانه خبر نه دى دا د ځان نه شرمسار د ده په سر آقا ئې قبا اغوندي رېښمينه د ده په نصيب ريخي، چيرړانګي تار په تار فروغ يې د نظر نه په چشمانو كښې ليداى شي او نه يې شته زړګى درون سينه كښې نا قرار د هغه ميو څاڅكي د كشمير په خاوره او كه چي د دې سړو ايرو نه را برسېر كړي انګار شاهين او ماهى ماهي بچي ناغس دا د شاهين بچي ته اووې پرې دي د موجونو دا د سيلمې نه دريا په مستې ناكې لكه وريځ شته غرېدونكې پكښې شته بلاګانې قسم- قسم له بلا درانه يې سېلابونه عالمګير او تېز رفتار سينې كښې اندرون يې ملغلرې شته يكتا بهر يې د سېلاب د دائرې نه وتى نه شو كښته، پورته، لاندي، باندي را چاپېر دى رانه دا په شانې د زلمو مدام په دو باندي روان دى كمي يې د قوت هډو ليدلي نه دي چا بچي چي د ماهي په وينا خپله كښې راسور شه بچي ته د شاهين وته مسكى شه په هوا ويل يې زه شاهين يم زما كار څه دى پر مځكه زما د وزر لاندي سمندر دى كه صحرا هوا ته پورته والوځه ور تېر شه له اوبو نه پوهيږي د دې راز په حقيقت باندي بينا ((( اور اوركى څه اورمه، يو ورځې چي ويل اور اوركي نه يمه زه مېږى چي ګني خوى مي دى چيچل بغير د اور غوښتو نه، سوځېدل نه ده څه ګرانه خطا دې په ما باندي د پتنګ ګومان كېدل كه شپه توره لكه سترګې د هوسۍ شوه د ځان په رڼايي به زه مدام كومه تلل تنهائي بېتابه موج د بحر ته مي اووې ورله لاړم وهې چي تل د وونه حل كوې د څه مشكل؟ سينې كښې دي بې شماره قېمتي شته ملغلرې زما د سينې شانتې لرې ته هم جوړې دل؟ په غورځنګ لاړه له غاړې هيڅ ګويانه نه شه دى بيا لاړمه يو غر له، ورته وې مي دا ښه نه ده چي اورې په غوږونو د غمژنو تل ژړا كه په زړه كښې دي وي پروت د وينې څاڅكى لكه لعل نو وكړه ما غمژن سره څه قدرې مشغولا نو چپ شه ساه يې راښكه هيڅ ګويانه نه شه دى نو لاړمه ترې لرې د سپوږمۍ مي تپوس وكړو چي وايه مسافرې شته منزل دي څه كه نا؟ جهان خو دي روښانه د سپين مخ په رڼائي دى په خړ داغ كښې دي جلوه د زړګي شته دى او كه نا؟ په ترس يې كتل ستوري ته خاموش پاتې شوه دا تر شمس و قمر تېر شومه نېغ لاړمه الله له ويل مي ورته نه لرم جهان كښې دي آشنا جهان كښې دي زړه نشته دى زه سر تر پايه زړه يم چمن دى ښه، خو نشته دي پكښې هي همنوا نو يو ذره موسكى شه نور هيڅ ګويانه نه شه دى پرخه ويل يې ورته كښته د آسمان نه راكوزېږه په خود شه د دې بحر غصه ناك سره يوكېږه د موج نه يې تاوېږه يو نوى نقش كښېږده ګوهر شه او پړقېږه زه عيش د سمندر د وصالت نه قبلومه چي خود زما نه يو سي هغه مى چرې نه څښمه د ځان نه خبر يمه جهان نه پېژنمه په ګل اوڅڅېدمه ويل وته ګل، وايي بلبلان د سحر څه؟ چي دوى ښكلي مجلس كوي تل پاس په شجر څه؟ دى دا زېر و زور څه؟ انجام د نظر څۀ؟ ازغى د ګل دى څه؟ ته څوك يې او زه څوك يمه صحبت مو دى دا څه؟ په څانګه د مرغو ده د غوغا مدعا څه؟ دى مراد د نوا څه؟ مقصود د صبا څه؟ ده سراى زړه دا څۀ؟ ويل مي چمن ځاى دى د ژوندون د هر ځايي آخير دغه مجلس به شي تس نس په جدايي ساوونه ګرمايي او روح دلكشايي رازونه د خدايي زه راغلم آسمان، له خاورو ته و ټوكېدې ټول ذوق د نمود دى، كه ټوكېدې كه څڅېدې كه ښاخ كښې رپېدې كه چاك دي كړې پردې تر مراد ورسېدې د زمانې په رګ كښې ګرځي زما اوښكې د سحر دا كښته پورته څه دي، خو فريب دى د نظر ستورى مي په بر دى زما د زړګي سر دى هم نور مي د بصر دى قميص كښې د دې ګل ښكلې يو ستن ګڼه دا خار دى خار، خو همنشينو د اشنا كښې يې دى شمار د عشق دې پرهار خو غېږ كښې دې د يار سامان دې د بهار ځه پاڅه مجلسونه پخواني پرېږده اې زړه ګلونو د لالا سره كوه ليده كاته د هوشيارو مل شه ته آسمان ته كه خاته كوې كه آلواته ((( عشق چي تلاش پسې مي خيال واخيست قدم لاړ تر در پوري د دير او د حرم په صحرا كښې د تلاش به زغلېده چور لېده لمن پر سر باندي د ده بې رهبره ته په لوري د منزل په اوږه يې ؤ د خيال ايښى محمل ؤ د ميو په تلاش خو مات يې جام لكه ايښى په هوا سحر وي دام تا وېده لكه موجونه د درياب د صحرا بربوړكو هسي بېتاب چي ناڅاپه دي عشق زړه يوړو زما هغه كلكه غوټه حل شوله زما كړم آګاه يې په هستۍ او په عدم كړه د عقل بتخانه يې راله حرم چي مي تندر هسي پرېوت په خروار په مزو د سوى يې كړمه خبردار شوم بېخوده او د تلو نه ووتم لكه سورى د خپل ځانه جدا شوم ورسولم يې تر عرشه پوري زه هغه راز چي را عطا كه راته ده تر ساحله مي كشتۍ شوله رسا بدرنګي زما د حسن شوه رڼا بې د عشقه مي بل نه زده حكايت په دې كار نه لرم كار په ملامت د علم د ښايست نه بې نيازه يمه زه سوځم، ژاړم، د تپش نه ويلي كېږمه زه كه ژوندون غواړې مدام يه په خطر د زړه حال يوې هوسۍ بلې ته اووې ژوند به پس د دې نه په حرم كښې تېروې په ميرو كښې راته ساؤ كښې دي ښكاريان د ژوندون زموږه ورځې شته نه شپې په امان به شو د شر نه د صياد شي په زړه مو د غمونو نه آزاد دې ملګري ورته وې واوره دانا كه ژوندون غواړې مدام يه په خطر د غمونو په برجو وهه تل ځان چي دي تېز وي تل د ښې توري جوهر دا خطر دي د طاقت دى امتحان دا ده تله د مخلوق د تن او ځان د عمل دنيا دا ده هغه ميخانه چي دى دعوت خو په كښې عام خو د ميو پكښې وېښ كيږي په كچ باندي د جام حقيقت د هغه راز چي لا آواز ترې خبر نه دى هغه دلته كښې په شونډو دى د جام باندي كلام دلته حال نشه عطا كړي، ضرورت څه د قال نشته د منطق رازونه دلته د ويخ لهه ده د جام موږ د دې لاري سفر كښې د دنيا ساه دې پرېښودې د دنيا د سحر لمر، دلته زېړى دى د ماښام اې د خپلو غلطيو چي كوې تل تاويلونه ته سكون چي ورته وايې هغه دلته دې خرام په تلاش كښې يې چي موږ له خپله كوره رابهر شو علم مو ژوندى كه د عمله بهرور شو ((( ژوندون تپوس د يو آزاد نه وكړ ما، څه وي ژوندون؟ ده وې څومره چي تراخه شي شراب وې ګڼه بهتر ويل مي ژوند چينجى دى چي د مځكې نه بهر شي ويل يې دى بچى د اور په شان د سمندر ويل مي جوړې شر دى بس د دې غلي فطرت كښې ويل يې خير يې هم هغه دى ته چي وايې ورته شر ويل مي ورته شوق يې رسا نه كه تر مقامه ويل يې چي منزل يې په دې شوق كښې دې مضمر ويل مي دى خاكي ځكه په خاورو كښې ښخيږي وې دانه چي خاوره وشلوي شي ګل ترې نه بهر د يورپ حكمت داسي وايي يو سالك ؤ د ايران هنرمند ؤ پوهنده او نكته دان مړ شه ډېر په ځنكدن و كړېدۀ زړګى ډك د ارمانونو يووړه دۀ دا سړى شه پاك الله ته په ژړا دى اجل نه زړه ذرې- ذرې زما طريقه د ساه ايستو يې ده زَړَه زده يې نا د وژلو نوې طريقه دى په كار د سا ايستلو كښې لا خام دنيا نوې شوه د ده دى زوړ نظام د يورپ زده هنرونه ناآشنا د قطرې نه سمندر كړي دوى برپا تاؤ د فكر نه پركار كړي د اجل ټول هنر يې پرستش كړي د اجل د ناكې هسي آبدوز يې وي روان جهازونو يې بادونه كړه حيران نه- نه وينې چي دا لمر ښكلى تك شين په لوخړو كښې را پټ دى د مشين په وژلو كښې ټوپك يې هسي تېز چي د مرګ ملايكې ترې كړي ګرېز دغه زوړ ساده يورپ ته ولېږه چي هنر كړي د چټ پټ وژلو زده ((( حوره او شاعر (( د ګوئټې د "حوره او شاعر" نظم په ځواب كښې )) حوره نه مين يې په شرابو نه په غټو ما ته ګورې عجيبه ده چي د عشق د لاري چاري ناآشنا يې واړه ساز د جستجو دى، پوره سوى د تمنا دى دغه ساه چي اخلې راخلې، دا سندرې چي ته وايي د نغمو په بركت دي، هسي ښكلى جهان جوړ كه چي په مخكښې يې ارم يو تماشه ده، ته به وايې شاعر په تېرو خبرو زړونه ته غلوې د رهروانو خو مزه كښې برابر نه دي خلش سره د خار خو فطرت مي سمې نه خوري د يو ځاى سره څه وكړم د سحر د باد په شانې زړه لرمه نا قرار په يو ښكلي بشر باندي چي نظر مي ور مين شي نو زړګى مي په هوس شي غواړي ښكلى نوى يار د شرر نه ستوري غواړمه د ستورو ځنې لمر زه د منزل هوس مي نه شته ځكه وژني مي قرار چي د باد نه د بهار چرې پياله واخلمه پاڅم غزلونه نوي وايم په هوا د بل بهار چي يې نشته انتها زه د هغې انتها غواړم دي مي زړه كښې اميدونه هم نظر مي ناقرار د عاشقو زړونه تل په دائمي وصل مړيږي چي نه چيغې، نه دردونه وي نه غم او نه غم خوار ژوند او عمل (( د هائنا اسرائيلي شاعر د "سوالات" نومي نظم ځواب )) يو پرېوتي ساحل وې زه مودو راسي ژوندى يم خو افسوس دى پوهه نه شومه په دې چي زه څه يم مستانه موج چي دا واورېد، نو په زغل شو زر يې اووې چي روان يمه نو يمه چي اودرېږمه نو نه يم المك لله پر غاړه د اندلس چي طارق وسوله كشتۍ ملګرو ورته اووې كار دي وكړو ډېر خطا يو لرې د وطن نه او واپس به څنګه ځو؟ دي كله شريعت كښې د سبب پرېښول روا نو توره يې بمبل كړه په خندا يې ورته اووې هر ملك خو زما ملك دى، چي دى ملك د رب زما د اوبو لښتى ((د ګوئټې د نظم "نغمۀ محمد" آزاده ترجمه)) نظر كوه ولې ته ده روانه په مستۍ په شان د كهكشان ځي په ګرېوان د مرغزار د ناز په خوب ويده ؤ د وريځو په زانګو كښې په غېږي كښې د غره د خواږه خوبه شو بيدار د كاڼو نه رفتار يې څه نغمې خوږې وباسي په شانې د آئين صفا جبين او بې غبار په لور د سمندر څه د مستۍ په ادا ځي د ځان سره آشنا او د هر چا نه جدا ځي په لاره كښې سپرلي هغه ته جوړ كه پرستان نرګس لالا اوچت شو او رامبېل وټوكېده په ناز وته ګل وې شه لږ خو ما څخه معطل غوټۍ شوه په خندا لمن يې راښكله د ده د باغ د حسينانو د نخرو نه خبر نه ؤ روان دى په ميرو كمر او غر يې وشلوه په لور د سمندر څه د مستۍ په ادا ځي د ځان سره آشنا نور د هر چا نه جدايي ويل وته بېشماره د ميرو غرونو لښتو چي مخ دي د دې مځكې وي تل تا سره سازګار د زيم كمي يو موږه پاتي كړي له سفره د شګو د صحرا نه مو ته وساته كنار بادونو ته پرانستې ده سينه د شرق و غرب په غېږ كښې يې نيولي دي ملګري خوار و زار په لور د سمندر څه د مستۍ په ادا ځي د ځان سره آشنا نور له هر چا نه جدايي ؤ مست غوندي درياب شه د هر بنده نه ورتېر پر سمه په وادئ شه هم د غر په لمن تېر په شان يې د سېلاب لوړې ژورې كړې هوارې د شاه په حوېۍ شه په سنګر په چمن تېر روان د زړه له جوشه ځه بېتابه تند و تېز دى مقام يې تل وي نوى په ان فن د كهن تېر په لور د سمندر څه د مستۍ په ادا ځي د ځان سره آشنا نور د هر چا نه جدايي د عالمګير خط (( يو ځوى ته، چي پلار ته به يې ښېرې كولې چي مړ شي ) ته نه پېژني خداى؟ چي ؤ او وي به تل تر تله جهان كښې د هر قسمه تماشا يې وليدله زموږ د زاره چاودو اوسېدونكو د دنيا ده سختي- سختي چيغې اورېدلې دي بلا په شانې د شبير( دي ډېر په وينو لمبېدلي مګر ده په هيچا پسې چري نه دي ژړلي په چيغو د يعقوب( نه يو ذره ولړزېده نه دى څه په غمونو د ايوب( وژړېده د دې ښكاري په باب كښې غلط خيال كړى دى تا چي دى به شي راګير ګني په دام د دعا ستا بهشت چرته دا ښكلى شيش محل د دنيا چي جنت دا رنګه آسمان نه لري نه يې يوسف( غم د زندان ليدلى هم زليخا يې زړه نالان نه لري نه يې خليل( دى چرې اور ليدلى موسٰى( يې اور زړه كښې پنهان نه لري نه يې صرصر سره كشتۍ ده په جنـګ ويره د موج نه د طوفان نه لري نه يې يقين وته په ساؤ كښې ګومان وصل يې فكر د هجران نه لري څه به وي خوند د غلط تلونكي عقل كه يې منزل لاره پيچان نه لري نه مي دى خوښ دغه بې كيفه جهان چي به يزدان لري شيطان نه لري كشمير پاڅه ځه كشمير ته، سمه غر د دې وطن وينه شنه- شنه واښه تل په تل ګلان چمن- چمن وينه باد د سپرلي موج په موج، مرغۍ قطار- قطار وينه تنځري، زرك جوړه- جوړه په سر د نارون فلك چي نشې د نظره، په نظر د نظر باز خلـګ ته د مځكې مخ باندي برقعې د نسترن وينه ګل بهر د خاورو، موج وله كښې ناقراره شه خاوره يې شرر شرر، اوبه يې شكن- شكن وينه ور كړه ټنګ رباب له، په پيالې كښې شراب واچوه دا د خوشبويي نه ګل، وطن ختن- ختن وينه ښكلې هندوګۍ، سپينه څربه او لاله رخه ده دې ته چي ته وګورې د زړه پرې الوتن وينه ((( عشق هغه عقل چي جهان يې يو بېباكه لمبه سوې شي د جهان رڼا كولو كار د مينې زده كوې شي هغه عشق دى چي په تا كښې هر يو كيف پيدا كواى شي د روميرح بې قراري د فارابيرح حيرت كېداى شي دا خبره مزېداره، زه كوم او زه ګډېږم كه عشق ټوله بې تابي ده، خو پرې زړه قرارېداى شي هر مفهوم ځائېداى نه شي، د الفاظو په جامه كښې يو ساعت زړه ته درون شه، ته به يې ومومې كېداى شي بندګي بېګا تر سا بچه ساقي ويل په ميخانه كښې خبره درته وايم د زړه غوږ ورته لره د تېرو شراب نوشو داسي قسم طريقه وه چي تلل د ميكدې به، په مستۍ كښې هوش سره نه وايم درته دا، چي مه كوه د عشق خبرې خو اوسه په ادب سره شراب په قدر څښه د لارې دوړه، "يو" ولي جوهر مو تمنا دې بندګي، سره د شانه، په خدايي مه بدلوه غلامي په خپله ناپوهي آدم بنده شه د آدم يو لعل ؤ ورڅخه ولي كه نذر يې د جم په خوى د غلامۍ سره د سپو نه شه هم لاندي د سپي سر مي ليدلى نه دى سپي ته چرې خم د توري اړ دا كوم داسي كلك څيز دى چي له كاڼي ځلا اخلي د خضر( حاجتمند نه دى په شان د سكندر پاك مخى دى په شانې د نظر د لمدو سترګو ولي ته شي ورګډ ولي لباس يې نه شي تر ادا يې په يوه چسته مصرع پوره مضمون دې چرې بلي مصرعې وته محتاج نه دى مګر جمهوريت ته پنګه د معنا د كمينه خلګو نه غواړې نو چرته كښې مېږى چرته حكمت د سليمان( غلام د پوخ سړي شه له جمهورو ځنې تښته كولاى نه شي دوه سوه خره كار د يو انسان په يورپ كښې اسلامي مبلغ ته اور بل بيا د نمرود كړه زمانې په دې جهان په دې چي شي ظاهر هغه جوهر د مسلمان د داغ نه د زړګي راځه چي بيا لرې پرده كړو چي لمر شه جهانګير هله چي دى شولو عريان دي ښكلو د يورپ ته دي رازونه ډېر ويلي بتان دي بلا ويلي كړل د علم په برهان خبر د عرب ځوان كه د سلمٰى د ښار له حاله بڅري كړه د شوق ته بل په زړه كښې د توران ځه لار د خرآسان، عراق وهه مقام شناسه* غزل سره واقف په دوباره كه عجميان له عمره راسي دى په انتظار د ربابي كښې چي مړې ډېري نغمې شولې په ساز كښې د افغان ته څه د محبت خبري وايې بوالهوس ته وا نه چوې مېږي ته ته رانجه د سليمان ((( غني كشميرى غني ښكلى شاعر د بلبلانو همصفير مدام به چغيده چي په جنت كښې د كشمير چي كور كښې به ؤ ننه، ؤ به پوري يې تل ور او لرې به يې پرېښوده چي اوبۀ وته بهر ويل وته چا اې چي ته شاعر يې خوش بيان دى ستا په دغه كار باندي هر كس پوره حيران جواب يې مزيدار وكړ بې حده دې فقير فقير ؤ خو بېشكه د معنا د ملك امير دوستان چي مي څه ويني دغه كار نه دي ناآشنا په دغه كور كښې نور هم څه شته وايه بې زما؟ غني چي وي په خپله تر څو ناست په كور دننه نو پنګه قېمتي وي هغه وخت په ور دننه د هغه عندليب نه چي خالي شوه دا خانه نو خوشي به سيوا وي ترې لا كومه كاشانه مصطفٰى كمال باچا ته خطاب (جولايي 1922ء) هغه ؤ يو امي چي د حكمت اثر يې دا ؤ چي اوچتې موږ پړدې كړې له رازونو د تقدير ؤ اصل مي د اور د رنـګ الوتى شان بڅرى په فيض يې د تعليم شو موږ لمرونه جهانګير د زړه نه د حرم د نګهبان مينه ده وتې ذليل ځكه شو موږه په انداز د خپل تقصير هوا ده د صحرا د طبعيت سره مو راسته څپو د نسيم موږ كړو د غوټۍ هسي دلګير چي تېره د آسمان نه وه زموږه كومه چيغه ژړا شوه چي راګيره شوه په دام د بم او زير بغير له دامه موږه ؤ ښكار كړى بې حسابه د ښكار له لاسه ښكار شو، دي په دست مو لينده تير "چي آس دي شه ورسم په كوم طرف نو ځه ورځه پرې دلي مو ماتې كړې ده د څو واره په تدبير" ((نظيري)) الوتكه په څانګه كښې د ګل ناسته مرغۍ وه يو سحر هغې نورو مرغو ته اووې داسي په هنر قدرت چي د وزرو نه محرومه كړه بنده په دې وجه په مځكه يې حصار كړلو ساده ويل ورته ما دا چي هسي بوس بادوې ته رښتيا كه زه ووايم نو خفه چي نه شې ته دي موږ د الوتكو نه جوړ كړي وزرونه په لوري د آسمان موږه دي كړي سفرونه پا شاني د مارغانو په آسمان كه الوته او تېز د فرشتو نه دى رفتار د ده د تله د باز په شانې الوزي قوي لكه عقاب نظر يې له لاهوره ان پرېوزي په فارياب هوا كښې منزلونه ښۀ په جوش سره وهي په ځاله كښې خاموشه وي په شاني د ماهي د خاورو او اوبو نه عقل جوړ كړو جبرائيل د پاره د آسمان يې كه د مځكې نه دليل چي واورېده بيان دغه هوشيار مارغه زما نو ما ته يې يو وارى وكاته لكه آشنا وزرو كښې مشوكه ووهله اووې ده څه ستا په دې خبره تعجب نه كوم زه نظر دى اې چي تل په ممكناتو باندي ستا په دام د كوز او پاس كښې ګرفتار يې د دنيا د مځكې كار دي سم كه؟ منصفي شوله په تا چي راغلى د آسمان په لوري بره په هوا ((سعديرح)) عشق خبره مزېداره دا، چي راز دى او راز نه دى په ډاګه وايم دا چي كوم ځاى واورېده له چا؟ دا پرخې د آسمان كه راپټ اووې ګل ته او ګل اووې بلبل ته ده خبر كه ترې صبا تهذيب انسان چي د تهذيب په غازه مخ كه ځان له ښكلى نو شوله توره خاوره يې آئين غوندي صفا او پټه يې كړله پنجه د رېشمو دستانه كښې كانې پرې د قلم شوې تېغ يې لرې كړو له ملا د عامي صلحې جوړه بتكده كړه حرصناكو چاپېر ترې ګډېدل به په ډولونو په سرنا ليدله مي چي جنـګ يې د ناموس پړده كړه څيري بس تشه تربګني وه او هم يسفك الدما پاتې شراب غزلې بهار چي په ګلشن كښې خوشحالۍ كړلې برسېره غټو پرانستې سترګي د بلبلو په سرود مه وايه چي مو واخښلى ازل كښې شوله خټه موږ هغسې لا خيال يو په ضمير كښې د وجود په علم غرور مه كوه د رندۍ علم جدا دى د ښار د قاضي ګوره ټول لباس دى مى آلود سپرلي خورې ورې پاڼو د ونو كړلې جمع زموږ نظر سبب شه د ګلونو د نمود تل ځان ته چي نظر كړي دى د هغو دا نښان چي نه كوي خبري د غائب او د موجود پرون يو زنده دل بوډا دا اووې ميكده كښې د هرې زمانې وي خپل خليل( او هم نمرود د ژوند په كارګاه كښې مي كوم شى نه دى جوړ كړى ټول تلونكي ؤ چي لاړل همګي شولو نابود نرمي د بت پرستو سره كړه ځكه چي مينې بنا د بت د زړه كښې اچولې د محمود د هند پر مځكه چيغه د ژوندون ده بې اثره چي مړى به ژوندى په نغمو نه شي د داؤد حلقه مي كړه په څلي باندي جوړه نوحه ګرو ګل رنګو، زهره مخو، ماجبينو، سپين بشرو په باغ كښې د ګلونو قافلې راغلې دېره شوې د كوم لوري راتله وشو دلې د غوڅ ځيګرو تلاش د عقل، ذوق، ادب كوي چي مدرسه كښې شراب كله خرڅيږي په بازار د ښيښه ګرو صيقل كه زما عقل دانايانو د يورپ كه خو زړه مي ځلا وكړه په صحبت د نيك نظرو كوه هغه نغمې چي دي پرتې ستا په سينه كښې ناپوهه شه خالي له پردو چيغو بې اثرو خبر نه شو هيڅوك چي زما هم څه بها شته دې زه يم هغه متاع چي وي په لاس د بې بصرو مدام نوي خدايان مي فكر ځان له جوړوي د يو بند نه چي خلاس شي نو راګير شي په بل بند حجاب د مخ نه لرې كه ښكاره راشه بلۍ له زما په شان دي بل د ديدن نشته آرزومند د خپلو روغو سترګو نه بې حده زه شرمېږم په مخ دي د نظر نه جوړوم ځكه روبند يو اوښكه، يو نظر، يوه خندا د حيا پټه د عشق دغه وعدې له بل پكار نه دى سوګند په عشق ځكه غاور يم چي دردونو د فراق يې زما اوكه ستا مينې سره دا نوى پيوند د اوره د سينې ځنې مي تپ واخله بلبله سيوا چي د ژړا دي شي اثر په څو- څو چند كه ورك شه د تيمور هغه چنګ ساز يې خو لا شته دى د لوريه راروان دى جوړې بل د سمرقند په ترخ كښې يې هر وختې وي پټ، نوى خداى نيولى حرم ته كه اقبال د حرم پيره! ځكه بند د خپلو روغو سترګو نه زما دغه ګيله ده چي لري ته پرده كړې نو پرده مي شي نظر زما خاورې د لوريه نوريانو ته دا وايه د دې خود دارو خاورو نه پكار دى تل حذر بهار كښې مدام سوځومه په سوز غزلي وايم بدن مي ډك له اوره په ژړا دې د سحر له ځانه بې خبر مي د ژړا نه څه خبر دې جهان د هغه بل دى او زما دې بل ډګر په شانې د لاله يمه د باغ يوه ګوشه كښې يو غشى د نظر مي دى ښخ شوى په ځيګر په دين د زنده دلو، زغمل سختي زندګي ده نه ځم ځكه كعبې ته، دى بې خوفه يې سفر بې شماره جرګې جوړې كړې او بيا يې زر خورې كړې په دې فاني دنيا چي دې روښانه پرې قمر د خاورو نه دي جوړ نوى آدم كه، درته وايم چي وخت دي د ژوندون ګورې يو پړق دى د شرر كه نه يې بوالهوس نو يو خبره درته كړمه چي عشق له بې اثره ژړا ډېر دى پخته تر زما چيغو تازه هغه مړ اور كړ د عجمو عرب مي د نغمو نه لا د شوق نه دى خبر په دې طريقه دلته د محرم تلاش كومه په غزلو كښې خبري د آشنا بيانومه خلوت چي شي حجاب په كښې خبره هلته زه په ژبه د نظر د زړګي راز بيانومه چي ستا دې ښكلي مخ ته په كتلو شي لايق د شوق نظر د اوښكو په ولو زه پاكومه غوټۍ هسي اګرچي ما كړي ډب له شېرازۍ نه له شوقه د رڼا نه د لمر سر اوچتومه د موج هسي وجود مي دى جوړ شوى له سېلابه ګومان مه كړه چي بحر كښې ساحل زه لټومه د سترګو د نظر هسي يو زه هغه په كور كښې سره د دومره لرې نه بس جوخت ورسره يمه جهان يې زما مخى ته جوړ كړى يو حجاب دى د لاس د جادوګر نه په جادو كښې بندي يمه په ځاى يې نه شوم زه، په دغه بې وره ګنبد كښې په دې وجه ازغى زه د آسمان د سترګو شومه له ذوقه د پرواز نه چرې ځاله كښې كښېنمه پر غاړه د اوبو كله د ګل په خوا كښېې يمه حجاب لرې كه ځه د محرمانو نه د ساز چي ووايي نغمې نوي بلبل په خوږ آواز په وينو د تلو لاره، د ګلونو يو پټى شه د نياز دې قافلې لره رهزن شو د چا ناز؟ چي تا يې خوبولې سترګې پرانستې چمن كښې نو بيا خو دي نرګس په نظر هم كه سرفراز "دراز خبره ستاسو شوه تر خولې د ماشومانو" زما د لوري وايه محرمانو ته د راز د چل دغه سجدې دي كافران په واويلا كړل دا تا چي د دې خلګو مخكښې لمونځ كړلو د راز بها د عشق د عقل په موجب ده ډېره كمه په تخت د جم به ورنه كړم زه آه ځګر ګداز محمود وته بامبړ ويل چي ګوره كرامت مي چي مات دي زما بت كه نو بنده شوې د اياز د باچا په كل چاكران زه پويومه په دې راز چي جهان قابو كېداى شي د ستي زړه په آواز ځه نازيږي په دې پنګه، چي په ښار كښې د غمژنو د محمود زړه څوك نه اخلي تبسم كښې د اياز پوره ناز يې بې نيازي، بې نوايي يې واړه ساز دى د شاهانو زړه رپيږي چي ګدا شي بې نياز څه هوس مي د مقام كړې يم د زړه په دام كښې نښتى نه نشيب مي دى نشيب، نه فراز مي دى فراز كه د عقل لار دي پرېښوه نو به ورسې تر ياره كه زړګى دي نيازمند وي او نظر دي وي پاكباز كچه ستا بې پروايي كړم يم دې لاره كښې نيمګړى لوغړن كړلمه ستا د نيم كشو سترګو دې ناز كړله لار د بتكدې مي سجدو تخته د ګنو په دې دوه ركعته لمونځ كښې نه ځيږي زما نياز د يارانو په جګړو كښې څه ناز او نياز نه وي خو يو زړه بهانه سوز وي بل نظر بهانه ساز راشه نن چي ساقي ښكلي لاس كښې واخستلو چنګ د سپرلي هوا چمن كه واړه نقش د ارژنګ د سپرلي د زړګي وينه يې نكريځې كړې د لاسو د لالا د ګلو ناوې څه مينه وه په رنـګ چي نغمه وي اثري نو تر خپل ځايه نظر رسي د هغې خبري مراد ته چي ترې ژبه كوي څنګ په نظر د مينې ګوره چي سراغ يې در معلوم شي دى د عقل په نظر كښې دا جهان واړه نيرنګ د عمل سبق د عشقه ځنې واخله هله كار كړه چي هغه د هوش جوهر دى هم دى روح لره فرهنګ دى زما او ستا مقام لا د آسمان نه هم په بره د دې لاري قافلې له لمر دى څلى د فرسنګ همت ناك څاڅكيه واوره چي دي و دانګل له سره چي ګوهر نه شې درياب كښې را وتل دي درله ننګ د خپل قدره خبر نه يې چي د تا نه بها مومي كه نه وي لعل خو دى يوه ټوټه د سنګ ما سجده بت ته ونه كړه بتخانې مي كړلې ورانې زه يو داسي تېز سېلاب يم په هر لوري هوار ځمه په دې شته او نيشت زما كښې لا د عقل دي شكونه شوه د عشق د بركت نه دا معلومه چي زه يمه بتكده كښې مي نياز دى په كعبه كښې مي لمونځونه شكه په غاړه مي زنار دى نو تسپې لاس كښې لرمه ستا د مينې د غم پنګه د تالان لايقه نه ده د زړه وتې اوښكي ځكه په لېمو كښې ماتومه كه مي كار د لېونو دى په وينا كښې زه هوشيار يم ستا د شوق له سرو شرابو زه هوشيار لېونى يمه د سپرلي هوا د باغ نه كړله جوړه ميخانه شه منګى يې دا غوټۍ او ګل يې جوړ شو پيمانه چي كامله شوله مينه، رقابت ورځنې ورك شي كړي يو ځاى طواف د شمعې، څنګه هره پروانه د ژوندون په ساز كښې سوز دى په دې سوز كښې ساز د ژوند دى څه بې درده سوز يې ګوره، كړي بې تابه ترانه د تنځري د وزرو د سايې ځنې ويريږي چي پنجره كښې د شاهين بچى عادت شه په دانه اې مالي وايه اقبال ته، د دې باغ نه كډه اخله چرته دا جادوګر نه كړي، موږ د ګلو بېګانه هغه ترك ګرم مزاج ته مي د لوري سلام وايه چي يې تپ د نظر سوى يو جهان دى د آرزو هغه زړه چي وي غمژن، په دې خبره به پوهيږي كه توبه مو ده ايستلې، خو منګي نه ماتوو ما د ګل په وفا پوهه، سل كرته كړې بلبله! ولي ستا هم زړه دى جوړ بل څه ترې نه نه شو كه ته راز د ژوندون ګورې، بې له سوزه هيڅ كښې نشته قراري په سمندر كښې، شرم دى د آبِ جو يم خوشحاله عاشقانو له دي سوى د عمر وركه چي بيدا دي د مرض د جستجو نه كړه دارو ته چي وې وصل مي مه غواړه د خياله دي اوچت يم شوه د اوښكو بهانه ګرو بهانه جوړه ښه وشو په دې چيغو دي كه باغ كښې د قيامت نمونه جوړه چي تر څو دي دم سينې كښې دى بس نه كړې هاى و هو چي آشنا دي هر ازغى كه د قصې سره زما د جنون دشت ته دي بوته، كه دي هلته كښې رسوا ګنهګار زه په دا نه يم، هغه سجده باندي رانده شه نه دي سازه ما سره، نه د هغه شولې آشنا سل جهانه راته كېږدي لكه ګل هسي مي خيال كښې يو جهان دي راله جوړ كړو، په مرګي د تمنا د جمال پړقا دي پوري ده د رنـګ هسي ترې وتې د مينا چينه پرده كړه د شرابو هسي تا نوې طرحه را پيدا كړه، طبعيت كښې مي جدت دى دا دي څه حيرت خانه د نن صبا كړله پيدا بختور، عقل د ميو په انګار و سوځوه د لالا هسي دولت يې د سور اور راجمع كه ته هم په سرو شرابو د بشرې نه چمن جوړ كه چي د مكر رياكار سپرلي صوفي ته وبخښه زړه مي خفه په محرومۍ شو د حرم د فقهي د فتوٰى په عوض جام پيرِ مغان چي ور نه كه اندازه مي د سرود له بې اثره نوا مكوه د نغمې په برق شي ملك د سكندر ستي كېده اې نسيمه! ځه سلام مي د ويمر* چمن ته يوسه چي په فيض د عقلمندو دغه ملك روښانه شه آسمان مو شه آشنا زركه شراب راله راوړه د څانګو نه نغمې لكه غوټۍ وټوكېدې په ياد د كمو څښو يې د امام د حرم څښمه چي تل يې څښي يارانو سره، شاته د پردې د هغه سالك قام د كبل زيله شه چې اويې وې د ژوند د لار ډيوې دي د اميد دغه جلوې بلنده د يارانو د همت نه مي نغمه ده غزلي مي په خوشي ځاى كښې تل ځكه اووې د شعر د جنس ذوق د خريدار لره معيار دى چي پنګه مي څوك ناخلي خفه يمه په دې د شعر د اقبال نه دا خبره څرګنديږي كوله يې عاشقي او ؤ استاذ د فلسفې د توري، د خنجر او د نېزې كړم تمنا زمانه لر شه لار ده د شبير مي تمنا دپاره د دې جالي مي دا ډكى راوړه ګوره او بيا وينه انګار ورله تاؤ ګير مي تمنا ويل يې راته چپ شه حال ونه وايې هيچاته ويل مي بس ده يو چيغه تكبير مي تمنا ويل يې راته وايه تمنا چي دي كوم شى وي ويل مي دا ظاهر ليده تقدير مي تمنا بغير د دې نه هيڅ د ځان د حاله خبر نه يم چي خوب دى رانه هېر او د تعبير مي تمنا د ناز هغه نظر چي يې اول مي زړه ؤ وړې شي لوى دى ګزار بيا د هغې تېر مي تمنا په تار كښې د زنار د تسپو زده كړه بوڼل دورنګ كه دي نظر وي درله ښه دى نه كتل په شان د بوى بهر شه د خلوت نه د غوټۍ ته په وخت د سحر زده كه د نسيمه سره تلل په شانې كه د پرخي يې پيدا كړلې كمزورى نو پاڅه د لالا په ګلو زده كړه څڅېدل كه نرم د تنكي ګل د ازغو په شان يې ته دپاره د ناموس د چمن زده كړه سومبېدل له باغه كه مالي لر كړې باهر يې وئيستلې په شان د كبل زده كه بيا د سر نه ټوكېدل كه وايې چي كامل شمه په زور او په تاثير كښې له ميو ځنې زده كړه په خلوت كښې پخېدل د بل د بر د لاندي به تر كومه پوري اوسي چمن كښې د آزادې هوا زده كه الوتل چي لاړم بتكدې ته بامبړانو راته اووې حرم كښې اور كه بل او ورته زده كړه تودېدل د خپلو خاورو غواړه چي كوم اور نه دي پيدا چي ستا د تقاضا ده سارې دغه تجلٰى د جم په ملك به زه د نظيري مصرع ور نه كړم چي څوك نه شي شهيد نه دى له قامه نه زما منم چي جادوګر عقل تر تاؤ كړه لښكرونه خو غم مكوه هيڅ چي محبت نه دى تنها خبر نه ته د راه، نه د مقام ځنې واقف يې ګني هره نغمه شته دى په ساز كښې د سلمٰى په ځان كښې يمه محو اوزګار نه يم نندارې ته او دې خوا حسن خور شو د جانان مي په دنيا په ښار د معشوقو كښې راځه جوړې چي كړو چيغې جنون د زنده دلو په كار نه دى په صحرا قيصې د نهنګانو د ښكارونو راته وايه مه وايه چي كشتۍ مي د درياب نه ده آشنا د هغه بهادرانو معتقد يمه چي نه ځي پر هغه لار، چي نه يې پكښې درياب، غر او بېديا شريك به په مجلس كښې د رندانو باده نو شو د هغه پير نه تښته چي دى تښتي له غوغا ښكاره كول خبري، د وينا څه هنر نه دى مدام وي د رازدارو په رموز سره وينا د بحر د سينې نه دى آسان د موج شلول په ورځ د خپل لښتي باندي درياب راسمول د زړونو يو جهان د غم په چيغه غوڅول په باد د نسيم زړونه د يو باغ ګلو څيرل په لاس باندي جبريل لكه بلبله كښېنول وزر يې د يو سوي وېښته ول سره تړل حكومت د جام د جم نه هم نازك دى سكندره! بارونه د آئينو څه دي په كاڼو ماتول كه ځان دي كړ محكم دغه طوفان هډو هيڅ نه دى آسان دى د ګوهر هسي درياب كښې كښېناستل فقير يمه بې نيازه بس زما دغه دستور دى د خواست د موميايي مي خوښه ملا ده ماتېدل ټوله شپه د غم په شوګيرو كښې تېرول سوونو اسويلو نه شي يو شعر دل آويز په عشق او په هوس كښې كه پوهيږې فرق څه دى؟ تېشه ده د فرهاد هغه، دا مكر د پروېز خبر كه راز داران چي دا زما يو پوټى خاورې ده دوړه نظر بازه هم ده خاوره بلاخېز بې خود شمه مطربه هم ساقي زه پرې مستېږم آواز چي مي تر غوږو د مارغ شي سحر خيز د لور د سمرقند ځنې راپورته چرته نه شي فساد د هلاكو، هنګامه نوې د چنګېز مطربه غزل بيت كه واى د روم د پير به واى چي روح مي لږ غوپه شي په انګار كښې د تبرېز كړه تورې په رانجو دي دا ملالي سترګې بيا چي ذوق د جنون زيات شي غزلګويو لره لا جهان كړه نوى جوړ او كلك آدم ورله پيدا كه د خاورو ګوډاګى خداى له جوړول نه دي زيبا نه حال د زړه ويلو دى نه درد يې د ښودلو ملګرو چاته وكړمه ژړا او انګولا لري نه ګرمي اوښكې نه تاوده- تاوده آهونه د عقل ښيښه و ويشته په كاڼي باندي ما په چنګ غږولو جوړ كه باغ او باغ كښې مجلسونه شراب خوره غزل وايه، تڼۍ لر كه د قبا سحر شه قافلې وكه لمونځ، ځي بس روانيږي خو نه دى اورېدلى جوړ آواز د جرس تا د شاه نه منت بار نه يې كرم وته محتاج يم وګوره بوالهوسه! دا همت د دې ګدا د عقل د مكرونو كشمكش دى د ليدو چي مشر د كاروان دى ولي خوى يې دى د غلو د لاري تپوس ونه كړې د عقل كلان كار نه په دغه باب خبره ده د عشق د اورېدو منم چي يورپيان خبري ستورو سره كاندي خو ځان ترې نه ساته چي رنـګ يې دى د چلولو كوي دغه دنيا كښې د مرګ ژواك څه تپوسونه دا ژوند د غم نه ډك دى ځنكدن لري مرګو په خوا كښې د غازيانو د قبرونو لږ ايسار شه د حال په ژبه تا ته دوى خبري كا يو څو عربو كښې دېره شه چي مجلس كښې د عجمو شراب دي ختم شوي هم يې جام د ماتېدو نه شېخ دى نه شاعر او نه كندپوش ګوري اقبال دى سترګي يې مړې كه ګدا ښكار د كوڅو په زړه كښې مي ارمان د هغه بدر د ليدو دى دى لاس مي پر زړه ايښى او نظر په لور د بام ويل حسن زما هډو ماښام د سحر نشته ويل وته دى عشق زه ناقراره يم مدام غرض مي په نن شته نه په صبا په پرون باندي لرم لوړي ژوري نه، نه شته زما مقام شراب سمه د راز خو لا يو څښونكي مي ونه موند زما په ميكدې كښې وي دايم دور د جام زما دغه غوغا څخه نانجاڼه مه تېرېږه مقام مي دى لاهوت د يار دى ما څخه پيغام حجاب مي اوچت كړى دى وينا كوم پرده كښې يم توره خونړۍ اوسم دننه په نيام د تندي نه په ښاخ كښې د ژوندون مي ده نمي د آبِ حيات سعي به دليل وي د كمي زه حال د زړګي چاته ووايمه چرته لاړ شم چي آه شه بې اثره هم كتل بې ادبي د ساز پړده دي كوزه كه، غزل په دمه وايه د دې باغ د مرغو چيغې لا غلې غوندي دي ده پنګه د كاروان زما لوټلې حجازيانو خو وايي به څه نه ګورې دى يار مي عربي په تندر د يورپ تازه چمن شه د تركانو ظهور د مصطفٰى( له بولهب همېشه وي په تله د عجم او هند مي مه تله شعرونه چي دا د نيمې شپې اوښكې سوچه لعلونه دي د روم د پير د خم نه مي مى راوړي د سخن دي چي خوند كښې ښه كورو د شرابو ځنې دي فرق نه كه په كعبه او بتخانه كښې عاشقان جلوت يو د آشنا دى بل خلوت دى د جانان مزار مي د حرم لاره كښې جوړ شه يم خوشحاله له كعبې نه بتكدې ته به زه ځمه په مژګان يو ملګرى چي هوشيار وي ورسره شراب دوه جامه دى بهتر له كل جهانه هم له حورو د جنان هر سړى په سترګو ګوري، هر سړى خبرې كړاى شي په مجلس كښې دي شروع دى په داستان پسې داستان دغه څوك دى چي شبخون يې په دې زړونو بانده وكړ؟ د تركانو هسي لوټ يې د آرزو كړل سل جهان جبرئيل مي په ښكارګاه كښې نا پكاره غوندي ښكار دى اې زما نره همته! په قبضه كښې كه يزدان چي كوم راز د ويلو نه ؤ، نو اقبال پر منبر ووې د خلوت د ميكدې نه شه باهر كچه نادان د عدم د خوبه سترګې به پر مخ دي غړومه جدا ستا نه بې له تانه ژوندون نه شي تېرېدى چي دا زړه مي دى دنيا كښې، كه دنيا مي ده په زړه كښې؟ په دې باب كښې څه مه وايه د دې حل نه شي كېداى د يارانو زړونه اوسو دې زما غمژنو چيغو يم په داسي نغمه مست چي حال د ويلو يې نه دى څه فائده ده صبا وايه د دې پرخې د پونې نه د لالا د ګلو اور كله په دې شي سړېدى په رښتا شه د الله، مدد مه غواړه د شاهانو دغه بت ته د لايق د سولېدو نه دى تندى د ښيښې دغه ګنبد هم يې دا لوړى او ژورې د عاشق زړګي كښې ځاى شوه تمامي دغه دنيا كه اسرار د ازل غواړې لږ دي ځان وته نظر كه د وحدت او د كثرت ده هر طرف ته تماشا اې بندي زړګيه! وايه پوهه شولې څه وي مينه؟ ځه د سترګو په لار وزه كه سينه نه زغمي تا د سپرلي موسم كړه بله د ګلونو ډيوه پاڅه د صحرا فضا كښې كښېنه لږ په خوا كښې د لالا زر افسونه دي د مينې او زر لارې دي د حسن نه شمېرلى چرته ته شې نه شماره كيږي له ما څو- څو واره وختلې څو- څو ځله پرېوتلې خاقاني، فغفوري ډيرې لاړې راغلې په دنيا ورسره هم ترې نه بيل يم دا فراق دى كه وصال دى؟ عقل وايي څه په دې كښې؟ عشقه رايه څه ده ستا؟ په صوفياوو كښې يو صوفي ته ليكلى د ليلا د مقام مينه ته لرې نه شته زما د صحرا د تاؤ زغملو همت ستا شته نه زما زه ساقي يمه ځلمى ته پخوانى پيرِ مغان يې دى مجلس د څيلمې تږى، نشته يو څخه صهبا زړه او دين مو كاڼه كړي په سپين مخو د عجم دي د سلمٰى د مينې، يو نه لري، دواړو كښې سودا ؤ ټيكرى چي په غاړه مو د بحر ؤ ټول كړى د يو تن په لاس كښې نشته يو دانه ګوهر يكتا د ورك شوي يوسف ذكر دوباره ګوره ونه كړې خريدار را كښې يو نشته دى په شان د زليخا دا به غوره وي چي موږه زړګى صبر په ډيوه كړو توان مو نشته چي موږ وګورو جلوو ته د دنيا ((( يم رهبر د شوق د لاري لمن كلكه زما نيسه كه بڅرى د سور اور مي خپلو خاورو كښې آميز د لالا ناوې د ناز د حويلۍ نه را بهر شوه لږ راشه چي دي وسومه د شوق په بيان تېز چي په هره زمانه كښې يـې په نوي رنـګ بيان دى د فرهاد د غم قيصه ده د عيشونو د پروېز كه پيدا يمه په هند كښې دي مي سترګې بينا كړې پاكو خاورو د كابل د او بخارا او د تبرېز ((( زما د زړه دنيا كښې خو دوران د قمر نشته دى داسي انقلاب چي يې ماښام او سحر نشته په هغه بې همته قافله باندي افسوس دى غواړي هغه لاره چي پكښې هيڅ خطر نشته د مينې د طوفان سره آشنا شه عقل پرېږده د عقل په ولقه كښې نوم نشان د ګوهر نشته د دواړو د دې خيال چي مدعا څه ده پوهېږې؟ نظر هسي دى سترګو كښې باهر يې اثر نشته ((( زما چيغې نا رسا دي بې اثره مي ژړا د دې سوز و ساز حاصل دى يو زخمي زړګى زما په تكل كښې يې زړه يـې كوره شه دا دير و حرم شه زه يې يم په تمنا هغه مي دى په تماشا محرمانو پرده لر كړه زه خودۍ كښې شومه محوه غيرتي عشق ته مي ګوره څوك ديدن غواړي د چا ميكده كښې پرون كړې ده، مطرب څه ښه خبره چي شراب څكل ګنا ده څښل يې نه دي ناروا زندګي د رهروانو تل سفر دى كه پوهيږې د موجونو د كاروان منزل ليدلى نه دى چا يو انګار يې راله پوري په خشاك د ژوندانه كړ چي مرشدرح مي د روم اووې "دى منزل مو كبريا" سوز و ساز د شاعرۍ وي د زړه چيغې مستانه د دې شمعې رڼا تېزه ده د زړه په پروانه موټي خاورو كښې د تن مي ذوق و شوق د چيغو نه ؤ شه د دې هنر سبب يې د زړګي دا پيمانه دا بې نوره تورې خاورې چي جهان دي ورله نوم كه د زړګي دا بتخانه ده د دې بت زړه ستانه نجومي په رصدګاه كښې تماشه كوي د ستورو په تكل كښې د سرحد دى د خپل زړه د ويرانه په كمند كښې د نظر يې راحصارې فرښتې دي هم صوفي دې خپل زړګى سختو حملو كه دېوانه هغه محمود چي په سوونو بتخانې يې نړولې اوس په غاړه يې زنار دى د زړګي په بتخانه ما ليدلى غټ غافل د مسلمانه ځنې نه دى چي سينې كښې يـې زړګى دى ترې نه دى دې بېګانه لوى والى واخلي غرونو نه وښو ته يې بخښي د جم شاهي توپۍ كله ګدا له وركوي په كار د عاشقۍ كښې څه تپوس د نسب نشته كمال د كليمې كله نصيب شي د حبشي محروم لخت جګر كړي د باچا كله له تخته او كله ورله راولي د كوئ ځنې قيدي نظام د حكومت كله ګدا ته حواله كړي خو تېغ وته اول د پاك نظر عطا كوي عقل چخڼى كړلو مينې دا جهان واړه بدل شو آيا ما ته اجازت د اسويلو به عطا شي ((( حرم كښې ته ځايېږې نه راځې په بتكده كښې په نورو مشتاقانو څه په شوق سره راځې حرم ته د عاشق د زړه بې خوفه ځه دننه د كور يې ته مالك څه له د غلو هسي ورځې كوې د لمونځ ګزارو تمامي پنګه تالا ته په زړه د بت پرستو څه ناترسه كړې حملې په وژله د دوستانو پسې كړې كله لښكرې شراب كله مجلس كښې د دوستانو سره څښې په ونه د كليم كله ناڅاپه بل كړې اور ته په شمع د يتيم كله پتنګ هسي ورځې يو جام واخله اقباله! د خودۍ د ميكدې نه بې خوده د فيرنګ د ميكدې راغلى يې د عجم د بت كدو ګرمي نه رسي تر ګداز مي د عربو محمد( په يو نظر واخيست حجاز مي زياتوي مي مشكلونه دم په دم فريبي عقل كه په فيض د نظر مات كړي دا طلسم د مجاز مي د ژوندي زړه بېتابۍ ته فريب نه رسي د عقل د منطق د دير نه راشه لږ حرم ته د ګداز مي ((( آئينې هسي مه وينه همېشه پردى جمال د سترګو او زړګي نه و وينځه پردى خيال د حرم د بلبلانو د نوا ځنې اور واخله د پردۍ ونې د څانګې جاله كه ستي فى الحال دنيا كښې الوتنه هم په خپل وزرو زده كړه هيڅكله الوتل نه شي د بل په پر و بال زه بنده يمه آزاد او داسي قسم غيرتي يم چي په يو جام پردو ميو به شم بې تېغه حلال اې نزدې راته د ځان نه، چي دي نه وينم په سترګو ستا بېلتون به بدل نه كړم د اغيارو په وصال ((( د عشق دنيا كښې شته نه اميري نه سروري دغه بس ده چي كواى شي تمام عمر چاكري كه طواف يې د بت وكړ او زنار يې كړ په غاړه دا مه وايه زده كېداى ګني په دې شي كافري دلته دي ډېر خېبرونه قسم قسم بلاګانې هر سړى كولاى نه شي په اوربشو حيدري په نظر كښې د هوشيارو دى بهتر له سكندر نه كوم ګدا چي پېژندلې ده رښتيا سكندري د سپين مخو فريبيانو مجلسونو كښې څه نشته شه مريد د هغه پير چي شي كولاى دلبري د يورپ هوشيارو جوړ كړه د ښيښو ځنې جامونه خو حيران يمه په دې چي واي دې وته پري د مسلم د بې دينۍ به زيات له دې ځنې څه وايم چي دى ځوى د خليل دى، ده پېشه يې آذري لږ مي راشه غمكدې ته خو چي تا وته ښكاره شي چي زه يمه سوى ستورى خو مي زده كېمياګري ته مجلس ته د اقبال راشه يو دوه جامونه نوش كه چي خرېيلى يې سر نه دى خو ورځې قلندري ((( چي مي غلام نه دى د دوست داسي سردار نشته او نه غلام لكه خواجه يې خريدار نشته وعظ خو واړه د واعظ دى په كليم( او په طور خو هغه پړق يې آئينې كښې د ګفتار نشته د مصلحت په غرض پير مي شه مجاز ته رجوع كه نه وي ښكلو سره هيڅ يې سروكار نشته ځان له كندپوشو كناره كه، شه غلام د هغه ځان ترې ساته پكښې هوسۍ دي د تاتار نشته زما د ساز ځنې نغمې د عافيت مه غواړه چي په رباب كښْ مي د دغه نغمو تار نشته راغى زړګى مي شه بامبړ ځان له تندى يې كه سور خو لياقت په كښې بيا هم لا د زنار نشته ځكه مدام په ميكده كښې كوي عشق خبري چي په دې دير او په حرم كښې يې رازدار نشته په باغ كښې لېونو بلبلو بيا وكړ آواز او ناوې د لالا د ګل شوه سر تر پايه ناز يې پوهه په پړدو ته دا آواز راځي د غيبو د خولې د غزل خوانه نه د تاره دى د ساز چي ساز ته د ژوندون يې ور رسا سر د شهباز كه نو واوره دا زما نه دى محرم دغه د راز د حال د محرمانو د دنيا نه يې خبر كړم خو چپ يمه لا ځكه چي آسمان دى دوكه باز په لاره د دوستۍ چليږه رټي سپوري مكوه زموږ دواړو پيوند ګوري يو كار دى خدا ساز د دغه تورو خاورو له مقامه څوك خبر دى چي هر څه لكه تلونكي شګې زغلي په پرواز له باغه د كشمير د جنت ګل مي دا وجود دى زړګى مي حجازي دى دي نغمې مي د شېراز د خاورو نه پيدا تلو كښې يم تنده ستاره د شين آسمان په بحر كښې لټومه كناره زما شته او نشتوالى خو د ژوند يوه شعله ده شرر هسي په ذوق د خودۍ يم پاره- پاره ووايه فرښتو ته د سليم عقل له فيضه په ستورو د سورلۍ د خاكي وينې نظاره په عشق كښې د غوټۍ هسي په باد صبا پو په كار د زندګۍ كښې مګر كاڼي يو خاره په دې چمن كښې شوې مي نرګس هسي دي سترګي نقاب له مخه لري كه يم واړه نظاره د سرو اوښكو په درياب مي ټول عرب شه لاله زار او عجم خزان ځپلى له ښه دم زما بهار زندګي دا حرارت دى، حرارت جاوداني دى د دې خاورو ذرې واړه مي يو زړه شه ناقرار نه قيام يې په منزل نه يې په لاره قرارى شته دغه زړه مي مسافر دى شه الله يې مددګار ځاى مي وساته د عقل نه، هر كار يې دى نيمګړى زما زړه په هغه ساز وړي چي شلېدلى يې دى تار ته ځلمى يې لا بې غمه زما شعر واړه غم دى خداى دي كړي چي غزلونه مي شي تا سره سازګار كه مي زړه ته شوې دننه دا آرزو به پكښې مومې چي خداى كاندي دغه پرخه سمندر شي بې كنار هغه ژوند دي خداى نصيب كه چي مدام وي بې قراره د ژوندون د بې تابۍ نه دي روزي مه شه قرار دى نقصان دي په نظر كښې هم دى عقل كچه ستا نه شي هيچرې به پوخ بې د كليم د تقاضا سالكه! ځان ته ګوره كه ده لار هډو خرابه خو مهي نه ويخ د بحر كښې هم لا ښكاري صفا غيرتي بنده حاجت چرې شاهانو پسې نه وړي د ګيا خوى به په غر كښې هيچرې نشي پيدا ښې د شو ق نغمې مي واوره چي پكښې به ومومې ته د شاهۍ او فقيرۍ واړه رازونه هويدا دى پوكى مي درله داسي لكه ګل لره نسيم وي كه مزې وي د سحر د اسويلو ليدلې تا اې آسمانه! دي دا سترګې دي پوره كلكې ناغې معلوميږي چي ته غواړې جوړې نوې تماشا په شرابو دي سر خوش يو خم شكن نه دى چي نه دى په سرو شونډو دي مست يو شيرين سخن نه دى چي نه دى عربي قبا كښې ګوره په څه قسم ښكلى ښكاري په قامت دي برابر يو پيرهن نه دى چي نه دى وي خاموشه به دي شونډوې ولي ستا د مستو سترګو كوم زما د سوي زړ سره ګفتن نه دى چي نه دى ستا خبرو له جوړومه دا د شعر مجلسونه په خلوت كښې مي درون يو انجمن نه دى چي نه دى معجزې د سليمان زده دوباره كه مسلمانه! دې غمي وته دي غل يو اهرمن نه دى چي نه دى كه شاهي ټوپۍ او تاج يې هډو نشته دى پر سر خو ګدا دي د در نه دى د بادشاه ځني كمتر دى زلمي واړه ويده د بوډاګانو زړونه مړه دي په نصيب كښې د يو هم آهونه نشته د سحر چي په دې بهانه ته پاتې د طلب ميره كښې نشې چي د دې لاري دي نشته نن زمان ګنې رهبر چي له ځانه غافل نه شې د هغې زمان كوشش كه چي پرې نشته د كلونو او د مياشتو څه اثر كه اميد د عافيت د دې جهان ځنې لرې ته نو د ژوند په كشمكش دي جوړي نشته دى نظر كاتبان به د عمل، ليكي زما څه ګناهونه چي جهان كښې دي زما وه برخه بس دغه نظر راځه ياره! چي موږه د اقبال لمن كړو ټينګه په رښتيا دى د خانقاه د كند فروشو نه بهتر يو انګار لري په غېږ كښې بې پروا مينه زما يو بڅرى قدرې اور مي سنډ حكمت نه كه پيدا چي كامل چرې نياز شي نو ټول سر تر پايه ناز شي د جنون دښت كښې مي وېلاى شي مجنون وته ليلا ما درشلې لره ستا راوړي دي د خپل وطن چي د شوق كومې سجدې مړې په تندي كښې وي زما دې زوړ كافر ته توره ته په لاس كښې دي لا وركړه بيا جهان كښې مي ته ګوره هنګامه دي د اِلاَ بيا ګردش وركه آسمان له چي د وخت د دې ضمير نه تېر پرون مي بېرته راشي په جام كښې د فردا د درګا په نعمتونو دي مړه ټوله دنيا كړه راكوې مي ناسينا له د سينې ولي رڼا وايم پټه به يې خداى وته ښكاره يې تاته وايم اې رسوله( د الله! هغه دى پټ وينمه تا تا بتان نوي جوړ كړي صد افسوس نه دي ځان ته دي كتلي صد افسوس د يورپ په تاؤ شوې توى هسي د سترګو داسي قسم له شوې ويلي صد افسوس چي په كوم بازار د خاورو بها شته دى تا په هيڅ هم نه اخلي صد افسوس كه كامل شولې په عقل خو د عشق تا ابجد نه دي ويلي صد افسوس د كعبې طواف دي وكړ دير ته لاړې نه دي ځان ته دي كتلي صد افسوس نقشِ فيرنګ نظمونه پيغام اې باد د صبا! پيغام زما وايه يورپ ته چي څومره عقل الوځي دى دومره ګرفتار كه ده بجلي پيدا كړله هغه كړله راټينګه د عقل جادوګر ځنې دا عشق دى جګردار د ګل د رنګه زيات چرته هيڅ شى نه ويني سترګې اګرچه دي پرده كښې د رنـګ هر څه په ديدار لرې كه معجزې د مسيحا څه تعجب دى په دې دي تعجب دى دي بيمار پوره بيمار په دست كښې دي كه عقل دى زړګى دي پرېښودلى كره دي په كوټه باندي افسوس چي دى بائللى څه نشته د حكمت او فلسفې سر او سامان څپېړه يې د مينې نشته دى په دبستان تمام عمر له كاندي رهزني د ويښو خلګو د هر قسم فساده يې دى ډك دواړه چشمان د ده له يخه نازه زړه ګرميږي نه هيڅكله په سوي كښې د غمزو يې د خوند نشته څه نښان هوسۍ يې يوه رانه وړه كړه كچ يې ځنګلونه طواف يې د باغ او كه نشته ګل يې په ګرېوان په كار دي چي د عشق په فيض آسان كړو ګران كارونه او وكړه سجده عشق ته ترې نه وغواړو مرادونه چي عقل دى كږه لاره كښې كښېښوده قدم اوبو كښې يې اور وزغلوو جهان يې كړ برهم په زور يې د كېميا سره د شګو نه زر جوړ كړه مګر له سوي زړه يې كه اكسير د مينې سم زموږ په سادګۍ باندي افسوس، چي پرې دوكه شو په ساؤ كښې ورته ناست ؤ ګوره وې لوټه آدم هنر يې د تهذيبه د يورپ نه راوړه خاوره او وايې چوله سترګو كښې هم ځوى له د مريم تر څو به وي بڅري كرل اور ترې نه رېبل په زړه كښې مدام غوټي اچول او پرانستل جدا دى خودبين عقل، بيل دى عقل جهان بين جدا- جدا وزر دي د بلبل او د شاهين چي اڼوي دانې پر مځكه بيل هغه مارغان دي دى نور هغه آسمان كښې چي دانې خوري د پروين چي ګرځي په چمن كښې د نسيم هسي بل شى دى دى بل چي شي ور دننه په زړګي كښې د نسرين د دې نهو آسمانو پوري تلونكى نظر بل دى دى بل هغه چي هر كار يې دى په ظن او په تخمين خوش بخته عقل دى چي ويني دواړه جهانونه لري سوز د آدم د فرښتو د زړه نورونه يو د مينې د خلوت نه باهر موږه راوتلي د آئينې په شان مو خاورې د قدم دى پړقېدلي دواړه كونه مي په داد باندي كړه داؤ همت مي ګوره ؤ پرده كښې مو ګټلى دى په ډاګه مو بائللي سلسله د ورځو شپو مي همېشه مخكښې تېريږي دي پر غاړه د لښتي باندي تمبوان مو درولي چي د زړه اور مي شبخون دى په دنيا باندي وهلي نو دا وچ لانده يې دواړه دي د څيلمې سوزولي لمبه ؤ چي ټكړې شو نو شو ګل شرر- شرر سالكان شو هم د ذوق د تمنا هم د نظر چي مينه بوالهوس شوه هر بند يې وشلاوه نو شر يې د مهي هسي آدم په نخښه كه د صلحې يې جنـګ غوره كه لښكر يې كړى جوړې مدام يې په دوستانو باندي ظلم جور وكه يو لوټ يې كه شروع ويل يې دغه حكومت دى غريب له مات كه تير د ملا چورلټ په ظلم ده د ساز دغه ټكور وته بربنډ په ګډېدو شه د خپل عزيز د وينو نه يې جام پيمانه كه په كار دى دا زمان چي كړو آئين نوى بنا د نوي خط دپاره كړو تختۍ د زړه صفا د باچا ټوپۍ شوه كوزه راغى دورِ عوامي نه شپېلۍ سكندري شته نه نغمه شته دارايي بيا فرهاد تېشه را واخسته پروېز يې كه په مخه شو فنا د زمانې نه كل عيشونه آقايي بيا په تخت د عزيز وګوره يوسف متمكن شه د فريب د زليخې، ختم شوه ټوله صفايي چي رازونه ؤ كوم هغه د څيلمې نه ظاهر شو شولې پټې جرګې خلاصې يقين نه دى چي بيا يي سترګې پرانزه چاپېره نظر وكړه كه بينا يې ژوند لګيا دى ځان له جهان نوى جوړوي هم په دې خاورو كښې زندګي زه عيان وينم او بينا يې هم په شانې زه د ستورو چشمان وينم د دې مځكې لړمانه كښې چي پرته كومه دانه ده زه پكښې ګلونه، څانګې، مېوه هرڅه عيان وينم دا لوى غروه د خسڼې هسي سپك راته ښكاريږي او دا خس به تول كښې دروند زه د دې غرونو په شان وينم چي په زړه كښې د آسمان كوم انقلاب ټينګېداى نه شي ښه يې وينم خو حيران يم چي يې زه په څه شان وينم بختور دى چي به ويني هغه ځوان دغه غبار كښې د رپا نه د تارونو به نغمه پېژني تار كښې ژوندون روان لښتى دى او همېش به وي روان شراب دغه زاړه پاخه كامل به وي دا شان دا شته چي ناپكاره څومره دي واړه به ورك شي كه نشته خو چي دي پكار هغه به شي عيان په طمع د ديدار باندي دا عشق واړه نظر دى او حسن چي مشتاق دى د نمود وبه ښيي ځان چي ما پر كومه مځكه دي په سرو وينو ژړلي ځيګر كښې به يې زما اوښكي لعلونه وي پنهان زېرى د سحر مى بيا موند توره تياره شپه كښې د لمر د ختو نخښه ده په وژلو د ډيوه كښې جمعيت الاقوام ((قاميځه جرګه)) بدلې چي دنيا كښې طريقې كړي د جنګونو زړه سواندو د جهان كړه څه جوړ نوي چلونه نور هيڅ ترې خبر نه يم خو را ټول څو كفن كش دي چي ويشي په رضا په مصلحت سره قبرونه شوپن هار او نېټشا په نيت د سيل د جالې نه ګلشن ته مرغى والوت نازك تن كښې يې ازغى د ښاخ د ګل وسوځېده مزاج ته د ګلشن د زمانې يې سپورې ووې په غم د نورو هم په زحمت خپل وژړېده ويل يې چي لالا د وينو داغ د بې ګناه دى د سپرلي غوټۍ كښې ده ته جخت فريب وځلېده ويل يې دا جهان چي دى بنياد يې كوږ د ويخه سحر ؤ داسي كله چي بېګا پرې نه كېده ژړا يې برابر د خپله وسه پوري وكړه د سترګو يې سور څاڅكي له فرياد وڅڅېده اثر د دې ژړا يې د هدهد په زړګي وشو د ده نه يې ازغى زر په مښوكه ووېشته ويل يې ورته نفع وباسه د زيان له جېبه په چاودو كښې د سينې خپلې سره زر ګل ومونده د درد نه دوا جوړه كه چي غوڅ كله په تن شي له خاره سره سازه وساته چي كل چمن شي فلسفه او سياست چرې ونه ګڼې يو شان سياسي او فلسفي د يو سترګې بې نوره دي د بل دغه بې نمه كه يو حقې خبرې له كمزوري دليل ګوري ناحقه دغه بل كړي په دليل سره محكمه صحبت رفتګان ((په عالم بالا كښې)) ټالسټائ د شاه دغه سپاهي وينه بارګير دى د شيطان دپاره د ډوډۍ توره د ظلم چلوي ښه بد و ته يو ښكاري مغز پوست نه پېژني دى د بل د سود دپاره به خپلوان حلالوي دوا د بېخودۍ يې وطن، تاج او كليسا دى وړيا به ځان په يو جام په مالدارو خرڅوي كارل ماركس د جز او كل رازدان هسي له ځانه نامحرم شه د مال په محبت دښمن آدم چي د آدم شه هيګل راښكاره باغ او ځنګل كښې كل رازونه شي مستور حقيقت دى سر تر پايه مړغونى هم انګور دا په جنـګ كښې اخته كړى د اضدادو طبعيت دى كه خواجه دى كه مزدور دى كه امير دى كه مامور ټالسټائ فلسفه د خودبيۍ ده دورنګ عقل جوړ كړې د رضا په سبق باندي غلوي چي دى مزدور مزدك د ايران تخم زرغون شه د قيصر اوزار په مځكه نوى مرګ ماڼۍ ته ورغى د شاه او د امير د نمرود په سور انګار كښې ابراهيم څه موده سوځي د بتانو نه پاكيږي د حرم هله ضمير د پروېزو هليه پاڅه، دور ختم د پروېز شه د خسرو ځنې خپل حق دي زر كه بيا واخله زورګير كوهكن څه ساده زما دلبر دى هم بېشانه كم آمېز جګړه مار او جفاكار دى هم پوره فتنه انګېز په ظاهره امن- امن دى زړګى يې دى خونرېز كه يې ژبه د عيسٰى ده ولي زړه يې د چنګېز د جنون د جوش دى دور طناؤ وشلېده د عقل راښكاره كه مخ آشنا زړه مي له شوقه دى لبرېز وشو څه كه غر سورى، هډو زما دغه تېشۍ كړ چي آسمان خو لا دى هغه شان پر لارې د پروېز د آسمان مځكې تر منځه هر يو شي زغلي په منډه ګړندى شه قدم تېز كه د كاروان دى قدم تېز نېټشا په سستۍ د عناصرو د انسان يې زړه خفه شه نو پيدا ورله محكم بدن كه بل په فكر ده په ملك كښې د يورپ يې يو تازه انقلاب راوست جوړ دكان د ښيښه ګر ته لېونى ورسېده حكيم آئن سټائن په شانې د موسٰى( يې تقاضا د تجلٰى وه آخير د نوراني زړه نه ظاهر يې شه يو نور د سترګو د آدم نه تر آسمانه دم كښې رسي د كچ نه د پرواز يې چي ناچاره دى شعور خلوت كښې يې دننه د سكرو هسي تورتم دى جلوه يې سوزۍ ونه لكه خس په سر د طور په حد كښې دا مكان دى ناخبر له انقلابه لا ډېر اوچت د دې نه په څو چنده دى ضرور ضمير كښې يې مرګ ژوند، تياره رڼا او سوز و ساز شته كه سوز يې اهرمن دى ساز يې دى ملك او حور د دې حكيم هوشيار به د مقام درته څه وايم له قامه د موسٰى( نه دى زردشت كړى ظهور بائرن په شانې د سرو ګلو په زرغون د مځكې اور شي په خاوره د چمن كه يې مئ و څاڅي د جام هوا يې د يورپ پخه په طبعه نه وه راسته شوه د عشق قاصد لره بجلي د ده پيغام لوړ خيال يې ګوره څنګه پرستان دى بنا كړى ځواني شوله بې هوشه، چي ښكاره شو دى پر بام آخير دغه مارغه د هنر والوته د جالې خوښه يې په خپله جوړ حلقه شوله د دام نېټشان غرض كه دي نوا وي نو د ده له مخې تښته قلم كښې دي د تندر هسي و وينه اثر ښخ يې د يورپ په زړګي باندي نشترونه په قتل د صليب يې دواړه لاسه دي احمر په شكل د حرم باندي بنا يې بتكده كړه كه زړه يې د مومن دى نو دماغ يې د كافر خپل ځان د دې نمرود په سور انګار باندي ستي كړه چي باغ د خليل( تل دى بنا شوى په آذر ( جلالرح او هيګل يوه شپه مي په خپل فكر پرانستلې پخې غوټې د حكيم لوى د المان د ده فكر دى په ښه شان څرګند كړى ابدي مخلوق له هغې چي دى فان د ده د خيال وسعت ته چي وګورې په تنګوالي ملامته شي جهان سمندر وته د خيال يې چي ور كوز شوم ګيره كړه كشتۍ د فكر مي طوفان په سودا د اوږده فكر كښې ويده شوم كناره مي كه د دواړو كونو ځان په خوب كښې چي نظر مي پرواز وكه نو مرشد مي د روم وليده عيان هغه لمر چي د هغه په رڼايي دى وطن د شام و روم همه روښان چي لمبه يې ده د تور جهان په زړه كښې يو څراغ دى د راهب پر بيابان چي معنا يې د حرفونو ځنې زيږي لكه كيږي سره لالا پر ګلستان وې يې پاڅه يې ويده ولي؟ ويښيږه په سراب كښې خو كشتۍ بيايي نادان كه په عقل باندي لار د عشق وهې لكه لمر چي په ډيوه ته لټوې ((( پټوفي د هنګري ځواني مرګ شاعر چي په قامي جنـګ كښې مړ شو او مړى يې ونه مونداى شو په چمن كښې د ګل ناوې هسي وستايله تا چي د چا دي زړه خوشحاله د چا غم دي كه سيوا د لالا د ګل لاسونه دي په خپلو وينو سره كړل د سحر په اسويلو دي غوټۍ ښكل كړې د صحرا په نوا خپلي مين وې هم هغه دي شولو قبر په مځكه كښې ښخ نه شوې ځكه نه وې ترې پيدا د فرانسيسي حكيم اكسټس كومټ او د مزدور محاوره حكيم "بنيادم دي ټول د يو بل اندامونه" چي دي واړه د يوې ونې ښاخونه كه دماغ دي پوهه فيض دى د فطرت كه پر مځكه دي پښې دا لري حكمت يو حاكم وي بل كوي يې محكومي د محمود نه كله كيږي ايازي دا نه وينې چي تقسيم باندي د كار د ازغو نه د ژوندون جوړ شي ګلزار د مزدور ځواب مه غلوه مي اې حكيمه! په حكمت ستا د عقل جادو ډېر لري طاقت ته خو سره زر د تانبې نه جوړوې ما په خوى د جي قربان مجبوروې ستا بحر مي ابنايې كښې كړلو ګېر په تېښۍ مي راوستلو جوى شېر د فرهاد هغه حق وركه ګوره تا د پروېز هسي بېكار له ناروا چي د بدو نه په چل ښه جوړوې د سراب په دام نيوى خضر نه شې شه زردار ځكه پر مځكه باندي بار چي څه نشته بې خوړو څښلو يې كار دى زما په مزدورو جهان رڼا چي ګمان دي د غلو ونه شي په ما د زردار ګناه له عذره جوړوې دا سره د عقله څه خطا كوې هيګل د ده عقل حكمت چي د محسوس نه شه همراز دى يې فكر ښكلى داسي لكه ناوې د ډولۍ آسماني مارغه د عقل د ده پوهه شه پرې څه شى دى؟ يوه مسته چرګه ده چي راوړي بې بوقه اګۍ جلالرح او ګوئټې* يوه ورځې جرمني حكيم جنت كښې د عجمو پير سره ؤ په صحبت كښې دى هغه لكه دى، دې عالي جناب چي نبي نه دى لري مګر كتاب كړه محرم ته د اسرارو يې ښكاره د حكيم او د ابليس لوظ نامه اې د شعر روحه! ويل ورته روميرح چي يزدان او ملايك دي دام كښې دي ستا فكر چي خلوت ته شه د زړه بيا له سره زوړ جهان نوى كه ده سوز و ساز دي د روح وليد په پيكر هم تعمير دننه سيپۍ كښې د ګوهر هر سړى نه دى د عشق په راز اګاه نه لايق دى هر سړى د دې درګاه "دى واقف ترې خوش قسمه او محرم زيركي ده ابليسي، عشق دى آدم ((رومي)) د برګسان پيغام چي تاته ښه ظاهر واړه اسرار د زندګۍ شي جدا چي د شعلې نه ځان په شان د شرر نه كړې دپاره د ديدار يې ته آشنا سترګې پيدا كه وطن كښې د پردو هسي ژوندون چي بسر نه كړې نشې دي كل د څيلمې نه وهمونه دي باطل پيدا كه عقل هغه ته شاګرد چي وي د دل د يورپ ميخانه څه وخت ؤ عجيبه چي ومه خود دغه وطن كښې دا جام ته چي يې نه رسي آئين د سكندر مستي سترګې د ساقي يې د شرابو پرورش كړي پيغمبر دى شراب نوشو له د ده نيمچه نظر رڼا يې بې كليمه( ده انګار يې بې خليله( بې پروا عقل يې وګڼه د مينې غارتګر هوا كښې يې د سوو اسويلو نشته ګرمي ونه يې لري رند د ميكدې حقه مستي موسيو لينن او قيصر وليم (لينن) موده وشوه چي دې د بني آدم زړه دنيا كښې د ژوند په پلونو كښې درون پرته دانه وژلى فريبونو د زارۍ او قيصرۍ دى په دام د كليسا كښې پروت دى وشوه زمانه وږي غلام څنګه قميص څيري د آقا كړ پرته چي پرې وه وينه د ده كل دانه وانه په اور شوه د عوامو ستي كل زَړَه دنيا د پيرِ كليسا شړۍ سره د شاه قبا قيصر وليم ګناه څۀ د بتانو د نخرو په دې كښې نشته طواف دى په خمير دننه پروت د برهمن همېشه به خدايان جوړوي ځان له نوي- نوي چي دى د زوړ معبود نه دى ويزاره همه تن د ظلم د رهزن به راته څه قصې كوې خپل مال له هر رهرو ګڼه په خپله ته رهزن په سر كه د عوامو هډو تاج شه د شاهانو بدل ذره حالت نه دى بالكل د انجمن چرې به د آدم په زړه كښې مړ دا حرص نه شي چي اور په انګېټۍ كښې دى هم پروت هغه زوړ نن د اقتدار ناوې عقلونه چي جادو دي رانيولي زړونه يې راګېر كړي د زلفانو په شكن "نه پاتې به شي ناز د شېرينۍ هم بې تپوسه كه ورك هډو پروېز شه مګر شته دى چي كوهكن" ((( حكماء لاك سحر ورله د لمر په ميو ډكه پيمانه كړه كني نو په چمن كښې د لالا ؤ خالي جام كانټ بخښلى ؤ يو ذوق وته فطرت د صافو ميو له ځان سره راوړى د ازل نه ده ؤ جام برګسان نه مى يې د ازل ځنې راوړى ؤ نه جام لالا د زړه له داغه سوزش وموند د دوام شاعران بروننګ شراب د زندګۍ مي پاتې شوي دي كمزوري د خضر( اوبه غواړمه ډكومه ترې نه جام بائرن سينه به په احسان د خضر( چرې زخمي نه كړم د خپل ځيګر د آب نه ډكومه ګوره جام غالب "چي لا شي تېز شراب او ښه مي غوڅه پرې سينه شي ښيښه ويلي كومه او ډكومه ترې نه جام" روميرح آمېزش چي پكښې نشته دى د هر خيري نه پاكې ډكومه د انګورو د سوچه اوبو نه جام د يورپ ميخانه پرون چي ميكدې ته د يورپ زه ورغلمه يو رند* صافه وينا كړه پرې زړګى مي مين شه ويل چي ته دا مه وايه چي دا ګني ګرجه ده پكښې چي مستي نجونه سرودونه ګورې ته زموږ ده ميكده دا يې اثر دى د شرابو چي نوش دي كړه نو ښكاري به بد واړه درته ښه د ښو، بدو تلنه مي په بله تله كړله كه ده يې د يهود او نصارٰى تله هر څه كه زور دي چرې نه ؤ روا واړه ناروا دي او واړه بد روا دي كه زور دي چرې وه كه فكر ورته وكړې زندګي واړه ټګي ده چي دلته شه رښتينى يقين وكړه تبا شه د حق ټوله وينا يې فريبونو له پرده ده چي وايي مو پير، واخله مس په سپينو زرو ته د ژوند هغه رازونه د پردې مي درته اووې مه وايه حال چرې كه غواړې تر مراده رسېده انګلستان ته خطاب شراب يې مشرقي څښلي په جام كښې د يورپ دي عجبه نه ده ما ته كه يې كړه زَړه توبه په لارې د تدبير دي نوى فكر روان كړى شوه وينه دي نصيب د دې غلام ځكه توده په شور ګوري ساقي نه شې ناراضه له رندانو چي دا دى نښلولى چا؟ په تا شوه فيصله خوشبوى د دې رهبر شوه چي يـې راوسته چمن ته كنې بلبل ته د دې لارو كله پته لګېده د مزدور او مالدار وېش دا شور د كارخانو او مشينونو دي زما شه او ستا دغه نغمې شوې د باجو د كليسا چي اخلي حكومت پرې ماليې مځكه زما شوه او ستا د جنت باغ سره سايه شوه د طوبٰى چي سر خوږوي تل، دغه ترخې اوبۀ زما شوې او ستا پاك شرابونه د آدم او د حوا زما شولې كونترې دا اېلۍ دغه تنځري او ستا برخه عنقا شه هم شه سيورى د هما زما شوله دا مځكه هم په دې كښې چي هر څه دي د دې نه پورته، عرشه پوري هر څه سره ستا ((( د مزدور چيغه په خون د مزدورانو ساده پوشو، خواري كښو لباس نادان مالك يې دى اغوستى د حرير د والي د لاس غمى ګڼه زما د خولو څاڅكى او اوښكي مي لعلونه دي د ملوني د امير په وينه مي ګرجه ده د ژورې په شان غټه او هم يې حكومت زما په مټو جهانګير دا شاړې مي باغونه په ژړا كړل د سحر ګلونه يې تازه زما په نم دي د ځيګر د رګونو نه د ساز مي نن نغمې نوې راڅاڅي چي ويلي كړي دا جام پكښې مى هغه اچوو بدل چي دا نظام كړو هم د دير هم د مغانو بنا د ميكدو زړو د ويخ نه نړوو د باغ د رهزنانو نه بدل د ګلو اخلو د ګلو د ژوندون طريقې واړه بدلوو طواف به د دې شمعې څو پتنګ هسي كوو د ځان نه ناخبره بۀ تر كومي پوري يو ((( د سمندر ازادي يوې بطې وې آزاد شه سمندر حكم كړى دى د خضر( عدالت يو نهنګ ورته ويل ځه هر طرف ته ولي ما نه غافل نه شې يو ساعت خرده قراره ده زموږ هره ذره دى دننه په هر ساه كښې مو محشر د مرګي ځنې دا ژوند ګورې مشكل دى خضر( پوهه كه ظلمات كښې سكندر ((( د درياب نه ښه واقف به وي ګوهر دى د ژرندي د ګردش نه څه خبر كوي ډډ قلم چي څه قسم خروش دى كوټلى سلايي څومره خاموش ((( په ترخ كښې ننه بت كړې طواف مي د حرم دى او هم د بت په مخكښې الله هو ويلي ما روان پر داسي لار شوم چي نرۍ ده له وېښته نه په زړه كښې مي تر اوسه د طلب ده تقاضا ((( ګل اووې عيش د بهار دى غوره د عمره يو دم ګلزار دى غوره اول له دې چي په دستار شي د چا د ښاخ په غېږ كښې دي مزار دى غوره وينا كړى شي ماشوم وي كه ځلمى وي كه بوډا د كلونو او د مياشتو پروا نه لري وينا ((( درې څيزونه به دي ښه كاندي نظر شنه واښه اوبه روانې ښه بشر درې څيزه څربوي هر يو بدن بې غمي رېښمين لباس او بوى خوشتر ((( په راز د زندګۍ دي پويوم فكر كوه چي خوب معمولي مرګ دى مرګ كوټلى خوب ګڼه ((( كه د رحم نه لرې چرې جذبه نو دښمن پسې هله جنـګ له پاڅه په سينه كښې دي حسد چي ځاى ونه كړي ګډول ښه نه دى شاتو كښې سركه ((( د طبعې د شاعر د نزاكت به څه نه وايې ښيښه هسي نازكه ده پوكي باندي ماتيږي د ژوند د كشمكش كله كولاى شي دى شرحه "د ډز نه د آګۍ چي يې زړګى كله اوبوږنيږي" ((( جهان كښې شه په شانې د ولي د كوهستان د لوړو او ژورو دغه ټولو شه خبر يا روان شه د سېلاب غوندي هوار په خولې ځګونه پروا مه كوه ځه هوار د زمانې پر سمه غر ته ګل چينه بد يې مه وايه د خار چي پيدا دى ګل سره په يو بهار ((( چي وسمه په ږيره برېتو لګوې په ټګۍ به ځواني څنګه ستونوې ((( بې همتو سره عشق نه لري كار چي شاهين تنځرى نه نسي مردار ((( د شاعر نقدي كره كوټه بازار كره شي داسي بازار كښې شي تروټه ((( څه به ښه وه كه نيكان خلـګ زموږه واى آزاد د پخوانو ټولو قيدونو د تقليد پر لاره تلل كه چرې ښه واى پيغمبر( به هم پر لار ؤ د نيكونو پاى * شاعر المانوي "ګوئټې" * حوصله * د باز په ډول يوه سپينه ښكاري مرغۍ چي د تركستان په غرونو كښې اوسيږي. * د كشمير په نشاط باغ كښې ليكل شوى ؤ. * د كشمير اوسېدونكو ته كشيري هم ويلى شي. * عراق و خراسان و مقام د موسيقۍ اصطلاوي دي. * د جرمني د يو ښار نوم دى چي ګوئټې شاعر پكښې دفن دى. نوټ: نيټشا په مسيحي فلسفه زبردسته حمله كړې ده، د هغه دماغ په دې سبب كافر دى چي د خداى منكر دى، ولي د ځينو اخلاقي نتيجو په بنا د هغه خيالات د مذهب اسلام سره ډېر نزدې دى، "كه زړه يې د مومن دى نو دماغ يې د كافر" رسول الله( داسي قسم خبره اميه ابن الصلب (يو عربي شاعر) په نسبت كړې وه، امن لسانه و كفر قلبه. ( آذر په معنٰى د اور. * د جرمني حكيم نه مراد ګوئيټې دى، د ده يوه مشهوره ډرامه "فوسټ" نوميږي، په دې ډرامه كښې شاعر د فوسټ نومي حكيم او د شيطان د لوظ قول په ترس كښې د انسان د روځنى پالني تر امكاني حده پوري ټولي درجې په ډېري خوبۍ سره بيان كړي دي. * نېټشې ته اشاره ده. --------------- ------------------------------------------------------------ --------------- ------------------------------------------------------------ از كلياتِ اقبال فارسي پيامِ مشرق پيامِ مشرق از كلياتِ اقبال فارسي 248 247