زبورِ عجم ژباړه تقويم الحق كاكاخېل فهرست شمېر سرليك مخ 1. د زبور لوستونكو ته 405 2. لومړۍ برخه 405 3. دعا 405 4. زبورِ عجم دويمه برخه 466 5. ګلشن راز جديد 550 6. تمهيد 551 7. (1) سوال 554 8. ځواب 554 9. (2) سوال 558 10. ځواب 559 11. (3) سوال 562 12. ځواب 562 13. (4) سوال 566 14. ځواب 566 15. (5) سوال 570 16. ځواب 570 17. (6) سوال 573 18. ځواب 574 19. (7) سوال 577 20. ځواب 578 21. (8) سوال 581 22. ځواب 581 23. (9) سوال 584 24. ځواب 584 25. غزل 585 26. خاتمه 588 27. بندګي نامه 588 28. د غلامانو د فنون لطيفه بيان كښې موسيقي 592 29. مصوري 595 30. د غلامانو مذهب 600 31. ق 603 32. د آزادو آبادۍ 604 د زبور لوستونكو ته كله يو وېښته هم زما ستركو ته پرده شي كله دواړه كونه راښكاره په يو نظر شي سخته ده اوږده د عشق لار خو كله كله لار د سلو كالو په يوه اسويلي سر شي خپل كوشش كوه او د ميدان لمن كړه ټينګه كيږي چي مراد درته په لار مخې ته در شي لومړۍ برخه تېر شومه له دره، د كور حال مي برملا اووې څنګه قلندر يم نا ويلى مي صفا اووې دعا خدايه! د سينې دننه زړه باخبر راكړه وينم چي باده كښې نشه داسي نظر راكړه زه داسي بنده يم چي د بل په ساه ژواك نه كړم يو كور زېږېدلى اسويلى د سحر راكړه زه عظيم طوفان يم دا تنكۍ چينې بۀ څه كړم لوى ميدان د خوړ او د كمر او د غر راكړه غواړې؟ چي د شنو مستو څپو سره اخته سم منځ كښې د موجونو اطمينان د ګوهر راكړه تا لكه شاهين د پلنګانو په ښكار پرېښوم كلكې پنجې راكړه، همت راكړه، وزر راكړه ځم چي د حرم د طائرانو ښكار اوكړم غشى چي تا ويشتى لا سورى كړي ځيګر راكړه خاورې مي په نور د داؤدي نغمو رڼا كړه هره يو ذره د زړه له سوزه شرر راكړه غزلي او قطعې (2) په سينه كښې مو زړه سوونكې تمنا له كومې راغله؟ پياله خپله ده، پياله كښې دا صهبا له كومي راغله؟ زه منم چي دنيا خاوره ده او موږ يو موټى خاوره په ذرو كښې مو دا سوز و تمنا له كومي راغله؟ نظرونه مو پرېوزي په ګرېوان د كهكشان دا جنون له كومي راغلو؟ دا غوغا له كومي راغله؟ (3) يو غزل اووايه بيا- بيا وركې نغمې پيدا كړه مړژوانده زړونو كښې څو نوې ولولې پيدا كړه حرم او دير او كليسا و بتكدې تشي دي دې نيم كشو سترګو كښې زر رنګه فتنې پيدا كړه هغه شراب چي زما خاورې ته يې اور ور ګډ كړو دى نوو- نوو شاه ځلمو ته څو پيالې پيدا كړه چي په سينه كښې زړګى ګډ كړي هغه نې را واخله تند او تراخه شراب چي ويلي كړي پيالې پيدا كړه د عجميانو نېستان* كښې صبا تېز چليږي يو داسي ساز چي ترې نه وڅاڅي لمبې پيدا كړي (4) اې چي ګرموې زما په سوي آه و ناله پورته كړه زما په چيغو مړه هزار ساله خپل زړه به څه ستايم چي د ژوند په مستو ميو مسته شوه، ژوندۍ شوه، خاورې- خاورې پياله پرانزه په ساه مي د غونچې د زړګي غوټه كړه مي په صبا تازه داغونه د لاله خيال مي له سپوږمۍ له مشتري له مهرو تېر شه څه ته غلى ناست يې ښكار كړه دغه غزاله ستا د در ګدا دى بې عزته درنه نه شي هسي ته دبل له چينې ډكه كړې پياله (5) ته له موټي خاورې سل نغمې پورته كوې ځان نه مي نزدې يې ځان زما نه پټوې پټ د صبا څپو كښې راشې د باغ خوا ته كله بوى كښې خور شې غوټۍ كله تښتوې ستا نه بې خبره دى مغرب، مشرق ويده دى وخت دى كه دنيا كښې نوى نقش جوړوې ځنه د شاهۍ زوړ لېونتوب لري په سر كښې واخله چنګيزي نشتر كه دا پرې سړوې زه آزاد بنده يم هسي نه چي بېرته پټ شم زلفې زولنې كړه كه مي خوا كښې اوسوې بې سوړ اسويلي نه خبر نه يم غزل څه وي دا څه لكه پرخه په سينه مي څڅوې؟ (6) سورو خټو كښې لرم زه، د سپين زړه سپينه رڼا برندي سترګې لكه ستوري د جمال په تماشا نه ګمان كوې چي ګوندې له نغمو پرېوتى ساز يم دا نغمې غلې پرتې دي د مضراب په تمنا چي خاكيانو ته نور وركړم چي نوريانو ته سوز وركړم داسي سره بڅري راكړه داسي سوې نغمې را تب و تاب و درد و غم مي همګي نيازمندي ده ته الله يې بې نياز يې وبه نه رسې په دا نه مي ځان چا ته څرګند كړو نه مي ځان د چا نه پټ كړو يو غزل مي داسي اووې چي هر غم كړي هويدا (7) څه مستې نغمې څه آوازونه دړدېدلي ما په تږو ډك د ژوند خمونه دي وېشلي تا يو بېنوا ته هغه نوى ژوند ښكاره كړو لا يې د چا زړه كښې آرزو نه ده ټوكېدلې تا په يو نظر زړه و ځيګر كښې مقام ونيو چا چرته د ده نخښې په يوه غشي ويشتلي څه سپرلى دي وښيلو زما ناشنا نظر ته غر په سمه ژاړم نوي زر كه راوتلي يو فقير په دوه كونه كښې نه شي ځايېدلى څه كه دوه شاهان نه دي يو ملك كښې ځايېدلي (8) واړوه د كفر و دين په سر د رحمت جام عامي كړه جلوې دي په دنيا ماهِ تمام واوروه زړې نغمې او جام ته ګردش وركړه بيا زموږ مجلس كښې روان و وينه خپل جام ولي دي د خپلي بلۍ ناست طائران پرېښو؟ ولي دي د باغ په طرف وړې د زلفو دام؟ شګې د عراق تږي پټي د حجاز وچ دي بيا د حسين وينه غواړي ستا كوفه و شام خپله ځان ته لار ښايي رهبر نه مخكښې كيږي مينه د چا لاس كښې وركوي نه خپل زمام ما د دير په خوا كښې بې خبره اسولي كړل څو مي په حرم كښې موندى نه ؤ خپل مقام زه چي د سپرلي د قافلو نه مخكښې راغلم اوس د پنجرې ګوټ كښې ځان ته وايم خپل پيغام (9) ځكه مي غمجن آواز بې باكه غم انګېز دى كور كښې مي بسرى دى او باد د سحر تېز دى عشق سر و سامان نه لري بې له يوه تبره زړه چوي د كاڼي پاك له ويني د پروېز دى دا د يو هوشيار نكته مي پرېوتله زړه ته مست نظر د تركو له خوږو خبرو تېز دى راشه لږ مي كښېنه تر بالښته چي له غمه نن د تا د ميني د دې تږي جام لبرېز دى باغ مي ټول د خپل سوي زړګي په اور رڼا كړو سو ړ په شبنم نه شو چي لا باد د سحر تېز دى پټې غمزې هم كور ورانوي خو زه پخپله هغه نظر غوام چي بېباكه او خونرېز دى دواړه د دې خاورې اوسېدونكي دي دا ولي؟ عقل خوښ د خاورو په مجلس زړه كم امېز دى ما ته نظر وكړه هند كښې بل څوك داسي نشته ځوى د برهمن اشنا له روم او له تبرېز دى ((( (10) كه مي زړه كه مي نظر دى واړه خوند دى د ليدلو څه خطا كه مي له كاڼي يو صنم او تَراشلو ته د حسن په شعلو كښې پټ نظر تنبوې بېرته بې له سوړ اسويلي شته دى بله لار د صبرېدلو؟ څه به وشي كه څو ګامه د كاروان تر سرايه واخلې يو ټوټې- ټوټې زړګى دى سرمايه د دړدېدلو يو د سوز غزل مي اووې چي مي زړه لږ په آرام شي د اور تاؤ لا څه زياتيږي د بڅرو په ختلو دا ژوندى زړه چي دي راكړو د پردو سره نه ښايي سترګي راكړه په شين كاڼي كښې د سرو لمبو ليدلو د زړګي هر ذره كښې يو مستي ده يو سرور دى دا يو غم دى په زر برخې په څه رنګې ووېشلو د طوفان درنو څپو كښې هغه سختې خطرې نشته كوم خطر چي عشق په غلې كنارو كښې وليدلو بې نيازه په مستۍ كښې له شاهانو داسي تېر شوم لكه سپينه سپوږمۍ تت كړي واړه ستوري په ختلو ((( (11) شته شاهين د عقل تېز و تند او خوش رفتار دى پټ په دې ځنګل كښې ښكاري هم په انتظار دى كلكې لوندې غوټې بې تكليفه پرانستاى شي داسي خلـګ شته دي چي لايق د دغې كار دى خوله كه پرانستى شي د خبرو اشنا نشته زار دى د هغو چي راز په زړه كښې لري زار دى زه يې رنـګ- رنـګ وسوم په سل سوزه په سل واره زار شم له دې سوي چي له هر سازه همكنار دى موږه موټى خاورې د ژوندي زړګي لايق شو دا ژوندى زړګى او موږه خدايه! د تا كار دى دا د زړه لمبه زما د زړه د كور رڼا ده دا د كور رڼا ده چي ټول كور پرې تار په تار دى عقل جهان بين د افلاطون مي په كار نه دى زړه لره چي شوخ او نظر باز او ناقرار دى (12) څه دى دا جهان واړه، دير دى د پندار زما قيد ساتي جلوې د دې، ديده يې بيدار زما زه په يو ساده نظر، ټول جهان رانيسمه يو حلقه ده جوړه كړه ګردش پر كار زما غيب و كه حضور دى دا، سيرو كه سكون دى دا ټول زما د زړه جادو، څوك وايي اسرار زما؟ هغه بل جهان چي ټول، رېبي پكښې كر خپل نور و نار يې سم ساتي، سبحه و زنار زما زه د تقدير ساز يمه، سل نغمې لرم پټې چرته چي مضراب رسي، هلته به وي تار زما اې! زه ستا له فيضه يم، ستا نښان آخر څه شو؟ دواړه كونه ما جوړ كړو، ستا جهان آخر څه شو؟ (13) رنـګ رنـګ د بلبلو نغمې فصل بهار هسي لر كړه پرده، وايه غزل، ورك كړه خمار هسي خپلو مستو سترګو او زما اوښكو ته ګوره اوروره زما پر زړګي برف و شرار هسي ووايه سپرلي ته چي زما په خيال پسې شي اونولي پر غر پر سمه نقش و نګار هسي غر پر سمه هر شنكى زما په اوښكو لوند دى خپل مي كړل د تا د چمن هر ګل و خار هسي دا د خاورو خټو جهان سم زما په زړه كړه خپل تياره رڼا بيل كړه زما په اختيار هسي زړه له هر چا ځانته له دوو كونو بې نيازه در به په محشر شم ستا حضور ته تيار هسي زوړ بلبل دي ما په نغمو مست په باغ كښې اووې هيچا په چمن كښې كړى نه دى چغار هسي (14) تل د شته او نشت له كشمكشه يې رها كړم زه د تا رضا په هره ښه بده رضا كړم څومره تاؤ را تاؤ شو عشق په دې بې كره للمه زر دانې يې اوكرلې زه يې را پيدا كړم خداى خبر دي ما خټو كښې څه ښكارېدل ده ته زر ځله يې ويلي كړم، زر ځله يې صفا كړم خوا او شا دنيا خس و خاشاك او زړه مي اور دى څومره په سختو د امتحان يې مبتلا كړم وا مي خله پياله له لاسه ووتم له وسه يووړم د ساقي غمزو له هوشه يې خطا كړم (15) پاڅه په اوبو د ژوند تازه كړه مړ جهان اور زموږه سوړ كړه او خپل اور شعله فشان غونډ په ميكده كښې دي تش جامي او ځان وركي اوسي مدرسه كښې په زړه مړه په خوله ځوانان فكر مو غلام دى دين مو نقل و روايت دى ځكه مو سينه كښې زړه هدف دى بې نشان دواړه يو منزل ته ځي د هر يو خپل كاروان دى عقل يې په چل- چل بوځي عشق كشان- كشان عشق غورزوي آ خوا ته خېمه د شش جهاتو لاس لګوي پورته په طناب د كهكشان (16) ته وايې جوړ خيال د استانې لرم كار له جوړوونكې د خانې لرم زه كه مړه شعله يم كم مي مه ګڼه تب د ابد تاب د زمانې لرم مخكښې ځمه روستو شاته نه ګورم نيت د صبا طرز د زمانې لرم مينه مي طوفان مينه كشتۍ ساحل زه نه سفينې نه كرانې لرم اور را وروه خو ومي نه سوځې نوى يم لا غم د اشيانې لرم "زه په دې اميد چي ته په ښكار راشې" منډې له حلقې د زمانې لرم ته كه فرمايې دوى ته بې وبخښم څو جامه شراب د ميخانې لرم (17) سپور په كږو- كږو كتو تېريږي لاړمه وخت مي د نيوو تېريږي زه به د يار د جلوو څه ووايم لكه شعله په الوتو تېريږي تر هغې مياشتي رسېدل مشكل دي مينه د ستورو په اوږو تېريږي د وخت پردې دي نااميده نه كړي د نظر غشي له تبو تېريږي زما شبنم هم د طوفان څپه ده د كهكشان له كنارو تېريږي كه تر خلوته لاړې سترګې بند كړه چي هلته زړونه له كتو تېريږي زه به څه ووايم د خپلي ژړا زړه مي له سترګو په ټوټو تېريږي (18) ښه ده كه په عقل باندي ووهې شبخون يو ټكى د زړه ښه دى له علم فلاطون پير د ميخانې راته پرون دغه راز اووې خپلې اوښكې ښې ګڼه له باده ګلګون هغه فقيري چي زړونه خپل كړي بې له توري ښۀ ده له شوكته د دارا او فريدون ښكلي مضمونونه وايه دلته ميكده كښې وايه خانقاه كښې افسانه وي كه افسون بې د طوفانونو له احسانه كه چينه كښې يو چپه ستا پورته شي دا ښه ده له جيحون ستا سېلاب د ښهر په كوڅو كښې نه ځاييږي دا طوفان بند ښه دى په خلوت كښې د هامون مه وايه اقبال غزلخوان ته چي كافر يې لږ- لږ سودايي دى له مكتب يې كړه بېرون (19) يا مسلم ته مه وايه چي سر پر تلي كښېږده يا دى زوړ بدن كښې نوې ساه كړه را پيدا دا اوكړه يا دا يا اجازت وركړه چي يو نوى صنم جوړ كړي يا د زناريانو سينه ډكه كړه له تا دا اوكړه يا دا يا يو بل آدم چي د ابليس نه څه خو كم وي يا دې امتحان ته بل ابليس كړه را پيدا دا اوكړه يا دا يا نوى جهان يا تازه نوى امتحان څو پوري به خپل كړي په موږه كوې بيا دا اوكړه يا دا فقر راكوې؟ د بادشاهانو عظمت راكړه عقل راكوې؟ د فرشتو طبعيت را دا اوكړه يا دا يا زما سينه كښې ارزو مړه د انقلاب كړه يا به بله واړوه دا ستا زړه دنيا دا اوكړه يا دا (20) عقل هم عشق دى او له ذوقه بې خبره نه دى خو دا غريب له په دې مينه تېر له سره نه دى ښه پرې پوهيږم، منزل څه دى، خو بس خيال دى زما خو همت لاره كښې بايلل اوس كار څه غوره نه دى هره لحظه به يوه نوې جولانګاه غواړمه څو مي هر يو بيابان وتى له نظره نه دى ما په دا دومره لېونتوب كښې ګرېوان وساتلو هر لېونى داسي له ځانه باخبره نه دى (21) سوز و ساز ستا له تلاشه، ژوند پيدا له سوز وسازه لكه مار مي چيچي لاره، كه مي يو قدم خطا شي جبرائيل سينه پرانستې، د مينو خوا كښې تېر شي ګوندي چرته له دې اوره، يو بڅرى ور عطا شي ستا د ميني په مستۍ كښې، هر حجاب پاره- پاره كړم خپل نظر ځان ته پرده كړم، خپل نظر مي نا رسا شي زه دي تا تلاش كښې ورك شم، كه د ځان تلاش كښې ورك شم عقل، فكر، سترګي، زړونه ستا په لاره كښې خطا شي زه دي تا د باغ غوټۍ يم، كه يو څاڅكى پرخه راكړې ستا چينې به وچي نه شي، د غوټۍ زړګى به وا شي (22) نن په دې محل كښې، چي شراب شته نه ساقي څوك دى چي در وبخښمه، څو څاڅكي باقي څوك چي خواږه زهر څكي، د سرو زرو په جام كښې كله به خاورين كنډول، كښې اخلي ترياقي اور مي له سينې خيزي، څه بل كړم څوك جليا كړم بد دي وكړو را دي كړه دا دومره مشتاقي خړې كړې مغرب چينې، د علم و عرفان واړه يو تياره كړه جوړه مشايي او اشراقي زړه "اناالمسموم اناالمسوم، ژاړي او عقل وايي "ما عندي، يترياق ولا راقي" څه كه ملايي كه دروېشي كه سلطاني ده څوك په سالوسي* ګټي، او څوك په زراقي( داسي وران بازار كښې، چي صراف په سترګو ړوند دى خوار هغه غمى وي، چي كړي زياته براقي (23) راكړه ساقي! راكړه يو شعله تېزه نمناكه بيا مي ګډ په خټه قيامتونه د دنيا كه ده په يو دانه د غنم و ويشتم په مځكه ته مي په يوه جرعه اوچت كړه له افلاكه وركړه ترخه تېزه مرد افګنه پياله عشق ته ګډ يې پاتې شوى رېش تلې كړه له ادراكه فكر و فلسفې په غړو دروند او په كار سست كړم اې خضره! له دې بارونو سپكه زما ملا كه عقل په دې ګرمه پياله ويلي شو، نه تود شو اوس هغه غمزه غواړي بېباكه او چالاكه خلق په كشمكش كښې د اميد و نااميدي دي واړه بې خبره كړه له ګردشِ افلاكه رېږدي د خزان ځولۍ كښې پاڼې د ګلونو پاڅه دا زپلي ونې شنې په سپرلي بيا كه (24) هغه مستې اوبه راكړه چي لالا ترې نه ټوكيږي زما خاوره هلته كښېږده چي سپرلي چرته ورېږي د فيرنګ تورو پيالو مي د خرد لارې تياره كړې ستا راهي ته نظر وركړه چي تر تا در ورسيږي يو بې شكه يقين غواړم زړه مي تنـګ شو له شكونو د هوا هره څپه كښې لكه خس له ځايه خيژي څو بڅري د آرزو دي كله وي او كه نه وي زما شپې ته ستوري وركړه چي په يو مخې ځليږي تا قلم ګوتو كښې راكړو چي شاهي نقشونه جوړ كړه راته هغه تندى راكړه چي دا نقش پر جوړيږي (25) پاك زړه د نظر له هره نقشه صفا راغلم يو پاكې معنٰى پسې ساده* معرا راغلم كله- كله عقل د جنون د لار رهبر شي زه څيري ګرېوان د عقلمندو له خوا راغلم كله له ما تاؤ شي كله زه له دنيا تاؤ شم خلاص مي كړه له دغه كشمكشه تر تا راغلم دلته ساقي نشته هلته سوز د طلب نشته ستړى له مجلسه د صوفي او ملا راغلم دغه صحرايي به شي پكار ستا د خاصانو زه شاه ته بېباكه مخكښې كېږم كه بيا راغلم (26) دا زما بې قيده زړه دى په ايمان كښې كافري كړي د حرم درته سجدې كړي د بتانو چاكري كړي د عمل د كمي پنګې تله خپل ځان ته درنه كړي د الله سره بازار كښې د قيامت سوداګري كړي غواړي دا چي اسمان مځكه دي د ده په مراد چليږي دا د لاري موټي خاوره د مولا برابري كړي كله حق سره اشنا شي كله حق سره په جنـګ شي كله- كله حيدري كړي كله- كله خېبري كړي له هر رنګه بې نيازه په رنګونو آلوده شي دا كليم ګوره په يو ځاى ساحري پيغمبري كړي دور اندېش عقل يې خپله له نظره جنون واخلي بيا سره د دې جنونه بې خظره نشتري كړي ځان ته كله رسېداى شي دا مړ ژواندى تن اسانه زر- زر كاله ديري ښخې په مقام آذري كړي (27) ته له شاعره مستي چيغې په محشر څه غواړې؟ ته چي پخپله هنګامه يې شور و شر څه غواړې؟ زه دي اشنا كړم، د نغمو مستو موجونو سره د دې سينې نه سمندر غواړه ګوهر څه غواړې؟ زه بې حضوره سجدې نه شم كواى، نه شم كواى زړه مي راوړى دى زياتي له دې كافر څه غواړې؟ (28) نه مي خيال ته جنـګ راځي د كفر و د ايمان نه مي زړه خوړلى په خوبونو د رضوان زه كه مي څوك وكني يو ستا له خيال ډك دى تار په تار جلوې لكه سپوږمۍ پر بيابان (29) واړه مرغان ستا دي كه ښايسته وي كه ښكاري ستا جوړ كړى ژوند دى كه نوري دى كه ناري دا بيدار زړګى او موټى خاوره او نظر ستا سپينه سپوږمۍ ده ستا شب ګونه عماري ستا راكړى فكر دى په زړه دى كه په خوله دى ستا درياب دى ستا ده د ګوهر و تاب داري زه هم هغه ګرد يم چي نه رسي تر هيڅ ځايه تا لاله پيدا كړو او تا ابر بهاري زه خو تش قلم يمه، نقشونه ټول له تا دي نن دى كه پرون ؤ، ټوله ستا ده ګل كاري ډيري دي ګيلې مي خو په خوله مي راتلاى نه شي ستا وفا جفا ده ستا ياري او عياري (30) ښه دى، ښه دى له زر رنګه پارسايي يو قدم تلى پر لار د اشنايي راشه- راشه په سنيه كښې مي دمه شه ستړى- ستړى له محنته د خدايي ته يې چرته او دا زه په كوم مقام يم لږ مي پوه كړه د خپل ځان په رسايي ياد كړه لږ هغه د ميني كتل ياد كړه پرېږده پرېږده ياره! دا بې پروايي تېره شپه راته په غوږ كښې سپوږمۍ ووېل صبر- صبر شه په دې نا رسايي دا هم ښه وايي خرمينو كښې حرام دى صبرېدل، په غم وهلې جدايي غوټه شوى زړه مي ستاسو مخكښې كښېښو بويه دا چي څه خو حل وفرمايي (31) زما پر زړه باندي د ده تاخت و يرغل اووينه دا مړه كول او سوځول او رغول او وينه داسي زړه نشته چي له دې پلوشو نه ځليږي زړو آئينو كښې د يو مهر ځلېدل او وينه چي په يو لاس د باچهانو خزانې غونډوي له بې نيازه فقيرانو يې بايلل او وينه چي د دانا په زړه او فكر شبخونونه وهي بې دا نشانو ته د ده ډال غوروزول او وينه (32) بوخت دي په طلب كښې زما دل دى غم د قافلې او د منزل دى څه شو هغه تندر چي نى و سوځي فكر مي د كشت او د حاصل دى اوس مي دا كشتۍ په طوفان ګډه كړه زړه مي لا په طمع د ساحل دى سول او سول، او نه رسېدل ژوند دى ښه دى چي تلاش كښې د محمل دى څوك چي له دوو كونو را بهر نه شو ډوب په فرېبونو د باطل دى يو جلوې مي سترګې مړې نه كړې كوم ځاى كښې علاج د درد دل دى يار ته مي قيصه كړله اوږده شوله زړه مي لا در مانده په ويل دى [ (33) تېر شو تېر د ژمي وار را ژوندى شولو بهار صبا ګل ته وږمې وركړې له نسيمه د جوى بار د لالا ډيوې شوې بلې پر صحرا پر مرغزار زړه مي موړ دى له ګلونو ګرېزانه له بهار كله ډوب وي په خپل غم كښې كله سر وي په چغار چي مي سوز د زړه كم نه شي هيڅوك نه غواړم راز دار (34) بې نيازه له منزل او له قرار يم اجنبي يم مسافر د هر ديار يم سحر موټي ايرو وې د صبا باد ته "د صحرا په چپاوونو مړ شرار يم نرم- نرم قدم ږده زما پر خاورو چي د مستو كاروانونو خوږ يادګار يم لكه پرخه زما هم اوښكې را توى شوې زه هم خاوره يم او پروت يم ره ګزار يم ورو مي غوږو ته له زړه نه آواز راغلئ زه د ژوند د شنو رودونو كوهسار يم ازل جوړ زما له تېره تب و تابه د ابد بنا د شوق د انتظار يم ته د خپلي موټي خاوري فكر مه كړه ستا قسم چي بې پايانه بې كنار يم (35) مست د نظر، په مست شراب يم بې مى خراب يم، بې مى خراب يم شوق مي زياتيږي، څو چي ښكاريږي ښكاري كه پټ وي تل پېچ و تاب يم تار د رباب مي، اور شي په لاس كښې اور يمه اور يم ټول، تب و تاب يم ځان مي منزل دى، ځان مي مراد دى ځان نه جدا يم، خانه خراب يم څو د مشرق نه، لمر پورته نه شي زه لكه ستورى، پاتې له خواب يم (36) زما شپه د سپين سحر كړه، په رښتيا چي ته آفتاب يې چي پيدا لكه آفتاب يې، ښايي دا چي بې حجاب يې ته زما د درد دوا شوې، په زړګي كښي مي رڼا شوې له نظره مي په تېښته، ولي تل پښه په ركاب يې ته قرار د بې قرارو، ته عيار د كم عيارو ته دوا د دلفګارو، خو مونداى نه شې ناياب يې غم و خوند د محبت تل، لري دوه رنګه اثره اوس به سوز وي اوس به درد وي، اوس به مست اوس به خراب يې زما زړه چرته ؤ؟ كه نشته؟ نن زما سينه كښې نشته د زړګي قيصه مي وايه، ته خبر يې كه هر باب يې په لويي مي ستا قسم دى، چي بل هيڅ ارمان مي نشته خو بس دا چي دې كونترې ته يقين وركړه چي عقاب يې (37) ستا په ميخانه كښې مي ساقي څوك اشنا نشته زه جوړ د راتلونكې زمانې اول آدم يم كله مي دا زوړ سوى كالبوت، كړې موټى خاورې كله مي اوبه كړې، بيا له اوره سره سم يم زوړ شان و شوكت او هغه زوړ جام جم راكړه زه وېزار د نوو هنګامو نه د عجم يم (38) د دردمندو په دنيا كښې، وايه ته څه كار لرې؟ په دې تب و تاب پوهېږې؟ زړه لرې؟ نګار لرې؟ ته له سرو روانو اوښكو، څه خبر يې چي خپل ځان ته د شبنم ګوهر پر پاڼو، د لالا نثار لرې له دې ژونده به څه وايم، چي په سوال غوښتلي ساه ده د دې ژوند په غم خبر يې؟ د ساګانو شمار لرې؟ (39) ستا په ليدو كه زه وركېږم ناليدلې ښه يې د تا د ميني سودا ګرانه شوه كه ما غواړې خبره سپينه كړه د پټ پټوڼي ورځې لاړې د بل په خوله به خبړېدو چي دا او دا غواړې څه ځان ساتې چي د دې دومره بې نيازيو سره د خپل وجود په ګواهۍ وينه زما غواړې د بندګۍ مقام جدا د عاشقۍ جدا دى نوري سجده كړي د خاكي نه زيات تر دا غواړې زه به دا خپل بې قدره مس په محبت كېميا كړم چي زه درځمه څه پېشكش خو به صبا غواړې (40) ستا په نور رڼا شو، د جهان شام و سحر دا لمر او سپوږمۍ او غر او سمه بحر و بر ته په هغه مست يې، چي نظر د يې اشنا شو زه غواړم هغه، چي يې ليداى نه شي نظر (41) راكړه هغه زړه چي مست په خپله پيمانه دى واخله هغه زړه چي له خپل ځانه بېګانه دى راكړه هغه زړه چي تمامي جهان را خپل كړي اخله دا چي بند د كم و بېش په افسانه دى ما ښكاري بهر كړه د تقدير له دې تركشه غشى نا ويشتلى كله ښخ په نښانه دى ژوند نه ستړى كيږي د دنيا په رانيولو يو جهان مي ونيو او بل مي نښانه دى (42) خپله موټى خاوره ستا په لار كښې دوړوم دا اميد لرم چي تر اسمان يې رسوم څه وكړم د علم و د دانش په وچو څانګو داسي ازغي نشته چي په زړه يې ځايوم غم د جدايي زما د ميني اور تازه كړو مرمه، كه دا اور مي په سينه كښې مړ كوم ګډه مي په وينه كښې مستي ده ستا د مينې داسي مي در نه دى زړه چي بيا يې ګرځوم تا زما په پاكه تختۍ نقش مدعا كړ اوس مي دومره پوه كړه چي يې سمه پاسوم ستا په مخ كښې كله چي زما غزل څوك وايي دومره قدر وايه چي "دى زه هم پېژنم" (43) زړه چي دي راكړى اوس يې ډك كړه له يقينه جام زما رڼا كړه زيات له جام جهان بينه دا تراخه شراب چي را تويېږي زما جام ته زيات يې كړه رندانو ته له شاتو له ګبينه (44) د ستا د ميني فسانه ناكس ته وېلاى نه شم د لمبې تاب و تپش خار و خس ته وېلاى نه شم تا راته ذوق د وينا راكړو راته وايې وايه چي مي په زړه دي هغه هيڅ يو كس ته وېلاى نه شم د زړه د سره مي د سوز ډكې نغمې راخيژي ګل ته به يې وايم دا خو زه قفس ته وېلاى نه شم كه شوق مي تل تر تله نه ؤ، عجيبه به وي دا په دغه رنـګ خو دې قيصه يو كس ته وېلاى نه شم (45) څومره ښې وې هغه ورځې د بهار و چنګ و نى ستا په لاس كښې صراحي وه زما لاس كښې جام د مى چي زما خوا ته نزدې شې په خزان كښې سپرلى راشي چي مي ته په خوا كښې نه يې سوړ- سوړ وسوځي سپرلى بې له تا زه هغه ساز يم چي هر تار يې شكسته وي چي ته راشې له سينې مي نغمې خېزي پى به پى ما د شوق تر محفلونو څۀ را وړى دى خبر يې؟ يو باغ ګل، يو نېستان چغې او يوه خمخانه يې بيا ژوندۍ كړه هغه مينه چي مينو ته ژوند وركړي د دومي فقيران كښېني پر سرير باندي دكى عزيزان مي خوشحاليږي چي ملنګ تر كوره راغلو زه ستومانه چي د علم اوږدې لاري مي كړې طى (46) سترګې مي ستوري وروي ګرېوان كښې له اسمانونو مي نظر تېريږي پر مځكه اوسم خو له ستورو بر يم د لمبې ژوند راسره نه ښايېږي زه د دې ورځو شپو نه، نه جوړېږم د ما نه دا شام و سحر جوړيږي د اسمانونو ښيښې تشې شولې بله مينا راكړه ستا څه كميږي دا رهګذر زما دا بل زما دى جنون مي دوو كونو كښې نه ځاييږي (47) مشرق چي اسمانونه، راولي په خپل كمند كښې له ځانه بې خبره دى، بې سوزه بېنوا دى د ده په تياره خاوره كښې، د ژوند لمبې اوږدې دي په غاړه ولاړ ګوري، د طوفان په تماشا دى بې اوره دى بې سوزه، بتخانه ده كه حرم دى او پير د ميكدې، اخته په عشق و په هوا دى خرد د مغربيانو، پروت مجاز ته په سجدو دى په رنـګ و بوى كښې ډوب دى، نابينا دى او بينا دى ګردش كښې له اسمانه، تښتوو كښې تېز له مرګه چالاك و بې مدار، و كلانكار و بدنوا دى مشرق واړه خراب دى، مغرب زيات له دې خراب دى عالم واړه بې ذوقه بې تلاشه بې وفا دى ساقي راشه! مى راوړه، محفل جوړ، ميخانه لر كړه بيا موږه واړه مست، په خپل اشنا اشنا نظر كړه (48) هسي نه چي زړه مي كشمكش ته شي اوزګار بيا دي را خورې كړه ول- ول زلفې تار په تار تا مي په سينه كښې هغه سره لمبه پيدا كړه لمر، سپوږمۍ مي وسو په ترخو د انتظار ستا د ليدو ميني د بتانو دستور كښېښو مينه په ټګۍ ټګۍ قرار كړي اميدوار هله به د مست زړګي خوږې ترانې وايي خپل ګل ته چي اورسي مرغۍ د مرغزار كاڼى كه چَوي په تېشه دا عجيبه نه ده مينه په اوږه اوچتوي واړه كهسار (49) زړه مي په جنـګ دى له روزګاره سره چينه ده ژاړي د كهساره سره څرګند په جنـګ دى او پټ- پټ په جنـګ دى ناپايدار د پايداره سره په دې صحرا او غر كښې ځان ته پروت يم نه د رازدار د غمګساره سره واړه بې سوزه بېنوا بې شوقه دا ابشارونه د جويباره سره بې سوزه ژاړي بې مقصده ژاړي دا بلبلان د دې شاخساره سره زما د داغ تر سوزه نه رسيږي سوى ژړګى د لاله زاره سره د تا محفل د تا ساقي نه لري څه مناسب له بې قراره سره (50) په وينا د تا يې پرې نه ښو كار خپل در واپس مي كړلو زړه بې قرار خپل دا څه زړه دى چي د ساه په شمېر اخته دى په خپل لاسو كښې يې نه دى روزګار خپل زه د زړه شوم، تا له شوق د نمايشه زر په ډاګه دا غمى كړو ګزار خپل سپوږمۍ ستوري ګيله من دي ته خبر يې؟ چي دې خاورو ته دى وركړو شرار خپل په سينه كښې مي دا غشى غنيمت دى چي له پښو به پورته نه كړي شكار خپل (51) ټوله تمنا په يوه ټكي كښې ځاييږي ما د تا په مينه اوږَد كړى خپل بيان دى ته د مشتاقانو ژبې نيسې خبر نه يې؟ ميني وربخښلى هر نظر ته يو زبان دى چرته هغه نور چي خبر وړي د بل څه نه دى چرته دا خاكي چي په ځولۍ كښې يې اسمان دى يو وړه ذره كه مي كميږي له وجوده تل تر تله ژوند به پرې وانخلمه چي ګران دى زه ستا بې پايانه شنو څپو سره اخته يم نه مي كناره، نه مي ګوهر د زړه ارمان دى ستا له دې معنا چي لكه پرخه را وريږي خپلو اسويلو ته مي جوړ كړى بل جهان دى (52) څو به خوروې په مخ پردې د صبح و شام پورته شه خورې كړه پلوشې ماه تمام سوي كښې داسي خوند دى چي زما نه به جام غواړې ته كه لږ خبر شوې په مستۍ د دې مقام ما د ژوند په ساز د ده د اور لمبې تازه كړې نم د پرخې وركړه چي شي لوند د لاله جام عقل پاڼي- پاڼي لټوي مينه خبر شوه تېز مرغۍ په چل كښې دانه يوسي پرېږدي دام چرته دا نغمې او چرته زه ټولي بانې دي ګرځم په څه چل را تېزوم د اوښو ګام وخت د سپينو- سپينو دى خو زه په چل- چل وايم څه وكړم تر اوسه مي ملګرى دى لا خام (53) لا د ساه په شمېر اخته يم، لا په پېچ كښې د روزګار يم د درياب په شان فرياد كړم، كنارو كښې را حصار يم د درياب له زورهيڅوك، په امان په ارام نشته د صدف په تنهايي كښې، زه د خپل ځان نګهدار يم د هغې ګوهر چي پروت دى، زما زړه زما سينه كښې له صرافه تپوس مه كړه، چي زه خپله خپل عيار يم څوك زما د ويرانې نه، د خراج په طمعه نه دى د دوحي په غاړه ناست يم، قلندر يم شهريار يم بل زما په دې سينه كښې، عجيبه ده عجيبه ده څوك خبر دى چي دا ته يې، كه د ځان سره دو چار يم د آدم له تورو خاورو، د تقدير پړده كړه پورته زه د تا په لار كښې پروت يم، د خپل ځان په انتظار يم (54) په فرياد شونډې نه پرانزمه اثر نه لري غم نا ويلى ښه دى هر سړى ځيګر نه لري حرم او دير څه كوې هر ځاى كښې خبره يوه ده خو پټ زما او د تا راز دى څوك خبر نه لري څه عجيبه د نه ليدو ده دا زموږه دنيا كله د اور لمبې لري كله شرر نه لري تا زما زړه كښې ځان ته ځاى وكړو د سترګو په لار خو داسي لاړې چي لا سترګې هم خبر نه لري يو پوهېدونكى جوهري چي په ګوهر را نغلو اوس يې په تا باندي سپارمه څوك نظر نه لري خرد افروز مي پيمانې چي فيرنګيانو راكړې لكه د لمر دي مګر پرخه د سحر نه لري (55) زه د پلوشو غوندي تار- تار راغلى يم څوك خبر دى څنګه پر دې لار راغلى يم تا زما د زړه د غم قيصې رقيب ته وكړې خپلو اسويلو نه شرمسار راغلى يم لري دي له مخه كړه نقاب چي لكه لمر ډك له سترګو ستا په انتظار راغلى يم ته مي ارادې په يقين كلكې كړه چي زه جنـګ ته بې پياده او بې سوار راغلى يم ته نه يې خبر چي ستا د لاري نظر څه كړي سر په دعاګانو ستا په لار راغلى يم (56) خدايه د شمس و د قمر! دا خپل جهان ووينه ذره كښې جوړې غلبلې دي بيابان ووينه په يو سينه كښې بې پايانه حسن ځاى نيولى لمر دى پټ شوى په شلېدلي ګَرېبان ووينه د بنيادم زړه دى د ميني په بلا اخته كړو په دې ځنګل كښې دى دا اور شعله فشان ووينه وينځي زاړه- زاړه داغونه د هستۍ له جامو څومره سختۍ خوښوي دا داغيي دامان ووينه زموږه موټى خاوره ځان ته بل اسمان جوړوي خواره ذره او دا تعمير د بيابان ووينه زبورِ عجم دويمه برخه "د سدره" سمسوري څانګې! خارو خس د بوستان نه شې د هغه نه كه منكر شې خو منكر چي له ځان نه شې دواړه عالمه ښكارېداى شي له مينا چي لرم هغه نظر څه شو چي وكړي تماشا چي لرم بل لېونى به را پيدا شي بيا به ښار ژوندى كړي سل هنګامې به شي پيدا له دې سودا چي لرم كم عقله غم د شپې د تورو تيرو ولي كوې؟ لكه د ستورو د زړګي د داغ رڼا چي لرم ما خپل مجلس ته ګډوې ښه ده خو زه وېرېږم د تا به خوښه نه شي دا شور و غوغا چي لرم (1) پاڅه! د آدم د راختو وخت شو خاورې ته د ستورو د سجدو وخت شو هغه راز چي پټ ؤ د هستۍ زړه كښې اوس يې د وينا د ګفتګو وخت دى (2) ستوري او سپوږمۍ د شوق په لاره هم سفر دي پوى او ادا فهم و خوش نظر و باهنر دي خداى خبر چي څه ويني د خاورو په ډېري كښې شايي اسمانونو ته ده موږ ته په نظر دي (3) په يو نفس د غوټۍ غوټه پرانستى شي د زړه د لاله زړه ته رسېداى لكه صبا كولاى شې زندګي څه ده؟ د ځان قيد كښې د جهان را وستل ته لا په قيد كښې د جهان يې كله دا كولاى شې د ازل ليك دى لمر، سپوږمۍ به درته سر ټيټوي ته لا خبر نه يې چي څنګه څه په چا كولاى شې كه ته زما د ميكدې نه يو پياله پورته كړې د موټي خاورو نه د بل جهان بنا كولاى شې څنګه دي كړه خپله سينه بلې ډيوې اقباله! څه چي خپل ځان سره دي وكړلو په ما كولاى شې (4) ته كه د ميني كرانه غواړې په زر لمبو يو زبانه غواړې زه د الوت په لذتونو پوه شوم ته په چمن كښې اشيانه غواړې د اشنايانو لمن ټينګه نيسه كه يو نظر محرمانه غواړې بې لېونتوبه هاى و هوى كوې په وچه بزم شبانه غواړې ته هم شوخي او دلبري زده كړه كه مي غزل عاشقانه غواړې (5) وخت خو يو روان دوان قاصد د دل آرام دى داسي پيغامبر چي سر تر سره يو پيغام دى مه كوه ګمان چي ستا نصيب كښې جلوې نشته شوق دى په سينه كښې لا نيم ګړى دى او خام دى دا منم چي ته لكه شاهين بلند پرواز يې خيال لره چي زوړ تجربه كار ښكاري او دام دى كله جبرئيل دى موټي خاورو ته رسيږي نوم يې اوچت شوى دى په دې چي بلند بام دى ته د خپلي ساه په شمېر ژوندى يې خبر نه يې ژوند د شپو او ورځو د جادو ماتوو نام دى زه د مغربي علم و دانش په باب كښې وايم ښه دى شور فرياد خو چي تر څو نظر ناكام دى زه لا د هلال د چليپا په غم كښې نه يم دروند مصيبت نوى بل په زړه كښې د ايام دى (6) نور به د يار د سادګيو درته څه ووايم خپله زما په خوا كښې ناست ؤ د درمان يې اووې څه يې د ميني اووې بې له دې چي نه شم وېلاى كه زړه پرې ډېر خوشحالېدو او په شان- شان يې اووې ښه هغه كس دى چي را كوز شو په ضمير د وجود يو څو ګوهر يې را بهر كړو او اسان يې اووې خفه پرې مه شه له جهانه يې بهر نه ووځي چي څه يې ګل نه شو ليداى مرغ نالان يې اووې د شوق پيغام چي يې هر چا ته بې حجابه وايم د شبنم څاڅكي ګل ته وراغلو پنهان يې اووې كه مي خبرې تار په تار دي څه عجيبه نه ده؟ چا چي د دې زلفو څه اووې پرېشان يې اووې (7) عقل چي غوښتونكى او ميندونكى د هر څيز دى ګرمه تماشه يې را نيولې په نظر ده پاكه جلوه غواړې له سپوږمۍ او لمره تېر شه هره يو جلوه دلته لړلې په نظر ده ((( (8) د هغو ځلمو غلام يم چي د ميني غلامان دي د شېخانو غوندي نه دي چي زړه تنګي او ځان- ځان دي ميخانې او مسجدونه د خپل زړه په محك ګوري هغه زړونه چي بې رنګه د هر رنګه اشنايان دي نظرونه يې رسيږي له سپوږمۍ له ستورو پورته نه په غم كښې د منزل دي نه په غم كښې د آشيان دي په خلوت كښې يې محفل دى په محفل كښې يې خلوت دى د هر چا سره نزدې دي د هر چا نه ګرېزان دي دې صادقو عاشقانو ته په سپك نظر مه ګوره اصل مال د قافلې دى دغه بې سر و سامان دي غلامانو ته يې داسي آزادۍ ور وبخښلې چي اوس بې رمې شپونكى دى برهمن دى كه شېخان دي پياله پورته كړه چي وايي دلته سره شراب حلال دي دا حديث كمزورى ښكاري خو درانه- درانه راويان دي (9) باغ كښې سور لاله په وينو رنـګ دى لا تراوسه مه غورځوره ډال له لاسه جنـګ دى لا تراوسه هغه مصيبت چي سل فتنې ترې پيدا كيږي پاتي په زانګو كښې د فيرنګ دى لا تراوسه اې چي په آرام په غاړه ناست يې پاڅه- پاڅه كار دى له ګرداب او له نهنګ دى لا تراوسه مه كښېږده تېشه له لاسه كار د عقل نه دى ډك په سرو لعلونو زړه د سنګ دى لا تراوسه كښېنه چي څو نوي مقامونه درښكاره كړم پور په نوو- نوو نغمو چنګ دى لا تراوسه پورته نقش ګر چي وكتل زما جنون ته وې ويل چي ده ته ميدان تنـګ دى لا تراوسه (10) تكيه به بحث و په تقرير او په بيان هم كوئ د حق كارونه په شمشير او په سنان هم كوئ داسي هم وي چي د خلقې لاندي كړي زغرې پټې مين په هر يو حال كښې مست وي په دا شان هم كوئ چي جهان زوړ شي پاك يې وسوځئ او لري يې كړ ئ له هغې خاورو نه بنا د بل جهان هم كوئ په يو نظر د ژوندونه ټوله سرمايه قربان كړي دا سوداګر سودا د ميني په تاوان هم كوئ څه چي كوئ د هوا موج د سپكو پخو سره داسي كانې كله په غر په كهكشان هم كوئ مينه خرڅېږي په بازار كښې د ژوندون په بيه په دې سودا كښې اكثر ګټه لكه زيان هم كوئ د دې دپاره مي فرياد وكړو چي ته را ويښ شې كني دا مينه بې فرياد و بې فغان هم كوئ (11) دا درته چا اووې چي پښې وغزوه كښېنه مسته شنه څپه شه له خپل ځانه طوفان جوړ كړه پاڅه له چمنه د پړانګانو په ښكار لاړ شه غر له خېمو ډك كړه له صحرا ګلستان جوړ كړه پورته شه دا لمر، سپوږمۍ په خپل كمند كښې ګير كړه ستوري كړه را مات او پر رونق د ګرېوان جوړ كړه پوه يم چي شراب د خودۍ تېز دي او تراخه دي وګوره خپل درد ته له دې زهرو درمان جوړ كړه (12) اخير به راشي قافلې له دې اوږده سفره خضر د وخت به د صحرا نه د حجاز راشي زه غلامانو ته سطوت د باچهانو بخښم كه د محمود شعلې له خاورو د اياز راشي ژوند په كعبو په بتخانو كښې په عمرونو ژاړي كه به مجلس د ميني يو اشنا د راز راشي د زمانې په زړه كښې نوي بنيادونه كښېږدئ هغه فرياد چي د سينو نه د نياز راشي زما له لاسه رباب واخلئ چي بې وسه شومه هسي نه وينه د رګونو نه د ساز راشي (13) د باچهانو نه اميد نه لرم زه مسلمان يم بتان نه جوړوم يو بې نيازه زړه لرم سينه كښې چي فقيرانو ته شاهي وبخښم څه چي اسمان مي په لاله وروي زه يې په پاڼو د وښو وروم له مهر و ماهه پلوشې نه غواړم لكه پروين له بله سوال نه كوم كه لمر مي خپله را روان شي خوا ته زه يې په بله لاره مخ واړوم خداى راته داسي آب و تاب را كړى تورو وريځو كښې شعلې پړقوم خرونه په بام او په كوهي كښې يوسف زه د شاهانو دستور ښه پېژنم (14) په نشه د فقر مست شه پيالې واخله د مادم او چي پوخ شي بيا تر لاس كړه تخت د كې او جام د جم وې چي دا ښايسته جهان مي وايه تا سره جوړيږي؟ ما وې ما سره نه ښايي وې چي مات يې كړه برهم چي دې شاړو ميخانو كښې د مجلس ملګري نشته د رستم سره جام اخله د مغانو سره كم اې لاله د بيابانه! ته يواځي سوى نه شې د زړه سوى داغ دى كښېږده په سينه كښې د آدم ته د ده د زړګي سوز يې ته د ده د ويني تاؤ يې كه يقين دي نه شي وركړه چاك سينې ته د عالم عقل ستا د لار ډيوه ده، دا د لاري په سر كښېږده مينه ستا د مستۍ جام دى؟ مل كړه ځان سره محرم د بڼو نه مي توييږي د زړه وينې د زړه غوښې سره ياقوت د بدخشان دي لګوه يې په خاتم (15) خداى خبر چي نوري څو فتنې دي په پړده كښې اوس هم د هوس جادو كوي جهانداري مينه ماتوي زمان- زمان بتان د عقل مينه مسلمانه ده او عقل زناري مير د قافلې يې ډېر كوشش او تل كوشش كړه دلته حيدر هغه دى چي زړه كړي كراري سترګي دي كړې پټې او بيا وايې جهان خوب دى وغړوه سترګې چي دا خوب دى بيداري جوړ كړه په خلوت كښې انجمن ځان ته چي مينه يو پېژني، غواړي تماشې ته بسياري يو لحظه مضطر* شو او فتراك( كښې يې ځاى وموند ښه هغه هوسى ؤ چي يې زخم ؤ كاري خپلي نغمې هسي وروم پر غر پر سمه ګران مال مي ارزان شو توبه دا سست بازاري (16) وتې فرشتې د اسمانونو له طلسمه دي بيا يې هم نظر دى موټي خاورو ته نيولى دى دا ګمان ونه كړې ټولي مينې يو دستور لري بې د لېونتوبه د لالا ګرېوان شلېدلى دى ستا د شوق خبري د اشنا خلوت كښې كولې شي هغه اسويلى چي له هوسه پاك وينځلى دى ته په يو ساعت كښې راخستى له ستورو كسى شې عقل دى په لاسو كښې ښكاري شاهين نيولى دى لري دي نقاب كړه چا چي تا ته لن تراني وې اوس په انتظار كښې ستا جلوو ته اودرېدلى دى چا په دې چمن كښې دا د سوز سوې نغمې ووې سر غوټۍ ټيټ كړى دى او ګل خولو وهلى دى (17) څه شولو عرب چي مجلس مست كړي شبانه څه شوې د عجمو ترانې عاشقانه ارتې خلقې ګرځي پيران تشې ښيښې خوا كښې نشته څوك چي ولټوي ډكه پيمانه دې چمن كښې هر څوك ځان ته خپله ځاله ګوري نشته څوك چي وسوځوي سازه آشيانه ډيرې قافلې راغلې او ودرېدې، ولاړې هيچا دې خوا ونه كړو نظر محرمانه پاڅه د څپې غوندي طوفان سره اخته شه غواړې كنارې؟ چرته كښې شته دى كرانه* راشه چي انګور د تازه وينو نه را ډك شو بيا به داسي نه وايې چي نشته ميخانه لنډه اوږده لار د زمانې په يو قدم كړه تېر له زر او رو شه نوره څه ده زمانه؟ (18) لكه صبا سحر را پاڅه خورېدل زده كړه ګل و لاله پسې لمنې غونډول زده كړه او د غوټۍ زړه كښې دننه رپېدل زده كړه خلكې دي واچولې او بې له ذوقه وسوځېدې وسوځېدلې او تر هيڅ ځايه ونه رسېدې له ډېره شوقه او له ذوقه سوځېدل زده كړه كافره! بيا دي په هغه پوري دا زړه وتړه ځان ته نظر وكړه د هر چا نه لېمه وتړه بل شان ليدل او په بل رنګې نه ليدل زده كړه دا ساه دى څه ده؟ يو پيغام دى خو تا ونه ورېدو د ستا په خټه كښې يو نور دى چي تا ونه لېدو بيا ليدل زده كړه بيا ليدل او اورېدل زده كړه موږ د عقاب سترګې او زړونه د شهباز نه لرو لكه چرګان د بلۍ مينه د پرواز نه لرو اې د كور چرګه! پاڅه نوي الوتل زده كړه د كې د جم شاهي د لاري په سر نه خرڅوي څوك د وښو په بيه ونې او غر نه خرڅوي د زړه د وينو په بدل كښې اخستل زده كړه وژړېدې او تقدير هغه دى چي مخكښې څه ؤ حلقه هغه ده ځنځير هغه دى چي مخكښې څه ؤ نوميده مه شه په بل شانې ژړېدل زده كړه لا سوى نه يې د لاله د زړه شرر راغونډ كړه له ځانه تاؤ شه او دا ټول ځنګل او غر راغونډه كړه لكه لمبه په نېستان كښې زغلېدل زده كړه ((( (19) ويدې غوټۍ! لكه نرګس له ارمانونو پاڅه كور مو تالا كړلو درنو- درنو غمونو پاڅه د مرغو چيغې دي او شور د اذانونو پاڅه هنګامه ګرمه ده د زړونو د تاوونو پاڅه له دې درنو- درنو- درنو- درنو خوبونو پاڅه له دې خوبونو پاڅه لمر د سحر پى مخي ناوې ته جامې واچولې د زړه د وينو نه يې سرې- سرې اوېزې واچولې قافلې پورته شوې اسونو ته يې قيزې واچولې بيدار نظره په كتو د جهانونو پاڅه له دې درنو- درنو- درنو- درنو خوبونو پاڅه له دې خوبونو پاڅه مشرق تمام لكه غبار د سر راه دى او بس خاموش فرياد دى او يا بې اثره آه دى او بس هر ذره كښې غوټه شوى مړ نګاه دى او بس د هند و سندهه او د عراق له ميدانونو پاڅه له دې درنو- درنو- درنو- درنو خوبونو پاڅه له دې خوبونو پاڅه د تا درياب څه درياب نه دى اسوده صحرا دى د تا درياب زياتيږي نه په كمېدو لګيا دى څه د آشوب او د نهنګ نه بېګانه درياب دى له مړې سينې يې مست په شانې د موجونو پاڅه له دې درنو- درنو- درنو- درنو خوبونو پاڅه له دې خوبونو پاڅه دا يو نكته ده او په دې كښې راز د كل جهان دى ملك د بدن غوندي دى دين پكښې د روح په شان دى بدن ژوندى او روح ژوندى په ربط د تن و جان دى سره د شنو خلكو، نېزو او شمشيرونو پاڅه له دې درنو- درنو- درنو- درنو خوبونو پاڅه له دې خوبونو پاڅه ته د ازل د وراثت امين يې ته امين يې د دې جهان د مولا ته يسار او ته يمين يې هم ته زمان يې اې خاكي بنده او ته زمين يې د يقين جام وڅكه اوچت له ګمانونو پاڅه له دې درنو- درنو- درنو- درنو خوبونو پاڅه [ له دې خوبونو پاڅه فرياد- فرياد له د لبرۍ دل اويزۍ د مغرب فرياد- فرياد له شېرينۍ او پروېزۍ د مغرب عالم تباه خراب ويران كړو چنګېزۍ د مغرب د حرم مشره! په تعمير د جهانونو پاڅه له دې درنو- درنو- درنو- درنو خوبونو پاڅه له دې خوبونو پاڅه (20) څه ده دا زموږه دنيا؟ بس يو موټى خاوره څنګه په دا تلى نفس بيا په بېرته ورشي؟ تكه توره شپه چي د غريب ګور كښې ويده ده ستوري او سپوږمۍ نه لري څنګه به سحر شي؟ زړه مي لا يزاله تب و تاب پسې تلاش كړي څوك ترې نه خبر دي چي به برق كه به شرر شي؟ دا د شوق نظر او اوچت خيال او د ژوند مينه دا يقين مي نه شي چي به ټول خاورو ته ور شي داسي تېر كړه ژوند چي كه دا مرګ - مرګ دوام شي خپله كردګار په خپلو كړو شرمنده تر شي (21) بيا په دې تلي په راتلونكي يو نظر په كار دى پاڅه چي بل فكر او غم او بل خطر په كار دى مينه د ورځو په ناقه اخپل محمل اچوي ميني ته بل لباس د شام و د سحر په كار دى پير زما وايي دا دنيا په يو ځاى نه اودري د دې له بدو او له ښو قطع نظر په كار دى تا كه دنيا پرې ايښى نيت دى د هغه كړى دى اول له خپل سر او له خپل ځانه ګذر په كار دى ما وې چي زړه كښې مي ډېر لات او ډېر منات پراته دي ده وې چي هر يو داسي بت زير و زبر په كار دى (22) زما خيال هم اوسېدونكى د اسمان ؤ په ځولۍ كښې د سپوږمۍ او كهكشان ؤ دا خيال مه كوه چي دا خاوره مو ځاى دى چي هر ستورى يو جهان دى يا جهان ؤ كله- كله يو مېږي ته را ښكاره شي هغه راز چي نا خبره تر اسمان ؤ درانه غرونه دي دا مځكه يې په شا وړي زما موټى ګرد د دې پر اوږو ګران ؤ د لالا له داغه جوړې پيالې شوې چي دى بې آوازه هم ډك له فغان ؤ (23) تېر په ما قيامت كړلو نغمو هيڅوك خبر نه شو ستا محفل كښې څه دي زېر و بم د ځاى و راه فكر مي په خټه كښې د ميني سره ګډ دى تل نيمګړى اوسم پوره نه شوم لكه ماه شونډې دي را بندي كړه د هجر سوى دي خپل كړه مينه فرياد نه كړي چي له ځانه شې آګاه ځان لمبه كړه مخې ته دي خس و خاشاك سوځه نه مومي خاكي د زندګۍ د حرم راه ته شاهين يې څه له د بلۍ د چرګو مل شوې و زمايه* وزر دي ستا الوت نه دى كوتاه زه د موجوداتو شبستان كښې اوركى يم ځاى پر ځاى رڼا كړم لږه- لږه او ګاه- ګاه ووې په غزل كښې اقبال حال د خودۍ ووې دا نوى كافر له بتخانو نه دى آګاه (24) دا ډك جام زما يادګار كله د جم دى زړه زما نچوړ ښيښه كښې د عجم دى لكه موج آدم وجود پسې تاويږي لا تر ملا- تر ملا په منځ كښې د عدم دى دا جادو راځه چي مات لكه خليل كړو په دې دير كښې بې له تا هر څه صنم دى كه په زړه د زمانې ورننه نه ووزې تماشې ته خپل نظر پرېښول ستم دى وركېدل هم په دې لار كښې يو مزه ده ښه ده دا چي منزل لرې پېچ و خم دى تغافل چي زه يې پرېښوم تماشې ته د هر رنګې التفاته سره سم دى زه اګرچه بتخانه كښې يم لوى شوى هغه راز وايم چي زړه كښې د حرم دى (25) زه د صحرا لاله په باغ كښې وده نه شم كولى ما چرته غر ته او صحرا او بيابان ته يوسئ زړه لومبړه شوم، له ځانه بې خبره شومه اې چاره ګرو! دا مزرى مو نيستان ته يوسئ په دې سينه كښې مي يو ټكى ؤ او ورك شو رانه اګرچه زوړ يمه ما بېرته دبستان ته يوسئ غلى رباب يم خو يو څو تازه نغمې لرمه چي بيا مي وچېړي ما هغه غزلخوان ته يوسئ زما د شپې رڼا كوو ته د زړه داغ كافي دى دا فانوسونه مو د بل چا شبستان ته يوسئ ما غلامانو ته ښيلو د شاهۍ رازونه ډېر ګنهګار يمه دا عذر مي سلطان ته يوسئ (26) تازه خبري كوم يو مي په مطلب نه رسي جلوې خورې شوې او نظر په تماشا لا نه ړو تېر شه د دې ښيښه خانې نه لكه كاڼى تېر شه ورك هغه كاڼى شه چي بت شو تر مينا لا نه ړو زاړه ټوټې- ټوټې كړه بيا نوې بنا وتړه څوك چي د "لا" ګرداب كښې ورك شو تر "الا" لا نه ړو ته د كليم نه سبق زده كړه چي دانا د فيرنګ د درياب زړه اوچوو، اور ته د سينا لا نه ړو مينې زما د زړه نه زده كړه درد و سوز و تپش دا زما زړه ؤ چي سور اوسو او بل خوا لا نه ړو (27) دا څه مين دى چي خوله ډكه له فغانه لري مين هغه دى چي په لاس كښې دوه جهانه لري مين هغه دى چي خپل ځان ته جهان نوى جوړ كړي ځان ته جهان بې كنارو او بې پايانه لري دا دانايان د فيرنګيانو ويښ زړګى نه لري منم چي سترګه به په هر اړخ نګرانه لري مينه يې نشته دى او عقل يې چيچي لكه مار زري جامونه ډك له سور لعل روانه لري زما د جام خيري راټول كړه ميخانه كښې نشته داسي بوډا چي باده تنده ترخه ځوانه لري (28) د ګل خوا كښې د مرغانو نيت بدليږي په ګلشن كښې يې بل خيال په آشيان بل دى ځان ته وګوره، دنيا نه ګيلې پرېده كه د تا نظر بدل شو جهان بل دى په غور وګوره هر دم دې ميخانه كښې جام بدل، ساقي بدل، پير مغان بل دى سلام وايه زما مير د قافلې ته لار منمه چي هغه ده كاروان بل دى (29) موږ له خدايه ورك يو او هغه په جستجو دى سر دى په طلب ګرفتار شوى په آرزو دى كله د لالا پر پاڼو ليكي پيغامونه كله د مرغانو په سينه كښې په ها هو دى پټ شي د نرګس په مستو سترګو كښې ديدن ته داسي غمزه دان چي هر نظر يې ګفتګو دى سوړ- سوړ اسويلى كړي هر سحر زموږ په غم كښې ننه او بهر لاندي باندي په هر سو دى يو خاكي ليدو ته يې كړې څو هنګامې جوړې تشه يو بانه يې دا جهان د رنـګ و بو دى پټ هره ذره كښې دى تراوسه نا اشنا دى سپين لكه سپوږمۍ خور پر ګلو او په كوڅو دى دى خاورو كښې ورك د ژوند ګوهر دى خو چي څه دى؟ دا ګوهر چي ورك دى دغه زه يم كه هغه دى؟ (30) وينې د مزدور وركړو لالا ته لعل و ناب ظلم د مالك كړو د دهقان پټى خراب انقلاب انقلاب اې انقلاب شېخ اوږدو تسپو كښې ښكار كوي مسلمانان ګير كړو برهمن ساده كافر د ترګ په تاب انقلاب انقلاب اې انقلاب مير و سلطان دواړه جوارګر، دانه يې غله ده روح له غلامانو تښتوي او دوى په خواب انقلاب انقلاب اې انقلاب شېخ په جماعت كښې دى او ځوى يې مدرسه كښې دى بوډا ماشوم، هغه زوړ وخت كښې د شباب انقلاب انقلاب اې انقلاب تښته مسلمانه! له فتنو د علم و فن ډېر دي شيطانان په دې دنيا او رب ناياب انقلاب انقلاب اې انقلاب وګوره شوخي د باطل، حق ته مخكښې كيږي ګوره شوپرك ته چي جنګيږي له آفتاب انقلاب انقلاب اې انقلاب ګوره كليسا كښې يې عيسٰى په دار اخته كړه يوړو د كعبې نه مصطفٰى ام الكتاب انقلاب انقلاب اې انقلاب ما د دغې دهر په ښيښو كښې دي دليدلي زهر، چي ماران دي ترې نه ګډ په پېچ و تاب انقلاب انقلاب اې انقلاب كله ضعيفانو ته قوت د پلنګ وركړي كله لمبې خيژي له فانوسه انقلاب انقلاب اې انقلاب (31) په دې پوهېږم چي له پېچ و تابه نه خلاصيږم خو دومره ده چي يوه ورځ به بې نقابه راشي يو ګزار راكړه چي ويده زړه مي له خوبه پاڅي بې له وهو به نغمې كله له ربابه راشي انګور سيراب كړه د سحر په يخو- يخو اوښكو چي سينې سپينې پلوشې دي له آفتابه راشي وړه ذره يې زه وېرېږم چرته وركه نه شې ځان دى پخته كړه چي شعلې دي له آفتابه راشي ځان خاكي مه ګڼه ته خپل ګرېوان ته سترګې واړو كه يو څېر وركړې ترې بهر به سل مهتابه راشي كه ور يې بند كړو د حريم په كاڼي سر ووهه چي ترې بهر سره- سره لعلونه بې حسابه راشي (32) په روڼ تندي په ښه او بده زمانه تېرېږه په جال او باغ او په قـفس او اشيانه تېرېږه زه دا منم چي مسافر يې او لار نه پېژنې بيا هم د ميني په كوڅه محرمانه تېرېږه په هره ساه دنيا بدله كړه په بل شان يې كړه له دې دنيا لكه بې فكره زمانه تېرېږه كه درته مخ كښې جبرئيل او حوري لار ونيسي څو كرشمې پر وروه دلبرانه تېرېږه (33) ژوند خپله سېپۍ كښې د ګوهرو جوړول دي نه ويلي كېدل او په لمبو كښې اوسېدل دي مينه له دې بې وره ګښته را وتل دي مياشت لكه ښيښه له پاس آسمانه غورځول دي دين او زړه له لاسه غورځول د شاهۍ كار دى سر په سر سودا ده ځان وركول او جهان وړل دي لوى همت په كار دى فلسفې ته او حكمت ته دوو كونو پسې د فكر توره را ايستل دي بې تعبيره خوب نه دى مذهب د ژوندي زړونو پاكه له دې خاورې دنيا نوې جوړول دي (34) اومي مونده لاره له دې ګښته د وتو مخكښې شوم له فكر د سحر په اسويلو تا خو اې شاهينه! ځاله جوړه كړه چمن كښې هسي نه چي پاتې شې له پورته الوتو ګرد شوې؟ په دې ځاى كښې په آرام اوسېدل نشته مل شه د صبا په لار كښې مه كښېنه د پښو پرېږده شين آسمان د كهكشان له چينو تېر شه زړه مري له منزله كه منزل شي د سپوږمو يو هغه بې رنګه بې پروا رڼا كه نه وي غر د سينا سپك راته ښكاريږي تر وښو څنګه د مجلس لحاظ كوي و پټ- پټ سوځي؟ څه خبر يم زه شهيد د لاري د كتو؟ پس زما به شعر زما لولي دا به وايي ملك بدل كړو يو سړي چي ځان يې پېژندو (35) زه غيرت لرمه بې خدمته بدل نا خلم مرم چي وابسته دي په تقدير زما تقصير شي خيال مي ستا د ميني د مستۍ له بركته دومره پورته ځي چي د لمر سترګې راته خير شي زه له ړومبۍ ورځي په ګرداب او څپو ګډ يم لږ كه درياب غلى شي، طوفان مي چاره ګير شي څو ځله مي مخكښې جهان ګړ په شور او شر كړو اور په عافيت پوري زما له بم و زير شي ځكه ترګ * په غاړه د بتانو مخكښې ګډ شوم شېخ مي له نېكانو د مستانو په تكفير شي كله له ما تښتي كله بيا مي خوا ته راشي كله مي صياد شي كله- كله مي نخچير( شي بې سوزه زړه كله برخه اخلي له محفله پاكه تانبه راكړه چي زما په لاس اكسير شي (32) سترګي چي بينا دي اول خپل زړګي ته ګوري ړوند جهان د زړه د آئينې نه بې پروا دى تلونكى بې يقينه، لاره ورانه او شپه توره څومره مشكلاتو كښې ګير شوى رهنما دى ځان له قاصد مست دى، رقيب مست دى، مين مست دى حرف د دلبرانو پور په څو رنګه معنا دى شك د كافرانو او يقين د مومنانو څه وكړمه زړه مي په بلا كښې مبتلا دى مستو څپو خپله كنارې ته كشتۍ راوړه كښېنستم په امن چي طوفان مي نا خدا دى خداى خبر چي چا څپو ته داسي سترګې وركړې شګي باهر ولي ګوهر زړه كښې د دريا دى هيڅ زما له سوزه نصيب نه شو د دې خلګو ورك زما اكسير هسي په خاورو د صحرا دى زړه كښې كه د نوې دنيا وي نو ر اوباسه چاؤد د فيرنګيانو زړه له دې زړې دنيا دى (37) كم خلـګ پوهيږي په يارۍ دلنوازۍ غرق شه ځان كښې وساته آبرو د عشق بازۍ مرم له دې چي ته سره د دومره نمايشه پټې ساتې ما نه طريقې د عشق بازۍ څوك په دې نازكه نكته رسي بې ايازه مينه د محمود زياتوي درد د ايازۍ زه به هغه علم و فراست په هيڅ وانه خلم كوم چي ناولده كړي ځلمي له تېغ بازۍ واخلئ د رازي په عقل زور د حيدر واخلئ دا ګوهر ارزان دى په هر نرخ چي يې ارزۍ* ته كه لرې يو موټى وزر يو څاڅكى وينه راشه چي در وښيمه لار د شهبازۍ ته لا دا ګڼې د خولې خبرې خبر نه يې؟ نوري په سينو كښې زېږوي نى نوازۍ (38) دا علم چي ته غواړې مشتاق د كتو نه دى لار كښې ستړى پروت دى بې همته د تلو نه دى دا آدم چي نقش د جهان يې له زړه ووزي خوند د اسويلو لري او بې اسويلو نه دى هر څو كه سپوږمۍ مينې له سره آواره كړه داغ يې په سينه كښې ځائېدلى د سوو نه دى ما د ده له مخه چرې پورته نظر نه كړو ده ته د خداى وركړى لا توفيق د كتو نه دى ښه قبا اغوستې اقبال كار د جهان وكړو كار د دروېشانو څه موقوف له خلګو نه دى (39) د سحر په شانې سترګې د كتو پيدا كېداى شي په دې خاورو كښې ځايونه د جلوو پيدا كېداى شي خپل نظر داسي تېره كړه لكه څوكه وي د ستنې د ګوهر په زړه كښې لاره د ورتلو پيدا كېداى شي نه يې دا جهان حجاب دى نه هغه جهان نقاب دى كه طاقت لرې نو سترګې د كتو پيدا كېداى شي "ته د ونې په يخ سوري كښې د ځالې تمنا كړې" كه را والوتې ښكارونه د سپوږمو پيدا كېداى شي (40) خپلو پيالو كښې دي شريك كړو بېګانه په مخه د بل په نور دى وځلوله پيمانه په مخه وڅكه څو جامه د مشرق د زوړ ساقي له لاسه چي دي له خاورې نغمې خيزي مستانه په مخه زړه چي د شوي تمنا په تاب و تب خبر شي له لمبو ځان ولي په شان د پروانه په مخه جوړ د ژوندون ساز و سامان كړه د سحر په اوښكو پټې به شاړ شي كه ور نه راغله دانه په مخه جام دي را وګرځوه پرېږده هنګامې د فيرنګ زر قافلې لاړې په دغه ويرانه په مخه (41) مينه تلاش كښې وه آدم يې و موند جلوې يې دې خاورو كښې ځاى لري لمر او سپوږمۍ او ستارې به وركړم په موټي خاوره چي زړګى لري (42) بيا مشرقيانو په دنيا نوي نقشونه جوړ كړو د بتخانې په طرف مه ځه، چي بتان ټوټې شو څنګه جلوه ده دا چي زړونه يې د ليدو په خاطر لكه بڅري خړو خاورو كښې را وځلېدو چرته دي هغه تورانيان چي يې دنيا لړزوله د خپلو زړونو د سينو په تاؤ كښې خپله اوسو ته هم په خپله خودۍ پوه شه چي ملګري د لار د خپله ځانه سره غونډ شو له هر چا وشلېدو دنيا يو لويه قيد خانه ده د مړزړو په خيال يو دوه پيالې يې مستي نوش كړې له جهانه خلاص شو زه خو غلام يم د هغې بيدار همته سورو چي په نېزو يې د اسمان ستوري اوچت واخستو اوس فرشتې سجدو ته هغه شان اوزګارې نه دي دغه نوريان په تماشو كښې د خاكيانو مست شو (43) په عشق نازېږه مه چي شته يې د نيشت غم نه لري بندي په قيد كښې د حاضر او د موجود نه دى مينه كه ووايي له سره تېر شه- تېر شه ترې نه چي عشق محبوب دى او مقصود دى سر مقصود نه دى د سومنات په ماتولو كافري پخيږي د بتخانو مجلس سوړ شوى په محمود نه دى دا ميخانه او جماعت او كليسا او كنشت سل تماشې مي زړه ته جوړې كړې خوشنود نه دى د كهسارونو د چينو نه مي نغمې واخستې يو اسويلى هم په چمن كښې غم آلود نه دى ما ته راځې؟ سوى زړه راوړه او ساړه اسويلي اثر په تا كښې دى، نغمو كښې د داؤد نه دى عيبونه مه لټوه ځان زما په جام وګوره مينه پرې نه كړي هغه زړه چي غم آلود نه دى (44) بېتابه زړه به مي ساقي په څو پيالو قرار كړي دى كېماګر دى او اكسير به په سيماب ووهي زه نه پوهېږم چي سينه كښې مي دا نور كه نار دى دومره پوهېږم چي رڼا به يې مهتاب ووهي په زړه مي غلې نغمې ورو- ورو چپاوونه كوي ساز به له ذوقه ځان په خپله په مضراب ووهي بې فكره اوسه، د اسمان دې بې اوبو صحرا كښې داسي چينې دي چي شبخون به په سېلاب ووهي چي نوش مي خورې نو له نشتره مي هم مه وېرېږه نشتر په كار دى چي آدم ته رګ د خواب ووهي (45) خاورې به نورونو نه افزون* شي يوه ورځ دا مځكه به پورته له ګردون شي يوه ورځ خيال زموږ چي لوى مو كړو په مستو طوفانونو پوري به له دې بحر نيلګون شي يوه ورځ ما مه پوښته خپله د آدم په معنا پوه شه دا نيمګړى ټكى به موزون شي يوه ورځ داسي به موزون شي دا پامال غوندي مضمون زړه به د يزدان ورځنې خون شي يوه ورځ ((( (46) دومره په خبر يم چي د عشق منكر كافر دى نور څه خبر نه يمه د دين په مسلو دغه د حرم مسافرانو ته دعا كړم خداى دي توفيق وركړي د آدم د پېژندو زه لا د ملګرو په تپوس يم خلـګ وايي مخكښې مل د لاري ګوره بيا لاره د تلو داسي د مغرب حكيم د خوند بدل پوره كړو زياته يې كړه د ميو رڼايي په جام د سرو زر ځله تيارې د بې عقليو ترې نه ښې دي ځيني دانايي نه وي د زړونو د منو ګرچه د خرد په پېچ و تاب كښې مزه شته دي سپين د ساده زړونو يقين ښه دى له نكتو پاكه مي د زړه تختۍ صفا له فلسفې كړه زړه مي په نشتر د تحقيقونو وسپړدو زه د استانې نه د باچا را كناره شوم خداى مي بې توفيقه خداى ته مه كړه په سجدو (47) ځان ته له هر چا كښېنه، صحبت د اشنا غواړه خداى نه خودي غواړه، د خودۍ نه خدا غواړه يو جلوه لره كرشمه كار نه شي كولاى عقل ته جدا زړه او نظر ته جدا غواړه مينه خو ښيښې د كايناتو تشول دي جام د جم ته لاس مه نيسه، لاس د وفا غواړه لار له ازغو ډكه ده او تلونكې پښې- پښې ابلي ځان ته رسېدل غواړې جامه د رضا غواړه فقر چي كمال ته ورسيږي باچهي شي تخت كه د كى غواړې د پښو لاندي بوريا غواړه مخكښې- مخكښې ګوره چي ژوندون تر كومي رسي څه چي وو او تېر شو ټول پرېږده انتها غواړه كله چي د وخت ګزار غمژني نغمې در كړې ورو زما د ميو جام كېده او موميا غواړه (48) هر څه ته ګورې ځان ته نه ګورې څومره ساده يې غافل* نشينه! نور يې، قديم يې، شپې د رڼا كړې لاس د كليم يې پټ په استينه! ځان را بهر كړه له دې جهانه ته زيات له دې يې زيات له هر شي نه مرګ نه وېرېږې؟ زنده جاوېده! مرګى ښكار كيږي ستا له يقينه صورت ګري دي د ما نه زده كړه بيا كه جوړې ځان كار آفرينه (49) نه ورېږم زه، د حادثاتو نه د شپو شپې چي سحر كيږي په ګردش د ستارو ځان نه ناخبره ونښته د ځان په دام كښې مينه چي يې ځان څرګندولو په هاهو آه چي له زړه خيزي د ځيګر د سوو دپاره مات يې كړو سينه كښې پرې يې نه دى تر وتو نشته ميكده كښې د فطرت له جامه غواړه مى چي نه ځايېږي د دې ډلو په ښيښو هغه زړه چي وشلېدو له دوسته آرام نه كړي نه د تا په دم نه په دانش د مدرسو (50) ته څوك يې راغلې له كوم ځايه چي شين رنګي اسمان د تا كتو ته خواره كړي سترګي- سترګي ستوري زه درته او ويم چي څه وې څه دي وكړو څه شوې چي د محمود په ايازۍ مي له زړه وينې اوري هغه به څنګه مصلې له كهكشان جوړه كړي چي د صوفي او د شاعر په خوله په بادو سور وي فيرنګي ستا د فكر څو غوټۍ خو پرانستلې اوس دى د بل رنګي نشې په سرو جامونو ګوري ټول د مېزان او د نامې اوږدې خبرې كوې او حيرانتيا دا ده راغلى قيامت نه ګوري ښه هغه كس دى چي سينه كښې يې حرم وليدو ځان سره سوځي نه څۀ وايي او نه ځي، نه ښوري په دې مكتب او ميخانه اعتبار نه شم كولى زه سجدې نه كوم په هغه استانه چي نور يې (51) هغه پاكه مځكه چي د درد سره اشنا ده هره يو ذره لري د زړونو جلوې هلته نه غواړي څوك هلته جام د ميو له مغانو خپله په نظر ماتوي ډكې ښيښې هلته ضبط لېونتوب كړه سر دى ټيټ كړه له ادبه هوش كښې اوسه مه دې وړه شلېدلى خلكې هلته (52) زاړه شراب او يا پى مخى جانان هيڅ شى نه دى سترګو لرونكو ته دا حور و جنان هيڅ شى نه دى دا چي محكم او پاينده ښكاري دا ټول به ورك شي غر او صحرا او بحر و بر و كران هيڅ شى نه دى د مغربيانو عقل يا دا د مشرق فلسفه ټول د بتانو عبادت دى بتان هيڅ شى نه دى ځان نه وېرېږه له صحرا په ويره مه تېرېږه ته يې او نور دا باقي- باقي جهان هيڅ شى نه دى په دغه لار كښې چي په سرو بڼو مي او كنسته رودونه شګې او منزل او كاروان هيڅ شى نه دى (53) دا قلندران چي په خپل ځان يې قبضه وكړه اخلي له شاهانو قلنګ اوسي خرقه پوش ناست دي په محفل كښې مهر و مه په كمند ګير كړي كښېني په خلوت كښې جهانونه در آغوش پټ دي په رېشمو په كېمخابو په مجلس كښې جنـګ كښې شنه زمري وي خود آګاه تن فراموش نوى نظام وبخښي دې دوه انګه اسمان ته ستړي ستارو ته جنازې كښېږدي پر دوش لرې زمانې كړو د صبا د مخ نقاب مست دي ميخواران لا د زړې پيالې په جوش خولې ته مي يو څو خبري راغلې وېلاى نه شم څومره عجيبه ده چي ملا ناست دى خاموش (54) دو دسته تېغ يم او آسمان څرګند كړم تېز يې كړم سخت يې كړم، را ويې ايستم زه هغه خيال يم د خالق د فطرت د ګل جهان يې وران كړو زه يې جوړ كړم هغه شراب دي چي يې جام ويلي كړو دا چي پيالې ترې نه د تا ډكوم ما دا آواز په ګرمۍ وپېژنۍ چي د سينې دننه ساه سوز وم زړې كشتۍ د ادراك ماتې شولې بچ دى هغه چي زه يې پوري باسم (55) زه ذرې لكه بڅري سوځومه سوځمه، ځلوم، الوزمه له خپل لاسه د الماس سختې ټكړې زه لكه پرخه څڅوم ويلي كومه د نمود له ځايه داسي نغمې وايم چي په نيمه شپه سحر را ويښومه ورك يوسف مي له نقابه را څرګند كړو دې بې وزرو ته اخسته ور ښيمه ميني مړو خاورو ته وركړى لوندې سترګې اوس بۀ زه د كتو مينه وركومه ((( (56) په دنيا كښې وركېدل دي د خودۍ نارسايي د خپل غم سره اشنا شه پرېږده نوره اشنايي څو به ستا تندى سوليږي د شاهانو په دربار كښې د خپل رب له شانه زده كړه بې نيازي كبريايي د ځوانمردو ځوانه مينه يو ورځ داسي ځاى ته رسي چي يې پرېوځي له نظره دلبري دلربايي ما په هغه آستانه كښې داسي سوې نغمې ووې چي محرمو ته خوږه شوه له وصاله جدايي زه له دغه غمه سوځم پېژندونكې سترګې نشته سړوي بازار د ميني د ړندو بې پروايي راشه مست قدم را واخله چي بېباكه پيالې نوش كړو د رندانو په مذهب كښې روا نه ده پارسايي څه له دې مسلمانانو چرته لاړ شه مسلمان شه دوى په خپله خوښه كړي د كافرو خدايي (57) زه لكه لاله سوځم د تا په خيابان اې عجمي ځوانه! ستا په ځان زما په ځان فكر مي د ژوند په زړه كښې ډوب شو را بهر شو تا ته مي را وئيستو يو څو فكره پنهان پورته مي نظر له مشتري او مهره لاړو بل حرم مي جوړ كړلو په دې كافرستان ځان ته مي را غونډه كړه چي تېزه او تېره شي سره لمبه خوره وره ده ستا پر بيابان ور به يې كړي تش لاس د مشرق ته زما فكر لعل مي را اخستى دى د تا د بدخشان دا دى را روان دى ځنځيرونه به مو و شلوي نوى ځلمى وينم له روزنه د زندان اې له خاورو جوړو چار چاپېره رانه غونډ شئ اور مي په سينه كښې دى د تاسو له نيران* (58) زما له سوو اسويلو نوى سپرلى اباد شو زما په اوښكو د وښو نه ياسمين ټوكيږي زما په وينو د لاله د زړګي داغ تازه دى لكه په مستو سرو شرابو چي پيالې ځليږي دومره اوچت پروازم لرم چي د اسمان په خوا كښې نوريان اكثر غلي زما په تماشه اودريږي آدم ترې ښۀ دى هر ځل نوې تماشه جوړوي ستوري سپوږمۍ خو همېشه هغه كوي چي كيږي خپله ډيوه مي ځكه بله كړه چي لاس د كليم نن صبا پټ دى په لستوڼي كښې ونه ځليږي په سجده پرېوزه، د شاهانو نه مدد مه غواړه د فقيرانو دستور دغه دى په دغه كيږي (59) دا كسان پرېږده چي يې خپله څه ليدلي نه وي اوږدې- اوږدې خبري كار د نظر نه وركوي خبري اورم د شاعر او د فقير او كليم ونې به دنګې لوړي څه كړم ثمر نه وركوي د بتخانې رڼا چي پير پرې دومره ډېر نازيږي زرګونه شى پيدا كوي يو سحر نه وركوي له خپله خدايه ګيله من يم خو ويلاى نه شم زړه خو اوچت له سينې وړي او دلبر نه وركوي په بتخانه، حرم كښې يو داسي ساقي نه مومم چي وركوي لمبې- لمبې يو شرر نه وركوي (60) ډېره موده پس مي د ساروان آواز په غوږ شو بيا جوړي په دغه شاړه لاره كاروان راغلو مال د سل كاروانو به په مينه اولجه وركړم بېرته كه يوسف مي د فرعون له زندان راغلو (61) چيري د شاهين زړه په ښكار كړي مرغۍ سوځي ته لا فيرنګيانو نه د خير طمع لرې لعل كه دى د پلار ميراث كښې ومومې نو څه پر چرته هغه لطف چي د كاڼي زړه چوې ما ته د جهان د شته او نشت خبرې څه كړې زه يمه، په بل څه مي كار نشته چي څه يې؟ هره ښيښه رپي محتسب نه ميخانه كښې بې مينا د ميني كه پرې كاڼي ماتوې ته وايې پړده خودي، وي به خو دا وايم تاب د سترګو نشته دا پړده ونه شلوې وچه شوه دا څانګه خو د دې پر سيوري لوى يې دا بې غيرتي ده چي ترې ځاله نړوې څه ځير د غزلو چي زوړ ساز زړه نغمه وي نوى غزل وايه كه جهان پرې بدلوې (62) مات كړه د مغرب جادو او تېر شه له مشرقه يو اوربشه نه لري دا زوړ نوې بها داسي لكه پخه چي د باد مخې ته كښېږدې لاړو سكندر ؤ كيقباد ؤ كه دارا ژوند په طريقه مجلس اباد ساقي ځان ځانته ته په قافله كښې مل او بيل شه له هر چا نه د لمر، سپوږمۍ نه زيات رڼا يې زيات منير يې هرې يو ذرې پوري د اور سوې رڼا هغه قېمتي غمى چي تا شيطان ته وركړو څوك به يې جبريل ته هم ور نه كړي په رضا واخله پياله و يې څكه په چل او بېرته لاړ شه موږه ميكده په كم نويشو كړه رسوا (63) څنګه دا ښكاره جهان د رنـګ و د بوى راز دى؟ پورته كړه نغمې چي ته مضراب يې او دا ساز دى مست نظر په سپينو پلوشو باندي ښوييږي ته وايې حجاب دى او نقاب دى او مجاز دى راشه او دا شنې درنې پردې له مينځه لرې كړه پاكې شعلې وينې چي نظر د چا پاكباز دى ما ته دا خاكدان زما له هر جنته ښه دى ځاى د ذوق و شوق دى او حريم د سوز و ساز دى كله هغه ورك شي كله زه له ځانه ورك شم كله دواړه وينم دا څه راز دى دا څه راز دى؟ (64) اې د خيابان لالا! زه هم د تا په شان يمه زړه مي د غمونو نه چمن- چمن داغدار دى دا سوي آهونه د خلوت صحرا كښې ښه دي څه وكړمه زه؟ د انجمن سره مي كار دى (65) چي په اشناؤ سترګو زړه د لاله وينم ټول ذوق و شوق وينم آه و ناله وينم كښته او پورته هر خوا د ژوند ګرمي ښكاري پر غر پر سمه پر خوړ دا غزاله وينم نه ژوند د ما سره دى او نه له ما دى ژوندون هر ځاى ژوندون ښكاريږي چي له كوم خوا دى ژوندون (66) دغه جهان او هغه جهان دا بېكران او آ* بېكران دواړه يو خيال او دواړه ګمان زه يې لمبه يم دواړه د ځان دا يو څو آنه هغه څو آنه زه جاودان يم زه جاودان دغه كوټۀ دى، هغه كوټه دى يو زه كره يم نقد روان دلته كښې كښېنم، هلته كښېنم بس يو لحظه او بس يو زمان دلته كښې څه كړم او هلته څه كړم آه و فغان او آه و فغان دا مي رهزن دى هغه رهزن دى دلته مي زيان دى هلته مي زيان دواړه به جوړ كړم دواړه به سېزم دا آشيان او هغه آشيان ((( (67) سپرلى راغلئ سترګې لامبي بيا په اور كښې د لاله بيا له زړونو پورته كيږي اسويلي آه و ناله د هغې ميو څو څاڅكي د چمن خاوره كښې توى كړه چي خزان ته بې پروا شي دا نرګس او دا لاله دا د رنـګ و بوى دنيا ده ولي زړه پېژنې څه دى؟ يو سپوږمۍ چي له آفاقو غونډوي ځان ته حاله (68) دې صورت ګر چي ورځ او شپه جوړه كړه ځان تر اخپلي تماشې رسوي صوفي! يو څو قدمه دې خوا راشه قدرت شېلو ته سامان خوروي سحر او ستوري او شفق او سپوږمۍ څومره جلوې په يو نظر خرڅوي (69) بيا دا زوړ شوى عالم ځوان پكار دى هر يو واښه كوه ګران پكار دى دى موټي خاورو كښې نظر پيدا شو د زړه دننه يې فغان پكار دى دې زاړه لمر او سپوږمۍ هيڅ ونه كړو د نوو ستورو بل جهان پكار دى هر يو نګار چي مي تر سترګو راځي ښه دى خوښه تر څو چندان پكار دى خداى وايي داسي دى نور هيڅ مه وايه ته وايې داسي دى، دا شان پكار دى (70) نرګس په مستو سترګو ډوب په تماشه نه ؤ لا د لاله زړه كښې دلته داغ د تمنا نه ؤ لا خاورو كښې ساه وه تله را تله چرته زړه نه ښكارېدو د ژوند كاروان اخته په سود ؤ په سودا نه ؤ لا د ميكشانو د هاهو نه ميخانه خالي وه د ميو ډكې پيالې وې باده پيمانه ؤ لا د سينا سپينو پلوشو پټې ګيلې كولې څوك د ايمن په خوړ كښې پروت په تقاضا نه ؤ لا مينې د موږ له فريادونو هنګامې جوړې كړې هيڅوك په دې غلي مجلس كښې د غوغا نه ؤ لا (71) چا په دير كښې پورته هنګامې كړې او غوغا واړه زناريان لكه شپېلۍ دي په ژړا كور وي د شاهانو كه جونګړه د فقير وي هر ځاى داسي غم دى چي كړي ځوانه ملا دوتا1 چرته دى علاج چي په علاج مرض زياتيږي عقل ټول حيله ده او جادو دى او سيميا2 بې له طوفانونو د آدم كشتۍ تلاى نه شي هر يو زړه هزار ګيلې لري له نا خدا ما نه خو د ژوند د سفر هيڅ پوښتنه مه كړه درد سره عادت شومه او ځم غزل سرا ځان مي د سحر د هواګانو سره مل كړو خوند مي د ګل واخستو او تېر شوم په هوا دا دنيا مي وكته په سترګو د سپوږمۍ خور ګلو كوڅو كښې له ګلو كوڅو جدا (72) اې لاله د كوهستانه! اې ډيوې د باغ وراغ ما ته وګوره چي دركړم درته زه د ژوند سراغ* نه شوخ رنـګ يم او نه بوى يم چي به الوزم بې ځايه زه هغه يم چي ځايېږي هم په زړه هم په دماغ دا مستي وي د شرابو په پياله كښې مستي نه وي دومره ده چي شرابونه څكلى نه شي بې اياغ( زړه روشن په سوي داغ كړه د وجود په توره شپه كښې د خپل ځان پېژوند ګران وي كه بل نه وي دا څراغ شعلې! ونيسه سينه دي د صبا د باد څپو ته يخه پرخه دى مړه نكړي سره لمبه د زړه د داغ (73) زه آزاد بنده يمه، عشق زما امام دى عشق زما امام دى، عقل مي غلام دى جام زما ګردش كښې دى، ګرم مجلسونه دي ستورى د ماښام زما، دا ماه تمام دى ځان په نشت كښې ورك پروت ؤ، بې له تمنا و غم مستې نغمې ما وركړې، ګير زما په دام دى اې د رنـګ و بوى دنيا، دغه ملګرتيا تر څو مرګ د تا دوام وينم، عشق زما دوام دى ښكاري مي ضمير كښې دى، پټ مي په ضمير كښې دى و مومه مقام زما، دا د ده مقام دى (73) بې خولې غوټۍ چي په پردو كښې يې د زړه راز ؤ په انجمن كښې د ګلونو څو ملګري كتل د سپرلي باد يې ځان ته خوښ كړو، د چمن بلبلې تكيه يې وكړه په هغو باندي چي څوك الوتل (75) ځان ته سجدې كومه، دير او حرم پاتې نه شو يو په عرب او دغه بل، په عجم پاتې نه شو وچ شو لاله والوتو، رنـګ او نم يې پاتې نه شو غلې نغمې شوې د مرغو زېر و بم پاتې نه شو زړه دنيا كښې يو هم نوى نقش نه وينمه هيڅ نوى نقش جوړې پټ په عدم پاتې نه شو ستوري اسمان كښې ګرځي يو انقلاب نه راولي طاقت د ورځو شپو په پښو كښې د رم( پاتې نه شو لاس په پښه كښېناستلو ستړى بې همته خفه جوړ په سينو كښې د دوى ختم شو دم پاتې نه شو يا د امكان كتاب كښې پاڼه تشه پاتې نه شوه يا د قضا قلم كښې تاب د رقم پاتې نه شو ((( ګلشن راز جديد د تا په زړه كښې مي تازه نوى جهان را جوړ كړو د تا د سترګو په ككو كښې مي نظر پيدا كړو مشرق ويده ؤ چي ما پټ له شب بيدارو ستورو په سرودونو د ژوندون نوى سحر پيدا كړو ګلشن راز جديد تمهيد د مشرق بدن نه ساه لاړه له روحه سوز لاړو نو دا لاړه لكه تصوير يې بې د ساه نه ژوند دى پوهيږي نه چي ژوند كښې څومره خوند دى زړه يې د هرې مدعا نه پرې دى ساز يې د سوز او د نوا نه پرې دى اوس به په بل رنګې مقصود ووايم دا به ځواب كښې د محمود ووايم د هغه شېخ د زمانې نه تر دې هيچا زموږ زړه ته ور نه كړې لمبې كفن په غاړه پراته خاورو كښې يو په يو فتنه د محشر پورته نه شو تېر وو په مخكښې د دې پيرِ تبرېز قيامتونه د فتنو د چنګېز نظر مي نوى انقلاب وليدو ما راختونكى بل آفتاب وليدو د دې معنا نه مي نقاب لر كړو او د ذرې لاس كښې مي لمر وركړو نه چي زه مست بې پيمانې يمه فقط شعرونه افسانې يمه په هغه كس كښې به هيڅ خير نه وي څوك چي په ما تهمت د شعر تړي د دلبرانو په لار كار نه لرم په سوي زړه كښې غم د يار نه لرم تن مي په لاره كښې غبار نه دى زړه مي د بل په اختيار نه دى رقيب قاصد او دربان نه پېژنم د جبرئيل له خوا خبرې كوم دې فقيرۍ كښې د كليم سامان دى زما خلكه كښې د شاهانو شان دى كه خاوره يم پر صحرا نه ځايېږم كه يم اوبه پر دريا نه ځايېږم د كاڼي زړه مي د ښيښې نه رپي زما موجونه ساحل نه خوښوي پټ تقديرونه په پردو كښې لرم زه قيامتونه په ځولو كښې لرم ځان مي د ځان سره يو ځل تنها كړو نوى جهان مي ابدي پيدا كړو "ما ته له دې شاعري عار نه راځي چي په عمرونو يو عطار نه راځي" زړه مي په جنـګ د مرګ د ژوند اخته دى د ابدي ژوند په پيوند اخته دى تن مي ستا روح نه بېګانه وليدو نفس مي خپل رو غوندي در اوپوكلو زړه مي له خپله اوره داغ په داغ دى دا داغ د تا د تورو شپو څراغ دى زما په خاورو يې زړه وكرلو پر دې تختۍ يې بل خط وليكلو د خودۍ مينه او خواږه يې راكړو زه درته څه وايم چي څه يې راكړو اول مي خپله دا خوند وڅښلو بيا مي په ټول مشرق كښې و وېشلو كه دا نامه مي جبرئيل ولولي نور به د ځان نه لكه ګرد و څنډي له خپله ځايه له منزل به ژاړي او د الله نه به څه بل څه غواړي "داسي څرګنده ستا جلوه نه غواړم نه غواړم نوره تماشه نه غواړم دا همېشه وصال دي بېرته واخله ما ته د سوي اسويلو خوند راكړه ناز و نياز د بنيادم غواړمه سوز و ګداز د بنيادم غواړمه ((( (1) سوال اول په دې حيران يم فكر څه دى؟ تفكر څنګه وي او دا له څه دى؟ كله صحي كله خطا دى ولي؟ كله طاعت كله ګناه دى ولي؟ ځواب په دې سينه كښې د آدم څه نور دى؟ څه نور دى دا چي غيب د دې حضور دى؟ كله يې ولاړ كله روان وينمه كله يې نور كله نېران وينمه كله اور اخلي له دليله ځنې كله نور اخلي له جبريله ځنې د روح رڼا دي د سينو رڼا دي زيات د آفتاب له پلوشو صفا دي خاورو كښې پروت دى له مكانه پاك دى په ورځو شپو كښې له زمانه پاك دى ژوند يې د ساه په شمېر شمېرلى نه شي داسي موندونكى بل موندلى نه شي كله وي ستړى او ساحل ته پروت وي كله درياب د ده په جام ځايېږي هم دى درياب هم د موسٰى لرګى دى چي د درياب زړه ترې نه دوه ټوټې دى له هوسۍ پاس په اسمان كښې څري د كهكشان په چنو ځان مړوي پر مځكه كله پر اسمان روان وي تنها په منځ كښې د كاروان روان وي دغه تياره او نور د ده احوال دى مرګ و جنت و حور د ده احوال دي ابليس له ده آدم له ده څرګند شو د دې جهان دا غم له ده څرګند شو د ده جلوې دي چي نظر تښنوي د ده جلوې د ده مولا هم غلوي په يوه سترګه خپل خلوت ته ګوري په بله سترګه خپل جلوت ته ګوري كه يوه سترګه پټه كړي ګناه ده كه غړوي دواړه نو لار صفا ده خپلې چينې نه دريابونه جوړ كړي خپله ګوهر شى او په تل كښې كښېني هغه لحظه دى خپل صورت بدل كړي خپله غواص شي او ځان بيا را واخلي سل هنګامې لري او بې خروشه رنا او آواز يې بې له چشم و ګو شه د ده ښيښه كښې زمانې پرتې دي چي موږ ته ورو ورو په وار ښكاريږي ژوندون له ده نه خپل كمند واچوي كوزه او بره آ خوا دېخوا ښكاريږي خپله په خپل كمند كښې ځان راولي د ما سيوا مرۍ كښې ساه بنده كړي دواړه عالمه يو ورځ ښكار شي د ده بند د ول ول كمند په تار شي د ده دواړه عالمه كه يو ځل راګير كړې آفاق به ټول و مري او ته به نه مرې په دې ميدان كښې سست قدم مه كښېږده اول جهان د ځان دننه ګير كړه كمزورى ځان اوچت په ځان نيوو كړه كه مولا غواړې ځان ته ځان نزدو كړې خپل تسخير وكړه چي قبضه دي ځان شي ستا په قبضه كښې به دا ټول جهان شي يو ورځ به وي چي دا جهان را ګير كړې د آسمانونو سينې پړق وشلوې سپوږمۍ دي پښو ته په سجدو را پرېوزي ستا د موجونو په كمند كښې كښېوزي دې بتخانه كښې پابندي نه منې ځان له په خوښۀ خپل جهان جوړوې په يو تلي كښې ټول جهان را اخستل د نور و صوت و رنـګ و بو نه وتل كم زياتول او زيات يې زيات كمول هر څه د خپل زړګي په تله تلل غم او خوشۍ پوري يې زړه نه تړل د آسمانونو ساحري ماتول په زړه په شان د يو غشي ورتلل په دې اوربشو غنم نه بدلول باچهي دا ده باچهي هم دا ده دا دنيا دين دى او دا دين دنيا ده ((( (2) سوال علم د كوم يو سمندر ساحل دى؟ د دې له تله كوم ګوهر حاصل دى؟ ځواب ژوند يو درياب دى شنې څپې دي د دې علم او پوهه كنارې دي د دې مستې څپې او شنه موجونه لري په كنارو صحرا او غرونه لري څومره بې تابه وې څپې د دې په ټوپ يې پرېښوې كنارې د دې لاړې اوږدې صحرا ته يې نم وركړو نظر ته يې خوند و كيف و كم وركړو څه چي يې مخې ته راځي صفا شي ددې شعور له فيضه سپين رڼا شي په خلوت مست دى صحبت نه خوښوي ولي هر څيز و ته خپل نور وركوي اول اول يې په خپل نور منير كړي بيا يې ورو ورو په خپل آئين اسير كړي شعور نزدې كړلو ترې دې جهانه جهان خبر كړلو له خپله ځانه خرد له مخه يې نقاب پورته كړو او بيا خبرو تر حجاب پورته كړو د دې بدلو دينا كښې نه ځائيږي دنيا د ده يو مرحله ښكاريږي بهر له خپل ځانه جهان ويني غر او ځنګل او بحر وكان ويني دغه دنيا يو ګلدسته ده زموږ دغه آزاده وابسته ده زموږ خودۍ په يو تار دنګه تړلي مځكه، اسمان او مهر و مه تړلي زموږه زړه ورته پټ پټ په يون دى چي هر موجود مو د نظر ممنون دى كه څوك يې ونه ويني حال يې زار شي كه څوك يې اونه ويني چپي كهسار شي جهان زموږه په كتو غټيږي بوټى زموږه په ليدو لويېږي دا د ناظر منظور قيصې پټي دي هره ذره التجا هسي كوي ((( ق زما شاهده! ما مشهود كړه ته په يو كتنه مي موجود كړه ته د ذات كمال د شي موجود كېدل دي او يو شاهد لره مشهود كېدل دي عقل حضور نه بې خبره ساتي د خپل شعور نه بې خبره ساتې په جهان بې له ما رڼا نشته دى جلوه د نور او د صدا نشته دى ته هم د ده نه ملګرتيا وغواړه سترګې د ده په پېچ و خم ونغاړه او يقين وكړه چي شيران ښكاري غواړي دې لار كښې دميږو نه ياري په دې يارۍ له ځانه ځان خبر كړه اې جبرئيله! پيدا بال و پر كړه ډېر ته د عقل په نظر وګوره په تماشه د "احد" ځان خبر كړه او خپل نصيب له پيرهنه واخله بوى په كنعان كښې له يمنه واخله خودي اكثر ښكار كوي لمر او سپوږمۍ په خپل تدبير ګېروي لمر او سپوږمۍ لكه اور ځان په دې جهان ورګډ كړ شور په مكان او لا مكان ورګد كړ (3) سوال دا د ممكن واجب وصال څه دى؟ د دې نزدو او لري حال څه دى ځواب درې مخى دا جهان د چون و چند دى عقل د دې د بېشه و كم كمند دى دا د اقليدس و طوسي جهان دى زموږه عقل ته كافي جهان دى اعتباري زمان مكان دى د دې اعتباري مځكه اسمان دى د دې لينده دي را كاږه آماج و مومه نكته په دې كښې د معراج و مومه نشته مطلق په دې دير مكافات صفا مطلق دى يو نور السمٰوْت حقيقت لا زوال و لا مكان دى مه وايه بيا چي عالم بې كران دى ساحل يې "ننه" دى "بهر" نه دى ننه كم زيات زېر و زبر نه دى د دې "دننه" نه بالا نه زير دى ولي "ماهر" د دې وسعت پذير دى خرد ابد سره نا سازګار دى "يو" دى په سترګو كښې د ده "هزار" دى دا ګوډ سكون غواړي آرام لټوي مغز پرېږدي پوټخى عام لټوي ده حقيقت په سل حصو تقسيم كړو څه يې په "تلو" په اورېدو تقسيم كړو په لا مكان كښې يې مكان پيدا كړو وخت يې تر ملا لكه ترګ وتړلو په خپل ضمير كښې يې وخت ونه ليدو په ورځو، شپو، لمر او سپوږمۍ پسې شو دا ورځي شپې دي حقيقي مه ګڼه د "كم لبثتم" په مطلب اورسه له ګڼې خوا ته شه د ځان په خوا شه خپله په خپل ضمير دننه راشه جان و بدن ته دوه ويل كلام دى جان و بدن جدا ليدل حرام دى په روح كښې راز د دې جهان سنبال دى بدن نور څه دى خو د ژوند يو حال دى معنٰى په شكل د صورت كښې راغله خپل نمايش ته يې جامه واغوستله حقيقت خپله څو پردې جوړوي ښه په تكليف را وتل خوند وركوي فيرنګي جان و تن جدا وليدو نظر يې بيل دين و دنيا وليدو كليسا خپلې تسبيح بيلي شماري د حاكمۍ سره څه كار نه لري د حاكمانو كار له مكر و فنه تن يې بې جانه دى او جان بې تنه دې د عقل سره همسفر كړه لږ د تركانو په ملت نظر كړه د فيرنګي په خوله له ځانه بيل شو دين و دنيا يې يو ځاى ونه ليدو "يو" مو دا رنګې سل ټوټې وليدو چي دې شمېرلو ته مو شمېر پيدا كړو دنيا يو موټى خاوره ده پرته ده د يو پاك ذات د سرګذشت ټوټه ده حكيم له مړو خاورو صورت رغوي دمِ عيسٰى يدِ بيضا نه لري په دې حكمت كښې مي زړه هيڅ نه ويني ځان ته يو بل نوى حكمت لټوي زه وايم دا جهان يو انقلاب دى زړه يې ژوندى دى او په پېچ و تاب دى له دې شمېرلو له شمېرونو تېر شه ځان نه خبر له جهانونو تېر شه په دې جهان چي جزو له كل فزون دى خيال د رازي او د طوسي جنون دى يو زمانه د ارسطو اشنا شه يوه لحظه د بيكن هم نوا شه مګر له دې مقامه مخكښې تېر شه د دوى له صبح و شامه مخكښې تېر شه په دې خرد چي بېش و كم پېژني دننه زړه د كان و يم پېژني دغه جهان د چون و چند قبضه كړه ماه و پروين ته دي كمند حلقه كړه بيا بل حكمت زده كړه د دې د پاڅه د ورځو شپو له مكره ځان وباسه د تا مقام له زمانې بهر دى ښى دى د كيڼ له بهانې بهر دى [ ((( (4) سوال قديم محدث به په څه شان جدا شو چي يو عالم شو او دا بل خدا شو؟ كه هم معروف هم عارف ذات پاك دى په څه سودا اخته دا مشت خاك دى؟ ځواب دخودۍ ژوند دا دى چي بل پيدا كړي معروف له ځانه خپل عارف جدا كړي قديم، حادث زموږ د شمار جادو دى زموږه شمار د دې روزګار جادو دى تل د پرون او صبا شمار كوو موږ په "دى" او "وو" او "وي به" كار كوو موږ له هغه لرې تلل فطرت دى زموږ نه رسېدل او سول فطرت دى زموږ نه زموږ زړه له ده فرار كواى شي له نه دى بې له موږ قرار كواى شي نه موږ بې ده، نه دى بې موږ څه حال دى؟ فراق زموږ فراق دى هم وصال دى جدايي خاورو ته نظر وركوي وښو ته دروند وجود د غر وركوي جدايي ميني ته آئينه وركوي جدايي ځكه عاشقان خوښوي كه موږ زنده يو نو د دې په وجه كه پاينده يو نو دې په وجه نه هغه راز يو د الله د مقام دوه ګواهان يو موږ زما د دوام خلوت جلوت كښې هر ځي نور د ذات دى د انجمن ميانځ ته راتلل حيات دى محبت بې ګڼې جهان نه ويني بې انجمنه دى خپل ځان نه ويني زموږ محفل كښې تجلي وګوره دنيا ناپيده دى پيدا وګوره در و دېوار د خوا و شا نشته دى دلته څوك بې له ده او ما نشته دى كله خپل ځان له موږه بيل خوښوي او كله موږه لكه ساز ږغوي كله يې د كاڼي نه بتان جوړوو كله په ناليدو سجدې وروو كله پردې يې د فطرت څيري كړو د چا جمال بې باكانه و وينو دا څه سودا دا موټى خاوره لري داسي سودا چي ترې نه نور ورېږي داسي سودا چي له فراقه يې ژاړي بيا هم له دغې اميدونه غواړي دغه فراق داسي صاحب نظر كړو چي خپل ماښام يې په خپل ځان سحر كړو نو دوى ته يې غم د امتحان وركړو غم خو يې زوړ ؤ عېش يې ځوان وركړو له لوندو سترګو يې ګوهر را ټول كړل له ترخې وني يې ثمر را ټول كړل خودي را جوخته كلكه غېږ كښې نيول فنا بقا په يوه تله تلل مينه؟ ځولۍ كښې مقامات غونډول مينه له هري انتها تېرېدل مينه څه مينه د انجام نه لري د دې سحر چرته ماښام نه لري لار كښې د عقل پېچ و خم شته دى نو د فروغ پكښې يو دم شته دى زر جهانونه چي دې لار كښې راځي زموږه لارې كله سر ته رسي اې مسافره! تل ژوندى يه تل مره دنيا چي مخې ته درځي خپلوه په دې درياب كښې ډوبېدل مو نشته كه جهان خپل كړو وركېدل مو نشته خو دى خودۍ كښې ځايېدلاى نه شي خودي له ځانه بېلېدلاى نه شي (5) سوال زه آخير څوك يم؟ ما له "ما" خبر كړه څه معنا "خپله خپل ځان كښې سفر كړه" ځواب خودي تعويذ د حفظ كاينات دى ړومبۍ جلوه د ده د ذات حيات دى ژوند چي له خوږه خوبه رو بيدار شي د زړه دننه يو وي يو بسيار شي زموږ په وجه د هغه كشود دى او د هغه په پاك زموږ نمود دى زړه يې درياب دى نا پيدا كنارې هره قطره يې بې قراره څپې ساز و برګ و شكيبايي نه لري بې له افرادو پيدايي نه لري خودي بڅرى دى او اور حيات دى لكه د ستورو يې سفر ثبات دى له ځانه نه اوري او واړه ويني د انجمن مينځ كښې يوازي اوسي ګوره له ځانه يې تاوېدل وګوره په خاورو خټو رغړېدل وګوره له سترګو لري ها و هو كوي څه جستجو د رنـګ و بو كوي د زړه له سوي په جست و خېز اخته دى له خپله ځانه په ستيز اخته دى د ژوند نظام په دغه جنـګ چليږي، له موټي خاورو آئينې جوړيږي د دې جلوو نه يې خودي ورېږي له دې دريابه يې ګوهر را خيزي پرده خودۍ ته دا خاكي پيكر دى په دې پيكر كښې پټ ختونكى لمر دى زموږ سينه كښې د دې لمر خاور دى زموږ د خاورو رڼا دا ګوهر دى ته وايې څوك يم؟ ما له "ما" خبر كړه" څه معنا؟ خپله خپل ځان كښې سفر كړه زه وايم ربط د تن و جان څه شى دى؟ خپل ځان كښې وګوره چي ځان څه شى دى؟ ځان كښې سفر بې پلار ومور زېږېدل ستوري له بامه د اسمان شو كول ابد په يو پرېشانۍ خپلول بې پلوشو له لمره ښه ښكارېدل طمع او ويره لكه نقش وينځل لكه كليم د سمندر زړه چول د ملك و بحر و بر جادو ماتول په يوه ګوته د سپوږمۍ زړه چول له لا مكانه داسي بېرته راتلل زړه كښې هغه او دنيا لاس كښې راوړل ولي د دغه راز ويل مشكل دى ويل ټيكرى دى ښيښه ليدل دى زه به څه و وايم د "زه" د دنيا په خپله ولوله "انا عرضنا" مځكه آسمان د ده له زوره رپي زمان مكان د ده له شوره رپي د ده مقام د بنيادم زړګى شو د موټي خاورو په قسمت كښې دى شو جدا له نورو وابسطه له نورو په ځان كښې ورك او پيوسته له نورو په موټي خاوره كښې د خيال جهان دى چي بې زمانه دى او بې مكان دى هم زنداني دى هم آزاد دا څه دى؟ خپله هم صيد دى هم صياد دا څه دى؟ يوه ډيوه ده په سينه كښې د تا دا څنګه نور دى آئينه كښې د تا بې پروا مه شه ته د دې آئينې څومره كم عقل يې چي ځان نه وينې ((( (6) سوال چي زيات له كله دى دا څنګه جز دى؟ او دغه جز په كومه لار شي مونداى؟ ځواب خودي زموږ د اندازې نه تېره خودي د تا ليدلي كل نه ډېره پاس له اسمانه را ورېږي خيژي د دنيا بحر كښې ډوبيږي خيژي بې له دې داسي خود نګر نشته دى د بې وزرو دومره پر نشته دى په سل تيارو كښې اوسي نور په غېږ كښې بې له جنته اوسي حور په غېږ كښې په خوږو ټكو پاك سترا وينځلي د ژوند د تل نه جواهر واخلي د ژوندون زړه به همېشه ژوندى وي تا ته په سترګو زمانې ښكاريږي د ده تقدير د "شته" او "ؤ" مقام دى د ځان ساتو او د ښيو مقام دى څه غواړې څه نه دى او څه نه نه دى د ده تقدير بهر د ده نه- نه دى د "څه" او "څنګه" له جګړې اوزګار دى باهر مجبور دى اندرون مختار دى دغه د بدر د سلطان فرمان دى ايمان دى جبر و قدر تر ميان دى خلګو ته قيد د پابندو وايي بنده د لرې د نزدو وايي ولي دا روح دم جان آفرين دى دومره جلوې لري خلوت نشين دى د دې د جبر بيان شوى نه دى چي د آزاد بنديوان شوى نه دى د كم و كيف جهان يې شا ته پرېښو د مجبورۍ نه مختارۍ ته لاړو چي له خپل ځانه مجبوري وڅنډي او خپل جهان لكه ناقه وشړي آسمان بې حكمه د ده نه ګرځېږي ستوري بې لطفه د ده نه ځليږي يو ورځ بېباكه د زړه راز څرګند كړي په خپلو سترګو خپل جوهر و ويني نوريان همه ورته قطار- قطار وي په انتظار ولاړ د ده په لار وي له ده توى شوي يو څو څاڅكي واخلي د ده په خاورو دى خپل مس كېميا كړي كه لار د ده د كتو غواړې دا ده لږ تر مقام د ها و هو را كوز شه دا ورځ او شپه دى په ابد اووله سوړ اسويلى دي په خرد اووله خرد پنځه واړه حواس اسره كړي او اسويلي له سينې اور اخلي خر د جز وګوري اسويلي كل نيسي خرد به مري او اسويلي به نه مري خرد ابد را ځايولاى نه شي د ګړۍ ستنه ده وختونه شمېري ورځې او شپې او سحرونه جوړۍ لمبې ترې پاتې شي بڅري ټولۍ په اسويلو كښې خزانې پرتې وي په يو لحظه كښې يې زمانې پرتې وي خودي چي ټول خپل ممكنات څرګند كړي غوټۍ د زړه په خپل طاقت و سپړي كوم نور چي ويني هغه ته نه لرې اني يې شميرې او فاني يې شمېرې مرګ كه راځي مرګ دي راځي بېباكه پخه خودي شي له مرګونو پاكه له دې راتلونكي مرګه نه وېرېږم دا لا بل مرګ دى چي ترې زه رپېږم د عشق د ميني له مستۍ پرېوتل خپلو بڅرو نه اور نه لګول په خپلو لاسو خپل كفن جوړول په خپلو سترګو ځان ته مرګ لټول ستا په تلاش كښې دغه مرګ اخته دى له دې وېرېږه چي مو مرګ دغه دى قبر د تا له خپل بد نه جوړ كړي منكر نكير د زړه دننه جوړ كړي ((( (7) سوال مسافر څنګه وي رهرو څه شى دى؟ زه چا ته و وايم پوره سړى دى؟ ځواب كه د زړه خوا ته سترګې غړوې خپله سينه كښې به منزل ووينې دغه په ناستي كښې سفر كول دي دغه له خپله ځانه ځان ته تلل دي هيڅوك خبر نه دى چي موږ چرته يو لمر او سپوږمۍ ته په نظر نه راځو انتها مه غواړه پايان نه لري چي انتها ته رسي ځان نه لري موږ پاخه مه ګڼه تر اوسه خام يو په هر منزل تمام او نا تمام يو تر انتها نه رسېدل ژوندون دى نه ختمېدونكى سفر تل ژوندون دى كړو له ماهي تر ماهه موږه جولان د لاري ګرد مو دې زمان و مكان ځان نه تاويږو ځان ښيل غواړو موږ د وجود د سمندر څپې يو هر وخت د خپل ځان په كمين كښې اوسه له شكه تښته په يقين كښې اوسه د محبت د تاب فنا نشته دى او د يقين څه انتها نشته دى د ژوند كمال د عين ذات ليدل دي لا د يې له قيده د مكان وتل دي داسي د حق سره خلوت نشين يې چي هغه تا ويني او ته دى وينې من يراني" په رڼا- رڼا شه پكښې ورك نه شې سترګې مه زنبوه محكم تېرېږه د هغه په حضور دوبېږه مه په سمندر كښې د نور ذرې ته داسي اضطراب و بخښه چي يې د لمر حريم كښې و ځلوه داسي د يار په جلوه ګاه كښې سوځه چي ځان څرګند او هغه پټ بلوه چا چي عالم "وليد" هغه امام دى زه "ته" نيمګړي يو هغه تمام دى كه هغه نه مومي تلاش يې وكړه كه هغه و مومي لمن يې نيسه د شېخ، فقيه او ملا لاس مه نيسه له دام و جاله غافل مه تېرېږه د ملك و دين كار ته هغه پيدا دى چي موږ ړانده يو او هغه بينا دى لكه خورې پلوشې ختى لمر وي د ده په هر وېشته كښې يو نظر وي فيرنګي ايښى دى دستور جمهوري د ديو له غاړي يې رسۍ پرانستي نغمې يې نشته دي او ساز نه لري بې طيارې نه ځي پرواز نه لري له دې باغونو پټى وران ښه دى د دوى له شهره بيابان ښه دى دوى رهزنان دي كاروانونه ګوري او خپلو خېټو ته نانونه ګوري روح يې ويده دى او بدن بيدار دى دين و دانش يې خوار هنر كښې خوار دى د عقل كار كفر كافر كول دي د فيرنګيانو فن سړي څيرل دي د بل خوړو ته هر ټولى تيار دى خداى يې ملګرى شه كه دا يې كار دى د مغرب خلګو ته مي دا پيغام دى چي خلـګ تېغ دى تېغ بې نيام دى داسي شمشير دى چي سرونه وهي او مسلمان او كافر نه پېژني په خپل غلاف كښې په آرام نه اوسي د ځان او يا د جهان سر پرېكوي (8) سوال كومه نكته بيانوي اناالحق؟ كه بې معنا ګڼي دا رمز مطلق؟ ځواب د انا الحق نكته به بيا و وايم هند و ايران ته به رښتيا و وايم په بتخانه كښې برهمن څه اووې "ژوند اوغلېدو له ځانه "زه" يې اووې الله ويده شو ترې نه موږ پيدا شو د ده له خوبه موږه اوښكارېدو دا خوا دېخوا لاندي باندي خوب دى دا شوق د تللو مخ په وړاندي خوب دى دا زړه او عقل نكته بين هم خوب دى ګمان او فكر او يقين هم خوب دى د تا بيداري سترګې مړې ويدې دي د تا كارونه او ګفتې ويدې دي كه را بيدار شو هغه بيا څوك نشته د شوق د ميني د سودا څوك نشته عقل قياس نه رڼايي اخلي قياس و حواسو باندي كار چلوي كه حس بدل شو دا عالم بدل دى سكون او سير و كيف و كم بدل دى وېلاى شو ملك و رنـګ و بو نشته دى زمين اسمان و كاخ و كو نشته دى وېلاى شو دا چي افسانه ده خواب دى د هغې پورته ذات د مخ نقاب دى وېلاى شو دا د پوهېدو جادو دى د غوږ د سترګو د پردو جادو دى خودي د رنـګ و بو له ملكه نه ده نه د حواسو په اسره پرته ده سترګي د دې حرم ته لار نه لري نظر له دې سره څه كار نه لري شمير يې په ورځو د فلك نه دى مل يې تخمين او ظن و شك نه دى كه خيال كوې چي "زه" وهم و ګمان دى له د هغې او د دې په شان دى دغه كونكى د ګمان څوك دى زړه كښې دننه بې نشان څوك دى جهان څرګند دى او دليل غواړي د جبرييل فكر هم نه ور رسي خودي ده پټه او دليل نه غواړي خيال وكړه، پوه شه، دا څه راز كېداى شي حقه خودي باطله ونه ګڼې پټى د بې حاصله ونه ګڼې پخه خودي چيري زوال نه لري فرق د مين هجر و وصال نه لري بڅري تېز الوزولاى هم شي دا سوى يې لا زوال كولاى هم شي حق ځان ته خپل دوام ګټلى نه دى ده پيدا كړى او كتلى نه دى دوام هغه دى چي په سوال غوښتى ځان په خپله مسته مينه شي جاودان دا كوه و دښت و منزل هيڅ نشته دى خودي باقي ده او بل هيڅ نشته دى څه د منصور شنكر له كاره غواړې مولا به هم په خپله لاره غواړې په ځان كښې ورك شه خودي ولټوه اناالحق وايه د خودۍ مل اوسه (9) سوال څوك د وحدت له رازه ښه خبر شو؟ چي څوك خبر شو نو له څه خبر شو؟ ځواب د آسمان لاندي ځاى د زړه خوښيږي خو د دې لمر او سپوږمۍ زر مړه كيږي د آفتاب لاش دى د ماښام پر اوږو د سپوږمۍ سپين څادر كفن د ستورو غرونه الوزي لكه رېګ روان وي درياب لحظه په لحظه بل بل شان وي باد د خزان اخته د ګل په ښكار دى مرګى ولاړ د قافلې پر لار دى شبنم لاله ته ګوهر پاتې نه شو تاج يې د اوښكو پر سر پاتې نه شو نا اورېدلې نغمې چنګ كښې مري بڅري نه وتى په سنګ كښې مري څه به پوښتې عالم ګيري د مرګي زه او ته دواړه ځنځيري د مرګي غزل مرګ يې تريخ شراب د هر يو جام كړو څومره بې دردۍ سره يې عام كړو يو تماشه ګاه يې د مرګ جوړ كړو ملك د لمر سپوږمۍ يې ورته نام كړو يو نفس كه خوى د تېښتي واخستو رو په جادوګر نظر يې رام كړو ما نه قرار څه غواړې چي زړه مي يې بند په هېر و پېر كښې د ايام كړو چاك د دې خودۍ سينه كښې وساته روڼ په دغه ستوري يې ماښام كړو دا جهان ټول د ډوبېدونكو ځاى دى د ستړو- ستړو مسافرو سراى دى زړه مو تلاش كښې د باطل نه اوسي غم مو سينه كښې بې حاصل نه اوسي دلته محفوظه هر آرزو لرو موږ مزې د شوق د جستجو لرو موږ دا خودي لازوال كېدلاى هم شي دغه فراق وصال كېدلاى هم شي ګرم نفس مو بلواى ډيوې شي د اسمان څيري ګرېوان بيا ګنډاې شي رب ژوندى بې ذوقِ سخنه نه دى جلوې لرې بې انجمنه نه دى چا دا جلوې ځيګر كښې و ځايولې چا دا بادې ساغر كښې و ځايولې د چا په زړه حسن د خوبي كتى شي چا نه دا لمر او دا سپوږمۍ تاويږي له كوم خلوته د "الست" آواز دى "بلٰى" را وتې بيا د چا له ساز دى ميني څه اور زما په خاوره ګډ كړو نوا مي څو پردو ته اور ورته كړو چي موږه يو د ساقي جام چليږي او په مجلس كښې يې ګرمۍ پاتي دي زړه مي د ده په تنهايي وسولو د ده مجلس ته مي رونق را غونډ كړو لكه دانه خپله خودۍ كرمه د ده دپاره يې ژوندۍ ساتمه خاتمه ته تېره توره يې بهر را ووزه لږ له نيامه لاس په سر را ووزه خپل قوتونه را برسېر كړه ته لمر او سپوږمۍ ستوري را ګېر كړه ته يدِ بيضا دى له استين بهر كړه شپه د رڼا ورځ د يقين په لمر كړه څوك چي په ويښو سترګو زړه ته ګوري كري بڅري او بيا ستوري رېبي زما له زړه ختى بڅرى واخله لكه رومي ګرمه زما نوا ده كني د نوي تهذيب اور خپل كړه بهر روښانه شه دننه ومره ((( بندګي نامه بندګي نامه سپوږمۍ خپل رب ته يوه ورځې اووې زما رڼا دا توري شپې ورځې كړې څو خوږې شپې وې چي بې ورځو شپه وم د زمانې زړه كښې ويده پرته وم ستوري زما په مرحلو كښې نه وو او ګردشونه زما پښو كښې نه وو نه مي صحرا ته آئينې وركولې نه مي بحرونو ته څپې وركولې اُف دا فيرنګ او دا جادو د وجود اُف دا رڼا او دا خواهش و نمود له لري لمر نه مي رڼا واخسته بيا مي دې مړو خاورو ته وبخښله دا رڼې خاورې چي يې ورك فراغ دى د غلامۍ نه يې مخ داغ په داغ دى بنيادمان يې جال كښې نښتي ماهي چي يزدان وژني او آدم ښكلوي تا د يو آب و ګل بنده كړمه زه په دې طواف دي شرمنده كړمه زه دا ځاى له خپل نوره خبر نه دى دا ځاى لايق د سپوږمۍ لمر نه دى دا په دې شنه فضا كښې تار په تار كړه او موږ نوريان د دې نه زر اوزګار كړه يا مي له دې خدمته زر رها كړه يا له دې خاورو بل آدم پيدا كړه زما رڼا سترګې ړندې ښې دي خدايه په دې ملك كښې تيارې ښې دي د غلامۍ نه زړه بدن كښې ومري په غلامۍ كښې روح په جسم بار شي د غلامۍ نه ځوان ځلمى بوډا شي د شين زمري بې وخته غاښ پرېوزي په غلامۍ كښې ملت تار په تار شي دى له هغه هغه له ده بېزار وي يو په سجده كښې وي او بل په قيام لكه د جمع لمونځ بغير له امام هر يو د بل سره په جنـګ اخته وي او هر يو ځان ته نوى غم كړه وي د حقې مل ځلمى زنار وتړي يكتا ګوهر يې له قېمته پرېوځي څانګې يې پاڼي او ثمر نه لري ژوند يې بې مرګه بل اثر نه لري كور ذوقه زهر لكه نوش خوښوي بې مرګه مړ ځان په اوږو ګرځوي د ژوندون قدر آبرو نه پېژني لكه د خرونو په وښو پسې مري ممكن يې وګوره محال يې ګوره تللي راغلي ماه و سال يې ګوره ورځي يې د ورځو په ماتم تېريږي رو يې له شګو نه قدم تېريږي شاړه صحرا لشې لشې لړمان غټ غټ ميږي د سرو مارانو ښكاريان سوى صرصر و سور دوزخ له اوره سپېرې څپې له نامراده كوره په سره هوا كښې د بڅرو شعلې لمبې لمبو نه چار چاپېره لمبې ترخو لوګو كښې سره او توره هوا د تندر ګړځ د دريابونو غوغا په كنارو كښې يې ماران په قهر چجې چجې ماران او زهر زهر له لېوني سپي نه چيچونكې لمبې بند په بند سوونكې وېروونكې لمبې په داسي قهر كښې سل عمره ژوندى د غلامۍ د يو لحظې نه ښه دي د غلامانو د فنون لطيفه بيان كښې موسيقي د غلامۍ فنونه دي مرګونه زه به څه و وايم له دې فسونه د ژوند له اوره يې نغمې خالي دي لكه څپې د ژوند دېوال نړوي د غلام زړه كښې په هر خوا تېرې وي لكه د ده د ده نغمې ويدې وي زړه يې مړژواندى دى او شون نه لري ذوق د صبا مزه د نن نه لري د زړه رازونه يې آواز كښې ښكاري يو مړه دنيا د ده په ساز كښې ښكاري بې ساه، ناتوانه او زار زار به وكړي له دنيا لاس ختى بېزار به وكړي سرې اوښكې سترګو ته د ده رانجه دي د اودرېدو نه تښتېده ترخه دي را نغښتى مرګ د ده ساز دى او بس نشت يې پټ كړى په آواز دى او بس نشته! زمزم په دې حرم كښې نشته بل څه بې مرګ يې زېر و بم كښې نشته د زړه نه سوز وركوي غم وركوي زهر جامونو كښې د جم وركوي غم په دوه قسمه دى اې وروره! واوره د زړه ډيوه په دې لمبه بله كړه يو هغه غم دى چي كوم غم آدم خوري يو هغه غم دى چي هر رنګې غم خوري دا دويم غم چي زموږ هم دم دى روح مو آزاد په ده له هر يو غم دى ده كښې دى شور و شر د غرب و د شرق هر يو موجود په دې درياب كښې دى غرق چي كله كله دى پر زړه دېره شي زړه يو خوره بې كنارې چپه شي په دغه راز غلامي نه پوهيږي له دغه غمه يې نغمې تشې دي نه وايم دا چي يې نوا خطا ده كونډې ته دا رنګې ژړا روا ده نغمه د تندر د سېلاب غوندي وي چي له زړګي جمله غمونه يوسي نغمه په كار ده لېونتوب پاللي د زړه په وينو كښې په اور لړلې چي يې په نم باندي نغمې لوييږي او خاموشي يې يوه برخه كيږي پوه يې؟ سرود هغه مقام ياديږي چي پكښې بې ټكو كلام ټوكيږي سپينه نغمه بله ډيوه د فطرت د دې معنا نقش بندي د صورت معنا خبر نه يم له كومي راغله خو رنـګ يې پېژنم زما اشنا ده كه معنا نه لري نغمه نو مړه ده د زړه له سوزه بې پروا ويده ده د معنا راز پير رومي څرګند كړو فكر مي ده ته په سجدو پرېوتو "معنا هغه ده چي پوره واخلي تا له هره نقشه بې نيازه كړي تا معنا دا نه ده چي تا كور و كر كړي په صورتونو ښخ د تا نظر كړي" زموږ مطرب دا نوا ونه ليده نقش يې خوښ كړو او معنا يې پرېښوه ((( مصوري دا عجيبه "صورت ګري" ده خلقه ابراهيمي، نه آذري ده خلقه بوډا راهب جال د هوا و هوس رنګين دلبرو شين مارغه د قفس يو شهنشاه د يو فقير مخې ته كوهستانى د لرګو بار پر اوږه يو نازنين د بتخانې په خوا كښې جوګۍ يوازي په خوره صحرا كښې بوډا د خپلي ضعيفۍ نه داغ داغ چي يې په لاسو كښې مړ كيږي څراغ يو مطرب مست په بېګانوو نغمو چي تا ريې سست شي د بلبل په چغو ځلمى د مست نظرو غشي نخښه ماشوم سور شوى د بابا پر اوږه د هر قلم په خوله مضمون د مرګ دى يو افسانه ده او افسون د مرګ دى علم حاضر سجده فاني ته ګوري شك زياتوي له زړه يقين تښتوي بې له يقينه تحقيق نه شي كېداى بې له تحقيقه تخليق نه شي كېداى د بې يقينه زړه سينه كښې رپي او نوى نقش ورته ګران ښكاريږي له خودۍ لرې دى بيمار دى او بس خلګو پسې روان په لار دى او بس خيرات د حسن له فطرته غواړي رهزن دى لاره د تش لاسو وهي ځان نه بهر حسن كتل خطا دى څه چي په كار دى تا كښې دى د تا دى چي نقش ګر قلم فطرت ته وركړي خپل ځان فنا كړي او د بل په لاس شي يو لحظه هم له ځانه رنـګ وا نخلي په شيشه خپل كاڼى ونه ازمايي فطرت اووه رنګه څادر اغوستى كښېني د ده په كاغذ ګوډ پښې ماتې د پتنګ زړو كښې يې هم سون نشته دى د صبا عكس يې په نن نشته دى نظر يې وتې له افلاكه نه دى زړه په سينه كښې يې بېباكه نه دى خاكسارو بې حضور و شرمګين دى باقي له صحبت روح الامين دى خيال يې ناداره او بې ذوق ستيز د اسرافيل آواز يې بې رست و خيز ځان چي آدم كله خاكي و شميري د يزدان نور د ده په زړه كښې ومري چي له خپل ځانه بهر دا موسٰى شي لاسونه يې نور شي او رسۍ عصا شي د ژوند قوت بې له اعجازه نه دى خو څوك خبر له دغه رازه نه دى هغه ژوندى چي په فطرت څه زيات كړي زموږه سترګو ته خپل راز وښايي ګرچه درياب يې احتياج نه لري زموږ چينې ورته خراج رسوي يوسي آرام د زمانې له زړه نه هر يو نګار واخلي ژوندون د ده نه حور يې له حوره د جنت بهتر دى د دې بتانو نه منكر كافر دى پيدا كړى نوى كاينات پيدا كړى مړه شوو زړونو كښې حيات پيدا كړي بحر يې موج سره ټكرې وهي څپې يې دې خوا ته ګوهر غورځوي له خپلو ډكو خزانو چي لري د هر يوه تشه لمن ډكوي د ده فطرت د ښه او بد عيار دى د ده صنعت د دې آئينه دار دى هم ابراهيم( دى دې او هم آذر دى هم بت شكن دى دې او هم بتګر دى هره ذره بنا صفا غورځوي او موجوداتو ته ځلا وركوي په غلامۍ كښې تن له جانه تش شي له تش بدنه به څوك څه وويني ذوق د ايجاد او د نمود ترې ورك شي آدم له ځانه بې خبره سپك شي كه جبرئيل هم څوك يو ځل غلام كړي د آسمانونو نه به كوزه پرېوزي د غلام كار تقليد او آذري ده جدت د ده په خيال كښې كافري ده تازه تازه يې د زړه شك زياتوي زاړه زاړه او وران او وران خوښوي تيارو ته ګوري آينده نه ويني د منجاور غوندي په قبر پايي دغه هنر د تمنا فنا دى دننه سخا دى او بهر صفا دى هوشيار مرغى پكښې ځان نه نښلوي كه څوك جالونه د رېښمو جوړ كړي د غلامانو مذهب د غلامۍ مينه مذهب جدا وي د ژوند ګبين يې بې مزې وي سخا وي مينه توحيد اول په زړه وهل دي بيا پكښې حل د هر مشكل كتل دي د غلام مينه بس د خولې خبرې د خولې خبرې او له كاره لري د شوق كاروان يې بې له ذوق د رحيل بلا يقين او بې سبيل او دليل دين و دانش غلام ارزان وركوي بدن ژوندى ساتي او ځان وركوي څه كه په شونډو يې د خداى نامه ده فرمان روا طاقت د ده قبله ده طاقت قوت يې بافروغه دروغ چي پيدا كيږي تر دروغ او دروغ څو يې سجده كوې دا بت مولا دى چي ترې نه ودرې فاني فنا دى هغه خداى نان وركوي جان وركوي دغه خداى نان وركوي جان تښتوي هغه خداى يو دى او دې سل ټوټې دى هغه د هر چا خپل دى دې پردې دى هغه علاج د سوز او غم او فراق دا خداى خبري او جګړې او نفاق دا خداى د ځان سره بنديان خوګر كړي سترګي او غوږ او هوش يې ټول كافر كړي چي په بنده پوره د ده اختيار شي جان يې له تنه په تن كښې ويزار شي بې ساه ژوندى وي او ژوندى وي بې ساه درته بۀ وښيم رنګينه معنا دا مړه كېدل او دا حيات د نفس واړه څو اعتبارات دي او بس ماهي ته غر نشته صحرا نتشه دى مرغۍ ته تل نشته دريا نشته دى كوڼ د نوا په معنا نه پوهيږي په خوند د صوت و صدا نه پوهيږي ړانده په صوت و په صدا مستيږي او له رنګونو بې پروا تېريږي روح وي د حق سره زنده پاينده كني نو ده ته مړه هغه ته زنده چي "حي لا يموت" دى هغه حق دى حيات د حق سره حيات مطلق دى چي ژوند بې حقه تېروي مردار دى د دې ژوندي سړي ماتم په كار دى ډېر د ليدو يې له نظره پټ وي زړګى يې شوق د انقلاب نه لري د مشتاقۍ سوز يې كردار كښې نشته د آفاق نور يې په ګفتار كښې نشته تنـګ يې مذهب وي كله تنـګ يې آفاق د شپې نه زيات توره تياره يې اشراق ژوندون يو بار ښكاري د ده پر اوږو مرګ لويوي ځان ته په خپله جولو مينه د ده په خوا كښې وي آزرده اور يې په يخو اسويلو افسرده لكه چينجى د خټو تل كښې اوسي لمر او سپوږمۍ او آسمان نه پېژني له غلام مينه د ديدار مه غواړه په غلامۍ كښې زړه بيدار مه غواړه سترګو يې د هيڅ ليدو كوشش ونه كړو ډېره يې وخوړه ويده شو مړ شو حكمرانان كه تر يو بند پرانزي روح ته يې نوري زولنې واچوي غوټه په غوټه آئينو نه جوړ كړي لكه د زغري يې در واغوستوي كينه او قهر شور و شر ور وښيئ له ناڅاپي مرګه خطر ور وښيئ چي د غلام له ځانه لاس وخيزي او په سينه كښې يې آرزو ويده شي ق بيا نوي خلعتونه وركړي د ده په لاس كښې څو كارونه وركړي مهرې په ځاى ځاى رسا ورسوي او خپل پياده تر باچا ورسوي په نعمتونو يې رنـګ رنـګ شي راكړي په نن يې موړ كړي ترې نه هېر صبا كړي بدن يې دروند شي د باچا په مهر او روح يې ورك شي په سختۍ په قهر كه يوه روح ته پرې آزار رسيږي ښۀ ده كه ښار ښار بدنونه مړه شي زولنې پښو كښې نه دي زړونو كښې دي ګران دا غمونه په غمونو كښې دي ((( د آزادو آبادۍ وخت كړه لږ تېر له تېرو خلګو سره د آزادانو صنعت هم وګوره كار د ايبك او د سوري ووينه كه زړه لرې سترګې دي وغړوه ځان يې له ځانه را بهر څرګند كړو عالم يې ټول په تماشه ودرېدو كاڼي يې د كاڼو سره ولګول اوږده وختونه يې په لمحو وتړل په يو ديدن باندي به تا پوخ كړي له دې جهانه به د بل ته يوسي نقش به خبر د نقش ګر وركړي د ده د زړه نه به خبر وركړي بلنده طبعه او همت مردانه د كاڼو زړونو كښې لعلونه دي دوه دا سجده ګاه د چا دى؟ دا مه پوښته ناپوهه! تن نه حال د ساه مه پوښته زه خو له خپل ځانه حجاب كښې پروت يم او د فرات په كناره تږى يم زه خو له جړې او له وېښه وتى لرې له خپله ځايه وچ پرېوتى بې له يقينه زړه محكم نشته دى د يقين څانګو كښې مي نم نشته دى په ما كښې ذوق د الا الله نشته دى سجده شايان د دې درګاه نشته دى يو ځل هغه ګوهر ناب وګوره تاج پلوشو كښې د مهتاب وګوره مرمرۍ تېز ځي له روانو اوبو يوه لحظه تېره تر زمانو د سړو ميني خپل اسرار ويلي كاڼي يې په څوكو د بڼو پېيلي د سړو مينه له جنته خوږه د كاڼو خښتو نه وباسي نغمه د سړو عشق دى د خوبانو معيار هم پرده در د حسن هم پرد دار همت يې پورته له آسمانه تېر شو د چون و چند له دې جهانه تېر شو چي ټول ليدلي يې په خوله نه راتلو زړونه يې په بله طريقه وسپړدو له محبته جذبې پورته خيژي ناكاميابيان پر كاميابۍ اخلي بې محبته ژوند ماتم دى او بس كار يې ناكاره نا محكم دى او بس محبت عقل ته صيقل وركوي مينه له كاڼي آئينه جوړوي زړګي لرونكو ته سينا وركوي دمِ عيسٰى، يدِ بيضا وركوي شكست خورده ورته ممكن او موجود دى خوږ او تريخ تمام جهان د نمود زموږه خيال ګرم د ده په نار دى پيدا كول ژوندي كول يې كار دى عشق هر څه، هر بنيادم ته بس دى يوازي دى همه عالم ته بس دى دلبري بې قهري جادوګري ده د قاهرۍ سره پيغمبري ده دواړه د يو بل مشغولا كړه ميني جوړه دنيا كښې يو دنيا كړه ميني * ځنګل * مكاري. ( ټګي * ساده، صفا * پرېشان. ( هغه تسمه چي ښكاريان ورپوري ښكار تړي. * كناره * و ازمايه * زنار ( ښكار * اخلي، خريدن * زيات * بې غمه * اور * هغه 1 دوه برخه. 2 مداري توب. * پته. ( پياله ( منډه. --------------- ------------------------------------------------------------ --------------- ------------------------------------------------------------ از كلياتِ فارسي زبورِ عجم زبورِ عجم از كلياتِ فارسي 606 607