جاويد نامه ژباړه امير حمزه شنوارى فهرست شمېر سرليك مخ 1. مناجات 559 2. آسماني تمهيد د ازل په ړومبۍ ورځ آسمان 566 3. د ملايكو سندره 569 4. د مځكي تمهيد دحضرت روميرح روح 570 5. غزل 572 6. د زمان او مكان روحِ ز روان مسافر د عالم علوي سيل ته بيايي 583 7. د ستورو نغمه 586 8. د سپوږمۍ آسمان 587 9. يو هندي عارف چي د سپوږمۍ په يو غار كښې 591 10. رومي او جهان دوست 593 11. د هندي عارف يو نهه خبري 597 12. د سروش جلوه 600 13. د سروش نوا 602 14. د يرغميد كڅۍ ته 603 15. د ګوتم طاسين((د يوې بې حيا ډمي ښځي توبه كول)) 607 16. د زرتشت طاسين ((اهرمن د زرتشت امتحان كوي)) 609 17. د مسيح طاسين د حكيم طالسطائي خوب 612 18. طاسين د محمد( ((د ابوجهل د روح ژړا د كعبې په حرم كښې)) 615 19. د عطارد آسمان د جمال الدين افغانيرح او د سعيد حليم پاشارح 618 20. افغاني او زنده رود 622 21. افغانيرح (((دين او وطن))) 623 22. اشتراكيت او ملوكيت 625 23. سعيد حليم پاشا شرق او غرب 627 24. د قرآني عالم محكمات (1) د آدم خلافت 631 25. د خداى( حكومت 635 26. مځكه د خداى ملك دى 638 27. حكمت لوى خير دى 640 28. زنده رود 642 29. روسي ملت ته د افغانيرح پيغام 645 30. د روم پير زنده رود ته وايي: "چي شعرونه واوره" 651 31. د زنده رود غزل 652 32. د زهرا فلك 653 33. د پخوانو قامونو د خدايانو مجلس 656 34. د بعل سندره 658 35. د زهرا سيند ته وركوزېدل او هلته د فرعون 661 36. غزل 661 37. روميرح او فرعون 664 38. ذوالخرطوم 666 39. د سوډاني دروېش روح څرګنديږي 666 40. د مريخ فلك د مريخ اوسېدونكى 669 41. د مريخ د نجومي د رسګاه نه بهر راوتل 672 42. روميرح د مريخ حكيم 675 43. په مرغدين ښار كښې ګرځېدل 677 44. حكيم مريخي او زندہ رود 678 45. د مريخ د هغې پېغلي حال چي د رسالت دعوه يې كړې وه 682 46. د مريخ د پيغمبر وعظ 684 47. د مشتري فلك 687 48. د حلاج نوا 690 49. د غالب نوا 691 50. د طاهرې نوا 692 51. زنده رود پاكو ارواحانو ته خپل مشكلات وړاندي كوي 693 52. زنده رود او غالب 700 53. د فراق جنو سود او ابليس څرګندېدل 712 54. د ابليس ژړا 716 55. د زحل فلك 718 56. د وينو درياب 721 57. د هندوستان روح څرګنديږي 721 58. د هندوستان روح ژړا، فرياد كوي 722 59. د وينو د درياب د كشتۍ د يو سپاره فرياد 725 60. د آسمانونو نه بره د المانوي حكيم نطشه مقام 727 61. ق 730 62. د جنت الفردوس په لور لېږدېدنه 731 63. د شرف النسآء محل 734 64. د امير كبير حضرت سيد علي همدانيرح او ملا طاهر غني كشميريرح زيارت 737 65. د شاه همدان په حضور كښې 738 66. غني 746 67. د هندي شاعر "برتري هري" سره صحبت 750 68. د مشرق د سلطانانو محل ته روانېدل نادر ابدالي سلطان شهيد 753 69. د ناصر خسرو روح څرګنديږي يو مستانه سندره وايي بيا غايب شي 759 70. ابدالي او زنده رود 760 71. سلطان شهيد او زندہ رود 766 72. د سلطان شهيد پيغام كاويري سيند ته 769 73. زنده رود د جنت الفردوس نه رخصتيږي حورې ترې څه غوښتنه كوي 773 74. د جنت حوره 775 75. د زنده رود غزل 775 76. حضور 776 77. د جمال ندا او زندہ رود 779 78. د جلال تجلي را پرېوزي 785 79. جاوېد ته خطاب 786 مناجات بنيادم په دې اووه رنګه جهان كښې تل اخته دى په فرياد او په فغان كښې د ملګري تمنا يې ژړوي څه خوږې- خوږې نغمې ور زده كوي مګر دا، دا د اوبو خټو دنيا څوك ويلاى شي يو زړه لري دانا؟ غاړي، غرونه، دريابونه كاڼه غلي لمر سپوږمۍ او آسمانونه كاڼه غلي آسمانونو كښې يې ستوري دي بلا خو هر يو تنها د يو بل نه جدا هر يو موږ غوندي يوازي بې چاره دى ځان ته شنه خوره فضا كښې اواره دى كاروان نه كړي د سفر لا ارادې لوى آسمان دى او ناراسته اوږدې شپې دا دنيا ده زموږ ښكار او موږ ښكاريان يو كه د چا له يادو اوتي اسيران يو ډېر مي وژړل رانغله يو صدا د انسان ملګرى كوم دى په دنيا د څلور كنجه دنيا ورځ مي ليدلي چي روښانه كړي ګلۍ، كوڅې او كلي رڼايي يې ده د يو ستوري د تلو بل څه نشته خو بس دا چي "لاړو" وو ورځ هغه ده چي شمېر نه ده له ايام د سحر يې نه غرمه شته نه ماښام كه روښانه روح په نور باندي د دې شى آواز هم لكه د رنـګ ليده كېداى شي پټ د دغې به رڼا را څرګنديږي او د دې نوبت نه ځي او نه تېريږي اې مالكه! دغه ورځ روزي زما كړې او له دې بې سوزه ورځو مي رها كړې د تسخير آيت* ښيلى د چا شان دى دا شين رنګى آسمان چا وته حيران دى څوك ؤ پوه په راز د علم الاسمآء؟ څوك ؤ مست په هغه جام هغه مينا؟ تا څوك خوښ كړلو له دې ډكي دنيا؟ څوك دي كړلو د خپل راز سره اشنا؟ اې چي ستا غشي څيري سينه زما د "ادعوني" ټكى چا ته وې چا؟ د تا مخ زما ايمان، زما قرآن دى ته زما نه دي جلوې ساتې ارمان دى كه د لمر نه سل شعلې را ووريږي خو د لمر هغه دولت پرې نه كميږي حاضر عصر كړلو عقل را حصار څه شو- څه شو زما جانِ بې قرار؟ په عمرونو وجود ځان سره تاويږي چرته ي بېتابه روح ترې را كوزيږي خفه كيږه مه خو ستا دا ښوره زمكه د آرزو د تخم كر ته سمه نه ده د دې بې حاصله خټو نه څه كيږي؟ غنيمت دى كه يو زړه ترې وټوكيږي ته سپوږمۍ راشه زما په شبستان لږ خو ووينه زما بې نوره ځان د لمبې به څه پرهېز وي له خاشاك او د تندر پرېوتو نه وي څه باك ژوند مي تېر كړو په فراق په جدايي اوس بل اړخ د آسمان را وښايي همګي تړلي ورونه راته وا كړه او دا خاوره فرښتو سره اشنا كړه داسي اور مي په سينه ولګوه چي عود پرېږده او لرګى وسوځوه بيا دا عود مي د انګار دپاسه كښېږده او لوګى مي خور تمام جهان كښې پرېږده اور زما په جام كښې شته دى نور يې بل كړه يو نظر د تغافل سره دِ مل كړه موږه تا لټوو، ته له نظر دور يې نه خطا شوم، موږ ړانده يو ته حضور يې يا له رازه دا پردې جدا كړه لرې يا دا بې ديداره روح له ما كړه لرې بې نمو د فكر اونه شوه زما يا يو تبر غواړم يا بادِ صبا عقل را دي كړو، جنون هم راته راكړه لار د جذب اندرون هم راته راكړه علم خيال كښې ځان ته اونيسې مقام او د ميني ځاى دى قلبِ لاينام علم څو له ميني ونه خوري مېوې پكښې كيږي د فكرونو تماشې د جادو تماشه ګاه د سامري ده علم بې روح القدس جادوګري ده بې جلوې هوشيار په لاره نه شي تلاى د خپل خيال په غلبو كښې مري پر ځاى ژوندون بې د تجلي نه رنځوري ده مجبوري ده دين او عقل مهجوري ده دا دنيا ده كوه و دشت و بحر و بر موږ نظر غواړو او دا وايي خبر آواره زړه منزل غواړي وركړه دې ته د سپوږمۍ دا ټوټه بيا وركړه هغې ته زما خاوره صرف خبري ټوكوي بيا هم نه خلاصيږي حرف مهجوروي د آسمان د لاندي زه اوسم غريب يو ندا له هغه خوا "اِنِيٌ قَرِيٌب" چي د لمر، سپوږمۍ په شانې شي غروب دا جهان او دا شمال او دا جنوب له طلسمه د پرون او صبا تېر شم زه له لمر او له سپوږمۍ ثريا تېر شم موږ بڅري او ته تل تر بل رڼا زموږ څه دي؟ په سوال غوښتني يو دوه سا اې د مرګ د ژوند له جنګه نا آشنا! دا بنده څوك دى؟ چي رشك كړي په مولا يو بنده دى آفاق ګير و ناصبور نه خوشحال دى په غياب نه په حضور زه آني يمه ته ما جاوداني كړه دا د مځكي اوسېدونكى آسماني كړه ضبط راكړه د ګفتار و د كردار لاري شته دي خو كه و مومم رفتار دا چي وايمه د بل جهان بيان دى راكوز شوى دا كتاب د بل آسمان دى سمندر يمه اوبه مي نه كميږي داسي شته څوك چي مي تل ته ورسيږي؟ ډېر مخلوق مي په ساحل وګرځېدو هيڅ يې ونه ليدل بې له څو څپو نا اميده له ډېر عمرو له زړو كړم خبري د يو ورځي د راتلو دغه ټكى مي ځوانانو ته آسمان كړې خدايه دوى ته سمندر زما پايان كړې ((( آسماني تمهيد د ازل په ړومبۍ ورځ آسمان د مځكي تعريف كوي ژوند د لذت ځني د غيب او حضور جوړ دا جهان كړو د قريب او د دور داسي يې تار د نفس وشلولو سازه يې كړه حيرت خانه د ورځو د "ته جدا او زه جدا" ناره د ځان ښودني ولولې كړه ښكاره ستورو، سپوږمۍ ته د تـګ وښود شو چل سل څراغونه په فضا كښې شو بل په شين آسمان كښې اودرولو آفتاب يو زربفتي خېمه د سپينو طناب ړومبى سحر شو په افق له عدم غېږ كښې يې واخستو دا نوى عالم د خاورو خونه وه جهان د انسان خوره صحرا ده، نه منزل نه كاروان نه يې په غرونو كښې ولې بهېدې نه يې وريځي په صحرا ورېدې نه د مرغانو په يو ښاخ سازونه نه په ورشو كښې د هوسۍ ټوپونه د روح رڼا نه وه پر بحر و پر بر ول ول لوګى يې د بدن ؤ څادر د سپرلي باد پرې لګېدلى نه ؤ د مځكي ډډ كښې يې شينكى ويده ؤ شين آسمان مځكي ته پېغور وركړو "داسي سپك ژوند خو مي بل ونه ليدو په سترګورو كښې په شان د ړندو سوالي رڼا غواړي زما له ډيوو خاوره خو خاوره ده روښانه نه ده غر كه شي سياله له آسمانه نه ده يا خو ژوندون د دلبرۍ زده كړه يا د مرګي له كمترۍ زده كړه" مځكه خجله له پېغوره شوله په زړه درنه له رنګه توره شوله رب نه يې دا د بې نور يې وغوښتلو پاس له افلاكه ورته ږغ وشولو وې: "اې زما امانتګرې مځكې د خپل ضمير نه بې خبري مځكې ورځي روښاني دي د ژوند له غوغا نه چي دا ويني د جهات له رڼا د سحر نور پيدا كړي نور داغدار نور د روح پاك د زمانې له غبار نور د روح تېز د پلوشو نه د لمر بې له دې جوړو لارو ځي په سفر ولي مايوس شولې له خپلي دنيا؟ نور به د روح شي ستا له خاكه نما د انسات عقل به جهان كړي شبخون او د ده عشق به لامكان كړي شبخون ځيګر يې لار پېژني بې رهنما نظر يې تېز ځي د جبريل نه سيوا خاوره خو الوزي په شان د ملك يو ويجاړ سراى دى په لار كښې فلك داسي ورښخ شي د آسمان په بدن لكه رېشمو كښې چي ښخه شي ستن لر كړي داغونه د وجود د لمن د ده نظر دى چي بينا كړي زمن كه خونړى دى عبادت كوي كم خو د روزګار نيلى پر لاره كړي سم سترګي رڼا كړي كائينات وويني چي په صفاتو كښې بيا ذات وويني څوك چي مين شولو په حسن د ذات هغه سردار شو د جمله موجودات" د ملايكو سندره دا خاك د فرشتو نه به افزون شي يوه ورځ له بخته به يې دا مځكه ګردون شي يوه ورځ چي خيال يې پرورش د حادثو له څپو مومي ګرداب د شين آسمان نه به بېرون شي يوه ورځ معنا كښې د آدم وكړه لږ فكر، تپوس مه كړه اوس ښكاري نشه ناك خو به موزون شي يوه ورځ زمول شوى دى خو داسي به موزون شي دا مضمون يزدان به د تاثير نه پرې مفتون شي يوه ورځ د مځكي تمهيد دحضرت روميرح روح څرګنديږي او د معراج د اسرارو شرح كوي مينه يو شور دى بې پروا له ښار شعله يې مړه كاندي غوغا د ښار غواړي خلوت د سمي غرونو سره يا په ساحل د دريابونو سره چي په يارانو كښې محرم نه مومم سود مي په دا شي چي ساحل ته وزم لمر پرېواته كښې د درياب ننداره په شنو اوبو كښې شي لعلونه ښكاره ړوند هم له دې خوند د نظر اخلي پكښې ماښام رنـګ د سحر اخلي څه د خپل زړه سره بحثونه مي وو څه مشورې څه خواهشونه مي وو آني دى ولي دي "تل" دى نه وي؟ ژوندى دى ولي دي ژوندى نه وي؟ تږى او لري د چيني له غاړي ما بې اختياره دا بدله ووې غزل شونډي پرانېزه چي قند فروان زما ارمان دى مخ ښكاره كړه چي دا باغ او ګلستان زما ارمان دى په يو لاس كښې جام د ميو په يو لاس د اشنا زلفې هم په دې رنګه يو رقص په ميدان زما ارمان دى تا په ناز چي را ته ووې "نور مي مه خفه كوه ته" "نور مي مه خفه كوه ته" دا بيان زما ارمان دى عقله ته له ډېره شوقه يو پنډوس شه رغړېدلى هغه سوى پرېشان عشق نكته دان زما ارمان دى د فلك اوبه خواړه خو بې وفا لكه سېلاب دى زه مهى يم زه نهنګ يم لوى كمان زما ارمان دى د فرعون له ډېره ظلمه زړه زما دى را تنـګ شوى هم موسٰى او هغه نور يې د ګرېوان زما ارمان دى پرون شېخ ډيوه په لاس كښې ګړد له ښاره چور ليدلو زه خفه له ديو او دد يم يو انسان زما ارمان دى زړه مي تور شو زړه مي بد شو، له ملګرو مستو پستو يا رستم يا امزرى د پاك يزدان زما ارمان دى ما وې دا نه پيدا كيږي، زه يې ستړى په تلاش يم وې چي كوم نه پيدا كيږي، دا سامان زما ارمان دى ((رومي)) څپه ويده شوله پر فرش د اوبو لمر چي شو تت د افق مخ تور شو د يو ټكړې ترې نه غلا وكړه ماښام ستوري شو پاس لكه يو كښلى په بام د رومي روح هره پرده كړه پاره د يوه غر له شا يې مخ كړو ښكاره مخ يې روښانه ؤ په شان د آفتاب وه زړبوډۍ يې لكه وخت د شباب تن يې روښان د خداى په نور ښكارېده سر نه تر پښو سرور- سرور ښكارېده ؤ يې په خله هغه پټ راز د وجود خلاص كړلو ځان د صوت و حرف له قيود ؤ هر يو حرف يې آئينه روښانه علم يې ګډ د زړه د سوزه سره وې مي موجود او ناموجود څه وي؟ څه وي محمود او نامحمود څه وي؟ وې موجود هغه چي نمود غواړي ښكاره كېدل خو تل وجود غواړي څه دى ژوند؟ ځان سنګارول له ځانه بيا شهادت په ځان غوښتل له ځانه ورځ د الست يې انجمن جوړ كړو په خپل وجود يې شهادت وغوښتو مړ يې ژوندى يې كه دي ساه وي پر لب كړه شهادت له درې كسانو طلب ړومبى ګواه دي خپل شعور واخله د ځان كتل د ځان په نور واخله دويم ګواه د بل شعور واخله د ځان كتل د بل په نور واخله درېيم ګواه شعور د ذات واخله د ځان كتل په نور د ذات واخله ته كه دى نور ته كلك په ځاى پاتې شې حى او قائم به لكه خداى پاتې شې دى خپل مقام ته رسېدل ژوندون دى بې پردې د ذات ليدل ژوندون د مومن نه شي اطمينان په صفات مصطفٰى( نه راضي كېده بې له ذات څه وي معراج؟ خو د شاهد يو ارمان بيا د هغه په مخامخ امتحان داسي شاهد چي بې تصديقه د دوى زموږه ژوند لكه د ګل رنـګ و بوى چي په حضور كښې يې پاتې شي استوار هغه سړى به وي كامل په معيار ذره يې ټينګه ساته تاؤ كه لرې كلكه يې غوټه لره تاؤ كه لرې خپل تاؤ پخپله زياتول ښه دى د لمر په مخ يې ازميل ښه دى دا زوړ قالب دي وران كړه بل جوړ كړه كړه امتحان له ځانه "تل" جوړ كړه داسي محمود چي وي محمود يې ګڼه ګڼي ژوند اورمه ګڼه دود يې ګڼه بيا مي وې حق ته رسېدل څنګه وي د خاورو غر اوبو شلول څنګه وي؟ ښكاري له خلقه چي خالق دى بهر موږ زمانې يو بد ځپلي پر سر وې چي په لاس كه درله درشي "شيطان" په خپل قوت به مات او ګوډ كړې آسمان ودرېږه زر به شي بربنډ كائينات څنډ له لمن به وهي ګرد د جهات محسوص به نه كړې زيات او كم د موجود ستا دى له ده، د ده له تا نه نمود پوه چي په "الا بسلطان" شي سړي مېږى ملخ نه دي چي خټو كښې مري د زېږېدو په طريقه پيدا شوې بيا دې څلور ګوټه دنيا ته راغلې بيا ترې تلل هم په زېږېدو كېداى شي د دې تړون په پرانستو كېداى شي له اوبو خټو زېږېدل نه دي دا پرې دى په دې چي لري زړونه صفا هغه زېږون مجبوري دا په اختيار هغه پرده كښې پټ او دا په اظهار يو په ژړل بل په خندل وګڼه يو په لټون بل په موندل وګڼه دننه سيل د كائينات هغه دى او د جهاتو نه بهر دغه دى هغه د شپو ورځو يو پور وګڼه دا په شپو ورځو باندي سور وګڼه هغه چي زېږي نو شكم وشلوي او دا چي زېږي نو عالم وشلوي نخښه د دواړو زېږېدو ده اذان هغه له شونډو دا له زړه شي عيان يو بيدار روح چي تر بدن راشي لرزه د دې جهان په تن راشي ما وې مطلب د زېږون وايه آسان وې له شانونو دى د ژوند يو شان ژوندون صفت لري د غيب او حضور يو په ثبات او بل په تـګ مجبور كله زړه سوى په جلوت كښې ښكاري كله زړه جمع په خلوت كښې ښكاري جلوت يې ځلند وي په نور د صفات خلوت يې روڼ په تجلو وي د ذات عقل يې راكاږي د جلوت په طرف عشق يې را كاږي د خلوت په طرف عقل يې ځان په دې عالم ازمايي چي د ما دې دا طلسمونه مات كړي د لاري كاڼي ورته عقل ښايي وريځي تندر ورته وعظ كوي شته دى په سترګو كښې يې ذوق د نظر ولي ډېر نه دى د ديدن خو زړور لكه د ړوند كړي يون د لاري په ډار كوي په شان د مېږي نرم رفتار چي رنـګ او بوى غوندي تاؤ- تاؤ دى خرد ځكه د يار د لاري كم دى ولد كار يې ورو- ورو په تدريج مومي نظام خداى زده چي ويني كله مخ د انجام عشق وي له مياشتي نه له كاله خبر د نزدې لري نه د ځنډ پرې اثر عقل چي كار كوي نو غر ماتوي مات يې چي نه كړاى شي طواف يې كوي غر وي د ډكي غوندي عشق ته آسان زړه يې چابك لكه سپوږمۍ پر آسمان ګور ناليدلى له جهان ځنې ځي عشق په شب خون تر لامكان ځني ځي طاقت د عشق له اعصابه نه دى زور يې له باد و خاك و آبه نه دى اوربشې خوري دى او خېبر نړوي د پاس سپوږمۍ سپيني ته څېر وركوي مات بې ګزاره د نمرود كاندي سر بې وسلې مات كړي د فرعون لښكر په روح كښې عشق لكه لېمه كښې نظر كور كښې دننه هم له دره بهر دې ايره عشق هم د لمبې نه بره كار يې د دين او د دانش نه غوره ښكاره برهان دى او سلطان دى عشق په دوه عالمه حكمران دى عشق دى لازمان او نن صبا له هغه دى لامكان زېر او بالا له هغه له خپله خدايه چي خودي وغواړي لكه نيلى واړه عالم زغلوي د زړه مقام شي ښه څرګند د ده نه شوق د دې زوړ جهان شي ورك د زړه نه وركوي خداى ته سر او ځان عاشقان تاويل كونكى عقل كاندي قربان عشق بې طرفه له هر خوا نه تلنه حرامول په ځان د مرګ بلنه يې لكه مړى په صندوق كښې د ګور ته پاڅېداى شې بې شپېلۍ په خپل زور شته په سينه كښې دي خوږې سندرې خټو كښې نښتيه! داسي ژاړې ولي؟ پاڅه مكان او په زمان سپور شه پرانېزه غوټي د زنار نور شه نوري كړه تېزي دواړه سترګي او ګوش وينې چي څه د هوش په لار يې كړه نوش څوك د مېږي هم چي آواز اوري د لري خلګو د زړه راز اوري واخله له ما دا پړده سوزه نګا چي ګيرېداى نه شي لېمو كښې د چا سړى خو "ديد" دى باقي پوست وګڼه "ديد" چي ګڼې نو ديد د دوست وګڼه "تن دي تمام په سترګو كښې ويلي كړه بيا د نظر سره نظر كښې لاړ شه" ((رومي)) نهه آسمانه دي؟ ترې مه وېرېږه خواره جهانه دي؟ ترې مه وېرېږه پرانېزه سترګي دا زما او مكان دواړه يو حال دي له احوالو د "جان" چي مخكښې پرېوتو نظر له رڼا جوړ اختلاف شو د پرون او صبا تېارو د خاورو كښې دانه پراته وي له لوى آسمانه بېګانه پراته وي پوى ده په دې كه وي فراخ ځايونه زرغونولاى شي خپل پټ ښاخونه؟ جوهر يې څه دى؟ خو يو ذوق د نمود هم يې مقام دغه جوهر هم وجود اې چي بدن د روح محمل ګڼې او ځان د روح له رازه نه خبر دې دا محمل نه دى دا د روح يو حال دى محمل وينا خو د خبرو چال دى روح څه دى؟ جذب او سوزېدل او سرور ذوق د تسخير د كل عالم په ضرور تن څه دى؟ شوق د رنـګ او بويه سره د هر مقام د هره سويه سره را نزدې لري دى يو باب د شعور څه دى معراج؟ خو انقلاب د شعور دى په شعور كښې انقلاب له شوقه آزادول كړي شوق له تحت و فوقه بدن د روح سره سيالي به څه كا بند به الوت يې موټى خاوره نه كا ((( د زمان او مكان روحِ ز روان مسافر د عالم علوي سيل ته بيايي په خبرو يې دا زړه زما بېتاب شو هر بڅرى مي د تن لكه سيماب شو چي ناڅاپه د مغرب، مشرق تر ميان په وريځ د نور مي غرق وليد آسمان فرشته له دې وريځي شوه راكښته يو خوا اور بل خوا لوګى په دوه طلعته يو تك تور دويم روښان لكه شهاب يو بيدار او د بل سترګې وړى خواب سره او زېړ يې وو رنګونه د وزرو لاجوردي آسمان رنـګ په سپينو زرو لكه خيال هسي مزاج يې "رم اشنا" ؤ تـګ له مځكي تر آسمان يې په يو سا ؤ هر زمان يې بل خواهش بله هوا وه و الوت ته يې هر دم نوې فضا وه وې په ټول جهان غالب يمه "زه روان يم" هم ظاهر يم هم د خلګو نه پنهان يم تدبيرونه په تقدير غُټه زما دي زما ښكار دى كه خاموش دي كه ګويا دي د غونچې پالنه ښاخ كښې زه "زروان" كړم د مرغۍ بچى په ځاله كښې ګريان كړم له پالنې مي دانه پوره نهال شي كه بېلتون وي خو له فيضه مي وصال شي هم خطاب را رسومه هم عتاب زياتوم تندي چي وركړمه شراب زه حيات او زه ممات او زه نشور يم زه حساب دوزخ، جنت، غلمان او حور يم دى قيدي زما ملك او آدم پوى دى دا شپږ ورځو كښې پيدا جهان مي ځوى دى چي كوم ګل له ښاخه غوڅ كړي هغه زه يم زه مورپنګه د اشياوو هم يې زړه يم په جادو كښې زما ګير دغه جهان دى دم په دم يې ژړوم راته آسان دى څوك چي پوى په سر د "لي مع الله*" ځان كا بس جادو به زما مات هم هغه ځوان كا كه دي زړه وي چي زه ووزمه له ميانه د زړه ورد "لي مع الله" كړه واوره ځوانه! څه به وايم د هغه د ډېر اثر نه خو دا زوړ جهان مي ووت له نظر نه يا مېلمه زما نظر د بل جهان شو يا هم دا جهان بدل راته بل شان شو مړ شوم زه په دې دنيا د رنـګ او بوى كښې شوم پيدا په بل عالم بې هاى و هوى كښې تار مي غوڅ شولو له دې زاړه جهانه شوم ورپېښ نوي جهان ته ناګهانه د عالم په لوى نقصان مي زړه جليا شو بيا له خاورې مي يو بل جهان پيدا شو تن مي سپك روح مي سيار لا تر پخوا شو زړه مي نوري سترګې بيا موندې پنا شو څه چي پټ ؤ را ښكاره شول له پړدو نه خوند مي واخستو د ستورو د نغمو نه ((( د ستورو نغمه ژوندون حاصل له عقله، عشق دى راز د كائينات په خير راغلې آدمه! دې عالم ته د جهات زهره او مشتري، په كشمكش كښې ستا دپاره ستا يو نظر دپاره، دي په جنـګ تجليات په لار كښې د اشنا چي، نوې جلوې ښكاري صاحب د شوق به نه بايلي، خپل زړه په كليات ژوندون په پورته تـګ وګڼه، ژوند صدق و صفا ورخور په ملك د خداى شه، له ازل تر ابدا وركړه غزلګو ته اجازت د ها و هو پسته محتسب او رند له مى سبو سبو شام، عراق او هندوستان، پارس دي روږدي په خوږو اوس خو لږ تراخه هم ورله وركړه د آرزو موج د سمندر سره، چي ووهي ډغره خوند د "تېز تګۍ" د چينې زړه كښې كړه ور پو سور اور دى دروېش فقير، ميري قيصري خس ده زور ته د شاهانو، سپينه يو خبره بس ده دبدب قلندري شان و شوكت سكندري جذبه د كليم( هغه، دا جادو د سامري هغه په يو نظر، او دا وژل كړي په لښكرو هغه هم تن صلح، او دا جنـګ زور اوري جهان دې دواړو خپل كړلو، او دواړه دوام غواړي دا يو د قاهرئ په زور، او بل په دلبري سدمات سكندري كړه، زده ګزار قلندري كړه تازه د كليم( خوى كړه، ماته ګوډه ساحري ((( د سپوږمۍ آسمان د آسمان مځكه چي ملك د كبريا دى دا سپوږمۍ پېروني ټول ميراث زما دى هر هغه چي در ښكاره شي په دې لار كښې خپل نظر ورته محرم كړه په ديدار كښې خپل وطن كښې مسافر يې لږ چالاك شه اې له خپله ځانه وركه! لږ بېباك شه دوه جهانه به ستا هر حكم په زړه وړي څه چي وايې ورته ټول به په لېمه وړي دنيا څه ده؟ د ليدو كتو بتان هر "صبا" يې د "پرون" په شان روان د طلب په بيابان كښې دېوانه شه مطلب دا چي ابراهيم( په بتخانه شه ته كه تېر شولې له مځكي له آسمانه شې به تېر له هغه، هم له دې جهانه كړه له خدايه نور طلب اووه آسمانه سل زمانه نور طلب كړه سل مكانه د جنت په ولو مست ور پرېوتل د ښو بدو له جګړو اوزګارېدل كه نجات په اوزګارتيا له جستجو وي ګور به ډېر ښه د جنت له رنـګ و بو وي مسافره! روح مرده شي چي قيام وي لا ژوندى شي په الوت كښې چي مدام وي ملګرتيا د ستورو ښه ده په سفر كښې دمه نه كول مزه ده په سفر كښې دومره والوتمه پورته مخ په باندي چي را پاڅه ښكارېدل ښكاري را لاندي توره خاوره وه د شپې له قنديل غوره زما سيورى ؤ، زما له سره بره په هر دم نزدې كېدم په هر زمان آن ښكاره چي د سپوږمۍ شو كوهستان رومي ووې "له ګمانه راشه پاك شه اوس په خوى په خصلتونو د افلاك شه سپوږۍ لري ده له موږه خو آشنا ده بس ړومبى منزل زموږ د لار يې دا ده نزدې لري د روزګار يې د ليدو دى لوى غارونه د كهسار يې د ليدو دي" د دې غرونو وېروونكې څه چپيا وه بهر ټوك- ټوك ؤ دننه يې ځلا وه "خافطين" او "يلدرم*" سلګونه غرونه تور لرګى په خوله په ګېډو كښې اورونه له درون يې شينكى تېغ وهلاى نه شو په فضا كښې يې مارغه الوتى نه شو وريځ وچه هوا تېزه تله په منډه د مړې مځكې سره جنـګ ټنډه په ټنډه زوړ مښلى يو جهان بې صوت و رنګه هيڅ خبر نه ؤ د مرګ او ژوند له جنګه نه د پاسه پرې زرغون د ژوندون خس ؤ نه يې ملا د حادثو زغلمى مس ؤ د اګر چي كورنۍ يې له آفتابه خو صبا بېګا يې تش له انقلابه روميرح اووې چي په وړاندي بې وسواسه دا بيدار دولت چي پرې نه ږدې له لاسه د ظاهر نه يې باطن ښكلى روښان دى په هر غار كښې يې دننه بل جهان دى هر چي راشي اې دانا ته يې قبضه كړه بند يې ښه د غوږو سترګو په حلقه كړه په بينا سترګو هر څېز ليده كېداى شي ښه په تله د نظر معلومېداى شي چي رومي دي چرته بيايي ورسره شه دوه لحظې خو يې له غيره بېګانه شه" لاس يې ونيوو زما ځان ته يې راكښلم د يو غار سر ته يې تېز ورسولم ((( يو هندي عارف چي د سپوږمۍ په يو غار كښې خلوت شوى دى او د هند خلـګ ورته "جهان دوست" وايي د هغه په اوږه ما كښېښودو لاس لكه ړوند غار ته داخل شوم بې وسواس د سپوږمۍ يې له تيارې نه زړه داغ- داغ ؤ پامتدار يې لمر په ډډ كښې د څراغ ؤ يرغلونه وهم شك پر ما بسيار كړل هوش او عقل يې زما دواړه په دار كړل تلم پر لار او شوكماران راته په ځېر وو د زړه صدق او يقين مي هواګير وو چي ناڅاپه جلوه راغله بې حجابه روڼ سحر شو را د بره بې آفتابه ده كڅې د هري تړې زناربنده لكه ديو هسي له ونو سربلنده دا رښتيا د خاورو خټو آباد ځاى دى كه په خوب كښې مي خيالي جوړ كړى سراى دى په هوا كښې يې محسوس د مى سرور ؤ سورى هم د دغې خاوري په سر نور ؤ نه د دې مځكي پيدا چرته آسمان ؤ نه افق يې د شفق نه ګلستان ؤ هلته نور چي هيڅ تيارو كښې حصار نه ؤ د سحر ماښام په مخ يې غبار نه ؤ يو عارف هندي د ونې لاندي ناست ؤ چي رنجو ته يې هر يو نظر په خواست ؤ ناست بربنډ ؤ منجليه وېښته پر سر يو سپين مار تې نه را تاؤ وو كوز او بر دا آدم له اوبو خټو بالا تر ؤ دا عالم يې جوړ له خياله يو پيكر ؤ خلاص د ورځو د ګردش نه يې وختونه بلوسېدې پرې باندي نه شول آسمانونه وې روميرح ته درسره دى څوك راغلى؟ چي د ژوند ارمان يې سترګو كښې ساتلى رومي او جهان دوست يو سړى دى چي ورك شوى په لټون كښې دى ثابت خو سيارو غوندي په يون دى پخته كار دى هم له دې چي كار يې خام دى خوښ زما دى چي منزل يې ناتمام دى د آسمان په تاخ كښې ده ايښې پياله ده له جبريله يې د فكر قباله ده د باتور غوندي د لمر او سپوږمۍ ښكار كا دا نهه آسمانه ګرد د ځان د لار كا بنيادمو ته يې خبره رندانه وي حوره بت ګڼي جنت يې بتخانه وي سره لمبه يې په لوګو كښې ما ليدلې كبريا يې په سجدو كښې ما ليدلې د شپېلۍ غوندي له شوقه په ژړا وي هم بېلتون او هم وصال ورله قضا وي خداى زده څرنګه سرشت لري حيران يم بې خبره له مقامه د دې ځوان يم جهان دوست بې رنګي ده حق، له رنګه جوړ عالم دى څه دى حق؟ او څه عالم؟ او څه آدم دى؟ روميرح سړى توره ده، حق توره چلوي دنيا كاڼى دى چي دا پرې تېروي د مشرق خلـګ خو حق ويني جهان نه د مغرب خلـګ جهان ويني يزدان نه پرانستل سترګې په حق دا بندګي ده بې پردې ليدل خپل ځان دا زندګي ده كوم بنده چي د ژوند ترمې- ترمي دام كا خداى په هغه بنده تل صلوٰة سلام كا چي خبر د خپل تقدير نه بنده نه وي د تن خاوره يې د زړه سره مله نه وي جهان دوست په وجود او په عدم كښې را حصار دى مشرق ډېر كم پېژندلى دا اسرار دى موږ چي هر وخت يې دنيا ته په كاته يو نااميده د هغه له صبا نه يو ما پرون د قشمرود* په دنګه څوكه فرشته ليده له پاسه شوه را كوزه ذوق د ديد يې له نظر نه څڅېدلو بس دا يو زما خاكدان يې ځېر كتلو ما وې راز چي له محرم كا پټ ښه نه دى ته څه ګوري په دې چپ خاوره كښې څه دى؟ جوړ ته حسن د زهره كړلې په ماتې زړه كوهي كښې د بابل شو درنه پاتې وې چي "وخت شو د مشرق اوس راښكاره دى يو تازه آفتاب په غېږ كښې ورسره دى لكه لعل شوه هر ګټه يې په لار كښې هر يوسف يې له څاه ووت انتظار كښې يو قيامت يې دى نيولى په كنار كښې زلزله ده ترې پيدا په كوهسار كښې د مقامِ آذري نه يې رحلت شي دى چي ترك د بتګر يې سره عادت شي سخ د هغه قام چي سوز د ځان آشنا كا چي خپل ځان له خپلو خاورو بيا پيدا كا په مَلَكو لوى اختر هغه ساعت شي را بيدار چي د غفلت نه يو ساعت شي" هندي پير يوه لحظه راښكله سا بيا په ځير يې ما تو وكتو بيا- بيا وې د عقل مرګ ؟ نو ما وې ترك د فكر وې د زړه؟ نو ما وي چي ترك د ذكر وې چي تن؟ نو اووې ما چي ګرد د راه دى وې چي ځان؟ وي مي سِر د لاالٰه دى وې آدم؟ نو ما وي چېرته سر د هو دى وې عالم؟ وي مي دا دى روبرو دى وې دا علم او هنر څه دى؟ ما وې پوست وې دليل يې څه دى؟ ما وې مخ د دوست وې چي دين د عامي؟ ما اووې شنيد وې چي دين د عارف؟ ما اووي چي ديد په كلام يې زما ډېر خوشحال شو زړه يو څو رازه يې راته وښودل خواږه د هندي عارف يو نهه خبري (1) ذات د حق لره عالم نه دى حجاب اړيكي د غوپې نه وي نقش د آب (2) ډېر بهتره زېږېدل په بل جهان شي چي سړى پرې بيا دويم كرته ځوان شي (3) حق له مرګه لري؟ عينِ زندګي وي بنده څه زده؟ چي ښكار څنګه د مرګي وي كه هر څو موږه مرغان بې بال او پر يو خو له خدايه( زيات د مرګ په راز خبر يو (4) څه دى وخت؟ خواږه په زهرو دي لړلي رحمتونه دي په قهر دي لړلي خالي ويني به يې له قهره دښت او ښار رحمت دا چي وايي تېر شئ بې له ډار (5) كافري خو مرګ دى اې روشن نهاده! غازي ځان ساتي په مړيو له جهاده مرد مومن ژوندى د ځان سره په جنـګ وي په خپل ځان يې تل د پړانګ غوندي غورځنګ وي (6) په زړه ويښ مشرك خدمت د خپل صنم كښې له زاهده ښه چي خوب كړي په حرم كښې (7) نازيبا چي ويني دا سترګه ړنده ده د آفتاب سترګي ليدلې كله شپه ده (8) دانه ونه شي د خټو په صحبت كښې سړى دغه صحبت ګير كړي په ظلمت كښې دا نه ومني له خټو پېچ او تاب دا په دې چي ښكار كړي وړانګه د آفتاب (9) ما وې ګل ته، څه خو وايه سينه چاكه! څنګه اخلې رنـګ او بوى له باده خاكه؟ ګل ويل چي عقلمنده! ښه پوهېږې له خاموشي برېښنا څرنګه خبرېږې؟ زموږ ژوند دا دى چي دا را كاږو او دا ستا راښكل وي په څرګنده پټ زما ((( د سروش جلوه بند د دې نه پس نو د عارف د دهن ور شو مست شو پخپل ځان كښې د عالم نه بې خبر شو يوړلو له ځانه ذوق و شوق و بې خوديو لاړو تر وجوده د شهود له نيرنګيو ؤ به كه بڅرى په حضور كښې به يې طور ؤ دى به چي موجود نه ؤ، نو نور ؤ نه ظهور ؤ راغله په جادو كښې د دې شپې يو نازنينه شپه كه وه بې ستورو دايې ستورې شو له سپينه زلفو يې سنبل غوندي په ملا وهل ټالونه ځلند يې له مخ ؤ ګړنګونه وو كه غرونه غر ته په جلوه كښې د خپل حسن مستانه وه مسته خوش الحانه بې سرود او پيمانه وه مخي ته يې تېز- تېز چورليدو فانوس د خيال رنـګ- رنـګ تماشې لكه فلك ديرينه سال ؤ هغه فانوس كښې پيكرونه رنـګ په رنـګ وه باښه چرچڼي له هوسۍ لره پلنګ ومي وې روميرح ته اې د راز ځنې آګاه دې ناپوه رفيق ته ځه په راز خو شه ګويا وې "دا پيكر ګورې سپين غټن چي دى روښان دا دى زېږېدلى اندېشه كښې د يزدان بيا چي بې قرار شولو د ذوق نه د نمود كوز شولو څرګند شو، شبستان كښې د وجود موږ غوندي بې كوره غريبي يې په نصيب ته غريب يې، زه غريب، هغه هم دى غريب شان د جبرائيل( لري نامه يې ده سروش هوش له بنده وړي او هم راوړي ورلره هوش مړه غونچه زموږه په شبنم د ده تازه شي مړ اور ته چي هم وركړي پوكى بله لمبه شي ساز د هر شاعر د زړه په دې زخمك ږغېږي دى دى چي پرده د كجاوې ترې څيري كيږي پروت يې په نغمه كښې يو جهان ليدلى ما دى راشه تاؤ ترې واخله يو ساعت چي په نوا دى" ((( د سروش نوا زه پوهېږم چي كشتۍ به كړې، ورګډه په سراب كښې په حجاب كښې به پيدا شې، هم به مړ شې په حجاب كښې چي سرمه مي ووينځله، د رازيرح* له خپلو سترګو ما تقدير د امتونو، پټ صحي كړو په كتاب كښې په پټو په غرونو پرېوزه، په صحرا بيابان ورشه چي د ځان سره ګواښېږي، تندر مړ شي په سحاب كښې مغربيانو سره وم زه، ډېر لټون مي وكړو نه ؤ داسي كس چي مقامات يې، راتلاى نه شي په حساب كښې بې له ډېره لويه درده، قرب د هغه ممكن نه دى ګلشن جوړ كړه په ګرېوان كښې، اې خوشبويه( په ګلاب كښې اې زاهده! ظاهربينه، اې ورځه خودي فاني ده ولي نه ويني طوفان ته، كوم چي پټ وي په حباب كښې له مضرابه د مطرب خو، دا زړه شواندې نغمه نه ده له جنت وتلې حوره، په ژړا ده په رباب كښې ((( د يرغميد كڅۍ ته روانېدل چي ملايك ورته د طواسين كڅۍ وايي روميرح هغه محبت لره دليل دى چي و تږيو ته كلام يې سلسبيل دى وې "هغه شعر چي تود لكه د اور دى د ګرمۍ د الله هو نه پكښې زور دى غه نوا چي ګلستان كړي خاشا كونه غه نوا چي مات او ګوډ كړي آسمانونه غه نوا د حق وجود لره ګواه د فقير ځنې چي جوړ كاندي بادشاه د بدن وينه لا نوره كړي سياره وي په زړه د جبرائيل نه لا پيداره بيا هغه شاعر د سحر په هنر غل د زړه شي او ابليس شي د نظر دا هندي شاعر الله د هغه يار شه پاك يې زړه له لذتونو د ګفتار شه عشق د ده ځني زده كړې مطربې ده خليلانو تې ښيلې آذري ده هر يو ټكى يې پيكه بې سوز و درد اهلِ دل ورته مرده وايي نه مرد له هغې خوش الحانۍ بې مقامه ښه په خوب كښې چي څه ووايي ګلفامه د ملت مينه كښې زړه شاعر بيدار دى بې له دې ملت د خاورو يو انبار دى د شاعر فطرت خو واړه جستجوى دى دې پالونكي او خالق د آزروى دى سوز د زړه پيدا كوونكى د عالم دى شاعري خو بې له سوزه يو ماتم دى چي مقصد د شاعرۍ آدم ګري ده ځكه دا ميراث خوره پيغمبري ده وې مي څه پيغمبري وي څه خو وايه دغه راز خو خپل محرم وته نمايه وې "قامونه ملتونه يې آيات دي دا زموږه زمانې يې مخلوقات دي كاڼي بوټي شي ګويا د دوى له دمه دوى پټۍ موږ يې حاصل يو اې همدمه پاك د تن رېشه- رېشه نظر- نظر كا تصور ته د جبريل( وزري وركا دا غوغا او هاى و هوى د كائينات شي په خوله يې د "نجم" او "نور" او "نازعات"( داسي لمر دى چي هغه له زوال نشته چي منكر يې وي هغه لا كمال نشته شته رحمت يې په صحبت كښې د احرارو د خداى قهر يې په ګزار كښې د كرارو عقل كل شي هم ترې مه شه ګرېزان دا په دې چي يو ځاى وينې تن و جان درومه "تند د يرغميد پر لويه لار څو چي ووينې چي هلته دى آشكار د سپوږمۍ په دېوال ليك ؤ دا رنګين ګوره ته د نبوت څلور طاسين" شوق پخپله لا پوهيږي بې دليل وي الوت يې په وزر د جبرائيل( كه اوږده وي لار خو شوق يې كړي دوه ګامه تل رنځور دا مسافر شي له قيامه يرغميد ته مو بيا منډي ګړندۍ شوې چي څرګندي يې له ورايه بلندۍ شوې څه تعريف بۀ درته كړم د دې مقام چي طواف يې اووه ستوري كړي مدام د فرش خلـګ يې په نور روشن ضمير دي د عرش خلـګ په هغو خاورو بصير دي ما ته خداى سترګي او زړه او ګفتار راكړ لوى لټون يې د عالم د اسرار راكړ له رازونو پرده پورته شوه يارانو! درته وايم د طاسين د رسولانو (((( د ګوتم طاسين((د يوې بې حيا ډمي ښځي توبه كول)) ګوتم دا زاړه تراخه شراب او، هم معشوق كه وي ځوان څه دى؟ چي صاحب څوك د نظر وي، ورته حور او جنان څه دى؟ دا چي دروند او مضبوط ښكاري، دا به ورك شي دا به لاړ شي دريابونه صحراګاني، بحر و بر د جهان څه دى؟ دا دانش د مغربيانو، فلسفه د مشرقيانو بت خانې دي طواف پرېږده، دا بتان دي بتان څه دي؟ له صحرا په ويره مه ځه، له خپل ځانه وويرېږه چي ته يې او نور څه نشته، اندېښنې د جهان څه دي؟ د بڼو په څوكو زه چي، غوڅومه خپله لاره بيا غمونه د منزل او، رېګ روان د كاروان څه دي؟ تېر له غيبه شه وهمونه، ګمانونه آواره كړه اوسېدل په دې جهان كښې، او وتل له جهان ښه دى چي يې خداى بخښي وتاته، هغه هيڅ دي جنتونه كه جزا دي د عمل شو؟ بيا ګلان د جنان ښه دي د خپل ځان راحت دي غواړې، د خپل ځان راحت به څه كړې؟ د بل غم كښې ستا له سترګو، دريابونه روان ښه دي برند نظر خماري سترګي، ناز انداز او سرودونه له دې واړو هم يو ښه شته، كه دا هم په جهان شه دى ښه ښايست د اننګيو، كله وي او كله نه وي خو خيالات او كردار كښلي، د نمانځلو په شان ښه دي ډمه دوه ژرندي چي مي نه كړى، دا زړګوټى بې قرار يو دوه ولونه يې زيات كړه، د تاؤ- تاؤ زلفو دي زار ده ستا د تجلې نه مي، سينه داسي روښانه چي لمر سپوږمۍ ته ما وركړه، تراخه د انتظار كړل ذوق د حضور جوړ، د بتګر يې هم رسمونه غولوي مينه په رنـګ رنـګ، فريبونو اميدوار چي بيا يوه نغمه نوې، په جمع خاطر وكړم بيا پرېږده مرغزار ته، دا مارغه د مرغزار اوس پرامي نزه پښې چي، دي بلنده طبع راكړه چي ستا په شړ يې وركړمه، خلعت د كردګار كه غر په ترخځ غوڅ شي، نو په دې كښې څه وينا؟ له عشقه شه خبر چي، په اوږه كړې كوهسار ((( د زرتشت طاسين ((اهرمن د زرتشت امتحان كوي)) اهرمن ستا نه مي مخلوق دى، د شپېلۍ غوندي نالان ستا نه مي سپرلى دى، لكه منى زمستان زه دي بې درېغه، خوار زبون كړم په جهان كښې رنـګ دي كړو خپل نقش، زما په وينو په دوران كښې حق به تل ژوندى وي، په جلوه ستا د سينا مرګ به وي زما، د تېرو ستا يدِ بيضا زړه تړل په لوظ، د يزدان بې وقوفي ده تلل يې په رضا باندي، دا لويه ګمراهي ده زهر پكښې ګډ وي، كه صبا يې ګلابي وي څه يې وي انعام؟ خو، غرغره آره چنجى* وي نه ؤ بې دعا نه هيڅ، د نوح( سره تدبير نه ؤ د غريب خپله وينا كښې څه تاثير پرېږده وداني او، چرته پټ كښېنه په غار كښې مل شه د هغوى چي، څوك نوري دى په كردار كښې جوړه په يوه نظر، د خاورو نه كېميا كړه ته له مناجاته، آسمانونه هم جليا كړه شه لكه كليم(، په كوهستان كښې آواره ته پورته شه، تيار شه، كړه نيم سوزه نظاره ته تېر شه ولي تېر شه، پرېږده دا پيغمبري ښايي چي ته پرېږدې، په ځاى دا مړه ملاګري كس كه وي په منځ، د ناكسانوكښې ناكس شي څو يې كه فطرت وي، د شعلې خو جوړ ترې خس شي واوره نبوت د، ولايت ځنې كمتر دى عشق دپاره دا پيغمبري، يو درد د سر دى پورته شه رسېږه، تر مقامه د وحدت پرېږده جلوتونه، ورشه ونيسه خلوت زرتشت نور درياب دى او تياره د هغې غاړه بل سېلاب يې له زړه ما غوندي مه غواړه تل په زړه كښې مي موجونه بې قرار وي بې له غاړي ورانولو يې څه كار وي؟ نقش د هغه پاك بې رنـګ چي ليداى نه شي بس په خون د اهرمن راكښلى ښه شي د خپل ځان ښكاره كول دغه ژوندون دى او د خپل ګزار ازمېښت دغه ژوندون دى په تنګسو زغملو لا خودي پخه شي د خودۍ په لاس له حق لري پرده شي حق بين بې له حقه نه ويني خپل ځان لاالٰه وايي په وينو كښې غلطان عشق په خپلو وينو سور وي تېر له سر وي غرغره آره زندى ورله اختر وي هر چي پېښ په لار د حق كښې شي ټول ښه وي په لېمو د خپل آشنا تراخه خواږه وي ځان ته څه كوي؟ د حق جلوه چشمان انجمن كښې حسن ښه ښكاري روښان خلوت څه دى؟ درد او سوز او آرزو ده انجمن ليدل خلوت يو جستجو ده عشق كليم دى خو دننه په خلوت كښې په صورت د بادشاهۍ شي په جلوت كښې دى خلوت جلوت كمال د سوز او ساز دا حالات او مقامات دي د نياز هغه څه؟ دير او حرم نه تېرېدل دي او دا څه؟ ځان له جنت ته هم نه تلل دي شته خلوت او جلوت دواړه كښې مولا خو آغاز دى يو دويم دى انتها څه دي وې؟ پيغمبري يو درد سر دى عشق چي ورسي تكميل ته "آدم ګر" دى تلل په لار د حق كاروان سره مزه كا روح يوازي نه، جهان سره مزه كا د مسيح طاسين د حكيم طالسطائي* خوب ان په منځ كښې د يو غر نوم يې هفت مرګ يو كڅۍ وه، بې مارغه بې ښاخ او برګ چي له ګرده يې "نن زړه" غوندي قمر ؤ لمر يې ټكى په فضا كښې كور او كر ؤ په كڅۍ كښې يې روان د پارې رود ؤ تاؤ را تاؤ د كهكشان د سيند په دود ؤ وړاندي وروستو لوړ ژور ورته يو شان ؤ تاؤ را تاؤ څپې- څپې او تند روان ؤ يو سړى ؤ تر ملا ډوب پكښې اوتر ؤ ډېر فرياد يې خوت له خولې خوليې اثر ؤ په قسمت كښې يې وريځ نه آب او باد ؤ جل وهلي ته اوبه نه وې سيماب ؤ يوه ښځه يې په غاړه نازك تنه په لېمو د كاروانونو وه رهزنه هر زاهد ته كافري ور زده كوونكې په نظر ښه بد كول بد ښه كوونكې ما هغې ته وې چي څوك يې څه دي نوم دى؟ دا فرياد چي كوي څوك دى، څه يې بوم دى؟ وې لېمو كښې مي جادو د سامري دى افرنګينه نوم او كار مي ساحري دى چي نا څاپه هغه رود بيا يخ بسته شو چي هډ- هډ د هغه ځوان پرې شكسته شو كړه يې چيغه چي هاى- هاى زما تقديره هاى افسوس! زما فرياده بې تاثيره افرنګيني ورته وې كه دي لېمه وي ورته ځير شه خپل اعمال به در په زړه وي د مريمي( ځوى څراغ د كائينات چي يې نور ؤ هر جهت او بې جهات فلاطوس* او غرغره او زېړ بشر هغه څه كړل؟ او تا څه كړل؟ يې خبر د ايمان لذت حرام دى په بدانو اې بنده! د سپينو زرو د بتانو تا د روح قدس بها نه پېژندله نن د اخست د روح پنګه دي بايلله" دې پېغور د نازنينې په يو آن كښې مات نشتر كړلو په زړه د هغه ځوان كښې وې چي "اې په بشر ښكلې په زړه توري! برهمن او شېخ ګمراه كړې چي ور ګوري عقل و دين دي دواړه خوار كړل اې كافري عشق له تا ټكوي سر اې سوداګري مينه رنځ ده ستا او رنځ يې هم نهان دى ستا كينه ده مرګ او مرګ هم ناګهان دى تا صحبت د آب او ګِل دى ور زده كړى تا په غلا د خداى بنده له خدايه وړى غه حكمت چي دِ اشياوو معرفت كا تا ته فكر جنګيږي در عنايت كا په دې پوه هغه سړى دى چي دانا دى جرم ستا زما له جرمه ډېر سيوا دى د مسيح( په دم به روح بېرته په تن شي خو د تا ځنې تابوت د روح بدن شي څه چي موږ يې د "ناسوت" سره دي كړي خپل ملت يې د "لاهوت"* سره دي كړي ته چي مړه شې را ژوندى به ټول جهان شي صبر وكړه كوم انجام به دي د ځان شي" ((( طاسين د محمد( ((د ابوجهل د روح ژړا د كعبې په حرم كښې)) ده سينه د محمد( نه مي داغ- داغ چي مړ كړى د كعبې يې دى څراغ هم قيصر او هم كسرٰى يې دي وژلي څه ځوانان يې دي زموږ له لاسه وړلي څه ساحر دى هر كلام يې ساحري ده دا دوه ټكي لاالٰه هم كافري ده د نيكونو دين يې پرېښود دا يې څه كړل؟ د خدايانو سره يې وكړل څه يې وكړل لات" "منات" يې كړل ټوټې ژاړم له غمه دا بدل خو ترې نه ته واخله عالمه له حاضر يې زړه غائب وته راغب كړو هر يو زړه يې د حاضر نقشه تائب كړو انتظار چي د غائب كوي مذموم دى چي په سترګو ليداى نه شي وايه كوم دى؟ چي غائب ته سجده كاندي هغه كور دى نوى دين كور او كور لري له كور دى هغه خداى ته ټټېدل چي بې جهات وي وايه څرنګه بۀ خوند د دې صلوٰة وي؟ د هغه مذهب دښمن د ملك نسب دى دا قريش منكر له فضله د عرب دى په نظر يې همه لوى واړه يو شان وي د غلام سره به ناست په يوه خوان وي د عرب احرار يې هېر كړل ترې نه موړ دى د حبش تورو مريانو سره جوړ دى سره او تور يې يو تر بله خوا په خوا كړل څه درانه خاندانونه يې رسوا كړل مساوات او مواخات يې اعجمي دى زه ښه پېژنم سلمان*( چي مزدكي دى دى دا زوى د عبدالله يې تېر ويستلى يو طوفان يې په عربو راوستلى د هاشم اولاد له هوډ او ننګه دور شو په دې دوه ركعته لمونځ يې مخ بې نور شو اعجمي څخه نسب د عدنان چرته؟ وايه ګونګ سره ګفتار د سحبان چرته؟ ټول ړانده شول د عربو مشران اې زهيره!* پرې به نه ږدې ګورستان په دې دشت كښې موږ دپاره يې دليل ته راشه مات كړه دا جادو د جبرئيل ته وايه بيا سنګِ اسوده وايه- وايه وشو څه له محمده( وايه- وايه قبلوونكيه د بنده عذر هبله! د خپل كور نه بې دينان وباسه خپله دا رمه يې د لېوانو حواله كړه دا خرمايې لا په ونه كښې ترخه كړه مل صرصر ته د صحرا د باد سره كړه "انهم اعجاز"( نخل خاويه كړه لات منات چي لاړ نه شي د منزل نه او كه دورمي چي مي لاړ نه شي د دل نه اې زموږ په دواړو سترګو ستا وثاق لږ مهلت "ان كنت از معت الفراق"( د عطارد آسمان د جمال الدين افغانيرح او د سعيد حليم پاشارح د روحونو زيارت دا يو موټى خاوره وړاندي لاړه په فضا كښې تـګ په تـګ په خپلي تجلۍ په تماشا كښې يا خو زه ګير شوى يم په دام د هست و بود يا زما په دام كښې راګير شوى دى وجود څيره په فلك كښې او دا چاك به وي له ما نه زه يم له افلاكو كه افلاك به وي زما نه يا خو دى فلك زما ضمير دى راګير كړى يا زما بيدار ضمير فلك دى را زېر كړى پوه نه يم چي څه دي؟ څنګه دي؟ عقل مي حيران دى زه يم په جهان كښې كه په ما كښې دا جهان دى لاړمه روان شومه په پر شوم بل آسمان ته لاړم ور داخل شومه يو بل نوي جهان ته دې جهان كښې هم غرونه، دښتونه، بحر او بر ؤ دا زموږ د خاورو له دنيا ديرينه تر ؤ داسي يو جهان چي د ايرك نه جوړ پيدا ؤ لاس نه د آدم تر اوسه پټ پاتې تنها ؤ نه ؤ په تخته يې د وجود لا څه نقشونه نه ؤ څوك چي كړى يې په فطرت اعتراضونه ما ويل روميرح ته چي دا څنګه ښه صحرا ده څه ښكلې په غره كښې رواني يې د دريا ده ورك د دې دنيا نه چي د ژوند همه نښان دى بيا راځي له كومه دغه ږغ چي د اذان دى وې راته روميرح چي دا مقام د اولياء دى دا جهان زموږه د دنيا سره آشنا دى كوم وخت چي آدم ؤ د جنته را وتلى پاتې ؤ دوه ورځي دى عالم كښې غم ځپلى دغه فضاګانې د دردو په اور ژوندۍ دي ليدلې يې په سترګو د سپېدو د وخت زارۍ دي دا بختور ځاى دى، بختور يې زائران دي واړه صاحبان د مقاماتو دي پاكان دي پاك خلـګ راځي لكه فضيلرح او بوسعيدرح واړه عارفان لكه جنيدرح او بايزيدرح پاڅه چي دا لمونځ د جماعت خو په لاس راشي دا سوز و ګداز څه يو ساعت خو په لاس راشي" ورغلو كتل مو دوه سړي وو په قيام ترك يې مقتدي ؤ افغاني يې ؤ امام پير د رومرح چي تل وي په حالت كښې د حضور مخ يې شو روښانه په ډېر ذوق او په سرور وې چي مشرق داسي دوه نور نه دي زېږولى نوك يې د تدبير چي زموږ غوټي پرانستلې دا جمال الدينرح دى چي سيد دى د ساداتو ژوند يې د ګفتار نه حاصل كړى كائيناتو دا دويم د تركو دى سالار حليم دردمند دى فكر د هغه د خپل مقام په ځير بلند دى دوه ركعته دوى سره كول عظيم طاعت دى وګڼي خو كار دى چي بدل ور له جنت دى" غه ښكلې قرات د دى سپين ږيرې بلا نوش وې يې چي والنجم او هغه دښت ورته خاموش دا رنګي قرات وي چي خليل ورباندي مست شي بيا سپېڅلى روح د جبرئيل( ورباندي مست شي زړه پرې د سينو دننه مست شي ناقلار شي شور د الاالله پرې له قبرونو رابيدار شي تور لوګي له هم يو اضطراب د شعلې وركړي زړه له خپله سوزه د داؤد( په شان خبر كړي هر هغه چي غيب وي له قراته يې عيان شي واړه راښكاره ترې حكمتونه د قرآن شي پس له لمونځه زه له خپله ځايه پاڅېدمه ښكل مي كړل لاسونه د هغه چي وراغلمه وې ورته روميرح چي "دا بڅرى جهان ګرد دى پټ د ده په زړه كښې يو جهان د سوز او درد دى ډوب دي په خودۍ كښې د خپل ځان په ننداره دى چاته يې خپل زړه وركړى نه دى آزاده دى كاندي به لټون د كائينات كښې ډېر مښود ځكه له شوخۍ زه ورته وايم زنده رود" افغاني او زنده رود افغانيرح وايه زنده روده! څه زموږه له خاكدانه وايه څه خو ته زموږ له مځكي له آسمانه خاوره يې خو ستا د فرشتو غوندي نظر دى څه دي هم راوړى د مسلم ملت خبر دى؟ زنده رود وينم د ملت هغه ضمير جهان شكن كښې جوړه ده جګړه يې په "دين" او په وطن كښې روح يې دى مړ شوى چي كمزوري يې يقين دى هم اوس نااميده د قوت نه د خپل دين دى ترك دى كه عرب په فيرنګي پسې روان دى پړى د فيرنګ دي ور په غاړه كه ايران دى زمول زموږ مشرق شو د مغرب له سلطنته يوړو كميونيزم خوند له دين او له ملته افغانيرح (((دين او وطن))) وګوره شاطر ته د مغرب چي لوى عيار دى جال كښې د وطن يې راګير كړى هر ديندار دى هغه دى په فكر د مركز تا كښې نفاق دى لري كړه دا خيال چي "دغه شام دغه عراق دى" پوه كړه ځان په دې كه ته تميز لرې سپېڅلى تا په خاورو ګټو پوري زړه ولي تړلى دين څه دى؟ خو دا چي ځان د خاورو نه بالا كړه روح دي د خپل ځان د معرفت سره آشنا كړه څوك چي الله هو وايي هرګز نه حصاريږي غه په دې څلور ګوټه دنيا كښې نه ځاييږي خاورو نه پيدا واښه له خاورو په هوا شي حيف دى كه سپېڅلى روح په خاورو كښې فنا شي څو كه ظاهر شوى دى آدم د آب و ګِ ل نه ګل غوندي كه اخلي رنـګ او نم د آب وګِ ل نه حيف دى چي دى تل په آب و ګِل كښې راحصار شي ښايي چي له دې مقامه پورته په رفتار شي تن وايي مادي يې د مادې سره يار اوسه روح وايي جهان دى بې كنار- بې كنار اوسه نه ځايېږي روح په جهانونو كښې هوش منده حُر خو بېګانه وي تل له هره قيده بنده حر په تورو خاورو كښې ژوندون كولاى نه شي خاورې د منږك غوندي بازان لړلاى نه شي هغه موټى خاورې چي نامزد دي په وطن ته چي ورته وايې دا ايران دى دا يمن خود د خلګو تل د خپل وطن سره نسبت وي ځكه چي له خاورو يې جوړ شوى كل ملت وي اوس كه دې نسبت ته نظر وكړې ښه په مينه ځير به كړې نكته چي له وېښته هم ده مهينه دا خو ده ښكاره چي له مشرق شي را د بره لمر سره د شوخو پلوشو د لاؤ لښكره اور يې ځكه بل دننه زړه كښې بې قرار دى خلاص چي شي مشرق او په مغرب كښې ګرفتار دى دى چي د مشرق نه را ښكاره خپله جلوه كا داسي راخوره شي چي دنيا همه قبضه كا اصل د فطرت نې له مشرق مغرب بري دى څه كه د نسبت نه ښكاري دا چي مشرقي دى ((( اشتراكيت او ملوكيت "صاحب د سرمايې( چي غه له نسله د خليل دى دا هم دى پيغمبر خو پيغمبر بې جبرائيل دى په دې چي په باطل كښې يې دى پټ د حق څراغ مومن خو يې دى زړه ولي كافر يې دى دماغ نن ورځ له مغربي قامونو ورك دي آسمانونه بس يو د ګيډي كار ورته هم دين هم مذهبونه روح نه اخلي له تنه زنګ او بوى ځكه چي پاك دى او بې له تنه وايه چي څه كار د اشتراك دى يو داسي دين د هغه پيغمبر حق ناشناس دى چي جوړ په مساواتو يې د ګيډي كل اساس دى ته غواړې كه مقام د ورورولۍ نو هغه زړه دى دا ځكه چي بنياد يې دى له زړه له ګيډي نه دى هم ملوكيت دى چي نفسونه پرې څاربه شي توره يې سينه شي نور يې ختم ورك يې زړه شي وي لكه مچۍ چي د هر ګل د پاسه پښې ږدي يوسي ګبيني ترېنه او تشي پاڼي پرېږدي بوى او رنـګ او پاڼي ښاخ د ګل هم هغه شان وي هم يې په ښايست ژړا كوونكي بلبلان وي پرېږده د ظاهر د رنـګ او بوى جادو يې څه وي ګوره يې باطن ته چي هيڅ پاتې پكښې نه وي مرګ د باطن نه ښكاري ليدل يې ډېر مشكل وي ګل ورته ونه وايې معنا كښې هغه ګل وي روح د دغو دواړو بې قراره وي پرېشان وي نه پېژني خداى او تېر ويستونكى د انسان وي ژوند يو له خروج بل له خراج شي په آسانه وي انسان ښيښه د دغو دوو ګټو تر ميانه يو نه پرېږدي ژوند په دين او علم او په فن كښې بل د چا په لاس كښې ټوك ډوډۍ او روح په تن كښې غرق مي دواړه وليدل په خټو كښې نسكور وي سپين سپېڅلي دي په رنـګ دړه خو په زړه تور وي ژوند څه دى؟ خپل ځان په سوځېدو كښې سازول وي خاوره كښې د ژوند د زړونو تخم غورزول وي ((( سعيد حليم پاشا شرق او غرب زبركى د مغرب خلګو لره ساز دى د ژوندون مشرقيانو لره عشق يوازي راز دى د ژوندون 1چي ملګرى دغه عشق د زېركي سره كوم دم شي را پيدا د دغو دواړو نه يو بل نوى عالم شي پاڅه- پاڅه د بل نوي جهان جوړ كړه بنيادونه ته د عشق او زېركۍ په امتزاج كوه كارونه 2اوسېدونكى د مغرب په خپله توره لګېدلى دي پراته د خپل نخچير غوندي پخپله پرهر ژلي چي مستي او سوز ونه غواړې د دوى له انګور تاكه نوى دور به را پيدا نه شي د هغو له افلاكه په ژوندون كښې سوز و ساز خو ستا له اوره را اظهار دى اوس يو بل نوى جهان پيدا كول خو هم ستا كار دى ټپې د مصطفٰى* د تجدد مي اورېدلې چي وايي دا زاړه نقشونه ښه ښكاري وينځلي په دې به نوى نشي د كعبې رخت د حيات كه راشي د فيرنګ نه ورته نور لات و منات د تركو په رباب كښې چرته پاتې نوى ټنګ دى دا نوى چي ګڼي دا خو زوړ شوى د فيرنګ دى معلومه شوه نور پاتې په سينه كښې يې دم نه ؤ په ډډ كښې د ضمير يې چرته نوى عالم نه ؤ هم دا يې ؤ سبب د زمانې سره چي ساز شو د دې تهذيب له تاره لكه موم هسي ګزار شو پيدا دى هسي رنګه طبعيت د كائينات په بل پسې چي تـګ شي جوړې نه نيسي حيات ژوندي زړونه خلاق وي كړي پيدا نوي عصرونه عادت چي د تقليد شي بې حضوره يې شي زړونه په تا كښې كه همت او حوصله د مسلمان وي پخپل ضمير كښې فكر ستا نظر به پر قرآن وي موجود په هر آيت كښې يې سل نوي جهانونه هر آن هره لمحه كښې يې را نغښتي دي عصرونه يو بطن يې دى ټولي زمانې ته رسېداى شي ليكن د زړه نظر دي كه معنا ته رسېداى شي بنده مومن آيت وي يو نښان د پاك مولٰى وي هر يو جهان د ده د تسن دپاره يو قبا وي قرآن يې خبردار د ژوندانه په هر هنر كا زړه چي يې قبا د يو جهان شي بله ور كا زنده رود بېړۍ مو بې ماڼګۍ ده د ساحل مو نښان چرته؟ حيران يو چي پيدا به شي عالم د قرآن چرته؟ افغانيرح ورك لا يو عالم شته لا زموږه په سينو كښې بس خو دى د "قم" په انتظار دى په راتلو كښې نشته امتياز پكښې د ويني او د رنـګ روڼ لري ماښام د سپين سحر نه د فيرنګ پاك هغه عالم دى د بادشاه او له غلامه زړه د مسلمان غوندي بې حده بې تمامه غه ښكلى عالم چي يې د فيضه د نظر تخم را زرغون شولو په زړه كښې د عمر هغه لازوال دى واردات يې نوي- نوي پاڼي او مېوه له محكمات يې نوي- نوي تل يې چي باطن د تغير نه وي بې غمه شته يې په ظاهر كښې انقلاب له هره دمه دى هغه عالم په تا كښې ښه وكړه نظر زه يې دركوم له محكماتو دا خبر ((( د قرآني عالم محكمات (1) د آدم خلافت ښكاري دوه عالمه كښې آثار د محبت سر د آدم زوى دى له اسرار د محبت مه ګڼه چي راز به وي د ميني له ارحامه دى له سام او حامه، نه د روم او نه له شامه بې شرقه بې غربه پرېوتل نه يې غروب شته دا دى هغه ستورى چي شمال نه يې جنوب شته يو ټكى د "اني جاعل" د ده تقدير دى څه چي دي له مځكي تر آسمان دا تفسير دى مرګ او قبر، حشر او نشر واړه يې احوال دي نور دى او كه نار د بل جهان دا يې اعمال دي دى هغه امام، هغه صلوٰة، هغه حرم دى هغه سپاهي، هغه كتاب، هغه قلم دى غيب يې شي حضور خو په ورو- ورو په منزلونه ملك يې دومره لوى دى چي يې نشته دى حدونه بس د ده وجود شو اعتبار د كائيناتو هم يې اعتدال ګڼه معيار د كائيناتو څه به درته وايم د دې بې ساحل دريابه غرقې يې په زړه كښې زمانې دي بې حسابه هغه چي ځاييږي په آدم كښې نو عالم دى هغه چي عالم كښې نه ځاييږي نو آدم دى لمر، سپوږمۍ يې دواړه ظاهر شوي له جلوت لار يې جبرائيل موندلې نه ده د خلوت لوړ د آسمانونو نه مقام دى د آدم اصل كښې تهذيب خو احترام دى د آدم سوال كوې له ژونده، څه خبر يې؟ چي ژوند څه دى دا يك بينه عشق دى چي كثرت ته په كاته دى ښځه سړي واړه محبت سره تړلي بس له دغه شوقه جهانونه زېږېدلي ښځه محافظه ده د ژوند د حرارت ليك د ژوند رازونه يې په لوح دي د فطرت اور له موږه واخلي په خپل ځان څومره ستم كا جوړ يې خپل جوهر د دغو خاورو نه آدم كا شته يې په ضمير كښې ممكنات د ژوندانه دى د دې له سوزه ټول ثبات د ژوندانه ده هغه شعله چي ډېر بڅري ترې زېږېږي بې د دې له سوزه روح او تن نه يو ځاى كيږي دا چي په عزت وي موږه هم به په عزت يو ځكه چي راغلي هم د دې په وساطت يو مخكښې يې صفا كړه كه در كړى خداى بصر پسته نو پاكۍ ته د هغې وكړه نظر اې چي كړې حاضري زمانې غافل له دينه واوره د پړدې په حق خبره كوم سپينه ذوق دى د تخليق لكه چي اور وي په بدن كښې څومره چي سيوا شي وي رونق په انجمن كښې هر څوك چي حاصل له دغه اوره خپل قسمت كا بيا نو د خپل سوز او هم د ساز ښه حفاظت كا نقش په نظر كښې ساتي خپل په هر زمان دا د دې دپاره چي پرې بل نه شي عيان ځكه ؤ حرا كښې مصطفٰى( خلوت نيولى بې له خپله ځانه يې بل كس نه ؤ ليدلى خداى( د دوى په زړه كښې دا زموږ نقش پيدا كړو دا خو يې خلوت ؤ چي ملت يې ترې نما كړو دا خو ده ممكنه چي منكر شې له يزدانه كړاى نه شې انكار د پاك نبي( له لويه شانه زړه كه د حكيم غوندي هر څو لرې روښانه شنډ به دي افكار وي چي خلوت نه شې انسانه لا به دي ژوندى شي تخيل چي كم ګډون كړې ډېر چي وي ژوندون ډېر به موندل ډېر به لټون كړې شوق دى او كه علم دا د ژوند دي مقامونه دواړو لره خپله برخه وركړي الهامونه علم ته كه ځير شې د "تحقيق" نه لذت مومي عشق وته چي ګورې د "تخليق" نه لذت مومي خوښ به يې جلوت وي چي صاحب وي د تحقيق خوښ به يې خلوت وي چي صاحب وي د تخليق سترګو د موسٰى چي ؤ خواهش د ديدار كړى پوه شه چي لذت ؤ د تحقيق بې قرار كړى شته "لن تراني" كښې څه نرۍ نوې نكتې لږ په دې ژور درياب كښې ووهه غوپې پر دې هر خوا پرتې دي نخښې د حيات ډك دى د چينو نه يې ضمير د كائينات ګوره هنګامې او نښانې د جهانونو مه وركوه خداى لره زحمت د جلوتونو نقش د نقاش ساتلې كيږي له خلوته ګوته كښې غمى د ده ځاييږي له خلوته د خداى( حكومت د حق چي څوك بنده وي بې پرواه له هر مقام وي نه څوك د ده غلام وي، نه هغه د چا غلام وي بنده چي څوك د حق وي ځوانمردي لري آزاد وي كه ملك وي كه آئين وي، د هغه نو خداداد وي همه رسم و رسوم دين او آئين يې وي د حق نه كه ښه وي او كه بد، تراخه شېرين يې وي د حق نه د غيرو د ښېګړې نه خودبين عقل غافل وي د غيرو فكر نه كړي چي خپل سود ورته حاصل وي لېكن د حق په وحي كښې ښېګړه د هر چا وي نظر يې تل په سود او په بهبود زما او ستا وي كړي عدل، كه وي صلح او كه جنـګ وي كه مصاف وي كه وصل كه بېلتون وي لا يراعي* لا يخاف وي بغير د حق نه څوك چي شي حاكم په انسانانو جاري شي ظلم زور د زورورو په خوارانو د دې فلك د لاندي اميري خو قاهري ده د خداى نه ما سيوا چي اميري وي كافري ده حاكم چي وي قاهر او ورسره وي پخته كار چاپېر كاندي له ځانه د قانون نوى حصار جره شاهين ته ګوره چي په رپ د سترګو ښكار كا يو چتې د مشير په حيثيت واخلي په كار كا بيا جوړ دغه مشير د قاهرۍ ورله دستور كا يو ړوند واخلي سرمه ګويا بل ړوند ته يې حضور كا حاصل د بادشاهانو د قانون نه وايه څه وي؟ دهقان وي وچ د دوك غوندي غټان پكښې څاربه وي افسوس مي په دستور د فيرنګي جمهوريت دى چي مړه وي لا يې مړه كړي د شپېلۍ يې دا صفت دى دا ټول لكه فلك شعبده باز او ظالمان دي ناتوان يې په چل- چل دي راګير كړي شاطران دي وي څوك پكښې شتمن او د افلاس په چا غمونه هر يو د ټګۍ ايښي وي يو بل وته دامونه وينا به كوم سپينه چي صفا مي په زبان دي يو موږ لكه جنونه دوى زموږ سوداګران دي دې ميني د سرو سپينو ډېري سترګي كړلې سپيني اوس مياندي مصيبت ګڼي اولاد پر ځاى د ميني افسوس په داسي قام به په دنيا كښې د چا ښه شي چي شنډه كاندي ونه چي مېوه يې پيدا نه شي په دې چي يې زخمك نغمه له تاره پيدا نه كا دننه وي لا نې وي پيدا شوي چي يې مړه كا ښېوې دي پكښې ډېري چي يې ګورم رنګارنګه خو زه بې د عبرت نه به څه اخلم له فيرنګه؟ اې هغه چي يې ګير يې په تقليد كښې اوس آزاد شه لمن د قرآن ونيسه آزاد اوسېږه ښاد شه مځكه د خداى ملك دى مشرق نه تر مغربه د آدم دغه قيصه ده د خاورې په سر جنـګ دى او په هر ځاى كښې فتنه ده موږ ټول يې څښتنان يو او هغه ناوې يوه ده كوډګره د يو نه ده هم د هر يوه سره ده غلط يې په نخرو مه شه همه مكرو رياه ده دا ځلند حقيقت دى نه دي تا ده نه زما ده كېداى شي كله روغه په انسان او په حجر كښې دا ګټي خو سامان دى د مقيم ته يې سفر كښې د ويښ او د ويده به وايه څرنګه ګډون وي چي پروت وي ملګرتيا د هغه څه كړې چي په يون وي خداى وايي چي دا مځكه ده متاع زما او ستا ده بيا څنګه بې بها ده دا متاع څنګه ويړيا ده ته زده كړه زمينداره دا نكته د زړه ككۍ ده روزي او ګور ترې اخله نوره ستا نه ده پردۍ ده يې څو به ور تر غاړه ته يې بود هغه نابوده ته ښكاره وجود هغه نمود دى بې وجوده "يا تور يې فكر وكړه دى دي اصل له افلاكه ته پرانېزه وزري ځان دي څنډ وهه له خاكه لږ بطن د "الارض لله" وګوره ظاهر دى هر څوك چي دا ظاهر نه ويني پوه شه چي كافر دى مه پرېږده دنيا كه دا دي خيال وي دا خطا دى ټول دولت د دې جهان د رنـګ و بوى دي تا دى واخله د ګوهر هره دانه د دې له خاكه ښكار لكه باتور يې كړه تر لاسه له افلاكه ووهه ترخځ دي د هغې په دنګو غرونو "نور دي دځان واخله" كړه ګزار يې په اورونو پرېږده آذري د دغې كار نه دي زړه سوړ كړه ته د خپلي خوښي ځان له نوى جهان جوړ كړه ته په سمي غرونه رنـګ و بوى د دنيا څه كړې زړه خو د خداى كور دى چي بل چا ته يې ور نه كړې څنګه هغه مرګ وي چي بې ګور او بې كفن وي هغه چي په غم كښې د فرزند او زر او زن وي هر كله عامل په لا الله چي كوم انسان شي ورك په شخصيت كښې د هغه تمام جهان شي فقر ده نه لوږه كه بربنډه نه ګډا ده فقر سلطاني ده رهباني واړه خطا ده ((( حكمت لوى خير دى خداى ويلي چي حكمت خير كثير دى چي كوم ځاى يې مومي اخله ستا جاګير دى علم حرف وته آواز ته، وزر وركا خر مهرې ته لطافت د ګوهر وركا شي افلاكو ته هم علم رسېدلى شي نظر د لمر له سترګي شو كولى د هغه نسخه هر څيز لره تفسير دى په تدبير پوري تړلى يې تقدير دى كه له دشته حباب غواړې حباب وركا كه له سينده سراب غواړې سراب وركا كړي نظر په وارداتو د دنيا چي شي بوى په محكماتو د دنيا كه په خداى وتړې زړه پيغمبري ده كه د خداى نه بېګانه شې كافري ده كه دي سوز د زړګي نه وي علم شر دى كه يې نور دى خو تياره د بحر او بر دى كور و كر يې له ګيسونو دا جهان شي پسرلى يې هم وګړي ته خزان شي سمي غرونه كه سيندونه باغ او راغ دي له بمونو د جهاز نه يې داغ- داغ دي هم د ده نه د فيرنګ سينه كښې نار دى خوند د ده نه د شبخون او د يلغار دى دا دنيا روانه وي د وحشت لور ته د قامونو سرمايه اچوي اور ته چي قوت يې د ابليسه سره يار شي څوكه نور دى په صحبت د نار به نار شي مرګ مشكل دى د ابليس څه آسان نه دى دا په دې چي پټ ژورو كښې د زړه دى دا به ډېر ښه وي چي هغه مسلمان كړې ته چي قتل يې په توره د قرآن كړې بې جماله د جلال نه استان غواړه له فراق بې د وصاله امان غواړه علم بې عشقه وي دام د شيطانانو او د عشق سره وي كار د لاهوتيانو مړ حكمت دى او كه علم د دانا دى بې له عشقه عقل غشى نارسا دى ړوند خرد بينا د ميني په ديدار كړه بولهب نه جوړ علي حيدر( كرار كړه زنده رود محكمات يې تا بيان كړل له كتابه خو هغه عالم له نه دى بې حجابه ولي نه اخلي پرده له خپل بشر له ضمير مو ولي نه راځي بهر يو عالم موږ سره زوړ او فرسوده دى چي ملت د دې په خاورو آسوده دى سوزد كرد او د تاتار له زړه وتلى مړ مسلم شو كه قرآن دى دم ختلى سعيد حليم پاشا دين د حق د كافرۍ نه لا رسوا دى دا په دې چي "كافر ګر" مومن ملا دى موږ ته خپله برخه هم ښكاري چي بم دى او هغه ته دا درياب لكه شبنم دى ضمير نه لري هغه قرآن فروش دى جبرائيل( يې هم له لاسه په خروش دى د خاوند نه د افلاكو بېګانه دى دا قرآن د ده په نزد يو افسانه دى ترې نه پاتې د نبي( د دين حكمت دى ستوري نه لري آسمان كښې يې ظلمت دى كم نظره دى بدذوقه بدزبان دى ټول ملت يې له جګړو ځان په ځان دى مدرسه، ملا، رازونه د كتاب لكه وي مورزادي ړوند نو د آفتاب د كافر دين خو تدبير دى د جهاد د ملا دين د الله په نوم فساد مرد د حق چي په خلوت كښې په آرام دى ورته ورسوه دا زما پيغام دى اې حيات چي د مومن ستا له صحبت دى ستا له دمه د ملت استقامت دى اې چي حفظ د قرآن د ستا آئين دى حق وينا كول په ډاګه د تا دين دى ته كليم يې يې تر څو به سرنګون د لستوڼي نه خپل لاس كړه را بېرون قيصه ووايه د ښكلي روڼ ملت كړه هوسۍ ته د صحرا ښكاره وسعت ستا فطرت خو نوراني له مصطفٰى( دى آخير وه خو وايه كوم مقام زما دى؟ عارف كله رنـګ او بوى اخلي د چا نه او كه اخلي مرد د حق نو له يزدانه نوى روح د ده په تن كښې هر زمان وي لكه حق يې په هر دم كښې نوى شان وي دغه راز په هر مومن كړه بيا عيان چي شي دى "كل يوم هو في شان" بې كعبې نه بل منزل د كاروان نشته بې د حق نه يې په زړه كښې ارمان نشته دا مي نه دى سر كاروان په بل منزل دى خو كاروان بدل نظر يې هم بدل دى افغانىرح خبر نه يې د نبي( هسي فرمان دى چي ريښتونى دين "غريب" په دې جهان دى د دې پاك ټكي مطلب نه په دا شان دى چي د دين غربت- غربت د مسلمان دى هغه كس ته چي يې نيت د پوهېدو دى د غربت مطلب ندرت د مسلو دى د غربت شكل هر عصر كښې جدا دى ځان پرې پوه كړه كه نظر د تا رسا دى بيا مشعل د لار كړه ځلند آياتونه نوى عصر كړه راګير په كمندونه د اسرار و د كتاب نه بې خبر دى ټول شرقي، غربي په بلو- بلو سر دى نن د روس خلګو پيدا نوى دوران كړو كړه تر لاسه يې ډوډۍ دين يې تاوان كړو اې حق بينه، حق غوښتونكيه، حق نمايه! هغه قام ته مي دا دوه خبري وايه روسي ملت ته د افغانيرح پيغام دى منزل او هم مقصود د قرآن نور څه خو جوړ كړى خپل آئين مسلمان نور څه اوس د زړه هغه تاؤ هغه اور نشته په سينه كښې يې د پاك نبي( كور نشته مسلمان له قرآن وانه خيسته ګټه په پياله كښې يې شراب ښكاري نه خټه هم يې ما ته كسرائي او قيصري كړه هم يې بيا پخپله جوړه بادشاهي كړه چي نهال د سلطنت شو كلك او شين بيا نو رنـګ له بادشاهۍ واخيستو دين په سبب د بادشاهۍ نظر بدل شي عقل او هوش رسم او رواج او لير بدل شي تا چي جوړ نوى نظام لره بنياد كړو زوړ دستور د بادشاهۍ دي چي برباد كړو لكه موږ مسلمانانو يو كرت كړل مات هډونه تا د دې قيصريت كړل ته به بله د ضمير تته ډيوه كړې كه عبرت دپاره ځير زموږ قيصه كړې په دې جنـګ كښې دي پښې ټينګى لره شيره د دې لات هبل نه مه چورله چاپېره دا زړه دنيا كړي سوال چي يو ملت وي د بشير او د نذير په كښې صفت وي بيا به ته را خپلوې شرقي قامونه ستا د دوى سره تړلي قسمتونه بلې كړې تا په ځان نوې لمبې دي ستا ضمير كښې نوې ورځي نوې شپې دي زوړ شو دين او كه آئين ؤ د فيرنګ دا زړه بتخانه وينه مه ستا رنـګ تا چي كار د دې خدايانو كړو تمام كړه د "لا" نه اوس "الا" وته خرام پرېږده "لا" كه په طلب كښې ګړندى يې د اثبات په لار كښې ځې تل به ژوندى يې په عالم كښې چي نظام غواړې ښاغلي څه محكم غوندي احساس دي لټولي چي د زوړ داستان دي ووينځه هر باب كړه د فكر روښنايي ام الكتاب دې تور رنګو ته چا يد بيضا وركړو زېرى چا د لا قيصر او كسرٰى وركړو غلط مه شه دي جلوې يې رنـګ په رنـګ ځان به بيا مومې كه پرې دي شود فيرنګ كه له مكره يې خبر د مغربيانو مزري شي پرېږدۍ خوى د ګيداړانو ګيدړتوب څه دى؟ خو ځير مه د حشمت شېر د خداى خوښوي مرګ او حريت بې قرآنه كه شيري وي روباهي ده قرآني فقر اصلي شهنشاهي ده د قرآن فقر ګډون د ذكر او فكر فكر نه مومي تكميل بغير له ذكر ذكر، ذوق او شوق ته زده كړه د ادب ده مشغله ده دا د روح نه چي د لب ده زړه سېزونكى ترې لمبې را پورته كيږي خو مزاج سره لا ستاسو نه جوړيږي اې د فكر په ادا مسته ملته! زده له ما د قرآني فكر كړه پته دى قرآن د مرګ پيغام سرمايه دار ته په تنګسه كښې رسېدونكې خوار و زار ته نشته خير له دې نامرد سرمايه داره "لن تنالوا" به دي لوستي وي هوشياره! نور د "سود" نه څه جوړيږي؟ خو فتنه څومره خوند كوي قرضه حسنه سود پيدا د روح تياره كړي سخت پرې زړه شي پنجې غاښ د سړي نه وي خو لېوه شي روزي تل له مځكي اخله دا روا دي دى متاع زموږ چي هر څه د مولا دي دې مومن بنده امين حق يې څښتن دى كل هلاك دى بس ژوندى يو ذوالمنن دى بادشاهان د خداى نښان را سرنګون كا دوى چي ورشي ښار او كلي خوار زبون كا كه خوراك مو دى كه څښاك له يوه خوا دى بس "كنفس واحدة" همه انسان دى چي قائم په دينا نقش د قرآن شو كه كاهن ؤ كه پاپا ؤ كار يې وران شو اوس په جهر وايم هر څه مي په زړه دي ښه خبر شه دا كتاب نه دى نور څه دي دا چي ځان كښې شي دننه ځان بدل شي ځان د چا چي شي بدل جهان بدل شي دا د حق غوندي هم پټ او هم پيدا دى هم ژوندى او هم قيوم او هم ګويا دى د مغرب، مشرق تقدير شي جوړواى ورته ځلند فكر ښه شي رسېدلاى مسلمان ته وايي دا په تلي سر كړه چي دي زيات وي د حاجت نه هغه ور كړه تا كړو جوړ نوى آئين نوى جهان هم لږ يې ځير كړه په رڼا كښې د قرآن هم د ژوندون د زېر و بم نه به خبر شې د ژوندون د هر تقدير نه به خبر شې كه محفل مو بې شرابو بې ساقي دى لا په ساز كښې د قرآن خو ژوند باقي دى كه زخمك مو بې اثره هر ګزار كا ورله خداى به نور پيدا هزار- هزار كا 3د حق ذكر پامتدار د ذاكر نه دى احتياج يې روم او شام ته وايه څه دى كه يې واخلي خداى له موږه يې بهر كا په دنيا كښې بل يو قام ته به يې ور كا په مسلم كښې يو تقليد او درېيم ظن دى له دې خياله په لړزان زما بدن دى زه وېرېږم چي محروم به يې مولا كا خپل الفت بۀ په يو بل زړه كښې پيدا كا [ ((( د روم پير زنده رود ته وايي: "چي شعرونه واوره" هغه پير د روم چي جذب او درد پا تر سره پوه يم چي يې حال شو د زړه څه په دې خبره آه يې داسي وكړو تا بۀ وې غوڅ يې ځيګر شو وينو د شهيد غوندي د اوښكو په پرهر شو هغه چي پېرل يې غشي زړونه د مردانو مخ يې افغاني ته كړو وې يې په لبانو ښايي چي موږ زړه سور لكه شفق كړو تېر د همت لاس چي و فتراك وته د حق كړو زړه مو په اميد لكه وله هسي روان دى ترك د اميد مرګ دى او مرګى هم جاودان دى بيا يې ما ته وكتل ويل يې "زنده روده" بل يې اور په زړه كړو له دوه بيته له سروده اوښه مو ده ستړې او درنه مو كجاوه ده لا ترخه نوا ښايي ساروان ته چي تنګسه ده تل د پاكو خلګو امتحان په بلا كيږي تږي چي لا تږى كاندي دا هم روا كيږي پاڅه د كليم په شانې تېر په رود نيل شه اور ته ور روان په روڼ تندي لكه خليل شه بوى د خپل آشنا چي وي د هر چا په نغمه كښې بيايي يو ملت د آشنا درته په شېبه كښې ((( د زنده رود غزل دا ګل او لاله خو به ته وايې چي مقيم دي ټول دا دي لاروى ګويا موجونه د نسيم دي ټول نوې معنا غواړه، پيدا نه شوې وايه چرته دي شته دى ميخانه، مسجد، مكتب خو شنډ عقيم دي ټول زده كړه د خپله زړه نه د مطلب ټكى پتنګ شه پرې دا منجاوران دلته بې سوزه د كليم دي ټول مه وايه د دوى د صفائي خو راته مه وايه دا تكيه نشين، ببروېښته ګنده ګليم دي ټول ګوره علماء چي يې بل حرم كړو جوړ يو مني څښتن په خوله په زړه باندي دوه نيم دي ټول بده نه ده دا چي هنګامه د محفل يخه شوه ګرانه خو شوه دا چي بې خوني او بې نديم دي ټول د زهرا فلك زموږه او د لمر د رڼا منځ كښې دي زرګونه پراته دي يو په بل د فضاګانو حجابونه زوړندى زموږ په مخكښې سل رنګه پردې دي تاؤ د دې پړدو نه آتشي غوندي جلوې دي دا د دې دپاره دي چي زور د تاؤ يې كم شي تاؤ يې چي د پاڼو بوټو فصل لره سم شي تاؤ نه يې پلو كښې د لاله وينه چليږي رقص نه يې ولي هم د پارې غوندي ځليږي دغسي پاك روح دى چي د خاورو نه عيان شي پسته نو په لور د بې لورۍ د رومي روان شي لاره كښې يې مرګ او حشر وي حشر او مرګ وي تاؤ د محبت ورله توښه وي ساز او برګ وي بره په سلګونو فضاګانو د آسمان كښې وخوري غوپې وخوري بيا بهر په يوه آن شي دى د ځان حريم او هم پخپله ابراهيم دى خپله اسمٰعيل غوندي خپل ځان ته په تسليم دى نهه آسمانونه ورته نهه خيبرونه تل يې د مقام نه د حيدر وي ګزارونه پر له پسې دا مجاهده چي وكړي پاك شي داسي هم محكم شي هم سيار شي هم چالاك شي بيا يې نو پرواز په فضاګانو كښې د نور شي پنجه كښې راګير يې جبرائيل( ملك او حور شي دلته يې مازاغ البصر* برخه شي سرشار شي راشي په مقام د عبده جوړ څوكيدار شي هيڅ پرې نه پوهېږمه چي كوم مقام زما دى دومره يم خبر چي د يارانو نه جدا دى جنـګ را كښې دننه بې سورو پلو نه سر دى ويني يې زما غوندي صاحب چي د نظر دى نور ترې بې خبر دي جنـګ د كفر او د دين دى ځان مي ورته ګوښى لكه زين العابدين دى نه څوك له مقامه نه له لاري خبردار دى بې زما د ږغ نه چي څراغ د حق د لار دى ډوب دى په درياب كښې كه ماشوم كه ځوان كه پير دى بس خو ځان ساحل ته پوري ويستى يو فقير دى څومره چي پردې وې لري ما كړې له زندانه ويره كړم له وصله هم ژړېږم له هجرانه وصل كه د شوق په نتيجه كښې حاصليږي اې زما فرياده بې اثره څه به كيږي؟ بيا د لاروي نه به د لاري څه لټون شي مينه يې د زړه چي په راحت او په سكون شي زړه هغه لرم چي غواړي ما نه هر زمان ذوق د نندارې مي دم په دم نوى جهان بس خو يو روميرح خبر د زړه په حال زما دى وې چي "بل عالم غواړې؟ نو راشه واخله دا دى" مينه ده شاطره زه په لاس كښې يې مهره يم ګوره اوس په وړاندي په هيواد كښې د زهره يم دا دى يو عالم لري خمير له آب و خاكه پټ په تور غلاف كښې لكه پټه كعبه پاكه اوسېزه پردې د خپل نظر د برق په ځير شه منځ د لړو شخرو كښې دې لار جوړه كړه تېر شه وه به وينې هلته پخواني زاړه خدايان پېژنمه هلته چي دى څومره ځانه ځان "بعل" دى "مردوح" دى او "يقوق" او "نسر" "فسر" "لات" دى او "منات" دى او "رم خن" او "عسر" "غسر" بيا د خپل ژوندون دپاره ګوري بهانې مل يې دى مزاج د بې خليله زمانې ((( د پخوانو قامونو د خدايانو مجلس تېزه وه هوا توره وريځ لكه بلا وه وركه په تيارو كښې يې د تندر نه رڼا وه زوړند يې هوا كښې يو درياب ؤ لر و بر څيري يې لمن وه خو كم توى ترې نه ګوهر ورك يې ؤ ساحل او ؤ په زړه كښې يې موجونه دوى د هواګانو سره هم كول جنګونه زه او رومي دواړه "نن زړو" د سيند په ميان كښې وو لكه چي خيال وي د ضمير په شبستان كښې زوږ دى په سفر هغه زما نوى سفر ؤ ځكه په لېمو كښې بېقرار زما نظر ؤ هر ساعت به ما ويل نظر مي نا رسا دى و نه ليدو ما هغه عالم وايه كوم خوا دى ان تر هغه وخته چي كوهسار مو په نظر شو څه ښكلي چيني او مرغزار مو په نظر شو سل سپرلي په غېږ كښې د صحرا او د كهسار وو راغلل چي يادونه همه واړه مشكبار وو ډېري يې نغمې وې د مارغانو زړه را ښكونكې ښه تنكي واښه ښكلې چينې وې بهېدونكې ډېر يې د هوا نه پاينده د سړي تن ؤ روح به لا بينا ؤ څو دننه كه په تن ؤ ما پرې نظر واچوو د غر له يوې څوكي ښكلي غر، كمر او دښت يې كړى د نظر شوكي څه ښكلي كڅۍ وه نه يې نشيب نه يې فراز كړلو د دې خاورو د ژوندون اوبو نياز شته زاړه خدايان په كښې هر يو ځان ته څښتن دى هغه خداى د مصر دى او دا رب د يمن دى هغه له اربابو د عرب دا له عراق دى دا الٰه الوصل دى هغه رب الفراق دى دا د لمر د نسل نه او ځوم دى د قمر هغه په څښتن د مشتري لري نظر هغه يو په لاس كښې يې ده توره دوه مخونه هغه بل له غاړې تاؤ را تاؤ لري مارونه هر يو ترهېدلى له قرآني ذكر جميل دى زړه سورى د هر يوه له ګزاره د خليل( دى او بل مردوخ انسان له خدايه تښتېدلى هم له كليسا هم د كعبې نه اوړېدلى څو يې چي ادراك او په نظر كښې ارتقا شي هومره به د كفر پخواني دوران ته راشي اوس ورته خوندناك هغه زموږ زاړه آثار دي اوس زموږ په ذكر انسانان واړه سرشار دي بله افسانه نوې اوس واوري له دورانه باد د مراد راغلو د خاورو له جهانه" ډېر د خوشحالۍ نه "بعل" وكړه سرودونه نورو خدايانو ته يې وې زموږ رازونه د بعل سندره تيت په تيت انسان كړل واړه مځكي آسمانونه خداى يې بيا هم ونه موند كه تېر شو له ګردونه وايه د آدم په زړه كښې څه دي بې افكارو يو لكه چپه كړي سر اوچت او بل رمونه زړه يې تسله اوس په محسوس څيزونو كاندي بېرته را واپس به شي زموږ هغه دورونه تل دي وي ژوندى چي فيرنګى مشرق شناس دى موږ يې چي همه كړو د لحد نه رابېرونه شابه اوس مو وار دى اې خدايانو پخوانو ماته ده حلقه د موحدو مومنانو ذوق د الست هېر د ابراهيم له فرزندانو غونډه يې خوره ده جام يې ټول رېزې- رېزې دى پرېښووه باده د جبرائيل( هغه مستانو بند شول په اطرافو كښې مړدان چي آزاده وو پرېښودو يزدان وطن كړو خوښ مسلمانانو اوس يې سپيني تښتي د كفارو له دبدبه خوښ كړل زنارونه د حرم هم پيرانو شابه اوس مو وار دى اې خدايانو پخوانو ورځي په موږ بيا په جهان راغلې د طرب دين خوړلې ماتې ده له ملك او له نسب ويره د څراغ له مصطفٰى( نه زموږ څه ده؟ شته چي يوك وهلو ته يې سل ابولهب بې شكه چي اورو لا صدا د لاالٰه ووته له زړه اوس به تر كومه وي پر لب بيا بدي ژوندۍ كړله جادو د فيرنګيانو ورځ د يزدان زېړه ده د ويري نه د شب شابه اوس مو وار دى اې خدايانو پخوانو ښايي چي د دين د تېرسري نه اوس آزاد شي دا چي اوس زموږه بندګان دي چي ډېر ښاد شي هسي هم د لمونځ ادا كول ورته ډېر سخت دي بس خو يو ركعت بې له سجدو به ور ارشاد شي چرته چي نغمه وي هلته خود لوړه جذبه وي بې سروده لمونځ څه بې مزې غوندي فرياد شي هغه خداى چي پټ وي او په سترګو ليداى نشي ښه به ترې يو ديو وي كه په سترګو باندي زباد شي شابه اوس مو وار دى اې خدايانو پخوانو د زهرا سيند ته وركوزېدل او هلته د فرعون او كچنر د روحونو ليدل پير د روم هغه صاحب چي د "ذكرِ جميل" وو شان يې د ګداز لكه ګزار چي د خليل( وو دا غزل يې ووې په مستۍ او په سرور كښې هر پخوانى خداى په سجده پرېوت په حضور كښې ((( غزل بيا په تېر شوي په راتلونكي پوخ نظر دى پكار هله بيدار شه فكر بيا د لر او بر دى پكار مينه د وخت په اوښه خپله كجاوه سموي د عاشقۍ مركب له شام او له سحر دى پكار ما ته خپل پير ويل دنيا پر يوه لاره نه ځي بيا د هغې خوښ او نا خوښ ته څه نظر دى پكار ترك د دنيا دي كه لازم كړو د دنيا دپاره نو بيا صبا دزړه نه خيال د سر بهر دى پكار ما ورته وې لات و منات مي دى په كور كښې د زړه وې چي دا كوو د دې بتانو كنډ كپر دى پكار بيا يې ما ته وويل چي "پورته شه پسره" ونيسه لمن زما روان شه د زړه سره ګوره مخامخ دا بې كليمه كوهستان دى واورو نه انبار د سپينو زرو جوړ عيان دى شاته يې درياب دى چي الماس غوندي ځليږي ډډ يې نه ظاهر نه لا په ښه شان څرګنديږي نه يې له څپو او له طوفانه څه خلل شته تل يې په مزاج كښې يو سكون د لم يزل شته دغه دى مقام د "ظاهر خوښو" سركشانو دا د زورورو د غايب د منكرانو هغه يو له شرقه دى او هغه بل له غربه كار يې د نيكانو سره نشته بې له حربه هغه يو سر كوزى د امسا نه د كليم( دى هغه بل په تېغ د يو دروېش ګوره دوه نيم دى دا وړوكى هغه لوى دى دواړه فرعونان دي دواړه سمندر كښې تږي مړه په يوه شان دي مرګ خو د هر چا شته له ترخو به يې آشنا شي مرګ د ظالمانو نښانې د پاك مولا شي ما پسې راځه د هيڅ بلا نه مه وېرېږه لاس په لاس كښې راكړه د هيچا نه مه وېرېږده څيري د موسٰى غوندي سينه به د دريا كړم تل ته به دي كوز كړمه ستا غوڅه به سودا كړم بحر نو بيا موږ ته خپله غېږه پرانستله يا خو وه هوا لكه اوبه معلومېدله تل د دې درياب يوه كڅۍ بې رنـګ و بويه وه تياره خوره په دې كڅۍ كښې ډېره لويه پير د روم په خوله چي د طٰهٰ هلته سورت كړو سيند كښې را پيدا شوله سپوږمۍ ورك يې ظلمت كړو غرونه يې وينځلي يخ نيولي وو عريان وو لاندي پكښې دوه سړي حيران او پرېشان وو دواړو يو نظر په رومي واچاوه اوتر شول بيا نو په خپل منځ كښې يو او بل ته په نظر شول وويل فرعون څنګه سحر او څنګه نور دى؟ دا د څه سحر دى؟ او دا نور د چا ظهور دى روميرح او فرعون روميرح پټ چي كوم يو څيز وي هم د ده ځني نما دى اصل د دې نور نه دى بل څه يدِ بيضا دى فرعون حيف چي ما د عقل سره دين هم وبايللو هغه نور مي وليد خو ما ونه پېژندلو راشئ بادشاهانو زما حال وته نظر كړئ راشئ زيان كارانو زما حال وته نظر كړئ حيف په هغه قام چي خپل هوس يې نابينا كا سپړده د قبرونو د ګوهرو له سودا كا پروت په نندارتون كښې چي نن كوم وچ شوى تن دى سر په يو داستان په څپو شونډو په ګفتن دى خلـګ خبروي د بادشاهت له ظلم و جوره وايي چي نظر زما نه واخله راشه ګوره نور په بادشهت كښې څه مقصد دى؟ خو شقاق دى ځان مضبوطول دي او په خلګو كښې نفاق دى وران دغه عمل كاندي تقدير د هيوادونو ګډوډ او باطل كاندي تدبير د هيوادونو بيا كليم الله كه چرته ووينم يو وار غواړمه يو زړه ترې چي هغه وي خبردار روميرح بې د زړه د نور نه حاكمي وګڼه خامه بې يدِ بيضا نه بادشاهي هم ده حرامه زور كښې حاكمي وي چي ناتوان يې محكومان وي منډ يې وي قوي چي پكښې خلـګ عاجزان وي ژوند د تاج په باج وي چي يې څوك ومني سپك شي كاڼي غوندي سخت سړى ښيښې غوندي نازك شي فوځ دى كه زندان دى كه زنځير دى رهزني ده حقه بادشاهي د دې سامان ځنې غني ده ذوالخرطوم قام د فيرنګي سره بلند وو مقصدونه لعل و جوهرو له يې نه سپړده قبرونه مصر او فرعون او د كليم معاملې دوى زوړ آثارو كښې زړې قيصې كتې علم او حكمت څه دى؟ خو كشف د اسرار دى بې د جستجو نه كه حكمت وي نو هم خوار دى [ فرعون قبر نه زما خو يو تاريخ معلومېدلو قبر د مهدي دي څه دپاره وسپړدول د سوډاني دروېش روح څرګنديږي پړق شو او بېتابه يو برېښنا شوه په اوبو كښې هره څه ويښه شوه ګډا شوه په اوبو كښې مستي وږمې راغلې د جنت له ګلستانه روح ښكاره د مصر د دروېش شو له يو خوا نه تاؤ نه يې صدف هر ګوهر په ويلېدو شو كاڼى زړه سينه كښې د كچنر په ويلېدو شو وې چي "فكر وكړه اې كچنره بد انجامه شوې خبر له خاورو د دروېش له انتقامه قبر فلك در نه كړلو خاورو ستا و تن ته تل دي تريو درياب كښې د مرقد جوړ شو بدن ته" بيا يې په يو حرف مرى غريو ژنه شوه له غمه آه يې په خوله راغلو له ځيګر قلم قلمه وې ويل چي اې د عرب روحه را بيدار شه ته لكه نيكونه د صاحب د اقتدار شه واوره كه "فواد" يې كه "فيصل" يې كه "سعود" يې يو بل سره نښتي به ترڅو لكه د دود يې بل دي په سينه كښې مړغېژن پخوانى خس كړه كومه ورځ چي تللې هغه بېرته را واپس كړه اې حجازي خاورې يو "خالد" نوى پيدا كړه هغه د توحيد نغمه شروع له سره بيا كړه اې چي خرماګانې د صحرا دي نه شنډيږي ولي بل "فاروق" وايه له تا نه څرګنديږي اې د مشكي مخيو مومنانو پاك جهانه! بوى د دوامت ما له را درومي ستا له ځانه وايه په جمود كښې به تر څو پروت يې سرګومه وي به دې تقدير د غير په لاسو كښې تر كومه كله خپل مقام ته به راځې؟ درومي وختونه ژاړي په درياب كښې مي شپېلۍ غوندي هډونه ويره له بلا مه كړه وينا د مصطفٰى( ده "هغه پاكه ورځ وګڼه ورځ چي دي بلا ده" ځي ياران يثرب ته موږه نجد ته ساروانه داسي يو نغمه چي اوښه مسته كړي روانه وشولو باران پيدا د مځكي نه سبزه شوه سسته هم په دې وجه شايد زموږ ناقه شوه زړه مي دى په چيغو د بېلتون له ډېره غمه ځه په هغه لاره چي سبزه وي په كښې كمه اوښه خواهش منه د شينكي زه د آشنا يم هغه ستا په لاس كښې زه په واك د دلربا يم وګوره اوبه چي خورې شوې په صحرا دي هم وني په غرونو يې وينځلې څه صفا دي هغه دوه هوسۍ چي يو په بل پسې زغليږي وګوره چي پاس د يو غونډۍ نه راكوزيږي څه په ترهه منډه د چينې نه اوبه شومي بيا د خپلي لاري په تكل په مخه درومي شګه د ورېښمو غوندي نرمه له بارانه لاره د اوښانو قدمونو ته آسانه پرونه دي د څوړي كه وريځ كړې كړې ده لرې له مقامه يم وېرېږم چي جړې ده ځي ياران يثرب ته موږه نجد ته ساروانه داسي يو نغمه چي اوښه مسته كړي روانه د مريخ فلك د مريخ اوسېدونكى ما يوه لحظه كړې سترګي پټي په اوبو كښې لاړمه له خپله ځانه لري په اوبو كښې كډه مي كړه پورته له دې ځايه بل جهان ته يومي وړله هغه بل زمان او بل مكان ته لمر مي آفاقونه د هغې دنيا رڼا كړل ورځ او شپه يې هلته په يو بل ډول پيدا كړل تن خو لا د روح له رسم و شا نه خبر نه دى اوسي په زمان كښې له زمانه خبر نه دى روح د هر يو سوز سره آشنا وي څه چي وي وخت يې د خوښۍ او د خندا وي څه چي وي نه زړيږي دى د ورځو شپو په الوتو ورځي دي رڼا د ده د نور په ځليدو دى په ورځو شپو كښې هم ګردش عيان د ده نه وپېژنه هغه چي دى هر جهان د ده نه يو ښكلى چمن ؤ په كښې لوړه رصدګاه وه ګيره په كمند كښې د دوربين يې ثريا وه ما وې كه راغونډ دى په دې ځاى نهه آسمانه يا دى يو تور داغ زموږ د مځكي بې ګمانه كله لټول مي د دې مځكي وسعتونه كله مي فضا ته د آسمان كړل نظرونه پير د روم چي پير دى د هموو سترګورو وې چي "دا جهان دى د مريخ" د بختورو مځكي غوندي دلته هم جادو د رنـګ و بوى شته كلي شته ښارونه شته دښتونه غر او كوى شته دلته چي مېشته دي د فنونو خاوندان دي علم كښې د روح او د تن واړه كاملان دي ډېر يې په مكان او په زمان باندي قدرت دى ځكه چي يې علم د فضا كښې مهارت دى داسي را تاؤ شوي له وجود د دې جهان دي واړه خم و پېچ يې د فضا ورته عيان دي ګير د آدم زادو زړه په خاوره په اوبه دى دلته ټول بدن د قيادت لاندي د زړه دى هر كله چي زړه په اوبو خاورو كښې منزل كا هر څه يې چي خوښه وي هغه په آب و ګل كا كار دى دا د روح مستي او ذوق او كه سرور دى دى له روحه جسم لره غيب دى كه حضور دى جوړ زموږ جهان كښې روح او تن نه يو وجود دى روح دى بې نموده خو د تن ښكاره نمود دى روح او تن زموږه په مثال مارغه قفس وي دلته په مريخ كښې يو اندېشه هر يو كس وي دلته چي د مرګ نېټه د كوم يو را نزدې شي ډيري را پيدا د سوز او شوق په كښې لمبې شي ورځ دوه آګاهو له خپله مرګه حال عيان كا بيا نو خبردار له خپله مرګه څو كسان كا روح د هغوى نه دى پرورده د اندامونو ځكه عادت نه دى په مزه د اندامونو تن په روح كښې جذب كړي ساه بنده كړي پنا شي پټ شي پخپل ځان كښې د جهان ځنې جدا شي پوهه يم چي لري ستا له عقله دا سخن دى ځكه چي ستا روح په غلامۍ كښې د بدن دى ښه نو دوه ساعته خو آرام دلته پكار دى داسي ښه فرصت چا له وركړې كردګار دى؟ د مريخ د نجومي د رسګاه نه بهر راوتل يو بوډا سړي ږيره د واورو غوندي سپينه عمر يې خوړلى د حكمت علم په مينه تېز نظر په مثل د مغرب د دانايانو داسي يې جامه لكه وي پير د عيسايانو ډېر عمر خوړلى لوړ او دنګ لكه د سرو مخ يې كړه برېښنا لكه تركان چي وي د مرو پوه په رو ګودر، رسم و رواج د هر طريق ؤ فكر يې له سترګو ښكارېده چي ډېر عميق ؤ ده چي سړي وليدل د ګل غوندي شېراز شو بيا نو دى په ژبه د فارسي سخن طراز شو دا د خاورو خټو صورت قيد د "څه او څو" راغلو له دنيا د "لاندي باندي" په خستو خاورو ته الوت مي بې جهازه نه ورزده كړ ور مي ثوابتو ته جوهر د سياره كړ" نطق ؤ كه ادراك يې د ولې غوندي روان ؤ زه ورته حيران ومه ګفتار يې هسي شان ؤ خداى زده چي دا خوب ؤ او كه نه افسون ګري وه خوله د مريخي وه ترې جاري فارسي دري وه وې چي يو سړى ؤ زمانه د مصطفٰى( كښې دلته ؤ په شمار د مريخانو باصفا كښې بس چي جهان بين نظر يې كښته په عالم شو شوق يې پيدا زړه كښې دې دنيا ته د آدم شو بر په فضاګانو كښې پرانستې په پرواز شو آن چي بيا راكښته په صحرا كښې د حجاز شو وې ليكل چي ده وليدل هر څه لر او بر كښې نقش يې د جنت د باغ په څير ؤ په نظر كښې زه هم پاتې شوى يم فرنګ او په ايران كښې هم په ملك د نيل او په ګنګا د هندوستان كښې هم مي امريكه ليدلې هم چين او جاپان ما كړى لټون د معدنياتو د هر كان زه د شپو او ورځو نه د مځكي ښه خبر يم زه يې بحر و بر كښې پاتې شوى په سفر يم تېر چي په انسان دي هغه پټ نه دي زما نه هيڅ نه دى خبر انسان له ما زما له شانه روميرح د مريخ حكيم روميرح زه يم فلكي خو دا ملګرى مي له خاكه ډك دى له مستۍ خو بې خبر له انګور تاكه نوم يې "زنده رود" دى بې پروا غوندي انسان دى مست په تماشه كښې د وجود په هر زمان دى نن په اتفاق چي يو ستا ښار وته راغلى يو كه په جهان كښې له جهانه يو وتلي موږ يې په لټون يو چي جلوې وي نوې- نوې لرږ راسره مل شه چي ښكاره شي پټې شوې د مريخ حكيم دغه مرغدين دى چي مقام د "برخيا" دى هغه "برخيا" چي كوم زموږ ابوالابا دى لاړو "فرامرز" چي لمسوونكى بد كردار ؤ ورغلو جنت ته برخيا ته په اختيار ؤ وې ويل چي "دلته ته لا څرنګه خوشحال يې؟ ټول عمر محكوم چي د يزدان يې په ملال يې ستا له دې مقامه شته نور ښكلي عالمونه دي ورته سپرلى د يو ساعت دا جنتونه شته داسي جهان له هر جهانه بالا تر دى بس هغه جهان له لامكانه بالاتر دى داسي يو عالم دى چي يزدان ترې خبر نه دى بل داسي آزاد جهان زما په نظر نه دى هلته خپل نظام دى نه چي خداى پكښې د خيل دى هلته نه كتاب شته، نه رسول، نه جبرائيل دى نه هلته قيدونه د طواف او د سجود شته هلته دعاګاني نه لمونځونه نه درود شته" ووې "برخيا" ورته چي "چي پاڅه جادوګره ځه هغه عالم دي مستفيد كړه له منتره" بس نو چي آبا مو دا فريب ونه خوړلو حق ځكه بل نوى جهان موږ ته وسپارلو وګرځه دې ملك كښې چي بخشش د كردګار دى وګوره آئين د "مرغدين" چي ښكلى ښار دى ((( په مرغدين* ښار كښې ګرځېدل بهر د مرغدين لوړې ماڼۍ څه خوش منظر ؤ څه به درته وايمه چي څومره بختور ؤ خلـګ يې همه لكه ګبين شيرين زبان ؤ ښه ښكلي مخونه نرم خوى ساده يو شان ؤ فكر يې كامل بې له كړاؤ د اكستابه پوه په جوړولو د كميا وو له آفتابه څنګه چي موږ مالګه جوړوو تروو اوبو نه دغسي دوى سره سپين جوړوي د پلوشو نه دلته چي مقصد دى كوم په علم او په هنر كښې دې خلوت د خلګو زر يې نشته په نظر كښې نه ترې څو خبر نه يې نظر شته په درم كښې لار د دې بتانو ممكن نه ده په حرم كښې نه دلته غالب په طبعيت دي مشينونه نه يې د لوګو نه دي تور شوي آسمانونه دلته د دهقان ډيوه ده بله چي محنت كا دلته جاګيردار شته او نه ځان شته چي غارت كا دلته كرونده كيږي نه يې جنـګ په اوبه خور دى فصل بې شريكه د هغه دى چي يې كر دى نشته دى لښكر په دې دنيا كښې نه غوغا ده نه روزي ګټلې دلته چا په شوكه غلا ده نه په مرغدين كښې قلم مونتى دى تشهير چري په دروغو خورولو په تحرير نه په بازارونو كښې غوغا د بې كارانو نه پكښې نارې او جګجګې د ګدايانو حكيم مريخي او زندہ رود حكيم مريخي هيڅوك په دې ځاى كښې نه سائل او نه محروم شته مريى شته نه څښتن او نه حاكم او نه محكوم شته زنده رود دا د حق تقدير دى چي سايل هم به محروم وي دا يې هم تقدير دى چي حاكم هم به محكوم وي بې له لويه خدايه بل خالق د تقدير نشته ځكه په تقدير باندي هيڅ زور د تدبير نشته حكيم مريخي تا ته كه شي پېښه ناكامي په يو تقدير كښې غواړه بل تقدير له خدايه مه ګرځه په وير كښې بل نوى تقدير كه ترې نه وغواړې روا دي ځكه د تقديرونه خو د خداى بې انتها دي دې بني آدم خپله خودي هم وبايلله حيف چي يې نكته د تقدير ونه پېژندله پټ په دې كښې رمز دى كه پو يې په محفل ښې هغه بۀ بدل شي خو كه تۀ چرې بدل شې ځان دي كه كړو خاوره تا به باد په تار په تار كا ځان دي كه كړو تيږه په ښيښه به دي ګذار كا ته كه شولې پرخه په تقدير دي پرېوتل دي ځان دي كه درياب كړو پائيدل دي تل تر تل دي تل چي آشنائي ساتې د لات او له مناته غواړې د بتانو نه ثبات اې بې ثباته څو بې خبري چي له خپل ځانه ستا ايمان دى دغه د افكارو خپل عالم در له زندان دى ته چي وايې "رنج دى بې له ګنجه" دا تقدير دى كله وايې "ګنج دى بې رنجه" دا تقدير دى دا كه د دين اصل وي او دا يې وي بيان لا به محتاجان له دغه دين شي محتاجان حيف په هغه دين شه كوم چي در ولي خوبونه بيا دي ويښېدو ته هم پرېنږدې په كالونه دا سحر افسون دى را ته ووايه كه دين دى ګوره چي افيون دى را ته ووايه كه دين دى پوهه په دې نه يې چي رسا طبع له څه وي واوره چي د خاورو په كنډر كښې حوره نه وي فكر كښې قوت د حكيمانو وي د څه نه؟ ذكر كښې طاقت د كليمانو وي د څه نه؟ دا زړه او په دې زړه كښې واردات ګوره له چا دي؟ دا ښكلي فنون او معجزات وايه له چا دي؟ تا كښې څه ګرمي كه د ګفتار ده له تا نه ده ډېره كه برېښنا دي د كردار ده له تا نه ده دا واړه عطا خو د بهار نه د فطرت ده بيا فطرت عطا د كردګار نه د فطرت ده څه دى دا ژوندون؟ خو د ګوهرو ښكلى كان دى ته امانتګر يې او څښتن يې پاك سبحان دى مړد د حق هغه وي چي يې طبع وي روښانه وي خدمت د خلګو يې مقصود بې دريا نه دا د خدمت رسم په تحقيق د پيغمبر دى مزد چي د خدمت غواړي هغه خو سوداګر دى دغسي پټي وريځي، خاوره، كه هوا ده باغ، كه ګټه، خښته، آبادي ده كه صحرا ده اې هغه سړيه! ته چي وايې دا زما دي بس كړه اې ناپوهه دي تا نه دي د مولا دي مځكه د الله ده وايې ته زما جاګير دى بيا نو د لا "تفسدو"* خو وايه څه تفسير دى؟ زړه د بني آدم د ابليسۍ په لوري زغلي ما خو بې فساده په كښې هيڅ نه دي ليدلي هيچا امانت نه دى پخپله كارولى ښه هغه چي مال د حق يې حق ته وي سپارلى تا واخستو هغه څيز چي ستا ملكيت نه دى سوزم له دې كاره دي دا ستا د حيثيت نه دى ته كه د يو څيز مالك يې وايې خلې روا دى او كه مالك نه يې او تر لاسه يې كړې خطا دى ملك د بېچګون كه حواله د پېچګون كړې حل به ته دا دواړه مشكلات د خپل ژوندون كړې بيا نو مسكيني، فقيري ولي په دنيا دي؟ ځكه چي د خداى مالونه ته وايې زما دي څوك له خاورو، خټو چي بهر نه شو يو ځله خپله ښيښه ده پخپله ګټه ووېشتله پاتې يې دا لار او د منزل له امتيازه هر شى بها مومي د كتني له اندازه ته يې چي متاع ګڼې ګوهر ځكه ګوهر دى وګڼې دا كاڼى د كونجكي نه كمتر دى خپل نظر بدل كړه، دا جهان به هم بدل شي مځكه كه بدله شي آسمان به هم بدل شي د مريخ د هغې پېغلي حال چي د رسالت دعوه يې كړې وه موږه د كوهو او د ماڼو نه تېرېدلو بيا يو لوى ميدان ته د دې ښار و رسېدلو جمع ښځي نر وو سره ډېر په دې ميدان كښې ونې د انار غوندي يوه ښځه وه په ميان كښې مخ يې ؤ روښانه، خو ارواح يې ؤ بې نوره وه خپله وينا يې د معنا ځنې نفوره وچي كلكي سترګي او بيان يې بې اثر ؤ زړه يې د آواز د خوشحالۍ نه يې خبر ؤ تشه يې د جوش نه د ځوانۍ پرته سينه وه عكس يې قبلواى نه شو، ړنده يې آئينه وه نه له عشق خبره، نه آګاه يې له آئين وه ګويا چي سپېر كنډه وه، رد كړې چي شاهين وه وې حكيم چي: "پوهه يې دا پېغله څه ده؟ وې چي "دغه پېلغه د مريخ د وطن نه ده ګوره څه ساده او بې فريبه ده له رنګه دا را تښتولې فرامزده له فرنګه ښه يې پخه كړې ده، په كار د نبوت كښې بيا يې دې عالم ته ده را وستې په حكمت كښې وايي چي يم زه، نازله شوې له آسمانه ومنۍ دعوت مي كه زه يم آخير زمانه تل د نر او ښځي له مقامه يې سخن وي وايي به جهر كوم اسرار چي د بدن وي دا آخر زمان چي يې اصول د ژوندانه دي زه به د آدم په ژبه ووايم چي څه دى؟ ((( د مريخ د پيغمبر وعظ واورئ خويندو، ميندو اې همه واړو زنانو څو پوري به ژوند كوئ په شان د دلبرانو دغه دلبري خو په جهان كښې مظلومي ده څه ده دلبري خو محكومي او محرومي ده وګرځوئ زلفو كښې شانه دا مو سنګار دى دا په زړه كښې وګڼو سړى زموږه ښكار دى شي هم دا سړى ستاسو صياد چي مو نخچير شي ګرد چي ورته ګرځي مينه نه ده دا زنځير شي دا يې لوى فريب دى چي له تاسو قربانيږي دا يې واړه مكر دى چي سوزي او دړديږي دا منم چي جوړ هغه كافر درنه حرم كا تاسو مبتلا مګر د ټول عمر په غم كا واورئ ملګرتيا د ده كړاؤ د خپل حيات وي وصل د ده زهر او فراق د دې نبات وي پام كوئ دا مار دى، هسي نه چي دا به ښه شي ګورئ چي مو وينه كښې دا زهر خواره نه شي مور چي شي زېږون يې كاندي زيړه مړځپنه مخ شه د هغې چي وي آزاده بې څښتنه پر له پسې وحي راځي ما ته له يزدانه زيات مي لا لذت پرې د ايمان شي د پخوا نه راغلو هغه وخت چي اوس اعجاز دى په هر فن كښې اوس بچى دننه ليداى كيږي په بدن كښې كښت نه به د ژوند اخلې حاصل چي څه دي زړه وي وايه په زامن لوڼو كښې ستا د خوښۍ څه وي بيا چي مخالف مو له مراده كوم څښتن وي مرګ به يې روا بې له صرفې زموږ په دين وي پس د دې نه نورې زمانې به داسي راشي نور نوي رازونه به عالم كښې را نما شي بيا په نوي ډول به بچي روزلي كيږي بې د مور له رحمه به هم ښه روزلي كيږي ختم اهرمن چي شي او هم يې افسانې شي مړ لكه ډنګر د هغې تېرې زمانې شي بيا دا ريدي ګلې، بې له داغه لمن پاكه سر به بې پروا له پرخي پورته كړي له خاكه شي د ژوندانه اسرار به ټول په خپله بې حجابه تار د ژوند به واورَوي نغمه بې له مضرابه پام چي د نيسان نه شې صدفه پامته دار ته د سيند په تل كښې تږى مړ ښه يې نامدار جنـګ كړه له فلك سره زړه كلك كړه له فولاده ستا د جنـګ په زور چي دغه وينځه شي آزاده بېله له سړي شه ته توحيد ته اورسېږه ځان ساته پخپله په مردانو مه نازېږه روميرح دا نوى دوران، نوى آئين لره حامل دى ګوره لا ديني يې د تهذيب ځنې حاصل دى ژوند دپاره شرع كه آئين دى هغه عشق دى اصل تهذيب دين دى او چي دين دى هغه عشق دى ګورې چي ظاهر يې سوزوونكى آتشين دى ځير يې كه باطن كړې نور د رب العٰلمين دى تاؤ نه د رڼا نه د باطن يې علم او فن دى ذوق د فن يې دا، چي انجمن يې علم او فن دى دين به نه شي پوخ بې د آدابو نه د ميني دين واخله صحبت نه د اربابو نه د ميني [ ((( د مشتري فلك (د حلاج غالب او قرة العين طاهره پاك روحونه چي د جنت استوګنه يې قبوله نه كړه او د ټول عمر مزل يې غوره كړو) سر مي دي د خپل لېوني زړه ځنې قربان وي نوې ويرانه راته حاصله هر زمان وي چرته چي دمه شم وايي پاڅه مشه غلى بحر ورته ډنډ وي چا چي ځان وي پېژندلى ځكه چي د خداى( لا انتها دي نښانونه نشته مسافره د دې لاري پاياوونه كار د حكمت دا دى چي څيز ويني بيا هېر كړې كار د عرفان دا دى چي يې ګورې لا يې ډېر كړې هغه معلوميږي ښه په تله د هنر كښې دا تللى كيږي ښه، په تله د نظر كښې هغه به په خاورو په اوبو اقتدار در كا دا به د پاك روح د پېژندني بېرته ور كا هغه تل نظر په تجليو ور ګذار كا دغه تجلې په ځان كښې وركې په يو وار كا تلمه په لټون د مسلسلو جلوو تلمه يو ؤ په افلاك، لكه شپېلۍ به ژړېدمه دا خو واړه فيض ؤ د هغه چي پاك فطرت ؤ سوز ؤ د هغه چي زما زړه ته عنايت ؤ دا دوه كاروانيان چي د وجود وه ورته پته راغلل په سرحد د مشتري كښې شول راښكته نه د دې جهان چرته كښې غاړې ښكارېدلې ډېري وې سپوږمۍ تر ګېر چاپيره چور لېدلې تشې يې د تاك ښيښې له ميو ښكارېدلې لا خو يې آرزو نه وه له خاورو ټوكېدلې شپه لكه غرمه يې په سپوږميو نوراني وه نه يې په هوا كښې وه يخني او نه ګرمي وه څه ګورم چي پاس يې په آسمان څه نندارې دي ستورى يې و موږ ته د نزدې نه هم نزدې دي روح يې په هيبت د نندارې داسي حيران شو "ځنډ ؤ او كه زر، كه نزدې، لري ؤ بل شان شو درې روحه مي وليدل چي هر يو ؤ سپېڅلى اور يې د سينې واړه جهان شولو سېزلى درې واړو اغوستي لاله رنـګ وو څادرونه سوز نه يې د زړونو ځلېدل ښكلي مخونه ډوب په سوز ګداز كښې دوى له ورځي د الست وو درېواړه د خپل ځان د نغمه په ميو مست وو وې راته روميرح چي مخكښې مه ځه دوه قدمه دا آتش نوا دى ته يې ژوند واخله له دمه بې غرضه شوق وګوره تا ليدلى نه دى ګوره يې تا زور د دې صهبا ليدلى نه دى دا غالب، حلاج، او دا خاتونه د عجم ده زړه كښې اچولې غلغله يې د حرم ده چيغې يې په روح كښې لوى ثبات پيدا كوينه سوز يې سوز د زړه د كائينات پيدا كوينه د حلاج نوا طلب له خپلي خاورې هغه اور كړه چي پيدا نه دى د غير د تجلې طلب خو خښ د تقاضا نه دى جلوې د يار كه واخستو جهان په سر خبر نه يم په ځان كښې يمه ورك پاتې فرصت د تماشا نه دى په ملك به زه د جم د نظيري دا مصرعه ور نه كړم "چي څوك په عشق كښې مړ نه شي، له موږ نه دى له ما نه دى" منم چي ډېر لښكر را جمع كړى جادوګر عقل خبر شه زړه په ځاى لره چي عشق دي هم تنها دى نه بلد د لاري يې، مقام نه ناخبر يې ته له هيڅ ډول سندرې تش رباب د سليمٰى نه دى خبري تل د ښكار او د نيوو د نهنګانو كړه دا مه وايه كشتۍ زما ليدلې لا دريا نه دى مريد يمه د هغه لاروي چي يون پرې نه كاندي پر هغه لار، پكښې چي چرته غر، دښت و دريا نه دى شريك اوسه حلقع كښې د رندانو باده نوشو ته مريد د هغه پير مه شه صاحب چي د غوغا نه دى د غالب نوا دا زوړ ډول راځئ چي دا آسمان وګرځوو مرګى په جام د ميو سرګردان وګرځوو هيڅ دار نه دى پكار د داروګير نه د كوټوال سلطان ته ور واپس چي ارمغان وګرځوو كليم( كه مو مجلس ته رانزدې شي ځان ترې چپ كړو په بېرته د خليل( غوندي مهمان وګرځوو مليار كه غواړي باج زموږ د بوټو نه په جنـګ تش لاس يې له غنچو د ګلستان وګرځوو په صلح او په امن خپلو جالو ته واپس بې كوره د ښاخونو نه مرغان وګرځوو كېداى شي زه او ته چي پېروان يو د حيدر( دا نمر بېرته مشرق ته په يو آن وګرځوو د طاهرې نوا مخ په مخ كه پرېوځي په تا زما نظر كړم به دي له غمه له وېښته- وېښته خبر سر دي په ديدن پسې په شانې د صبا يم كور په كور كوڅه په كوڅه ګرځم در په در هجر كښې مي ستا اوښكې روانې له دوه سترګو سيند په سيند چينه په چينه هر خوا لر و بر ستا مهر مي زړه دى په نداف د روح اوبدلى تار په تار رشته په رشته ورو- ورو سر تر سر بې تا طاهرې دى د زړه كتاب كښې څوك او نه موند كرښه- كرښه پاڼه- پاڼه كل واړه دفتر سوز و ساز همه د دې خوږمنو عاشقانو نوى شور پيدا زما په زړه كښې كړو يارانو تېرو مشكلاتو را بهر كړل بيا سرونه و يې كړل زما په عقل فكر شب خونونه بحر مي د فكر سر تر پايه اضطراب شو زور د طوفان داسي چي ساحل يې هم خراب شو وويل روميرح چي وخت ونه باسې له لاسه اې د هرې غوټې پرانستل چي غواړې پاڅه څو به يې په دې خپلو فكرونو كښې اسيره وغورزوه بېرته دا قيامت له خپل ضميره زنده رود پاكو ارواحانو ته خپل مشكلات وړاندي كوي ته د مومنانو له مقامه ولي دور يې؟ يعني د جنت نه د فردوس ولي مهجور يې؟ حلاج هغه آزاد مرد چي ښه په ښو بدو پوهيږي روح د هغه چري په جنت كښې نه ځائيږي حوري او غلمان خو وي جنت د ملايانو تل تر تله سير كول جنت د آزادانو خور او خوب جنت وي د ملا او سرودونه سير د وجود تل وي د عاشقو جنتونه قبر چاودېدل په ږغ د صور د ملا حشر عشق پخپله شور دى هر سحر يې لكه نشر علم په بنياد ولاړ د خوف او د رجا دى څوك چي وي عاشق د دغو دواړو نه رها دى علم دى په ويره، په جلال د كائينات كښې عشق همېشه غرق وي په جمال د كائينات كښې علم په تېر شوي او حاضر باندي نظر كا عشق وايي ښه دا چي څه راځي ټيټ ورته سر كا علم اقراري وي په آئين باندي د جبر بله لار يې كومه بې له جبر او له صبر عشق دى ناصبور او هم آزاد او هم غيور دى بيا نو د وجود په تماشه كښې هم جسور دى عشق چي دى زموږه د ګلو نه بېګانه دى بيا سره د دې هم په ژړا كښې مستانه دى مه ګڼه مجبوره كه مجبوره زما زړه دى غشى چي زما دى له نظر د حوري نه دى تاؤ مي لا سوا كړې ځكه خوښ زما هجران دى خوښ مي دى هجران ځكه چي روغ زما په ځان دى بې له سوزه ژوند ته كه ژوند وايې ژوندون نه دى اور چي د تلو لاندي وي بل ژوندون هغه دى بس دغه ژوندون دى چي تقدير دى د خودۍ بيا په دې تقدير باندي تعمير دى د خودۍ لمر شي، كه ذره وي، چي يې شوق شي بې پايانه بيا يې شي سينه كښې ځائېداى نهه اسمانه شوق چي په شب خون د كوم عالم د پاسه راشي څو كه وي فاني هغه عالم په لا فنا شي زنده رود مرګ دى او كه ژوند دى د ګردش نه د تقدير دى څوك زده! چي ګردش د تقدير څه؟ څه يې تفسير دى حلاج چا سره چي پنګه ښه وافره د تقدير وي مړك دى كه ابليس دى د هغه نه ګډ په وير وي جبر به يې دين وي كوم صاحب چي د همت دى جبر د مردانو د كمال نه د قوت دى پوخ چي كوم سړى وي لا به نور پوخ شي له جبره خام سړي ته جبر به څه كم نه وي له قبره جبر د خالد چي وي عالم اوړچوينه جبر چي زموږ وي بېخ بنياد مو نړوينه كار د مېړنو وي يو تسليم بله رضا ده سمه په كمزورو باندي كله دا قبا ده ته يې څه خبر چي كوم مقام د پير د روم دى ته ترې واقف نه يې چي كلام د پير د روم دى وايي چي يو ګبر ؤ په وخت د بايزيد ووې يو ملګري مسلمان ورته سعيد څومره به دا ښه وي ته صاحب كه مسلمان شې لاره د نجات درته ښكاره شي مسلمان شې وې ويل "هم دغه كه ايمان وي اې مريده! كوم چي څرګند وينم زه له شېخه بايزيده زه نه هومره توان او نه طاقت وينم د ځان دومره عقيده په وس كښې نه ده د انسان ((روميرح)) كار زموږ د عامو بې له خوف او رجا نشته هر چا كښې همت خو د تسليم او رضا نشته اې هغه! چي وايې چي كېدونكي وو دا وشول دا وو ټول كارونه د قانون د قضا وشول ته نو د تقدير په معنا كم يې پوهېدلى نه خودي ليدلې تا او نه دي خداى ليدلى نياز لري مومن له خدايه وايي دا په نياز "زه درسره ساز يم ته هم شه راسره ساز" عزم د هغه چي وي تقدير د پاك مولا دى غشى د هغه په جنـګ كښې غشى د الله دى زنده رود څه فتنې خورې كړې كم نظرو څنګه كار كړ كوم چي ؤ د حق بنده هم هغه يې په دار كړ راز چي د وجود ؤ هغه تا و ته عيان ؤ ووايه اخير شوې د تا نه كوم عصيان ؤ حلاج زړه كښې زما پروت د اسرافيل د شپېلۍ غږ ؤ يو ملت مي وليد قصد د ګور يې ؤ په زوږ ؤ كوم چي مومنان وو په خوى بوى كښې كافران وو وې يې لاالٰه او له خپل ځانه منكران وو دا به يې ويل چي روح فاني دى او باطل دى ځكه چي د آب و ګل د تن سره شامل دى بل د دې دپاره د ژوند اور مي په خپل ځان كړ راز د ژوندانه مي هغو مړيو ته عيان كړ جوړه د خودۍ په زور هغوى نوې هستي كړه بيا د دلبرۍ سره يې ګډه قاهري كړه هر چرته ښكاره ده خو بيا هم نه پيدا كيږي دا خودي هغه ده چي په سترګو نه ښكاريږي پټ هغه اورونه دا د نور نه د هغې دي دا د كائينات جلوې د طور نه د هغې دى هر يو زړه چي وګورې په دې زاړه جهان كښې تل كوي ستائنه د خودۍ په خپل- خپل شان كښې چا يې چي له اوره برخه وانخسته خړ شو دى له خپله ځانه بېګانه په جهان مړ شو هند او كه ايران واى له نوره يې محرم دي هغه چي دا اور يې پېژندى شي واوره كم دي ما كړل خبردار چي دا يې ناز او دا يې نور ؤ اې بنده محرمه! بس هم دا زما قصور ؤ ووېرېږه ما چي څه كول هغه كوې ته بس خو يو محشر په دغه مړيو راولې ته طاهره هر كله ګناه چي له صاحبه د جنون شي نوى كائينات يو د هغې نه را بېرون شي شوق چي وي بې حده همګي څېرې پردي كړي هيري زړې ورځي كړي را نوې تماشې كړي دار يې په آخير كښې په نصيب وي ور ورسيږي در د خپل حبيب نه پخپل ژوند نه را ستنيږي وګوره دا نور يې خور په ښار او په صحرا هسي نه چي ويې ګڼې تېر له دې دنيا پټ بيا په ضمير كښې دى د خپل دور اوسيږي خداى زده چي په دې خلوت كښې څرنګه ځاييږي؟ زنده رود او غالب زنده رود اې! چي ته خوږمن يې د لټون راته ووايه ته د دغې خپل شعر مطلب ما وته ونمايه "قمري ده موټي خاورې او بلبل قفس د رنـګ دى فرياده نښان ووايه د سوي ځيګر كوم دى؟ غالب سوز نه د ځيګر چي د هر چا وتلى وير وي ما وليد چي هر ځاى يې جدا- جدا تاثير وي وسوزي سپوږمۍ يې د تاثير نه لكه شمع بل خوا ترې بلبل ښكلي رنګونه كړي راجمع مرګ هم په هغه كښې جوړ په غېږ كښې د حيات وي دلته يو نفس كه وي حيات، هلته ممات وي دا شانې يو رنـګ، نګارخانه چي وي د څه نه دا شانې يو رنـګ چي بې رنـګي وي د هغه نه ته نه يې خبر چي دا مقام د رنـګ او بوى دى هر زړه لا قسمت په اندازه د هاى و هوى دى تېر په بېرنګۍ شه يا د رنـګ سره را درومه نخښه ته د سوز نه د ځيګر خو څه اومومه ((( زنده رود سل جهانه جوړ په دې اوچته شنه فضا شته دوى كښې هر جهان ته اولياء او انبياء شته غالب وګوره په غور لږ ته دې بود او نابود ته پر له پسې يو جهان او بل راځي وجود ته چرته چي عالم وي او پيدا يې هنګامه وي پوى شه رحمة اللعالمين به ورسره وي زنده رود ووايه صفا چي زما فهم نا رسا دى غالب څوك چي دا خبره صفا ووايي خطا دى زنده رود ولي ګفتګوى د عارفانو بې حاصل وي؟ غالب نه خو د نكتې راتلل په شونډو لږ مشكل وي زنده رود ته خو سر تا پا د طلب له سوزه اور يې كړى نه شې خبره جوړ غالب نه يې څه نور يې غالب خلق دى كه تقدير* كه هدايت دى ابتدا ده پوى شه رحمة اللعالمين يې انتها ده زنده رود لا تر اوسه مخ مي د معنا ليدلى نه دى اور كه در سره وي ما پرې وسېزه ډېر ښه دى [ غالب ما غوندي واقفه د اسرار ځنې د شعر دا خبره زياته نه ده د تار ځنې د شعر ښكلى چي مجلس كړي په خبرو شاعران دي لاس د بيضا يو نه لري داسي كليمان دي غواړې چي يې ته خبره دا د كافرۍ ده هغه كافري چي ما ورا له شاعرۍ ده حلاج چرته چي جهان د رنـګ و بوى ورته نما وي هغه آرزوګاني يې له خاورو چي پيدا وي يا خو ښكلى نور د مصطفٰى( به ور عطا وي يا به لا تر اوسه په لټون د مصطفٰى( وي زنده رود ستا نه كړم تپوس كه دا تپوس مي څو خطا دى راز د هم هغه جوهر چي نوم يې مصطفٰى( دى دى هغه آدم او كه جوهر په هست و بود كښې هغه كله كله چي را درومي په وجود كښې حلاج څو كه ټول عالم ورته سجده كړي موږ منلى ځان ته يې پخپله "عبده" دى فرمايلى پوهي نه مفهوم د "عبده" دې بالاتر دى دا په دې چي هغه هم آدم او هم جوهر دى دا جوهر د هغه عربي نه عجمي دى دى دغه آدم، هم د آدم نه پخواني دى "عبده" هغه چي ترې ظاهر شول تقديرونه دي موجود هغه كښې ويرانې او تعبيرونه عبده ژوندون دى هم فنا كړي د ژوند خټه عبده ښيښه هم دى او هم يو درنه ګټه عبد دى جدا او عبده ګورې جدا دى موږ منتظر، هغه منتظر زما او ستا دى دهر دى له عبده او دهر عبده دې موږه واړه رنـګ يو او هغه بې رنـګ و بو دې عبده سره د ابتدا بې انتها دى نه د عبده سحر ماښام زما او ستا دى څوك د عبده له رازه وايه خبر څه دى؟ عبده له بې سر د الاالله نه نور څه نه دى لاالٰه ده توره عبده يې غوڅه ستا يم هو عبده وګڼه كه سپينه درته وايم عبده په اصل حقيقت د كائينات دى عبده خو راز د نهايت د كائينات دى كله دا مطلب څرګندېداى شي له دوه بيته څو يې چي او نه كسې له مقام د "مارميتَ"* څو به ګير يې ګفت او په شنود كښې زنده روده راشه كنه غرق شه په وجود كښې زنده روده زنده رود كم په عيش پوهېږم راته وايه دا څه كار دى؟ ذوق كه د ديدار وي نو بيا وايه څه ديدار دى؟ حلاج دا مطلب له ديد نه د هغه آخر زمان دى بس چي دى منلى د هغه حكم په ځان دى ژوند په دې جهان لكه رسول( د انس و جان كړه ځان په دې سبب سره مقبول د انس و جان كړه بيا وګوره ځان ته دا ديدار د انحضرت( دى يو راز له رازونو د هغه ښكلى سنت دى زنده رود وايه اوس ديدار د خداى( د نهو آسمانونو پاتې يې بې حكمه لمر، سپوږمۍ له ګردشونو [ حلاج مخكښې چي د خداى صفت په خپل ځان كښې پيدا كړي بيا يې د جهان و نورو خلګو ته نما كړي څوك د خداى په خوى چي مكمل په دې جهان شي خلګو ته ديدار د ده ديدار د پاك سبحان شي زار له هغه مرد چي يې د "هو" د يو نعرې نه كړي نهه افلاكه طوافونه د كوڅې نه حيف شه په هغه دروېش چي "هو" يـې له خولې ويېست بيا يې دواړه شونډي كړلې بندي دم يې نه ويست حكم د الله( يې په جهان كښې جاري نه كړو روټه يې خوړه خو خوى يې خپل د علي( نه كړو تېښته يې له خېبر وكړه تكيه يې جوړه كړله تركه يې دنيا كړه ده شاهي ونه ليدله خوى دي كه د حق دى دا جهان به دي نخچير وي هم ستا د تدبير سره ملګرى به تقدير وي جنـګ درته دا نوى عصر غواړي ځان خبر كړه خوى د حق نه نقش په تختۍ د دې كافر كړه ((( زنده رود خوى د حق به څرنګه خوريږي په جهان كښې وايه دا به څرنګه پيدا شي په انسان كښې حلاج يا خو به په زور د دلبرۍ را پيدا كيږي يا به په قوت د قاهرۍ را پيدا كيږي دا ځكه چي حق په دلبرۍ كښې زيات نما دى كار د دلبرۍ د قاهرۍ ځنې اولٰى دى زنده رود اې! چي ته خبر يې د مشرق د كل اسراره فرق به په زاهد، عاشق كښې څه وي خبرداره؟ حلاج هر څوك چي زاهد وي په دنيا كښې به غريب وي څوك چي وي عاشق نو په عقبٰى كښې به غريب وي زنده رود ولي انتها د معرفت جوړې نيستي ده تلونكى جوړ فنا نه په آخر كښې زندګي ده؟ حلاج خود به بې نشې وي چي يې تشه پيمانه وي نېست به وي چي څوك د معرفت نه بېګانه وي اې! چي په فنا كښې د مقصود په لټون ګرځې څنګه په عالم كښې د موجود په لټون ګرځې زنده رود هغه چي خپل ځان يې له آدمه ښه ګڼلو خم كښې يې شراب، او نه يې خبري پاته شولو زه كه موټى خاورې وم آشنا شوم له آسمانه وايه څه شو اور د هغه بې سر و سامانه؟ حلاج كم كوه تپوس د فراق ژونو د سردار تږى ازلي په جام د سرو وينو سرشار موږه ناپوهان يو، هغه پوى په نېست او هست ؤ كفر يې كړو پوى په هغه راز چي دى پرې مست ؤ خوند د لږه تږ د پرېوتو نه پيدا كيږي خوند خو د راحت د دړېدو نه پيدا كيږي دا ده عاشقي چي يې په اور كښې سوى ته يې څو يې چي ونه سوزې په اور كښې سوى نه يې ځكه چي په عشق او په خدمت كښې مقدم دى حق ده چي آدم يې له اسرارو نا محرم دى راشه كنه! څيري دا قميص دي د تقليد كړه دا به درته ووايم چي زده ترې نه توحيد كړه زنده رود اې د زړه جهان دي په فرمان، پر تا رحمت شه بس يوه شېبه راسره نور هم په صحبت شه حلاج نه مي شته تسكين نه د مقامه سره ساز يم بس خو سر تر پايه ذوق او شوق زه د پرواز يم كار مي هر زمان ديدن كول او سوزېدل دي بيا نو بې وزرو الوتل او ګرځېدل دي ((( د فراق جنو سود او ابليس څرګندېدل زړونه چي روښان لري صحبت يې يو دوه دمه زياته سرمايه ده، د وجود او له عدمه عشق يې په ګرمۍ كښې افزون تر كړو لاړو تېر شو عقل يې څښتن د لوى نظر كړو لاړو تېر شو سترګي مي كړې پټي چي محفوظ يې وساتمه بيا به يې د سترګو له مقامه زړه ته وړمه ناڅاپه چي ګورمه جهان واړه تيارۀ شو دا همه مكان تر لا مكان واړه تيارۀ شو بيا پۀ هغه شپه كښې را ښكاره يوۀ شعله شوه بيا پكښې څرګنده د يو زوړ سړي څېره شوه توره سرمۍ يې وه قبا دا يې نمود ؤ پټ يې تور لوګي كښې سر تر پايه ټول وجود ؤ وويل روميرح د فراقجنو سردار دا دى سر تر پايه سوز د زړه په وينو سرشار دا دى كمه يې خندا زوړ يې بدن كم يې سخن ؤ سترګوته يې روح ښكاره دننه په بدن ؤ رند ؤ خرق پوش ؤ، هم حكيم ؤ هم ملا ؤ وخت كښې د عمل به لكه كلك زاهد نما ؤ زړه يې بېګانه بېخي د ذوق نه د وصال ؤ زهد يې ترك كړى پاك جمال د لا يزال ؤ بس نو چي مشكل يې له جماله خلاصېدل ؤ ترك د سجود كار يې پخپل مخكښې ايښودل ؤ راشه لږ خو ته په واردات يې نظر وكړه ګوره يې تنګسې او په ثبات يې نظر وكړه بوخت په اخ او ډب د خير او شر دى لا تر اوسه سل نبيان يې وليدل كافر دى لا تر اوسه سوز نه د هغه مي تن كښې زړه وسوزېدلو خولې ته يې غمژن يو اسويلى را پورته شولو ما وته يې نيم پرانستې سترګې كړې را پورته دى عمل كښې څوك را رسېدى شي زما لورته داسي د كارونو په غمونو كښې لګيا يم زه په جمعه هم له فرصته نا آشنا يم هيڅ زما دپاره فرښته او نه چاكر شته ما دپاره وحي بې منت د پيغمبر شته نه ما يو كتاب او نه حديث چرته را وړي هم د فقيهانو شيرين زړونه مي بيا وړي پړى بۀ د دين شولولو چا؟ بې د فقيهانو خښتې- خښتي كړه كعبه آخر كښې نادانانو داسي خو زموږه د مشرب نه دى تاسيس نشته فرقې نشته په مذهب كښې د ابليس تېر چي د سجدې نه شومه واوره بې خبره جوړه مي باجه كړله له خيره او له شره ونه ګڼې دا چي زه له خدايه به منكر يم وګوره باطن مي په دې مه شه چي ظاهر يم دا بې وقوفي ده، كه زه ووايم چي نشته پسته له ليدلو به څه ووايم چي نشته ما خو په پړده كښې دى د "لا" "بلٰى" ويلي ښه له نا ويلو دي هغه چي ما ويلي درد زما په زړه كښې چي دپاره د آدم ؤ ده ته مي پرې نه ښود د يار قهر ؤ كه غم ؤ پورته مي له كشته شوې لمبې شرر بارۍ ته اورسېد انسان د مجبورۍ نه مختارۍ ته ما چي خپل بدوالى ښه په ډاګه را اظهار كړو تا لره حاصل مي ذوق د ترك او د اختيار كړو راشه د دې خپل اورځنى ما ته نجات راكړه اې آدمه! دا د مشكل غوټه زما وا كړه اې زما په بند كښې ګيره فكر وكړه ځان ته تا موقع وركړې د عصيان وه و شيطان ته اوسې چي جهان كښې نو همت د مردانه كړه اې زما غم خوره ژوند زما نه بېګانه كړه تېر شه بې پروا زما د نېش او نوش له زوره لا عمل نامه چي زما نشي نوره توره چرته چي وي ښكار هلته ښكاري هم ګير چا پير وي ته چي تر څو ښكارې زما غشي به هم ډېر وي څوك چي الوتاى شي نه پرېوزي خواري نشته ښكار كه ځان په عقل بچ كواى شي ښكاري نشته وې مي ورته تېر شه د آئين نه د فراق "ټولو نه خراب څيز دى زما په نيز طلاق4 وې سوز د فراق دې چي نغمه يې زندګي ده ښكلي د فراق د ورځي څنګه سر مستي ده نه راځي خبره مي د وصل په خوله ښه يم او كه غواړم وصل نه به هغه نه به زه يم حرف د وصال څه ؤ؟ چي له ځانه بېګانه شو تت يې چي په زړه كښې سوز او درد ؤ را تازه شو او چورلېدو يو ساعت چابك په خپل لوګي كښې بيا نو پس د دې نه شولو ورك پخپل لوګي كښې بيا له دې لوګي اوچت په غريو كښې دا سخن شو "مخ د هغه كس دى چي په زړه باندي خوږمن شو" ((( د ابليس ژړا اې د كل نېكانو او بدانو كردګاره! سر شوم په صحبت كښې د آدم په كږه لاره هيڅ كله زما له حكم سر نه ګرځوينه پټي سترګي يون كوي خپل ځان نه پېژنينه خاوره كښې يې پاتې چرته ذوق د ابا نشته هم پكښې بڅري د غرور كبريا نشته ښكار پخپله دا وايي ښكاري ته ما اسير كړه ما خو په امان له دې بنده فرمان پذير كړه خدايه له دې هسي رنګه ښكار نه مي آزاد كړه هغه پخوانى طاعت زما خو را په ياد كړه ټيټ د ده دپاره زما ختى لوړ همت شو څومره مصيبت شو خدايه څومره مصيبت شو خام فطرته! كلكه اراده كولاى نه شي دا حريف زما خو يو ګذار زغملاى نه شي چرته كه څښتن وي د نظر زما پكار دى پوخ چي وي حريف او ډېر زړور زما پكار دى دا د خاورو خټو ګوډاګى واخله زما نه نه كيږي پېښې د ماشومانو د بوډا نه ځوى د آدم څه دى؟ خو بس يو موټى د خس دى دې يو موټي خس ته زما يو بڅرى بس دى دلته چي دا خس ؤ دومره زور دي ولي راكړو زور دي ولي راكړو دومره اور دي ولي راكړو څوك چي ښيښه ويلي كاندي دا ورلره عار دى هوكه چرې ګټه كاندي ويلي دا يو كار دى دومره يم تنـګ شوى له دې تشو فتوحاتو تا لره اوس راغلم په غرض د مكافاتو ما نه چي منكر وي هغه كس غواړم د تا نه هغه يو ځوان مړد خو راته وښايه يزدانه داسي بنده غواړم چي را تاؤ زما ګردن كړي بس چي يو نظر يې زلزله زما په تن كړي هغه چي ما ورټي او وايي چي "را نه شې" هغه چي قېمت مي ورته ښكاري دوه وربشې خدايه يو بنده غواړم ژوندى او حق پرسته ګوره كه لذت ومومم داسي له شكسته ((( د زحل فلك هغه رذيل روحونه چي د ملك او ملت سره يې غداري كړې وه او دوزخ قبول نه كړل پير د روم هم هغه چي امام دى د رښتينو هغه چي اشنا له هر مقام دى د رښتينو وې د آسمانونو لارويه ډېر دي جوش دى تا ليدلى دى هغه عالم چي زنارپوش دى هغه چي ښكاريږي ګير چاپېره يې له ملا دى وړى دلكۍ نه د يو ستوري يې په غلا دى دومره دروند چليږي چي رفتار يې هم سكون دى هر يو ښه د ده له حكمه بد دى او زبون دى هر څو كه جوړ شوى يې كالبوت له آب و ګِل دى كار د پښې په مځكه ايښودو ورته مشكل دى يو لك فرښتې لري په لاس كښې تندرونه وېشي د ازل نه د خداى قهر غضبونه پر له پسې ستورى په دره وهي اكثره ستورى په هوا كاندي اكثر له خپل محوره واړه په هستۍ كښې دا عالم مردود رذيل دى ورځ يې لكه شپه وي چي لمر پټ ساتي بخيل دى ځاى دى د ارواح پخوا د ورځي له نشوره دى د سوزېدلو نه دوزخ يې هم نفوره دي دوه شيطانان پكښې عالم يې لړزولى ځان دپاره روح د همه قام يې دى وژلى دى جعفر صادق يو د بنګال بل د دكن دى هر يو ننګ د دين، ننګ د آدم، ننګ د وطن دى دواړه ناقبوله، نا اميده، نامراد روغ ملت د دوى له بركته په فساد دا ملت چي بند د هر ملت يې پرانستلو ملك او هم يې دين د خپل مقام نه پرېوتلو ولي نو ته نه پېژنې ملك د هندوستان؟ هغه چي مين دي پرې د زړونو خاوندان دا هغه ټوټه ده چي روښانه پرې جهان دى لا تر اوسه خاورو او په وينو كښې غلطان دى خاوره كښې يې چا د غلامۍ تخم كرلى؟ بس دغو ناپاكو ارواحونو دى شيندلى لږ خو نظر وكړه په دې شنه لويه فضا كښې ګوره نتيجه د عمل څه وي په دنيا كښې ((( د وينو درياب څه چي ما ليدلي په بيان كښې نه ځايېږي روح زما له ويري د خپل تن نه، نه خبريږي څه ګورم چي سيند دى يو له وينو ډك روان دى هم پكښې دننه، هم دباندي پرې طوفان دى پورته پرې ماران لكه په سيند كښې چي نهنګ ؤ تور كچه وېښته يې د پارې غوندي په رنـګ ؤ تند او ماتوونكى يې هر موج لكه پلنګ ؤ مړى له هيبته په ساحل باندي نهنګ ؤ خپل ساحل يې لږ هم په آرام نه پرېښودلو دم په دم په ګټ له غره په سيند كښې را لوېدلو يو چپه د وينو به له بلې جنګېدله منځ كښې يې كشتۍ وه ټټېدله، هسكېدله دوه سړي سواره وو دې كشتۍ كښې زېړ ځبېښلي خوار، سپېره، بربنډ، خيرن وېښته، څېرې ځپلي ((( د هندوستان روح څرګنديږي وچاودو آسمان ترې راښكاره شوه يوه حوره لري يې پړده كړه چي يې مخ ؤ ډك له نوره پاس يې په تندي كښې تار او نور ؤ بې زواله هم په دوه لېمو كښې يې سرور ؤ بې زواله سپكه لوپټه يې له وريځ، ښكلي تارونه بس خو د ګلاب د ګل د پاڼو وو رګونه بيا سره د دې حسنه، نصيب كښې يې زنځير ؤ خولې نه يې فرياد هسي ختلو چي دلګير ؤ وې روميرح دا روح د هندوستان دى و يې ګوره سوزي پرې ځيګر چي د فرياد له ډېر زوره د هندوستان روح ژړا، فرياد كوي شمع د زړه تته په فانوس د هندوستان كښې خلـګ يې له ناموسه بېګانه دي په هر آن كښې واړه نا محرم دي د خپل نفس له رازونو كم وهي زخمك د خپلو زړونو په تارونو تل يې په تېر وخت پسې الوت كړي نظرونه دوى له ساړه اوره تودوي خپل ځيګرونه لاس او پښې تړلي چي زما دي، له هغو دي چيغي چي دي غمي مي نارسا دي، له هغو دي ګوره چي خودۍ نه يې خلاص كړي خپل ځانونه دوى زړو رسمونو نه جوړ كړي زندانونه تنـګ يې سړيتوب دى له وجود او هم له ژواكه هم دا نوى عصر يې له پاك او له ناپاكه پرېږده هغه فقر چي حاصل يې عرياني وي ځار له هغه فقره چي حاصل يې سلطاني وي پرېږده خوى د صبر او ځان و ساته له جبره جبر دى مجبور ته او جابر ته زيات له زهره دا كه ګورې روږدى شي په پرله پسې صبر هغه ګوره روږدى شي، په پرله پسې جبر بيا نو په دې دواړو كښې عادت د ستم ډېر شي وردِ "ياليت قومي يعلمون" سې را برسېر شي شپه د هندوستان به څنګه ورځ شي نه پوهېږم مړ كه وي جعفر روح يې ژوندى دى او وېرېږم خلاص چي د هغه له يوه قيده نه بدن شي بله چاله جوړه كړي مېشته په بل يو تن شي كله د ګرجې سره لګيا وي ساز او باز كا كله كړي سر ټيټ د هر مسالياتو ته نياز كا دين دى، كه آئين دى، د هغه سوداګري ده ګويا عنتري دى چي جامه يې حيدري ده بس خو يو پوټى چي رنـګ او بوى د جهان نور شي رسم او آئين هم د هغه په هغه طور شي مخكښې يې څه نور ؤ اوس څه بل د ده مسجود دى نن زموږ په وخت كښې خپل وطن د ده معبود دى ګوره په ظاهر د دې په غم كښې خوار و زار دى ننه د بامبړ غوندي په غاړه يې زنار دى وژني به ملت چي وي جعفر په هر بدن كښې دا زوړ مسلمان ملت كُشي لري په تن كښې خوله له خندا ډكه و هر چا ته خو يار نه دى مار كه خندنى شي څوك به وايي چي مار نه دى وګوره نفاق يې، چي وحدت د قام دوه نيم دى غم كښې خپل ملت مبتلا كړى دې لئيم دى كار د بربادۍ د كوم ملت چي چرته سر وي مونډ به د هغې يا يو صادق يا يو جعفر وي خدايه ته د روح نه د جعفر مو په نمان كړه بيا د جعفرانو نه مو خلاص د دې زمان كړه ((( د وينو د درياب د كشتۍ د يو سپاره فرياد "نه چرته عدم مو قبلوي او نه وجود هاى د بې مهرۍ ځنې د بود او د نابود هغه ؤ چي تېر شو د جهان له شرق و غربه ورغلو دوزخ ته موږ سره د درد و كربه نه يې يو بڅرى په صادق جعفر ګذار كړ نه د خاورو موټى يې زما پر سر ګذار كړ وې خوراك دوزخ لا ښه د خس او له خاشاكه وې زما لمبه دي له دې دوو كافرو پاكه لاړمه تر بره پاتې شول نهه آسمانه لاړمه پخوا زه له مرګوټي ناګهانه وې چي "روح دى راز چي د اسرارو نه زما دى روح ساتل او تن ورانول دغه كار زما دى بد روح كه هر څو په دوو وربشو هم ارزان دى اې چي ورانول د تن مي غواړې درومه ګران دى توان د مرګي نشته چي به هسي رنګه كار كا روح چي د راحت سره آشنا د يو غدار كا "تندې هوا! اې د وينو سرو سينده روانه اې فراخې مځكې اې بې حده شين اسمانه! اې روښانه ستوريو! اې سپوږمۍ او اې آفتابه! اې قلمه! اې لوحه محفوظه، اې كتابه اې سرمايه دارو د مغرب سپينو بتانو اې بې جنـګ جګړې د ملكونو مالكانو دا همه جهان بې ابتدا، بې انتها دى او وايي چي څوك د يو غدار بنده مولا دى؟" ناڅاپه يو ږغ زړه لړزوونكى را پيدا شو څيري پرې ټټر چي د صحرا او د دريا شو ربط ؤ، كه نظام ؤ، د اقليم د بدن وران شو ګويا ګټ له ګټه جنګېدو هسي طوفان شو غرونه پكښې تلل جوړې وريځ وه الوتله غږ د شپېلۍ نه ؤ، خو دنيا وه نړېدله پړق د زړه له تاوه، دنياګانې ورانولې سيند كښې يې د وينو ښكته جالي لټولې شور كښې وې څپې له خپله واكه وې وتلې غرونه غاړي هر خوا ته په وينو وې لړلې هر هغه چي تېر په نا پيدا او په پيدا شول ستورو به كتل ورته او تېر ترې بې پروا شول ((( د آسمانونو نه بره د المانوي حكيم نطشه مقام هر چېرته جګړه د فنا او د بقا ده هيڅوك برې پوى نه شو د فلك څه مدعا ده هر چرته پيغام د ژوند مرګى راوړي ډېر ښه دى سخ د هغه كس چي په دې پوى شي چي مرګ څه دى هر چرته ارزان لكه هوا دغه حيات وي دى خو بې ثبات خو په ارمان كښې د ثبات وي سل عالمه ما چي په شپږ ورځي كښې پيدا دي وليدل تر دغې كائيناته چي نما دي بيلي هم پرې وني، هم سپوږمۍ د هر جهان دى بيل يې وي آئين، بيل يې د ژوند ساز او سامان دى وخت د هر عالم ګاهې روان لكه دريا وي دلته وي ورو- ورو خو هلته تند لكه هوا وي كله زموږ چرته كښې يو مياشت چرته يو دم دى دې دنيا كښې ډېر چي څه ته وايو هلته كم دى دې دنيا كښې عقل مو صاحب چي د فنون دى دا دي كه په بل جهان كښې وليد خوار زبون دى بيا مي په سرحد د دې نيمګړي جهان وليد يو سړى مي هلته خوږمن زړه او ګريان وليد سترګو كښې سيوا له باتورانو يې تيزي وه مخ يې پلوشې كړې ترې ښكاره د مخ ګرمي وه سوز به يې د زړه په هر ساعت كښې زياتېدلو دا بيت يې په خوله ؤ چي سل ځل يې وويلو "تښتي له جبريل، جنت، او حوري هم څښتنه غه كالبوت چي سوز يې وي له يو روح ارمانجنه" ما روميرح ته وويل چي څوك دا ديوانه دى وويل روميرح "دا د ايمان يو فرزانه دى" ځاى يې دى په منځ كښې د دې دواړو عالمونو پټه يې نغمه ده، په شپېلۍ كښې له كالونو بې دار و رسنه دا حلاج دى جوړ راغلى هغه پخوانى ټكى يې بل ډول ويلى ټكي يې بېباكه دي افكار يې ډېر عظيم دي واړه مغربيان يې د ګفتار په تيغ دوه نيم دي يو ملګرى هم يې له جذبې نه خبرېدلو هغه مجذوب دوى ته لېونى به ښكارېدلو عشق او د مستۍ نه عاقلان وي بې نصيبه تل به يې تشخيص دپاره وړلو تر طبيبه نور څه وي طبيب سره؟ خو بس فريب او رنـګ وي هاى شه په مجذوب چي زېږېدلى په فرنګ وي څه ابن سينا كړي؟ خو تكيه په كتابونه وركړي خواب آورې ګولۍ يا وهي رګونه وګوره حلاج ته پخپل ښار كښې ؤ غريب پاتې چي ژوندى شو له ملا مړ كړو طبيب نه ؤ لار ښودونكى څوك په خاوره د فرنګ كښې تنده يې د حد نه شوه نغمه چي وه په جنـګ كښې چا دې لازوى ته مخكښې شمع نه كړه بله خود په وارداتو كښې يې راغلل سل خلله زنګ ترې چا ونه كړو كه په اصل كښې سره زر وو چا د كار سړى ترې نه جوړ نه كړو بې ګودر وو ؤ هغه عاشق چي د خپل آه په زار كښې ورك ؤ يو هغه سالك ؤ چي پخپله لار كښې ورك ؤ ما ته يې مستني په هر مقام هره ښيښه كړه پرې يې هم له خدايه هم د ځان ځنې رشته كړه ده غوښته ليدنه چي په سترګو ظاهري شي ګډه په يو ځاى چي قاهري او دلبري شي ده دغه غوښتل له خاورو خټو چي بېرون شي دې د زړه پټي كښې چي كوم وږى را زرغون شي ده چي څه غوښتل هغه مقام د كبريا دى دا مقام د عقل او حكمت نه ماورا دى شرح دغه ژوند له اشاراتو د خودۍ دى "لا" دى كه "الا" له مقاماتو د خودۍ دى پاتې له "الا" شولو په "لا" كښې درمانده شو ځكه د مقام د "عبده" نه بېګانه شو ؤ د تجلۍ سره تر خوا خو بې خبر ؤ لري د مېوې غوندي له سټې د شجر ؤ سترګو يې ديدن د بل چا نه غوښت بې آدمه چيغې يې وهلې آدم كوم دى؟ اې عالمه! ق وګڼي هغه خو د آدمو نه بې زار ؤ هغه د موسٰى غوندي طالب د بل ديدار ؤ درېغه چي هغه په زمانه كښې د احمدرح* وې دى به رسېدلى خوشحالۍ ته د سرمد وې بس د هغه عقل د خپل ځان سره وييږي ځه په خپله لاره، خپله لار ښه معلوميږي پورته دي قدم كړه، مخكښې اوس هغه مقام دى بې حرفه پكښې ظاهرېدونكى چي كلام دى د جنت الفردوس په لور لېږدېدنه و وتمه، لاړمه له حد د كائيناته ورغلمه زه چي يو جهان ؤ بې جهاته ښى او چپ يې نشته دى بې لوره دا جهان دى شپه او ورځ يې نشته، هسي طوره دا جهان دى هلته چي څراغ مي د ادارك ؤ تت او خړ شو حرف مي د هيبت نه د معنا پرېوتو مړ شو حال د روح په دې ژبه ويل كله آسان وي بند چي وي پنجره كښې الوتل ورته ډېر ګران وي لږ غوندي خو ته وكړه نظر د زړه جهان ته را چي شي رڼا د د خپل نور ځنې چشمان ته څه دى زړه؟ دنيا ده بې د رنـګ او بې له بويه پاكه دا دنيا د رنـګ او بوى ده، له چار سويه زړه كه څو ساكن دى خو په هر ساعت سيار دى ډك دغه عالم ته له اجوال او له افكار دى ځي يو حقيقت نه بل ته ورو- ورو رسي عقل زړه ځي بې له لاري بې له سيره بې له نقل سل كه وي خيالونه خو هر يو له بل جدا وي دا له آسمانونو آشنا هغه نارسا وي هيڅوك داسي نه وايي چي دا ګردون آشنا مل دى په مزل د هغه خيالِ نا رسا يا د يار له ديد چي شي پيدا هغه سرور دى يا د كوڅې باد دى چي دارو د زړه رنځور دى خوب كه وي راغلى لا دي تللې له لېمو وي ديد د زړه په ځاى بغير د لمر د پلوشو وي بس هغه دنيا د زړه دنيا غوندي به وي لمر د هغې څه او يام چي خيال كښې نه راځي بيا هغې جهان كښې لا دننه بل جهان دى اصل د هغې جهان له بېله "كن فكان" دى هغه لازوال دى دم په دم نوى ښكاريږي نه راځي په وهم كښې لېكن ليدلې كيږي هر ساعت هغه لره پيدا نوى كمال دى هر ساعت په هغه كښې ښكاره نوى جمال دى هيڅ حاجت يې نشته لمر، سپوږمۍ ته له هيڅ شانه ځاى به شي انګڼ كښې د هغه نهه آسمانه هر هغه غائب چي وي نو هلته د ليدو وي مخكښې له هغه چي يې پيدا په زړه آرزو وي زه به درته څه پخپله ژبه وايم څه دى؟ بس دغه جهان ظهور او نور د ژوندانه دى ښكلى رېدي ګلې يې خندا نه دى په غرونو دي ښكلي نهرونه يې جاري په ګلزارونو سپيني آسماني او سرې غونچې يې د ګلانو دوى همه غوړيږي په نفس د قدوسيانو ياد يې عنبرين، اوبه په شان د سپينو زرو شته پرې زمردي ماڼۍ قبې يې د مرمرو سرې- سرې ياقوتي خېمې زرين يې طنابونه رشك د آئينو يې معشوقې لري مخونه وويل روميرح چي "اې راګيره په قياس! تېر شه ته له دې اعتباراتو د حواس دا خو تجلي ده د دې ښو بدو كارونو چرته د جنت رنـګ اخلي چرته د اورونو اوس چي دا ته وينې محلونه رنـګ په رنـګ دي اصل يې اعمال دي، نه چي دوى له خشت و سنګ دي دا چي خلـګ وايي چي كوثر، غلمان او حور وي دا له دې جهان جلوه د جذب او د سرور وي دلته چي كوم ژوند دى، نو بس هغه له ديدار دى ذوق دى د ديدار او نندارې او د ګفتار دى" ((( د شرف النسآء محل ما وې دا محل سوا د لعل له آب و تابه هغه چي برېښنا يې خراج اخلي له آفتابه دغه لوړ محل، دغه ماڼۍ، دا څه مقام دى حورو چي تړلى يې په در باندي احرام دى اې چي سالكان دي كړل آشنا له جستجو يه څوك د دې څښتن دى را ووايه نېك خويه وې چي "دا محل مو د بېګم شرف النسآْء دى بس د بام مارغۀ يې د ملكو هم نوا دى داسي مرغلره زموږ سيند نه ده راوړلې نه دا هسي لور له بلې موره زېږېدلې خاوره د لاهور يې جوړ آسمان شوه له مزاره نشته په جهان يې څوك له رازه خبرداره هغه سر تر پايه ذوق او شوق او درد او داغ ده واوره د پنجاب د يو حاكم چشم و څراغ ده هغه چي و اٰل عبدالصمد لره رڼا ده پاتې يې د فقر چي نقشه تر ابدا ده سوز يې ؤ په زړه كښې د قرآن له بركته نه اوزګارېدله يو نفس له تلاوته توره يې تر ملا وه او قرآن به يې ؤ لاس كښې عشق يې ؤ د خداى په تن بدن او په حواس كښې لمونځ به ؤ او توره هم خلوت ؤ هم قرآن ؤ څنګه ښكلى عمر ؤ چي تېر په دغه شان ؤ ساه په زنكدن كښې چي يې راغله تر مرۍ او يې كتل مور ته څه په ډېره مشتاقۍ وې ويل كه څه هم زما راز په تا عيان وي ستا به تل نظر، زما په توره په قرآن وي دا دوه قوتونه محافظ د يو او بل دي دا د ژوند جهان ته محورونه تل تر تل دي دا يې په دنيا كښې هر نفس محافظان وو ستا د لور هم دغه حقيقي دوه محرمان وو وخت كښې د رخصت مي وصيت دى چي كه ښه كړې دا توره قرآن چي تۀ زما نه جدا نه كړې وكړه پرې عمل چي وايم زه بې قال و قيله قبر زما جوړ كړى بې ګنبده بې قنديله تېغ مسلمانانو ته سره د قرآن بس دى قبر ته زما مورې هم دغه سامان بس دى پروت ډېره موده د دې په قبر بر قرار ؤ وه يوه يې توره، بل قرآن يې په مزار ؤ قبر د هغې د اهل حق دپاره عام ؤ ژوند لره په دې فاني دنيا كښې يو پيغام ؤ خپل عمل مسلم له اقتداره پرې ويستلو فرش د حكومت يې زمانې را ونغښتلو مرد چي ؤ د حق د غيرِ حق نه په لړزا شو شېر چي د مولا ؤ د لومبړۍ نه سوا شو لا يې ړو د زړه نه تب او تاب چي د سيماب ؤ ته خو ښه پوهېږې بيا څه حال چي د پنجاب ؤ لاس كښې د سكهانو هم دا توره هم قرآن شو مړه مسلماني په دې وطن هم مسلمان شو د امير كبير حضرت سيد علي همدانيرح او ملا طاهر غني كشميريرح زيارت اور مي زړګي واخيست د روميرح په دې خبره را مي غله په خوله چي هاى پنجابه بختوره بل كړل د يارانو غم په ما باندي اورونه شول مي په جنت كښې په زړګي زاړه غمونه دې وخت كښې ما واورېده صدا يوه دردمنده شوله د كوثر د حوض له خوا ځنې بلنده "يو موټى خشاك مي غونډ كړو ځان مي پرې سېزلو ګل وې ګڼي جاله جوړوي په ګلستان كښې" (غني) وې روميرح چي څوك راشي نو ګوره ورته بويه څه چي وي تېر شوي هغه هېر كړه زما ځويه يو رنګين نوا شاعر ملا طاهر غني ؤ فقر د هغه باطن غني ظاهر غني ؤ ښه نغمه جاري د ده په شونډو بۀ مدام وه دا بۀ په حضور كښې د سيد والا مقام وه مشر د ساداتو، هم سالار چي د عجم ؤ لاس يې يو معمار د تقديرونو د امم ؤ درس د الله هو او ذكر فكر د مردانو واخيست غزاليرح هم د هغه له مشرانو هغه چي د دغه بې نظيره وطن پير ؤ هغه چي امير، فقير، بادشاه لره مشير ؤ ګويا ؤ د فيض يې په لستوڼي كښې سيندونه ور يې كړة دې ملك ته تهذيبونه هم علمونه ده په نوو- نوو زړه راښكونكي هنرونو جوړ دلته وړوكى شان ايران كړو په فكرونو غوټي به يې وا په يو نظر كړې سل له واره زر شه پرېږده، غشي د هغه ته د زړه لاره د شاه همدان په حضور كښې زنده رود غواړم يې كنجي د تا نه راز چي د يزدان دى ما نه طاعت غواړي، هم جوړ كړى يې شيطان دى يو طرف خو ما وته بدۍ ښكلې ښكاره كړې بل خوا په عمل كښې د نېكۍ مطالبه كړې ووايه چي دا فسون سازي ده او كه څه ده؟ يا د جوار ګرو څه بازي ده او كه څه ده؟ دا يو موټى خاورې او بې حده آسمانونه وايه مناسب ؤ چي يې وكړه دا كارونه؟ كار دى كه افكار زموږ خو موږ لره آزار دى چك وهو په خپلو لاسو دا زموږه كار دى شاه همدان هغه بنده كوم؟ چي د خپل ځان ځنې خبر وي هغه جوړولى شي ترې نفع كه ضرر وي ناسته د شيطان سره وه آدم لره وبال دى رخه د شيطان سره آدم لره جمال دى ځان په دې شيطان كړه ور ګذار د لاروي كړه ته يې همه توره جوړ د هغه نه برچي كړه تېز شه چي ګذار د سخت شي وركړه ورله ماتې وګڼې بدبخت به شې په دوه جهانه پاتې زنده رود لاندي تر آسمانه يو سړى د بل خوراك دى يو ملت په بل ملت يرغل كوي بې باك دى زړه د وطنيانو سيزي ګويا سپېلنى دى زړه نه يې خوږمنى چيغې خيژي لېونى دى څومره خوږ ملت دى، څه زيرك؟ ډك له كمال دى دا پخپل هنر په ټول جهان كښې يو مثال دى غرقه يې پياله د خپلو وينو په غولۍ كښې دى دغه مضمون چي مي ژړا ده په شپېلۍ كښې دى چي د خودۍ ځنې پرېوتى بې نصيب دى ځكه خو هغه پخپل وطن كښې هم غريب دى وكړي مزدوري خو په قبضه كښې وي د نورو كب يې د خپل سيند وي په كنډه كښې وي د نورو لېږدي كاروانونه يې منزل ته ګام تر ګامه كار يې وي بې خونده خام كچه او بې اندامه مړې يې شوې جذبې په غلامۍ كښې اوس سړي دي وې چي يې لمبې د تاك په رګ كښې هغه مړي دي دا په زړه كښې مه وايه چي دى هم دغه شى ؤ تل پردو درشلو باندي پروت د ده تندى ؤ دى په يوه وخت كښې صف شكن او توره باز ؤ لويه حوصله يې وه، غالب ؤ هم جانباز ؤ وګوره دا ښكلى سپين غټن غوندي يې غرونه ګوره دا د اور لاسونه ښكاري چنارونه وتي په سپرلي كښې يې لعلونه له هر سنګ وي پورته يې له خاورو يو طوفان غوندي د رنـګ وي څه ټوك- ټوك وريځي يې د غرونو په دامان وې يا پنبه الوتې د ليندې نه د كمان وې غرونه دريابونه او د لمر په پرېوتو كښې خداى مي بې حجابه وليدلو دې ورشو كښې هلته په نشاط* كښې مي نسيم سره پرواز ؤ "بشنواز نې(" ؤ زما په لبو دا مي ساز ؤ دا رنګي لګيا ؤ يو مارغوكې په شاخسار كښې وې كا سيره نشته دې بها په دې بهار كښې راغى ريدي ګلي تور نرګس هم را عيان شو څيري د نوروز د باد له لاسه يې ګرېوان شو ډېر عمر زرغون شو له دې غر او له كمره نور نه د سپوږمۍ نسترن پاكيزه تره ډېر عمر ګلونه راغله لاړه نما نه شو بل شهاب الدين* زموږ له خاورې پيدا نه شو دا سوې ژړا چي د سحر هغه مارغه كړه بل شاني ګرمي يې را پيدا زما په زړه كړه آن چي مي يو وليد لېونى چي په خروش ؤ يو يې ووړ زما نه چي سامان زما د هوش ؤ "مه غواړه زما نه مستانه ژړا تېرېږده ښاخ د ګل جادو د رنـګ او بوى دى ترې لېږديږه تا وې چي له پاڼو د رېدي څاڅي شبنم دې غافل په غاړه چپه د رود څڅوي نم يو موټى بڼې او دا سرود او واويلا دا د غني روح ژاړي په مرګ د تمنا ته كه جنيوا ته چيري ځې بادِ صبا ورسوه "مجلسِ اقوام ته دا له ما خرڅې يې ولې پټي باغونه هم دهقان كړ هم يې قام كړ خرڅ همه، خو خرڅ يې څه ارزان كړ ((( شاه همدان زه يو باريك رزم درته وايمه پسره! تن دي همه خاوره، ولي روح دي مرغلره جسم چي د روح دپاره ويلي شي پكار دى پاك څيز چي له خاورو بېلولى شي هوښيار دى ته يوه ټوټه د تن كه غوڅه كړې له تنه بيا به لاس ته در نه شي جدا شوه له بدنه او كه چرته روح په جلوه مست وي را پيدا شي ته كه يې قربان كړې نو واپس به درته را شي نه دى د هيڅ څيز غوندي، جوهر چي د هغه دى دې هغه بندي ولي بيا هم په بند كښې نه دى مړ شي چي يې ته كوې پالنه په بدن كښې او كه يې قربان كړې شي رڼا په انجمن كښې روح جلوه مست وايي څه ته؟ مرده د لاوره خپل روح وركول څه وي او نمايه بهادره! روح وركول څه دي؟ مخ يې حق ته ګرزول دي بيا د روح په تاؤ باندي د غر ويلي كول دي څه جلوه مستي ده؟ خو د خپل ځان پېژندنه تورو تورو شپو كښې لكه ستورى ځلېدنه نه موندل د ځان په حقيقت كښې وركېدل دي ځان موندنه، خپل ځان ته، د خپل ځان ور بخښل دي ځان چي وليد چا بل يې و نه ليد بې له ځانه خپل ځان يې بهر كړلو د خپل ځان له زندانه ځان چي كوم يو مست د دې جلوې وپېژندلو درد ورته له ډېروي خوشو ښه وښكارېدلو ځان د دې نظر كښې لكه باد هسي ارزان شي بيا نو په لرزان د ده په مخكښې خپل زندان شي دې په تېشه خپله د كلك كاڼي زړه چوي داسي د دنيا نه خپل قسمت پورته كوي تېر چي له خپل ځانه شي نو ځان هله د ده دى دا كه نه وي روح يې د يو څو لحظو مېلمه دى زنده رود تا د ښو او بدو له حكمته كړم خبر اې هوښياره مشره! يو نكته يو بل نظر ته په معنا پوى وې په معنا د پويو سر وې ته د بادشاهانو د رازونو نه خبر وې موږه فقيران يو بادشاهان غواړي خراج څه دى اصليت د اعتبار د تخت و تاج شاه همدان اصل د شاهي څه دى په شرق كښې او په غرب؟ يا رضا د خلګو او يا جنـګ و حرب و ضرب زه درته رښتيا ووايم اې عالي مقام! بې له دوو كسانو خراج نورو ته حرام يا يو "اولى الامر" چي منكم* د هغه شان دى دا د خداى آيت د ده ثبوت دى او برهان دى يا هغه ځلمى چي د سيلۍ غوندي را خور شي هر خوا ته ملكونه را نيواى په جنـګ و زور شي وي په ورځ د جنـګ يې تماشې د قاهرۍ وي په ورځ د صلحې يې ښيوې د دلبرۍ هند و ايران دواړه په پيسو شي خرڅېدلى هيڅوك بادشاهي په بيه نه شي اخستلى هيڅوك د دوكان د ښيښه ګرو نه په دام نه شي اخستلى اې ځوانانو د جم جام جام د جم چي خرڅ شي په پيسو تشه ښيښه شي تشه ښيښه څه؟ د ماتېدو يې اندېښنه شي ((( غني هند ته دا مزه د آزادۍ وركړله چا؟ صيد ته دا سودا د صيادۍ وركړله چا؟ دا هغه اولاد د برهمن دى زنده دل سور ريدي د دوى د سرو مخونو نه خجل تېز نظر او سخت او جفاكش او پخته كار دي واړه فيرنګيان يې د نظر نه په كوكار دي اصل د دوى هم زموږ د خاورې له خمير دى دې روښانه ستوريو له افق زموږ كشمير دى ته كه له سپرغو ګڼې خالي زموږ ايره لږ خو د نظر په ډكي ځان را اوكيره ته چي دومره سوز لرې دا وايه دې له كومه ساه دي دسپرلي نسيم، اونمايه دې له كومه؟ دا هغه نسيم دى چي د دې له تاثيرونو خوند و رنـګ و بوى اخستى دى زموږه غرونو ښه نو خبر نه يې چي د لري سيند په غاړه وې يوې څپې بلي څپې ته هسكه غاړه څو به په درياب كښې يو د بل سره جنګيږو پاڅه په يو دم كښې چي ساحل ته ورسېږو هغه پخوانى زموږه سيند د خپل وطن دى شور يې په كڅيو كښې د غرونو په لمن دى سر وهي د لار په ګټو كاندي چپاوونه ان تر دې چي اوكني د غرونو بنيادونه هغه ځوان چي ښار او د صحرا د رانيوو دى شوى پرورش يې د سل مياندو په شود دى دا همه له موږ دى د هغه چي كوم شوكت دى دا سطوت شوكت يې واړو خلګو ته قيامت دى ژوند مو د ساحل نه را دننه څه پكار دى دا ساحل كه ګورې ګټه، خټ زموږ د لار دى روغه د ساحل سره كول مرګ د دوام دى خير كه په درياب كښې مو چپاؤ سحر ماښام دى ژوند دى دا چي زغل په غرو روغو يې وكړو لاړو ځار له هغه موجه چي وركيوزي په غاړو اې هغه د ژوند د تندي خط چي تا لوستلى اې د ژوندون اور د چي مشرق ته ور بخښلى اې چي داسي آه لرې چي سيزي ځيګرونه ته يې ترې بېتاب خو موږ له تا ترې سوا يونه ته يې چي بلبل درنه ژړا په هر نفس كړي ستا په پاكو اوښكو د چمن شينكى اودس كړي اې چي ستا د طبعې نه پټى د عشق زرغون شو اې چي هر يو زړه دي له اميده ډك ممنون شو غږ چي ستا جرس دى، د همه ؤ كاروانونو ولي نا اميد يې د وطن له اولسونو زړه يې لا ژوندى دى په سينو كښې نه چي مړ دى روڼ د خوږلن لاندي يې بڅرى نه چي خړ دى وار خو وكړه ته، بې د شپېلۍ له آوازونو يو ملت د خاورو نه به جګ شي د قبرونو غم در كښې څرګند ولي خاونده د نظر شي وكړه داسي آه چي سره لمبه دا خشك و تر شي ډېر د لاجوردي آسمان نه لاندي شته ښارونه لاړل سره لمبه شوو چي دروېش وكړل آهونه واوره حكومت د بړبوكۍ نه هم نازك دى بس خو يو پوكى چي ورته ور كاندي نو ورك وي جوړ د شاعرۍ نه شي تقدير د امتونو هم كوي تخريب او هم تعمير د امتونو څو كه ستا نشتر دى هر يو زړه ته رسېدلى بيا هم حقيقت كښې ته چا نه يې پېژندلى ده په تا پرده چي د نوا د شاعرۍ نه ستا ښكلې وينا ده ما ورا د شاعرۍ نه جوړ څه نوى- نوى شور و شر كړه په جنت كښې راشه مستانه سندره سر كړه په جنت كښې ((( زنده رود آشنا د دروېشۍ نشه كړه څښه بيا دم په دم چي پوخ شې پكښې لاندي كړه تر پښو شاهي د جم وې خوښ دي تا زموږه دا جهان دى او كه نه؟ ما وېل چي نه، ويل يې هله زر يې كړه برهم ما چرته ميكدو كښې ښايسته رقيب ونه ليد رستم سره جامونه څښه د وړكيو سره كم صحرا كښې ريدي ګله! سوزېداى نه شې ځان- ځان ته دا روڼ د ځيګر داغ وهه په زړونو د آدم پټ سوز يې د زړه ته، هم يې په وينه كښې ګرمي يې باور كه نه كړې څيري خو كالبوت كړه د عالم دا عقل ستا څراغ دى، بس په لاره كښې يې كښېږده پياله دي عشق ده، څښه يې له هغه، چي وي محرم د زړه ټوټې مي سرې په وينو ونوستې له سترګو دا لعل د بدخشان مي واخله، جوړ كړه ترې خاتم د هندي شاعر "برتري هري" سره صحبت حورو ته مي تللې تر محل او تر خېمو ده دا "ژړا بلنه" د كاملو سوزېدو ده هغې يوې ما ته د خېمې نه سر بهر كړ هغې بلې ښكته له كړكۍ راته نظر كړ ما په جاودان جنت كښې جوړ هسي ماتم كړ ډك چي هر يو زړه مي د فاني دنيا له غم كړ مسكۍ د شونډو لاندي هغه پير سو چي فطرت شو وې چي "اې هندي ساحره دا دي څه حالت شو"؟ هغه مخامخ ګوره هندي صاحب قلم دى فيض نه د نظر يې مرغلره هم شبنم دى دا نكته شناس دى چي نامه يې برتري ده داسي يې فطرت لكه وريځ چي اذري ده ده به له چمن نوې غوټۍ راشو كوله ستا نغمو يې موږ ته توجه وګرځوله وګوره بادشاه هم په سخن كښې ارجمند دى هم د ده مقام په فقيرۍ كښې ډېر بلند دى دى د رسا فكر نه كړي جوړ ښكلي نقشونه جوړ يې لوى جهان كړي د معنا يو دوه حرفونه څومره كارخانه چي ده د ژوند دا يې محرم دى دى پخپله جم دى، شاعري يې جام د جم دى" موږه يې تعظيم لره اوچت هغه ساعت شو ورغلو هغه سره بيا موږه په صحبت شو زنده رود اې چي بې بها نكتې دي ووې له اسراره اې چي شو مشرق په راز خبر ستا له ګفتاره سوز د چا په شعر كښې راځي له كومه ځايه ووايه هغه وي د خودۍ نه كه له خدايه؟ برتري هري هر څوك خبر نه وي شاعر چرته په دنيا وي پټ په زير او بم كښې په پرده كښې د نوا وي هغه ګرم زړه چي يې دننه په كنار وي خداى ته هم ولاړ كه مخامخ وي بې قرار وي روح لره زموږه وي لذت په جستجو كښې پروت د شعر سوز وي په مقام د آرزو كښې اې چي د سخن له تاكه وي مستي مدام ستا ته به بختور يې كه نصيب شي دا مقام ستا ستا د كاڼو خښتو د ملك دوه بيته خواږه وړاى شي د جنت د مستانه حورو نه زړه زنده رود وليدل هنديان مي چي وي ډك له پېچ او تابه وخت راغلى اوس چي، سر د حق كړې بې حجابه برتري هري دا كچه خدايان د خاوورو ګټو وي عالمه شته دى يو برتر، لري له دير او له حرمه ذوق چي د عمل يې نه وي خشكه په سجده وي ده زندګاني د كردار نوم، بده كه ښه وي يو ټكى مي واوره چي ډېر كم ترې خبردار دي څوك يې چي د زړه په تخته وليكي هوښيار دى دا جهان چي وينې ظاهر نه دى له يزدانه دا څرخه له تا ده هم تارونه يې د تا نه وكړه مكافات ته د عمل سجده پخپله ځكه چي دوزخ اعراف جنت دى له عمله (دبرتري هري ژباړه) د مشرق د سلطانانو محل ته روانېدل نادر ابدالي سلطان شهيد شوه په روح خوره مي چي صدا د برترۍ وه زه پرې وم مست شوى چي نوا د برترۍ وه وې رومي "لېمه د زړۀ هغه ښه چي بيدار وي پښې وي بهر ښې چي د حلقې نه د افكار وي راغلې ته، او تېر شوې په مجلس د دروېشانو راشه محل هم وګوره لږ د بادشاهانو شته دې انجمن كښې د مشرق چي بادشهان دي ګويا سطوتو نه د ايران د كن افغان دى يو هغه نادر چي پوى په رمز د اتحاد ؤ ده څخه مسلم لره پيغام د ښه و داد ؤ بل يو ابدالي دى چي وجود د ده آيت ؤ ور يې كړو افغان لره، اساس چي د ملت ؤ هغه د الفت د شهيدانو چي امام دى هغه چي عزت د هند او چين او روم او شام دى نوم يې چي د لمر او د سپوږمۍ نه دى روښانه ده د قبر خاوره يې ژوندى زما او ستا نه راز د عشق چي پت ؤ ده په ډاګه را بهر كړو ته ترې خبر نه يې څه په شوق يې چي سرور كړو غه په بركت چي سر د بدر او د حنين ؤ دى وارث په فقر او جذبه كښې د حسين ؤ لاړو ترې سلطان له دې فاني سرايه رحلت دى پاتې لا تر اوسه په دكن كښې يې نوبت دى" فكر مي ناقص دى حرف او ږغ هم زما خام دى نه شمه ښودلې چي څه شان هغه مقام دى ټول نوري مخلوق يې د جلوو ځنې بصير ؤ هم ژوندى دانا ؤ هم ګويا او هم خبير ؤ داسي يو محل د فيروزې يې ديوالونه ځاى به ؤ آسمان پكښې لرل يې رفعتون هيڅ په اندازه كښې نه راتلو، هسي رفعت ؤ فكر هم د داسي اندازې نه په هيبت ؤ سروي او ګلاب او چمبېلي ښكلي ښاخونه جوړ په لطافت كښې د سپرلي وو تصويرونه پاڼي يې د ګلو او د ونو كړي زلقونه شوق د شېرازۍ كښې بدلوي نوي رنګونه وګوره نسيم ته هم چي څومره جادوګر دى بس خو چي ته سترګي رپوې نو زېړ احمر دى ښكلې فوارې يې هر طرف ګوهر فروشه ښته دى فردوسي مرغان پكښې ډك له خروشه جوړ ښكلى دربار دى يو په دې محل بلند كښې داسي يې ذره ده چي يې لمر وي په كمند كښې ستني دي، كه چت، كه دېوالونه، د عقيق دي فرش يې دى له پشمه ګرد، برېدونه د عقيق دي جوړ د دې دربار په ښي او چپ ښكلي صفونه حورو دي تړلي څه زرين كمر بندونه تخت ؤ د سرو زرو پكښې ناست پرې بادشاهان وو ټول په دبدبه كښې د بهرام او جم په شان وو بيا هغه روميرح چي آئينه د ښه ادب ؤ ډېر په دلبرۍ سره يې دا ټكى په لب ؤ وې: "بادشاهانو ته، شاعر د مشرق دا دى وا يي كه شاعر او كه ساحر د مشرق دا دى فكر يې باريك دى او په زړه كښې يې دردونه بل په مشرقيانو د ده شعر كړه اورونه نادر ستړې مشې اې چي نكته سنج يې خاوري يې تا سره پارسي ښايي چي پوهه په دري يې اې زموږ د راز محرمه، راز راته عيان كړه حال كه در معلوم وي را څرګند يې د ايران كړه زنده رود پس له ډېره عمره يې خپل ځان وپېژندلو بيا د يوې لومي په حلقه كښې ونښتلو مړ په تېغ د ناز شو د بتانو شوخو شنګو پلار ؤ د تهذيب خو مقلد شو د فرنګو واړه سروكار يې اوس له ملك او له نسب شو ستايي به شاپور په سپكاوي كښې د عرب شو ژوند يې سراسر د وارداتو نه خالي دى غواړي له زړو قبرونو ژوند داسي سوالي دى خوښ يې كړو وطن او د خودۍ نه لاس په سر شو عشق يې د رستم كړلو اخيتار، هېر يې حيدر شو اخلي د فرنګه ځنې نقش چي باطل دى خپل تهذيب يې پرېښودو فرنګ وته مائل دى شوه چي زمانه د بزد جرد نو ايران زوړ ؤ سره يې د مخ تللي ؤ د مړي غوندي سوړ ؤ دين ؤ كه آئين، هم يې زوړ شوى ټول نظام ؤ هم يې ؤ زوړ شوى كه سحر كه يې ماښام ؤ نه څرګندېدلو موج د ميوې له تاكه نه يوه سپرغۍ يې را وته چرته له خاكه ان چي خداى ورپېښ له صحرا ورته محشر كړو داسي يو محشر ؤ چي يو نوى ژوند يې وركړو داسي يو محشر د عناياتو له مولا دى شو ايران ژوندى او فنا رومةالكبرٰى دى هغه چي ارواح يې له كالبوته شوه رخصته بيا وتى له خاورو نشي مخكښې له قيامته حيف دى د عربو د احسان په منكرانو ويلي شول په اور كښې همګي د فيرنګيانو* ((( د ناصر خسرو روح څرګنديږي يو مستانه سندره وايي بيا غايب شي غزل لاس كښې چي دي توره قلم واخستو غم مكړه ګډ وي كه بربنډ وي كه بېكاره دي وي تن زېږي د قلم توري له څوكو هنرونه څنګه چي رڼا له اوره اور له نارون بې ايمانه تېغ و قلم دواړه بې هنره څه قېمت، بې دينه، د لرګي او د آهن دين په عقلمندو ګران دى سپك دى په بې عقلو داسي لكه غواته نسترن او ياسمن يا لكه پنبه چي نيمه شي قميص الياس( ته نيمه بدقسمته يهودي لره كفن ابدالي او زنده رود ابدالي هغه ځوان ملت چي يې كړه جوړ سلطنتونه پس شو، بيا مېشته شو په خپل غرونه ميدانونه اور يې چي بل شوى رو په غره له ډېره زوره وسوزېد كه ووتو سوچه له دغه اوره؟ زنده رود هر ملت د بل كوي وروري ولاړ په ننګ دى بس خو يو پښتون دى چي د ورور سره په جنـګ دى ژوند دى د مشرق، د ده په ژوند كښې بختور دى طفل لس كليز د دې ملت ځان ته لښكر دى حيف چي دى له خپله استعداده بې خبر دى ځان ته كه يې پام شولو بې شانه هنرور دى دې د زړه څښتن دى خو غافل دى د زړه خپل نه بيل دى تن په تن او زړه په زړه د يو او بل نه دا لاروى نه پېژني لاره، خو روان دى خپل مقصد ترې پټ دى خپل منزل ترې نه پنهان دى څه ښه فرمائي هغه شاعر افغان شناسه هغه چي څه ويني كړي ظاهر يې بې وسواسه هغه چي حكيم ؤ د ملت د افغانانو هغه چي طبيب ؤ د علت د افغانانو راز به د يو قام ؤ ورمعلوم ده به ويلو ټكى چي د حق ؤ په شوخۍ به يې ښودلو "چرته چي اولجه كاندي يو اوښ آزاد افغان ساز او د سامان سره پرې بار در و مرجان ګوره خو په ځاى د درګوهرو څه هوس كا؟ اوښ بار كړى پرېږدي كوز له غاړي يې جرس كا" ابدالي خټه كښې زموږه تب او تاب چي دى له زړه دى خاورو كښې چي ګوري بيداري او خواب له زړه دى تن د زړه له مرګه په بل شان شي كه يې وينې شي په مساماتو كښې خوله يې وينې وينې زړه چي شي فاسد نو راته وايه بدن څه دى؟ بې د زړه نه بل خواهش چي ونه كړې زړه ښه دى ملك د ايشيا كه يو قالب د آب و ګِل دى دا د پښتنو ملت په دې قالب كښې دل دى دې كښې كه فساد راشي فساد يې د ايشيا دى دى كه وي فراخه نو كشاد يې د ايشيا دى زړه چي آزاد تر كومه تن به هم آزاد وي وګڼي دا تن به خس په مخه كښې د باد وي زړه لكه د تن غوندي پابند د يو آئين دى زړه له كينې مړ شي خو ژوندون د دۀ په دين دى زور كه دى په دين كښې له مقامه د وحدت دى چرته چي وحدت شي را څرګند هغه ملت دى ځان به ورك له شرقه شي چي چاري د تقليد كا ښايي د اقامو نه چي مغرب باندي تنقيد كا نه دى د مغرب قوت د چنګ او له ربابه نه له جينكو نه چي ګډيږي بې حجابه او نه د جادو د لاله مخو ساحرانو او نه له بربنډ پنډو او غوڅو وېښتانو نه يې محكم والى په سبب د لادينۍ دى نه د ترقۍ سبب يې خط د لاطينۍ دى زور چي د فرنګ دى دا له علمه او له فن دى بس هم دغه اور دى چي څراغ يې پرې روشن دى وجه د حكمت خو نه د خاص قسم جامه ده چا وې چي مانع د هنر علم، عمامه ده واورئ علم او فن دپاره اې مستو ځوانانو مغز دى په كار نه چي لباس د فيرنګيانو تـګ پر دغه لاره بې نګاه نه، واوره نه شي وي كه دا ټوپۍ او يا هغه ټوپۍ نو څه شي؟ بس درلره دا دى د تا فكر كه چالاك وي دا درله كافي دى طبعيت دي چي دراك وي ډيري شپې خوراك د چا لوګى چي د څراغ شي پسته ښه معلوم د علم و فن ورته سراغ شي هيچاحد د علم او د حكمت نه دى موندلى بې له ستر جهاده لاس ته نه دى ورغلى مست چي فرنګي كړو ترك له ځانه لاړو ورك شو زهر ي پرې وڅښل په شربت كې بې درك شو ځكه چي ترياق يې د عراق لاړل له لاسه بس خو څه بۀ وايمه شې مل يې رب الناسه ذوق د دې غلام د فيرنګي د نمود دا دى وړى يې ميدان له مغربيانو په ګډا دى څه پاكيزه روح يې كړو برباد په لوبو وشتو ګران ؤ علم زړه يې كړلو ښاد له لوبو وشتو دومره آسان خوښى شو چي هپه كړه آسان ته هم د ده فطرت ور مخكښې لپه كړه آسان ته څوك چي اساني غواړي په دې زاړه جهان كښې پوهه شه بدن به يې روح نه لري په ځان كښې زنده رود پوهه يې په دې ؟ څنګه تهذيب دى د فرنګ دوه سوه فردوسه شته، نړۍ كښې يې د رنـګ دغو فردوسونو يې سېزلي ډېر كورونه هم يې ځالي، پاڼي دي سېزلي هم ښاخونه وګوره ظاهر يې زړه راښكونكى تا بنده دى زړه لري كمزورى او نظر لره بنده دى سترګي يې كاته كړي، زړه لړزانه اندرون دى دغې بتخانې وته پرېوتى سرنګون دى هر څوك نه پوهيږي د مشرق چي څه تقدير دى څه د دې ظاهر پوري تړلي زړه تدبير دى ابدالي هغه په تقدير چي د مشرق پوره قادر دى يو صاحب د عزم پهلوى دى بل نادر دى هغه پهلوى وارث د تخت چي د قباد دى غوټه د ايران يې چي پرانستې، نېك نهاد دى هغه شاه نادر چي دى سردار د درانيانو هغه چي نظام دى، د ملت د افغانانو هغه چي د دين او وطن غم كښې خوار و زار ؤ ده چي را ويستلى لوى لښكر له كوهسار ؤ هغه چي سپاهي، سپه سالار او امير هم دى اوسپنه دښمن لره، يارانو ته رېښم دى ځار شم د هغه نه، چي خپل ځان يې پېژندلى هم دا نوى عصر يې ډېر ښۀ دى سنجولى ياده مغربيانو ته څه ډېره ساحري ده بل باندي تكينه بغير له ځانه كافري ده سلطان شهيد او زندہ رود سلطان شهيد اوس نو راته وايه څه له هند او هندوستانه هغه چي واښه يې هم بها دي له بوستانه هغه چي مړه شوې د مسجد يې هنګامه ده هغه چي لمبه په بتخانو كښې يې سړه ده هغه چي په ده مي د زړه وينې دي خوړلې مينه يې چي ما د زړه په غوښو ده روزلې غم بۀ د هغه، زما د غم نه اندازه شي حيف د خپل عاشق نه چي غافله معشوقه شي زنده رود واړه د قانون نه يې منكر دي چي هنديان دي سحر د فرنګ پرې اثر نه كړي هسي شان دي وي آئين د غيرو چي منل يې ورته ګران وي څو هغه آئين كه نازل شوى له قرآن وي ((( سلطان شهيد كوم وخت چي انسان د موټي خاورو نه پيدا شي دې سره د زړه پكښې آرزو، جهان ته راشي بيا د ګناهونو خوند مشكل د هغه كار دى بې له ځانه، بل ته نه كتل د هغه كار دى ځكه چي خودي نه راځي ځان ته بې عصيانه دا چي لاس ته نه راځي شكست راشي انسانه تا خو زما ښار او هم ديار دى ښۀ ليدلى هم دي په لېمو زما مزار دى ښۀ لېدلى اې چي دي ښكاره د كائنات درته حدونه وايه په دكن كښې څه د ژوند شته اثرونه؟ زنده رود تخم مي د اوښكو دى شيندلى په دكن كښې هلته ريدي ګلي به زرغون شي په چمن كښې سيند د كاويري دى په سفر كښې ځي په زور دى و مي ليد چي بل شانې پيدا پكښې يو شور دى ((( سلطان شهيد اې چي زړه روښان كړي درعطا هسي وينا ده لا مي ستا له اوښكو له ګرمۍ هستي جليا ده ځار يې له نوكانو چي پوهان دى د رازونو وباسي ولې د وينو، رګ نه د سازونو ستا له زړه را ووځي چي نوا كومه لمحه كښې سوز كاندي دننه را پيدا هره سينه كښې پاتې يې حضور كښې يم مولا چي كوم د كل دى هغه چي رهبر او هم هادي د كل سبل دى څو كه په حضور كښې يې جرآت دګفتار نشته روح لره بل كار هلته سوا له ديدار نشته اور غوندي چي ورته ما ته ستا تاوده اشعار شول ناڅاپه روان زما په ژبه ستا افكار شول وې چي "دغه شعر چي تا اووې دا د چا دى؟ شور چي پورته كيږي ترې د ژوند، ګويا دريا دى بس د هغه سوز سره چي روح شي پرې روښانه يوسه كاويري ته دغه دوه حرفه زما نه ته يې زنده رود او هم هغه دي زنده رود وي ښه وي څومره ښه چي يو سرود كښې بل سرور وي د سلطان شهيد پيغام كاويري سيند ته ((د مرګ ژوند او شهادت حقيقت)) اې د كاويرې سينده! چي نرم په خرام يې ډېر جوړ ستړى شوى يې په ځغاسته چي مدام يې اې چي موږ ته ګران يې د جيحون او له فراته زياتې دي دكن ته چي اوبه دي تر حياته آه چي هغه ښهر ؤ ژوندى ستا له آغوشه روڼ يې چي ګوګل ؤ ستا د ښو اوبو له نوشه زوړ شوې پخوانى شوې خو ځواني دي هم هغه ده پېچ او تاب، اوبه او رواني دي هم هغه ده بس د مرغلرو زېږېدونكې ستا چپه وي نېغه او تروه دي تر آبده ستا شمله وي سوز پكښې د ژوند ښكاري دا هسي ساز دي تا دى څه هم پرې پوهېږې چي پيغام پكښې د چا دى؟ هغه چي مدام يې په طواف كښې د سطوت وې هغه چي يې ته څرګنده نخښه د دولت وې هغه چي صحرا يې كړه جنت غوندي رنګينه هغه چي خپل نقش يې كړلو جوړ پخپله وينه هغه چي ده خاوره يې مرجع د ارمانونو دى هم ستا له وينو، اضطراب يې د موجونو هغه چي ګفتار هم د هغه همه كردار ؤ ټول مشرق ويده ؤ خو دا يو ؤ چي بيدار ؤ زه او ته څپې د ژوند د سيند يو چي تېرېږي هره ساه چي اخلې كائينات ګوره بدليږي ژوند ته نظر وكړه انقلاب يې په هر دم دى ځكه چي لټون كښې دغه ژوند د يو عالم دى دې سره او سامان د هر يو څيز له رفت او بوده دى دا همه ذوق او هم نمود له رفت او بوده لارو لره هم د لاروو غوندي سفر دى هر ځاى كښې چي ګورې سفر پټ، ښكاره حضر دى اوښه كه صحرا ده، كه جنګۍ كه كاروانونه هر څيز ته چي وګورې ژړيږي له بېلتونه ګل چي په چمن كښې دى مهمان د يو نفس دى رنـګ كه يې ښايست دى، امتحان د يو نفس دى څه وي پسرلى؟ خو هم ماتم وي هم مېله وي غېږ كښې يې غونچه وي لاش د ګل يې پر اوږده وي ما ريدي ته اووې چي لږ نور هم وسوځيږه وې چي ته پوې نه يې لږ په راز مي وپوهېږه وې د خس خاشاك ځنې تعمير د وجود څه وي؟ وايه نتيجه بې له حسرت، د نمود څه وي مه راځه دې سراى د هست او بود ته كه راځې ته مه راځه عدم ځنې وجود ته كه راځې ته او كه راغلې، مه مره، د سپرغۍ غوندي له ځانه شابه! په لټون كښې د يو درمن شه روانه وي كه ستا په زړه كښې لكه لمر هسي تاوونه تا لره ميدان دى دا فراخه اسمانونه وسېزه مرغان، غر و ګلشن او ميدانونه پورته شه د سيند د لاندي اوسېزه كبونه بيا كه په سينه كښې دي د غشي خوړو توان وي مرګ او ژوند به ستا لكه شاهين په دې جهان وي ژوند چي مقصد وي په هغه كښې ډېر ثبات دى ما له خدايه غوښتى ځكه كم اوږد حيات دى رسم دى كه دين دى، كه طريق، د ژوندون څه دى؟ سل كاله د ګډ تر نه يو دم د مزري ښۀ دى ژوند چي دى محكم نو له تسليم او له رضا دى مرګ خو يا جادو يا شعبده يا سيميا دى مرګ لكه هوسى، بنده د حق زمرى هوښياره مرګ له سل مقامو يو مقام، د ده په لاره داسي كامل مرد په مرګ غوټه وكړي له بره څرنګه شاهين چي راشوغه شي په كوتره هره ګړۍ مري، چي وي غلام، د مرګ له ويرې ژوند په دې دنيا وي پرې حرام، د مرګ له ويرې كوم يو چي آزاد بنده د حق وي شان يې نور وي نوى ژوندون وركړي جوړ په مرګ باندي يې پور وي فكر د خودۍ كړي خلاص د مرګ وي له هيبته مرګ د آزاده ؤ نه وي زيات له يو ساعته داسي مرګ وه مه مره چي فنا شې تل لحد وي ځكه چي په دې ډول خو مرګ د دام و دد دي مرد چي وي مومن نو غواړي دا له خدايه پاكه هغه دويم مرګ ، چي بيا را پورته شي له خاكه هغه دويم مرګ د شوق د لاري انتها وي هغه اخيري تكبير د مني د غزا وي مرګ له هره قسمه خوږ مومن ته وي كه سپور دى مرګ چي د فرزند د مرتضٰى( ؤ هغه نور دى جنـګ د بادشاهانو د جهان غارت ګري وي جنـګ د مومنانو خو سنت پيغمبري وي جنـګ د مومن څه وي؟ خو هجرت په لور د يار وي تركه كړي دنيا د يار كوڅې ته يې اختيار وي هغه چي د شوق ټكى يې خور كړو په اقوام كښې ويې وېل چي "جنـګ رهبانيت دى په اسلام كښې" بې شهيده دا نكته چا ونه پېژندله ځكه چي هغه په خپلو وينو وګټله [[ ((( زنده رود د جنت الفردوس نه رخصتيږي حورې ترې څه غوښتنه كوي ما ته د سكون، صبر، ښېښه مي شوه له لاسه پير د روم په غوږ كښې راته وويل چي پاڅه څه د شوق خبري وې او څه جذب و يقين ؤ آه! هغه ايوان هغه محل، څومره رنګين ؤ لاړم دروازې ته يې چي زړه مي ډېر مغموم ؤ هلته دروازې سره د حورو لوى هجوم ؤ بس د دوى په خوله ؤ زنده رود، اې زنده روده اې هغه چي زړونه اخلي سوز دي له سروده شور او هم غوغا له هر طرف وه سراسره "يو ساعت خو موږ سره هم كښېنه د زړه سره!" زنده رود هغه لاروى چي د سفر په راز پوهيږي زيات له رهزنانو دى د "ناستې" نه ويريږي عشق ته قرار نشته په هجران او په وصال كښې شته ورله قرار خو په جمال د لايزال كښې كيږي معشوقو ته سركوزي په ابتدا كښې راشي د هغو نه آزادي، په انتها كښې عشق دى بې پروا، مدام په تـګ او پوى په لار دى وي كه په مكان، كه لامكان كښې "ځوى د لار دى"* كار مي دى په شانې د څپو او تېز مي ګام دى لار مي خوره كړې ده، پرې ايښى مي مقام دى د جنت حوره خوى د زمانې دي چي نصيب دى قلندره! موږ ته هم كه ووايې خوږه غوندي سندره ((( د زنده رود غزل آدم ته رسېداى نه شې مولا څه لره غواړې؟ له ځانه تښتېدلى يې آشنا څه لره غواړې ته بيا د ګل د څانګې سره سم شه نم ترې واخله اې اوچه رنـګ الوتيه! صبا څه لره غواړې؟ يو دوه څاڅكي د زړه وينه ده، مشك چي ورته وايي غر څه د حرم، ته يې له خطا څه لره غواړې؟ د فقر امتحان په سلطاني، جهانګيرۍ شي د چم بادشاهي وغواړه، بوريا څه لره غواړې؟ درك يې كړه معلوم په سرو ټلونو د ريدي كښې زما په وينو سره، نوا له ما څه لره غواړې؟ نظر خو په صحبت كښې د روښان زړونو زياتيږي د تا نظر كه كم دى نو توتيا څه لره غواړې؟ زما دې كرامت جهان بيني زه قلندر يم زما نه نظر غواړه، كېميا څه لره غواړې؟ [ حضور څوكه دى جنت له تجلۍ د كردګاره زړه مي قرار نه كړي بې محبوب د ښه ديداره پټ چي له خپل ځانه وي پرده كښې هغه زه يم خپله ځاله وركه ده له ما، هغه مارغه يم دا علم زما كه كوږ فطرته بد جوهر دى سترګو ته زما په مخكښې دا حجاب اكبر دى علم نه مقصد د چا په خيال كښې كه نظر دى بس نو دغه علم ده، هم لار او هم رهبر دى تا ته كړي در مخكښې چي پوستكى د وجود دى ځكه چي ته وپوښتې، څه راز د دې نمود دى بس نو هم په دې ډول د لار آواروينه دغه شان دي تـګ دپاره شوق بيداروينه سوى، دردونه، هم تودې سړې درته عطا كا هم د غريو ژړا د نيمې شپې درته عطا كا علم د تفسير د رنـګ او بوى د دې جهان دې نه تربيت اخلي كه زړه دى كه چشمان تا مقام د جذب او شوق ته راولي، بيا ليږدي تا د جبرائيل غوندي يوازي هلته پرېږدي عشق بغير له ځانه بل څوك نه وړي تر خلوته ځان د عشق مجبور وي هم د خپل ځان له غيرته تل په ابتدا كښې هم رفيق او هم طريق وي بيا په انتها كښې يې مزل بې له رفيق وي بيا مي له دې حور او له قصور واخسته ګډه ما د زړه كشتۍ د نور په سيند كښې كړه ورګډه ډوب يې ومه زه په تماشه كښې يو جمال ؤ وو په انقلاب كښې هر دم، خو لا يزال ؤ ورك شوم په ضمير د كائينات كښې ورك حجاب شو ما وته ژوندون ښكاره، په شان د يو رباب شو داسي چي هر تار به يې رباب ځان ته جدا ؤ سور يې هر آهنګ په وينو يو له بل سوا ؤ يو ده قبيله زموږ له نار يو كه له نوره لمر، سپوږمۍ، آدم دى، جبرائيل دى او كه حوره ځوړنده زموږ د روح په مخكښې آئينه ده ګډه حيراني ده، د يقين سره پرته ده دا د نن سحر ګوره چي نور يې ښه ظاهر دى نن او كه صبا دى په حضور كښې يې حاضر دى حق خو ښۀ څرګند سره د كل واړه اسرار دى كړي زما په سترګو خپل ديدن دغه يې كار دى ديد د هغه بې د كمېدلو زياتېدل دي ديد د هغه څه؟ د تن د قبر نه وتل دي عبد او كه مولا دى، دى يو بل ته په خزه كښې دواړه يو او بل ته دي په شوق د ننداره كښې ژوند كه په هر ځاى كښې وي لټون به ورسره وي پوى نه شو مه ښكاره به يمه زه، كه به هغه وي ميني زما زړه وته لذت د ديدار وركړ هم يې زما ژبي ته جرائت د ګفتار وركړ اې چي دوه عالم ته نور نظر دى ستا له لوره لږ هغه د خاورو دنياګۍ ته هم وګوره ستا آزاد بنده دپاره دا نه وي سازګاره وكري سنبل ك پكښې ډكه شي له خاره كار د زورورو عېش عشرت كښې غرقېدل وي كار د مغلوبانو بس د شپو ورځو شمېرل وي ستا جهان خراب ملوكيت كړو پرې تنګسه ده پټه په لستوڼي د آفتاب كښې توره شپه ده عقل د فرنګ سره ډاكې دي، هنر نشته جوړې له خيبره شوى ګرجې، چي حيدر نشته وايي لاالٰه چي هغه خلق بې چاره دي نه لري مركز ځكه يې فكر آواره دي سخته ساه لري چي ورپسې مرګه څلور دي دا څلور: "ملا دى او والي، پير او سودخور دى دا غوندي عالم مناسب نه دى ستا له شانه ستا په لمن داغ دا اوبه خټې دي يزدانه" د جمال ندا او زندہ رود د جمال ندا ښۀ او بد نقشونه ټول د خداى قلم راښكلي ښۀ چي موږ دپاره ؤ هغه يې دي ليكلي څه ته موجود وايې څه خبر يې نېك صفا ته؟ واخلي د جمال برخه چي څوك د حق له ذاته څه له پيدايښت دى خو لټون له د دلبرو ځان ښكاره كول دي بر، په نورو "لار پسرو" څومره هنګامه چي د عالم درته ښكاريږي بې زما له حسنه هيچري نه پيدا كيږي دا زندګاني خو هم فاني ده هم باقي ده دا خو همه واړه خلاقي او مشتاقي ده اې كه ته ژوندى يې، نو مشتاق شه چي خلاق شې ما غوندي چي ته راګېرونكى د آفاق شې خوښ چي نه وي ستا هغه ور پاڅه كنډكپر كړه بل نوى جهان د خپل ضمير نه را بهر كړه وي آزاد بنده چي د هغه دپاره ګران وي ژوند تېرول مرګ ورته، د غيرو په جهان وي هر هغه خالي چي د قوت نه د تخليق دى دى هغه كافر زما په خيال كښې هم زنديق دى برخه د جمال يې هيڅ زما وانخستله ده د ژوند د ونې هيڅ مېوه ونه خوړله پاڅه پر كوونكې ته په مثل د شمشير شه ته دې خپل جهان لره پخپله خپل تقدير شه زنده رود بس دغه آئين دى جهان دى چي ښكاريږي نه راځي چينې ته بيا اوبه چي وبهيږي ژوند چي څه كار وكړي، دويم ځل هغه كار نه كا روږدى يې فطرت دى هسي شان چي تكرار نه كا لاندي تر اسمانه بيا واپس نه را ستنيږي هغه قام چي پرېوتو بيا نه را پورته كيږي كوم ملت چي مړ شو، پورته كيږي كم له قبره بله لار يې څه وي بې له قبره بې له صبره ((( د جمال ندا مه ګڼه دا ژوند چي تله راتله به د نفس وي اصل يې له حى او له قيوم دى، دا به بس وي اني قريب ويونكي ته د روح نزدې كېدل خپله نصيبه د عمري ژوند نه اخستل فرد وته توحيد چي ور حاصل شي لاهوتي شي ور چي شي ملت لره توحيد جبروتي شي جوړ دى بايزيد او هم شبلي، بوذر د دې نه هم دې امتونو ته طغرل، سنجر دې نه بې د تجلۍ نه د آدم كله ثبات وي يو جلوه زما فرد او ملت لره حيات وي دې دواړو اخستى د توحيد ځنې كمال وي ژوند په دوى كښې يو لره جلال، بل ته جمال وي دا سليماني( ده هغه بله سلماني ( ده هغه سر تر پاپه فقيري دا سلطاني ده هغه يو ليدل دي او دا بل دي يو كېدل زده كړه له هغو ناسته، له دغو اوسېدل څه دى ملت؟ اې چي تل په خو له دې د لاالٰه وي سترګي كه زرګونه وي، يوه د دوى نګاه وي يو د حق پرستو وي دعوې او حجتونه بېلي مو خېمې دي، خو دي يو مو سره زړونه وي ډېري ذرې چي يو نظر لري افتاب شي تاسو يو نظر شئ، درته حق چي بې حجاب شي كم ورته ونه ګورئ چي دا يو نظري ده دا د تجلو نه د توحيد يو تجلي ده مست چي د توحيد په پاكو ميو كوم ملت شي ده وته حاصل هم جبروت او هم قوت شي روح راشي ملت كښې له ټولني انجمنه روح د ملت نه را پيدا كيږي له بدنه بس نو چي وجود يې د صحبت نه پيدا كيږي مړ شي، شېرازه د دې صحبت چي يې خوريږي مړ كه يې؟ نو واوره، يو نظر شه چي زنده شې لرې ځان ځاني كړه يو له بل چي پائنده شې جوړ دي په كردار او په افكارو كښې وحدت كړه بيا نو اقتدار د جهان واخله حكومت كړه زنده رود زه څه يم؟ ته څه يې؟ جهان كوم دى؟ راته وايه ولي زه او ته وبله لري يو بې ځايه زه ولي په بند او زولنو كښې د تقدير يم ته چي نه مرې، زه د مرګ په دام ولي اسير يم؟ د جمال ندا ته يې پاتې شوى په څلور ګوټه جهان كښې هلته چي مېشته وي، خود به مري هغه مكان كښې ونيسه خودي كه درته ژوند غوره د ځان دى غرق يې كړه په ځان كښې چي څلور كنجه جهان دى و به وينې پس له چي زه څه يم ته له چا يې څنګه په دنيا كښې مرې او څنګه پكښې پايې زنده رود څوكه دى ناپوهه، سوال قبول د دې بنده كړه لري د څيرې نه د تقدير راته پرده كړه رنـګ- رنـګ انقلاب د روس، المان، دى ما ليدلى هم په زړه كښې شور د مسلمان دى ما ليدلى ما د شرق او غرب همه ليدلي تدبيرونه ما و ته ښكاره د شرق او غرب كړه تقديرونه د جلال تجلي را پرېوزي ناڅاپه مي وليدلو زوړ زما جهان هغه زما مځكه، زما هغه لوړ آسمان غرق ؤ په يو نور كښې چي شفق غوندي پرې خور ؤ سور ؤ داسي تا به وې نغرى ؤ ډك له اور ؤ ډېرو تجلو له خپله خوده و ايستمه زه لكه موسٰى په "ديدن مست" را ولوېدمه نور د هغه هره يو پرده كړه راته لرې ډېري نندارې مي خوله كښې وچې كړې خبرې بيا نو له ضمير، د بې چګون غوندي عالمه پورته شوه ندا، ډكه له سوز او له المه تېر شه له مشرق هم د جادو د فرنګي نه دي زاړه كه نوي د وربشې هم نه دينه ور دي كړو شيطان ته درسره چي كوم نګين ؤ نه ؤ د ګروئ كه يې قابل روح الامين ؤ ژوند ټولنه غواړي پخپله ځان يې هم نظر دى ځان ته اوسه څو كه دي كاروان سره سفر دى ته ځائي راغلى يې د لمر نه ډېر تابانه داسي ژوند كوه چي هر بڅرى كړې روښانه پروت چي لكه باد وته يو خس په ره ګذر دى تللى هم دارا، قباد، خسرو او سكندر دى ستا له واړه جامه ميكده رسوا شوه شومه واخله پياله وڅښه حكيمانو غوندي درومه ((( جاوېد ته خطاب (د نوي كهول سره يوه خبره) هسي د د نيا ښايسته كول څه د كار نه دى نه را ووځي هغه چي په تل كښې مي د زړه دى سل نكتې مي وښودلې وې چي په حجاب كښې شته يوه چي نه به شي پيدا په يو كتاب كښې زه كه يې څرګنده كړمه، لا به پېچېده شي دا به ږغ او حرف كښې به له تاسو پوشېده شي واخلئ ترې نه سوز چي مي موجود دى په نظر كښې يا زما له آهه، چي كوم يې په سحر كښې تا ته خپلي مور ړومبى سبق ؤ درښودلى ته يې له صبا لكه غوټۍ وې غوړېدلى رنـګ او بوى په تا كښې دا عطا ده د هغې نه اې زموږه پنګې ستا بها ده د هغې نه جمع تا د هغې نه دولت كړو پائېدونكى ته چي له هغې د لاالٰه شوې زده كوونكى اې بچيه! ذوق اوس د نظر زما نه واخله سول په لاالٰه كښې سراسر زما نه واخله ته كه لاالٰه وايې د روح په خوله يې وايه بوى د روح چي ستا له هر اندامه شي نمايه سوز د لاالٰه نه لمر سپوږمۍ په ګرزېدو كښې دا سوز مي ليدلى هم په غر هم په وښو كښې دوه د لاالٰه حرفونه، نه دي له مذكوره نشته چي امان ترې لاالٰه ده هغه توره سوز د هغې ژوند كښې چي وي وصف د قهار دى لاالٰه ګذار دى، ولي ښه كامل ګذار دى حيف دى چي مومن او كمر كس د غير په وړاندي دې له غدارۍ، فقر و نفاق، پرېوتې لاندي خرڅ يې په يوه كاسيره خپل دين او ملت كړو وې سېزلو كور، هم يې سامان د كور لت پت كړو لمونځ كښې لاالٰه د ده موجود ؤ خو اوس نشته ناز يې هر نياز كښې په نمود ؤ خو اوس نشته نور يې ښكاره نه شو د لمانځه او د روژو نه تشه پاتې شوې يې دنيا ده د جلوو نه هغه چي يقين يې ؤ سامان له پاكه دره ځاى يې كړه په زړه كښې د مال مينه د مرګ ويره تلى د سرور او د مستۍ يې هغه زور دى دين ترې په كتاب كښې پاتې شوى دى په ګور دى مل شو د دې نوې زمانو د انسانانو نوى دين يې زده كړلو له دوو پيغمبرانو هغه له ايرانه پيدا دا هندي نژاد هغه دى له حجه بېګانه دى له جهاد پاتې چي جهاد شو او نه حج له واجبات روح له كالبوت ووتو د صوم او له صلٰوة روح چي كوم وخت ووت د لمانځه او له صيامه فرد يې شو كاواكه، او ملت يې بې نظامه تاؤ يې په سينو كښې پاتې هيڅ د قرآن نه دى بيا د داسي خلګو نه اميد د نېكۍ څه دى لاړې د خودۍ هغه قيصې، كړې مسلم هيرې لاس دي راكړه خضره! شوې اوبه له سره تېرې څه يوه سجده وه چي ترې مځكې لړزېدلې هم چي لمر، سپوږمۍ د دې په خوښه چورلېدلې نقش به كه په كاڼي د هغه سجدې نښان شو كاڼى به هوا كښې د لوګي غوندي پرېشان شو نن صبا خو هغه نور څه نه دي، سرټيټي ده نور څه پكښې نشته د پېرۍ ناتواني ده اوس مو هغه شان چرته په ربي الاعلٰى كښې دا د ده ګناۀ ده؟ كه تقصير په ما او تا كښې؟ نور خلـګ پخپلو لارو وينم تېز خرامه اوښه ده زموږه تېرېدلې بې لګامه ذوق د طلب نه لري، كه لاس كښې يې قرآن دى زه ورته حيران يمه، حيران يمه، ارمان دى ته چرې خاوند كه د نظر هغه قدير كړې ښايي چي راتلونكې زمانه ډېره ښۀ ځير كړې زړونه يې بې سوزه دي بې باكه يې عقلونه دي مجاز كښې ډوب، نه لري سترګو كښې شرمونه علم و فن دى، دين او سياست كه عقل زړونه ډلې- ډلې كړي د آب و ګِل نه طوافونه هغه ايشيا، چي ځاى د نور او د آفتاب دى غيرو ته اوس ګوري د خپل ځان نه په حجاب دى زړه يې دى خالي له نوو- نوو وارداتو نشته دوه وربشې يې قېمت د حاصلاتو ژوند يې په دنيا كښې د مرګونو نه بتر دى يخ دى او ولاړ دى او بې ذوقه د سفر دى ښكار د ملايانو بادشاهانو دى نو څه كا ګوډه يې هوسۍ د عقل فكر څه به تلۀ كا عقل دى، كه دين دى، كه دا تش، كه نام و ننګ دى بند يې په تسمه كښې د ټګانو د فرنګ دى وكړلو يرغل مي په عالم يې د افكارو څيرې يې پرده كړه، چي ده ويړ يې په اسرارو ما خپله سينه كښې دا خپل زړه دى پرې چوولى پس له دې جهان مي د هغه دى لړزولى خپلې زمانې دپاره دوه حرفونه وئيلي دوه لوښو كښې ما دوه سمندره راوستلي دا مي ؤ خواهش، چي څه پېچي، څه لشه دار كړم عقل او زړه دواړه د سړو پرې باندي ښكار كړم ده يوه وينا مي پېچاپېچ لكه فرنګ ده بله مستانه يوه ژړا، له تار او چنګ ده دا جوړه له ذكره، هغه بله ده له فكره خداى دي ميراث دركاندي له دې فكره او ذكره يم هغه وله، چي له دوه سينده را نما يم هم يم د هغو سره واصله هم جدا يم جوړه چي مزاج د زمانې نوې دنيا كړه طبعې زما نوې هنګامه ځكه پيدا كړه تږي دي ځلمي، تش يې په لاس كښې دي جامونه روڼ مخونه، تور زړونه، روښانه دماغونه واړه بې يقينه، نااميده، كم نظر دي دوى په سترګو هيڅ ليدلي نه دي بې خبر دي دى ايمان په غېرو يې له ځانه منكريږي خښتې د ګرجو د دوى د خاورو نه جوړيږي نه ده مدرسه د خپل مقصد نه خبرداره ځكه چي د زړه جذبې ته نه بيا مومي لاره نور يې د فطرت پېچي له زړونو او وينځلو يو ګل يې له شاخه چرته ونه غوړېدلو څومره كږې خښتې دا معمار زموږه ږدينه دې د باز بچي ته خوى د بطې ورښيينه علم چي تر څو وانخلي سوز له دې حياته زړه به خوند وانه خلي هيچرې له وارداته علم نور څه نه دى، شرح ستا د مقاماتو علم نور څۀ نه دى، خو تفسير ستا د آياتو ښايي چي پرې وسوزې چي اور دي دى په حس كښې و به كړې بيا فرق په سپينو زرو او په مس كښې علم خو د حق اول حواس آخر حضور دى بس دغه آخر دى، چي ډېر لري له شعور دى سل كتابه زده كه د خاوند نه د هنر شي ښۀ هغه سبق دى چي اخستى له نظر شي بس هغه شراب چي د نظر ځنې څڅيږي هر سړى چي ګورې په بيل ډول پرې مستيږي باد چي د سحر په چلېدو شي، ډيوې مړې شي ډكي د رېدي پرې د شرابو نه پيالې شي كم دي كړه خوراك، او كم دي خوب، كم دي ګفتار كړه ته له خپله ځانه چورلېدل لكه پركار كړه وي د حق منكر چي، د ملا په نزد كافر دى وي منكر د ځان چي، نو زما په نزد كافر دى هغه په افكار د حق تندي اوكړه "عجول" شو دغه هم عجول او هم ظلوم او هم جهول شو خوى د اخلاص ښه محكم ملګرى د خپل ځان كړه پاك دي زړه له ويرې د امير او د سلطان كړه عدل چي پرې نه ږدې ته، په قهر او په رضا كښې اوسه ميانه رو په غريبۍ او په غنا كښې حكم دي مشكل وي، خو تاويل پسې لاړ نه شې ګوره بې خپل زړه، په بل قنديل پسې لاړ نه شې ده د روح ساتنه ذكر، فكر بې حساب ده د تن ساتنه، ځان ساتنه په شباب ګوره دې دنيا كښې حكومت د كوز و پاس بې د روح او تن ساتنې نه راځي په لاس خوند د ګرزېدو خپله مقصد د هر سفر دى مه الوزه ګورې! كه په ځاله دي نظر دى ګرځي سپوږمۍ ګرځي چي بيا و مومي مقام ګرځنده آدم له حرام شوى دى مقام ګرځي قمر دې لره، څښتن چي د مقام شي سير چي د آدم وي نو مقام ورله حرام شي ژوند خو نور څه نه دى، خو لذت يو د پرواز دى كله شي فطرت يې چي د ځالي سره ساز دى رزق وي د ګور خاورو كښې د زاغ او ټپوسانو رزق وي په وطن د لمر، سپوږمۍ كښې د بازانو راز د دين رښتيا- رښتيا ويل خوراك حلال ځان له او په جمع تماشا كړې د جمال لاره د خپل دين كښې داسي سخت لكه الماس شه زړه تړه په خداى او نور له هرڅه بې وسواس شه راز يو د رازونو نه د دين بۀ درته وايم واوره چي داستان د مظفر* درته ونما يم هغه په اخلاص كښې بې مثاله ؤ فريد ؤ ؤ خو يو بادشاه خو په مقام د بايزيد ؤ ؤ د ده يو آس چي پرې د ځوى غوندي ډېر ګران ؤ كلك د خپل څښتن غوندي به وخت كښې د جولان ؤ دا له رنګه شين او ښۀ اصيل نجيب عرب ؤ ډك ؤ د وفا نه څه بې عيبه پاك نسب ؤ پېژنې؟ چي ګران وي هر مومن ته نكته رسه بل څه؟ بې قرآنه، بې له توري بې له اسه څو به كړم صفت درته د دې اصيل د ښو تلو ؤ لكه د غر خو لكه باد به په اوبو تلو دې د جنـګ په ورځ به جنـګ ته څك لكه نظر ؤ تاؤ به لكه باد هسي له غر او له كمر ؤ دى به چي په زغل شو زلزلې به جوړېدلې ګټې به يې تل د سُم له زوره وړېدلې بيا نو يوه ورځ چي محترم لكه انسان ؤ خوږ د ګېډي راغله، پرې مضطر هغه حيوان ؤ وكړل سلو ترې يې په شرابو علاجونه آس د بادشاه جوړ شو، لاړه ورك يې شو دردونه بيا پرې بادشاه سپور نه شولو ګوره څه تقوٰى ده بيا د تقوٰى لار زموږ خو وګوره جدا ده اې چي خداى در كړى درته ښه زړه او ځيګر دى څه دي هم طاقت د مسلمان وته نظر دى دغه سر تر پايه سوزېدل دي له طلبه عشق يې انتها وي ابتدا يې له ادبه ګل چي قدرولى شي سبب يې رنـګ و بوى دى وي چي بې ادب، بې رنـګ او بوى، بې ابروى دى ما وته ښكاره چي بې ادبه كوم يو ځوان شي ورځ كه وي خو ما باندي تياره هغه جهان شي سوز مي دم تر دمه په سينه كښې سيوا كيږي بيا نو زمانه د مصطفٰى( راته ياديږي ژوند چي كړم په خپله زمانه كښې پښېمان شم زه تېرو پېړيو ته ور دو كړمه، پنهان شم ښځي لره ستر خپل خاوند ګڼه، يا ګور دى دا د سړو ستر چي بد يار ورله پېغور دى څوك چي بد زبانه وي په بده لار روان دى ټول د خداى مخلوق دى كه كافر كه مسلمان دى څه دى سړى توب خو احترام د بنيادم دى پوهه شه خبر شه څه مقام د بنيادم دى ربط يو له بله تعلق د سړو ښۀ شي ښه وي چي وبله د دوستۍ په لاره تله شي څوك بنده د خداى چي وي له خدايه يې طريق وي هغه په كافر په مسلمان باندي شفيق وي كفر وي كه دين، ساته يې زړه كښې دا به ښه وي زړه چي له زړه تښتي وايه داسي زړه بۀ څه وي زړه كه پراته د خاورو خټو دى بندونه بيا هم دى پيدا له زړه آفاق او آسمانونه ځان كه يې د كلي يا مالك د لوى جاګير يې ښه به ښكاري داسي چي په خوى له فقير يې دى د تا په زړه كښې سوز د فقر اوده پاتې دغه مي دى ستا له مشرانو زاړه پاتې بې د خواخوږۍ نه، نور سامان د دنيا هيڅ دى سوال كوه د خداى ځنې، سلطان د دنيا هيڅ دى دى هغه سړى چي حق پسنده او بصير شي ډېر چي شي نعمت نو هغه ړوند شي هواګير شي ډېر چي شي نعمت نو سوز ګداز د زړه نه يوسي ناز پكښې پيدا كاندي نياز د زړه نه يوسي زه يم په كالونو په دنيا كښې ګرځېدلى نم مي د "شتمنو" په لېمو كښې كم ليدلى زار شم له هغه چي يې ژوندون فقيرانه وي حيف شه په هغه چي د الله نه بېګانه وي نشته مسلمان كښې هغه بوى د ذوق او ميني نه هغه يقين او هغه خوى د ذوق او ميني علم د قرآن نه بې نيازه عالمان دي ږيري د صوفيانو دي اوږدې خو شرمښان دي وي په خانقاګانو كښې اخته په هاوهو كښې كوم دى پكښې مرد چي يې شراب وي ميكدو كښې ګير مسلمانان د فيرنګيانو په ګرداب كښې ګوري د كوثر چينه لټون كړي په سراب كښې واړه بې خبره د اسرارو نه د دين دي ډك دى د كينې او د حسد نه، بې يقين دي خير كه بركت دى په خاصانو كښې حرام دى صدق او كه اخلاص دى په عوامو كښې مدام دى وپېژنه ته چي دينداران او حاسدان دي ناسته د هغو سره كوه چي حق جوبان دي بيل د ټپوسانو دى، چي رسم او آئين دى شان يې څه جدا دى، كوم الوت چي د شاهين دى مرد د حق را پرېوځي له آسمانه لكه برق وي اوسيزي ښارونه كه صحرا كه غرب او شرق وي موږ يو لا تياره او په ظلام د كائنات كښې هغه وي شريك په اهتمام د كائنات كښې وي هغه داؤد(، مسيح(، كليم( او هم خليل( وي هغه محمد( وي، هم كتاب هم جبرائيل( وي لمر د كائينات چي وي د زړه د خاوندانو ژوند وي د هغه د پلوشو نه د پاكانو تا به په اول كښې په خپل اور باندي سوخته كړي پس د دې نه چل د بادشاهۍ به درته زده كړي دا د هغه سوز دى چي پرې برېښي زموږ زړونه او ګني د خاورو خټو يو فاني نقشونه ته چي يې پيدا په كښې دا عصر دا مي غم دى غرق دى په بدن كښې او د روح نه خبر كم دى كوم وخت چي بدن د روح د قحطه نه ارزان شي مرد چي وي د حق هغه پخپل ځان كښې پنهان شي بيا خو مونداى نشي هغه مرد په يوه لوري څو كه مخامخ چا سره ناست وي ورته ګوري بيا هم دى بايد د طلب شوق دي په زياتي شي څو كه ستا په لاري را پيدا سل اړيكي شي ستا كه صحبت ونه شو له هيڅ يو خبرداره واخله څه چي پاتې ما ته دي له نيكه پلاره ته كه پير د رومرح په ملګرتيا درسره ساز كړې ته له خپله خدايه( به حاصل سوز و ګداز كړې ځكه چي روميرح له مغزه پوست شي بېلولاى ښه محكم قدم شي د يار در كښې ايښودلى شرحه يې ده كړې، خلګو دى نه وي ليدلى متن نه غر څه يې د معنا دى تښتېدلى دوى يې له وينا د تن ګډا خو ده زده كړې سترګي يې د روح د ګډېدو نه دي تړلي رقص چي د تن دى، هسي خاورې بدول دي رقص چي د روح دى، آسمانونه لړزول دي رقص نه د روح، علم و حكمت لاس ته را درومي هم مځكه اسمان، هم حكومت لاس ته را درومي فرد وه حاصل ترې د كليم( غوندي جذبه شي پاتې ترې ملت ته، د ملكونو ميراثه شي رقص چي د روح دى، د هغه زده كول ګران دي بې له حقه نور همه سېزل كله آسان دي څو دي چي ځيګر كښې اور د حرص او غم بليږي هيچري ګډا د روح بچيه نه زده كيږي ضعف د ايمان، د دنيا غم او دلګيري ده واوره اې ځلميه! دغه غم نيمه پيري ده* څوك چي وي حريص نو تل افلاس ورته حاضر( وي زه غلام د هغه چي خپل نفس باندي قاهر وي اې ځلميه! بس دغه تسكين زما د زړه دى رقص كه د روح دي شي نصيب نو څومره ښه دى تا ته چي مي اووې راز د دين د مصطفٰى( دى هم مي درته قبر كښې لاس پورته په دعا دى پاى * آيت تسخير د علم الاسماء. قرآني آيتونو ته اشاره ده. * لى مع الله. تلميح حديث لى مع الله وخت ته. * خافطين اويلدرم. د سپوږمۍ اورسېدونكي غرونه. * قشمرود: د سپوږمۍ د كوهستان يو لمر. * رازي: د قرآن شريف مشهور مفسر ( بوى په ګلاب كښې د صوفېدو په مشهور غزل تلميح دې: او درمن و من در او :: چون بو به گلاب اندر ( نجم، نور، نازعات، د قرآنِ كريم د سورتو نومونه. * اره، چنجى، غرغره، تلميح د انبياوو په قيصو * طالسطائي- د روس د حكيم مصلح نوم. * فلاطوس- د روسي حاكم نوم دى. * ناسوت- حسم، لاهوت، روحانيت * سلمان- حضرت سلمان فارسي، عدنان- د عربو نيكه. سحبان- يو فصيح زبان عرب. مزدك- د ايران يو فصيح زبان سړى ؤ، چي يو نوى مذهب يې جاري كړى * زهير- د عربو مشهور شاعر. ( انهم اعجاز- د قرآن آيت. ( ان كنت از معت الفراق- د امرء القيس د يو شعر ټكړه چي مطلب يې دا دى چي كه د جدا كېدو اراده دي كړې وي، نو لږ مهلت راكړه. ( صاحب د سرمايې: كارل ماركس مصنف كتاب "سرمايه" چي د اشتراكيت اصول يې په دې كتاب كښې جمع كړي دي. 1 دا بيتونه نه دي ژباړل شوي: زيركي از عشق ګردد حق شناس :: كار عشق از زيركي محكم اساس 2 دويم بيت: شغلۀ غم افرنگيان غم خورده ايست :: چشم شان صاحب منظر دل خورده ايست * مصطفٰى- مراد مصطفٰى كمال دى. * لا يراعي ولا يخاف: نه د چا رعيت كوي او نه د چا وېريږي. 3 دا بيت نه دى ژباړل شوى: ذكر حق از امتيان آمد غني :: از زمان و از مكان آمد غني * مازاغ البصر: د دې آيت شريف تلميح ده: مازاغ البصر وماطغٰى. * مرغدين: په مريخ كښې د يو ښار نوم دى. * لاتفسدوا: تلميح په آية شريف: لاتفسدوا فى الارض بعد اصلاحها. * خلق و تقدير: تلميح ده په دې آيت شريف: خلق فقد و هدٰى. * مارميت: تلميح ده په دې آية كريمه: ومارميت اذ رميت الخ. 4 ابغض الاشياء عندي الطلاق مشهور حديث دى. * احمد: حضرت شېخ احمد سرهنديرح * نشاط: د كشمير مشهور باغ. ( بشنوازني: تلميح د حضرت رومي په شعر: بشنو از نى چون حكايت مي كند. * شهاب الدين: د كشمير يو باچا. * اولى الامر منكم: په آيت كريمه اشاره ده. * دا دوه بيتونه نه دي ژباړل شوي دي: مرد صحرا بايدان جان دميد :: باز سوى ريگ زار خود دميد كنهه احسان عرب نشاختند :: از آتش افرنگيان بګداختند * ابن سبيل * مظفر: د ګجرات بادشاه د سلطان محمود زوىچي د هند مسلمانانو به ورته بيګړه ويل * نيمه پيري: تلميح ده د مشهور حديث: اللهم نصف الهرام. ( فقرِ حاضر: تلميح ده د مشهور حديث: اياكم والطمع فانه الفقر حاضر. --------------- ------------------------------------------------------------ --------------- ------------------------------------------------------------ از كلياتِ اقبال فارسي جاوېد نامه جاوېد نامه از كلياتِ اقبال فارسي 646 647